اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة الحجر (پښتو ژباړه)

    سورة الحجر (پښتو ژباړه)

    سورة الحجر (پښتو ژباړه)
    Rate this post

    الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَقُرْآنٍ مُبِينٍ (١)

    دغه چې وروسته راځي آياتونه دكتاب دي اودقرآن چې واضح ( بيانوونكي دحق اوباطل ) دي

    رُبَمَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ كَانُوا مُسْلِمِينَ (٢)

     ډيرځلي به هيله كوي هغه كسان چې كافران شوي دي ( چې خپل اودمؤمنانواحوال اوجنت اودوزخ وويني ) چې كشكې واى دوى مسلمانان .

    ذَرْهُمْ يَأْكُلُوا وَيَتَمَتَّعُوا وَيُلْهِهِمُ الأمَلُ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ (٣)

      پريږده دوى ( اى محمده ! ) چې خوري اوگټې اخلي اومشغول كړي دوى اوږداميد( دژوندون له ايمان راوړلونه ) نوژرده چې پوه به شي ( په عاقبت خپل )

    وَمَا أَهْلَكْنَا مِنْ قَرْيَةٍ إِلا وَلَهَا كِتَابٌ مَعْلُومٌ (٤)

    اونه دى هلاك كړى مونږ له ( اهله د) هيڅ كلي مګرخو لپاره ( دهلاك ) دهغه به يووخت معلوم ( په لوح محفوظ ليكلي ) ؤ

    مَا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَأْخِرُونَ (٥)

    نه ړومبى كيږي هيڅ امت له وخت ( دهلاك ) خپل نه اونه ( ترې ) وروستى كيږي .

    وَقَالُوا يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ (٦)

     اووويل ( دغوكفارومحمد . ته ) اى هغه سړيه چې نازل كړى شوى دى په هغه باندې ذكر( قرآن ، پند) بيشكه ته خامخاليونى يې ( دمنكرينوپه زغم )

    لَوْ مَا تَأْتِينَا بِالْمَلائِكَةِ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ (٧)

     ولې نه راولې مونږته ملائكې ( زمونږ دتعذيب اوتكذيب اوستادتصديق لپاره ) كه يې ته له رښتينو (په دغه دعوى كې ) .

    مَا نُنَزِّلُ الْمَلائِكَةَ إِلا بِالْحَقِّ وَمَا كَانُوا إِذًا مُنْظَرِينَ (٨)

     ( نوپه ځواب كې يې الله فرمايي ) چې نه نازله وومونږملائكې مګرپه حق ( حكمت ياعذاب ) سره اونه به وي پدغه وخت كې مهلت وركړى شوى ( يعنې دملائكودنزول په وخت كې به پردوى هم فى الحال عذاب نازليږي ) .

    إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (٩)

     بيشكه مونږپه خپله نازل كړى دى ( پند، قرآن ) اوبيشكه چې مونږدده خامخاساتونكي يو ( له كمولو، زياتولواونورو) .

    وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِي شِيَعِ الأوَّلِينَ (١٠)

    اوخامخاپه تحقيق ليږلي وومونږ( رسولان ) پخواله تا په ټوليودپخوانيو ( خلكو) كې

    وَمَا يَأْتِيهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ (١١)

    كې اونه به راته هغوى ته هيڅ رسول مګرحال داچې ووبه دوى چې په هغه پورې به يې ( دكبراوعنادله مخې ) مسخرې كولې ( لكه چې اوس يې كفارپه تاپورې كوي ).

    كَذَلِكَ نَسْلُكُهُ فِي قُلُوبِ الْمُجْرِمِينَ (١٢)

     همداسې لكه چې ( مونږدپخوانيوكافرانوپه زړونوكې دانبياؤ په نسبت تمسخر ننه ايستلى ؤ) ننه باسودغه ( تمسخر) په زړونو دمجرمينو( كفارودزمانې ستا كې هم ) .

    لا يُؤْمِنُونَ بِهِ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الأوَّلِينَ (١٣)

     چې ايمان نه راوړي په دغه ( نبي اوقرآن ) اوپه تحقيق تيره شوې ده طريقه ( عادت دالله په اهلاك ) دپخوانيو( كفاروچې دخپلورسولانوتكذيب به يې كاوه ). تفسير : يعنې دوى تل همداسې ټوکې اومسخرې کوي اوپه دغوروږداوعادي شوي دي اود خداى Y عادت په همدغې جارى دى چې تل متمردين هلاک اورسواکوي اوبالاخردحق خبرې ته غلبه اوبرى ورپه برخه کوي کله چې کفارودحضرت ختم الانبياء دنبوت دشاهدى لپاره دملائکوپه نازليدلو کې ډيره مبالغه کوله نوپاک الله Y داسې وويل چې .

    وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَابًا مِنَ السَّمَاءِ فَظَلُّوا فِيهِ يَعْرُجُونَ (١٤)

     اوكه پرانسستلى واى مونږپه دغو( معجزوغوښتونكوددوى په مقتضى ) كومه دروازه له آسمانه پس تل ګرځيدلى به واى په هغه ( دروازه ) كې چې تل ختل به ( آسمان ته

    لَقَالُوا إِنَّمَا سُكِّرَتْ أَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَسْحُورُونَ (١٥)

     ) نوخامخابه يې ويلي وو ( له ډيره عناده ) بيشكه همداخبره ده چې تړلې شوي دي سترګې زمونږبلكې مونږيوقوم يوچې جادوراباندې كړى شوى دى .

    وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِي السَّمَاءِ بُرُوجًا وَزَيَّنَّاهَا لِلنَّاظِرِينَ (١٦)

     اوخامخاپه تحقيق پيداكړي دي مونږپه آسمان كې ( دولس برجونه ) اوښائسته كړى دى مونږ دغه ( آسمان په ستوروسره ) لپاره دكتونكو( چې عبرت ترې واخلي )

    وَحَفِظْنَاهَا مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ رَجِيمٍ (١٧)

     اوساتلى دى مونږدغه ( آسمان ) له شيطان ويشتلي شوي څخه ( په شغلوسره )

    إِلا مَنِ اسْتَرَقَ السَّمْعَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ مُبِينٌ (١٨)

    ) خو هغه ( شيطان ختونكى آسمان ته) چې غلاكړى ( خبره) اوريدلى شوى ( له ملائكو) پس ورپسې شي ستوري ښكاره ( روښانه نو ) پخپلې لمبې سره يې وسوځوي .

    وَالأرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْزُونٍ (١٩)

    اوځمكه غځولى ( غوړولې ) ده مونږدغه ( ځمكه ) اوغورځولي دي مونږپه دغه ( ځمكه ) كې غرونه ( درانه محكم لكه ميخونه ) اوزرغون كړي دي مونږپه كې له هرشي اندازه كړى شوي څخه اوپيداكړى مودى تاسې ته په دغه ( ځمكه ) كې اسباب دژوندانه اوهغه شيان

    وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ وَمَنْ لَسْتُمْ لَهُ بِرَازِقِينَ (٢٠)

     چې نه يئ تاسې هغوى ته روزي وركونكي ( لكه عيال ، اواولاد، حيوانات اونوراومونږروزي وركونكي يو

    وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلا عِنْدَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلا بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ (٢١)

     اونشته هيڅ شى مګرپه نزدزمونږدي خزانې دهغه اونه راليږو هغه شى مګرپه اندازې معلومې سره ( نه لږنه ډيرزمونږله حكمت اومصلحت سره سم ).

    وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ فَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَسْقَيْنَاكُمُوهُ وَمَا أَنْتُمْ لَهُ بِخَازِنِينَ (٢٢)

    اوراليږلي دي مونږبادونه بلاربوونكي ( ونواووريځولره يا پخپله بلارب ) پس ليږلى دى مونږله آسمان ( وريځو) څخه اوبه نودروڅښلې مونږتاسې ته دغه اوبه اونه يئ تاسې دغواوبولره خزانه كوونكي ( ساتونكي بلكې مونږيې درته ساتو)

    وَإِنَّا لَنَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَنَحْنُ الْوَارِثُونَ (٢٣)

     اوبيشكه مونږخامخاهمدامونږژوندي كوو اومړه كوواوهمدامونږوارث باقي پاتې كيدونكي يو( دعالميانوله فنا وروسته هم ) .

    وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنْكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَأْخِرِينَ (٢٤)

     اوخامخاپه تحقيق معلوم دي مونږته لومړني له تاسې اوخامخاپه تحقيق معلوم دي مونږته وروستني خلك ( ستاسې هم ) .

    وَإِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَحْشُرُهُمْ إِنَّهُ حَكِيمٌ عَلِيمٌ (٢٥)

     اوبيشكه رب ستاهمدى به راټولوي دوى ( په محشركې دجزا لپاره ) بيشكه چې دغه ( الله ) ښه حكمت والادى ( چې هركارپه تدبيراومصلحت سره كوي ) ښه علم والا( په ټولواحوالو) .

    وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ (٢٦)

     اوخامخا په تحقيق پيداكړى دى مونږانسان ( آدم ) له وچې خټې كړنګيدونكى ( لكه كودړى چې وي ) له تورې خټې خوساكړې شوې .

    وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَارِ السَّمُومِ (٢٧)

    اوجان ( دپيريانوپلار) پيداكړي دي مونږهغه پخواله ( انسانه ) له اوره بې لوګي څخه .

    وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ (٢٨)

     او( يادكړه ) هغه وخت چې وويل رب ستاملائكوته چې بيشكه زه پيداكوونكى يم دبشرله كودړوكړ نګيدونكووچو څخه چې جوړشوي دي له تورې خټې خوساشوې څخه

    فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِنْ رُوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ (٢٩)

     ، نوكله چې برابرمې كړدغه ( بشر) اوپومې كړ په ده كې له روح خپل ( اودى پرې ژوندي شو) نوپرېوځئ تاسې ده ته په داسې حال كې چې سجده كوونكي يي .

    فَسَجَدَ الْمَلائِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ (٣٠)

     نوسجده وكړه پرښتوټولوددوى تمامو( يوځل )

    إِلا إِبْلِيسَ أَبَى أَنْ يَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ (٣١)

    نوسجده وكړه پرښتوټولوددوى تمامو( يوځل ) مگرخوابليس ( چې له ډيره كبره ) منع يې راوړه لدينه چې شي دى سره له سجده كونكو( آدم ته نو)

    قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا لَكَ أَلا تَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ (٣٢)

    اى ابليسه ! څه ( عذر) ؤتالره ( په دې كې ) چې نه شوې ته سره له سجده كوونكو؟

    قَالَ لَمْ أَكُنْ لأسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُ مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ (٣٣)

     وويل ( ابليس ) چې نه يم زه ( ددې كاروړ ) چې سجده وكړم داسې بشرته چې پيداكړى دى تاهغه له كودړوكړنگيدونكووچو ( چې جوړشوى دى ) له تورې خټې خوساشوې .

    قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ (٣٤)

     نووفرمايل ( الله ابليس ته ) پس ووځه ته له دې ځايه نوبيشكه ته رټلى شوى يې .

    وَإِنَّ عَلَيْكَ اللَّعْنَةَ إِلَى يَوْمِ الدِّينِ (٣٥)

    اوبيشكه پرتاباندې دى ( اى شيطانه ) لعنت ترورځې دجزاء پورې .

    قَالَ رَبِّ فَأَنْظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ (٣٦)

     وويل ( ابليس ) اى ربه زماپس وګوره ( مهلت راكړه ) ماته ترهغې ورځې پورې چې بياپورته كولى شي ( خلك ) له قبرونو

    قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِينَ (٣٧)

     ونووفمايل ( الله ) نوبيشكه چې ته له مهلت وركړى شووڅخه يېر

    إِلَى يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ (٣٨)

    ترهغې ورځې دوخت معلوم ( دمخلوقاتوفناء ) پورې

    قَالَ رَبِّ بِمَا أَغْوَيْتَنِي لأزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الأرْضِ وَلأغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ (٣٩)

     وويل ( ابليس ) اى ربه زماقسم دى په سبب ددې چې تازه ګمراه كړم چې خامخاښائسته به كړم هرومرو (ګناهونه ) دوى ته په ځمكه كې اوخامخازه به ګمراهان كړم هرومرودوى ټول

    إِلا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ (٤٠)

    مګرخوهغه بندګان ستا له دوى څخه چې خالص كړى شوى دى ( له ګناهونو) .

    قَالَ هَذَا صِرَاطٌ عَلَيَّ مُسْتَقِيمٌ (٤١)

    نوبياوفرمايل ( الله ) ( اخلاص په عمل كې ) لاره ده ترماپورې برابره .

    إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ إِلا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغَاوِينَ (٤٢)

     بيشكه خاص بنده ګان زما چې دي نشته تاته پردوى هيڅ غلبه ( په ګمراه كولو) مګرهغه څوك چې متابعت كوي ستاله ګمراهانو( چې ستازورپرې رسيږي ) .

    وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ (٤٣)

     اوبيشكه چې جهنم ( دوزخ ) خامخاځاى دوعدې ددغو( تابعانوستا ) دى دټولو

    لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِكُلِّ بَابٍ مِنْهُمْ جُزْءٌ مَقْسُومٌ (٤٤)

     چې دى دې ( دوزخ ) لره اوه دروازې لپاره دهرې دروازې له دې ( ګمراهانو) څخه يوه برخه به وي قسمت ( اوتعيين ) كړى شوې .

    إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ (٤٥)

     بيشكه ځان ساتونكي ( دابليس له متابعت څخه ) په جنتونوكې به وي اوچينوكې به وي .

    ادْخُلُوهَا بِسَلامٍ آمِنِينَ (٤٦)

     ( اووبه ويل شي دوىته ) ننوځئ دغوجنتونوته په سلامتياله هرافت نه په داسې حال كې چې په امن به يې ( دنعمت له زوال نه ) .

    وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِمْ مِنْ غِلٍّ إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُتَقَابِلِينَ (٤٧)

     اووبه باسو ( لرې به كړو) هرهغه چې په زړونوددغو( جنتيانو) كې دى له كينې څخه حال داچې ( لكه ) وروڼه به وي ( سره ناست به وي ) پرتختونو ( دزروپه جواهروجرا او) مخامخ يوبل ته .

    لا يَمَسُّهُمْ فِيهَا نَصَبٌ وَمَا هُمْ مِنْهَا بِمُخْرَجِينَ (٤٨)

     نه به رسيږي دغو ( جنتيانو) ته په دغه ( جنت ) كې هيڅ قدر تكليف اونه به وي دوى له دغه ( جنت نه ) ايستل شو ى هيچيرې

    نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (٤٩)

    خبركړه ( اى محمده ! ) بندګان زما ( په دې ) چې بيشكه زه همدازه ښه بښونكى ( دګناهونو) ډيررحم والايم ( داجراوثواب په انعام سره )

    وَأَنَّ عَذَابِي هُوَ الْعَذَابُ الألِيمُ (٥٠)

     ( اوبل په دې چې ) بيشكه عذاب زما ( هم ) همدغه عذاب ډيردردناك دى .

    وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ (٥١)

    اوخبرداركړه دوى له ( احوالود) ميلمنودابراهيم څخه ( چې څو پرښتې وې ) .

    إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلامًا قَالَ إِنَّا مِنْكُمْ وَجِلُونَ (٥٢)

    كله چې ننوتلې دغه ( پرښتې ) په ده ( ابراهيم ) نووويل دوى ( سلام اچوومونږپه تا) په سلام اچولوسره ، نووويل ( ابراهيم كله چې دوى ډوډۍ ونه خوړه ) بيشكه مونږ له تاسې څخه ويريدونكي يو .

    قَالُوا لا تَوْجَلْ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلامٍ عَلِيمٍ (٥٣)

     نووويل ( ملائكو) مه ويريږه بيشكه مونږزيرى كووتاته په هلك ډيرپوه هوښيار( كله چې بالغ شي ) .

    قَالَ أَبَشَّرْتُمُونِي عَلَى أَنْ مَسَّنِيَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُونَ (٥٤)

     وويل ( ابراهيم ) آيازيرى راكوئ ماته ( اى پرښتوپه ولدسره ) سره ددې چې رسيدلى دى ماته زوړوالى نوپه كومه وجه تاسې زيرى راكوئ .

    قَالُوا بَشَّرْنَاكَ بِالْحَقِّ فَلا تَكُنْ مِنَ الْقَانِطِينَ (٥٥)

    وويل ( ملائكو ابراهيم ته ) زيرى دركړى دى مونږتاته په حق په ( رښتيا) سره نومه كيږه ته له جملې دنااميدانوڅخه وويل ( ابراهيم چې زه نه يم نااميد)

    قَالَ وَمَنْ يَقْنَطُ مِنْ رَحْمَةِ رَبِّهِ إِلا الضَّالُّونَ (٥٦)

     مګرخوګمراهان ( كافران ) . اوڅوك دى چې نااميدكيږي له رحمته درب خپل څخه ( نه نا اميده كيږي هيڅوك )

    قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا الْمُرْسَلُونَ (٥٧)

     وويل ( ابراهيم ) نونورڅه مقصوددى ستاسې ( ددې زيري نه پرته ) اى راليږل شوو( پرښتوله الله نه اوچيرته ځئ ؟ ) .

    قَالُوا إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمٍ مُجْرِمِينَ (٥٨)

     نووويل ( ملائكو) چې بيشكه مونږراليږل شوي يو ( هلاكولود ) هغه قوم ( دلوط ) ته چې مجرمان ( كافران ) دي

    إِلا آلَ لُوطٍ إِنَّا لَمُنَجُّوهُمْ أَجْمَعِينَ (٥٩)

     مګرآل دلوط چې بيشكه هرومرومونږ ساتونكي يوددوى ټولو( له عذاب ) نه مګرښځه ددغه ( لوط ) چې مقرره كړې وه مونږ ( دالله په حكم سره ) چې بيشكه داله بيرته پاتې كيدونكوڅخه ده ( په معذبينوكې مګرآل دلوط چې بيشكه هرومرومونږ ساتونكي يوددوى ټولو( له عذاب ) نه مګرښځه ددغه ( لوط ) چې )

    إِلا امْرَأَتَهُ قَدَّرْنَا إِنَّهَا لَمِنَ الْغَابِرِينَ (٦٠)

     مګرآل دلوط چې بيشكه هرومرومونږ ساتونكي يوددوى ټولو( له عذاب ) نه مګرښځه ددغه ( لوط ) چې مقرره كړې وه مونږ ( دالله په حكم سره ) چې بيشكه داله بيرته پاتې كيدونكوڅخه ده ( په معذبينوكې )

    فَلَمَّا جَاءَ آلَ لُوطٍ الْمُرْسَلُونَ (٦١)

     نوكله چې راغلل آل دلوط ته ( هغه ) ليږل شوي ( ملائك )

    قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ مُنْكَرُونَ (٦٢)

     وويل ( لوط ) دويته بيشكه تاسې يوقوم يې بل رنګ ( نااشناويرونكي ) .

    قَالُوا بَلْ جِئْنَاكَ بِمَا كَانُوا فِيهِ يَمْتَرُونَ (٦٣)

     وويل ( پرښتونه يومونږ ناآشناډاروونكى ) بلكې ( ملائک يوچې ) راغلي يوتاته په هغه ( عذاب ) سره چې ؤ ( قوم ستا) چې په هغه ( عذاب ) كې به يې شك كاوه ( له ډيرجهل اوعناده ).

    وَأَتَيْنَاكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ (٦٤)

     اوراوړى دى مونږتاته حق (چې عذاب دى )اوبيشكه مونږخامخايوصادقان ( رښتياني په دغه خبره كې )

    فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِنَ اللَّيْلِ وَاتَّبِعْ أَدْبَارَهُمْ وَلا يَلْتَفِتْ مِنْكُمْ أَحَدٌ وَامْضُوا حَيْثُ تُؤْمَرُونَ (٦٥)

    هغه ځاى ته چې پرې حكم شوى دى تاسې ته . نوبوځه ( وباسه ) عيال خپل ( له دې ښاره ) په يوه ټوټه دشپې اوته ( هم ځه ) وروسته په دوى پسې اونه دې ګوري بيرته له تاسې څخه هيڅ يو ( چې ونه ويريږي ) اوځئ تاسې

    وَقَضَيْنَا إِلَيْهِ ذَلِكَ الأمْرَ أَنَّ دَابِرَ هَؤُلاءِ مَقْطُوعٌ مُصْبِحِينَ (٦٦)

     وحى كړې وه مونږدغه ( لوط ) ته ددې كار( چې تفسيريې دادى ) چې بيشكه بيخ ددې كسانوبه پريكړى شي په داسې حال كې چې دوى په سباكې داخليږي .

    وَجَاءَ أَهْلُ الْمَدِينَةِ يَسْتَبْشِرُونَ (٦٧)

     اوراغى اهل د ( هغه ) ښار ( دلوط كورته ) چې زيرى يې كاوه ( يوه په بل دلواطت په چرت كې ).

    قَالَ إِنَّ هَؤُلاءِ ضَيْفِي فَلا تَفْضَحُونِ (٦٨)

     وويل ( لوط ) چې بيشكه دا كسان ميلمانه زما دى نومه شرموئ ما ( ددوى په رسوائي ځكه چې دميلمه شرمول دكوربه رسوائي ده )

    وَاتَّقُوا اللَّهَ وَلا تُخْزُونِ (٦٩)

    اوو ويريږئ تاسې له الله ( اولواطت مه كوئ ) اومه سپكوي تاسې ما ( دميلمنوپه مخ كې ) .

    قَالُوا أَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعَالَمِينَ (٧٠)

    بياوويل ( قوم دلوط ده ته ) آيانه وې منع كړى مونږته له ( پناه وركولود) خلكونه ؟ .

    قَالَ هَؤُلاءِ بَنَاتِي إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ (٧١)

     وويل ( لوط ) چې دغه ( ستاسې ښځې ) دي لوڼى زماكه يې تاسې كوونكي ( دنكاح له دغو سره ) .

    لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِي سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ (٧٢)

     ( نووفرمايل الله ) قسم دى په عمرژوندستا ( اى محمده ! ) چې بيشكه دغه ( قوم دلوط ) خامخاپه مستۍ ( دګمراهۍ ) خپله كې بې هوښه دي.

    فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ (٧٣)

    بياونيول هغوى لره غږهيبتناك ( دجبريل ) حال دا چې داخليدل دوى په وخت دختلودلمركې .

    فَجَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ (٧٤)

     نووګرځاوه مونږپورته طرف ددې ښارونوښكته طرف ددوى اوورول مونږپرهغوى كاڼي له كورتكاڼو څخه ( چې په هريوه به دهغه چانوم ليكلى ؤ چې پرې ويشته كيده به )

    إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِلْمُتَوَسِّمِينَ (٧٥)

     ) بيشكه چې پدغه ( تيره قصه كې ) خامخادلائل ( دعبرت اوقدرت ) دى لپاره دپوهانوعبرت اخيستونكو.

    وَإِنَّهَا لَبِسَبِيلٍ مُقِيمٍ (٧٦)

     اوبيشكه دغه ( قريې ) خامخاپرتې دي په لاره سمه ( چلنده ) كې .

    إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِلْمُؤْمِنِينَ (٧٧)

     اوبيشكه په دغه ( اهلاك دهغوى ) كې خامخادليل ( دقدرت ) دى لپاره دمؤمنانو

    وَإِنْ كَانَ أَصْحَابُ الأيْكَةِ لَظَالِمِينَ (٧٨)

     اوپه تحقيق شان دادى چې وو خاوندان دځنګل ( دشعيب له قوم څخه ) خامخاله ظالمانو ( په سبب دكفر خپل ) .

    فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ وَإِنَّهُمَا لَبِإِمَامٍ مُبِينٍ (٧٩)

     نوانتقام واخيست مونږددوى څخه په سخته سزاسره اوبيشكه دا ( ښارونه دلوط اوشعيب ) خامخا پراته دي په لاره لويه ښكاره كې .

    وَلَقَدْ كَذَّبَ أَصْحَابُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِينَ (٨٠)

     اوخامخاپه تحقيق دروغجن شميرلي ووخاوندانودحجر( چې كنده ده يعنې ثموديانو)دالله رسولان نولره

    وَآتَيْنَاهُمْ آيَاتِنَا فَكَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ (٨١)

     اووركړي دي مونږدغو( ثموديانو) ته دلائل ( دقدرت ) خپل نوودوى له هغو ( معجزو) څخه مخ ګرځوونكى .

    وَكَانُوا يَنْحِتُونَ مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا آمِنِينَ (٨٢)

     اووودوى چې توږلې كيندلى به يې له غروڅخه كوټې پداسې حال كې چې په امن كې به وو ( په هغوكې له هرآفت نه ) .

    فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُصْبِحِينَ (٨٣)

    نوونيول هغوى لره غږ هيبتناك ( دجبريل ) په داسې حال كې چې داخليدل دوى په سباكې

    فَمَا أَغْنَى عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (٨٤)

     سباكې نودفع نه كړله دوينه ( هيڅ عذآب ) هغو شيانو چې وو دوى چې حاصلول به يې ( چې ټينګې بناګانې ، مالونه سړى اونوروو ) .

    وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالأرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلا بِالْحَقِّ وَإِنَّ السَّاعَةَ لآتِيَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِيلَ (٨٥)

     په څنګ كولونيكوسره ( يعنې عفوورته وكړه ) اونه دى پيداكړى مونږ( دغه ) آسمانونه اوځمكه اوهرهغه څه په منځ ددوى كې دي مګرپه حق ( اوحكمت او تدبير) سره ، اوبيشكه قيامت خامخاراتلونكى دى ( نوالله تعالى له دروغجنانوڅخه ستاانتقام اخلي ) نوڅنګ وكړه ته لدوينه

    إِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلاَّقُ الْعَلِيمُ (٨٦)

     بيشكه رب ستاهمدى دى ښه پيداكوونكى ډيرعلم والا .

    وَلَقَدْ آتَيْنَاكَ سَبْعًا مِنَ الْمَثَانِي وَالْقُرْآنَ الْعَظِيمَ (٨٧)

     اوخامخاپه تحقيق دركړى دى مونږتاته اوه آيتونه له وظائفوياله فاتحې او ( دركړى دى مونږتاته ) قرآن عظيم الشان ( خورالوى ) .

    لا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْهُمْ وَلا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ (٨٨)

     مه راكاږه اومه پورته كوه سترګې خپلې ( په رغبت سره ) هغوشيانوته چې نفع وركړې ده مونږپه هغوسره حال دا چې هغه قسم قسم شيان دي دغوكفاروته اوخپګان مه كوه په دغو( كفاروچې ايمان نه راوړي ياپه دې چې مؤمنان په ظاهري نعمتونوكې نه دي ) اوښكته كړه وزرخپل لپاره دمؤمنانو( اوشفقت اومرحمت كوه په دوى ) .

    وَقُلْ إِنِّي أَنَا النَّذِيرُ الْمُبِينُ (٨٩)

    اوووايه ( اى محمده ! ) چې بيشكه زه چې يم همدازه ويرونكى ښكاره يم ( دالله له عذاب نه )

    كَمَا أَنْزَلْنَا عَلَى الْمُقْتَسِمِينَ (٩٠)

     ( دركړى مودى تاته سبع المثاني ياليږلى موؤ عذاب ) لكه چې نازل كړى ؤ مونږ ( عذاب ) په قسمت كوونكو

    الَّذِينَ جَعَلُوا الْقُرْآنَ عِضِينَ (٩١)

     هغوچې ګرځولى يې ؤ ( دغه ) قرآن ټوټې ټوتې ( چې ځينې ته به يې شعر اوځينې ته به يې سحر ويل ) .

    فَوَرَبِّكَ لَنَسْأَلَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ (٩٢)

     دى په رب ستاچې خامخاوبه پوښتومونږخامخادوى ټول دهغواعمالو( ويش يا نسبت

    عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ (٩٣)

     څخه چې وودوى چې كول به يې .

    فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ (٩٤)

    نوښكاره ( او په جهر) كړه ( اى محمده ! ) هغه چې ته ماموريې پرې اومخ واړوه له مشركانوڅخه ( اوددوى ويناؤ ته هيڅ التفات مه كوه) .

    إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ (٩٥)

     بيشكه مونږكافي شوي يوتاته ( له شره ) دمسخروكونكو (

    الَّذِينَ يَجْعَلُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ (٩٦)

    اودهغودضررونوپه مقابل كې مونږ درته بس يو) هغه كسان چې ګرځوي ( شريكوي ) دوى سره له الله ( چې حق سره معبوددى ) معبودبل نوژر به پوه شي د وى ( دخپل کار په عاقبت په دنيا اوعقبى کې ) .

    وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ (٩٧)

     اوخامخاپه تحقيق معلوم دى مونږته چې بيشكه ته چې يې تنګيږي سينه ستا په سبب دهغوخبرو چې وايي دغه ( كفار)

    فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُنْ مِنَ السَّاجِدِينَ (٩٨)

     نوتل تسبييح وايه سره له حمده درب خپل اوشه تل له سجده كوونكوڅخه

    وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ (٩٩)

    ،اوعبادت كوه درب خپل ترهغه پورې چې راشي تاته يقين ( يعنې مرګ )

    " }