سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّه هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ (١)

 پاك دى هغه ذات چې بيولى يې ؤبنده خپل ( محمد) په (يوبرخه د) شپې كې له ( منځه ياله څنګه د) مسجدحرام څخه ترمسجداقصى پورې هغه چې پركت اچولى دى مونږګردچاپيردهغه ( دمحمدبيول ) ددې لپاره وو چې ( هلته ) وښيومونږدغه ( محمد) ته ځنې له دلائلو( دقدرت خپل ) بيشكه چې دغه ( الله ) همدى دى ښه اوريدونكى ( دګردواقوالو) ښه ليدونكى ( عالم په پټواوښكاره ؤ).

وَآتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِبَنِي إِسْرَائِيلَ أَلا تَتَّخِذُوا مِنْ دُونِي وَكِيلا (٢)

 اووركړى ؤ مونږموسى ته كتاب ( تورات ) اوګرځولى ؤ مونږ هغه ( كتاب ) هدايت لپاره دبني اسرائيلو( اولادې ديعقوب ) چې مه نيسئ تاسې غيرله ما څخه هيڅ وكيل ( دوست ، متولي اودخپلوكارونو جوړوونكى )

ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ إِنَّهُ كَانَ عَبْدًا شَكُورًا (٣)

 اى اولادې دهغه چاچې سور( اوبار) كړى وومونږسره له نوحه ( په بيړۍ كې په نعمتونودالله شكروباسئ ! ) بيشكه چې نوح ؤ بنده ډيرشكرايستونكى ( په هرحال كې نوښايي چې تاسې هم شاكراوسئ ! )

وَقَضَيْنَا إِلَى بَنِي إسْرائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنَّ فِي الأرْضِ مَرَّتَيْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِيرًا (٤)

 اوقطعي حكم ليږلى ؤمونږبني اسرائيلو( اولادې ديعقوب ) ته په كتاب ( تورات كې داسې ) چې خامخابه فساد وكړۍ تاسې هرومرو په ځمكه ( دشام ) كې دوه ځلي اوخامخا سركشي به وكړۍ تاسې هرومروپه سركشي ډيرې لويې سره

فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ أُولاهُمَا بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًا لَنَا أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ فَجَاسُوا خِلالَ الدِّيَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَفْعُولا (٥)

 نوكله چې راغله وعده داول انتقام ( دهغودواړوفسادونوڅخه ) نومسلط كړل مونږپه تاسې بندګان زمونږ( هغه چې ستاسې دسزا لپاره مومسلط كړي وو) چې خاوندان دجنګ سخت وونوګرځيدل دوى ( دوژلواوتالاكولولپاره ) په منځ دښارونو( ستاسې ) كې ؤ ( داكاريوه ) وعده ( خامخا) پوره كيدونكې .

ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَيْهِمْ وَأَمْدَدْنَاكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَجَعَلْنَاكُمْ أَكْثَرَ نَفِيرًا (٦)

 بيابيرته وګرځوله ( اودركړه ) مونږتاسې ته غلبه ( دولت چې غالب شۍ) په دوى اومرسته مووكړه له تاسې سره په مالونواوپه زامنوسره اووګرځولى مونږتاسې زيات له جهته دملاتړه ( لښكره )

إِنْ أَحْسَنْتُمْ أَحْسَنْتُمْ لأنْفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيرًا (٧)

 كه نيكي وكړۍ تاسې نونيكي به كوۍ تاسې لپاره دځانونوخپلو، اوكه بدي كوۍ تاسې نو ( زيان يې ) په نفسونودتاسې دي ؛ نوكله چې راغله وعده دوروستي ( انتقام ، فسادنوبيامې خپل بندګان مسلط كړل په تاسې ) لپاره ددې چې دوى بدكړي مخونه دتاسې ( يعنې دغم آثار په كې ښكاره كړي ) اولپاره ددې چې ننوځۍ مسجددبيت المقدس ته لكه چې ننوتلي ووپه هغه كې اول ځلې اولپاره ددې چې هلاك ( خراب ) كړي هرهغه ( ځاى اوشى ) چې دوى غالب شوي وو ( پرې ) په ډيرسخت خرابولواوهلاكولوسره .

عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يَرْحَمَكُمْ وَإِنْ عُدْتُمْ عُدْنَا وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيرًا (٨)

 نږدې دى رب ستاسې چې رحم وكړي په تاسې (كه توبه وكړۍ) اوكه بيرته وګرځيدۍ تاسې ( فساد ته ) نومونږبه هم راوګرځو( عقوبت ستاسې ته )اوګرځولى دى مونږدوزخ لپاره دكافرانوبندي خانه

إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا (٩)

 بيشكه دغه قرآن هدايت كوي ( ښيي نيكانوته ) هغه ( لاره ) چې هغه ډيره برابره سمه صافه ښه ده اوزيرى وركوي مؤمنانوته هغه ( مؤمنان ) چې كوي دوى ښه ( عملونه ) ددې چې شته دوى ته اجرډيرلوى ( نعمت جنت ).

وَأَنَّ الَّذِينَ لا يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (١٠)

 اوبيشكه هغه كسان چې ايمان نه راوړى په آخرت باندې تياركړى دى مونږدوى ته عذاب دردناك

وَيَدْعُ الإنْسَانُ بِالشَّرِّ دُعَاءَهُ بِالْخَيْرِ وَكَانَ الإنْسَانُ عَجُولا (١١)

 اودعاكوي ( غواړي ) انسان شر ( خپل ځان اواولادته دزړه تنګۍ په وخت كې ) په ( مثل د) غوښتلودده دخير، اودى انسان تلواركوونكى ( په غوښتلودخيراوشردواړوكې ) .

وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِتَبْتَغُوا فَضْلا مِنْ رَبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ وَكُلَّ شَيْءٍ فَصَّلْنَاهُ تَفْصِيلا (١٢)

 اوګرځولې ده مونږشپه اوورځ دوه دليله ( دخپل كامل قدرت ) نومحوه كړه مونږعلامه دشپې اووګرځوله مونږعلامه دورځې روښانه ( چې هرشى په كې ليدل كيږي ) لپاره ددې چې طلب كړۍ تاسې ( په رڼادورځې كې ) فضل له رب خپل او ( لپاره ددې ) چې معلوم كړۍ وپوهيږۍ تاسې ( په دغه اختلاف دشپواوورځوكې ) شماردكلونو اوحساب ( دوختونو) اوهرشى ( چې تاسې ورته اړيئ ) بيان كړى دى مونږ هغه په بيانولوواضحوسره .

وَكُلَّ إِنْسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَائِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنْشُورًا (١٣)

 اوهرانسان لازم كړى دى مونږله ده سره بدعمل دد په غاړه دده كې اوراوبه باسوده ته په ورځې دقيامت كې يوكتاب ( ليكل شوى ) چې يوځاى به شي وبه ويني هغه غوړيدلى .

اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا (١٤)

 ( اووبه ويلى شي ده ته ولوله ( دا) كتاب ستا( عمل نامه خپله ) بس دى همداځان ستانن ورځ پرتاباندې حساب كوونكى ( دنيكيواوبديو)

مَنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ وَمَنْ ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَلا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّى نَبْعَثَ رَسُولا (١٥)

 هرچاچې سمه صافه لاره ونيوله نوبيشكه همداخبره ده چې سميږي دى په لاره لپاره د( ګټې د ) ځان خپل ، اوهرڅوك چې بې لارې شو پس بيشكه همداخبره ده چې بې لارې كيږي په ضرردځان خپل ، اونه اخلي هيڅ اخيستونكى دګناه پيټى دبل چا؛ اونه يومونږعذاب وركونكي ( هيڅ طائفې ته ) ترهغه پورې چې وليږوكوم رسول ( چې دتوحيد اوشريعت لاره ورته بيان كړى )

وَإِذَا أَرَدْنَا أَنْ نُهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا (١٦)

 نوهلاكوومونږ دوى په هلاكولوسختوسره ( ددوى دكليو اوښارونو په خرابولوسره ) اوكله چې ارداده وكړومونږددې چې هلاك كړوكوم كلى ( ښار) نوامركوو مونږغټانو( اومتمولانو) دهغه ( ښار) ته ( دالله په طاعت سره ) نوفسق وكړي دوى په هغه كې نوحق ( اوثابت ) شي په ( ذمه داوسيدونكى د) هغه خبره ( دعذاب )

وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِنَ الْقُرُونِ مِنْ بَعْدِ نُوحٍ وَكَفَى بِرَبِّكَ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا (١٧)

 اوډيرهلاك كړي دي مونږله ( اهل د) قرنونوپس له نوح ( لكه عاديان اوثموديان ) اوبس دى رب ستاپه ګناهونو دبندګانوخپلوښه پوه ښه ليدونكى ( عالم په پټواوښكاره ؤ )

مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُ فِيهَا مَا نَشَاءُ لِمَنْ نُرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُ جَهَنَّمَ يَصْلاهَا مَذْمُومًا مَدْحُورًا (١٨)

 هرڅوك چې غواړي ( په عمل خپل سره ) فقط دغه دنيانوپه تلواربه وركړومونږده ته په دې دنياكې څومره چې غواړومونږلپاره دهغه چا چې غواړومونږبيا مقرركړى دى مونږده ته ( عذاب د) دوزخ ( په آخرت كې ) چې ننوځي به په هغه دوزخ كې ملامت كړ ى شوى ټيل وهل شوى .

وَمَنْ أَرَادَ الآخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُمْ مَشْكُورًا (١٩)

 اوهرڅوك چې غواړي آخرت (جنت) اوكوشش كوي هغه ته كوشش كول مناسب دده ( دالله په طاعت ) حال داچې دى(خالص)مؤمن هم وي نودغه كسان دې كوشش ددوى قبول ( دالله په نزد ).

كُلا نُمِدُّ هَؤُلاءِ وَهَؤُلاءِ مِنْ عَطَاءِ رَبِّكَ وَمَا كَانَ عَطَاءُ رَبِّكَ مَحْظُورًا (٢٠)

 هريوه ( ددنيااوآخرت له دغوغوښتونكو) سره مرسته كوومونږ( په پرله پسې وركړه ) دغې ( لومړۍ ډلۍ ) سره ( چې ددنياغوښتونكى ده ) اودغې دوهمې ډلې سره ( چې دعقبى غوښتونكۍ ده ) له وركړې درب ستا، اونه ده وركړه درب ستا ( په دنياكې ) منع كړى شوى ( له هيچانه )

انْظُرْ كَيْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَلَلآخِرَةُ أَكْبَرُ دَرَجَاتٍ وَأَكْبَرُ تَفْضِيلا (٢١)

 وګوره چې څرنگه فضيلت وركړى دى مونږ ځنې ددوى ته په ځينونورو( په رزق اونوروكې ) اوخامخاډيرلوى دى له جهته دمرتبواوډيرلوى دى له جهته دبهتروالى ( له دنيانه )

لا تَجْعَلْ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُومًا مَخْذُولا (٢٢)

 مه نيسه ( اى بنده ) سره له الله معبودبل ( اوكه دې ونيو) نو ( عاجز) په كيني ( تل په دوزخ كې ) ملامت كړى شوى ( دخلكو) بې كسه ( بې برخې كړى شوى له خيره ).

وَقَضَى رَبُّكَ أَلا تَعْبُدُوا إِلا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاهُمَا فَلا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلا كَرِيمًا (٢٣)

 اوحكم كړى دى رب ستاچې عبادت مه كوئ تاسې ( دبل هيچا ) مګريواځې دهمدغه ( الله ) اوښيګړه كوئ ) له موراوپلارسره په ښيګړه كولوسره كه چيرې هرومروورسيږي تاڅخه زوړوالي ته يوله دې دواړويادواړه ددوى ( يعنې موراوپلار) نومه وايه ته دې دواړوته ( كلمه د) اف ( هم) اومه رټه دوى دواړه اووايه دې دواړو( والدينو) ته خبره پسته ( ادبناكه ) اوښكته كړه لپاره ددې دواړو( والدينو) وزر( اوږه ) دتواضع له مهربانۍ څخه اوووايه ربه زمامهرباني ( اوبښنه ) وكړه دې دواړوته لكه چې تربيه ( روزنه ) يې كړيده زماپه هغه حال كې چې زه ( كمكى ) وم .

وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا (٢٤)

 يوله دې دواړويادواړه ددوى ( يعنې موراوپلار) نومه وايه ته دې دواړوته ( كلمه د) اف ( هم) اومه رټه دوى دواړه اووايه دې دواړو( والدينو) ته خبره پسته ( ادبناكه ) اوښكته كړه لپاره ددې دواړو( والدينو) وزر( اوږه ) دتواضع له مهربانۍ څخه اوووايه ربه زمامهرباني ( اوبښنه ) وكړه دې دواړوته لكه چې تربيه ( روزنه ) يې كړيده زماپه هغه حال كې چې زه ( كمكى ) وم .

رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ إِنْ تَكُونُوا صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلأوَّابِينَ غَفُورًا (٢٥)

 رب ستاسې ښه پوه دى په هغه څه چې په زړونوستاسې كې دي كه يې تاسې نيكان ( له خپلوميندو اوپلرونوسره ) نوبشيكه چې الله دي لپاره دتوبه كوونكوډيربښونكو( دګناهونو)

وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلا تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا (٢٦)

 او وركوه ( اى بنده ) خاونددخپلوۍ ته حق دهغه او ( وركوه ! بيخى ) مسكين نادارته او ( وركوه ! ) مسافرته اواسراف مه كوه ! په اسراف كولوسره .

إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا (٢٧)

 بيشكه چې اسراف كوونكي دي دوى وروڼه دشيطانانو ( يعنې په شرارت اواتلاف كې په مثل دشيطانانودى ) اودى شيطان رب خپل ته ډيرناشكره

وَإِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَاءَ رَحْمَةٍ مِنْ رَبِّكَ تَرْجُوهَا فَقُلْ لَهُمْ قَوْلا مَيْسُورًا (٢٨)

 اوكه تااعراض وكړ له دغو( خپلوانو، مسكينانو، مسافرانواو نورونه ) لپاره دطلب درحمت ( مهربانۍ ) له ( طرفه د) رب ستاچې ته اميدلرئ دهغه ( رحمت ) نوووايه هغوى ته خبره پسته خوږه .

وَلا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورًا (٢٩)

 اومه ګرځوه ( مه نيسه ! ) لاس خپل ( لكه ) تړلى شوى ترغاړې ستاپورې ( يعنې بخل اوشومتيامه كوه ) اومه يې غځوه ! په بيخي غځولوسره ( يعنې اسراف هم مه كوه ) نو كښينې ته ملامت كړى شوى ( په امساك كې ) بې ماله پښيمانه شوى ( په اسراف كې )

إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا (٣٠)

 بيشكه رب ستاپراخوي روزي لپاره دهغه چاچې اراده وكړي ( دپراخي يې اوتنګوئي( يې په هغه چاچې اراده وكړي دتنګۍ يې ) بيشكه چې دغه ( الله ) دى په ( مصالحود) بندګانوخپلوښه خبرښه ليدونكى ( په پټواوښكاره و عالم )

وَلا تَقْتُلُوا أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئًا كَبِيرًا (٣١)

 اومه وژنئ تاسې اولادخپل دويرې دفقره ( چې كه ډيرشي نوروزي به راباندې تنګه كړي ) ځكه چې همدامونږروزي وركوودويته اوتاسې ته هم ، بيشكه چې قتل ددوى ده خطا( ګناه ) لويه ( چې دنسل اونوعې قطع ده )

وَلا تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلا (٣٢)

 اومه نژدې كيږئ تاسې زناته بيشكه چې دازناده بده ( دعقل اوشرعې له مخې ) اوبده ده دغه زنادرويې له مخې هم ( چې زيان اوفتنه ترې پيداكيږي ).

وَلا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلا يُسْرِفْ فِي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا (٣٣)

 اومه وژنئ تاسې نفس هغه چې حرام كړي دي الله ( وژل دهغه ) مګرپه حق سره (چې ارتداداوزنامع الاحصان اوقصاص دى ) اوهرڅوك چې ووژلى شوپه داسې حال كې چې مظلوم وي نوپه تحقيق ګرځولى دى مونږلپاره دوارث دهغه زور( اوقوت چې له قاتل څخه انتقام اخستى شى ) نواسراف دې نه كوي په قتل كې ( چې غيرحق بل څوك وژني بې له قاتله ) په تحقيق دغه ( وارث ) دى مرسته ورسره كړې شوې .

وَلا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولا (٣٤)

 بيشكه چې عهددى پوښتيدلى شوى ( له عهد كوونكي نه ). اومه نژدې كيږئ تاسې مال ديتيم ته ( اوتصرف پكې مه كوئ ) مګرپه هغې طريقې سره چې وي هغه ډيرښه ( په سا تنه اوزيا توالي كي ) ترهغه پورې چې ورسيږي ( يتيم ) حدد بلوغ خپل ته ( چې درشداثاردي ) اووفاكوئ په عهد( دالله )

وَأَوْفُوا الْكَيْلَ إِذَا كِلْتُمْ وَزِنُوا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلا (٣٥)

 اوپوره كوئ تاسې پيمانه هركله چې پيمانه كوئ تاسې اوټول كوئ تاسې په تله ( وزن ) سمه ( چې پكې كوږوالى نه وي ) دغه ( پوره كول دكيل اوزن ) خيرډيرغوره اوخوراښه دى له خيانت ځنې دمآل ( اوعاقبت ) له جهته .

وَلا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولا (٣٦)

 اومه كوه پيروي ( تعقيب ) دهغه كارچې نه وي تاته په هغه پوهه او علم ( قول وي كه فعل ) بيشكه غوږ اوسترګه او زړه هريولدغو( درې واړو) دى له هغه څخه پوښتنه كړى شوې ( په قيامت كې چې تاپه دنياكې ولې ګناه كوله ).

وَلا تَمْشِ فِي الأرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الأرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولا (٣٧)

 اومه ګرځه ته په ځمكه كې په داسې حال چې خاونددخيال ( او تكبراوسې ) بيشكه چې ته له سره به څيرې نه كړې ځمكه اوله سره به ونرسيږې ( سرونود) غرونوته ( په جګولو دسرسره له ډيرونخرو) له جهته داوږدوالي .

كُلُّ ذَلِكَ كَانَ سَيِّئُهُ عِنْدَ رَبِّكَ مَكْرُوهًا (٣٨)

 ګرددغه ( ۱۱- امرونه ۱۲ نهى دولاتجعل نه تردې ځاى پورې ) دي بدي دهغه په نزددرب ستاناخوښه ( مبغوضه )

ذَلِكَ مِمَّا أَوْحَى إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ وَلا تَجْعَلْ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتُلْقَى فِي جَهَنَّمَ مَلُومًا مَدْحُورًا (٣٩)

 اومه نيسه ته له الله سره معبودبل ( كه دې ونيو) نووبه غورځولى شي په دوزخ كې ملامت كړى شوى ټيل وهلى شوى . دا ( ټول احكام ) له داسې قسمه دي چې وحى كړې ده تاته رب ستاله حكمت ( اوعقلي كارونو) څخه ؛

أَفَأَصْفَاكُمْ رَبُّكُمْ بِالْبَنِينَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلائِكَةِ إِنَاثًا إِنَّكُمْ لَتَقُولُونَ قَوْلا عَظِيمًا (٤٠)

 آيانوغوره كړي يې تاسې رب ستاسې په زامنوسره او( په خپله الله ځانته ستاسې په گومان ) نيولى دى له پرښتوڅخه ښځې ( لوڼې ) بيشكه تاسې چې يئ خامخاوايئ خبره ډيره لويه .

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَذَا الْقُرْآنِ لِيَذَّكَّرُوا وَمَا يَزِيدُهُمْ إِلا نُفُورًا (٤١)

 اوخامخاپه تحقيق مكرربيان كړى دى مونږپه دغه قرآن كې لپاره ددې چې پندپرې واخلي دوى اونه زياتوي دوى ته (دغه مكرربيان ) مګركركه ( له حقه ).

قُلْ لَوْ كَانَ مَعَهُ آلِهَةٌ كَمَا يَقُولُونَ إِذًا لابْتَغَوْا إِلَى ذِي الْعَرْشِ سَبِيلا (٤٢)

 ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) چې كه واى له الله سره نورمعبودان لكه چې وايي دغه مشركان نوهلته به خامخالټولې وه دغو( معبودانو) طرف دڅښتن دعرش ( اومالك الملك ) ته لاره ( دورتلودجنګ ) لپاره )

سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يَقُولُونَ عُلُوًّا كَبِيرًا (٤٣)

 پاك دى هغه اوډيرپورته دى له هغه څه چې وايي دوى په ډيرې لويي سره پاكي وايي ده ته آسمانونه اوه واړه اوځمكه اوهغه څه چې په دوى كې دي اونشته هيڅ شى ( له مخلوقاتو) مګرچې پاكي وايي سره له ثناء ددغه ( الله ) مګرنه پوهيږۍ تاسې په پاكۍ ويلودهغوى ، بيشكه دغه ( الله ) دى ښه تحمل والا ( دعقوبت په تاخيردتوبې ايستلولپاره ) بښونكى.

تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالأرْضُ وَمَنْ فِيهِنَّ وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَكِنْ لا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا (٤٤)

 له هغه څه چې وايي دوى په ډيرې لويي سره پاكي وايي ده ته آسمانونه اوه واړه اوځمكه اوهغه څه چې په دوى كې دي اونشته هيڅ شى ( له مخلوقاتو) مګرچې پاكي وايي سره له ثناء ددغه ( الله ) مګرنه پوهيږۍ تاسې په پاكۍ ويلودهغوى ، بيشكه دغه ( الله ) دى ښه تحمل والا ( دعقوبت په تاخيردتوبې ايستلولپاره ) بښونكى.

وَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ جَعَلْنَا بَيْنَكَ وَبَيْنَ الَّذِينَ لا يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ حِجَابًا مَسْتُورًا (٤٥)

 اوكله چې لولې ته ( اى محمده ) قرآن نوګرځوو ( پيداكوو) مونږپه منځ ستااوپه منځ دهغو كسانوكې چې نه راوړي ايمان په ( راتللو) دآخرت يوه پرده پټه ( له سترګو ددوى )

وَجَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَنْ يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِي الْقُرْآنِ وَحْدَهُ وَلَّوْا عَلَى أَدْبَارِهِمْ نُفُورًا (٤٦)

 اوګرځوو( اچوو) مونږپه زړونوددوى پردې ( موانع ) له دې خبرې نه چې پوه شي دوى په دغه ( قرآن ) او ( ګرځوو اچوومونږ) په غوږونوددوى كوڼوالى ( چې قرآن وانه وري ) اوكله چې يادكړې ته رب خپل په قرآن كې يواځې ( په توحيدسره بې ددوى دباطلومعبودانو له يادولوڅخه ) نوبيرته ګرځي دوى په شاګانوخپلوپه داسې حال كې چې تريدونكى وي ( دتوحيدله اوريدولونه )

نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَسْتَمِعُونَ بِهِ إِذْ يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ وَإِذْ هُمْ نَجْوَى إِذْ يَقُولُ الظَّالِمُونَ إِنْ تَتَّبِعُونَ إِلا رَجُلا مَسْحُورًا (٤٧)

 مونږښه پوه يوپه هغه غرض چې اوري دوى په سبب دهغه سره ( داقرآن چې استهزاء ده ) كله چې غوږ ږدي دوى تاته اوكله چې دوى مشورې ( پټې خبرې )كوي كله چې وايي دا ظالمان ( مشركان اصحابوته ) چې متابعت نكوۍ تاسې ( اى مسلمانانو) مګرديوه سړي چې جادوپرې شوى دى .

انْظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا لَكَ الأمْثَالَ فَضَلُّوا فَلا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلا (٤٨)

 وګوره ( اى محمده ! ) څرنګه بيانودغه كفار تالره مثالونه ( دساحر، شاعر ، كاهن ، مجنون ) نوبې لارې شول دوى نوطاقت نلري دوى دسمې لارې موندلو .

وَقَالُوا أَئِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَئِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا (٤٩)

 اووايي دغه ( منكران ) آياكله چې شومونږ( پس له مرګه ) هډوكي اوخاورې ميده شوې آياپه تحقيق به مونږخامخابياراولاړ ( او ژوندى ) كړى شوپه پيداكولونويوسره .

قُلْ كُونُوا حِجَارَةً أَوْ حَدِيدًا (٥٠)

 ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) شئ تاسې تيږې يااوسپنه

أَوْ خَلْقًا مِمَّا يَكْبُرُ فِي صُدُورِكُمْ فَسَيَقُولُونَ مَنْ يُعِيدُنَا قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَسَيُنْغِضُونَ إِلَيْكَ رُءُوسَهُمْ وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيبًا (٥١)

 يابل كوم قسم مخلوق له هغه قسمه چې ډيرلوى ( او سخت ) ښكاري په سينو( زړونو) ستاسې كې ( دهغه ژوندقبلول نوسره له هغه به هم بياتاسې ژوندي كوو) نوژربه ووايي دوى څوك به بيرته راولي مونږ(او له مرګه وروسته به موژوندي كړي ) ووايه ( اى محمده ! ) هغه ( ذات به تاسې بياژوندي كړي ) چې پيداكړي يې يې تاسې اول . ځل نوژربه وخوځوي دوى تاته سرونه خپل ( له ډيرې استهزاء اوتعجبه ) اووبه وايي دوى ( تمسخرا) كله به وي دغه ( بياژوندون ) نووايه ( اى محمده ! دوى ته ) ښايي چې وي دغه ( بياژوندون ) نژدې ( ځكه چې راتلونكى دى ).

يَوْمَ يَدْعُوكُمْ فَتَسْتَجِيبُونَ بِحَمْدِهِ وَتَظُنُّونَ إِنْ لَبِثْتُمْ إِلا قَلِيلا (٥٢)

 هغه ورځ كې چې وبولي ( الله ) تاسې حساب ته نوقبوله به كړىۍ( بلنه دده په فعلي قبول سره ) به داسې حال كې چې ثناويونكى په يئ الله ته اوګومان به كوي ( له ډيره هيبته ) چې ځنډنه دى كړى تاسې مګرلږشانې ( په دنياياقبركې )

وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلإنْسَانِ عَدُوًّا مُبِينًا (٥٣)

 اوووايه (اى محمده ! ) ( مؤمنانوبندګانوزماته چې وايي دې ( مشركانوته ) هغه خبرې چې هغه ډيرې غوره دي ، بيشكه چې شيطان دښمني اچوي ( اوشرپورته كوي ) په منځ ددوى كې ، بيشكه چې شيطان دى لپاره دانسان دښمن ښكاره ( چې له سره يې نيكي نه ورباندې لوريږي )

رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِكُمْ إِنْ يَشَأْ يَرْحَمْكُمْ أَوْ إِنْ يَشَأْ يُعَذِّبْكُمْ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ وَكِيلا (٥٤)

 په دوى وكيل ( ذمه وار) رب ستاسې ښه پوه دى په تاسې ، كه اراده وكړي ( درحمت ) ستاسې نورحمت به وكړي پرتاسې ( دايمان په دركولواو دتوبې په قبلولو) ياكه اراده وكړي ( ستاسې دعذابولو) نوعذاب به دركړي تاسې ته ( په كفراوعصيان سره ) اونه يې ليږلى مونږته

وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِمَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِيِّينَ عَلَى بَعْضٍ وَآتَيْنَا دَاوُدَ زَبُورًا (٥٥)

 اورب ستاښه پوه دى په هغه چاچې په آسمانونوكې دي اوچې په ځمكه كې دي ( له علوياتواوسفلياتو) اوخامخاپه تحقيق فضيلت وركړى دى مونږځينوانبياؤته په ځينو ( نورو) اووركړى ؤ مونږ داؤد ته زبور.

قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِهِ فَلا يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنْكُمْ وَلا تَحْوِيلا (٥٦)

 ووايه ( اى محمده ! دويته ) چې وبولئ تاسې هغه معبودان چې ګومان پرې كوئ ( دخدايانوبې ) له الله څخه نونه لري دوى اختيار دلرې كولو دضرر له تاسې څخه اونه دګرځولو( دضرربل چاته )

أُولَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا (٥٧)

 دغه ( معبودان ) هغه دي چې عبادت ( يې )كوي كفارلټوي دغه (كفار) طرف درب خپل ته وسيله (دنژدې والي) چې كوم يوله دوى څخه ډيرنزدې دى الله ته اواميدلري درحمت ددغه ( الله ) اوويريږي دوى له عذابه ددغه ( الله نوڅنګه يې بولئ خدايان ) بيشكه عذاب درب ستا( وړاولائق ددې ) دى چې ويره ترې وكړى شي ( تل ترتله )

وَإِنْ مِنْ قَرْيَةٍ إِلا نَحْنُ مُهْلِكُوهَا قَبْلَ يَوْمِ الْقِيَامَةِ أَوْ مُعَذِّبُوهَا عَذَابًا شَدِيدًا كَانَ ذَلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا (٥٨)

 اونشته هيڅ كلى ( ياښاردځمكې په مخ ) مګرچې مونږ هلاك كوونكې ( مړه كونكې داهل ) دهغه يوپخواله ورځې دقيامت ياعذابوونكي يو( داهل ) دهغه په عذاب سخت سره . دى دغه حكم په كتاب ( لوح محفوظ كې ليكلى شوي ).

وَمَا مَنَعَنَا أَنْ نُرْسِلَ بِالآيَاتِ إِلا أَنْ كَذَّبَ بِهَا الأوَّلُونَ وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُوا بِهَا وَمَا نُرْسِلُ بِالآيَاتِ إِلا تَخْوِيفًا (٥٩)

 اونه دى منع كړى مونږلره هيڅ شي له دې نه چې وليږوهغه معجزې ( چې دوى يې غواړي ) مګر( دې خبرې) چې تكذيب كړى ؤپه هغومعجزوپخوانيو( كفارونوهلاك موكړل ) ؛ اووركړى مووه ( قوم د ) ثمودته اوښه ښكاره معجزه نوظلم وكړ( ثموديانوپه ځانونوخپلو) په سبب د( تندې اوسپينووهلو اواهلاك دهغې ) ؛ اونه ليږومونږ( دغه فرمايشي ) معجزې مګرلپاره دويرولو.

وَإِذْ قُلْنَا لَكَ إِنَّ رَبَّكَ أَحَاطَ بِالنَّاسِ وَمَا جَعَلْنَا الرُّؤْيَا الَّتِي أَرَيْنَاكَ إِلا فِتْنَةً لِلنَّاسِ وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي الْقُرْآنِ وَنُخَوِّفُهُمْ فَمَا يَزِيدُهُمْ إِلا طُغْيَانًا كَبِيرًا (٦٠)

 او( يادكړه ) هغه وخت چې وويل مونږتاته چې بيشكه رب ستااحاطه كړې ده په مخلوقاتو( په خپل علم اوقدرت سره ) ؛ اونه ده ګرځولې مونږنظاره هغه چې ښوولې مووه تاته (په سترګوسره دكائناتوپه نسبت دمعراج په شپه كې)مګرازموينه لپاره دخلكو( دمكى ) او( همدارنګه فتنه ګرځولې ده مونږ ) هغه ونه چې پرې لعنت كړى شوى دى په قرآن كې . اوويروو مونږدوى نونه زياتوي دوى ته ( دغه ويرول ) مګرسركشي لويه .

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلائِكَةِ اسْجُدُوا لآدَمَ فَسَجَدُوا إِلا إِبْلِيسَ قَالَ أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًا (٦١)

 او( يادكړه ) هغه وخت چې وويل مونږپرښتوته چې سجده وكړئ تاسې آدم ته ( تعظيما) نوسجده وكړه ( ټولو) مګريواځې ابليس ( سجده ونه كړه ) وويل ( ابليس دالله په ځواب كې ) آياسجده وكړم هغه چاته چې پيداكړى دى تاله خټې .

قَالَ أَرَأَيْتَكَ هَذَا الَّذِي كَرَّمْتَ عَلَيَّ لَئِنْ أَخَّرْتَنِ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لأحْتَنِكَنَّ ذُرِّيَّتَهُ إِلا قَلِيلا (٦٢)

 وويل ( ابليس ) وګوره ته دا (سړى ) چې غوره كړى دى دى په ماباندې قسم دى كه وروستى دې كړم ترورځې دقيامت نوخامخابه زه بيخ باسم هرومرود اولادې دده مګرلږ( ددوى چې ستا په عصمت اوحمايت كې دى )

قَالَ اذْهَبْ فَمَنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ فَإِنَّ جَهَنَّمَ جَزَاؤُكُمْ جَزَاءً مَوْفُورًا (٦٣)

 نوويل ( الله ) چې ځه ! نوهرچاچې متابعت وكړستاله دوى ( اى شيطانه ) نوبيشكه دوزخ جزاء ستاسې ده جزاء پوره .

وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِمْ بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الأمْوَالِ وَالأولادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلا غُرُورًا (٦٤)

 اووخوځوه ( راګيركړه ) هغه څوك چې طاقت دې رسيږي په هغه باندې له دوى نه په غږ ( بلنه ) خپل سره ( فساد ته ) اوراوله ( راټول كړه ګمراهي ته ) پردوى سواره خپل اوپياده خپل . اوشريك شه له دوى سره په مالونوكې اوپه اولادونوكې . اووعده كوه له دوى سره ( ددروغو) اونه كوي وعده له دوى سره شيطان مګر( په ) مكرباطل ( اوفريب سره چې خطاب ورته ثواب ښكاروي ).

إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ وَكَفَى بِرَبِّكَ وَكِيلا (٦٥)

بيشكه ( خاص ) بندګان زمانشته تاته ( اى شيطانه ) په دوى هيڅ قسم قدرت ، غلبه ، حكومت ، اوكافي دى رب ستا( اى شيطانه ) كارجوړوونكى ( دخالصوبندګانوخپلو).

رَبُّكُمُ الَّذِي يُزْجِي لَكُمُ الْفُلْكَ فِي الْبَحْرِ لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ إِنَّهُ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا (٦٦)

رب ستاسې هغه ( قادرمطلق ) دى چې چلوي لپاره دتاسې بيړۍ ( جهازونه ) په بحركې . لپاره ددې چې ولټوۍ ( رزق اوروزي ) له فضله دده . بيشكه دغه ( الله ) دى په تاسې ډيرمهربان

وَإِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فِي الْبَحْرِ ضَلَّ مَنْ تَدْعُونَ إِلا إِيَّاهُ فَلَمَّا نَجَّاكُمْ إِلَى الْبَرِّ أَعْرَضْتُمْ وَكَانَ الإنْسَانُ كَفُورًا (٦٧)

 اوكله چې ورسيږي تاسې ته سختي په بحركې ( اوويريږئ له غرقه ) هيرشي ( له فكره ) هغه څوك چې يې بولۍ( اوعبادت يې كوۍ ) مګريواځې دغه ( الله ) ته ( زاري اوعبادت كوئ ) نوکله چې وموژغوري تاسې ( له غرقه ) ( اوو ومورسوى ) وچې ته . نوبياڅنګ كوئ ( له توحيده ) اودى انسان لوى ناشكره ( په نعمتونودرب خپل ) .

أَفَأَمِنْتُمْ أَنْ يَخْسِفَ بِكُمْ جَانِبَ الْبَرِّ أَوْ يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا ثُمَّ لا تَجِدُوا لَكُمْ وَكِيلا (٦٨)

 نوآياپه امن ( مطمئن اوبې ويرې ) يئ تاسې له دې چې ډوب كړي تاسې په يوطرف دځمكې وچې كې . ياوليږي په تاسې سخت بادونه وروونكي دوړوكاڼوبياونه مومئ تاسې دخپل ځان لپاره ساتونكى ،

أَمْ أَمِنْتُمْ أَنْ يُعِيدَكُمْ فِيهِ تَارَةً أُخْرَى فَيُرْسِلَ عَلَيْكُمْ قَاصِفًا مِنَ الرِّيحِ فَيُغْرِقَكُمْ بِمَا كَفَرْتُمْ ثُمَّ لا تَجِدُوا لَكُمْ عَلَيْنَا بِهِ تَبِيعًا (٦٩)

 آياپه امان كې يئ تاسې ( بلكې مامون مه اوسئ ) له دې نه چې بياراننه باسي تاسې ( الله ) په دې ( بحر) كې بيادوهم ځلي . نوناڅاپه راوليږي په تاسې ماتونكى ( دهرشي ) سخت بادنوغرق به كړي ( الله ) تاسې په سبب دكفر(شرك ) ستاسې پس دهغه بيابه نه مومۍ دخپلوځانونو لپاره په مونږپه سبب دهغه غرق پوښتيدونكى ( راپسې ګرځيدونكى )

وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلا (٧٠)

 اوخامخاپه تحقيق ډيرعزت وركړى دى مونږاولادې دآدم ته اوسواره كړي مودي دوى په بر ( وچه ) كې اوپه بحر( سيند) كې اورزق روزي مووركړې ده دوى ته له پاكيزه شيانواوغوره كړي مودي دوى په ډيرو له هغه چا چې پيداكړي مودي په غوره كولو( ډيرو) سره.

يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُولَئِكَ يَقْرَءُونَ كِتَابَهُمْ وَلا يُظْلَمُونَ فَتِيلا (٧١)

 او ( ياده كړه ) هغه ورځ چې وبه بولو( په نامه سره ) هرامت سره دپيشوااومشرانوددوى نوهرهغه چاته چې وركړ شوه عملنامه دده په ښي لاس دده كې نودغه كسان ( اصحاب اليمين ) لولي به عملنامې خپلې ( په ډيرې خوشحالي سره ) اوظلم به ونه كړى شي په دوى په اندازه ديوه نري تار( چې دخرمادزړي په منځ كې وي )

وَمَنْ كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلا (٧٢)

 اوهرڅوك چې وي په دغه ( دنيا) كې ړوند( دحق پيژندلوڅخه ) نوهغه به په آخرت كې هم ړوند وي ( دخلاصي لاربه نه مومي ) اوډيرلرې به وي ( دنجات اوبري ) له لارې ( دړندوپه شان )

وَإِنْ كَادُوا لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتَفْتَرِيَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ وَإِذًا لاتَّخَذُوكَ خَلِيلا (٧٣)

 اوپه تحقيق شان دادى چې نژدې وو ( داثقيف كفاردې ته ) چې واړوي تاله هغه ( قرآن ) څخه چې وحى كړې ده مونږتا ته لپاره ددې چې وتړي په مونږ بې له دې قرآنه او( كه متابعت كړى واى تا ددوى نو ) په دغه وخت كې به ( متابعت كړى واى دوى ستااو ) خامخانيولى به يې وي دوى دوست .

وَلَوْلا أَنْ ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدْتَ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلا (٧٤)

 اوكه نه واى مونږ ټينګ كړى ته ( په حق باندې ) نوخامخاپه تحقيق نژدې شوى وې ته چې ميلان دې كړى واى دويته څه لږ ( ميلان)

إِذًا لأذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لا تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًا (٧٥)

 ( اوكه لږڅه ميل دې كړى واى ) نوپه دغه وخت كې به خامخا په تحقيق درڅكولى به موواى تا ته دوچندعذاب دژوندون ( په دنياكې ) اودوچند عذاب دمرګ ( په آخرت كې ) بيا به نه ؤموندلى تا دځان لپاره پرمونږباندې مرسته كوونكى ( دعذاب په دفع كولو كې ).

وَإِنْ كَادُوا لَيَسْتَفِزُّونَكَ مِنَ الأرْضِ لِيُخْرِجُوكَ مِنْهَا وَإِذًا لا يَلْبَثُونَ خِلافَكَ إِلا قَلِيلا (٧٦)

 اوبيشكه شان دادى چې نژدې وو( دغه مكيان اوغوښتل يې ) چې خامخاوخوځوي تا له ځمكې ( دمكې ) لپاره ددې چې وباسي تا له دغې ( ځمكې نه په مكر اوفريب سره ) اوپدغه وخت كې ( كه ته يې ايستلى واى ) نودرنګ به نه واى كړى دوى وروسته له ( ايستلو) ستانه مګرلږ( موده ) .

سُنَّةَ مَنْ قَدْ أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنْ رُسُلِنَا وَلا تَجِدُ لِسُنَّتِنَا تَحْوِيلا (٧٧)

 ( دغه وړاندې ) طريقه ( زمونږ _ زمونږدهغې طريقې په شان ده په ) هغه چاكې چې په تحيقيق ليږلى و مونږپخواله تانه له رسولانوزمونږاونه به مومې ته طريقې ( عادت ) زمونږته هيڅ بدلون .

أَقِمِ الصَّلاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا (٧٨)

 قائموه (له ټولوحقوقوسره سم ودروه ) لمونځ وروسته له زواله دلمرترتيارې دشپې پورې ( يعنې دظهر، عصر، مغرب ، اوعشاء لمونځونه اداء كړه!) اولوله قرائت دفجر( يعنې دسهارلمونځ اداء كړه ) بيشكه چې قرآن لوستل ( لمونځ كول ) دفجرحاضر كړى شوى دى ( يعنې دشپې اوورځې پرښتې ورته حاضريږي ).

وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَكَ عَسَى أَنْ يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَحْمُودًا (٧٩)

 اوپه ( يوه برخه د) شپې كې خوب پريږده اوويښ اوسه په ( لوستلود) قرآن ( په لمانځه كې دا ) زياتي عبادت خاص تاته ښائي چې وبه دروي تارب ستاپه هغه مقام ستايلي شوي ( ځاى دشفاعت ) كې .

وَقُلْ رَبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَلْ لِي مِنْ لَدُنْكَ سُلْطَانًا نَصِيرًا (٨٠)

 اوووايه ( اى محمده ! ) اى ربه زما ننه باسه ما په ننويستلورښتيا( ښوسره مدينې ته ) اووباسه ما په ويستلورښتيا( ښوسره له مكې نه ) او وګرځوه مالره له جانبه خپله يوقوت مرسته كوونكى ( ترڅواسلام په كفرغالب شي ).

وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (٨١)

 اوووايه ( اى محمده ! دوى ته كله چې بيرته بريالى مكې ته ننوتى ) راغى حق ( اسلام ) اوپه تېښته ورك شوباطل ( كفراوشرك )؛ بيشكه باطل دى وركيدونكى ( بې ثباته ).

وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ وَلا يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إِلا خَسَارًا (٨٢)

 مګرزيان ( هلاكت چې ايمان پرې نه راوړي ). اونازلوو( په تا) له قرآنه هغه شى چې هغه شفاء ده ( دظاهري اوباطني امراضو) اورحمت لپاره دمؤمنانو( چې نفع پرې اخلي ) اونه زياتوي ( دغه قرآن ) ظالمان ( كافرانو ) ته

وَإِذَا أَنْعَمْنَا عَلَى الإنْسَانِ أَعْرَضَ وَنَأَى بِجَانِبِهِ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ كَانَ يَئُوسًا (٨٣)

 اوكله چې نازل كړونعمت ( اواحسان ) په ( نامنونكي ) انسان ( لكه روغتيا، پراختيا، آرامتيااوراحت ) نومخ وګرځوي ( دالله له ياده ) اولرې شي ترې په اړخ ګرځولو( له كبره ) ، اوكله چې ورسيږ ې ده ته بدي نوشي دى نا اميده .

قُلْ كُلٌّ يَعْمَلُ عَلَى شَاكِلَتِهِ فَرَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ أَهْدَى سَبِيلا (٨٤)

 ووايه ( اى محمده ! دويته ) چې هرڅوك عمل كوي په طريقه خپله نورب ستاسې ښه خبرداردى په هغه چاچې هغه ښه موندونكى وي دسمې لارې .

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلا قَلِيلا (٨٥)

 اوپوښتنه كوي له تانه ( اى محمده ! ) له ( كيفيته د) روح څخه . ووايه ( اى محمده !! دويته ) چې روح له امره درب زما دى اونه ده دركړې شوې تاسې ته ( برخه ) له پوهنې څخه مګرلږ .

وَلَئِنْ شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ ثُمَّ لا تَجِدُ لَكَ بِهِ عَلَيْنَا وَكِيلا (٨٦)

 اوكه وغواړونوخامخابه يوسوهغه شى چې وحى كړې ده مونږتاته ( يعنې قران له سينواوصفحو) بيابه نه مومې ته خپل ځان لپاره په دې كاركې په مونږكوم وكيل ( كفيل چې بيرته يې دروړي ) ليکن ( پرې موښودداقران )

إِلا رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ إِنَّ فَضْلَهُ كَانَ عَلَيْكَ كَبِيرًا (٨٧)

 له جهته درحمت له جانبه درب ستا ؛ بيشكه فضل ددغه ( پروردګار) دى په تاډيرلوى ( چې ته يې دټولو بنيادمانو سردار اودانبياؤ خاتم كړې اوهم دحمدبيرغ اومقام محوديې تاته دركړى دى اوبل يې دغه قرآن كريم تاته در كړى دى اوبيايې ترقيامته ستاپه امت كې باقي پريښى دى )

قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الإنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَذَا الْقُرْآنِ لا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا (٨٨)

 ووايه ( ا ى محمده ! دوى ته ) خامخاكه يوځاى ( راټول ) شي ( ټول ) انسانان اوپيريان په دې چې راوړي په شان ددې قرآن ( په فصاحت اوبلاغت كې ) نورابه نه وړي په شان ددې ( قرآن ) اګركه وي ځينې ددوى ځينونوروسره ملاتړي ( اومرستيالان ) .

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ فَأَبَى أَكْثَرُ النَّاسِ إِلا كُفُورًا (٨٩)

 اوخامخاپه تحقيق مكرربيان كړي دي مونږخلكوته په دې قرآن كې ( مثل ) له هره قسمه مثاله ( لكه ترغيب ،ترهيب قصص اواخبارچې عبرت پرې واخلي) نوونه مانه زياترو خلكو( اوراضي نشول په هيڅ ) مګرپه ناشكرۍ ( اوانكارله حقه ).

وَقَالُوا لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الأرْضِ يَنْبُوعًا (٩٠)

  اووويل ( قريشو) له سره به ايمان رانه وړوپه تا ( اى محمده ! ) ترهغې پورې چې جاري كړې ته ( وباسې ) مونږته له ځمكې ( دمكې تل بهيدونكې خوټيدونكې ) چينه (چې تل ډكه وي له اوبواوله سره نه وچيږي )

أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِنْ نَخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الأنْهَارَ خِلالَهَا تَفْجِيرًا (٩١)

 ياچې وي تاته يوباغ له خرماؤاوانګورونوروانې كړې ويالې په منځ ددې ( باغ ) كې په روانولوسره ،

أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِيَ بِاللَّهِ وَالْمَلائِكَةِ قَبِيلا (٩٢)

 ياچې راوغورځوې آسمان لكه چې وايي په مونږ باندې ټوتې ټوټې يا چې راولې الله اوپرښتې مخامخ ( ښكاره چې يې ووينو) ياچې وې تاته يوكور له سروزرو

أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِنْ زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَى فِي السَّمَاءِ وَلَنْ نُؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّى تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَقْرَؤُهُ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنْتُ إِلا بَشَرًا رَسُولا (٩٣)

 ( يادسروزرو په اوبوسره ملمع وي ) ياچې پورته وخيژي په آسمان كې؛ اوله سره به ايمان رانه وړو په ( تش ) ختلوستا ( آسمان ته كه چيرې وخيژې ) ترهغه پورې چې راكوزكړې پرمونږباندې داسې يوكتاب چې لولويې ( اوستا تصديق پكې وي ). راغى دوى ته هدايت ( په ژبه درسول ) مګر ( منع كړي دي خلك ) دې خبرې چې ويل به اياراليږلى دى الله يوسړى رسول ( اوپرښته يې ولې نه راليږله ) ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) پاكي ده رب زماته آيايم زه ( يعنې نه يم زه ) مګريوانسان راليږلى شوى ( په شان دنورورسولانو ) اونه يې دي منع كړي خلك له دې څخه چې ايمان راوړي كله چې

وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَنْ يُؤْمِنُوا إِذْ جَاءَهُمُ الْهُدَى إِلا أَنْ قَالُوا أَبَعَثَ اللَّهُ بَشَرًا رَسُولا (٩٤)

 ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) كه چيرې واى په ځمكه كې پرښتې ( دانسان په ځاى ) چې ګرځيدلى په ډاډسره ( دانسانانوپه شان ) نوخامخاراليږلى به وه مونږپه دوى باندې له آسمانه يوه پرښته رسول .

قُلْ لَوْ كَانَ فِي الأرْضِ مَلائِكَةٌ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِمْ مِنَ السَّمَاءِ مَلَكًا رَسُولا (٩٥)

 آسمانه يوه پرښته رسول . ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) كه چيرې واى په ځمكه كې پرښتې ( دانسان په ځاى ) چې ګرځيدلى په ډاډسره ( دانسانانوپه تفسير : يعنې که دغه ځمکه دبنيادمانوپه ځاى دپرښتودهستو ګنې ځاى واى نوخبره په سمه واى چې مونږ کومه پرښته دپيغمبرپه حيث دوى ته ليږلى واى که بنيادمانوته پرښته په خپل اصلي صورت وليږل شي له د ې کبله چې زړونه اوسترگې له سره دهغې دليدلوتوان نه لري نوڅرنګه به ترې استفاده وکړ اى شي اوکه دبنيادمانوپه صورت وليږل شي بياهم ددوى اشتباه پاتې کيږي دغه تقريردالانعام ) د سورت په اوله رکوع کې تيرشوى دى . شان ) نوخامخاراليږلى به وه مونږپه دوى باندې له

قُلْ كَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا (٩٦)

 ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) كافي دى الله شاهد( حق ثابتوونكى ) په منځ زما اوپه منځ ستاسې كې بيشكه چې الله دى په بندګانو خپلوښه خبردار ( په پټو) ښه ليدونكى ( دښكاره ؤ ).

وَمَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِهِ وَنَحْشُرُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى وُجُوهِهِمْ عُمْيًا وَبُكْمًا وَصُمًّا مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنَاهُمْ سَعِيرًا (٩٧)

 اوهرهغه چاته چې سمه لاره وښودله الله نوهمغه دسمې لارې موندونكى دى ، اوهرڅوك چې ګمراه كړي ( الله ) نوله سره به نه مومې ته دو ىته دوستان بې له دغه ( الله څخه چې سمه لاره وروښيى ) زيات به كړودوى ته تيز اور. اوراجمع به كړودو ى لره په ورځ دقيامت كې ( نسكورتلونكى په سبب دبدوعملونوددوى ) په مخونوخپلوچې ړانده اوګونګيان به وي اوكاڼه به وي ( په سبب دبدواعمالوخپلو) ځاى ددوى دوزخ دى ، هركله چې غلې شي ( لمبې ددوزخ )

ذَلِكَ جَزَاؤُهُمْ بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا وَقَالُوا أَئِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَئِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا (٩٨)

 دا( عذاب ) جزاء ددوى ده په سبب ددې چې بيشكه دوى كافران شوي وو په آيتونوزمونږاوويل به دوى آياكله چې شومونږهډوكي اوريژيدلې خاورې آيامونږخامخا بياپورته كولى شو په پيدايښت نوي سره .

أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضَ قَادِرٌ عَلَى أَنْ يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ وَجَعَلَ لَهُمْ أَجَلا لا رَيْبَ فِيهِ فَأَبَى الظَّالِمُونَ إِلا كُفُورًا (٩٩)

 ايانه دي ليدلي دو ى ( اونه دي خبرپدغه ) چې بيشكه هغه الله چې ( په خپل كامل قدرت سره ) يې پيداكړي دي آسمانونه اوځمكه قادردى په دې چې پيداكړى په مثل ددوى ( نور) اومقرركړى يې دى دوى ته يواجل ( نيټه ) چې نشته هيڅ شك په هغه كې نومنع راوړه ( اوونه منل ) ظالمانو( هيڅ شى ) مګرناشكري ( اوانكارله بعث اوحشرڅخه ).

قُلْ لَوْ أَنْتُمْ تَمْلِكُونَ خَزَائِنَ رَحْمَةِ رَبِّي إِذًا لأمْسَكْتُمْ خَشْيَةَ الإنْفَاقِ وَكَانَ الإنْسَانُ قَتُورًا (١٠٠)

 ووايه ( اى محمده ! دويته ) كه چيرې تاسې مالكان شۍ دخزانودرحمت درب زمانوپدغه وخت كې به هرومروبخل كړى واى تاسې ( له صدقاتو) دويرې د ( خلاصيدلودمال په ) انفاق سره اودى انسان زړه تنګ ( بخيل جمع كوونكى ).

وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى تِسْعَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ فَاسْأَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ إِذْ جَاءَهُمْ فَقَالَ لَهُ فِرْعَوْنُ إِنِّي لأظُنُّكَ يَا مُوسَى مَسْحُورًا (١٠١)

 فرعون بيشكه زه ګومان كوم پرتااى موسى دسحركړى شوي. اوخامخاپه تحقيق وركړي دي مونږموسى ته نهه معجزې ښكاره نوپوښتنه وكړه ( اى محمده ! له علماؤ) دبني اسرائيلوڅخه كله چې راغى ( موسى ) دوى ته نووويل دغه ( موسى ) ته

قَالَ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا أَنْزَلَ هَؤُلاءِ إِلا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ بَصَائِرَ وَإِنِّي لأظُنُّكَ يَا فِرْعَوْنُ مَثْبُورًا (١٠٢)

 وويل ( موسى بيا) خامخاپه تحقيق پوهيږې ( ته پخپل زړه كې ) چې نه دي نازلې كړي دغه ( نهه معجزې هيچا) مګررب داسمانونو اودځمكې ښكاره معجزې ( چې هره يوه زماپه نبوت دلالت كوي ) اوپه تحقيق زه خامخا ګومان كوم په تا اى فرعونه دهلاك شوي ( مغلوب كم عقله )

فَأَرَادَ أَنْ يَسْتَفِزَّهُمْ مِنَ الأرْضِ فَأَغْرَقْنَاهُ وَمَنْ مَعَهُ جَمِيعًا (١٠٣)

 نواراده وكړه ( فرعون ) ددې چې وخوځوي اولرې كړي دوى له ځمكې ( دمصر) نوډوب موكړفرعون اوهرهغه څوك چې له ده سره وو ټول .

وَقُلْنَا مِنْ بَعْدِهِ لِبَنِي إِسْرَائِيلَ اسْكُنُوا الأرْضَ فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الآخِرَةِ جِئْنَا بِكُمْ لَفِيفًا (١٠٤)

 اووموويل وروسته ( دغرق ) دفرعون بني اسرائيلو( اولادې ديعقوب ) ته چې اوسئ تاسې ( اوس په دې ) ځمكه ( دمصر) كې نوكله چې راشي وعده دآخرت ( يعنې قيامت ) نوبه راولوتاسې ( سبطيان اوقبطيان په محشركې حساب ته يوځاى ) ګډوډ.

وَبِالْحَقِّ أَنْزَلْنَاهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا (١٠٥)

 اوپه حقه سره نازل كړى مودى دغه ( قرآن ) اوپه حقه سره نازل شوى دى ( اوله اوله ترآخره محفوظ دى ) اونه يې ليږلى مونږ ته ( اى محمده ! مګر) زيرى وركونكى ( مؤمنانوته په جنت سره ) اوويروونكى ( كافرانو ته په جحيم سره ) .

وَقُرْآنًا فَرَقْنَاهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَى النَّاسِ عَلَى مُكْثٍ وَنَزَّلْنَاهُ تَنْزِيلا (١٠٦)

 اوقرآن نازل كړى دى مونږ هغه ټوټه ټوټه لپاره ددې چې ولولې ته ( اى محمده ! ) دغه ( قرآن ) په خلكو باندې په درنګ سره اونازل كړ ى دى مونږدغه قرآن په نازلولوسره . ( شيخ الهند ددې پاس آيت ترجمه لکه ځينونورومفسرينوداسې کړ ى ده : او( دلوستلولپاره وظيفه کړې دى مونږ دغه قرآن چې بيل بيل نازل کړى مونږ ( دغه قرآن ) چې ويې لولې پرخلكو په ارام سره اونازل کړى مودى دغه قرآن په نازلو لوسره )

قُلْ آمِنُوا بِهِ أَوْ لا تُؤْمِنُوا إِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهِ إِذَا يُتْلَى عَلَيْهِمْ يَخِرُّونَ لِلأذْقَانِ سُجَّدًا (١٠٧)

 ووايه ( اى محمده ! دو يته ) چې ايمان راوړي په دې قرآن يا ايمان رانه وړي بيشكه هغه كسان چې وركړى شوى دى دوى ته علم پخوا له دغه ( قرآنه) كله چې ولوستل شي په دوى ( دغه قرآن نو ) نسكورپريوځي دوى ( په ځمكه ) په زنو ( وچولوخپلو) په دې حال چې سجده كوونكي وي ( دتعظيم اوشكركولوله مخې )

وَيَقُولُونَ سُبْحَانَ رَبِّنَا إِنْ كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُولا (١٠٨)

 اووايي دوى پاكي ده رب زمونږته ( دخپلې وعدې له ماتولو) په تحقيق سره ده وعده درب زمونږخامخاكړى شوې .

وَيَخِرُّونَ لِلأذْقَانِ يَبْكُونَ وَيَزِيدُهُمْ خُشُوعًا (١٠٩)

 اونسكورپريوځي دوى ( پرځمكه ) په زنو( وچولوخپلو) چې ژاړي دوى ( دالله له ويرې ) اوزياتوي دوى ته ( اوريدل دقران ) عاجزي .

قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَنَ أَيًّا مَا تَدْعُوا فَلَهُ الأسْمَاءُ الْحُسْنَى وَلا تَجْهَرْ بِصَلاتِكَ وَلا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلا (١١٠)

 ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) وبولئ تاسې الله ياوبولئ تاسې رحمن ، هريونوم يې چې وبولئ ( اوواخلئ نوهغه ښه دي ) نوده لره دي نومونه ډيرښه . اوډيرظاهروالى مكوه په ( قرائت د) لمانځه خپل كې اومكوه ډيرنرموالى په دغه ( قرائت ) كې اووغواړه په منځ ددغه ( جهراواخفاء ) كې يوه لاره ( متوسطه ).

وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُنْ لَهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُنْ لَهُ وَلِيٌّ مِنَ الذُّلِّ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرًا (١١١)

 له جهته دعا جزۍ ( لكه چې كتابيان وايي ). ووايه ( اى محمده ! ) چې ټوله ثنا صفت هغه الله لره دى چې نه يې دى نيولى څوك ولد ( لكه چې جهودان وايي ) اونشته ده ته شريك په ملك ( سلطنت ) كې ( لكه چې مشركان وايي ) اونشته ده ته څوك دوست


more post like this