اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة الاحزاب(پښتو ژباړه)

    سورة الاحزاب(پښتو ژباړه)

    سورة الاحزاب(پښتو ژباړه)
    Rate this post

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

    يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿١﴾

     اى نبي ( محمده ! ) وويريږه ( تل ) له الله څخه اومه منه ( حكم ) دكافرانو او( نه ) دمنافقانو، بيشكه چې الله دى ښه عالم پرهرشي ښه حكمت والا

     وَاتَّبِعْ مَا يُوحَىٰ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿٢﴾

     اومتابعت كوه ! ( اى محمده ! ) دهغه ( حكم ) چې درليږل كيږي تاته له جانبه درب ستا بيشك چې الله دى پرهغوكارونوچې كوئ يې تاسې ښه خبردار

     وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا ﴿٣﴾

     اوتوكل وكړه په الله ( اووروسپاره كارونه خپل ) اوكافي بس دى الله كارجوړوونكى ( ستا) .

     مَا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِنْ قَلْبَيْنِ فِي جَوْفِهِ ۚ وَمَا جَعَلَ أَزْوَاجَكُمُ اللَّائِي تُظَاهِرُونَ مِنْهُنَّ أُمَّهَاتِكُمْ ۚ وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَاءَكُمْ أَبْنَاءَكُمْ ۚ ذَٰلِكُمْ قَوْلُكُمْ بِأَفْوَاهِكُمْ ۖ وَاللَّهُ يَقُولُ الْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِي السَّبِيلَ ﴿٤﴾

      نه دى پيداكړى الله لپاره دهيڅ سړي دوه زړونه په دننه دده كې اونه دى ګرځولي ( الله ) ښځې ستاسې هغه چې ظهار كوئ تاسې له هغوڅخه ميندې ستاسې اونه دى ګرځولى ( الله ) هغه په زامنوبلل شويو ستاسې ( واقعې ) زامن ستاسې دغه ( درې مذكوره خبرې چټي ) خبرې ستاسې دي په خو لوستاسې ( چې هيڅ حقيقت نه لري ) اوالله وايي حقه ( رښتياخبره ) اوهمدغه الله ښيي لاره ( سمه صافه حقه ).

     ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ ۚ فَإِنْ لَمْ تَعْلَمُوا آبَاءَهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَمَوَالِيكُمْ ۚ وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُمْ بِهِ وَلَٰكِنْ مَا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿٥﴾

      وبولئ تاسې دغه ( ادعياء ) پلرونوددوى ته دغه ( نسبت ددوى پلرونوددوى ته ) ډيربرابر( اوغوره ) دى په نزد دالله ، پس كه نه پيژنئ تاسې (اى مؤمنانو! ) پلرونه ددوى پس دوى وروڼه ستاسې دي په دين كې اودوستان ستاسې دي ( په دين كې) اونشته پرتاسې ( هيڅ ) ګناه په هغه شي كې چې خطاشوي يئ تاسې پكې ( لكه چې وايئ زيدبن محمد) وليكن شته ګناه په هغه شي كې چې قصديې وكړي زړونه ستاسې اودى الله ښه بښونكى د( خطياتو) ډيررحم لرونكى ( داجراوثواب په انعام سره )

     النَّبِيُّ أَوْلَىٰ بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ ۖ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ ۗ وَأُولُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ إِلَّا أَنْ تَفْعَلُوا إِلَىٰ أَوْلِيَائِكُمْ مَعْرُوفًا ۚ كَانَ ذَٰلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا ﴿٦﴾

     ( محمددالله ) نبي ډيروړدى له مؤمنانوسره له نفسونوددوى ( داحكاموپه انجام ) اوښځې ددغه (نبي الله )ميندې ددوى دي ( تعظيمااوتحريما) اوخاوندان دخپلوۍ ځينې ددوى ډيروړدي پرځينونورو( په ميراث كې ) په كتاب ( حكم ) دالله كې له مؤمنينو( انصارو) اوله مهاجرينو مګرخوداچې وكړئ ( خپل ژوندكې ) له دوستانوخپلوسره څه احسان ( ياورثه وصيت وكړي په دريمه يالږله هغې ) دى دغه ( ميراث په ايمان اوپه هجرت ) په كتاب ( قران يالوح محفوظ ) كې ليكلى شوى .

     وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ النَّبِيِّينَ مِيثَاقَهُمْ وَمِنْكَ وَمِنْ نُوحٍ وَإِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ۖ وَأَخَذْنَا مِنْهُمْ مِيثَاقًا غَلِيظًا ﴿٧﴾

     اويادكړه ( اى محمده ! ) كله چې واخيست مونږله ( ټولو) انبياؤ څخه عهدددوى ( په الست كې چې هم دې پخپله دوى عبادت كوي اوهم دې نورزماعبادت ته رابولي ) او( بالخاصه ) له تانه اوله نوح او( له) ابراهيم او( له ) موسى او( له) عيسى زوى دمريمې ته ( چې عبادت دالله كوئ ) اوواخيست مونږله دغو( ټولوانبياؤ) څخه ( په قسم سره ) عهد محكم

     لِيَسْأَلَ الصَّادِقِينَ عَنْ صِدْقِهِمْ ۚ وَأَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿٨﴾

     لپاره ددې چې وپوښتي ( الله ) له صادقانوڅخه له ( رښتيا) ددوى او( الله ) تياركړى دى لپاره دكافرانو عذاب دردناك .

     يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَاءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا وَجُنُودًا لَمْ تَرَوْهَا ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا ﴿٩﴾

     اى هغوكسانوچې ايمان يې راوړى دى ( يعنې اى مؤمنانو! ) يادكړئ تاسې نعمت دالله پرتاسې كله چې په ( غزوه داحزاب كې ) راغللې تاسې ته لښكرې ( دكفارو) نو راوليږه مونږپردوئ باد( دناهيل ) اوداسې فوځونه ( دملائكو) چې ( هيڅ ) نه ليدلې تاسې دوى ( يعنې دپرښتوفوځونه چې دكفاروپه زړونوكې به يې رعب اوويره غورځوله ) . اودى الله پرهغو( كارو) چې كوئ يې تاسې ښه ليدونكى .

     إِذْ جَاءُوكُمْ مِنْ فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنْكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا ﴿١٠﴾

     ( يادكړئ ) كله چې راغللې ( لښكرې دكفارو) تاسې ته له پاسه ( جانبه ) دتاسې اوله ښكته ( جانبه ) دتاسې اوكله چې كږې خړې شوې سترګې ( له ډيرې ويرې ) اوورسيدل زړونه چنغړكو( بيخونودمريو) ته ( له ډيره خوفه ) اوګمانونه وكړل تاسوپرالله راز راز ګمانونه .

     هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا ﴿١١﴾

     په دغه وخت كې وازمويلى شول مؤمنان ( له منافقانوڅخه ) اووخوځولى شول په خوځولوسختوسره ( له ډيرې ويرې )

     وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُورًا ﴿١٢﴾

     او( يادكړه هغه وخت ) كله چې وويل ( ابن ابي ابن قيشراونورو) منافقانواو ( وويل ) هغوكسانو چې په زړنوددوى كې مرض ( دنفاق) ؤچې نه ده وعده كړې له مونږسره الله اورسول ددغه ( الله په فتح دشام يمن ، پارس ) مګرپه غرورتيرايستلوسره .

     وَإِذْ قَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا ۚ وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ ۖ إِنْ يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا ﴿١٣﴾

     اوكله چې وويل يوې طائفې له دغو( منافقانو) چې اى اهل ديثربه ( مدينې ) نشته ځاى ( دهستوګنې ) تاسې ته پس بيرته وګرځئ اواذن ( دبيرته تللو) غواړي يوفريق ډله لدوى له نبي وايي ( بنوحارثه اوبنوسلمه ) چې بيشكه كورونه زمونږ تش پراته دي ( له سړيو) حال داچې ندي تش پراته كورونوددوى نه لري اراده دوى ( په دغه تګ سره ) مګردتيښتې ( له جنګه )

     وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِمْ مِنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا الْفِتْنَةَ لَآتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا بِهَا إِلَّا يَسِيرًا ﴿١٤﴾

     اوكه راننه ايستى شي پردوى ( دغه كفارپه مدينه كې اوترې چاپيرشي ) له اطرافوددې ( مدينې ) بياطلب وكړ شي ترې فتنه (شرك ياله مسلمانانوسره جنګ ) نوخامخارابه شي دوى هغې ( فتنې ) ته اوځنډبه ونه كړي پدغې ( قبول دفتنې ) كې مګرلږ .

     وَلَقَدْ كَانُوا عَاهَدُوا اللَّهَ مِنْ قَبْلُ لَا يُوَلُّونَ الْأَدْبَارَ ۚ وَكَانَ عَهْدُ اللَّهِ مَسْئُولًا ﴿١٥﴾

     اوخامخاپه تحقيق وودوى چې وعده يې كړې وه له الله سره پخوالدينه چې وبه نه ګرځوي ( په جنګ كې ) شاوې خپلې ( اونه به تښتي ) اودى . عهددالله پوښتيدلى شوى ( په قيامت كې له وفاء كولوسره )

     قُلْ لَنْ يَنْفَعَكُمُ الْفِرَارُ إِنْ فَرَرْتُمْ مِنَ الْمَوْتِ أَوِ الْقَتْلِ وَإِذًا لَا تُمَتَّعُونَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿١٦﴾

     ووايه ( اى محمده دوىته ) چې له سره به نفعه نه رسوي تاسې ته تيښته كه چيرې وتښتئ تاسې له مرګه ياله قتله اوكله چې وتښتيدئ نوژوندى به پاته نه كړى شئ مګرلږ( مدت ).

     قُلْ مَنْ ذَا الَّذِي يَعْصِمُكُمْ مِنَ اللَّهِ إِنْ أَرَادَ بِكُمْ سُوءًا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةً ۚ وَلَا يَجِدُونَ لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا ﴿١٧﴾

     ووايه (اى محمده ! دوىته ) څوك دى هغه ( ذات ) چې وساتي تاسې له ( عذاب ) دالله كه چيرې اراده وفرمايي الله په تاسې باندې دبدۍ (هزيمت) يااراده وفرمايي په تاسې باندې درحمت نصرت اونه به مومي دوى خپلوځانوته بې له الله كوم دوست ( نافع ) اونه كوم مددګار ( دافع دضرر).

      قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الْمُعَوِّقِينَ مِنْكُمْ وَالْقَائِلِينَ لِإِخْوَانِهِمْ هَلُمَّ إِلَيْنَا ۖ وَلَا يَأْتُونَ الْبَأْسَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿١٨﴾

     په تحقيق ښه معلوم دي الله ته منع كوونكى ( له جهاده ) له تاسې اوويونكي وروڼو خپلوته ( چې ) راشئ زمونږپه لورې ( چې آرام اوهوسايي وكړئ )اونه راځي دوى جنګ ته مګرلږ( كله ناكله ).

    أَشِحَّةً عَلَيْكُمْ ۖ فَإِذَا جَاءَ الْخَوْفُ رَأَيْتَهُمْ يَنْظُرُونَ إِلَيْكَ تَدُورُ أَعْيُنُهُمْ كَالَّذِي يُغْشَىٰ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ ۖ فَإِذَا ذَهَبَ الْخَوْفُ سَلَقُوكُمْ بِأَلْسِنَةٍ حِدَادٍ أَشِحَّةً عَلَى الْخَيْرِ ۚ أُولَٰئِكَ لَمْ يُؤْمِنُوا فَأَحْبَطَ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا ﴿١٩﴾

      بخيلان دي ( په اعانت له تاسې سره اوانفاق ) پرتاسې . پس كله چې راشي ويره ( ددښمن ) نووبه وينې ته دوى ګوري به دوى تاته ( ترهور) چې چاپيربه چورلى ( گاټې د) سترګوددوى په شان دهغه انسان چې بيسدى راوستلى شوې وي پرهغه له وجې دمسكراتود)مرګه پس بياچې لاړه شي دغه ويره(اوټول شي غنائم) نوضرردررسوي دوى تاسې ته په ژبوتيروسره په دغه حال چې بخيلان ( حارصان ) وي په خير( اولاس اچوي پرغنيمت ) دغه ( كسان دجنګ ګيدړان اودولجې زمريان ) ايمان يې نه دى راوړى ( په اخلاص سره ) پس خراب ( باطل ) كړل الله عملونه ددوى اودى دغه ( ابطال داعمالو) پرالله آسان .

     يَحْسَبُونَ الْأَحْزَابَ لَمْ يَذْهَبُوا ۖ وَإِنْ يَأْتِ الْأَحْزَابُ يَوَدُّوا لَوْ أَنَّهُمْ بَادُونَ فِي الْأَعْرَابِ يَسْأَلُونَ عَنْ أَنْبَائِكُمْ ۖ وَلَوْ كَانُوا فِيكُمْ مَا قَاتَلُوا إِلَّا قَلِيلًا ﴿٢٠﴾

     ګمان كوي ( دغه ) منافقان ) پرلښكرو( دكفارو) چې ندى تللى بيرته په ماتې ) اوكه چيرته بياراشي لښكرد( كفاروجنګ ته ) نودوست ګڼي ( منافقان ) دا چې كشكي دوى اوسيدونكي واى په ( لريوكليود) اعرابوكې ( له ښاره ) چې پوښتنې به يې كولې ( له ورا) له ( احوالو) خبروستاسې . اوكه چيرې واى ( دغه منافقان ) په تاسې كې نوجنګ به يې نه ووكړى دوى مګرلږ( لپاره درياء ).

     لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا ﴿٢١﴾

     خامخاپه تحقيق دى تاسې ته ( اى ويريدونكو) په(كارد) رسول الله كې اقتداء غوره نيكه لپاره دهغه چاچې وي دى چې ډاريږي دالله نه ( اميدلري درضاء اودلقاء يې ) اود( ثواب دنعمتونود) ورځې وروستنى ( دقيامت ) اويادوي الله ډير( هم په خوله هم په زړه هم په راحت هم په زحمت ).

     وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزَابَ قَالُوا هَٰذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ ۚ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِيمَانًا وَتَسْلِيمًا ﴿٢٢﴾

     اوكله چې وليدلې مؤمنانولښكر( دكفارو) نووويل ( مؤمنانو) داهغه دى چې وعده كړى ده له مونږسره الله اورسول ددغه (الله دنصرت) اورښتياويلي والله اورسول ددغه ( الله په وعده كې ) اوزيات نه كړدغو( لښكرودكفارو) مؤمنانوته مګرايمان تسليم ( احكامودالله ته ).

     مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا ﴿٢٣﴾

     ځينې له مؤمنانوڅخه ( داسې ) سړي دي چې رښتياكړى يې ده خبره چې عهدكړى ؤدوى له الله سره په هغه باندې ( چې ثبات ، استقامت فى القتال دى ) پس ځينې له دوى هغه دي چې ترسره يې كړنذرخپل ( چې مړشوياشهيد) اوځينې له دوى هغه دي چې انتظاركاږي ( دغه مرګ ياشهادت ته ) اوبدل يې نه كړ( عهدخپل يوه ذره هم ) په بدلولوسره .

     لِيَجْزِيَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ إِنْ شَاءَ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿٢٤﴾

     لپاره ددې چې جزاء وركړي الله رښتينوته په ( سبب د) رښتينۍ ددوى اوپه عذاب به كړي منافقان كه اراده وفرمايي ( دتعذيب يې ) يابه رجوع په رحمت سره وكړي پردوى ( چې ايمان راوړي ) بيشكه چې الله دى ښه بښونكى ( دخطياتو) ډيررحم والا ( په انعام داجراوثواب سره).

     وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا ۚ وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ ۚ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا ﴿٢٥﴾

     اوبيرته وشړل الله ( له مدينې نه ) هغه كسان چې كافران شوي وو( په ماتې بې له جنګه ) سره له قهره خپله ( ډك زړونه) چې وئې نه موندهيڅ خير( برى پرمؤمنانو)، اوكفايت وكړالله مؤمنانوته دجنګ كولو( په امداددپرښتو) اودى الله قوي ښه زورور ( په انفاذ داحكامو) ډيرزبردست ( په هرچااوپه هرشي ).

     وَأَنْزَلَ الَّذِينَ ظَاهَرُوهُمْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِيقًا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًا ﴿٢٦﴾

     اوراكوزكړل ( الله ) هغه كسان چې كومك يې كړى ؤلدغو ( ډلوداحزابو) سره له اهل دكتابه ( چې بني قريظه ؤ ) له كلاګانوددوى اووغورځوله (الله) په زړونوددوى كې ويره (درسول الله اودمؤمنانو) يوه ډله ووژله تاسې اوبندي كوله به تاسې بله ډله .

     وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضًا لَمْ تَطَئُوهَا ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا ﴿٢٧﴾

     اوپه ميراث يې دركړه تاسې ته ځمكه ددوى اوكورونه ددوى اومالونه ددوى اوهغه ځمكه چې نه وه پايمال كړى تاسې هغه ( په ځغلولودآسوسره ) اودى الله پرهرڅيزباندې ( چې اراده وفرمايي ) ښه قادر( چې ځينې يې فتح دامصارده په لاسونودابرارو) .

     يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ إِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا ﴿٢٨﴾

      اى نبي ووايه ته ښځوخپلوته كه چيرې يئ تاسې چې غواړئ همدغه ژوندون لږ خسيس اوښايست رونق دهغه پس راشئ چې څه فائده درورسوم ( دمتعه طلاق دركړم ) تاسې ته اوخوشې كړم تاسې په خوشې كولونيكوسره

     وَإِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالدَّارَ الْآخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنْكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿٢٩﴾

     اوكه يئ تاسې چې اراده لرئ دالله اودرسول ددغه ( الله ) اودكور د آخرت پس بيشكه الله تياركړى دى لپاره دنيكي كوونكو( ښځو) له تاسې نه اجرډيرلوى ( ثواب زيات په جنت كې ) .

     يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ مَنْ يَأْتِ مِنْكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا ﴿٣٠﴾

     اى ښځودنبي هرڅوك چې راشي له تاسې په يوه كارناكاره ښكاره ( چې دغه عصيان دى له رسول الله نه ) نودوچنده به كړى شي هغې ته عذاب په دوچند( دعذاب دنوروښځو)اوده دغه ( دوچندې دعذآب ) پرالله اسان .

      وَمَنْ يَقْنُتْ مِنْكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا ﴿٣١﴾

     اوهرڅوك چې ( تل ) اطاعت وكړي له تاسې الله اورسول ددغه ( الله ) ته اوعمل كوي دنيكيونووربه كړومونږهغې ( ښځې ) ته اجردهغې دوه كرته ( دوه مثله دثواب دنوروښځو)اوتياركړى دى مونږهغې ته رزق روزي نيكه ( زياته په جنت كې ).

     يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِنَ النِّسَاءِ ۚ إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفًا ﴿٣٢﴾

     اى ښځودنبي ! نه يئ تاسې لكه يوټولګى ( په شان دبل ټولګي دمحمدي امت ) له ښځو. نوكه چيرته پرهيزګاري كوله تاسې پس مه كوئ نرمي په ويلوكې پس (كه پسته خبره تاسې وكړه ) نوپه طمع كې به پريوځي هغه څوك چې په زړه كې يې رنځ وي ( دنفاق يادفجور) اوووايئ تاسې خبره ښه ( ځيږه )

     وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَىٰ ۖ وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ﴿٣٣﴾

     اوقرارونيسئ ( اى ښځو! ) په كورونوخپلوكې اومه ښكاره كوئ ( ښايست خپل بيګانه سړيوته ) په شان داظهار( اوښائست ) دجاهليت ( دښځو) لومړنيو. اوسم ودروئ لمونځ ( چې دبدني عباداتواصل دى ) اووركوئ زكوة ( چې دمالي عباداتواصل دى ) او( تل ) اطاعت كوئ دالله اودرسول ددغه ( الله ) . بيشكه همداخبره ده چې اراده لري الله ددې چې لرې كړي له تاسې ګناه اى اهل البيت ( كورنۍ دمحمدرسول الله) اوچې پاك كړى تاسې ( له ګناه ) په پاكوالي .

     وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَىٰ فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا ﴿٣٤﴾

     اويادوي تاسې هغه چې لوستى كيږي په كوروستاسې كې له آيتونودالله (چې قران دى ) اوله حكمته ( چې حديث درسول دى ) بيشكه چې الله دى ښه عالم الاسرار ښه خبردار.

    إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ﴿٣٥﴾

     بيشكه چې مسلمانان سړي اومسلمانانې ښځې اومؤمنان سړي اومؤمناتې ښځې اواطاعت كوونكي سړي اواطاعت كوونكې ښځې اورښتين سړي اورښتينې ښځې اوصبركوونكي سړي اوصبركوونكې ښځې . اوويريدونكى عاجزې كوونكي سړي اوويريدونكى عاجزي كوونكې ښځې . اوخيرات كوونكي سړي اوخيرات كوونكې ښځې اوروژه نيوونكي سړي اوروژه نيوونكې ښځې اوحفاظت كوونكي سړي ځاى دشهوت خپل ( له ښځو) اوساتونكې ښځې ( ځاى دشهوت خپل له سړيو) اوذكركوونكي سړي الله لره ( په ذكر) ډير اوذكركوونكې ښځې ( الله لره په ذكرډير) تياركړى دى الله دغو( لسوواړوجامع الطاعاتو سړيو اوښځوته ) مغفرت اواجرډيرلوى( جنت ) .

     وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ ۗ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُبِينًا ﴿٣٦﴾

     اونه دى ( روا) هيڅ مؤمن سړى اونه هيڅ مؤمنې ښځې ته كله چې حكم وكړي الله اورسول ددغه ( الله ) په يو امركاركې دا چې وي دويته اختيار له امركاره خپله ( په خلاف دامردالله اودرسول ) هيڅ اوهرڅوك چې طاعت نكوي دالله اودرسول ددغه ( الله ) پس په تحقيق ګمراه شوپه ګمراهۍ ښكاره سره .

    وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَاهُ ۖ فَلَمَّا قَضَىٰ زَيْدٌ مِنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا ۚ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا ﴿٣٧﴾

      او( يادكړه اى محمده ! ) كله چې وويل تاهغه ( زيد) ته چې انعام كړؤالله پرهغه ( په اسلام سره) اوانعام كړى ؤتاپرهغه ( په آزادولوسره ) چې وساته ته په ځان ښځه دتا( زينب بنت جحش ) اووويريږه له الله ( په طلاق ) حال داچې پټوله ( اى محمده ! ) تاپه زړه خپل كې هغه خبره چې الله ښكاره كوونكى ؤ دهغې ( چې زوجة النبي كيدل دزينب دي ) اوويريدې ته له خلكواوالله ډيرلائق دى ددې چې وويريږې ته له ده نوكله چې تمام كړزيدله دغې ( زينب ) څخه خپل غرض ( اوطلاقه يې كړه اوعدت يې تيرشو) نوپه نكاح دركړه مونږتاته دغه ( زينب ) لپاره ددې چې نه وي پر مؤمنانو(سختي اووبال ) په ( نكاح كولود) ښځو دادعياؤ ددوى كله چې تمام كړى ( دغه ادعياء ) له دوى نه غرض ( خپل چې طلاق يې كړي اوعدت يې تيرشي ) اودى امرحكم دالله كيدونكى ( هرومرو) .

     مَا كَانَ عَلَى النَّبِيِّ مِنْ حَرَجٍ فِيمَا فَرَضَ اللَّهُ لَهُ ۖ سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ ۚ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَقْدُورًا ﴿٣٨﴾

     نشته پرنبي هيڅ قدرسختي ( اووبال ) په هغه كار ( دنكاح دزينبې ) كې چې مقرره كړي وه الله ده ته ، طريقه مقرره كړې ده الله په هغو(انبياؤ) چې تيرشوي دي لومړى لدينه ، اودى امرحكم دالله يوحكم مقرركړى شوى ( په قطع اوجزم سره )

     الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ ۗ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ حَسِيبًا ﴿٣٩﴾

      هغه ( انبياء ) چې رسوي پيغامونه دالله ( امتيانوخپلوته ) اوويريږي له دغه ( الله ) اونه ويريږۍ دبل هيچانه مګريواځې له الله نه اوكافي ( بس ) دى الله ښه حساب كوونكى ( دبندګانو) .

     مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَٰكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿٤٠﴾

     نه دى محمد. ( حقيقي ) پلاردهيڅ يوتن له سړيوستاسې وليكن رسول دالله دى ( خلكوته په شان دمعنوي پلار) اومهرد( ټولو) انبياؤدى ( چې پس لدينه بل نبي نه شته ) اودى الله پرهر شي ښه عالم .

     يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا ﴿٤١﴾

     اى هغوكسانوچې ايمان يې راوړى دى ( يعنې اى مؤمنانو! ) يادوئ الله په يادولوډير سره

     وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ﴿٤٢﴾

     اوتسبيح وايئ (لمونځ كوئ ) ده ته په سبا اوپه بيګاكې .

     هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلَائِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۚ وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا ﴿٤٣﴾

     دى هغه ( الله ) دى چې رحمت ( نازلوي ) پرتاسې اوپرښتې ددغه ( الله هم مغفرت درته غواړي ) لپاره ددې چې وباسي ( الله ) تاسې له تيارو( دكفره ) رڼاته ( داسلام) اودى ( الله ) پرمؤمنانوډيررحم والا.

     تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُ سَلَامٌ ۚ وَأَعَدَّ لَهُمْ أَجْرًا كَرِيمًا ﴿٤٤﴾

     ( دالله ) پيشكش دوى ته په هغې ورځې چې ملاقات وكړي دوى له دغه ( الله ) سره سلام دى اوتيار كړى دى ( الله ) دوى ته اجرډيرلوى ( جنت ) .

     يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا ﴿٤٥﴾

     اى نبي بيشكه مونږليږلى مويې ته شاهد(په هغه چاچې ورليږلى شوى يې ) اوزيرى وركوونكى ( په نعيم سره مؤمنانوته ) اووير وونكى ( له جحيم څخه كافرانوته ) .

     وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُنِيرًا ﴿٤٦﴾

     اوبلونكى (دخلكوعبادة د) الله ته په حكم ددې ( الله ) اوډيوه روښانه كوونكى .

     وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُمْ مِنَ اللَّهِ فَضْلًا كَبِيرًا ﴿٤٧﴾

     اوزيرى وكړه په مؤمنانوپه دې چې بيشكه شته دوى ته له ( طرفه د) الله فضل ډيرلوى ( جنت ).

     وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا ﴿٤٨﴾

     اومه منه ( حكم ) دكافرانواودمنافقانو( چې مخالف له شريعته وي ) اوپريږده ضررددوى ( په انتقام اخيستلوكې ) اوتوكل وكړه پر الله اوكافي ( بس ) دى الله وكيل ( كارجوړوونكى ) .

     يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَكَحْتُمُ الْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّونَهَا ۖ فَمَتِّعُوهُنَّ وَسَرِّحُوهُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا ﴿٤٩﴾

     اى هغوكسانوچې ايمان يې راوړى دى ( يعنې اى مؤمنانو) كله چې په نكاح واخلۍ مؤمنې ښځې بياطلاقې كړې تاسودوى پخوالدينه چې مس ( صحيحه خلوت ) وكړي لدوى سره پس نشته تاسې ته پردغومطلقاتوهيڅ شمير( دورځو) چې شميرۍ به تاسوهغه ، نووركړئ دوى ته څه فائده اوخوشې كړئ دوى په خوشې كولوښوسره .

     يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّاتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَالَاتِكَ اللَّاتِي هَاجَرْنَ مَعَكَ وَامْرَأَةً مُؤْمِنَةً إِنْ وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِيِّ إِنْ أَرَادَ النَّبِيُّ أَنْ يَسْتَنْكِحَهَا خَالِصَةً لَكَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۗ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِي أَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿٥٠﴾

     اى نبي بيشكه مونږحلالي كړى مودي تاته ښځې ستاهغه ښځې چې وركړى دى تادوى ته مهرونه ددوى اوهغه ښځې چې مالك شوي دي ( دهغو) ښى لاس ستاله هغو( وينځو) چې راګرځولي دي الله په تا ( له كفارو) اولوڼې دعم ( تره ) ستا اولوڼې دعمې ( ترور) ستااولوڼې دماما( نيايې له تاسره اوهغه ښځه مؤمنه چې وبښي نفس خپل نبي ته ( بې له مهره ) كه اراده وكړي نبي ددې چې په نكاح واخلي ( بې مهره ) دغه ( ښځه) خالصه ( جائزه ده ) تاته غيرله نورومؤمنانو،په تحقيق معلوم دى مونږته هغه ( حكم ) چې مقرركړى دى مونږپردوى باندې په حق دښځوددوى او دوينځوچې مالكان دي ( دهغو) ښي لاسونه ددوى لپاره ددې چې نه وي پرتاباندې هيڅ حرج سختي ، اودى الله ښه بښونكى ( دخطياتو) ډيررحم والا( په انعام داجراوثواب سره ) .

     تُرْجِي مَنْ تَشَاءُ مِنْهُنَّ وَتُؤْوِي إِلَيْكَ مَنْ تَشَاءُ ۖ وَمَنِ ابْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَنْ تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَا آتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي قُلُوبِكُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًا ﴿٥١﴾

     بيرته كوې هرهغه ښځه چې غواړې ته له دغوښځوخپلواورانزدې كوي ځانته هرهغه ښځه ( خپله ) چې غواړې ته ( له دغوښځوخپلو ) اوهغه چې بيايې وغواړي له هغو( ښځوخپلو) چې لرې كړي دي پس نشته هيڅ ګناه پرتاباندې دغه ( تفويض دكلي واك دښځوخپلو) تاته ډيرنژدې دى چې يخې اوروښانه شي سترګې ددوى ( اوخوشحالې شي ) اونه به غمجنې كيږي اوراضي ( خوشحاليږي ) دوى په هغه شي چې وركوي ته دوى ته ټولې ددوى ، اوالله ته معلوم دي هرهغه څه چې په زړونوستاسې كې دي ( له رغبت اوكراهيت دښځو) اودى الله ښه عالم ډيرتحمل والا .

    لَا يَحِلُّ لَكَ النِّسَاءُ مِنْ بَعْدُ وَلَا أَنْ تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوَاجٍ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلَّا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ رَقِيبًا ﴿٥٢﴾

     نه دي حلالې تاته ښځې پس له دغو( نهوښځوچې اوس دې په نكاح كې دي ) اونه دغه ( درته روادي ) چې بدل كړې په دوى له نوروښځو اګركه تعجب درولي تاته ښائست دهغونوروهم . مګر( خوروادي درته ) هغه وينځې چې مالك وي ښي لاس دتا( دوى ته ) . اودى الله په هرشي باندې ( داعمالوستاسې ) ښه ماتونكى .

    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَنْ يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَٰكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنْكُمْ ۖ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ ۚ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ۚ ذَٰلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ ۚ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَدًا ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمًا ﴿٥٣﴾

     اى هغوكسانوچې ايمان يې راوړى دى ( يعنې اى مؤمنانو! ) مه ننوځئ كورونودنبي ته مګر( هغه وخت ننوځئ چې اذن وكړى شي تاسې ته ( خوړلود) طعام ته په دغه حال كې چې نه اوسۍ منتظر پخلي دهغه ته وليكن كله چې وبلل شئ تاسې پس ننوځئ. پس كله چې طعام وخورئ نوخپاره شئ ( نورځنډمه كوئ هلته ) اومه كينئ آرام نيوونكي لپاره دخبرو( يوله بل سره ) بيشكه هغه ( ننوتل كيناستل خبرې كول ) دى داسې كارچې تكليف رسوي نبي ته پس حياكوي ( نبي ) له تاسې (چې وباسي تاسې) اوالله حياء نه كوي له ( ويلودخبرې ) حقې اوكله چې غواړئ تاسې له دغه ( مطهراتوازواجو) څخه دكوم متاع كاركوم شى پس غواړئ هغه له دوى نه دباندې دپردې دغه ( غوښتل دباندې دپردې ) دتاسې ډيرپاك ساتونكى دىدزړونوستاسې او( ډيرپاك ساتونكى دى) دزړونوددوى . اونه دي رواتاسې ته داچې تكليف ( اوضرر) ورسوئ رسول دالله ته اونه ده ( رواتاسې ته ) داچې په نكاح واخلۍ ښځې دده پس له وفات ( باطلاق ) دده هيڅكله بيشكه دغه ( ايذاء درسول اود ازواجو نكاح يې ) ده په نزددالله ( ګناه ) ډيره لويه .

    إِنْ تُبْدُوا شَيْئًا أَوْ تُخْفُوهُ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿٥٤﴾

     كه چيرې ښكاره كړئ كوم شى ( تاسې په خوله ) يايې پټ وساتئ (په زړونوكې ) پس بيشكه الله دى پرهرشي ( داعمالوستاسې) ښه عالم .

    لَا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِي آبَائِهِنَّ وَلَا أَبْنَائِهِنَّ وَلَا إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاءِ إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاءِ أَخَوَاتِهِنَّ وَلَا نِسَائِهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ ۗ وَاتَّقِينَ اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا ﴿٥٥﴾

     نشته ګناه پردغوښځو(په مخامخ كيدوكيدلود)پلرونوددوى كې اونه په ځامنوددوى كې اونه په وروڼوددوى كې اونه په ځامنو دوروڼوددوى كې اونشته ( ګناه پردغوښځوپه مخامخ كيدلود) ځامنودخويندوددوى كې اونه په ښځوددوى ( يعنې په ښځودنورو مؤمنانو) اونه په هغو( وينځو) چې مالكان وي ښي لاسونه ددغو( ښځولره ) . اووويريږئ ( اى ښځو) له الله ! بيشكه الله دى پر هر شي باندې ښه شاهد عالم .

    إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ ۚ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ﴿٥٦﴾

     بيشكه الله اوپرښتې دالله درودوايي( رحمت ليږي ) پرنبي باندې . اى هغوكسانوچې ايمان يې راوړى دى ( يعنې اى مؤمنانو) درودووايئ پرهغه ( نبي ) باندې اوسلام ( پرې ) ووايئ په سلام ويلوسره .

    إِنَّ الَّذِينَ يُؤْذُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُهِينًا ﴿٥٧﴾

     بيشكه هغه كسان چې ايذاء رسوي الله ته ( په ولداوشريك ) او ( ايذاء رسوي ) رسول الله ته ( په نسبت دساحر،شاعرمجنون ) لرې كړي دي دوى الله ( له رحمت خپله په ) دنيااوپه آخرت كې اوتياركړى يې دى دوى ته عذاب سپكونكى ( داورددوزخ ) .

    وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا ﴿٥٨﴾

     اوهغه كسان چې ايذاء رسوي مؤمنانوسړيوته اومؤمناتوښځوته ( په اتهام ) بغيردهغه كارچې كړى وي دوى ( يعنې په ناكړي كار) پس په تحقيق باروي دوى پخپل ځان غټ دروغ اوګناه ښكاره ( چې دعقوبت موجب دى ) .

    يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿٥٩﴾

     اى نبي ووايه ښځوته دې اولوڼوته دي اوښځو( دنورو) مؤمنانوته چې خپاره دې كاندي پرټولو ځانونو خپلو له ټكريوپوړنوخپلوڅخه . دغه ( پټول دبدن ) نژدې دي دې ته چې وبه پيژندى شي دوى ( چې اصيلې دي ) پس ايذاء به ونشي رسولى دويته ( په زعم دوينځو) اودى الله ښه بښونكى ( دخطياتو) ډيررحم والا( په انعام داجراوثواب سره )

     لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا ﴿٦٠﴾

     قسم دى كه منع نشول منافقان ( له نفاق څخه ) اوهغه كسان چې په زوړنوددوى كې رنځ دى ( دزناء كولوله بدكارۍ خپلې نه ) اوپه دې آوازى ګډوونكى په ( ښارد) مدينې كې . نوخامخابه وګمارومسلط به كړومونږخامخاتاپردوى بيابه همسايه توب ونه كړي ( دوى ) دتاپه دغه ( مدينه كې )

    مَلْعُونِينَ ۖ أَيْنَمَا ثُقِفُوا أُخِذُوا وَقُتِّلُوا تَقْتِيلًا ﴿٦١﴾

    مګرلږوخت رټلي ترټلى شوي هرچيرې چې وموندلى شي وبه نيولى شي

    سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ ۖ وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا ﴿٦٢﴾

     دايوه لياره ايښې ده الله لياره په حق دهغو( منافقانومرجفان)كې چې تيرشوي دي پخوالدينه اوله سره به ونه مومې ته لارې دالله ته هيڅ تبديل تغير.

    يَسْأَلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللَّهِ ۚ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ تَكُونُ قَرِيبًا ﴿٦٣﴾

     پوښتنه كوي له تاڅخه خلك له قيامت ( دراتلوچې كله دى ؟ ) ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) بيشكه همداخبره ده علم دقيامت ( خاص ) په نزد دالله دى اوڅه شى پوه كړى يې ته ( په قيام دقيامت ؟ يعنې ته ترې بېخبره يې بيانوورته ووايه ) ښايې چې قيام د قيامت دى نزدې .

    إِنَّ اللَّهَ لَعَنَ الْكَافِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمْ سَعِيرًا ﴿٦٤﴾

     بيشكه الله رټلي دي كافران ( منكران دبعث له رحمته خپله ) اوتياركړى يې دى دوى ته سختې لمبې وهونكى اور.

    خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۖ لَا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا ﴿٦٥﴾

     په دغه حال كې چې هميشه به اوسيږي په دغه اوركې تل ترتله وبه نه مومي دوى هيڅ دوست ( چې يې ترې وباسي ) اونه كوم مددګار(چې عذاب ترې لرې كړي)

    يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا ﴿٦٦﴾

     ( ياده كړه ) هغه ورځ چې چورلولى به شي مخونه ددوى په اوركې وايي به دوى اى كشكې مونږاطاعت كړى واى مونږدالله اواطاعت كړى واى مونږدرسول ( دالله) .

    وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا ﴿٦٧﴾

     اووايي دوى اې ربه زمونږبيشكه مونږاطاعت كړى وومونږدمشرانوخپلواودغټانوخپلونو وركه كړه دوى له مونږځينې سمه لاره.

    رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا ﴿٦٨﴾

     اى ربه زمونږوركړه دوى ته دوچنده له عذابه اولرې كړه دوى له رحمته خپله رټلوترټلولويوسره .

    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ آذَوْا مُوسَىٰ فَبَرَّأَهُ اللَّهُ مِمَّا قَالُوا ۚ وَكَانَ عِنْدَ اللَّهِ وَجِيهًا ﴿٦٩﴾

     اى هغوكسانوچې ايمان يې راوړى ( يعنې اى مؤمنانو!) مه كيږئ په شان دهغوكسانوچې ايذاء يې رسولې وه موسى ته پس پاك كړ دغه ( موسى لره ) الله له هغودرواغوچې دوى پرې ويل اوؤ( موسى ) په نزددالله كې وجيه ( مخورخاونددعزت ).

    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا ﴿٧٠﴾

     اى هغوكسانوچې ايمان يې راوړى دى ( اى مؤمنانو) وويريږئ له عذاب دالله اوواويئ خبره سمه محكمه رښتيا!

    يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا ﴿٧١﴾

     چې نيك صالح كړي ( الله ) تاسې ته عملونه ستاسې اووبښي ( الله ) تاسې ته ګناهونه ستاسې اوهرچاچې اطاعت وكړدالله اودرسول ددغه ( الله ) پس په تحقيق بريالي شوپه بري ډيرلوى سره .

    إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَنْ يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنْسَانُ ۖ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا ﴿٧٢﴾

     بيشكه مونږوړاندې كړمونږامانت ( ثواب ، عقاب ) پر آسمانواوپرځمكه اوغرو( كله چې موپيداكړپه دوى كې فهم اونطق ) پس منع راوړه دوى له دې چې پورته كړ ى هغه ( دامانت بار) اووويريدل دوى له هغه ( امانت ) اوپورته كړهغه ( دامانت بار) انسان بيشكه چې دغه ( انسان دى ) ظالم ډيربې ويرې نادان ( په عاقبت خپل ) .

    لِيُعَذِّبَ اللَّهُ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ وَيَتُوبَ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿٧٣﴾

     ( دغه دامانت غرض ددې لپاره وو) چې عذاب وركړى الله منافقانوسړيواومنافقاتوښځوته اومشركانو سړيواومشركاتوښځوته اورجوع په رحمت سره وكړي الله پر مؤمنانوسړيو اومؤمنا توښځواودى الله ښه بښونكى ( دخطياتو) ډيررحم والا( په انعام داجراوثواب سره).