اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د کربلا حماسه او د ویښنیا رڼا

    د کربلا حماسه او د ویښنیا رڼا

    د کربلا حماسه او د ویښنیا رڼا
    2 (40%) 1 vote

    حضرت علي اصغر چې مور په لاس کښې نیولی او بیا بیا یې ښکلوي دخپل پلار غیږې ته ورځي . هغه اوس هم بې تابه دی او ژاړي . خو خپل ټول توان لاسونه ته ورکوی . خپل لاسونه پورته کوي . چې شاید له دغو سختو او دتیږي په شان زړونو څخه څه لږ شان مهربانۍ وویني.دعلي اصغر ژاړا زیاتیږي . ګویا هغه دخپل پلار په مظلومیت ژاړي . هغه دحقیقت او ایمان غربت ژاړي . اوس حضرت علي اصغر دپلار مرستې ته ورغلی دی .
    بې شکه دحضرت امام حسین علیه السلام په غورځنګ کښې یو مهم ټکی دحضرت امام حسین علیه السلام او دهغه په دملګرو کښې دشهادت غوښتنې روحیه وه .
    شهادت داسې مرګ دی چې دخدای پاک خوښو کسانو ته ورپه برخه کیږي .
    دعاشورا په شپې دحضرت امام حسین علیه السلام په ملګرو کښې دشهادت غوښتنې روحیه زیاته شوي وه .
    هغه وخت چې ټول ملګري یې یو بل پسې پاڅیدل او له امام حسین علیه السلام سره دوفادارۍ په اعلانولو سره یې دحق په لاره کښې دمرګ هرکلی وکړ او په زړونو کښې یې هیڅ ویره نه لرله .
    دغه ټولې خبرې دیو تفکر ښودنه کوي چې دعقیدې په لاره کښې مرګ او دخدای پاک په لاره کښې شهادت دهغو ژغورل شویو کسانو دزړه ارزو ده چې مادي توب یې پریښودلی او دشهادت په سیوره کښې یې الهي رزق او تل پاتې ژوند ته زړه سپارلی .
    خدای پاک دقران مجید په ډیرو ایتونو کښې دخدای پاک په لاره کښې دشهادت او مرګ دمسلې خبره کړي ده .
    دبیلګې په توګه د قران مجید دتوبه سورې په یو سل یولسم (۱۱۱)ایت کښې راغلي دي :« خدای پاک له مومنانو دهغو سرونه او مالونه په دې بیه چې جنت دهغوې لپاره وي اخستلي دي .»
    هماغه مومنان چې دخدای پاک په لاره کښې جنګیږي ، وژل کوي او مړ کول کیږي وژل کیږي .دغه دهغه په حقه ژمنه ده چې په تورات، انجیل او قران کښې یې ذکر شوی او کوم کس له خدای پاک زیات په خپلې ژمنې ولاړ دی .؟ اوس دې زیرې وي ته زیری وي تاسو ته دهغه تجارت په خاطر چې له خدای پاک سره مو کړی دی او دا یو ستر بریالیتوب دی .»
    داسلام په کلتور کښې شهادت دومره ارزښت لري چې ددین اولیاو تل له خدای پاک ج څخه دشهادت ارزو لرلي ده .
    داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد ص په یوه حدیث کښې فرمايي :« له هرې نیکې لوړه یوه بله نیکۍ ده . تردې چې انسان دخدای پاک په لاره کښې ووژل شي .نوکوله چې دخدای پاک په لار کښې وژل شو یاست له هغه لوړه بله خیر ښیګڼه نشته .»( بحار الانوار ټوک ۹۷ او صفحه لسمه ).
    په هغو حدیثونو کښې دچې دپیغمبر اکرم ص په قول نقل شوي دي شهادت ترټولو بره مرګ دی او دشهیددوینې قطر ه او څاڅکې له خدای پاک سره ډیر ارزښت لري . شهیدان لومړني کسان دي چې جنت ته ورننوځي او دټولو شهیدانو دمقام ارمان کوي .
    دخدای پاک په لاره کښې دمرګ نوم ته دشهادت دنوم ورکولو په هکله ویل شوي دي چې درحمت فرښتې دجهاد په ډګر کښې حاضریږي او ګواهي ورکوي .
    دغه راز خدای پاک ج او رسول اکرم ص ګواهي ورکوي چې دخدای پاک په لاره کښې وژل شوي کسان جنتیان دي .
    په یو شمیر نورو تعبیرونو کښې راغلي دي دخدای پاک ج په لاره کښې وژل شوي کسان له دې امله چې ژوندي دي او حاضر دي شهیدان نومول شوي دي .
    څرنګه چې دقران مجید دبقرې سورې په یوسل څلورپنځوسم ایت کښې فرمايي :« او هغو کسانو ته چې دخدای په لاره کښې وژل کیږي مړه مه وائ بلکې هغوې ژوندي دي خو تاسو نه پوهیږئ .»
    دخدای پاک کسان دالهي ایډیالونو په لاره کښې شهادت دځان لپاره ویاړ ګڼي . ځکه چې دغه حقیقت ته رسیدلي دي چې ددوې په مړینې سره به په ویده ضمیرونو کښې دبیدارۍ څپه رامینځته شي .
    له دې کبله دي چې حضرت امام حسین علیه السلام دخدای په لاره کښې مرګ ته په ذلیل ژوند ترجیح ورکوي .. ځکه چې دخدای پاک ج په لاره کښې شهادت اغیزشیندونکی او خبرتیا ورکونکی دی .
    حضرت زینب س دیزید په دربار کښې په خپلې خطبې کښې په شهادت ویاړ کوي او دخدای پاک ج حمد او ستاینه کوي چې دهغوې انجام یې شهادت ټاکلی دی .
    حضرت امام سجاد علیه السلام هم دابن زیاد دګواښ په اړه فرمايي :« شهادت زمونږ ویاړ دی ایا مونږ له مرګه ویروئ .؟
    شهادت داسې ویاړ وو چې حتی دامام سجادعلیه السلام دشیدو خوړونکي بچې په برخه هم شو . علي اصغر دکربلا په دښتې کښې دامام ترټولو کوچنی ملګری دی چې دهغه دشهادت پیښه ډیره بونونکي ده .اوس دکربلا ددغه کوچني میړني دشتون کیسه درته بیانوو
    حضرت امام حسین علیه السلام دجنګ میدان ته ګوري .دمیدان په هکله فکر کوي . هیڅ څوک نه دي پاتې نه علي اکبر ، نه قاسم او نه عباس دامام حسین علیه السلام دوفاداره کسانو او ملګرو مړي دکربلا دښتې په ګوټ ګوټ کښې په ځمکه پرته دي .
    نه کوم سپور شته او نه کوم مشر دښمن په ډیر سپین سترګې توب سره نږدې کیږي .
    امام حسین غږ کوي :« ایا څوک شته یاست چې دخدای په خاطر له ماسره ملګري شي ؟ ایا کوم ملګری شته چې دخدای درسول حضرت محمدص دحرم دفاع وکړي ؟ خو ته وا ګویا دیزید دمنونکو په زړونو دغفلت ټپه وهل شوي ده . هغوې څه نه اوري او سترګې یې حقیقت نه ویني . په دې مینځ و مان کښې دشیدو خوړونکي ماشوم ژاړه په ټوله دښته کښې خپریږي ته واګویا هغه خپل پلار ته چمتووالی اعلانوي چې ای پلاره زه شته یم . دستا سپاهي م په خیمه کښې دی . امام حسین یو ځل بیا غږ کوي : « ایا څوک شته چې له ماسره مرسته وکړي .؟ علي اصغر اوس هم ژاړي . تندې هغه ستړی کړی دی . دامام حسین له اوښکو ډکې سترګې دخیمو په لور اوړي . امام حسین خپلې خور ته فرمايي :« ای زما خورې شیدو خوړونکی بچی راوړه .»
    حضرت علي اصغر چې مور په لاس کښې نیولی او بیا بیا یې ښکلوي دخپل پلار غیږې ته ورځي . هغه اوس هم بې تابه دی او ژاړي . خو خپل ټول توان لاسونه ته ورکوی . خپل لاسونه پورته کوي . چې شاید له دغو سختو او دتیږي په شان زړونو څخه څه لږ شان مهربانۍ وویني . امام حسین علیه په ژاړا سره سره غږ کوي :« اخر دغه ماشوم څه ګناه کړي ده ؟ اخر دغه ماشوم په تاسو کښې څوک ځورولی دی ؟ ایا دغه ماشوم دچا زړه مات کړی دي ؟ دحضرت علي اصغر ژاړا زیاتیږي . ګویا هغه دخپل پلار په مظلومیت ژاړي . دهغه د حقیقت او ایمان په پردیسې . علي اصغر دپلار مرستې ته ورغلی دی خو څه و کړي چې له ژاړا پرته بله کومه وسیله نلري .
    دباطل دسپاهیانو قوماندان عمر سعد په داسې حال کښې چې ویرید خپلو جنګیالیو ته ګوري .
    هغه په دې ویره کښې دی داسې نه وي چې دغه بوږنونکي پیښه دهغه سپاهیان ویروي او دهغوې نه مهربانه زړونه په مهربانۍ بدل کړي .
    دعلي اصغر ژاړا هماغه راز زړونه ازارول خو داسې هیڅ څوک نشته چې دامام حسین علیه السلام ملګرتیا ته ورشي .
    په دې مینځ ومان کښې ناڅاپه دعمر سعد په لښکر کښې دحرمله په نوم دیوه سړي په وجود کښې ټوله پستي او ظلم اوج ته رسیږي . حرمله مخکې کیږي . په کمان کښې غشي کیږدوي . ټول ډیر حیرانه او په ویرې سره هغه ته ګوري . حرمله دامام حسین غږ اوري چې وايي: « که چیرې په ما رحم نکوئ په ماشوم مې رحم و کړئ .خو حرمله په ټول قساوت او ظلم سره په ګونډو کیني . حتی دهغه دتیږې په شان زړونه لرونکي سپاهیان ددغه پیښې دلیدو زغم نلري . غشی دویشتلو لپاره چمتو کیږي . کومې خوا ته ؟ دجهالت او پستې دغه غشي کوم حقیقت په نښه کړی دی .؟
    دحرملې له لیندې غشی ویشتل کیږي او دعلي اصغر په مرې لګي .
    د امام حسین علیه السلام مله له دغه ټول ظلم څخه ککیږي . علي اصغر دحسین دمظلومیت دتاید اخري ټپه ده .اسمان د پیښې دلیدو زغم نلري .
    امام حسین علیه السلام به له خپل علي اصغر سره څه و کړي .؟ ماشومان په کنجکاوې سره له خیمو سرونه بهر راوباسي . امام حسین علیه السلام په خپلې عبا سره دعلي اصغر لپاره سیوره کړي ده او مور د زانګو په څنګ کښې دخپل ماشوم په تمه ناسته ده . امام حسین نه غواړي چې امانت مور ته ورستون کړي . لیرې ځي او په یوه ګوټ کښې ارامه په ځمکې کیني . دخپلې تورې په تیکې سره ځمکه کیندي چې دهغه ماشوم دکربلا په ګرمې خاورې کښې خاورو ته وسپاري
    دحضرت امام حسین علیه السلام دژاړا غږ په دښته کښې خپریږي :« ای خدایه پاک ته زمونږ او ددغو خلکو ترمینځ قضاوت وکړئ چې مونږ ته یې بلنه راکړه چې له مونږ سره مرسته وکړي خو په ناځوانمردۍ سره یې مونږ ووژلو . ای خدایه هماغه ډول چې په ثمود قوم دې عذاب ناز ل کړ له دغه قوم څخه انتقال واخله .»
    دا حسین علیه السلام دی چې په درندو قدمونو اخیستلو سره خیمې ته نږدې رسیږي .
    په کوت کښې دحضرت علي اصغر نشتون ډیرې پوښتنې رامینځته کوي .
    ماشومان پوښتنه کوي . ربابه د حضرت علي اصغر په هکله پوښتنه کوي خو ځواب نه ترلاسه کوي .
    مور یې په بې قرارۍ سره زانګو ته ورځي او دامام حسین علیه السلام سترګې په درد او اوښکو سره دخپلې خور زینب س په لور دي چې دمسافرۍ سختو شیبو ته یو شان ارامښت ووسي .