اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة الأحقاف(پښتو ژباړه)

    سورة الأحقاف(پښتو ژباړه)

    سورة الأحقاف(پښتو ژباړه)
    Rate this post

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
    حم ﴿١﴾
    حم
    تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿٢﴾
    راليږل ددې كتاب ( قرآن ) دي له طرفه دالله ښه غالب قوي ( په انفاذداحكامو) ښه حكمت والا( چې هركارپه تدبيراومصلحت سره كوي )
    مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُسَمًّى ۚ وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنْذِرُوا مُعْرِضُونَ ﴿٣﴾
    نه دي پيداكړي مونږآسمانونه اوځمكه اوهرهغه شيان چې په منځ ددې دواړوكې دي مګرپه حقه ( لپاره ددې چې دلالت وكړي په قدرت اووحدانيت زمونږ) او( په ) ټاكلي وعدې سره . اوهغه كسان چې كافران شوي دي له هغه شي چې دوى پرې ويرولى شي (چې قران دى) مخ ګرځوونكي دي.
    قُلْ أَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ ۖ ائْتُونِي بِكِتَابٍ مِنْ قَبْلِ هَٰذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِنْ عِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿٤﴾
    ووايه ( ته اى محمده ! ) اياوينۍ خبركړۍ تاسې ماپه ( حال د) هغو( بتانو) چې بولۍ يې عبادت كوۍ تاسې بې له الله وښيۍ تاسې ماته كوم دى هغه شى چې پيداكړى دى دوى له ځمكې څخه ؟ آياشته دوى ته څه شركت په ( پيداكولود) آسمانوكې ؟ ( يعنې نشته له الله سره شريك ) . راوړۍ تاسې ماته كوم كتاب ( چې راغلى وي تاسې ته) پخوالدغه ( قرآنه ) يايوه باقي علامه دليل له علمه ( دپخوانيوانبياؤ) كه چيرې يۍ تاسې رښتيني ( په دې كې چې په عبادت كولوددې بتانوبه الله ته نژدې كيږئ ) .
    وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللَّهِ مَنْ لَا يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَنْ دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ ﴿٥﴾
    اوڅوك دى ډيرګمراه ( يعنې هيڅوك نشته ډيرګمراه ) له هغه چاچې بولي بې له الله څخه هغه چې نشي قبلولى هغه لره (دعاء سؤال). ترورځې دقيامت پورې ( چې هغه بتان دي ) اودغه ( بتان ) له دعاء بلنې ددغو( عابدانوڅخه ) بې خبره دي ( ځكه چې جمادات دي )
    وَإِذَا حُشِرَ النَّاسُ كَانُوا لَهُمْ أَعْدَاءً وَكَانُوا بِعِبَادَتِهِمْ كَافِرِينَ ﴿٦﴾
    اوكله چې راټول كړل شي خلك ( لپاره دحساب ) وي به ( وبه ګرځي ) دغه ( بتان ) دغو( خپلوعابدانو) ته دښمنان اووي به ( وبه ګرځي ) دغه ( معبودان ) په عبادت ددغو( عابدينوخپلو) منكران .
    وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ هَٰذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ﴿٧﴾
    اوكله چې ولوستل شي پردغه (اهل دمكې) باندې آيتونه (دلائل دقدرت ) زمونږښكاره نووايي هغه كسان چې كافران شوي دي حق ( قرآن) ته كله چې راشي دوى نه چې داسحرجادوده ښكاره .
    أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَلَا تَمْلِكُونَ لِي مِنَ اللَّهِ شَيْئًا ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَا تُفِيضُونَ فِيهِ ۖ كَفَىٰ بِهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۖ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿٨﴾
    بلكې وايي دوى له ځانه يې جوړكړى دى ( محمددغه قرآن اودالله له جانبه نه دى راغلى ) . ووايه ( ته اى محمده ! دوى ته ) كه ماجوړكړى وي دغه ( قرآن فرضا) له ځانه پس نه به شۍ تاسې مالكان ( خلاصوونكى ) مالره له (عذاب د) الله په مخ كې هيڅ قدر( نوولې به تړم دغومره لوى درواغ پرالله باندې ؟ ) دغه ( الله ) ته ښي معلومې دى هغه خبرې چې تاسې لګيايې ، په هغوكې ، كافي دى دغه ( الله ) ښه شاهدحق ښوونكى په منځ زما اوپه منځ دتاسې كې ( چې دغه قرآن له جانبه دالله دى ) ، اوهمدغه ( الله ) دى ښه مغفرة كوونكى ( دخطياتو) ډيررحم والا( په انعام داجراوثواب سره ) .
    قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِنَ الرُّسُلِ وَمَا أَدْرِي مَا يُفْعَلُ بِي وَلَا بِكُمْ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰ إِلَيَّ وَمَا أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُبِينٌ ﴿٩﴾
    ووايه ( اى محمده دوى ته ) نه يم زه اول له رسولانو( بلكې زمانه پخواهم رسولان تيرشوي دي ) . اونه پوهيږم چې څه به وكول شي له ماسره ( په دنياكې ) اونه ( پوهيږم ) چې څه به وكول شي له تاسوسره ( په دنياكې ) نه كوم زه پيروي متابعة مګرخودهغه ( حكم ) چې راليږلى شوى دى ماته ( چې قرآن دى ) اونه يم زه مګرويروونكى يم ښكاره ( له عذابه ) .
    قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَكَفَرْتُمْ بِهِ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَىٰ مِثْلِهِ فَآمَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿١٠﴾
    اسرائيلوپه مثل حقيقت يوكتاب باندې پس ايمان راوړى وي ( پرې هغه شاهد) اوتكبركړى وي تاسې ( له ايمان راوړلوپرې نوآياتاسونه ياست ظالمان ؟ بلكې خامخاظالمان ياست ! ) بيشكه الله نه ښي سمه صافه لياره قوم ظالمانوته . ووايه ( ته اى محمده !دوى ته ) اياوينۍ خبركړۍ تاسې ما( چې څه حال به وي ستاسو) كه چيرې حال داچې كافران شوي يۍ تاسې پده سره اوبياشاهدي ويلې ده يوه شاهدله ( علماؤ ) دبني
    وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا لَوْ كَانَ خَيْرًا مَا سَبَقُونَا إِلَيْهِ ۚ وَإِذْ لَمْ يَهْتَدُوا بِهِ فَسَيَقُولُونَ هَٰذَا إِفْكٌ قَدِيمٌ ﴿١١﴾
    اووايي هغه كسان چې كافران شوي دي په حق دهغوكسانوكې چې ايمان يې راوړى دى ( داسې ) كه چيرې واى ( داايمان راوړل ) خيربهترنونه به لومړى شوى ( دغه خوار مؤمنان ) پرمونږباندې هغه ته ( بلكې مونږاشراف به پرې لومړى شوي ؤنه دغه خواران اوضعيفان مسلمانان ). اوكله چې يې سمه صافه لياره بيانه مونده دغو( منكرانو) په دغه قرآن سره نوژرده چې وبه وايي دوى دغه ( قرآن ) درواغ پخواني دي .
    وَمِنْ قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَىٰ إِمَامًا وَرَحْمَةً ۚ وَهَٰذَا كِتَابٌ مُصَدِّقٌ لِسَانًا عَرَبِيًّا لِيُنْذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَىٰ لِلْمُحْسِنِينَ ﴿١٢﴾
    پدې حال كې چې په ژبه عربي دى لپاره ددې چې وويروي ( دغه قرآن ) هغه كسان چې ظلم يې كړى دى ( پرځانوخپلوپه كفرسره ) اوزيرى ( دخوشحالۍ ) دي نيكوكارانو( مؤمنانو) لره ( په جنت سره ) حال داچې پخوالدغه ( قرانه ) كتاب ( توريت ) دموسى امام پيشواليارښوونكى وو( مؤمنانوته ) او( سبب د) رحمة وو( پردوى ) اودغه ( قرآن ) يوكتاب تصديق كوونكى دى ( هغوپخوانيوكتابولره ) .
    إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿١٣﴾
    بيشكه هغه كسان چې وايي رب زمونږالله دى ( نه بتان ) بياټينګ ودريږي ( په عبادت دده ) پس نه به وي ( هيڅ ) ويره پردوى اونه به وي دوى چې خپه به شي ( په آخرت كې ) .
    أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ خَالِدِينَ فِيهَا جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿١٤﴾
    دغه كسان ياران اوسيدونكي دجنت دي پدې حال كې چې هميشه به وي دوى په دغه ( جنت ) كې وركوله به شي دوى ته په سبب دهغو( نيكوعملو) چې وودوى چې كول به يې ( په دنياكې ) .
    وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا ۖ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا ۖ وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا ۚ حَتَّىٰ إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَىٰ وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي ۖ إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿١٥﴾
    اووصيت حكم موكړى دى هرانسان ته له موراوپلارخپل سره داحسان نيكى كولو. پورته كړى ( ساتلى ) يې ده دى ( په نس خپل كې ) موردده په سختي سره او( بيا) يې ايښودلى ( ځيږولى ) دى ده لره په سختي سره، او( دا) پورته كول ساتل دده ( په نس دموركې ) اوجلا كول دده ( له تې نه ) ديرش مياشتې وي . ترهغه پورې كله چې ورسيددى قوة ( دهوښياري ) خپلې ته اوورسيدڅلويښت كلونوته . وويل ده اى ربه زماالهام وكړې ماته په زړه كې توفيق راكړې په دې شكراداء كړم دنعمت ستاهغه ( اسلام ) چې انعام كړى دى تاپرماباندې اوپه مور او پلارزماباندې او( بل داراته الهام وكړه ) چې عمل وكړم نيك چې راضي كيږې ته په هغه اوصلاحيت كيږده ته(ياالله) په اولاده زماكې ، بيشكه ماتو به كړې ده تاته اوبيشكه يم زه له حكم منونكي څخه ( دفرمان ستا ) .
    أُولَٰئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَنَتَجَاوَزُ عَنْ سَيِّئَاتِهِمْ فِي أَصْحَابِ الْجَنَّةِ ۖ وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ ﴿١٦﴾
    دغه ( ټول چې دايي حال اوقال دى ) هغه كسان دي چې قبلوومونږلدوى نه ډيرښه دهغو( كارو) چې كړى دى دوى اوتيريږو له ګناهوددوى نه په دې حال كې چې وي به په يارانواوسيدونكيودجنت كې وعده كړې ده الله وعده رښتينې هغه ( وعده ) چې وودوى چې وعده به يې ورسره كولى شوه ( په دنيا) كې .
    وَالَّذِي قَالَ لِوَالِدَيْهِ أُفٍّ لَكُمَا أَتَعِدَانِنِي أَنْ أُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتِ الْقُرُونُ مِنْ قَبْلِي وَهُمَا يَسْتَغِيثَانِ اللَّهَ وَيْلَكَ آمِنْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَيَقُولُ مَا هَٰذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿١٧﴾
    اوهغه ( سړى ) چې ويي ويل موراوپلارخپل ته ( كله چې راوئې باله ايمان ته ) قباحت اوكراهت دى وي تاسې دواړولره . اياوعده كوۍ تاسې له ماسره چې وبه ايستلى شم ( له قبره ) حال داچې په تحقيق تيرشوي دي ډيراهل دزمانې پخواله ماڅخه (اويوهم نه دى ژوندى شوى نوزه به څرنګه بياژوندى شم ؟ ) اوهغودواړوزاري كولې الله ته (په دغه حال كې چې ويل دوى ) خرابي ده تاته ايمان راوړه ته ! بيشكه وعده دالله ( په بعث بعدالموت سره ) حقه رښتياده . پس وايي دى نه دى دا( قول په بعث ) مګردرواغي قصې دپخوانيوخلكودى .
    أُولَٰئِكَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ ﴿١٨﴾
    داهغه كسان دي چې حقه ثابته شوې ده پردوى باندې خبره ( دعذاب ) په جمله دنوروامتوخلكوكې چې په تحقيق تيرشوى دى پخواله دوى څخه له پيريانواوانسانانو بيشكه دوى ووزيان كاران ( په دنياكې ) .
    وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِمَّا عَمِلُوا ۖ وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿١٩﴾
    اوهرې فرقې ته ( دمؤمنانواوكافرانو) مرتبې دي له ( جزاء د) هغوچې كړى يې دى ( په دنياكې ) . او( مقرري كړى درجې ) لپاره ددې چې پوره به وركړه شي دوى ته جزاء دعملوددوى حال داچې پردوى به ظلم ونه كړشي ( په تنقيص دحسناتوياتزئيددسيئاتوسره ) .
    وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَاتِكُمْ فِي حَيَاتِكُمُ الدُّنْيَا وَاسْتَمْتَعْتُمْ بِهَا فَالْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَفْسُقُونَ ﴿٢٠﴾
    اوياده كړه ( اى محمده ! ) هغه ورځ چې وړاندې كړشي هغه كسان چې كافران شوي دي پراور( ددوزخ باندې اووبه ويلى شي ورته ) چې وړې دي تاسې لذائذنيكي خپلې په ژوندون لږخسيس خپل كې اونفع اخيستې ده تاسې په هغه سره ( په دنياكې ) . پس نن ورځ به جزاء دركوله شي تاسې ته دعذاب سپكوونكي په سبب دهغې چې وۍ به تاسو( په دنياكې ) چې تكبرلويي به موكوله په ځمكه كې په ناحقه سره اوپه سبب دهغې چې وۍ تاسوچې نافرماني به موكوله ( په دنياكې ) .
    وَاذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنْذَرَ قَوْمَهُ بِالْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿٢١﴾
    اويادكړه ( اى محمده ! دغومنكرانوته قصه ) دوروردعاد( هود) كله چې وويراوه ده قوم خپل په ( ريګستان چې نوم يې ) احقاف دى(له عذابه) اوپه تحقيق تيرشوى وو( نور) ويرونكي ( انبياء ) وړاندې له دغه ( هوده ) اوورسته له ده څخه ( په دې سره ) چې عبادت بندګي مه كوۍ دهيچا بې له الله ، بيشكه زه ويريږم پرتاسې باندې له عذابه دورځې لوي ( دقيامت نه چې دوزخ دى ) .
    قَالُوا أَجِئْتَنَا لِتَأْفِكَنَا عَنْ آلِهَتِنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿٢٢﴾
    وويل ( هودته قوم يې ) آياراغلى يې ته مونږته چې وګرځوي مونږله معبودانوخپلوپس راوړه مونږته هغه ( عذاب ) چې وعده يې كوي له مونږ سره كه چيرې يې ته له رښتياويونيكوڅخه .
    قَالَ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللَّهِ وَأُبَلِّغُكُمْ مَا أُرْسِلْتُ بِهِ وَلَٰكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ ﴿٢٣﴾
    وويل ( هودقوم خپل ته ) بيشكه همداخبره ده چې علم په ( راتلودعذاب په ) نزددالله دى اورسوم زه تاسې ته هغه څه ( احكام ) چې پرې راليږلى شوى يم زه په هغوسره وليكن زه وينم تاسې يوقوم جاهل ناپوه ( ځكه چې پزوره خپل ځاتنه عذاب غواړۍ ) .
    فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًا مُسْتَقْبِلَ أَوْدِيَتِهِمْ قَالُوا هَٰذَا عَارِضٌ مُمْطِرُنَا ۚ بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهِ ۖ رِيحٌ فِيهَا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿٢٤﴾
    پس كله چې وليددوى ( هغه عذاب په شكل د) يوې پلنې وريځې مخ كوونكى كندوكښتوددوى ته نوويويل دوى دايوه پلنه وريځ ده باران وروونكى پرمونږباندې ( نووويل هودنه ده داوريځ ) بلكې داهغه عذاب دى چې تلواربه موكاوه تاسوپه هغه ، يوبادچې په ده كې عذاب دى دردناك .
    تُدَمِّرُ كُلَّ شَيْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا فَأَصْبَحُوا لَا يُرَىٰ إِلَّا مَسَاكِنُهُمْ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ ﴿٢٥﴾
    چې هلاكوي ( اوله بيخه راكاږي ) هرشى په امرحكم درب خپل بياصباح ته پاته شول داسې چې نه ليدل شول مګركورونه ( خالي ) دهغوى همداسې ( لكه چې موجزاء وركړه عاديانوته ) جزاء وركوومونږ قوم ګنهګارانوته ( چې كوي جرمونه په شان دهغوى ) .
    وَلَقَدْ مَكَّنَّاهُمْ فِيمَا إِنْ مَكَّنَّاكُمْ فِيهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَأَبْصَارًا وَأَفْئِدَةً فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَا أَبْصَارُهُمْ وَلَا أَفْئِدَتُهُمْ مِنْ شَيْءٍ إِذْ كَانُوا يَجْحَدُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿٢٦﴾
    اوخامخاپه تحقيق قوت قدرت وركړى وومونږدوى ته په هغوشيانوكې چې قوت قدرت مودى دركړى تاسې ته ( اى قريش) په هغه كې. اوګرځولى دى مونږهغوى ته غوږونه ( سماعت ) اوسترګې ( بصارت ) اوزړونه ( بصيرة ) بيادفع نكړه له دوى نه غوږو( سماعت ) ددوى اونه سترګو( بصارت ) ددوى اونه زړونو ( بصيرة ) ددوى هيڅ قدرعذاب څخه ) . لدې جهته چې وودوى چې انكاربه يې كاوه په دلائلود( قدرت ) دالله اونازل شوپه هغوى هغه ( عذاب ) چې وودوى چې په هغه پورې به يې مسخرې ټوكې كولې .
    وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُمْ مِنَ الْقُرَىٰ وَصَرَّفْنَا الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿٢٧﴾
    اوخامخاپه تحقيق هلاك كړى دى مونږهغه چې چاپيرله تاسې څخه دى له ( اهل ) دكليوځنې . اومكررموبيان كړى دى دلائل ( دقدرت ) لپاره ددې چې دوى بيرته راوګرځي ( له كفرنه ) .
    فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ قُرْبَانًا آلِهَةً ۖ بَلْ ضَلُّوا عَنْهُمْ ۚ وَذَٰلِكَ إِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿٢٨﴾
    پس ولې مددمرسته ونه كړه له دوى سره هغو( بتانو) چې نيولى ؤ دوى ( هغه بتان ) بې له الله دپاره دنزديوالي ( خداى ته پزعم خپل نورخدايان ) بلكې ورك شول ( بتان په وخت دعذاب كې ) له دوى څخه . اودا( نيول دبتانو) درواغ ددوى وواوهغه چې وودوى چې له خپل ځانه به يې جوړول ( پرالله ) .
    وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنْصِتُوا ۖ فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ مُنْذِرِينَ ﴿٢٩﴾
    اويادكړه ( هغه وخت اى محمده ! ) كله چې وګرځول مونږتاته يوټولي له پيريانوڅخه چې غوږبه يې ايښودقرآن ته پس كله چې حاضرشول دوى ( دى قرآن ته ) وويل دوى په منځ خپل كې چوپ شۍ تاسې اى پيريانو بياكله چې تمام شو( دقرآن تلاوت ) بيرته وګرځيدل قوم خپل ته ويروونكي ( له عذابه كه همغسې كافران پاتې شي ) .
    قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَىٰ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَىٰ طَرِيقٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿٣٠﴾
    وويل دوى اى قومه زمونږبيشكه مونږوامووريده داسې يوكتاب چې نازل كړى شوى دى وروسته له موسى. په دې حال كې چې تصديق كوونكى موافق دى له هغو( كتابونو) سره چې پخوالدينه وو. لياره ښيي حق دين ته اوليارې سمې ته .
    يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿٣١﴾
    اى قومه زمونږ ! قبول كړۍ تاسې قول دبلونكى دالله اوايمان راوړۍ په ده باندې چې مغفرت كړى ( الله ) تاسې ته ګناهونه ستاسې . اوخلاص به كړى ( الله ) تاسې له عذاب دردناك څخه
    وَمَنْ لَا يُجِبْ دَاعِيَ اللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍ فِي الْأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُ مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءُ ۚ أُولَٰئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿٣٢﴾
    اوهغه څوك چې ونه مني ( بلنه د) بلونكى دالله پس نه به وي عاجزكوونكى ( دالله په تيښته سره ) په ځمكه کې ( بلكې هيچيرې ) اونه به وي ده ته بيله هغه ( الله ) څخه دوستان مددګاران . دغه كسان په ګمراهي ښكاره كې دى
    أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَادِرٍ عَلَىٰ أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَىٰ ۚ بَلَىٰ إِنَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿٣٣﴾
    ايانه ويني فكرنه كوي ( منكران دبعث ) چې بيشكه الله هغه ( ذات ) دى چې پيداكړى يې دى آسمانونه اوځمكه حال داچې نه دى ستړى شوى په پيداكولودهغوى كې . قادرپه دې باندې چې ژوندى كړى مړى ؟ بلكې قادر دى بيشكه دغه ( الله ) پرهرشي باندې ( چې اراده وفرمايي ) ښه قادردى ( چې ځينې يې بعث بعدالموت دى ) .
    وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَلَيْسَ هَٰذَا بِالْحَقِّ ۖ قَالُوا بَلَىٰ وَرَبِّنَا ۚ قَالَ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿٣٤﴾
    اوياده كړه هغه ورځ چې وړاندې به كړل شي هغه كسان چې كافران شوي دي په اورباندې ( وبه ويل شي دوى ته ) ايانه وودغه ( عذاب) حق رښتيانووبه وايي دوى چې هو! حق اورښتياده قسم دى زمونږپه رب زمونږ. فرمايي نووڅكۍ تاسې عذاب په سبب دهغه چې وۍ تاسې چې كافران
    فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِلْ لَهُمْ ۚ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِنْ نَهَارٍ ۚ بَلَاغٌ ۚ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ ﴿٣٥﴾
    نوصبركوه ته لكه چې صبركړى ووخاوندانودعزم ټينګ دريدلو( په حق ) له رسولانو اوتلوارمه كوه ( په غوښتلودعذاب ) دوى ته . ګويادوى په هغه ورځ كې چې وويني هغه ( عذاب ) چې وعده يې ورسره كوله شي نه دى ډيل كړى ( په دنياكې ) مګريوساعت يوه ګړى له يوې ورځې څخه دغه ( قران ) پندرسوونه دى نوآياهلاك به كړشي ( بلكې نه هلاك كيږي ) مګرقوم فاسقان سرغړوونكى ( له احكامودالله ) .