اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة البقرة (پښتو ژباړه، قائم الدین کاشف)

    سورة البقرة (پښتو ژباړه، قائم الدین کاشف)

    4 (80%) 2 votes

    بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم

    دالله په نوم چې ډير مهربان زيات رحم لرونكى دى

    الم (1)

    الف ، لام ، ميم ،

    ذلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدىً لِلْمُتَّقِينَ (2)

    دا د الله كتاب دى ، په ده كښې هېڅ شك نشته هدايت دى د هغو پرهيز ګارانو له پاره

    الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْناهُمْ يُنْفِقُونَ (3)

    چې پر ناليدلو ايمان راوړي ، لمونځ قائموي او كومه روزي چې مونږ هغو ته وركړېده له هغې نه يې د الله په لاره كښې لګوي

    وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ (4)

    او كوم كتاب چې پر تا نازل كړاى شوېدى (قرآن ) او كوم كتابونه چې له تا نه مخكښې نازل كړاى شوي وو پر هغو ټولو ايمان راوړي، او پراخرت باور لري ،

    أُولئِكَ عَلَى‏ هُدىً مِنْ رَبِّهِمْ وَأُولئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (5)

    دغه خلك د خپل رب له لوري پر سمه لاره دي او همدوی برى ميندونكي دي.

    إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ ءَأَنْذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لاَيُؤْمِنُونَ (6)

    كوم كسان چې كافران دي، هغو ته يو شان ده كه ته هغوى ووېروې او كه يې ونه وېروې ، په هېڅ صورت هغوى ايمان نه راوړي

    خَتَمَ اللّهُ عَلَى‏ قُلُوبِهِمْ وَعَلَى‏ سَمْعِهِمْ وَعَلَى‏ أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (7)

    الله د هغوى پر زړونو او د هغو پر غوږونو مهر وهلى دى او د هغو پر سترګو يې پرده غوړولې ده – هغوى د لوي عذاب وړ دي

    وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ (8)

    او له خلكو نه ځينې داسې هم شته چې وايي مونږ پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان راوړيدى ، په داسې حال كښې چې په حقيقت كښې هغوى مؤمنان نه دي

    يُخادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ (9)

    هغوي له الله او مؤمنانو سره غولونه را اخيستې ، خو هغوى په اصل كښې په خپله خپل ځانونه غولوي او له هغو سره ددې شعور نشته

    فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللّهُ مَرَضاً وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ (10)

    د هغوې په زړونو كښې يوه ناروغي ده چې الله هغه لا پسې زياته كړه او كوم دروغ چې هغوى وايي د هغه په بدله كښې د هغو له پاره دردوونكى عذاب دى

    وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَتُفْسِدُوا فِيْ الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ (11)

    كله چې هغوې ته وويل شول چې په ځمكه كښې فساد مكوئ ، نو هغوى وويل چې مونږ خو اصلاحات راوستونكي يو

    أَلاَ إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلكِنْ لاَيَشْعُرُونَ (12)

    پام ولرئ ! په حقيقت كښې همدوى فساد كوونكي دي خو شعور ورسره نشته.

    وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ أَلاَ إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلكِن لاَيَعْلَمُونَ (13)

    او كله چې هغوې ته وويل شول څنګه چې نورو خلكو ايمان راوړېدى هماغسې تاسې هم ايمان راوړئ نو هغوى ځواب وركړ چې ايا مونږ د كم عقلانو غوندې ايمان راوړو؟ پام لرئ ! په حقيقت كښې خو همدوې په خپله كم عقلان دي خو دوى نه پوهېږي

    وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوْا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَى‏ شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ (14)

    كله چې دوى له مؤمنانو سره يو ځاى شي نو وايي چې مونږ ايمان راوړېدى ، او كله چې په ګوښه ځاى كې له خپلو شيطانانو سره يو ځاى شي نو وايي چې په اصل كښې خو مونږ له تاسې سره يو او له دې خلكو سره صرف ټوكې كوو –

    اللّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ (15)

    الله له دوى سره ټوكې كوي(سزا وركوي) او ددوى د غړو ندي رسۍ اوږدوي ، او دوى په خپله سر كشۍ كښې لكه دړند و په شان تيندكونه خوري

    أُولئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلاَلَةَ بِالْهُدَى‏ فَمَا رَبِحَتْ تِجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ (16)

    دا هغه كسان دي چې د هدايت په بدل كښې يې ګمراهي پېرلې ده ، خو دا تجارت د دوې له پاره ګټور نه دى او دوى هېڅكله پر سمه لاره نه دي

    مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِي اسْتَوْقَدَ نَاراً فَلَمَّا أَضَاءَتْ مَا حَوْلَهُ ذَهَبَ اللّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِي ظُلُمَاتٍ لاَيُبْصِرُونَ (17)

    ددوى مثال داسې دى لكه چې يو څوك اور بل كړي او چې كله اور د هغه ټوله شاوخوا رڼا كړي نو الله د دوى د سترګو بينايي ورنه واخلي او دوى په داسې حال كښې پرېږدي چې په ترږمېو كښې ددوى په سترګو هېڅ نه ښكاري

    صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لاَيَرْجِعُونَ (18)

    دوى كاڼه دي ، ګونګيان دي، ړانده دي ، نو دوى اوس نه راګرځي

    أَوْ كَصَيِّبٍ مِنَ السَّماءِ فِيهِ ظُلُمَاتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ مِنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ وَاللّهُ مُحِيطٌ بِالْكَافِرِينَ(19)

    ياددوى مثال داسې وګڼئ چې له اسمان نه شړكنده جړۍ اورېږي او له هغې سره تورې تيارې، كړ سهار او برېښنا هم ده، دوى د تندر د كړ سهار په اورېدلو د مرګ له وېرې په غوږونو كښې ګوتې ږدي او الله دا د حق منكران له هرې خوا را ايسار كړيدي.

    يَكَادُ الْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصَارَهُمْ كُلَّمَا أَضَاءَ لَهُمْ مَشَوْا فِيهِ وَإِذَا أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُوا وَلَوْ شَاءَ اللّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ إِنَّ اللّهَ عَلَى‏ كُلِّ شَيْ‏ءٍ قَدِيرٌ (20)

    له برېښنا څخه پر دوى داسې حالت راځي چې لكه اوس به برېښناددوى د سترګو نظر والوزوي ،كله يې چې يو څه رڼا تر سترګوكېږي نو په هغې كښې لږ وړاندې ځي او كله چې ترږمۍ پرې خورېږي نو ټپ درېږي– كه دالله خوښه واى؛نوله دوې نه به يې ددوې داورېدو اوددوې دليدو قدرت بيخي سلب كړى واى په باوري توګه الله پرهر څه قادردى.

    يَاأَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (21)

    اى خلكو! د خپل هغه رب بندګې غوره كړئ چې تاسې او له تاسې نه د مخكېنېو تېرو شوېو خلكو ټولو هستوونكى دى ؛ ښايي چې تاسې له عذابه ځانونه وژغورئ.

    الَّذِى جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشاً وَالْسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنْزَلَ مِنَ الْسَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقاً لَكُمْ فَلاَ تَجْعَلُوا لِلّهِ أَنْدَاداً وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (22)

    هماغه ذات دى چې ستاسې له پاره يې ځمكه فرش وغوړوله ، اسمان يې چت جوړ كړ ، له پاسه يې اوبه راواورولې او په هغو سره يې هر ډول حاصلات راوايستل تاسې ته يې روزي ورسوله ؛نو كله چې تاسې په دې پوهېږئ نو نور د الله سيالان مه انګېرئ

    وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى‏ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِن مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (23)

    اوكه تاسې دهغه كتاب په هكله شكمن ياست چې مونږ خپل بنده ته نازل كړېدى،نودهغه غوندې صرف يوسورت راوړئ،او له الله نه پرته خپل (ټول) مرستيالان هم راوبلئ كه تاسې په خپله خبره كې ريښتيني ياست.

    فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوْا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ (24)

    خو كه تاسې دا كار ونكړ او يقيني ده چې هېڅكله به يې ونه شئ كړاى ، نو له هغه اور نه ووېرېږئ چې د هغه خس خاشاك به انسانان او كاڼي وي چې د حق د منكرانو له پاره تيار كړاى شويدى.

    وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِيْ مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ كُلَّمَا رُزِقُوْا مِنْهَا مِنْ ثَمَرَةٍ رِزْقاً قَالُوا هَذَا الَّذِيْ رُزِقْنَا مِنْ قَبْلُ وَأُتُوا بِهِ مُتَشَابِهاً وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (25)

    او اى پېغمبره! كومو خلكو چې پردې كتاب ايمان راؤړاو(له هغه سره سم ) خپل عملونه يې اصلاح كړل هغو ته زېرى وركړه چې د هغو له پاره داسې باغونه دي ، چې ترې لاندې به ويالې بهېږي، د هغو باغونو ميوې به په شكل كښې ددنيا ميوو ته ورته وي، كله چې كومه ميوه د خوراك له پاره هغو ته وركړه شي ، نو هغوى به ووايي چې همدغسې ميوه له دې نه مخكښې په دنيا كښې مونږ ته راكړه شوې وه ، د هغو له پاره به هلته ډېرې سپېڅلې ښځې وي ، او هغوي به هلته د تل له پاره اوسېږي.

    إِنَّ اللّهَ لاَيَسْتَحْيِي أَنْ يَضْرِبَ مَثَلاً مَا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَيَقُولُونَ مَاذَا أَرَادَ اللّهُ بِهذَا مَثَلاً يُضِلُّ بِهِ كَثِيراً وَيَهْدِي بِهِ كَثِيراً وَمَا يُضِلُّ بِهِ إِلَّا الْفَاسِقِينَ (26)

    هو، الله له دې نه هېڅكله شرم نه كوي چې د ماشي يا له دې نه هم د كوم زيات حقير شي مثال راوړي ،كوم خلك چې د حقې خبرې منونكي دي ، هغوى ددې مثال په ليدو پوهېږي چې دا حق دى چې د هغو د رب له خوا راغلى دى او څوك چې كافران دي ، نو هغوى ددې مثال په اورېدو وايي چې په داسې مثال راوړلو سره د الله اراده څه ده؟ په دې شان الله په همدې يوه خبره ډېر خلك په ګمراهۍ كښې اخته كوي او ډېرو ته سمه لار ښيي او په ګمراهى كښې هغه كسان اخته كوي چې فاسقان دي

    الَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ أُوْلئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ(27)

    هغه خلك چې د الله عهد له ټينګ تړون نه وروسته ماتوي او الله چې د كوم شي د پېوندولو امر كړيدى هغه غوڅوي او په ځمكه كښې فساد خوروي ، په حقيقت كښې همدا خلك زيانكاران دي

    كَيْفَ تَكْفُرُونَ بِاللّهِ وَكُنْتُمْ أَمْواتاً فَأَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (28)

    تاسې څنګه له الله سره د كفر چلن غوره كوئ ، په داسې حال كښې چې تاسې بې روحه وئ ، هغه تاسې ته ژوند دركړ، بيا هماغه ستاسې سا اخلي ، بيا هماغه دوهم ځل تاسې ژوندي كوي ، بيا د هماغه لوري ته ستاسې ورګرځېدل دي

    هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعاً ثُمَّ اسْتَوَى‏ إِلَى السَّماءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْ‏ءٍ عَلِيمٌ (29)

    هماغه ذات دى چې هغه ستاسې له پاره د ځمكې ټول شيان پيدا كړل، بيا يې داسمان خوا ته توجه وكړه اووه اسمانونه يې برابر كړل او هغه د هر څه علم لري

    وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُوا أتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَتَعْلَمُونَ (30)

    هغه وخت په زړه كړه چې كله ستا رب پرښتو ته ويلي وؤ چې ” زه په ځمكه كښې د يو خليفه پيدا كوونكى يم “، هغو عرض وكړ :” ايا ته په ځمكه كښې داسې يو څوك ټاكې ، چې د هغې نظم خراب كړى او وينې توى كړي ؟ ستا له حمد و ثنا سره تسبيح او ستا له پاره سپېڅلې ستاينه خو مونږ كوو”ويې ويل:” زه پر هغه څه پوهېږم چې تاسې پرې نه پوهېږئ”

    وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْماءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقالَ أَنْبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هؤُلاَءِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (31)

    له هغه وروسته الله ادم ته د ټولو شيانو نومونه وښودل ، بيا يې هغه پرښتو ته وړاندې كړل او ويې ويل ” كه ستاسې دا ګومان صحيح وي (چې د خليفه په ټاكنه كښې به نظم وران شي ) نو ددې شيانو نومونه راوښيئ”

    قَالُوا سُبْحَانَكَ لاَ عِلْمَ لَنَا إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنْتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ (32)

    هغوې عرض وكړ : له نيمګړتيا نه پاك يوازې ستا ذات دى ، مونږ خو صرف دومره علم لرو چې تا مونږ ته راكړى دى ، په حقيقت كښې په هر څه پوهېدونكى او د حكمت خاوند يوازې همدا ته يې

    قَالَ يَا آدَمُ أَنْبِئْهُمْ بِأَسْمَائِهِمْ فَلَمَّا أَنْبَأَهُمْ بِأَسْمائِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُلْ لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّماواتِ وَالْأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنْتُمْ تَكْتُمُونَ (33)

    الله ادم ته وويل:”اى ادم! دوى ته ددې شيانو نومونه وښيه ، كله چې هغو ته يې د هغو ټولو نومونه وښودل، نو الله وويل “ايا ما تاسې ته نه و وويلي چې زه د اسمانونو او د ځمكې پر هغو ټولو حقيقتونو پوهېږم چې له تاسې نه پټ دي او څه چې تاسې ښكاره كوئ هغه هم ماته معلوم دي او څه چې تاسې پټوئ پر هغو هم زه پوهېږم

    وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُوْا لآِدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَى‏ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ (34)

    او كله چې مونږ پرښتو ته امر وكړ چې د ادم په وړاندې سر ونه په سجده ښكته كړئ ، نو ټولو سرونه ښكته كړل ، خو ابليس انكار وكړ ، هغه د خپلې لوئۍ په غرور كښې اخته اود كافرانو له ډلې څخه شو

    وَقُلْنَا يَاآدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلاَ مِنْهَا رَغَداً حَيْثُ شِئْتَما وَلاَ تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ (35)

    بيا مونږ ادم ته وويل چې ” ته او ستا مېرمن ، دواړه په جنت كښې اوسېږئ او دلته په پراخۍ سره چې څه مو زړه غواړي خورئ ، خو دې ونې ته مه نژدې كېږئ كه نه نو په تيري كوونكو كښې به وشمېرل شئ”.

    فَأَزَلَّهُمَا الشَّيْطَانُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ وَقُلْنَا اهْبِطُوا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى‏ حِينٍ (36)

    په پاى كښې شيطان دوى دواړه هغې ونې ته په لمسولو زمونږ دامر له مننې نه واړول او له هغه حالت نه يې وايستل چې هغوى په كښې وو ، مونږ امر وكړ چې ” اوس تاسې ټول له دې ځايه كوز شئ، تاسې يو دبل دښمنان ئي او تر يوې خاصې مودې پورې په ځمكه كښې ستاسې هستوګنه او همالته ژوند تېر ول دي

    فَتَلَقَّى‏ آدَمُ مِنْ رَبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ (37)

    په دې وخت كښې ادم (ع) له خپل پروردګار نه څو كلمې زده كړې توبه يې وايستله ، چې دده رب قبوله كړه ، يقيناً هغه ښه توبه قبلوونكى او د رحمت څښتن دى.

    قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعاً فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدىً فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (38)

    مونږ وويل چې ” تاسې ټول له دې ځايه كوز شئ ، بيا چې تاسې ته زما له خوا كوم هدايت ورسېږي ، نو څوك چې زما د هدايت پېروي وكړي ؛ نو پر هغو به څه وېره او غم نه وي.

    وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (39)

    او څوك چې دهدايت له منلو انكار وكړي او زمونږ ايتونه دروغ وانګيري ، هغوى دوزخ ته ورتلونكي دي ، هلته به هغوى تل اوسېږي

    يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا بِعَهْدِى أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ (40)

    اى بني اسرائيلو ! زما هغه نعمت در ياد كړئ چې پر تاسې مې لورولى ؤ ، له ما سره چې ستاسې كوم تړون ؤ هغه تاسې سرته ورسوئ، زما چې له تاسې سره كوم تړون ؤ هغه به زه تر سره كړم او يوازې له مانه وېره وكړئ

    وَآمِنُوْا بِمَا أَنْزَلْتُ مُصَدِّقاً لِمَا مَعَكُمْ وَلاَ تَكُونُوا أَوَّلَ كَافِرٍ بِهِ وَلاَ تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَناً قَلِيلاً وَإِيَّايَ فَاتَّقُونِ (41)

    او ما چې كوم كتاب لېږلى دى پر هغه ايمان راوړئ ، دا د هغه كتاب تاييدوونكى دى چې له تاسې سره له پخوا نه موجود ؤ، له دې امله تر ټولو دمخه تاسې ورڅخه انكار مه كوئ، په لږ بېه زما ايتونه مه خرڅوئ او زما له غضب نه ځان وساتئ

    وَلاَ تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (42)

    او باطل ته د حق جامه مه وراغوندئ او له پوهېدو سره سره د حق پټولو هڅه مكوئ.

    وَأَقِيمُوا الْصَّلاَةَ وَآتُوا الْزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الْرَّاكِعِينَ (43)

    او لمونځ قائم كړئ، زكات وركړئ ، او كوم خلك چې ماته سرټيټوى تاسې هم له هغو سره ټيټ شئ

    أَتَأْمُرُونَ الْنَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ وَأَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ (44)

    ايا تاسې نورو ته دښې لارې غوره كولو له پاره واياست ، او خپل ځان هېروئ؟ په داسې حال كښې چې تاسې كتاب لولئ ،ايا تاسې له پوهې څخه هېڅ كار نه اخلئ؟

    وَاسْتَعِينُوْا بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ (45)

    په صبر او لمانځه مرسته وغواړئ، په دې كښې شك نشته چې لمونځ يو ډېر سخت كار دى ، خو هغو امر منونكو بندګانو ته سخت نه دى

    الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُلاَقُوا رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ (46)

    چې په دې يې باور دى چې په پاى كښې له خپل رب سره يو ځاى كېدونكي او د هماغه لوري ته ورګرځېدونكي دي

    يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى‏ الْعَالَمِينَ (47)

    اى بني اسرائيلو ! زما هغه نعمت درياد كړئ چې هغه مې پر تاسې پېرزو كړى ؤ او دا چې د نړۍ پر ټولو امتونو مې تاسې ته فضيلت دركړى ؤ

    وَاتَّقُوا يَوْماً لاَ تَجْزِي نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَيْئاً وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلاَ يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلاَ هُمْ يُنْصَرُونَ (48)

    او له هغې ورځې ووېرېږئ چې هلته هيڅوك هېچا ته يوه ذره په درد ونه خوري ، نه د هېچا سپارښتنه ومنله شي ، نه هېڅوك د فديې په بدل كښې پرېښوداى شي، او نه له ګناهګارانو سره له كوم لوري مرسته وكړاى شي

    وَإِذْ نَجَّيْنَاكُمْ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ وَفِي ذَلِكُمْ بَلاَءٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَظِيمٌ (49)

    ياد كړئ هغه وخت چې مونږ تاسې ته د فرعون له غلامۍ نه نجات دركړ هغو تاسې په سخت عذاب كښې اخته كړي وئ ، ستاسې زامن يې حلالول او ستاسې لوڼې يې ژوندۍ ساتلې او په دې حالت كښې ستاسې درب له لوري پر تاسې لوى ازمېښت ؤ.

    وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَأَنْجَيْنَاكُمْ وَأَغْرَقْنَا آلَ فِرْعَوْنَ وَأَنْتُمْ تَنْظُرُونَ (50)

    درياد كړئ هغه وخت چې مونږ د سمندر په څيرولو ستاسې له پاره لاره جوړه كړه ، بيا مو له هغه نه تاسې روغ رمټ پورې ايستلئ ، بيا مو په هغه كښې ستاسې تر نظر لاندې فرعونيان غرق كړل.

    وَإِذْ وَاعَدْنَا مُوسى‏ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَنْتُمْ ظَالِمُونَ (51)

    درياد كړئ چې كله مونږ موسى (ع) د څلوېښتو شپو ورځو په ژمنه راوغوښت ، نو تاسې د هغه پسي شاخوسكى په خدايۍ ونيو. په هغه وخت كښې تاسې له حده ډېر زيات تيرى كړى ؤ ؛

    ثُمَّ عَفَوْنَا عَنْكُمْ مِنْ بَعْدِ ذلِكَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (52)

    خو د هغې له پاسه هم مونږ تاسې ته عفوه وكړه چې ښايي اوس شكر كوونكي اوسئ.

    وَإِذْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَالْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (53)

    ياد كړئ چې ( بېدو په هماغه وخت كښې چې تاسې داظلم كاوه ) مونږ موسى ته كتاب او فرقان وركړ چې تاسې سمه لاره ومومئ

    وَإِذْ قَالَ مُوسَى‏ لِقَوْمِهِ يَاقَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنْفُسَكُمْ بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوبُوا إِلَى‏ بَارِئِكُمْ فَاقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ عِنْدَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ إِنَّهُ هُوَ الْتَّوَّابُ الْرَّحِيمُ (54)

    درياد كړئ چې كله موسى ( له دې نعمت سره درستون شو؛ نو ) خپل قوم ته يې وويل چې ” اى خلكو ، تاسې په خدايۍ سره د خوسكي په نيولو پر خپل ځان سخت ظلم كړيدى، نو تاسې د خپل خالق په وړاندې تو به وباسئ او په خپلو كښې سره ووژنئ ، په همدې كار كښې ستاسې د خالق په وړاندې ستاسې ښه توب دى” په هغه وخت كښې ستاسې خالق ستاسې توبه قبوله كړه چې هغه ښه توبه قبلوونكى او درحمت څښتن دى.

    وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى‏ لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ حَتَّى‏ نَرَى اللّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْكُمُ الصَّاعِقَةُ وَأَنْتُمْ تَنْظُرُونَ (55)

    درپه زړه كړئ هغه وخت چې كله تاسې موسى (ع) ته ويلي وو چې مونږ به ستا په خوله تر هغه باور ونه كړو ، چې په خپلو سترګو په څرګنده توګه خداى ( له تا سره په خبرو كولو ) ونه وينو ، هغه وخت تاسې په رڼو سترګو كتل چي يوه قوي صاعقه درته راغله ، تاسې بې روحه غورځېدلي وئ

    ثُمَّ بَعَثْنَاكُمْ مِنْ بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (56)

    مګر بيا مونږ له مړينې وروسته تاسې ژوندي راپاڅولئ- په كار ده چې له دې ښېګڼې وروسته تاسې شكر وباسئ

    وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْغَمَامَ وَأَنْزَلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوى‏ كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ (57)

    مونږ وريځ پر تاسې سېورى كړه ، دمن او سلوى خواړه مو درته برابر كړل او تاسې ته مې وويل كوم پاك شيان چې مونږ تاسې ته روزي كړيدي ، هغه خورئ، خو ستاسې پخوانېو چې څه وكړل ، هغه پر مونږ ظلم نه ؤ ؛ بلكې هغو خپله پر خپل ځان ظلم وكړ.

    وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُوا هذِهِ الْقَرْيَةَ فَكُلُوْا مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدَاً وَادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّداً وَقُولُوا حِطَّةٌ نَغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ (58)

    اويادكړئ چې كله مونږ ويلي ؤ چې ” دې كلي ته چې ستاسې په مخكښې دى ننوځئ ، د هغه حاصلات چې څنګه مو زړه غواړي هغسې په خوند وخورئ، مګر د كلي په دروازه كښې د سجدې په حال كښې ننوځئ او ووايئ اى ربه زمونږ ګناوې راوبښه ، مونږ ستاسې خطا ګانې دربښو او په نيكانو به لا زيات فضل او مهرباني پېرزو كړو”

    فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُوا قَوْلاً غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَنْزَلْنَا عَلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا رِجْزاً مِنَ السَّماءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ (59)

    خو كومه خبره چې ويل شوې وه ، ظالمانو هغه بدله كړه نور څه يې وكړل، په پاى كښې مونږ پر ظلم كوونكو له اسمانه عذاب نازل كړ دا سزا د هغو سرغړونو وه چې هغوې كولې.

    وَإِذِ اسْتَسْقَى‏ مُوسَى‏ لِقَوْمِهِ فَقُلْنَا اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانْفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْناً قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَشْرَبَهُمْ كُلُوا وَاشْرَبُوا مِنْ رِزْقِ اللّهِ وَلاَ تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ (60)

    هغه وخت درياد كړئ چې كله موسى (ع) د خپل قوم له پاره اوبه وغوښتلې نو مونږ وويل چې پر فلانۍ تيږه په خپله همساګوزار وكړه – چې بيا له هغې نه دولس چينې وخوټېدې او هره قبيله وپوهېده چې له كومه ځايه خپلې اوبه واخلي، په هغه كښې دا لارښودنه شوې وه چې د الله له لوري دركړاى شوې روزي وخورئ وڅښئ او په ځمكه كښې ورانى مه كوئ.

    وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى‏ لَنْ نَصْبِرَ عَلَى‏ طَعَامٍ وَاحِدٍ فَادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ مِنْ بَقْلِهَا وَقِثَّائِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ الَّذِي هُوَ أَدْنَى‏ بِالَّذِى هُوَ خَيْرٌ اهْبِطُوا مِصْراً فَإِنَّ لَكُمْ مَا سَأَلْتُمْ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللّهِ ذلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ الْحَقِّ ذلِكَ بِمَا عَصَوا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ (61)

    هغه وخت درياد كړئ چې تاسې ويلي وو چې اى موسى ! مونږ په همدا يو ډول خوړ و صبر نه شو كولاى ، له خپل رب نه دې وغواړه چې مونږ ته د ځمكې حاصلات ، تره ، بادرنګ ، غنم ، نسك او پياز پيدا كړي” نو موسى (ع) وويل : ” ايا د يو غوره شي پر ځاى تاسې د كم ارزښته شيانو اخيستل غواړئ؟ ښه نو كوم ښار ته لاړ شئ، څه چې غواړئ هلته به يې ومومئ ” په پاى كښې خبره دې ته ورسېده چې ذلت او خواري بيوزلي او بده ورځ ورباندې راغله او د خداى په قهر اخته شول، دايې نتيجه وه چې هغو د خداى له ايتونو نه انكار شروع كړ او د پېغمبرانو په ناحقه وژلو يې لاس پورې كړ، دايي نتيجه وه د هغو د نافرمانېو او ددې خبرې چې هغوى د شريعت له پولو نه پرله پسې پښې اړولې.

    إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالنَّصَارى‏ وَالصَّابِئِينَ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحاً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (62)

    باور ولرئ هر څوك چې پر محمد (صلي الله عليه وسلم) د ايمان مدعيان وي، يا يهوديان وي ، عيساييان وي يا صابيان وي ، نوڅوك چې پر الله او داخرت پر ورځ ايمان راوړي او غوره عمل وكړي ، د هغو اجر د هغوله رب سره دى او د هغو له پاره هېڅ وېره او غم نشته.

    وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُمْ بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُوا مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (63)

    درياد كړئ هغه وخت چې كله مونږ د طور غر پرتاسې راپورته كړى او له تاسې نه مو تعهد اخيستى ؤ او ويلي مو وو ” كوم كتاب چې مونږ دركوو هغه په كلكه ساتنه واخلي او په هغه كښې درج شوي حكمونه او لارښودنې زده كړئ په دې توګه كېداى شي چې تاسې د پرهېزګارۍ چلند غوره كړاى شئ”؛

    ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ مِنْ بَعْدِ ذلِكَ فَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَكُنْتُمْ مِنَ الْخَاسِرِينَ (64)

    خو له هغه وروسته تاسې له خپل لوزنه واوښتئ ددې له پاسه هم د الله مهربانۍ او رحمت ستاسې ملګرتيا پرېنښوده كه نه نو تاسې تباه كېدئ.

    وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِينَ اعْتَدَوْا مِنْكُمْ فِي السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُوا قِرَدَةً خَاسِئِينَ (65)

    او تاسې ته خو د خپل قوم د هغو كسانو سرګذشت پوره څرګند دى چې هغو دسبت قانون مات كړى ؤ، مونږ هغو ته وويل چې بيزوګانې شئ او په داسې حال كښې اوسئ چې له هرې خوا درباندې ذلت، نفرين او لعنت وي،

    فَجَعَلْنَاهَا نَكَالاً لِمَا بَيْنَ يَدَيْهَا وَمَا خَلْفَهَا وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ (66)

    په دې ترتيب مونږ د هغو عاقبت د هغې زمانې او وروستېو نسلونو له پاره عبرت او وېرېدونكو له پاره نصيحت وګرځوه

    وَإِذْ قَالَ مُوسَى‏ لِقَوْمِهِ إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تَذْبَحُوا بَقَرَةً قَالُوا أَتَتَّخِذُنَا هُزُواً قَالَ أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ (67)

    او هغه پېښه درياده كړه چې كله موسى (ع) خپل قوم ته ووېل چې الله تاسې ته ديوې غواذبح كولو امر كوي- هغو ووېل ايا ته له مونږ سره ټوكې كوې؟ موسى (ع) وويل، زه له دېنه خداى ته پناه وروړم چې دجاهلانو غوندې خبرې وكړم.

    قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّنْ لَنَا مَا هِيَ قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لاَ فَارِضٌ وَلاَ بِكْرٌ عَوَانُ بَيْنَ ذلِكَ فَافْعَلُوا مَا تُؤْمَرُونَ (68)

    ويې وېل ښه نو ، له خپل رب نه دې وغواړه چې مونږ ته د هغې غوا څه تفصيل وكړي، موسىع ووېل، الله لارښودنه كوي چې هغه دې داسې غوا وي چې نه زړه وي نه وړه؛ بلكې د منځني عمرلرونكې وي؛ نو څه چې درته امركېږي هغسې وكړئ

    قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّنْ لَنَا مَا لَوْنُهَا قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ صَفْرَاءُ فَاقِعٌ لَوْنُهَا تَسُرُّ النَّاظِرِينَ (69)

    هغو بيا ووېل : له خپل رب نه دې دا هم پوښتنه وكړه چې د هغې بڼه څنګه وي؟ موسى (ع) وويل هغه وايي چې داسې تكه ژېړه غوا دې وي چې ليدونكى يې په ليدو خوشاله شي

    قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّنْ لَنَا مَا هِيَ إِنَّ الْبَقَرَ تَشَابَهَ عَلَيْنَا وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللّهُ لَمُهْتَدُونَ (70)

    بيا يې ووېل : له خپل رب نه دې پوښتنه وكړه چې ښه څرګنده راوښيي څنګه غوا مقصد ده ،مونږ د هغې په سمه پېژندنه كښې په اشتباه كښې لويدلي يو – كه د الله اراده وشي ، مونږ به هغه ښه وپېژنو

    قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لاَ ذَلُولٌ تُثِيرُ الْأَرْضَ وَلاَ تَسْقِي الْحَرْثَ مُسَلَّمَةٌ لاَ شِيَةَ فِيهَا قَالُوا الْآنَ جَئْتَ بِالْحَقِّ فَذَبَحُوهَا وَمَا كَادُوا يَفْعَلُونَ (71)

    موسى (ع) ځواب وركړ چې الله وايي هغه داسې غوا ده چې كار ورڅخه نه اخيستل كېږي، نه ځمكه كولبه كوي، نه ارهټ ګرځوي، روغه رمټه او بې داغه ده ، نو هغو نارې كړې چې هو، اوس دې سمې نښې راوښودلې ، بيا يې هغه ذبحه كړه ، كه نه نو ددې كار كوونكي نه وو

    وَإِذْ قَتَلْتُمْ نَفْساً فَادَّارَأْتُمْ فِيهَا وَاللّهُ مُخْرِجٌ مَا كُنْتُمْ تَكْتُمُونَ (72)

    او تاسې ته هغه پېښه ياده ده چې كله تاسې څوك وژلى ؤ، بيا مو د هغه په باب جګړې كولې او يو پر بل مو دوژلو تور وايه او الله فيصله كړې وه تاسې چې كوم شى پټوئ هغه به رابرسېره كړي

    فَقُلْنَا اضْرِبُوهُ بِبَعْضِهَا كَذلِكَ يُحْيِي اللّهُ الْمَوْتَى‏ وَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ (73)

    هغه وخت مونږ امر وكړ چې دوژل شوي پر جوسه د هغې يوه برخه ووهئ، وګورئ دغسې الله مړي ژوندي كوي او تاسې ته د خپل قدرت نښانې درښيي تر څو چې وپوهېږئ

    ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُمْ مِنْ بَعْدِ ذلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (74)

    خو ددغه ډول نښو نښانو له ليدلو وروسته هم په پاى كښې ستاسې زړونه سخت شول ، د تيږو په شان سخت ؛ بلكې له هغو نه هم څه زيات سخت ، ځكه ځينې داسې تيږې هم شته چې له هغو نه چينې راووځي بهېږي، ځينې چوي او اوبه ترېنه راووځي، او ځينې د خداى له وېرې لړزېږى رالوېږي، الله ستاسې له كړو وړو نه نا خبر نه دى.

    أَفَتَطْمَعُونَ أَنْ يُؤْمِنُوا لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌ مِنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلاَمَ اللّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُ مِنْ بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ (75)

    اى مسلمانانو ! ايا اوس تاسې له دې خلكو نه دا تمه لرئ چې دوى به ستاسې پر بلنه ايمان راوړي؟ په داسې حال كښې چې له هغو نه ديوې ډلې داعادت ګرځېدلى ، چې د الله كلام واوري او بيا پر هغه له پوهېدو او ادراك سره سره اګاهانه په كښې تحريف كوي

    وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلاَ بَعْضُهُمْ إِلَى‏ بَعْضٍ قَالُوا أَتُحَدِّثُونَهُم بِمَا فَتَحَ اللّهُ عَلَيْكُمْ لِيُحَاجُّوكُمْ بِهِ عِنْدَ رَبِّكُمْ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ (76)

    پر” محمد رسول الله ” له ايمان راوړونكو سره چې كله يو ځاى شي؛ نو وايي چې مونږ هم ايمان راوړى دى، او كله چې په خپلو مينځو كښې يو له بله سره په ګوښه كښې خبرې اترې كوي نو وايي چې احمقان شوي ئي چې دوې ته هغه خبرې ورښيئ چې الله تعالى تاسې ته درښودلي دي چې ستاسې د رب په وړاندې يې ستاسې په خلاف ددليل په توګه وړاندې كړي؟

    أَوَلاَ يَعْلَمُونَ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ (77)

    او ايا دوى نه پوهېږي څه چې دوى پټوي او څه چې ښكاره كوي الله په ټولو خبرو عالم دى؟

    وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لاَيَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلاَّ أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ (78)

    او په دوى كښې يوه ډله داميانو ده چې پر كتاب نه پوهېږي ، پر بې بنسټه هيلو يې تكيه كړېده او په انګېرنه او ګومان روان دي

    فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِنْدِ اللّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَناً قَلِيلاً فَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا يَكْسِبُونَ (79)

    نو هلاكت او تباهي ده د هغو كسانو له پاره چې په خپلو لاسونو د شرعې ليكنه كوي او بيا خلكو ته وايي د ا له الله څخه راغلې ده تر څو چې د هغې په بدل كښې لږ غوندې ګټه په لاس راوړي، نو د هغو د لاسونو دا ليكنه هم د هغو د تباهۍ وسيله ده او د هغو دا ګټه هم د هغو د هلاكت موجب ده

    وَقَالُوا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّاماً مَعْدُودَةً قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِنْدَ اللّهِ عَهْدَاً فَلَنْ يُخْلِفَ اللّهُ عَهْدَهُ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى اللّهِ مَا لاَتَعْلَمُونَ(80)

    هغوى وايي د دوزخ اور به پر مونږ هېڅكله ونه لګېږي، خو كه څو ورځې سزا راكوله كېږى نو رادې كړاى شي ، له دوې نه پوښتنه وكړه ايا تاسې له الله نه ژبنه اخيستې ده ، چې له هغې څخه الله تېرېداى نه شي ؟ يا خبره داده چې په الله پورې داسې خبرې تړئ چې تاسې پرې نه پوهېږئ

    بَلَى‏ مَنْ كَسَبَ سَيِّئَةً وَأَحَاطَتْ بِهِ خَطِيئَتُهُ فَأُولئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (81)

    هو څوك چې بدي وكړي او د خپلو خطاوو په چاپيريال كښې ايسار شي نو هغوى دوزخيان دي او هغوى به په دوزخ كښې تل اوسېږي

    وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (82)

    او كوم خلك چې ايمان راوړي او نيك عملونه وكړي هغوى جنتيان دي او په جنت كښې به هغوى تل اوسېږي

    وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لاَتَعْبُدُونَ إِلَّا اللّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَذِي الْقُرْبَى‏ وَالْيَتَامَى‏ وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْناً وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلاً مِنْكُمْ وَأَنْتُمْ مُعْرِضُونَ (83)

    په ياد ولرئ ، له بني اسرائيلو نه مونږ كلكه ژبنه اخيستې وه چې له الله نه پرته به د هېچا عبادت نكوئ، له مور او پلار سره ، له خپلو خپلوانو سره، له يتيمانو او مسكينانو سره به غوره چار چلن كوئ، خلكو ته ښې خبرې كوئ، لمونځ كوئ او زكات وركوئ ؛خو له لږ كسانو پرته نور تاسې ټول له دې ژبنې نه واووښتلئ او اوس هم مخ اړوونكي يئ

    وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ لاَتَسْفِكُونَ دِمَاءَكُمْ وَلاَ تُخْرِجُونَ أَنْفُسَكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنْتُمْ تَشْهَدُونَ (84)

    او په ياد ولرئ، چې مونږ له تاسې نه كلكه ژبنه اخيستې وه چې په خپلو مينځو كښې يو د بل وينې مه تويوئ او مه يو بل له كوره بې كوره كوئ. بيا تاسې ددې اقرار كړى ؤ ، اوتاسې په خپله په دې شاهدان يئ-

    ثُمَّ أَنْتُمْ هؤُلاَءِ تَقْتُلُونَ أَنْفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقاً مِنْكُمْ مِنْ دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِمْ بِالإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِنْ يَأْتُوكُمْ أُسَارَى‏ تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَياةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى‏ أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (85)

    خو نن همدا تاسې ياست چې خپل ورونه وژنئ خپل ځينې ورورنه بې كوره كوئ، د ظلم او زياتي په كولو د هغو په خلاف ډلې جوړوئ، او كله چې په جګړه كښې ونيول شي ستاسې په لاس كښې بنديان شي نو د هغود خوشې كولو له پاره د فديې لارې برابر وئ ، پداسې حال كښې چې له كورونو څخه د هغو ايستل لا له سره پرتاسې حرام ؤ؛ نو ايا تاسې دكتاب په يوه برخه ايمان راوړئ او په بله برخه يې كافر كېږئ؟ نو له تاسې نه چې كوم خلك داسې وكړي ، د هغو سزا به له دې پرته نوره څه وي چې ددنيا په ژوند كښې ذليل او خوار اوسېږي او په اخرت كښې به دډېر سخت عذاب په لوري وروګرځول شي ؟ الله ستاسې ددې كړنو څخه بې خبره نه دى

    أُوْلئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ فَلاَ يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلاَ هُمْ يُنْصَرُونَ (86)

    دا هغه كسان دي چې اخرت يې پلورلى دى دنيايې پېرلې ده نو له دې امله نه به يې په سزا كښې اساني راوستله شي او نه به مرسته ورسره وكړه شي

    وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَقَفَّيْنَا مِنْ بَعْدِهِ بِالرُّسُلِ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ أَفَكُلَّمَا جَاءَكُمْ رَسُولٌ بِمَا لاَ تَهْوَى‏ أَنْفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقاً كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقاً تَقْتُلُونَ (87)

    او مونږ موسى (ع) ته كتاب وركړ ، له هغه وروسته مو پرله پسې پېغمبران ولېږل، په پاى كښې موعيسى ابن مريم له روښانه نښو نښانو سره ولېږه او په سپېڅلي روح سره مو د هغه مرسته وكړه – دا ستاسې څه دود دى چې هركله كوم پېغمبر ستاسې د نفسي غوښتنو پر خلاف له كوم شي سره تاسې ته راغلى دى ، نو تاسې ورڅخه سركشي كړېده ، څوك مو دروغجن ګڼلي دي او څوك مو وژلي دي

    وَقَالُوا قُلُوبُنَا غُلْفٌ بَلْ لَعَنَهُمُ اللّهُ بِكُفْرِهِمْ فَقَلِيلاً مَا يُؤْمِنُونَ (88)

    هغوى وايي، زمونږ زړونه پوښل شويدي ، نه اصلي خبره داده چې د هغو د كفر له امله الله پر هغو لعنت كړيدى، له دې كبله هغوى ډېر لږ ايمان راوړي

    وَلَمَّا جَاءَهُمْ كِتَابٌ مِنْ عِنْدِ اللّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَمَّا جَاءَهُمْ مَا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ فَلَعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَافِرِينَ (89)

    او اوس چې يو كتاب هغو ته د الله له لوري راغلى دى، دوى له هغه سره څه رااخيستي دي ؟ سره له دې چې دا كتاب د هغه كتاب تصديق كوونكى دى چې له پخوانه له دوى سره موجود ؤ ، او سره له دې چې ددې كتاب له راتګ نه مخكښې دوى په خپله د كفارو په مقابله كښې دفتحې او نصرت دعاګانې كولې، خو كله چې هغه كتاب راغى چې ويې پېژانده هم، نو د هغه له منلو يې انكار وكړ؛ نو دخداى لعنت دې وي پدې منكرانو

    بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ أَنْ يَكْفُروا بِمَا أَنْزَلَ اللّهُ بَغْياً أَنْ يُنَزِّلَ اللّهُ مِنْ فَضْلِهِ عَلَى‏ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ فَبَاءُوا بِغَضَبٍ عَلَى‏ غَضَبٍ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُهِينٌ (90)

    څومره بده وسيله ده چې په هغې سره دوى خپل ځانونه ډاډه كوي په دې شان چې كوم هدايت الله رالېږلى دى، د هغه له منلو څخه يوازې ددې ځېل په اساس انكار كوي چې الله خپل فضل ( وحيې او رسالت ) پر خپل هغه بنده لور وي چې اراده يې وشي ! نو ځكه دوى د غضب له پاسه غضب وړګرځېدلي دي او د داسې كافرانو له پاره ډېره سپكوونكي سزا ټاكل شوېده

    وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا بِمَا أَنْزَلَ اللّهُ قَالُوا نُؤْمِنُ بِمَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا وَيَكْفُرُونَ بِمَا وَرَاءَهُ وَهُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقاً لِمَا مَعَهُمْ قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُونَ أَنْبِيَاءَ اللّهِ مِنْ قَبْلُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (91)

    كله چې هغو ته ووېل شي چې پر هغه څه چې الله رالېږلي دي ايمان راوړئ ، نو وايي ” مونږ يوازې پر هغه څه ايمان راوړو چې مونږ ( يعنې بني اسرائيل نسل ) ته راغلي دي” له دى ساحې دباندې چې هرڅه راغلي دي، د هغو له منلو نه انكار كوي، په داسې حال كښې چې هغه حق دى او د هغو لارښوونو تصديق او تائيد كوي چې له پخوا نه له هغو سره موجودې وې، ښه نو ، هغو ته ووايه : كه تاسې پر هماغه لارښودنه ايمان لرئ چې تاسې ته راغلې وه ، نو له دې نه مخكښې مو د الله هغه پېغمبران ولې وژل ( چې په خپله د بني اسرائيلو په نسل كښې زېږېدلي وو. )

    وَلَقَدْ جَاءَكُمْ مُوسَى‏ بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَنْتُمْ ظَالِمُونَ (92)

    تاسې ته موسى (ع) له روښانه نښانو سره راغى، بيا هم تاسې داسې ظالمان وئ چې د هغه درته شا شوه خوسكى مو خپل معبود ونيو

    وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُمْ بِقُوَّةٍ وَاسْمَعُوا قَالُوا سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُمْ بِهِ إِيمَانُكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (93)

    او هغه ژبنه درپه زړه كړئ، چې پر تاسې د طور په راپورته كولو مونږ درڅخه اخيستې وه مونږ تاكيد كړى ؤ چې كوم هدايت درلېږو پر هغه په كلكه عمل وكړئ او غوږ ورته كېږدئ وايې ورئ ، ستاسې پلرونو نيكونو ووېل چې مونږ واورېدل خو ومونه منل او هغوى داسې باطل پرستان وو چې په زړونو كښې يې د خوسكي مينه كښېنول شوې وه ووايه: كه تاسې مؤمنان يئ نو داعجيبه ايمان دى، چې تاسې ته دداسې ناكاره حركتونو امر كوي

    قُلْ إِنْ كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الْآخِرَةُ عَنْدَ اللّهِ خَالِصَةً مِن دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوا الْمَوْتَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (94)

    دوې ته ووايه چې كه د اخرت كور له نورو ټولو انسانانو پرته يوازې ستاسې له پاره خاص ګرځول شويدى نو تاسې ته ښايي چې د مرګ هيله من شئ كه تاسې رښتيا وايې

    وَلَنْ يَتَمَنَّوْهُ أَبَداً بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ (95)

    باور ولرئ چې دوى به هېڅكله د هغه هيله ونه كړي ، ځكه څه چې دوى په خپلو لاسونو سرته رسولي او وړاندې يې لېږلي دي، هغه دا ايجابوي ( چې هلته دورتګ هيله ونه كړي ) ، الله ددې ظالمانو په حال ښه پوه دى

    وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ النَّاسِ عَلَى‏ حَيَاةٍ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهِ مَنَ الْعَذَابِ أَنْ يُعَمَّرَ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ (96)

    ته به ارو مرو دوې له بل هر چا نه دژوند حريصان ومومې آن تر دې چې دوى په دې كار كښې له مشركانو نه هم وړاندې شويدي د دوې هر يو دا غواړي چې كاشكې زركاله ژوند وكړي په داسې حال كښې چې اوږد عمر خو دوې له عذابه لرې غورځولاى نه شي څه عملونه چې دوې كوي الله هغه ويني

    قُلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَى‏ قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللّهِ مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدىً وَبُشْرَى‏ لِلْمُؤْمِنِينَ (97)

    دوې ته ووايه څوك چې له جبريل سره دښمني لري ، هغه دې په دې وپوهېږي چې جبريل دالله په اجازه دا قرآن ستا زړه ته رسولى، چې د پخوانېو راغلېو كتابونو تصديق او تاييد كوي او د مؤمنانو له پاره لارښودنه او د بري د زيري په توګه راغلى دى

    مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِلَّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ فَإِنَّ اللّهَ عَدُوٌّ لِلْكَافِرِينَ (98)

    ( كه له جبريل سره ددوى ددښمنۍ سبب همدا وي نو ورته ووايه) څوك چې د الله او د هغه د پرښتو او د هغه د پېغمبرانو او د جبريل او ميكائيل دښمن وي نو الله ددې كافرانو دښمن دى

    وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ وَمَا يَكْفُرُ بِهَا إِلاَّ الْفَاسِقُونَ (99)

    په حقيقت كې مونږ تاته داسې ايتونه درلېږلي دي چې په ډاګه څرګنده د حق ښكاره كوونكي دي او د هغو له پېروئ نه يوازې هماغه خلك منكرېږي چې فاسقان دي

    أَوَكُلَّمَا عَاهَدُوا عَهْداً نَبَذَهُ فَرِيقٌ مِنْهُمْ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ (100)

    ايا تل داسې نه ده شوې چې كله يې څه ژبنه كړېده؛ نو له هغو نه يوې نه يوې ډلې هغه شاته غورځولې ده ؟ بلكې د هغو زياتره كسان داسې دي ، چې د زړه له كومي ايمان نه راوړي

    وَلَمَّا جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِنْ عِنْدِ اللّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ كِتَابَ اللّهِ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لاَيَعْلَمُونَ(101)

    او كله چې هغو ته د الله له لوري كوم پېغمبر د هغه كتاب تصديق كوونكى او تائيدوونكى راغلى دى چې له پخوا نه له دوى سره موجود ؤ ، نو له دې اهل كتابونه يوې ډلې د الله كتاب په داسې شان شاته وغورځوه ، لكه چې دوى په هېڅ نه پوهېږي

    وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُوا الشَّيَاطِينُ عَلَى‏ مُلْكِ سُلَيَمانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمانُ وَلكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنْزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى‏ يَقُولاَ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلاَ تَكْفُرْ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلاَّ بِإِذْنِ اللّهِ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلاَ يَنْفَعُهُمْ وَلَقَدْ عَلِمُوا لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلاَقٍ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوا بِهِ أَنْفُسَهُمْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (102)

    او په دې لړ كښې يې د هغو شيانو پيروي وكړه ، چې شيطانانو د سليمان (ع ) د سلطنت د نوم په اخيستلو وړاندې كول ، په داسې حال كښې چې سليمان (ع) هېڅكله نه دى كافر شوى، د كفر مرتكبين خو هغه شيطانان وو چې خلكو ته يې كوډې ښودلې، هغوې هغه څه تعقيبول چې په بابل كښې پر دوو پرښتو هاروت او ماروت نازل شوي وو، په داسې حال كښې چې هغو ( پرښتو ) به چې هركله چاته هغه ښودل نولومړى به يې په ډاګه دا خبره ورته كوله چې “ګوره مونږ يوازې دازمېښت له پاره يو ، نومه كافر كېږه” بيا هم دې خلكو له هغو نه هغه څه زده كول چې په هغو سره د مېړه او ښځې تر مينځ بېلتون راولي ښكاره وه چې دخداى له اجازې پرته هغوې په دې وسيله هېچا ته هم ضرر نشو رسولاى؛ خو له دى سره سره يې داسې څه زده كول چې په خپله د هغوې له پاره ګټور نه؛ بلكې زيان وو، او هغوې ته ښه معلومه وه، چې څوك ددې شي خريدار شي ، دهغه له پاره په اخرت كښې هېڅ ونډه نشته، څومره ناكاره سوداده چې د هغې په بدل كښې هغوې خپل ځانونه وپلورل ، كاشكې هغوى ورباندې پوهيدلاى

    وَلَوْ أَنَّهُمْ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَمَثُوبَةٌ مِنْ عِنْدِ اللّهِ خَيْرٌ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (103)

    كه هغوې ايمان او تقوى غوره كړې واى، نو د الله په وړاندې د هغوې اجر ډېر غوره ؤ، كاشكې هغوى په دې پوهيداى

    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَقُولُوا رَاعِنَا وَقُولُوا انْظُرْنَا وَاسْمَعُوا وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ (104)

    اى مؤمنانو ! پيغمبر ته (راعنا) لفظ چې يهود ورنه بده معنا اخلي مه وائي، بلكې اُنظرنا (زمونږ خوا ته د عنايت نظر وكړه) ووائي او په غور سره خبره واورئ دا كافران خو د دردوونكي عذاب وړ دي.

    مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلاَ الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ (105)

    هغو خلكو چې د حق د بلنې له منلو نه انكار كړيدى، كه له اهل كتابو نه وي كه مشركان وي، هېڅكله دانه خوښوي چې ستاسې د رب له خوا دې تاسې ته څه ښېګڼه راشي ، خو د الله چې هر چاته خوښه شي د خپل رحمت له پاره يې غوره كوي او هغه دډېرې لويې مهربانۍ لوروونكى دى

    مَا نَنَسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَلَى‏ كُلِّ شَي‏ءٍ قَدِيرٌ (106)

    مونږ چې خپل كوم ايت منسوخوو يايې (له زړونو څخه)هېروو، د هغه په ځاى له هغه نه ښه راوړو يالږ تر لږه هماغسې ايا ته په دې نه پوهېږي چې الله پر هر څه قادر دى؟

    أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاواتِ وَالْأَرْضِ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ(107)

    ايا ته نه ئي خبر چې داسمانونو او ځمكې فرمان روايي يوازې د همدې الله ده او له هغه پرته هېڅوك ستاسې دوست او ستاسې مرستندوى بل نشته

    أَمْ تُرِيدُونَ أَنْ تَسْأَلُوا رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَى‏ مِنْ قَبْلُ وَمَنْ يَتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ (108)

    ايا تاسې غواړئ له خپل پېغمبر نه هغه شان پوښتنې او غوښتنې وكړئ، لكه چې له دې نه مخكښې له موسى (ع) نه شويدي ؟ په داسې حال كښې څوك چې د ايمان روېه د كفر په چار چلن بدله كړي ، هغه له سمې لارې نه واوښت

    وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّاراً حَسَداً مِنْ عِندِ أَنْفُسِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ فَاعْفُوا وَاصْفَحُوا حَتَّى‏ يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ إِنَّ اللّهَ عَلَى‏ كُلِّ شَيْ‏ءٍ قَدِيرٌ (109)

    زياتره اهل كتاب داغواړي چې په يو ډول نه يو ډول تاسې له ايمان نه بېرته د كفر لوري ته وګرځوي كه څه هم حق هغو ته څرګند شويدى، خو د خپل نفس درخې له امله ستاسې له پاره داغواړي د هغو په ځواب كښې تاسې له عفوې او تېرېدنې نه كار واخلئ، چې الله په خپله خپله فيصله نافذه كړي ډاډه اوسئ چې الله تعالى پر هر څه قادر دى

    وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَمَا تُقَدِّمُوا لأَنْفُسِكُمْ مِنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِنْدَ اللّهِ إِنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (110)

    لمونځ قائم كړئ، زكات وركړئ تاسې چې د خپل عاقبت له پاره څه نيكۍ سرته ورسوئ وړاندې يې ولېږئ د الله په وړاندې به هغه موجودې ومومئ څه چې تاسې كړي وي الله د هغو ټولو ليدونكى دى

    وَقَالُوا لَن يَدْخُلَ الْجَنَّةَ إِلاَّ مَنْ كَانَ هُودَاً أَوْ نَصَارَى‏ تِلْكَ أَمَانِيُّهُمْ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِنْ كُنتُمْ صَادِقِينَ (111)

    او د هغو دا وينا ده چې هېڅوك به جنت ته لاړ نشي تر څو هغه يهودي نه وي يا ( د عيسائيانو د ګومان له مخې ) عيسائي نه وي دا د هغو هيلې دي دوي ته ووايه خپل دليل وړاندې كړئ كه تاسې په خپله دعوه كښې ريښتيني ياست

    بَلَى‏ مَنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَلَهُ أَجْرُهُ عِندَ رَبِّهِ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (112)

    په اصل كښې نه ستاسې څه ځانګړيتوب دى او نه د بل چا، حقه خبره داده هرڅوك چې خپل ځان د خداى اطاعت ته وقف كړي او په عملي توګه ښه چلن غوره كړي ، د هغه له پاره د هغه درب په نزد د هغه اجر شته او پرداسې خلكو څه وېره او كړاو نشته

    وَقَالَتِ الْيَهُودُ لَيْسَتِ النَّصَارَى‏ عَلَى‏ شَيْ‏ءٍ وَقَالَتِ النَّصَارَى‏ لَيْسَتِ الْيَهُودُ عَلَى‏ شَيْ‏ءٍ وَهُمْ يَتْلُونَ الْكِتَابَ كَذلِكَ قَالَ الَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ فَاللّهُ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيَما كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ (113)

    يهوديان وايي ، له عيسائيانو سره هېڅ حق نشته ، عيسائيان وايي له يهودو سره هېڅ حق نشته په داسې حال كښې چې دوى دواړه كتاب لولي همدا شان دعوه هغه خلك هم كوي چې هغوى د كتاب عالمان نه دي (مشركان). الله به دا اختلافونه چې دا خلك په كښې اخته دي د قيامت په ورځ فيصله كړي

    وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى‏ فِي خَرَابِهَا أُولئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَنْ يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ (114)

    او له هغه چانه به غټ ظالم څوك وي چې نه پرېږدي د الله په عبادتځيو كښې د هغه نوم واخيستل شي او د هغو دورانولو په هڅه كښې وي ؟ داسې خلك ددې وړنه دي چې په دې عبادتځيو كښې قدم كېږدي او كه ورشي هم له وېرې سره به ورشي د هغو له پاره په دنيا كښې رسوايي او په اخرت كښې لوى عذاب دى

    وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنََما تُوَلُّوْا فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (115)

    ختيځ او لويديځ ټول د الله دى، هر لوري ته چې تاسې مخ واړوئ ، هماغه لوري ته د الله مخ دى الله د ډېرې پراختيا خاوند او په هر څه پوهېدونكى دى

    وَقَالُوا اتَّخَذَ اللّهُ وَلَداً سُبْحَانَهُ بَلْ لَهُ مَا فِي السَّمَاواتِ وَالْأَرْضِ كُلٌّ لَهُ قَانِتُونَ (116)

    او هغوى وايي چې الله څوك په زوى ولۍ سره نيولى دى ، الله له دې خبرو پاك دى اصل حقيقت دا دى چې د اسمانونو او ځمكې ټولې هستۍ د هغه دي. ټول د هغه د امر منونكي دي

    بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِذَا قَضَى‏ أَمْراً فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ (117)

    هغه د اسمانونو او ځمكې هستوونكى دي او د كومې خبرې چې فيصله صادروي ، صرف دومره امر ورته كوي چې ” شئ ” نو هغسې كېږي

    وَقَالَ الَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ لَوْلاَ يُكَلِّمُنَا اللّهُ أَوْ تَأْتِينَا آيَةٌ كَذلِكَ قَالَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِثْلَ قَوْلِهِمْ تَشَابَهَتْ قُلُوبُهُمْ قَدْ بَيَّنَّا الآيَاتِ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ (118)

    ناپوهان وايي چې الله په خپله ولې له مونږ سره نه غږېږي يا مونږ ته كومه نښه ولې نه راوړي؟ همدا شان خبرې له دوې نه مخكښې خلكو هم كولې ددې ټولو ( مخكېنېو وروستنېو ګمراهانو ) ذهنيتونه يو شان دي باور لرونكو ته خو مونږ په ډاګه څرګنده خپلې نښانې ښكاره كړيدي

    إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيراً وَنَذِيراً وَلاَ تُسْأَلُ عَنْ أَصْحَابِ الْجَحِيمِ (119)

    ( له دې نه به لويه نښانه څه وي چې ) مونږ ، ته د حقائقو له علم سره زيرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې اوس كومو خلكو چې دوزخ ته خپله لاره جوړه كړېده،دهغوې له لوري ته ذمه وار او پوښتېدونى نه يې.

    وَلَنْ تَرْضَى‏ عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى‏ حَتَّى‏ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَى‏ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم بَعْدَ الَّذِى جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ (120)

    يهوديان او عيسائيان به هېڅكله له تانه خوشاله نشي ، تر څو ته د هغو په لاره (دين)لاړ نشې. دوى ته په كلكه ووايه چې سمه لاره يوازي هماغه ده چې الله ښودلې ده او كه ته له هغه علم نه وروسته چې دركړاى شويدى د هغو په خواهشونو پسې لاړ شې ؛ نو ستا هېڅ دوست او مرستندوى نشته چې د الله له نيونې نه دې وژغوري

    الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَتْلُونَهُ حَقَّ تِلاَوَتِهِ أُولئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمَنْ يَكْفُرْ بِهِ فَأُولئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ (121)

    كومو خلكو ته چې مونږ كتاب وركړيدى ، هغوى يې داسې لولې چې څنګه د هغه د لوستلو حق دى. هغوى ورباندې د زړه له كومي ايمان راوړيدى او څوك چې د هغه دنه منلو چلن غوره كړي نو هماغوى په اصل كښې زيانمن دي

    يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ (122)

    اى بني اسرائيلو ! زما هغه نعمت درياد كړئ چې پر تاسې مې لورولى ؤ او داچې ماتاسې ته د نړۍ پر ټولو قومونو فضيلت دركړى ؤ

    وَاتَّقُوا يَوْماً لاَ تَجْزِي نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَيْئاً وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلاَ تَنْفَعُهَا شَفَاعَةٌ وَلاَ هُمْ يُنْصَرُونَ (123)

    او ووېرېږئ له هغې ورځې نه ، چې هېڅوك به هېچا ته يوه ذره په درد ونه خوري ، نه به له چا نه فديه قبوله كړاى شي، نه به كوم سپارښت انسان ته ګټه ورسوي، او نه به ګناهګارانو ته له كومې خوا نه څه مرسته ورسيداى شي

    وَإِذِ ابْتَلَى‏ إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَاماً قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ (124)

    ياد كړه هغه وخت چې پر ابراهيم(ع) د هغه رب د څو خبرو ازمېښت وكړ او ابراهيم (ع) هغه ټولې سرته ورسولې ؛ نو ( الله ) ووېل : ” زه تا د ټولو خلكو قائد ټاكم ” ابراهيم (ع) عرض وكړ: ” او ايا زما له اولادې سره هم همدا وعده ده “؟ هغه (ج) ووېل: ” زما وعده له ظالمانو سره نشته “

    وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْناً وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى‏ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ (125)

    او دا چې مونږ دا كور ( كعبه ) د خلكو له پاره مركز او دامن ځاى جوړ كړى ؤ او خلكو ته مو امر كړى ؤ په كوم ځاى كښې چې ابراهيم (ع) د عبادت له پاره درېده هغه ځاى په مخصوصه توګه د لمانځه ځاى جوړ كړئ او ابراهيم (ع) او اسماعيل(ع) ته مو په كلكه ويلي وو چې زما دا كور د طواف كوونكو ، څيله كيدونكو او ركوع او سجده كوونكو له پاره سوتره كړي.

    وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَداً آمِناً وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَراتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللّهِ وَالْيَومِ الآخِرِ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلاً ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلى‏ عَذَابِ النَّارِ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ (126)

    او دا چې ابراهيم (ع) دعا وكړه : ” اى زما ربه ! دا ښار دامن ښار وګرځوه، او ددى له اوسېدونكو څخه چې څوك الله او اخرت مني ، هغو ته هر ډول ميوې روزې كړه ” – دهغه رب په ځواب كښې ووېل: ” او چې څوك يې ونه مني ، ددنيا د څو ورځو ژوندون وسائل زه هغه ته هم وركوم ، خو عاقبت به هغه ددوزخ په لوري راكاږم او هغه ډېر ناكاره استوګنځى دى”

    وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (127)

    او در ياد كړه چې كله ابراهيم (ع) او اسمعيل (ع) ددې كور دېوالونه پورته كول، نو د عايي كوله :” اى زمونږ ربه ! له مونږ نه داخدمت قبول كړه ، ته د هر څه اورېدونكى او په ټولو شيانو پوهېدونكى يې

    رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُسْلِمَةً لَكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ (128)

    اى ربه! مونږ دواړه تاته غاړه ايښودونكي وګرځوه، زمونږ له ځوځات نه يو داسې امت راوبر كوه چې تاته غاړه ايښودونكى وي، مونږ ته د خپل عبادت لارې ليكې رازده كړه او زمونږ خطاوې معاف كړه، ته لوى توبه قبلوونكى او رحم كوونكى يې

    رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولاً مِنْهُمْ يَتْلُوا عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (129)

    او اى ربه ! په دې خلكو كښې د همدوى له قوم نه يو داسې پېغمبر راپاڅوه چې دوې ته ستا ايتونه ولولي ، هغو ته كتاب او حكمت ور زده كړي او د هغو ژوند سوتره كړي ته د لوي قدرت او حكمت څښتن يې

    وَمَن يَرْغَبُ عَن مِلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلَّا مَن سَفِهَ نَفْسَهُ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ (130)

    اوس څوك دى چې دا براهيمع له مسلك نه كركه وكړي؟ له هغه چا پرته چې په خپله يې خپل ځان په حماقت او جهالت كښې اخته كړى وي بل څوك دا حركت كولاى شي؟ ابراهيم (ع) خو هغه څوك دى چې مونږ په نړۍ كښې د خپل كار له پاره غوره كړى ؤ او په اخرت كښې به هغه د صالحانو په ټولي كښې وي

    إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ (131)

    هغه داسې ؤ چې كله يې رب ورته ووېل : ” غاړه كېده” ، نو هغه سمدلاسه ووېل: ” ما د مخلوقاتو رب ته غاړه ايښې ده “

    وَوَصَّى‏ بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى‏ لَكُمُ الدِّينَ فَلاَ تَمُوتُنَّ إِلاِّ وَأَنْتُم مُسْلِمُونَ (132)

    پر همدې مسلك د تلو لارښودنه ابراهيم خپل ځوځات ته كړې وه او همدا سپارښتنه يعقوب (ع) خپلې اولادې ته كړې وه هغه ويلي وو چې ” زما بچيانو! الله ستاسې له پاره همدا دين غوره كړيدى له دې امله د مرګ تر وخته مسلمانان پاتې شئ”

    أَمْ كُنْتُمْ شُهَدَاءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ الْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِن بَعْدِى قَالُوا نَعْبُدُ إِلهَكَ وَإِلهَ آبائِكَ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِلهاً وَاحِداً وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ (133)

    او ايا تاسې هغه وخت حاضر وئ چې كله يعقوب (ع) له دې دنيا نه رسختېده؟ د مرګ په وخت كښې يې له خپلو بچيانو نه پوښتنه وكړه :” بچيانو! له ما وروسته به تاسې د چا بندګي كوئ؟” هغو ټولو په ځواب كښې ووېل:” مونږ به د هماغه يوه خداى بندګې كوو، چې هغه تا او ستا پلرونو نيكونو ابراهيم (ع) ، اسمعيل (ع) او اسحق (ع) پر خدائي منلى دى او مونږ هماغه ته غاړه ايښودونكي يو”.

    تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَا كَسَبْتُمْ وَلاَ تُسْئَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ (134)

    هغوى څه كسان وو، چې تېر شول ، څه چې هغوې كړي دي د هغو له پاره دي او څه چې تاسې كوئ هغه ستاسې له پاره دي له تاسې نه به ددې پوښتنه ونشي چې هغوې څه كول

    وَقَالُوا كُونُوا هُودَاً أَوْ نَصَارَى‏ تَهْتَدُوا قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفاً وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (135)

    يهوديان وايي: يهوديان شئ نو سمه لار به ومومئ ، عيسائيان وايي: عيسائيان شئ چې هدايت درته وشي ، دوې ته ووايه:” نه ، دا هم نه ، دا هم نه،بلكې دابراهيم (ع) حق مسلك اوابراهيم (ع) له مشركانو نه نه ؤ

    قُولُوا آمَنَّا بِاللّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ إِلَى‏ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى‏ وَعِيسَى‏ وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِن رَبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ (136)

    مسلمانانو ! ووايى چې:” مونږ ايمان راوړيدى په الله او پر هغه هدايت چې مونږ ته راغلى دى او هغه چې ابراهيم(ع)، اسمعيل (ع)، اسحق(ع) يعقوب او د يعقوب(ع) ځوځات ته راغلى ؤ او هغه چې موسى (ع) ، عيسى (ع) او نورو ټولو پېغمبرانو ته د هغو درب له لوري وركړ شوى وو، مونږ د هغو په مينځ كښې هېڅ توپير نه كوو او مونږ الله ته سرټيټوونكي يو”

    فَإِن آمَنُوا بِمِثْلِ مَا آمَنْتُمْ بِهِ فَقَدِ اهتَدَوا وَّإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا هُمْ فِي شِقَاقٍ فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللّهُ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (137)

    بيا كه هغوى هماغسې ايمان راؤړ لكه چې تاسې راوړيدى نو سمه لار يې وميندله ، او كه له هغه نه مخ واړوي ؛ نو څرګنده خبره ده چې هغوى په ځيلي توب كښې نښتي دي، له دې امله ډاډه اوسئ چې د هغو په مقابل كښې الله ستاسې د ملاتړ له پاره كافي دى ، الله هرڅه اوري او پر ټولو شيانو پوهېږي.

    صِبْغَةَ اللّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ صِبْغَةً وَنَحْنُ لَهُ عَابِدُونَ (138)

    ووايه :” د الله رنګ غوره كړئ، د هغه له رنګ نه به ښه د چا رنګ وي؟ او مونږ د هماغه بندګي كوونكي يو

    قُلْ أَتُحَاجُّونَنَا فِي اللّهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ وَلَنا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُخْلِصُونَ (139)

    اى پېغمبره! دوې ته ووايه:” ايا تاسې د الله په باب له مونږ سره جګړه كوئ؟ په داسې حال كښې چې هماغه هم زمونږ رب دى او هم ستاسې زمونږ عملونه زمونږ او ستاسې عملونه ستاسې له پاره دي ، او مونږ خپله بندګې يوازې د الله له پاره خالصه كړېده

    أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطَ كَانُوا هُوداً أَوْ نَصَارى‏ قُلْ ءَأَنْتُمْ أَعْلَمُ أَمِ اللّهُ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَتَمَ شَهَادَةً عِندَهُ مِنَ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (140)

    يا ايا ستاسې وينا داده چې ابراهيم(ع) اسمعيل(ع) اسحق(ع) يعقوب او د يعقوب(ع) ځوځات ټول يهوديان وو يا نصرانيان وو؟ ووايه : تاسې ډېر ښه پوهېږئ كه الله ؟ له هغه چا نه به لوى ظالم بل څوك وي، چې د الله له لوري هغه ته د يوې شاهدۍ ذمه واري ورله غاړى شوى وي او هغه پټه كړي؟ ستاسې له كړنو څخه خو الله ناخبر ندى

    تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلاَ تُسْئَلُونَ عَمَّا كَانُوْا يَعْمَلُونَ (141)

    هغوى څه كسان وو چې لاړل ، د هغو عملونه د هغو له پار ه وو او ستاسې عملونه ستاسې له پاره له تاسې نه به د هغوې د عملونو په باب پوښتنه ونشي “

    سَيَقُولُ السُّفَهَاءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلَّاهُمْ عَن قِبْلَتِهِمُ الَّتِي كَانُوا عَلَيْهَا قُلْ لِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ يَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَى‏ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ(142)

    ناپوهان خلك به ارومرو ووايي: پردوى څه شويدي چې په ناڅاپي توګه له هغې قبلې نه واوښتل چې مخكښې يې د هغې لوري ته لمونځ كاوه؟ اى پېغمبره ! دوې ته ووايه: ” ختيځ او لويديځ ټول د الله دي ،د الله چې هر چاته خوښه شي سمه لار ورښيي

    وَكَذلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيداً وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنْتَ عَلَيْهَا إِلاَّ لِنَعْلَمَ مِن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّنْ يَنْقَلِبُ عَلَى‏ عَقِبَيْهِ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللّهُ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُوفٌ رَحِيمٌ (143)

    او په همدې ډول مونږ تاسې يو ” اُمت وسط” (غوره امت) ګرځولي ياست چې تاسې پر نړېوالو شاهدان او پېغمبر پر تاسې شاهد اوسي پخوا چې تاسې كوم لوري (بيت المقدس) ته مخ اړوه هغه موصرف ددې ښوونې له پاره قبله ټاكلې وه چې څوك د پېغمبرص پيروي كوي (كعبي ته په مخ اړولو كې)او څوك په شا اوړي ،دا كار خو ډېر سخت ؤ ، مګر د هغو كسانو له پاره هېڅ سخت ثابت نشو چې د الله له لارښوونې نه يې ګټه اخيتسې وه، الله به ستاسې ايمان (بيت المقدس ته لمونځ) هېڅكله ضايع نه كړي، باور ولرئ چې الله پر خلكو ډېر زيات مهربان او رحمت كوونكى دى

    قَدْ نَرَى‏ تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّماءِ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَبِّهِمْ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ (144)

    د اسمان لوري ته ستا بيا بيا مخ اووښتل مونږ وينو دا دى مونږ تا د هغې قبلې (كعبې) لوري ته ګرځوو چې ستا خوښېږي د مسجد الحرام لوري ته مخ وګرځوه، اوس چې تاسې هر چېرته اوسى؛ نو دهماغه لوري ته مخ واړوئ لمونځ وكړئ كومو خلكو ته چې كتاب وركړ شويدى ښه پوهېږي چې ( د قبلې بدلېدو ) دا امر د هغو د رب له خوا او حق دى ، خو له دې سره سره چې دوى څه كوي ، الله ورڅخه ناخبره نه دى

    وَلَئِنْ أَتَيْتَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ بِكُلِّ آيَةٍ مَا تَبِعُوا قِبْلَتَكَ وَمَا أَنْتَ بِتَابِعٍ قِبْلَتَهُمْ وَمَا بَعْضُهُم بِتَابِعٍ قِبْلَةَ بَعْضٍ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ مِن بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذاً لَمِنَ الظَّالِمِينَ (145)

    كه ته دې اهل كتابو ته هره نښانه راوړې، نشي كيداى چې دوى ستا د قبلې پيروي وكړي او نه ته دا كولاى شې چې د هغو د قبلې پيروي وكړې، او د هغو هېڅ يوه ډله د بلې ډلې د قبلې پيروۍ ته هم تياره نه ده، او كه ته له هغه علم نه وروسته چې درته راغلى دى، د هغو په غوښتنو پسې لاړ شې، نو ارومرو به په ظالمانو كښې وشمېرل شې

    الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ وَإِنَّ فَرِيقاً مِنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ (146)

    كومو خلكو ته چې مونږ كتاب وركړيدى، هغوى دا ځاى ( چې قبله ټاكل شوېده يا دا پيغمبر) داسې پېژني لكه څنګه چې خپله اولاده پېژني، خو له هغو نه يوه ډله له پوهې او ادراك سره سره حق پټوي

    الْحَقُّ مِن رَبِّكَ فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ (147)

    دا په غوڅه توګه يوه حقه خبره ده ستا درب له لوري ، نو ته د هغه په باب هېڅكله شكمن كېږه مه

    وَلِكُلٍّ وِجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّيهَا فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ أَيْنَ مَا تَكُونُوا يَأْتِ بِكُمُ اللّهُ جَمِيعاً إِنَّ اللّهَ عَلَى‏ كُلِّ شَيْ‏ءٍ قَدِيرٌ (148)

    دهرچاله پاره يولورى دى چې هغه ته مخ اړوي؛ نو تاسې د ښېګڼو په لوري په ځغاسته شئ هر چېرته چې اوسئ الله به تاسې ټول راولي الله په هر شي باندې قادر دى

    وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِنَّهُ لَلْحَقُّ مِن رَبِّكَ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (149)

    ته چې له هر ځاى نه تېرېږي له هماغه ځايه ( د لمانځه په وخت كښې ) خپل مخ د مسجد حرام لوري ته واړوه ، ځكه چې داستا درب بيخي په حقه فيصله ده او الله ستاسې له عملونو څخه بې خبره نه دى

    وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَيْكُمْ حُجَّةٌ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِي وَلأُتِمَّ نِعْمَتِي عَلَيْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (150)

    او له هر ځايه چې تېرېږې ، خپل مخ د مسجد الحرام لوري ته وګرځوه، او هر چېرته چې تاسې ئي، د هماغه لوري ته مخ واړوئ لمونځ اداء كړئ ،چې ستاسې پر خلاف خلكو ته دليل په لاس ورنشي ، هو دظالمانو ژبه به په هېڅ حال كښې ونه تړله شي ؛ خو له هغو نه مه وېرېږئ، بلكې له مانه ووېرېږئ او ددې له پاره چې زه پر تاسې خپل نعمتونه پوره كړم او په دې هيله چې زما ددې امر په عملي كولو تاسې د خلاصون لاره ومومئ

    كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولاً مِنْكُمْ يَتْلُوا عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ (151)

    لكه چې ( تاسې ته په دې سره برى درپه برخه شوى چې ) ما ستاسې په مينځ كښې په خپله له تاسې نه يو پېغمبر مبعوث كړ، چې تاسې ته زما ايتونه لولي، ستاسې ژوند سوتره كوي، تاسې ته د كتاب او حكمت ښوونه كوي، او تاسې ته هغه خبرې در زده كوي چې تاسې پرى نه پوهېدئ

    فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ (152)

    له دې امله تاسې ما په ياد ولرئ زه به تاسې ياد كړم، او زما شكر اداء كړئ د نعمت ناشكري مه كوئ

    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (153)

    اى مؤمنانو ! په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ، الله د زغم لرونكو ملګرى دى

    وَلاَ تَقُولُوا لِمَن يُقْتَلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِن لاَ تَشْعُرُونَ (154)

    او هغو خلكو ته چې د الله په لار كښې ووژل شي، مړه مه وائي، داسې خلك خو په حقيقت كښې ژوندي دي مګرتاسې د ا شعور نه لرئ چې د هغو پر ژوند خبر شئ.

    وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْ‏ءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالَّثمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ (155)

    او مونږ به ارو مرو په ويره ، خطر ، لوږه ، دسراو مال په تاوان او د عائداتو په خساره كښې په اخته كولو پر تاسې ازمېښت كوو، اى پيغمبره هغو كسانو ته زيرى وركړه چې په دې حالاتو كښې صبر وكړي

    الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلّهِ وإِنّا إِلَيهِ رَاجِعُونَ (156)

    او دمصيبت راتلو په وخت كښې ووايي چې ” مونږ د الله يو او د هماغه الله لوري ته زمونږ ورګرځېدل دى”

    أُولئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِن رَبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ (157)

    چې پر هغو به د هغو درب زياتې پېرزوينې او رحمت وي، او همدغه شان خلك پر سمه لار روان دي

    إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِن شَعَائِرِ اللّهِ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوِ اعْتَمَرَ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِ أَن يَطَّوَّفَ بِهِمَا وَمَن تَطَوَّعَ خَيْراً فَإِنَّ اللّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ (158)

    په يقيني توګه صفا او مروه دالله له نښانو څخه دي له دې امله څوك چې دبيت الله حج يا عمره وكړي، دهغه له پاره وبال نشته كه ددې دوو غونډېو تر مينځ طواف وكړي او څوك چې په خوښه مينه څه نيك كار (دصفا او مروه طواف) وكړي ، الله پرې علم دى او د هغه قدر كوونكى دى

    إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى‏ مِن بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ(159)

    كوم خلك چې زمونږ نازل شوې روښانه لارښودنې او هدايات پټوي په داسې حال كښې چې مونږ هغه د ټولو انسانانو د لارښودنې له پاره په خپل كتاب كښې بيان كړيدي ، باور ولرئ چې الله هم ورباندې لعنت وايي او ټول لعنت ويونكي هم ورباندې لعنت وايي

    إِلاَّ الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَبَيَّنُوا فَأُولئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ (160)

    البته څوك چې دا كار پرېږدي، خپل كړه وړه سم كړي او څه يې چې پټ كړي وو د هغو په بيانولو پيل وكړي هغو ته به زه بښنه وكړم او زه لوى توبه قبلوونكى او رحم كوونكى يم

    إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ أُولئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ اللّهِ وَالْمَلاَئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ (161)

    كومو كسانو چې د كفر چلن غوره كړ او همدا د كفر حالت كښې مړه شول پر هغو باندې دالله ، پرښتو او ټولو انسانانو لعنت دى

    خَالِدِينَ فِيهَا لاَ يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلاَ هُمْ يُنْظَرُونَ (162)

    په همدې لعنتي حالت كښې به د تل له پاره اوسېږي، نه به د هغو په عذاب كښې اسانتيا راشي او نه به بيا ورته كوم بل مهلت وركړاى شي

    وَإِلهُكُمْ إِلهٌ وَاحِدٌ لاَ إِلهَ إِلاَّ هُوَ الرَّحْمنُ الرَّحِيمُ (163)

    او ستاسې خداى همدا يو خداى دى، له هغه رحمان او رحيم نه پرته بل كوم خداى نشته

    إِنَّ فِي خَلْقِ السَّماواتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِى فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللّهُ مِنَ السَّماءِ مِن مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّماءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (164)

    ( ددې حقيقت پېژندنې له پاره كه كومه نښه نښانه په كار ده نو ) د اسمانونو او ځمكې په ساختمان كښې ، يوه په بلې پسې د شپې او ورځې په پرله پسې راتګ كښې ، په هغو بېړېو كښې چې د انسانانو د ګټى وړ شيانو د وړلو راوړلو له پاره په سيندونو او سمندرونو كښې ګرځي راګرځي، دباران په هغو اوبو كښې چې الله يې له پاسه را اوروي او د هغو په وسيله ځمكه ژوندۍ كوي او په خپل دغه انتظام سره يې په ځمكه كښې هر راز ساكښان خواره كړيدي ، د بادونو په لګېدو كښې اوپه هغو ورېځو كښې چې داسمان او ځمكې په مينځ كښې د امر ښكيل دي بې شمېره نښانې دي. دهغو خلكو لپاره چې له پوهې نه كار اخلي

    وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِدُ مِنْ دُونِ اللّهِ أَنْدَاداً يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبَّاً لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعاً وَأَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ (165)

    ( خو د خداى پريو والي ددې ښكاره څرګندو دلالت كوونكو نښو نښانو د ليدلو سره سره هم ) ځينې خلك داسې دي چې له الله نه پرته نور د هغه سيالان ګرځوي او پر هغو داسې مين دى لكه چې څنګه له الله سره مينه لرل ښايي په داسې حال كښې چې ايمان لرونكو ته تر هر چا زيات الله ګران وي، هغه ادراك او احساس چې دې ظالمانو ته د عذاب د ليدو په وخت كښې پيدا كېدونكى دى كه همدا نن دوى ليدلى واى؛ نو ( باور به يې راغلى واى چې ) ټول قوت او ټولې واكمنۍ يوازې دالله دي او( په دې به يې هم باور شوى واى ) چې له الله سره ډېر سخت عذاب شته

    إِذْ تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُوا مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُوْا وَرَأَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُ (166)

    كله چې هغه سزا وركړي په هغه وخت كښې به حالت داسې وي چې هماغه مشران او رهبران چې په دنيا كښې يې پيروي كيدله ، له خپلو پيروانو څخه به بيزاري څرګنده كړي، خو پر عذاب به اخته شي او د هغوې د ټولو سببو نو او وسايلو لړۍ به پرېكړه شي

    وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا كَذلِكَ يُرِيهِمُ اللّهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ (167)

    او هغه خلك چې په دنيا كښې يې د هغو پيروي كوله و به وايي چې كاشكې يو ځل بېرته دنيا ته زمونږ تګ شوى واى؛ نو څنګه چې نن دوى له مونږه بيزاري څرګندوي ، نو مونږ به هم له دوې نه بيزاري ښكاره كړې واى په دغه راز به الله ددې خلكو هغه عملونه چې دوى يې په دينا كښې كوي داسې ددوى مخې ته كيږدي چې دوى به د افسوس او پښېمانتيا لاسونه ومروړي خوله اور نه د وتلو هېڅ لار به پيدا نه كړي

    يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلاَلاً طَيِّباً وَلاَ تَتَّبِعُوا خُطُواتِ الشَّيْطانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ (168)

    اى خلكو ! په ځمكه كښې چې كوم حلال او پاك شيان دي هغه خورئ او د شيطان په ښودل شوېو لارو مه ځئ هغه ستاسې ښكاره دښمن دي

    إِنَّمَا يَأْمُرُكُمْ بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاءِ وَأَن تَقُولُوا عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ (169)

    هغه خوتاسې ته د بدۍ اوبې حيايۍ امركوي اودې ته مولمسوي چې په خداى پورې هغه خبرې وتړۍ چې تاسې پرې نه پوهېږئ چې هغه الله ندي ويلي

    وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ شَيْئاً وَلاَ يَهْتَدُونَ (170)

    هغوې ته چې كله وېل كېږي چې د الله د اوامرو پيروي وكړئ نو په ځواب كښې وايي چې مونږ به د هماغه مسلك پيروي كوو چې مونږ پر هغه خپل پلرونه نيكونه ميندلي دي ؛ ښه نو كه د هغو پلرونو نيكونو له پوهې نه هېڅ كار هم نه وي اخيستى او سمه لاره يې نه وي ميندلې ايا بيا هم دوى دهغوې پيروي كوي؟

    وَمَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا كَمَثَلِ الَّذِي يَنْعِقُ بِمَا لاَ يَسْمَعُ إِلاَّ دُعَاءً وَنِدَاءً صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ (171)

    دا خلك چې د خداى پرښودل شوې لارې له تلو نه يې انكار كړيدى ددوى حالت كټ مټ داسې دى لكه چې شپانه څاروېو ته اواز كوي او هغوى د بلنې او شړنې له غږ نه پرته نور څه نه اوري، دوى كاڼه دي ، ګونګيان دي ، ړانده دي ځكه خو په هېڅ خبره نه پوهېږي

    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُوا لِلّهِ إِن كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ (172)

    اې مؤمنانو! كه تاسې په رښتيا سره د الله بندګي كوونكي ياست؛ نو كوم پاك شيان چې مونږ دركړيدي هغه په آزادۍ سره خورئ اود الله شكر باسئ

    إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَلاَ إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (173)

    د الله له لوري كه پر تاسې څه بنديز لګول شويدى نو هغه دادى چې مرداره مه خوري ، دوينې او د خوګ د غوښې له خوړلو نه ډډه وكړئ او داسې كوم شى مه خورئ چې پر هغه له الله نه پرته د بل چا نوم اخيستل شوى وي هو كه څوك د اړتيا په حالت كښې وي او له دغو شيانو نه څه شى بې له دې چې د ا لهي حكم ماتولو اراده ولري يا له حده تيرى وكړي زيات وخوري؛ نو پر هغه څه وبال نشته ، الله بښونكى او رحم كوونكى دى

    إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلَ اللّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَناً قَلِيلاً أُولئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلَّا النَّارَ وَلاَ يُكَلِّمُهُمُ اللّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلاَ يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (174)

    حقه داده څوك چې هغه حكمونه پټوي چې الله په خپل كتاب كښې نازل كړيدي او په لږ غوندې دنيوي ګټو يې له لاسه وركوي، هغوى په اصل كښې خپلې ګېډې له اوره ډكوي دقيامت په ورځ به الله ( ج ) هېڅكله له دوى سره خبرې ونه كړي او نه به يې تزكيه كړي، او د هغوې له پاره دردوونكى عذاب دى

    أُولئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلاَلَةَ بِالْهُدَى‏ وَالْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ فَمَا أَصْبَرَهُمْ عَلَى النَّارِ (175)

    دا هغه خلك دي چې د سمې لارې په بدل كښې يې ګمراهي واخيستله اود بښنې په بدل كښې يې عذاب وپېره څومره حيرانتيا ده ددوى حوصلې ته چې د عذاب زغملو ته تيار دي

    ذلِكَ بِأَنَّ اللّهَ نَزَّلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِي الْكِتَابِ لَفِي شِقَاقِ بَعِيدٍ (176)

    دا ټول كارونه ځكه وشول چې الله خو له حق سره سرترپايه برابر كتاب نازل كړى ؤ مګر كومو خلكو چې په كتاب كښې اختلافونه منيځ ته راوړل هغوى په خپلو لانجو كښې له حق نه ډېر لرې لاړل

    لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَومِ الآخِرِ وَالْمَلاَئِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى‏ حُبِّهِ ذَوي الْقُرْبَى‏ وَالْيَتَامَى‏ وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ الْسَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقابِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوْا وَأُولئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ (177)

    نيكي دانه ده چې تاسې خپل مخونه ختيځ لوري ته واړوئ، يا لويديځ لوري ته ؛ بلكې نيكي داده چې انسان ، الله او د قيامت ورځ او پرښتې او د الله نازل كړاى شوي كتابونه او د هغه پېغمبران د زړه له كومي ومني او د الله په مينه كښې خپل ګران مالونه په خپلو خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو، پرديسانو، درويزګرو او د مريانو په ازادۍ مصرف كړي، لمونځ قائم كړي، زكات وركړي او نيكان هغه كسان دي چې كله وعده وكړي تر سره يې كړي او د تنګسې او غمونو په وخت كښې او د حق او د باطل په جګړه كښې صبر وكړي همدا ريښتوني اوهمدا پرهېز ګار خلك دي

    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالْأُنْثَى‏ بِالْأُنْثَى‏ فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْ‏ءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالمَعْرُوفِ وَأَدَاءٌ إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ ذلِكَ تَخْفِيفٌ مِن رَبِّكُمْ وَرَحْمَةٌ فَمَنِ اعْتَدَى‏ بَعْدَ ذلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ (178)

    اى مؤ منانو ! ستاسې له پاره د قتل په دعواوو كښې د قصاص حكم ليكل شويدى كه اصيل قاتل وي له هماغه اصيل نه دې بدله واخيستله شي او كه غلام قاتل وي؛ نو هماغه غلام دې ووژل شي ، كه ښځه قاتله وي، نو له هماغې ښځې نه دې قصاص واخيستل شي هو كه له كوم قاتل سره د هغه (ديني) ورور يو څه نرمۍ كولو ته تيار وي ، نوپه ښه وجه دې د وژنې د بدل په باب اقدام وشي او پر قاتل لازمه ده چې په صداقت سره خونى وركړي داستاسې درب له خوا اسانتيا او رحمت دى كه له دې نه وروسته څوك تجاوز وكړي د هغه له پاره دردوونكى عذاب دى

    وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُوْلِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (179)

    هوښيارانو ! ستاسې له پاره په قصاص كښې ژوند دى په كار ده چې له دې قانون نه سرونه غړوئ

    كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ إِن تَرَكَ خَيْراً الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ بِالْمَعْرُوفِ حَقّاً عَلَى الْمُتَّقِينَ (180)

    پر تاسې باندې فرض كړاى شوېده چې كله له تاسې نه د كوم يو د مرګ وخت رانژدې شي او هغه له ځانه وروسته مال پرېږدي، نو مور پلار او خپلو خپلوانو ته دې په مناسبه توګه وصيت وكړي دا حق دى پر پرهيزګارانو؛

    فَمَن بَدَّلَهُ بَعْدَمَا سَمِعَهُ فَإِنَّمَا إِثْمُهُ عَلَى الَّذِينَ يُبَدِّلُونَهُ إِنَّ اللّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (181)

    نو چاچې وصيت واورېده او بيايې بدل كړ؛ نو د هغه وبال به د بدلوونكو پر غاړه وي الله د هر څه اورېدونكى او پر هرڅه پوهېدونكى دى

    فَمَنْ خَافَ مِن مُوصٍ جَنَفاً أَوْ إِثْماً فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلاَ إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (182)

    البته كه له چا سره دا اندېښنه وي چې وصيت كوونكي په ناپوهۍ يا په قصدي توګه حق تلفي كړېده، او هغه ددې موضوع د اړوندو كسانو په مينځ كښې روغه وكړي، نو پر هغه هيڅ وبال نشته، الله بښونكى او رحم كوونكى دى

    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (183)

    اى مؤمنانو ! پر تاسې روژې فرض كړاى شوې ، لكه چې له تاسې نه د مخكښې پېغمبرانو پر پيروانو فرض كړاى شوې وې ، ددې لپاره چې په تاسې كښې د پرهيز ګارۍ صفت پيدا شي

    أَيَّاماً مَعْدُودَاتٍ فَمَن كَانَ مِنْكُم مَرِيضاً أَوْ عَلَى‏ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْراً فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ وَأَن تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ إِن كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (184)

    د څو ټاكلېو ورځو روژې دي كه له تاسې نه څوك ناروغ وي ، يا پرديس وي نو په نورو ورځو كښې دى هماغومره شمېر پوره كړي او كه كوم خلك چې د روژې نيولو وسه لري ( او ويې نه نيسي ) نو هغه دې فديه وركړي د يوې روژې فديه يو مسكين ته خواړه وركول دي او څوك چې په خپله مينه څه زياته نيكي وكړي ؛ نو دا د هغه له پاره غوره ده ؛خو كه تاسې پوهېږئ، نو ستاسې له پاره ښه همدا ده چې روژه ونيسئ

    شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدى‏ وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضاً أَوْ عَلَى‏ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللّهَ عَلَى‏ مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (185)

    رمضان هغه مياشت ده چې په هغې كښې قرآن نازل كړاى شو چې د انسانانو له پاره له سره تر پايه هدايت دى او داسې څرګندې لارښودنې په كښې دي چې دسمې لارې ښوونكې او د حق او باطل يو له بله په ډاګه بېلوونكې دي له دې كبله څوك چې دا مياشت ومومي، پر هغه لازمه ده چې دا ټوله مياشت روژه ونيسي او كه څوك ناروغ يا مسافر وي ، نو هغه دې په نورو ورځو كښې د روژو شمېر پوره كړي الله پر تاسې اسانتيا راوستل غواړي، سختي راوستل نه غواړي ، له دې امله تاسې ته داطريقه ښودله كېږي چې تاسې دخوړليو روژو شمېر پوره كړاى شئ او په كوم هدايت چې الله تاسې سرلوړي كړي ئي ، په هغه سره د الله لويي وستائي او شكر كوونكي اوسئ

    وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِيْ وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ (186)

    او اى پيغمبره ! زما بندګان كه له تا نه زما په باب پوښتنه وكړي ؛ نو هغوې ته ووايه چې زه ورته ډېر نژدې يم ،بلونكى چې كله ما وبلي ، زه د هغه بلنه اورم او ځواب وركوم، نو هغوې ته ښايي چې زما بلنې ته لبيك ووايي او پر ما ايمان راوړي ته داخبره هغوې ته واوروه ، كيداى شي چې هغوى سمه لاره ومومي

    أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى‏ نِسَائِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ عَلِمَ اللّهُ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُونَ أَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنْكُمْ فَالْآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى‏ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ وَلاَ تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَقْرَبُوهَا كَذلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (187)

    ستاسې له پاره د روژې په شپو كښې خپلو مېرمنو سره يو ځاى كېدل رواكړاى شويدي هغوى ستاسې جامه او تاسې د هغو جامه ياست الله ته څرګنده شوه چې تاسې په پټه پټه له خپلو ځانونو سره خيانت كاوه؛ خو هغه ستاسې ګناه وبښله او درتېر شو اوس تاسې له خپلو مېرمنو سره د شپې يو ځاى شئ او كوم خوند چې الله تاسې ته روا كړيدى هغه واخلئ همدارنګه د شپې له مخې خورئ، څښئ تر هغه وخته چې د شپې د ترږمۍ له تورې ليكې نه مودسپېده داغ څريكه تر سترګو شي له هغه وروسته دا هر څه پرېږدئ تر شپې پورې خپله روژه بشپړه كړئ او كله چې تاسې په جوماتونو كښې څيله ياست؛ نو له خپلو ميرمنو سره نژدې والـى مه كوئ دا د الله وضع كړي حدود دي دې ته نژدې مه ورځئ دغه شان الله خپل حكمونه خلكو ته په ډاګه څرګندوي ښائى چې هغوې له ناوړه چلن نه ځانونه وژغوري

    وَلاَ تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقاً مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (188)

    او تاسې مه په خپلو مينځو كښې يو د بل مال په ناروا توګه خورئ او مه هغه حاكمانو ته په دې غرض وړاندې كړئ چې تاسې ته په قصدي توګه او ظلم سره د نورو خلكو د يو څه شتمنۍ د خوړلو فرصت په لاس درشي

    يَسْألونَكَ عَنِ الْأَهِلَّةِ قُلْ هِيَ مَوَاقِيتُ لِلنَّاسِ وَالحَجِّ وَلَيْسَ الْبِرُّ بِأَن تَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ ظُهُورِهَا وَلَكِنَّ الْبِرِّ مَنِ اتَّقَى‏ وَأْتُوا الْبُيُوتَ مِن أَبْوَابِهِا وَاتَّقُوا اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (189)

    خلك له تا څخه د سپوږمۍ د نرۍ كېدو او غټېډو په باب پوښتنه كوي، ووايه : دا د خلكو له پاره د نېټو ټاكلو او د حج نښانې دي دا هم ورته ووايه چې دا څه نيكي نه ده چې تاسې خپلو كورونو ته د هغو دشاله لوري ننوځئ اصلى نيكي خو دا ده چې انسان د الله له خپه كولو نه ځان وژغوري؛ نو تاسې خپلو كورونو ته د دروازو له لارې ورشئ – له الله نه وېرېدونكي اوسئ ښائي چې برياليتوب در په برخه شي

    وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُوا إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (190)

    او تاسې د الله په لار كښې له هغو كسانو سره وجنګېږئ، چې له تاسې سره جنګېږي، خو تېرى مه كوئ چې الله تيرى كوونكى نه خوښوي

    وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُم وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ القَتْلِ وَلاَ تُقَاتِلُوهُمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّى‏ يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ فَإِن قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ كَذلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ (191)

    له هغوسره وجنګېږئ هرچېرته چې ورسره مخامخ شئ، هغوى وباسئ له كومه ځايه چې هغوتاسې ايستلي يئ؛ ځكه كه وژل هر څومره بد عمل دى خو فتنه له هغه نه هم ډېره بده ده او مسجد حرام ته نژدې چې ترڅو هغوى له تاسې سره نه وي جنګېدلي تاسې هم ورسره مه جنګېږئ، خو تر څو چې هغو هلته له جنګېدو نه لاس نه وي اخيستى؛ نو تاسې هم بې له كومې اندېښنې هغوى ووژنئ چې دداسې كافرانو همدا سزا ده

    فَإِنِ انتَهَوْا فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (192)

    بياكه هغوى منع شول، نو وپوهېږئ چې الله بښونكى او رحم كوونكى دى

    وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى‏ لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلّهِ فَإِنِ انتَهَوْا فَلاَ عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ (193)

    او تاسې له هغو سره وجنګېږئ تر دې پورې چې فتنه پاتې نشي او دين د الله له پاره شي بيا كه هغوى لاس په سر شول ، نو وپوهېږئ چې له ظالمانو پرته بل چا ته لاس غځول روانه دي

    الشَّهْرُ الْحَرَامُ بِالشَّهْرِ الْحَرَامِ وَالْحُرُمَاتُ قِصَاصٌ فَمَنِ اعْتَدَى‏ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى‏ عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (194)

    د حرامې مياشتې بدله هماغه حرامه مياشت ده او د ټولو حرمتونو مراعات به يو شان برابر وي ؛ نو كه څوك پر تاسې تيرى وكړي ، تاسې هم په هماغه ډول پر هغه تيرى وكړئ البته له الله نه په وېره كښې اوسئ او په دې وپوهېږئ چې الله د هماغو خلكو ملګرى دى چې د هغه د حدودو له ماتولو نه ډډه كوي

    وَأَنْفِقُوْا فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (195)

    د الله په لار كښې ( مال ) ولګوئ او په خپلو لاسونو خپل ځانونه (په سر او مال سره د جهاد په پرېښودلو) په هلاكت كښې مه غورځوئ د ښېګڼې لاره غوره كړئ چې الله ښېګڼه كوونكي خوښوي

    وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلّهِ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْي وَلاَ تَحْلِقُوا رُؤُوسَكُمْ حَتَّى‏ يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ فَمَن كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضاً أَوْ بِهِ أَذىً مِنْ رَأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِن صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ فَإِذَا أَمِنْتُمْ فَمَن تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ فَمَن لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلاَثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ذلِكَ لِمَن لَمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَاتَّقُوْا اللّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (196)

    د الله درضا له پاره چې كله د حج او عُمرې نيت وكړئ؛ نو هغه تر سره كړئ او كه ايسار شئ نو چې هر څه قرباني مو له لاسه پوره وي د الله حضور ته يې وړاندې كړئ او خپل سرونه مه خرئي تر هغه پورې چې قرباني خپل ځاى ته نه وي رسيدلې ؛ خو كه څوك ناروغ وي يا يې په سر كښې څه تكليف وي او له دې امله خپل سر وخريي، نو هغه ته دا په كار ده چې دفديې په توګه روژې ونيسي يا خيرات وباسي يا قرباني وكړي. بيا كه تاسې ته امنيت په برخه شو (او تاسې دحج له ورځو مخكښې مكې ته ورسېدئ)نوچاچې له تاسې څخه دحج دورځو له راتلونه مخكښې له عمرې نه ګټه واخيستله ، هغه دې د خپل وس په اندازه قرباني وكړي ، او كه يې قرباني ونه ميندله نو درې روژې دې د حج په دوران كښې ونيسى او اوه روژې كور ته له ستنېدو وروسته ، پدغه شان دې لس پوره كړي دا (حج تمتع) د هغه چا له پاره دى چې كور كهول يې مسجد حرام ته نژدې نه وي دالله ددې حكمونو له تخلف نه ځان وژغورئ اوپه دې ښه وپوهېږي چې الله ډېرسخت سزاوركوونكى دى

    الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجِّ فَلاَ رَفَثَ وَلاَ فُسُوقَ وَلاَ جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللّهُ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى‏ وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ (197)

    د حج مياشتې ټولو ته څرګندې دي څوك چې په دې ټاكليو مياشتو كښې د حج نيت وكړي ، هغه بايد په دې خبر اوسي چې د حج په دوران كې له هغه څخه څه شهواني عمل ، څه ناوړه فعل او څه جنګ جګړه و نه شي او تاسې چې څه نيك عمل كوئ الله پرې پوهېږي د حج د سفر له پاره دلارې توښه درسره واخلئ ، او تر هر څه د لارې ښه توښه پرهيز ګاري ده ؛نو اى هوښيارانو ! زما له نافرمانۍ نه ډډه وكړئ

    لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَبْتَغُوا فَضْلاً مِن رَبِّكُمْ فَإِذَا أَفَضْتُمْ مِنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُوا اللّهَ عِنْدَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِن كُنْتُمْ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّالِّينَ (198)

    او كه له حج كولو سره سره تاسې د خپل رب د فضل (مال ګټلو) په لټه كښې هم شئ نو څه باك نه لري بيا چې كله له عرفات نه ځئ نو په مشعر حرام( مزدلفه) كښې ايسار شئ الله يادكړئ او په هغه شان يې ياد كړئ چې تاسې ته يې لارښودنه كړېده، كه نه خو له دې نه مخكښې تاسې ګمراه وئ

    ثُمَّ أَفِيضُوا مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (199)

    بياله كوم ځاى نه چې نور ټول خلك راګرځي له هماغه ځاېه تاسې هم راوګرځئ او له الله نه بښنه وغواړئ په يقيني توګه هغه بښونكى او رحم كوونكى دى

    فَإِذَا قَضَيْتُمْ مَنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللّهَ كَذِكْرِكُمْ آبَاءَكُمْ أَوْ أَشَدَّ ذِكْراً فَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا وَمَا لَهُ فِي الآخِرَةِ مِنْ خَلاَقٍ (200)

    بيا كله چې مو د خپل حج ركنونه ادا كړل ، نو څنګه چې مو پخوا خپل پلرونه نيكو نه په وياړ سره يادول هماغسې اوس الله ياد كړئ ، بلكې له هغه نه هم زيات، ( خو په الله يادوونكو خلكو كښې هم ډېر توپير شته) له هغونه څوك داسې دي چې وايي اى زمونږ ربه!مونږ ته هر څه په همدې دنيا كښې راكړه،دغسې انسان ته په اخرت كښې هېڅ برخه نشته

    وَمِنْهُمْ مَن يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ (201)

    او څوك وايي اى زمونږ ربه! مونږ ته هم ددنيا او هم د اخرت ښېګڼې را په برخه كړه او مونږ د اور له عذابه وساته

    أُولئِكَ لَهُمْ نَصِيبٌ مِمَّا كَسَبُوا وَاللّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ (202)

    داسې خلك به له خپلو كړو سره سم ( په دواړو دارينو كښې ) د برخې څښتنان وي او د الله په حساب اخستنه كښې به څه ځنډ رانشي

    وَاذْكُرُوا اللّهَ فِي أَيَّامٍ مَعْدُودَاتٍ فَمَن تَعَجَّلَ فِي يَوْمَيْنِ فَلاَ إِثْمَ عَلَيْهِ وَمَن تَأَخَّرَ فَلاَ إِثْمَ عَلَيهْ لِمَنِ اتَّقَى‏ وَاتَّقُوا اللّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ (203)

    دادشمار څو ورځې دي ، چې تاسې يې بايد د خداى په ياد كښې تېرې كړئ بيا كه څوك تلوار وكړي په دوو ورځو كښې (له منِـٰي نه) راستون شي؛ نو وبال يې نشته ، او كه څوك راستنېدل (دريمې ورځې ته) وځنډوي نو هم څه باك نشته په دې شرط چې دا ورځې يې پر پرهېزګارۍ تېرې كړې وي د الله له نافرمانۍ نه ځان وژغورئ او ښه پوه شئ چې يوه ورځ د هغه حضور ته ستاسې وړاندې كېدل دي

    وَمِنَ النَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللّهَ عَلَى‏ مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ (204)

    په انسانانو كښې څوك داسې دي چې د هغه خبرې ددنيا په ژوند كښې تا ته ډېرې ښې ښكاري او هغه پر خپلې نيك نيتۍ په وارو وارو الله شاهد نيسي خو په حقيقت كښې هغه د حق ډېر سخت دښمن وي

    وَإِذَا تَوَلَّى‏ سَعَى‏ فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الْفَسَادَ (205)

    او كله چې هغه ته قدرت په لاس ورځي (يا كله چې بېرته وګرځي)، نو په ځمكه كښې د هغه ټولې هلې ځلې ددې له پاره وي چې فساد خپور كړي ، كښتونه لوټ كړي او انساني ځوځات له مينځه يوسي په داسې حال كښې چې الله ( هغه ذات چې هغه به شاهد نيوه ) هېڅكله فساد نه خوښوي

    وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالإِثْمِ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ (206)

    او كله چې ورته وېل كېږي چې له الله نه ووېرېږه؛ نو د خپل پت او ابرو مفكوره يې پر ګناه ټينګوي دداسې بنيادم له پاره دوزخ كافي دى او هغه ډېر ناكاره استوګنځى دى

    وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ (207)

    له بل پلوه په انسانانوكښې داسې څوك هم شته چې دخپل خداى د رضاپه لټه كښې خپل سرقربانوي اوپرداسې بندګانو الله ډېر زيات مهربان دى

    يَا أيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلاَ تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيَطانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ (208)

    اى مؤمنانو! تاسې په هر اړخيز ډول په اسلام كښې ننوځئ او د شيطان پيروي مه كوئ چې هغه ستاسې ښكاره دښمن دى

    فَإِن زَلَلْتُمْ مِن بَعْدِ مَا جَاءَتْكُمُ الْبَيِّنَاتُ فَاعْلَمُوا أَنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (209)

    كومې ښكاره څرګندې لارښوونې چې تاسې ته راغلي دي ، كه د هغو له ميندلو وروسته بيا هم تاسې وښويېږئ، نو ښه وپوهېږئ چې الله پر ټولو غالب ، د حكمت خاوند او پوه دى

    هَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا أَن يَأْتِيَهُمُ اللّهُ فِي ضُلَلٍ مِنَ الْغَمَامِ وَالْمَلاَئِكَةُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ وَإِلَى اللّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ (210)

    ( كه له دې ټولو نصيحتونو او لارښودنو نه وروسته بيا هم خلك سم نه وي ، نو ) ايا اوس هغوى دې ته سترګې په لار دي چې الله د ورېځو چترۍ ودروي ، د پرښتو له صفونو سره دوې ته مخامخ راشي او پرېكړه وشي ؟ په پاى كښې خو ټولې چارې د همدې الله حضور ته وړاندې كېدونكې دي

    سَلْ بَنِي إِسرَائِيلَ كَمْ آتَيْنَاهُمْ مِنْ آيَةٍ بَيِّنَةٍ وَمَن يُبَدِّلْ نِعْمَةَ اللّهِ مِن بَعْدِمَا جَاءَتْهُ فَإِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (211)

    له بني اسرائيلو نه پوښتنه وكړه : مونږ څومره ښكاره څرګندې نښې نښانې ورښودلې دي (او دا هم ورڅخه پوښتنه وكړه) كوم قوم چې د الله دنعمت له ميندلو وروسته په بد مرغۍ سره بدل كړي هغو ته الله (څنګه) سخته سزا وركوي

    زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَيَسْخَرُونَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ اتَّقَوا فَوْقَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَاللّهُ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ (212)

    كومو خلكو چې د كفر لاره غوره كړېده ، هغو ته ددنيا ژوند ډېر خوږ او په زړه پورې ګرځېدلى دى دوى پر مؤمنانو ملنډې وهي؛ خو د قيامت په ورځ به همدا پرهيز ګاران ددوى په پرتله د لوړ مقام خاوندان وي پاتې شوه ددنيا روزي ، نو د الله واك دى چاته يې چې خوښه شي بې حسابه يې وركوي

    كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ وَأَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيَما اخْتَلَفُوا فِيهِ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا الَّذِينَ أُوتُوهُ مِن بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّناتُ بَغْياً بَيْنَهُمْ فَهَدَى اللّهُ الَّذِينَ آمَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ وَاللّهُ يَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَى‏ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (213)

    په لومړي وخت كښې ټول خلك په يوه لاره روان وو ( بيا چې دې وضعې دوام ونكړ او اختلافونه رامينځ ته شول ) نو الله پېغمبران ولېږل چې په سم تګ زيري وركوونكي اودانحراف له نتيجو څخه وېروونكي وو ، او له هغو سره يو ځاى يې حق كتاب ولېږه چې هغه اختلافونه چې د حق په باب د خلكو ترمينځه راغلي وو فيصله كړي. ( او ددې اختلافونو پېښېدو دليل دا نه ؤ چې په ابتدا كښې خلكو ته د حق ښودنه نه وه شوې، نه ، ) اختلاف هغو كسانو راپيدا كړ چې د حق په برخه كښې معلومات وركړ شوى ؤ – هغو د روښانه لارښودنو له ميندلو نه وروسته صرف پدې غرض حق پرېښود او بېلابېلې لارې يې رامينځ ته كړې چې غوښتل يې په خپلو مينځو كښې يو پر بل تېرى وكړي ؛ نو الله هغو كسانو ته چې پر پېغمبرانو يې ايمان راؤړ په خپل اذن د حق هغه لاره وښودله چې خلكو په كښې اختلاف كړى ؤ د الله چې چاته خوښه شي سمه لاره ورښيي

    أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى‏ يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَى‏ نَصْرُ اللّهِ أَلاَ إِنَّ نَصْرَ اللّهِ قَرِيبٌ (214)

    ايا تاسې دا انګېرئ چې همداسې به جنت ته ننووځئ ، په داسې حال كښې چې لا تر اوسه پر تاسې هغه هر څه ندي تېر شوي ، چې له تاسې نه پر مخكنېو مؤمنانو راغلي دي ؟ پر هغو ستونزې راغلې ، كړاوونه ورته ورسېدل ، ولړزول شول ، آن تر دې چې دوخت رسول او د هغه مؤمنانو ملګرو فريادونه وكړل چې د الله مرسته به كله راشي په هغه وخت كښې هغو ته ډاډېنه وركړه شوه چې هو د الله مرسته نژدې ده

    يَسْئَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلْ مَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى‏ وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ (215)

    خلك له تانه پوښتنه كوي مونږ څه مصرف كړو ؟ ځواب وركړه كوم مال چې تاسې لګوئ پر خپل مور او پلار ، خپلوانو يتيمانو ، مسكينانو او پرديسانو يې ولګوئ او تاسې چې هره ښېګڼه كوئ الله پرې پوهېږي

    كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى‏ أَن تَكْرَهُوا شَيْئاً وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى‏ أَن تُحِبُّوا شَيْئاً وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ (216)

    تاسې ته دجنګ امر شويدى او هغه تاسې ته ناكاره دى كېداى شي چې يو شى تاسې ته ناكاره وي او هماغه ستاسې له پاره ډېر غوره وي او كيداى شي چې تاسې يو شى خوښوئ او هماغه ستاسې له پاره بدوي الله پوهېږي تاسې نه پوهېږئ

    يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ وَصَدٌّ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَكُفْرٌ بِهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبَرُ عِندَ اللّهِ وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ وَلاَ يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّى‏ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الْدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأُولئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (217)

    خلك له تا څخه پوښتنه كوي په حرامه مياشت كښې جنګېدل څنګه دي؟ وواېه: پدې كښې جنګ كول ډېر بد دي ، خو د خداى له لارې نه د خلكو منع كول ، پر الله كافر كېدل ، د مسجد حرام لاره د خداى پالونكو پر مخ تړل او د حرم اوسيدونكي له هغه ځايه ايستل د خداى په وړاندې له دې نه هم ډېر زيات بد كار دى او فتنه له وينو تويولو نه لويه ګناه ده. هغوى به له تاسې سره تل په جنګ اخته وي آن تر دې چې كه يې وسه ورسېږي ، نو تاسې به له دې دين نه واړوي ( او په دې ښه پوه شئ) له تاسې نه چې هر څوك له دې دين نه واوړي او د كفر په حالت كښې ومري ، د هغه عملونه به په دنيا او اخرت دواړو كښې بابېزه او ضايع شي داسې خلك ټول دوزخيان دي او تل به په دوزخ كښې اوسېږي

    إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللّهِ أُولئِكَ يَرْجُونَ رَحْمَةَ اللّهِ وَاللّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ (218)

    ددې پر خلاف كومو خلكو چې ايمان راوړيدى او چاچې د خداى په لار كښې خپل كور وطن پريښى او جهاد يې كړيدى، هغوى حق لري چې د خداى د رحمت هيله من وي او الله د هغو د خطاوو بښونكى او پر هغو د خپل رحمت پېرزو كوونكى دى

    يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِن نَفْعِهِمَا وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ كَذلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمُ الآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ (219)

    خلك له تانه پوښتنه كوي:د شرابو او جوارۍ څه حكم دى ؟ ووايه : په دواړو كښې لويه ګناه ده كه څه هم د خلكو له پاره به څه ګټه هم په كښې وي؛ خو ګناه يې له ګټې نه ډېره زياته ده. او خلك له تانه پوښتنه كوي: مونږ د خداى په لار كښې څه مصرف كړو؟ ووايه: هغه څه چې ستاسې له اړتيا نه زيات وي په دې ډول الله تاسې ته خپل احكام په څرګنده توګه بيانوي چې فكر وكړئ

    فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْيَتَامَى‏ قُلْ إِصْلاَحٌ لَهُمْ خَيْرٌ وَإِن تُخَالِطُوهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ الْمُفْسِدَ مِنَ الْمُصْلِحِ وَلَو شَاءَ اللّهُ لأَعْنَتَكُمْ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (220)

    ښايي چې تاسې ددنيا او اخرت دواړو په باب فكر وكړئ. له تا نه خلك پوښتنه كوي چې: له يتيمانو سره دې څه چلن وشي ؟ ووايه : په كوم ډول چلن كښې چې د هغو ښېګڼه وي ، د هماغه غوره كول ډېر ښه دي او كه تاسې خپل او د هغو خرڅ او لګښت او ژوند ژواك سره ګډ كړئ ، څه باك نشته؛ نو هغوى خوستاسې ورونه دي دورانكارو او روغ چارو دواړو حال الله ته ښكاره دى كه د الله خوښه شوې واى ؛ نو په دې كار كښې به يې تاسې له ستونزو سره مخامخ كړي واى مګر هغه پر واكمنۍ سربېره د حكمت څښتن هم دى

    وَلاَ تَنكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى‏ يُؤْمِنَّ وَلَأَمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِن مُشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلاَ تُنْكِحُوا الْمُشْرِكِينَ حَتَّى‏ يُؤْمِنُوا وَلَعَبْدٌ مُؤْمِنٌ خَيْرٌ مِن مُشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُولئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللّهُ يَدْعُوا إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ(221)

    تاسې له مشركانو ښځو سره هېڅكله نكاح مه كوئ تر څو يې چې ايمان نه وي راوړى- يوه مسلمانه وينځه له اصيلې مشركې نه ډېره ښه ده ، كه څه هم چې ستاسې هغه ډېره خوښه وي او مسلمانې ښځې مشركانو ته هېڅكله په نكاح مه وركوئ تر څو چې هغو ايمان نه وي راوړى يو مسلمان مريه له اصيل مشرك نه ډېر ښه دى كه څه هم چې هغه ستاسې ډېر خوښ وي دا كسان تاسې داور خواته دعوت كوي او الله په خپل اذن سره تاسې ته د جنت او بښنې په لوري بلنه دركوي ، او هغه خلكو ته خپل حكمونه په څرګنده توګه بيانوي ، كيداى شي چې هغوى درس واخلي او نصيحت ومني

    وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ المَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذىً فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى‏ يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ (222)

    او دوې له تانه پوښتنه كوي دحيض څه حكم دى؟ ووايه:هغه يود پليتۍ حالت دى په هغه كښې له ښځو نه بېل اوسئ اوهغو ته مه نژدې كېږئ، ترڅو هغوى پاكې اوسوتره شوې نه وي بياچې كله هغوى پاكې شي،نو له هغو سره هغه شان يوځاى شئ چې الله درته امر كړيدى د الله هغه خلك خوښېږي چې له بدۍ نه لاس واخلي او سپېڅلتياغوره كړي

    نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتوْا حَرْثَكُمْ أَنَّى‏ شِئْتُمْ وَقَدِّمُوا لْأَنْفُسِكُمْ وَاتَّقُوا اللّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ مُلاَقُوهُ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ (223)

    ستاسې ښځې ستاسې كښتونه دي ستاسې خپله خوښه ده څنګه مو چې زړه غواړي هغه شان په خپل كښت كښې تصرف وكړئ ، خو د خپل راتلونكي فكر ولرئ او د الله له خپګان نه ځان وژغورئ ښه پوه شئ چې يوه ورځ به له هغه سره يو ځاى كېږئ او اى پېغمبره! څوك چې ستالارښودنې ومني هغو ته دبري او نيكمرغۍ زيرى وركړه

    وَلاَ تَجْعَلُوا اللّهَ عُرْضَةً لْأَيْمَانِكُمْ أَن تَبَرُّوا وَتَتَّقُوا وَتُصْلِحُوا بَيْنَ النَّاسِ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (224)

    د الله نوم په داسې قسمونو خوړلو كښې مه يادوئ ، چې په هغو كښې هدف له نيكۍ ، پرهيزګارۍ او د خداى د بندګانو د ښېګڼې له كارونو څخه منع كول وي الله ستاسې ټولې خبرې اوري او په هر څه پوهېږي

    لاَ يُؤَاخِدُكُمُ اللّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلكِن يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ (225)

    كوم بې معنا قسمونه چې تاسې بې ارادې خوړلي وي ، پر هغو مو الله نه نيسي ، خو كوم قسمونه چې تاسې د زړه له كومي خوړلي وي ، پر هغو به مو ارومرو نيسي الله ډېر بښونكى اوتېريدونكى دى

    لِلَّذِينَ يُؤْلُونَ مِن نِسَائِهِمْ تَرَبُّصُ أَرْبَعَةِ أَشْهُرٍ فَإِن فَاءُو فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (226)

    كوم خلك چې له خپلو ښځو سره د نا اړوندۍ لوړې كوي ، هغوې ته څلور مياشتې وخت دى كه يې ورته رجوع وكړه ، نو الله بښونكى او رحيم دى

    وَإِنْ عَزَمُوا الطَّلاقَ فَإِنَّ اللّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (227)

    او كه هغوې د طلاق هوډ كړى وي نو ودې پوهېږي چې الله هر څه اوري او په هر څه پوهېږي

    وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ ثَلاَثَةَ قُرُوءٍ وَلاَ يَحِلُّ لَهُنَّ أَن يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِن كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذلِكَ إِنْ أَرَادُوا إِصْلاَحاً وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ(228)

    كومو ښځو ته چې طلاق وركړاى شوى وي ، هغوى دې ددرېيو حيضونو موده پر انتظار تېره كړي او دا ورته روانه ده چې هغه څه چې الله ددوى په رحم كښې پيدا كړي وي هغه پټ كړي هغوې ته هيڅكله نه ښايي چې داسې وكړي كه پر خداى او داخرت پر ورځ ايمان لري كه د هغو مېړونه د خپلو اړيكو سمولو لپاره چمتو وي، نو دهمدې عدت په دوران كې په خپله نكاح كښې د هغود بيا راوستلو حق لري.د ښځو له پاره هم په معروفه توګه هماغسې حقوق دي لكه څنګه چې د نارينه ؤ پر هغو حقوق دي – البته نارينه پر هغو يوه درجه (فضيلت) لري او پر ټولو الله غالب مقتدر او دحكمت او پوهې څښتن دى

    الطَّلاَقُ مَرَّتَانِ فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ وَلاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَأْخُدُوا مِمَّا آتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئاً إِلَّا أَن يَخَافَا أَلَّا يُقِيَما حُدُودَ اللّهِ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا يُقِيَما حُدُودَ اللّهِ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيَما افْتَدَتْ بِهِ تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَعْتَدُوهَا وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللّهِ فَأُولئِكَ هُمُ الظَّالِمُون (229)

    طلاق دوه ځله دي بيا دې يا په سمه توګه ښځه وساتله شي يا دې په ښه توګه رسخت كړه شي. او په داسې شان رسختول تاسې ته روانه دې چې څه شى مو وركړى وي له هغو نه يوڅه بېرته ترې واخلئ البته دا مستثنا ده چې ښځه او مېړه د الله پر حدودو په درېدو كښې اندېښمن وي په داسې صورت كښې كه تاسې ته دا وېره وي چې هغوى دواړه به د الله پر حدودو ټينګ پاتې نشي ، نو د هغو دواړو په مينځ كښې ددې خبرې باك نشته چې ښځه خپل مېړه ته يو څه بدل وركړي او ځان ورڅخه بېل كړي دادالله ټاكلې پولې دي له دې نه مه اوړئ ، او څوك چې
    د خداى د پولونه واوړي هماغوى ظالمان دي

    فَإِن طَلَّقَهَا فَلاَ تَحِلُّ لَهُ مِن بَعْدُ حَتَّى‏ تَنكِحَ زَوْجاً غَيْرَهُ فَإِن طَلَّقَهَا فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَنْ يَتَرَاجَعَا إِنْ ظَنَّا أَن يُقِيَما حُدُودَ اللّهِ وَتِلْكَ حُدُودُ اللّهِ يُبَيِّنُهَا لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ (230)

    بيا كه ( له دوه ځله طلاق وركولو نه وروسته ښځې ته درييم ځل ) طلاق وركړي ، نو هغه ښځه بيا د هغه له پاره روانه ده ، مګر دا چې له بل چا سره د هغې نكاح وشي او هغه يې طلاقه كړي كه له هغه وروسته لومړي مېړه او دې ښځې دواړو دافكر وكړ چې پر ا لهى حدودو به ودرېږي ، نو كه دوى يو بل ته رجوع وكړي څه باك نشته – دا د الله ټاكلي حدود دي د هغو خلكو د لار ميندنې له پاره يې څرګندوي ، چې ( د هغه د حدودو د ماتولو پر عاقبت ) پوهېږئ

    وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَلاَ تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَاراً لِتَعْتَدُوا وَمَن يَفْعَلْ ذلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ وَلاَ تَتَّخِذُوا آيَاتِ اللّهِ هُزُواً وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَمَا أَنْزَلَ عَلَيْكُم مِنَ الْكِتَابِ وَالْحِكْمَةِ يَعِظُكُم بِهِ وَاتَّقُوا اللّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْ‏ءٍ عَلِيمٌ (231)

    او كله چې تاسې ښځو ته طلاق وركړئ او د هغو عدت په پوره كېدو شي ، نو يايې په ښه توګه وساتئ يايې په ښه شان رسخت كړئ محض دربړولو له پاره يې مه ايساروئ چې دا به تيرى زياتي وي او څوك چې دا كار وكړي هغه به په حقيقت كښې خپله پر خپل ځان ظلم وكړي د الله پر ايتونو ملنډې مه وهئ دا مه هېروئ چې الله په څه لوى نعمت تاسې سرلوړي كړي يئ هغه تاسې ته نصحيت كوي چې كوم كتاب او حكمت چې هغه پر تاسې نازل كړى د هغه درناوى وكړئ له الله نه ووېرېږئ او ښه وپوهېږئ چې الله له هرې خبرې نه خبر دى پوهېږي

    وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ أَن يَنكِحْنَ أَزْوَاجَهُنَّ إِذَا تَرَاضَوْا بَيْنَهُمْ بِالْمَعْرُوفِ ذلِكَ يُوعَظُ بِهِ مَنْ كَانَ مِنكُمْ يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذلِكُمْ أَزْكَى‏ لَكُمْ وَأَطْهَرُ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ (232)

    كله چې تاسې خپلو ښځو ته طلاق وركړ او هغو خپل عدت پوره كړ ، نو بيا پدې لاره كښې خنډمه پيدا كوئ چې هغوى د خپلې خوښې مېړونه انتخاب كړي كه ددواړو خواؤ په دې موافقه راغله چې سره نكاح وكړي تاسې ته ښودنه كېږي چې هېڅكله داسې حركت مه كوئ ، كه پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لرئ ستاسې له پاره مناسبه او سپېڅلې لاره همدا ده چې له دېنه ځان وژغورئ – الله پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ

    وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعَلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا لاَ تُضَارَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلاَ مَوْلُودٌ لَهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالاً عَن تَرَاضٍ مِنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدْتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُوا أَوْلاَدَكُمْ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُمْ مَا آتَيْتُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَاتَّقُوا اللّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (233)

    د كوم پلار چې دا هيله وي چې دهغه اولاددې دتي رودنې په ټوله موده كښې تى وروي ؛ نو ميندې دې خپلو بچيانو ته پوره دوه كاله تى وركړي، په دې صورت كښې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغو ته خوراك او جامې وركوي ، خو داسې نه چې د چا په اوږه د هغه له وس نه پورته پيټى كېښودل شي، نه دې مور ته له دې امله ازار ورسول شي چې ماشوم د هغې دى، او نه دې پلار له دې امله وكړول شي چې ماشوم د هغه دى دتى وركوونكې چې څنګه دماشوم په پلار دا حق دى همدا راز د هغه پر وارث هم دى. خو كه دواړه خواوې په خپل منځي موافقه او مشوره له تي بېلول غواړي ددې خبرې څه باك نشته او كه ستاسې په نظر كښې داوي چې كومه بله ښځه دې ستاسې ماشوم ته تى وركړي ، نو پدې كښې هم څه وبال نشته؛ خو په دې شرط چې تي وركوونكې سره مو په كومه اجوره فيصله كړېده هغه په ښه توګه اداء كړئ له الله نه ووېرېږئ او وپوهېږئ تاسې چې هر څه كوئ الله هغه ويني

    وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجاً يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْراً فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيَما فَعَلْنَ فِي أَنْفُسِهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (234)

    له تاسې څخه چې څوك ومري او كونډې يې پاتې شي ، نو هغوى دې پر خپل ځان څلور مياشتې اولس ورځې ( په عدت كې) تېرې كړي بيا چې كله يې عدت پوره شي ، نو د خپلو شخصي چارو په باب د هغو خپله خوښه ده په ښه توګه چې څه كوي ودې كړي ، پر تاسې څه مسئوليت نشته الله ستاسې له كړنو نه خبر دى

    وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيَما عَرَّضْتُمْ بِهِ مِنْ خِطْبَةِ النِّسَاءِ أَوْ أَكْنَنْتُمْ فِي أَنْفُسِكُمْ عَلِمَ اللّهُ أَنَّكُمْ سَتَذْكُرُونَهُنَّ وَلكِن لاَ تُوَاعِدُوهُنَّ سِرًّا إِلَّا أَن تَقُولُوا قَوْلاً مَعْرُوفاً وَلاَ تَعْزِمُوا عُقْدَةَ النِّكَاحِ حَتَّى‏ يَبْلُغَ الْكِتَابُ أَجَلَهُ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا فِي أَنْفُسِكُمْ فَاحْذَرُوهُ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ (235)

    دعدت په موده كښې كه تاسې له هغو كونډو سره د نكاح هيله په اشاره كنايه څرګنده كړئ ، او كه يې په زړه كښې پټه وساتئ ، په دواړو صورتونو كښې څه باك نه لري ، الله پوهېږي چې هغوى به په زړونو كښې دريادېږي. خو پام كوئ چې پټه ژبنه او تړون به ورسره نه كوى كه كومه خبره كول وي نو په روا ډول دې وي او د نكاح تړلو پرېكړه تر هغه وخته مكوئ ، چې تر څو پورې يې عدت تېر شوى نه وي ښه وپوهېږئ چې الله آن ستاسې د زړونو په رازونو پوهېږي ؛ نو له هغه نه ووېرېږئ او په دې هم وپوهېږئ چې الله زغمونكى دى ، له وړو وړو خبرو تېرېږي

    لاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ مَا لَمْ تَمَسُّوهُنَّ أَوْ تَفْرِضُوا لَهُنَّ فَرِيضَةً وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَعَلَى الْمُقْتِرِ قَدَرُهُ مَتَاعَاً بِالْمَعْرُوفِ حَقّاً عَلَى الْمُحْسِنِينَ (236)

    پر تاسې هيڅ ګناه نشته ، كه خپلو ښځو ته مخكښې له هغه طلاق وركړئ چې لاس مو نه وي ور وړى او مهر مو نه وي ټاكلى په دې صورت كښې هغو ته څه ناڅه وركول ضروري دي وس وال دې د خپلې وسې او بېوزلي دې د خپلې وسې په اندازه په ښه توګه څه وركړي دا پر نيكانو حق دى

    وَإِن طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إِلاَّ أَن يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَا الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ وَأَن تَعْفُوا أَقْرَبُ لِلْتَّقْوَى‏ وَلاَ تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (237)

    او كه تاسې له لاس ور وړلو مخكښې طلاق وركړى وي خو مهر مو ټاكلى وي نو په دې صورت كښې به نيمايي مهر وركول وي دا بېله خبره ده چې ښځه نرمه وضعه وكړي ( او مهروانخلي ) يا هغه څوك چې د نكاح د عقد واكمن دى له نرمۍ نه كار واخلي ( او پوره مهر وركړي) او تاسې ( يعنې نارينه) كه ښه وضعه وكړئ ، نو داله تقوى سره ډېره ښايېږي ،په خپل منځي چارو كښې مروت مه هېروئ الله ستاسې عملونه ويني

    حافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلاَةِ الْوُسْطَى‏ وَقُومُوا لِلّهِ قَانِتِينَ (238)

    د خپلو لمونځونو ساتنه وكړئ ، په تېره بيا دمازديګر د لمانځه او د الله په وړاندې داسې په ويره او ادب ودرېږئ، لكه چې فرمان منونكى غلام درېږي

    فَإِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالاً أَوْ رُكْبَاناً فَإِذَا أَمِنْتُمْ فَاذْكُرُوا اللّهَ كَمَا عَلَّمَكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ (239)

    كه امنيت خراب وي ، نو كه پلي ئي او كه سپاره په هر شان چې كولاى شئ لمونځ وكړئ بيا چې كله امنيت ټينګ شي ، نو الله په هغه شان ياد كړئ چې څنګه يې تاسې ته ښوونه كړېده چې پخوا پرې نه پوهېدئ

    وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجاً وَصِيَّةً لاَِزْوَاجِهِمْ مَتَاعاً إِلَى الْحَوْلِ غَيْرَ إِخْرَاجٍ فَإِنْ خَرَجْنَ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِي مَا فَعَلْنَ فِي أَنْفُسِهِنَّ مِنْ مَعْرُوفٍ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (240)

    له تاسې نه چې څوك ومري او وروسته يې كونډې پرېښې وي ، هغوى بايد د خپلو كونډو له پاره داوصيت وكړي چې تر يو كال پورې دې خوراك پوښاك وركړاى شي او له كورونو څخه دې نه ايستل كېږي ، بيا كه هغوى په خپله ووځي، نو د خپل ځان په برخه كښې چې په ښه توګه هرڅه كوي پر تاسې يې هيڅ مسئوليت نشته ،الله پر ټولو برلاس او د حكمت او پوهې څښتن دى

    وَلِلْمُطَلَّقَاتِ مَتَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ حَقّاً عَلَى الْمُتَّقِينَ (241)

    په همدې ډول كومو ښځو ته چې طلاق وركړاى شوى وي ، هغو ته دې هم په مناسبه توګه څه ناڅه شى وركړل شي او رخصت دې كړاى شي دا پر متقيانو حق دى

    كَذلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ (242)

    په دغه شان الله خپل حكمونه تاسى ته په ډاګه څرګنده درښيي ترڅو چې تاسې له پوهې او ادراك سره كار وكړئ

    أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ خَرَجُوا مِن دِيَارِهِمْ وَهُمْ أُلُوفٌ حَذَرَ الْمَوْتِ فَقَالَ لَهُمُ اللّهُ مُوتُوْا ثُمَّ أَحْيَاهُمْ إِنَّ اللّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَشْكُرُونَ (243)

    ايا تا د هغو خلكو حال ته څه پاملرنه كړېده،چې دمرګ له وېرې يې خپل ټاټوبي پرېښي وتلي وو او دهغو شمېر زرګونو ته رسېده ؟ الله هغو ته ووېل:ومرئ بيا يې هغوى ددوهم ځل له پاره راژوندي كړل حقيقت دا دى چې الله پرانسانانو زيات مهربان دى خوزياتره خلك شكرنه اداكوي

    وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللّهِ وَاعْلَمُوْا أَنَّ اللّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (244)

    مسلمانانو! د الله په لار كښې وجنګېږئ او ښه وپوهېږئ چې الله اورېدونكى او پوه دى

    مَن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللّهَ قَرْضاً حَسَناً فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافاً كَثِيرَةً وَاللّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (245)

    له تاسې نه څوك دى چې الله ته قرض حسنه وركړي ، چې الله د هغه پور څوچنده زيات بېرته وركړي؟ كمول هم د الله په لاس كښې دي او زياتول هم ، او د هماغه لوري ته ستاسې ورګرځېدل دي

    أَلَمْ تَرَ إِلَى الْمَلاَءِ مِن بَنَي إِسْرَائِيلَ مِن بَعْدِ مُوسَى‏ إِذْ قَالُوا لِنَبِيٍّ لَهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكاً نُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِن كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ أَلَّا تُقَاتِلُوا قَالُوا وَمَا لَنَا أَلاَّ نُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِن دِيَارِنَا وَأَبْنَائِنَا فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ تَوَلَّوْا إِلاَّ قَلِيلاً مِنْهُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ (246)

    ايا تا پر هغې موضوع څه غور كړيدى چې له موسى نه وروسته د بني اسرائيلو مشرانو ته پېښه شوې وه؟ كله چې هغوې خپل پېغمبر ته وويل : زمونږ له پاره يو باچا وټاكه ، چې مونږ د الله په لار كښې جنګ وكړو ، پېغمبر پوښتنه وكړه : بياخو به داسې نه وي چې تاسې ته د جنګېدو امر وشي او تاسې ونه جنګېږئ ، هغو ځواب وركړ: نه خير دا څنګه كېداى شي چې مونږ د خداى په لار كښې ونه جنګېږو ، په داسې حال كښې چې مونږ له خپلو كورونو څخه ايستل شوي يو او زمونږ اهل وعيال له مونږ څخه بېل كړاى شويدى؛ خو كله چې هغو ته د جنګېدو امر وشو نو له يو لږ شمېر نه پرته نور ټول په شا لاړل، او الله د هغو هريو تيرى كوونكي پيژني

    وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ اللّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكاً قَالُوا أَنَّى‏ يَكُونُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِنَ الْمَالِ قَالَ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ وَاللّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (247)

    د هغو پېغمبر هغو ته ووېل چې الله طالوت ستاسې باچا ټاكلى دى ددې خبرې په اورېدو هغوى ووېل: ” هغه څنګه پر مونږ د باچا كېدو استحقاق وموند؟ د هغه په پرتله مونږ د باچاهۍ زيات وړيو هغه كوم زيات شتمن سړى نه دى” پېغمبر ځواب وركړ:” الله پر تاسې هغه غوره كړيدى او هغه ته يې روحي او جسمي دواړه ډوله پراخ اهليت وربښلى دى او الله واكمن دى چا ته يې چې خوښه شي خپل ملك وركوي ، له خداى سره ډېره پراخي ده او پر هر څه عالم دى”

    وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ آيَةَ مُلْكِهِ أَن يَأْتِيَكُمُ التَّابُوتُ فِيهِ سَكِينَةٌ مِن رَبِّكُمْ وَبَقِيَّةٌ مِمَّا تَرَكَ آلُ مُوسَى‏ وَآلُ هَارُونَ تَحْمِلُهُ الْمَلاَئِكَةُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لَكُمْ إِن كُنْتُم مُؤْمِنِينَ (248)

    پردې سربېره د هغو پېغمبر هغو ته دا هم وښودله چې ” د خداى له لوري د باچا په توګه د هغه د ټاكل كېدو نښانه دا ده چې د هغه په زمانه كښې به هغه صندوق تاسې ته بيا راشي ، چې په هغه كښې ستاسې درب له لوري ستاسې له پاره د ډاډ ګېرنې وسايل دي، چې په هغه كښې د موسى ع د كورنۍ او د هارون ع د كورنۍ موروثي مقدسات دي ، او هغه چې پرښتو خوندي ساتلى دى كه تاسې مؤمنان ئي نو داستاسې له پاره ډېره ستره نښانه ده

    فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللّهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَمَن لَمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلاّ مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ فَشَرِبُوا مِنْهُ إِلَّا قَلِيلاً مِنْهُمْ فَلَمَّا جَاوَزَهُ هُوَ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ قَالُوا لاَ طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُلاَقُوا اللّهِ كَمْ مِن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ (249)

    بيا چې كله طالوت له لښكر سره وخوځېد نو ويې ويل :” پريو سيند د الله له لورې پر تاسې ازميښت كېدونكى دى څوك چې د هغه اوبه وڅښي ، هغه زما ملګرى نه دى زما ملګرى يوازې هغه څوك دى چې پر هغو (اوبو)خپله تونده ماته نه كړي ، هو كه څوك يوه ، نيمه لپه وڅښي نو ودې څښي” خو پرته له يو واړه ټولګي نه نور ټول له هغه سيند نه خړوبه شول بيا چې كله طالوت او ورسره ملګري مسلمانان له سيند نه پورې وتل وړاندې لاړل ، نو هغو طالوت ته وويل چې نن په مونږ كښې د جالوت او د هغه له لښكرو سره د مقابلې وس نشته ؛ خو د چاچې په دې باور ؤ چې يوه ورځ له خداى سره يو ځاى كېدونكي دي ، هغوې ووېل: ” ډېر ځله داسې شويدي چې يو وړوكى ټولګى د الله په امر پريوې لويې ډلې بر لاس شوېدى الله دصبر كوونكو ملګرى دى

    وَلَمَّا بَرَزُوا لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ قَالُوا رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْراً وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ (250)

    او كله چې هغوى د جالوت او د هغه د لښكرو مقابلې ته ووتل ، نو يې دعا وكړه :” اى زمونږ ربه ! مونږ ته صبر راكړه، زمونږ قدمونه ټينګ كړه او پدې كافره ډله مونږ برلاسي كړه “

    فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ اللّهِ وَقَتَلَ دَاوُدُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ (251)

    په پاى كښې د الله په امر هغوې كافران وځغلول او داؤد جالوت وواژه او الله هغه ته سلطنت او حكمت ور په برخه كړ او هر هغه څه يې ور زده كړل چې د الله خوښه وه كه دغه شان الله د يوې ډلې مخنيوى په بلې ډلې نه كولاى نو د ځمكى نظام به ګډوډ شوى واى ، خو پر نړېوالو د الله لوى فضل دى ( چې هغه په دغه ډول د فساد دمخنيوي لارې چارې برابروي)

    تِلْكَ آيَاتُ اللّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالحَقِّ وَإِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ (252)

    داد الله ايتونه دي ، چې مونږ يې سم صحيح درته اوروو او ته په ريښتينى توګه له هغه كسانو څخه يې چې مونږ د پېغمبرانو په حيث لېږلي دي

    تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى‏ بَعْضٍ مِنْهُم مَن كَلَّمَ اللّهُ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَاتٍ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ وَلَوْ شَاءَ اللّهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِينَ مِن بَعْدِهِم مِن بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَلكِنِ اخْتَلَفُوا فَمِنْهُم مَن آمَنَ وَمِنْهُم مَن كَفَرَ وَلَوْ شَاءَ اللّهُ مَا اقْتَتَلُوا وَلكِنَّ اللّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ (253)

    دې پېغمبرانو ته ( چې زمونږ له لوري د انسانانو د هدايت وظيفه ورسپارله شوېده ) مونږ يو پر بل لوړتيا او فضيلت وربښلى دى له هغو څخه ځينې داسې وو چې خداى په خپله ورسره خبرې كړيدي، چاته يې له نورو خواؤ لوړې درجې وركړيدي ، او په پاى كښې مو عيسى بن مريم (ع) ته روښانه نښانې وربښلى او په سپېڅلي روح سره مو دهغه مرسته كړېده كه د خداى خوښه واى نو دا نشوه كيداى چې له دې پېغمبرانو وروسته خلكو چې څرګندې نښې نښانې ورته راغلې په خپلو مينځو كښې جګړه كړې واى ، خو ( خداى دانه غوښتل چې خلك په زوره له شخړونه منع كړي، له دې امله)هغوې يوله بل سره شخړې وكړې ، نو چا ايمان راؤړ او چا د كفر لاره غوره كړه ، هو ، كه الله غوښتلاى نو هغوى به هېڅكله نه جنګېدل خو الله چې څه غواړي هغه كوي

    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنْفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاكُم مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لاَ بَيْعٌ فِيهِ وَلاَ خُلَّةٌ وَلاَ شَفَاعَةٌ وَالكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُونَ (254)

    اى مؤمنانو ! څه مال شتمني چې مونږ دركړېده ، له هغې نه لګښت وكړئ مخكښې له هغه چې هغه ورځ راشي چې په هغې كښې به نه پېرل پلورل وي ، نه دوستي په درد خوري او نه به سپارښت كار وكړي ، او ظالمان اصلاً هغه كسان دي چې د كفر لاره غوره كوي

    اللّهُ لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْ‏ءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ (255)

    له الله ، هغه ژوندي ابدي ذات نه پرته چې ټول كائنات يې تنظيم كړيدي بل هېڅ خداى نشته ؛ هغه نه ويده كېږي او نه پركالي پرې راځي، په اسمانونو او ځمكه كښې چې هر څه دي د هغه دي څوك دى چې د هغه په وړاندې د هغه له اجازې پرته سپارښت وكړاى شي ؟ څه چې د بندګانو په وړاندې دي پر هغو هم خبردى او څه چې له هغو نه پټ دي پر هغو هم خبر دى او د هغه له معلوماتو نه هېڅ شى د هغوې په ادراك كښې نشې ايساريداى مګر دا چې د كوم شي علم وركول هغه په خپله وغواړي د هغه حكومت پر اسمانونو او ځمكه خورشويدى او د هغو ساتنه د هغه له پاره كوم ستومانوونكى كار نه دى يوازې هماغه يو لوى او لوړ ذات دى

    لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَن يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى‏ لاَ انفِصَامَ لَهَا وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (256)

    ددين په چارو كښې څه زور او مجبورول نشته ، سمه خبره له غلطو مفكورو څخه جلا كړاى شوېده اوس چې څوك له كوم طاغوت نه منكر شي او پر الله ايمان راوړي هغه يوه داسې كلكه اسره ونيوله ، چې هېڅكله ماتېدونكى نه ده ، او الله ( چې هغه خپله اسره نيولى ) د هر څه اورېدونكى او پر هر څه پوهېدونكى دى

    اللّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُم مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُم مِنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ أُولئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (257)

    كوم خلك چې ايمان راوړي د هغو ملاتړ او مرستندوى الله دى او هغوى له ترږمېو نه رڼا ته راباسي او كوم خلك چې د كفر لاره غوره كړي ، د هغو ملاتړ او مرستندويان طاغوتان دي او هغوى له رڼا نه د ترږمېو لوري ته راكاږي دا كسان دوزخ ته ورتلونكي دي ، هلته به تل اوسېږي

    أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِى يُحْيِيْ وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (258)

    ايا تا د هغه چا په حال غور نه دى كړى، چې هغه له ابراهيم سره جګړه كړې وه ؟ پدې خبره جګړه چې د ابراهيم رب څوك دى ، او له دې امله چې هغه ته الله حكومت وركړى ؤ كله چې ابراهيم (ع) وويل :” زما رب هغه ذات دى چې د ژوند او مرګ واكمن دى” نو هغه په ځواب كښې وويل : ” ژوند او مرګ زما په واك كښې دى، ابراهيم (ع) وويل:” ښه ، الله لمر له ختيځ نه راخېژوي ، ته هغه له لويديځ نه راوخېژوه ” ددې په اورېدو د حق هغه منكر هك پك حېران پاتې شو ، خو الله ظالمانو ته سمه لاره نه ښيي

    أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَى‏ قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى‏ عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّى‏ يُحْيِيْ هذِهِ اللّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا فَأَمَاتَهُ اللّهُ مِاْئَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ قَالَ لَبِثْتُ يَوْماً أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَل لَبِثْتَ مِاْئَةَ عَامٍ فَانْظُرْ إِلَى‏ طَعَامَكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ وَانْظُرْ إِلَى‏ حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِلنَّاسِ وَانْظُرْ إِلَى الْعِظَامِ كَيْفَ نُنْشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْماً فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللّهَ عَلَى‏ كُلِّ شَيْ‏ءٍ قَدِيرٌ (259)

    يا خود مثال په ډول هغه سړي ( عزير (ع) ) ته وګوره چې هغه پر يو كلي تېرېده چې چتونه يې پر بل مخ نسكور شوي وو هغه وويل:” دا ودانۍ چې ورانې شويدي ، دا به الله په څه شان بيا ژوندۍ كوي ( جوړوي) ؟” نو الله د هغه ساواخيستله او هغه سل كاله مړ پروت ؤ بيا الله هغه دوهم ځل ژوندى كړ او له هغه نه يې پوښتنه وكړه :” ووايه ، څومره وخت پروت وې” ؟ هغه ووېل :” يوه ورځ يا څو ساعته به پروت وم” ويې فرمايل :” سل كلونه درباندې په همدې حالت كښې تېر شويدي اوس دې په خپلو خوړو اوبو لږ نظر واچوه چې يو پوټى بدلون په كښې نه دى راغلى ، له بلى خوا خپل خره ته هم وګوره ( چې آن هډوكي يې هم وراسته شويدي ) او دا مو ددې له پاره داسې كړيدي چې مونږ غواړو تا د خلكو له پاره يوه نښانه وګرځوو اوس وګوره چې دا د هډوكو پختۍ څنګه راپاڅوو پر غوښه او پوستكي يې پټوو” كله چې په دې توګه هغه ته حقيقت په ډاګه څرګند شو، نو ويې ويل:” زه پوهېږم چې الله په هر څه قادر دى”.

    وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبَّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِي الْمَوْتَى‏ قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن قَالَ بَلَى‏ وَلكِن لِيَطْمَئِنَّ قَلْبِي قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِنَ الطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلَى‏ كُلِّ جَبَلٍ مِنْهُنَّ جُزْءاً ثُمَّ ادْعُهُنَّ يَأْتِيَنَّكَ سَعْياً وَاعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (260)

    او هغه پېښه دې هم در په زړه وي چې كله ابراهيم (ع) ويلي وو چې ” زما څښتنه ! ما ته راوښېه چې ته په څه شان مړي ژوندي كوې” ويې فرمايل:” ايا ستا پرې ايمان نشته ؟” هغه عرض وكړ : ” ايمان لرم ، خو د زړه ډاډينه غواړم” ويې فرمايل :” ښه ، نو څلور مرغۍ راواخله هغوې سره په خپلو كښې ګډې ځان ته مايلې كړه بيا (له ذبحه كولو او ګډولو وروسته)د هغو يوه يوه ټوټه پر بېلابېلو غرونو كېږده بيا هغو ته نارې كړه، هغوى به تاته په ځغاسته راشي ، په دې ښه پوه شه چې الله لوى واكمن او د حكمت څښتن دى

    مَثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِاْئَةُ حَبَّةٍ وَاللّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (261)

    كوم خلك چې خپل مالونه د الله په لار كښې لګوي، د هغو د لګښت مثال داسې دى ، لكه چې يوه دانه وكرله شي او له هغې نه اوه وږي زرغون شي او په هر وږي كښې سل دانې وي په همدې ډول كله چې د چا عمل ته د الله خوښه شي ، زياتوالى په كښې راولي هغه هم پراخوونكى او هم د علم څښتن دى

    الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ ثُمَّ لاَ يُتْبِعُونَ مَا أَنْفَقُوا مَنّاً وَلاَ أَذىً لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِم وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (262)

    كوم خلك چې خپل مالونه د الله په لار كښې لګوي او له لګښت نه وروسته پاسلونه نه كوي ، نه ازار وركوي ، د هغو ثواب د هغو له رب سره دى او پر هغو څه وېره ترهه ، غم خپګان نشته

    قَوْلٌ مَعْرُوفٌ وَمَغْفِرَةٌ خَيْرٌ مِن صَدَقَةٍ يَتْبَعُهَا أَذىً وَاللّهُ غَنِيٌّ حَلِيمٌ (263)

    يوه خوږه خبره كول اوله يوې ناوړې خبرې نه تېرېدل له هغه خيرات نه ډېر ښه دي ، چې ورپسې ازارول وي الله بې اړې دى او زغم د هغه صفت دى

    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالْأَذَى‏ كَالَّذِى يُنفِقُ مَالَهُ رِئَاءَ النَّاسِ وَلاَ يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْداً لاَ يَقْدِرُونَ عَلَى‏ شَيْ‏ءٍ مِمَّا كَسَبُوا وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ (264)

    اى مؤمنانو! خپل خيراتونه په پاسلونه او ازار رسولو د هغه چا په څېر مه خاورې كوئ، چې خپل مال محضې خلكو ته دښودلو له پاره لګوي او نه يې پر خداى ايمان وي او نه پر اخرت د هغه دلګښت مثال داسې دى، لكه يوه ښويه تيږه چې دوړه پرې ناسته وي، كله چې جړۍ پرې وورېږي ، ټوله دوړه ترې يوسي او تيږه هماغسې ښويه سوتره پاتې شي دې خلكو چې په خپل ګومان سره دخيرات كومه نيكي ګټلې ده له هغې نه هېڅ شى د هغو لاس ته نه ورځي او كافرانو ته سمه لاره ښودل د الله عادت نه دى

    وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللّهِ وَتَثْبِيتَاً مِنْ أَنْفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِن لَمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (265)

    ددې پر خلاف كوم خلك چې خپل مالونه يوازې د الله د خوشالولو له پاره په ډاډه زړه او ثبات لګوي ، د هغو د لګښت مثال داسې دى ، لكه چې په كومه هسكه كښې يو بڼ وي كه شېبه باران پرې وورېږي نو دوه چنده مېوې نيسي او كه جړۍ پرې ونه ورېږي هم نو يوه ربڼۍ پرخه ورته كافي وي تاسې چې هرڅه كوئ خداى د هغو ليدونكى دى

    أَيَوَدُّ أَحَدُكُمْ أَن تَكُونَ لَهُ جَنَّةٌ مِن نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ لَهُ فِيهَا مِن كُلِّ الَّثمَرَاتِ وَأَصَابَهُ الْكِبَرُ وَلَهُ ذُرِّيَّةٌ ضُعَفَاءُ فَأَصَابَهَا إِعْصَارٌ فِيهِ نَارٌ فَاحْتَرَقَتْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمُ الآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ (266)

    ايا له تاسې نه يو څوك داخوښوي چې د هغه يو ښېرازه تكشين بڼ وي، په ويالو خړوبه ، له كجورو، انګورو او هر ډول مېوو نه ډك وي، او په داسې حال كښې ناڅاپه د اور بړبړه كۍ ورباندې پرېوځي او وسوځي، چې هغه په خپله بوډا او اولادونه يې ماشومان او د هېڅ كار نه وي ؟ په دغه ډول الله تاسې ته خپلې خبرې بيانوي، تاسې ته ښايې چې غور او فكر وكړئ

    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنْفِقُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم مِنَ الْأَرْضِ وَلاَ تَيَمَّمُوا الْخَبِيثَ مِنْهُ تُنْفِقُونَ وَلَسْتُم بِآخِذِيهِ إِلَّا أَن تُغْمِضُوا فِيهِ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ (267)

    اى مؤمنانو ! كوم مالونه چې تاسې ګټلي دي او كوم شيان چې مونږ ستاسې له پاره له ځمكې نه راويستلي دي ، د هغو ډېره غوره برخه د خداى په لار كښې ولګوئ داسې نه چې د هغه په لار كښې دوركړې له پاره دډېر ناكاره شي ايستلو كوشش وكړئ، په داسې حال كښې چې كه هماغه شى څوك تاسې ته دركړي، نو تاسې به هېڅكله د هغه اخيستلو ته زړه ښه نه كړئ مګر دا چې د هغه په قبلولو كښې له سترګو پټو لو نه كار واخلئ تاسې بايد پردې پوه اوسئ چې الله بې نيازه دى او د ډېرو غوره ستاينو څښتن دى

    الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاءِ وَاللّهُ يَعِدُكُم مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلاً وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (268)

    شيطان تاسې له بېوزلۍ نه وېروي او شرمناك چلن غوره كولو ته موهڅوي ، خو الله خپل بخشش او پېرزونې ته تاسې هيله من كوي ، الله دډېر پراخ لاس خاوند او پوه دى

    يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْراً كَثِيراً وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (269)

    چاته يې چې خوښه شي حكمت وركوي ، او چاته چې حكمت وركړ شي ، هغه ته په حقيقت كښې ستر دولت وركړ شو، له دې خبرو نه يوازې هغه كسان درس اخلي چې د پوهې خاوندان دي

    وَمَا أَنْفَقْتُم مِن نَفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُم مِن نَذْرٍ فَإِنَّ اللّهَ يَعْلَمُهُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ (270)

    تاسې چې هر څه لګولي وي او هر څه چې مو نذر منلي وي ، الله پرې پوه دى ، او د تيري كوونكو هيڅ مرستندوى نشته

    إِن تُبْدُوا الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاءَ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنْكُم مِن سَيِّآتِكُم وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (271)

    كه خپل خيراتونه په ښكاره توګه وركړئ نو دا هم ښه ده ، او كه په پټه يې اړو كسانو ته وركړئ نودا ستاسې له پاره ډېره غوره ده ستاسې ډېر ګناهونه په دغه شان عمل سره له مينځه ځي او هرڅه چې تاسې كړي وي الله ارومرو پرې خبر دى

    لَيْسَ عَلَيْكَ هُدَاهُمْ وَلكِنَّ اللّهَ يَهْدِي مَن يَشَاءُ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَلأَنْفُسُِكُمْ وَمَا تُنْفِقُونَ إلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ اللّهِ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ (272)

    خلكو ته د هدايت نصيب كولو مسئوليت پر تانشته يوازې الله دى چې چاته يې خوښه شي هدايت ور په برخه كوي او تاسې چي كوم مال په خيرات كښې لګوئ ښېګڼه همدا تاسې ته ده او تاسې خو يې په همدې خاطر لګوئ چې الله خوشاله كړئ ؛نو كوم مال چې تاسې په خيرات كښې ولګوئ ، د هغه پوره او بشپړ ثواب به دركړاى شي او هېڅكله به پر تاسې ظلم ونشي

    لِلْفُقَرَاءِ الَّذِينَ أُحْصِرُوا فِي سَبِيلِ اللّهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ ضَرْباً فِي الْأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَاءَ مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُم بِسِيَماهُمْ لاَ يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافاً وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ (273)

    له بل هرچانه زيات د مرستي وړ هغه بېوزلي دي چې د الله په كار كښې داسې نښتي دي چې د خپلو شخصي ګټو وټو له پاره د ځمكې پر مخ هېڅ راز هلې ځلې نشي كولاى دهغو د استغناء په ليدلو بې خبره خلك ګومان كوي چې دوى شتمن دي ته د هغو د څېرو په ليدو د هغو پر حال خبر ېداى شې ؛ خو هغوى داسې خلك ندي چې چاته كلك ودرېږي او څه وغواړي د هغو په لاس نيوي كښې چې تاسې څه مال ولګوئ هغه به له الله نه پټ پاتې نشي، پرې عالم دى

    الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُم بِاللَّيلِ وَالنَّهَارِ سِرّاً وَعَلاَنِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (274)

    كوم خلك چې خپل مالونه شپه ورځ په ښكاره او په پټه لګوي د هغو ثواب د هغو له رب سره دى او هغو ته هېڅ وېره او اندېښنه نشته؛

    الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِن رَبِّهِ فَانْتَهَى‏ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُولئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (275)

    كوم خلك چې سود خوري ، د هغو حال به د هغه چا غوندې وي چې پېريانو نيولى وي او پردې حال د هغو د اخته كېدو دليل دادى چې وائي:” تجارت خو هم لكه سود غوندې شى دى” په داسې حال كښې چې الله تجارت روا او سود ناروا كړيدى نو چا ته چې د هغه درب له لوري دا نصيحت ورسېده او په راتلونكې كښې يې دسودله خوړولو نه ډډه وكړه ، نو څه چې يې مخكښې خوړلي هغه خو يې خوړلي دي ، د هغه معامله له خداى سره ده او څوك چې له دې حكم نه وروسته بيا هم همداسې كار كوي ، هغوى دوزخيان دي تل به په كښې اوسېږي

    يَمْحَقُ اللّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ (276)

    الله سود له مينځه وړي او خيراتونو ته وده او ښېرازي وركوي او الله هېڅ ناشكره بدعمله انسان نه خوښوي

    إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوْا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُوا الصَّلاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (277)

    هو، كوم كسان چې ايمان راوړي او غوره عملونه وكړي او زكات وركړي، د هغو ثواب بې شكه د هغو له رب سره دى او پر هغو څه وېره او كړاو نشته

    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنْتُم مُؤْمِنِينَ (278)

    اى مؤمنانو له خدايه ووېرېږئ او ستاسې چې كوم سود پر خلكو پاتې دى ، هغه ورپرېږدئ ، كه په رښتيا سره مو ايمان راوړى وي؛

    فَإِن لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ (279)

    خو كه تاسې داسې ونه كړل ، نو خبر اوسئ چې د الله او د هغه د رسول له خوا ستاسې پر خلاف د جګړې اعلان دى ، كه اوس هم توبه وباسئ ( او سود پرېږدئ) نو تاسې د خپلې پانګې اخيستلو حقدار ياست ، مه تاسې تيرى كوئ او نه به پر تاسې تيرى وشي

    وَإِن كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَى‏ مَيْسَرَةٍ وَأَن تَصَدَّقُوا خَيْرٌ لَكُمْ إِن كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (280)

    كه ستاسې پوروړى تنګلاسى وى نو تر لاس چلېدو پورې مهلت وركړئ ” او كه خيرات وكړئ نو داستاسې له پاره ډېره ښه ده ، كه تاسې پوهېږئ

    وَاتَّقُوْا يَوْمَاً تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللّهِ ثُمَّ تُوَفَّى‏ كُلُّ نَفْسٍ مَا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ (281)

    د هغې ورځې له رسوائۍ او كړاؤ نه ځان وژغورئ ، چې د الله لوري ته ورستنېږي ، هلته به هر چا ته د هغه د كړې نيكۍ يا بدۍ پوره بشپړه بدله وركړه شي او پر هېچا به هېڅكله تيرى ونشي

    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوْا إِذَا تَدَايَنْتُم بِدَيْنٍ إِلَى‏ اََجَلٍ مُسَمّىً فَاكْتُبُوهُ وَلْيَكْتُب بَيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ وَلاَ يَأْبَ كَاتِبٌ أَن يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللّهُ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللّهَ رَبَّهُ وَلاَ يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئاً فَإِن كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهاً أَوْ ضَعِيفاً أَو لاَ يَسْتَطِيعُ أَن يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ وَاسْتَشْهِدُوا شَاهِدَيْنِ مِن رِجَالِكُمْ فَإِن لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجِلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاءِ أَن تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَى وَلاَ يَأْبَ الشُّهَدَاءُ إِذَا مَا دُعُوْا وَلاَ تَسْأَمُوا أَن تَكْتُبُوهُ صَغِيراً أَوْ كَبِيراً إِلَى‏ أَجَلِهِ ذلِكُمْ أَقْسَطُ عِندَ اللّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى‏ أَلَّا تَرْتَابُوا إِلَّا أَن تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ إِلَّا تَكْتُبُوهَا وَأَشْهِدُوا إِذَا تَبَايَعْتُمْ وَلاَ يُضَارَّ كَاتِبٌ وَلاَ شَهِيدٌ وَإِنْ تَفْعَلُوْا فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُم وَاتَّقُوا اللّهَ وَيُعَلِّمُكُمْ اللّهُ وَاللّهُ بِكُلِّ شَيْ‏ءٍ عَلِيمٌ (282)

    اى مؤمنانو، كله چې دكومې ټاكلې نېټې له پاره تاسې په خپلو مينځو كښې دپور دراكړې وركړې معامله كوئ، نو هغه وليكئ ددواړو خواو ترمينځ دې يو څوك چې هغه ته الله د ليكلو اهليت وركړى وي په انصاف سره سند وليكي هغه دې له ليكلو نه انكار نه كوي ليكنه او املا دې هغه څوك وكړي چې حق ورباندې دى ( يعنې پوراخيستونكى) او هغه دې له الله ، خپل رب نه ووېرېږي چې څه معامله شوې وي په هغې كښې دې كمى نه كوي. خو كه پور اخيستونكى په خپله نا پوه يا كمزورى وي ، يا املا نشي كولاى، نو د هغه ولي دې په انصاف سره املا وكړي بيا له خپلو نارينه ؤ دوه تنه پرې شاهدان ونيسئ او كه دوه سړي نه وي نو يو سړى او دوه ښځې دې وي چې كه يوه يې هېره كړي ، نو هغه بله به يې ور په زړه كړي دا شاهدان دې له داسې خلكو څخه وي چې د هغو شاهدې ستاسې په مينځ كښې قبلېدونكې وي شاهدانو ته چې كله د شاهدۍ ويلو وويل شي نو هغوى دې انكار نه كوي. كه معامله وړه وي او كه غټه ، د هغې نېټه ټاكل او سند ليكل بې اهميته مه ګڼئ. د الله په وړاندې دا چلن ستاسې له پاره ښه د انصاف كار دى ، په دې سره شاهدۍ تېرولو كښې ښه اسانتيا راځي ، او په شكونو او شبهو كښې ستاسې د اخته كېدو امكان كمېږي. هو ، كه تاسې په خپلو مينځو كښې لاس په لاس تجارتي راكړه وركړه كوئ ، نو د هغه د نه ليكلو هېڅ پروا نشته ؛خو د سوداګرۍ د راكړې وركړې په وخت كښې شاهدان ونيسئ- ليكونكى او شاهد دې نه ځورول كېږي كه داسې وكړئ نو ګناه كوئ د الله له قهره ووېرېږئ الله تاسې ته د عمل سمه لاره درښيي او الله پر هر څه پوه دى

    وَإِن كُنْتُمْ عَلَى‏ سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُوا كَاتِباً فَرِهَانٌ مَقْبُوضَةٌ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُم بَعْضاً فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللّهَ رَبَّهُ وَلاَ تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ (283)

    كه تاسې د پرديسۍ په حال كښې يئ او د سند ليكلو له پاره كوم ليكونكى پيدا نشو ، نو د شيانو په ګرو اخيتسلو معامله وكړى كه له تاسې نه څوك پر بل باور وكړي يا له هغه سره څه معامله وكړي نو پر چا چې باور شويدى هغه دې امانت ادا كړي او له خپل رب الله څخه دې ووېرېږي. او شاهدي هېڅكله مه پټوئ څوك چې شاهدي پټوي د هغه زړه په ګناه خيرن دى او الله ستاسې په عملونو عالم دى

    لِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَإِن تُبْدُوا مَا فِي أَنْفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبَكُم بِهِ اللّهُ فَيَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ عَلَى‏ كُلِّ شَيْ‏ءٍ قَدِيرٌ (284)

    په اسمانو او په ځمكه كښې چې څه دي ټول د الله دي تاسې كه د خپلو زړونو خبرې ښكاره كړئ او كه پټې وساتئ په هر حال الله به له تاسې نه د هغو حساب واخلي بيا دهغه واك دى ، چاته يې چې خوښه شي و به يې بښي او چاته يې چې خوښه شي سزا به وركړي الله پر هر څه قادر دى

    آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِن رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كَلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِن رُسُلِهِ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ (285)

    پېغمبر (ص) پر هغه هدايت ايمان راوړيدي چې د هغه درب له خوا پر هغه نازل شويدى او څوك چې ددې پېغمبر (ص) منونكي دي، هغوى هم دا هدايت د زړه په مينه منلى دى دوى ټولو الله ، د هغه پرښتې ، د هغه كتابونه او د هغه پېغمبران (ع) منلي دي او د هغو وينا داده چې :” مونږ د الله په پېغمبرانو كښې يو له بله توپير نه كوو ، مونږ حكم واورېده او اطاعت مو ومانه زمونږ څښتنه! مونږ ستا څخه د ګناه بښنې غوښتنونكي يو او همدا ستا لوري ته زمونږ درتګ دى

    لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْساً إِلَّا وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْراً كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلاَنَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ (

    سورة البقرة

    لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْساً إِلَّا وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْراً كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلاَنَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ (286)

    الله هېڅ نفس ته دهغه له وسې نه پورته مسئوليت نه متوجه كوي چا چې څه ښه كړيدي ، د هغو ميوه د هماغه ده او چا چې څه بدي كړېده ، د هغې ګناه پرهماغه ده. ( مؤمنانو ! تاسې داسې دعا وكړئ ) اى زمونږ ربه! كه له مونږ نه څه هېره او خطا صادره شي ، مونږ پرې مه نيسه، څښتنه ! پر مونږ هغه پېټى مه ږده چې له مونږنه پر مخكېنېو خلكو دې ايښى ؤ. زمونږ څښتنه ! د كوم پيټي پورته كولو چې په مونږ كښې وس نشته ، هغه پر مونږ مه ږده ، له مونږ سره اساني وكړه ، زمونږ ( له ګناهونو ) څخه تېر شه ، پر مونږ رحم وكړه، ته زمونږ كار جوړوونكى يې د كافرانو په مقابل كښې زمونږ مرسته وكړه

    )