اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة الذریات(پښتو ژباړه)

    سورة الذریات(پښتو ژباړه)

    سورة الذریات(پښتو ژباړه)
    Rate this post

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

    وَالذَّارِيَاتِ ذَرْوًا ﴿١﴾

     قسم دى په هغوبادوباندې چې تښتوي خاورې اونورشيان په الوتلوخپلوسره

    فَالْحَامِلَاتِ وِقْرًا ﴿٢﴾

    پس قسم دى په وريځوپورته كوونكيوداوبودرنوسره .

    فَالْجَارِيَاتِ يُسْرًا ﴿٣﴾

    پس قسم دى په كښتيوتلونكيوپه نرمۍ سره په سرداوبو.

    فَالْمُقَسِّمَاتِ أَمْرًا ﴿٤﴾

    پس قسم دى په ( ملائلكو) قسمت كوونكودكارولويوپه حكم دالله سره ( لكه ارزاق باران اوداسې نور) .

    إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَصَادِقٌ ﴿٥﴾

    بيشكه هغه چې له تاسوسره يې وعده كولى شي چې هغه عبارت ده له ژوندى كولوپس له مرګه ځنې خامخايوه وعده رښتياده

    وَإِنَّ الدِّينَ لَوَاقِعٌ ﴿٦﴾

    اوبيشكه چې جزادعمل خامخاواقع كيدونكى اوراتلونكې ده ( نوځانونه ورته ښه تياركړۍ ! ) .

    وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الْحُبُكِ ﴿٧﴾

    او( قسم دى ) په آسمان خاونددلاروخلقي وومزينو.

    إِنَّكُمْ لَفِي قَوْلٍ مُخْتَلِفٍ ﴿٨﴾

    بيشكه تاسې يې اى مشركانوخامخاپه يوه خبره مختلفه ګډه وډه كې !

    يُؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ أُفِكَ ﴿٩﴾

    ګرځول كولى شي له دغه ( نبي ، قرآن اوايمان ځينې په هغوى سره ) هغه څوك چې ګرځولى شوى دى له دهدايته په علم دالله كې .

    قُتِلَ الْخَرَّاصُونَ ﴿١٠﴾

    لعنت كړى شوى دى پردرواغ ويونكيواټكل كوونكيوباندې .

    الَّذِينَ هُمْ فِي غَمْرَةٍ سَاهُونَ ﴿١١﴾

    هغه كسان چې دوى په نهايت غفلت كې سهوكوونكي غافل اوبې خبره دي ( له قيامت نه )

    يَسْأَلُونَ أَيَّانَ يَوْمُ الدِّينِ ﴿١٢﴾

    سوال كوي منكران ( تمسخراله محمدنه ) چې كله به وي ورځ دانصاف ( اودجزاء )

    يَوْمَ هُمْ عَلَى النَّارِ يُفْتَنُونَ ﴿١٣﴾

    هغه ورځ چې دوى په اورباندې معذب شي ورته وبه ويل شي !

    ذُوقُوا فِتْنَتَكُمْ هَٰذَا الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ ﴿١٤﴾

    وڅكى تاسې ( خوندد) عذاب ستاسې ، دادى هغه ( عذاب) چې وۍ تاسې چې په جلتى سره موغوښت دغه عذاب په دنياكې .

    إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿١٥﴾

    شكه ويريدونكى له الله اوځان ساتونكى له معاصيووبه په جنتوكې وي اوپه چينوكې به وي يعنې چښونكى داوبوددې چينوپه بوى

    آخِذِينَ مَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَٰلِكَ مُحْسِنِينَ ﴿١٦﴾

    اخيستونكي به وي هغونعمتولره چې وركړى وي دوى ته رب ددوى بيشكه دوى ووپخواله دې څخه ! يعنې په دنياكې محسنان اونيكي كوونكي .

    كَانُوا قَلِيلًا مِنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ ﴿١٧﴾

    وبه دوى ( په دغه وصف ) چې په لږبرخه دشپې كې به اوده كيدل ( اوپه اكثره دشپې كې به يې عبادت كوه )

    وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ﴿١٨﴾

    اوپه وخت دګهيځونوكې دوى مغفرت غوښت له الله نه دګناهونوخپلو.

    وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ ﴿١٩﴾

    اوپه مالوددوى كې حق اوبرخه وه سوالګرلره اوصبركوونكي لره ( يعنې مسكين سوال نكونكي لره )

    وَفِي الْأَرْضِ آيَاتٌ لِلْمُوقِنِينَ ﴿٢٠﴾

    اوپه ځمكې كې علامې اونښې دي ، دقدرت دالله تعالى يقين لرونكيولره ،

    وَفِي أَنْفُسِكُمْ ۚ أَفَلَا تُبْصِرُونَ ﴿٢١﴾

    په نفسونو اوځانو ستاسې كې هم علامې دعبرت دي ايانوتاسې يې نه وينۍ چې ترې پندواخلۍ

    وَفِي السَّمَاءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ ﴿٢٢﴾

    اوپه اسمان كې دي ( سبب د) رزق ستاسې چې ( باران دى ) اوهغه چې له تاسوسره يې وعده كړې شوې ده ( دثواب اوعقاب ) .

    فَوَرَبِّ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِثْلَ مَا أَنَّكُمْ تَنْطِقُونَ ﴿٢٣﴾

    نوقسم دې وي ځماپه رب دآسمان اوځمكې باندې بيشكه داخبره ( چې وعده يې كړې شوې ده ) خامخاحقه اورښتياده په مثل دهغې حقيقت اوواقعيت چې تاسوپرې خبرې كوۍ .

    هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ الْمُكْرَمِينَ ﴿٢٤﴾

    آيارسيدلى اوراغلى ده تاته ( اى محمده ) خبره دميلمنودابراهيم چې مكرمان اوعزتمندان وو( په نزد دالله ) .

    إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلَامًا ۖ قَالَ سَلَامٌ قَوْمٌ مُنْكَرُونَ ﴿٢٥﴾

    كله چې ننوتل دغه ( پرښتې ) پردغه ( ابراهيم ) نووې ويل ( سلام كوومونږپرتا) په سلام كولوسره ، وويل ( ورته ابراهيم چې ) سلام دې وي پرتاسواوپه زړه كې يې دغه تيره شوه چې دوى يوقوم نااشنادى .

    فَرَاغَ إِلَىٰ أَهْلِهِ فَجَاءَ بِعِجْلٍ سَمِينٍ ﴿٢٦﴾

    پس ورغى ( ابراهيم ) كورخپل ته نورايې وړيوخوسى تيار، وريت كړى

    فَقَرَّبَهُ إِلَيْهِمْ قَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ ﴿٢٧﴾

    نوورنژدې يې كړهغوى ته وې ويل ولې نه خورې ( يعنې وخورۍ ترې ) .

    فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً ۖ قَالُوا لَا تَخَفْ ۖ وَبَشَّرُوهُ بِغُلَامٍ عَلِيمٍ ﴿٢٨﴾

    پس پټه كړه ( ابراهيم ) په زړه كې له دوى نه ويره ورته وې ويل دوى مه ويريږه ( مونږليږلي شوي درب ستايو) اوزيرى يې وركړده ته په يوه هلك ښه عالم هوښيارسره

    فَأَقْبَلَتِ امْرَأَتُهُ فِي صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوزٌ عَقِيمٌ ﴿٢٩﴾

    پس مخ يې ورواړاوښځې دده په غږدحيرانتياسره نوويې واهه مخ خپل ( په څاپيړو) وويل دى چې زړه بوډى يمه شنډه ( نوڅرنګه به وځيږوم زه ځوى ؟)

    قَالُوا كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِ ۖ إِنَّهُ هُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ ﴿٣٠﴾

    وويل دغو( ملائكو) همداسې ( لكه چې بشارت مودركړ) ويلي دي رب ستابيشكه هغه ( الله ) ښه حكمت والاښه خبرداردى

    قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا الْمُرْسَلُونَ ﴿٣١﴾

    وويل ( ابراهيم ) نوڅه كار( شان ) دى ستاسواى مرسلانو( راليږليوشويودالله له جانبه ) .

    قَالُوا إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَىٰ قَوْمٍ مُجْرِمِينَ ﴿٣٢﴾

    وويل دوى بيشكه مونږچې يوراليږلى شوي يوطرف ديوه قوم ګنهګار( كافر) ته لپاره ددې

    لِنُرْسِلَ عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ طِينٍ ﴿٣٣﴾

    چې وليږوپرهغوى باندې تيږې له خټو ( پخوشووپه اورلكه پخې خښښتې ) .

    مُسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِينَ ﴿٣٤﴾

    نشانداره كړى شوې ( په نامه دهغه چاچې پروې ويشتل كيږي ) په نزددرب ستالپاره دمسرفانوله حده ( په كفراوفجوركې لپاره دهلاك كولو) .

    فَأَخْرَجْنَا مَنْ كَانَ فِيهَا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿٣٥﴾

    بياراوايستل مونږهغه څوك چې ؤپه دې كليوكې له ايمان لرونكيوڅخه

    فَمَا وَجَدْنَا فِيهَا غَيْرَ بَيْتٍ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿٣٦﴾

    پس بياونه مونده مونږپه دغوكليوكې پرته له يوه كوره دمسلمانانو( دلوط ) اوكورنۍ دده .

    وَتَرَكْنَا فِيهَا آيَةً لِلَّذِينَ يَخَافُونَ الْعَذَابَ الْأَلِيمَ ﴿٣٧﴾

    اوپريښوده مونږپه ( هلاكت ) ددغو( كليو) كې يوه نښه ( لويه دعبرت دهلاكت ) لپاره دهغوكسانوچې ويريږي له عذاب دردناك څخه ( چې له بدوڅخه ځان وژغوري ) .

    وَفِي مُوسَىٰ إِذْ أَرْسَلْنَاهُ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ ﴿٣٨﴾

    او( پريښى دى مونږويريدونكيوته علامې دقدرت ) په ( قصې د) موسى كې كله چې وروموليږه دغه طرف دفرعون ته په برهان واضح دليل ښكاره سره ( يعنې سره له معجزې اوبراهين ) .

    فَتَوَلَّىٰ بِرُكْنِهِ وَقَالَ سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ ﴿٣٩﴾

    بيانومخ واړاوه ( فرعون له ايمان راوړو) سره له قوة زوراولاؤ لښكرخپل او وويل ( فرعون چې دغه ) موسى کوډګردى ياليونى دى .

    فَأَخَذْنَاهُ وَجُنُودَهُ فَنَبَذْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ وَهُوَ مُلِيمٌ ﴿٤٠﴾

    نوونيوه مونږدغه ( فرعون ) اولښكردده نووغورځول مونږدوى په سيندكې ( نوغرق شول) اوهغه ملامته كړى شوي ؤ.

    وَفِي عَادٍ إِذْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الرِّيحَ الْعَقِيمَ ﴿٤١﴾

    او( پريښي دي مونږعلامې دقدرت ) په ( قصې د) عادكې كله چې وموليږه پردوى باندې بادشنډي خيره نه به پريښوده ( دغه باد)

    مَا تَذَرُ مِنْ شَيْءٍ أَتَتْ عَلَيْهِ إِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِيمِ ﴿٤٢﴾

    هيڅ شى ( له نفس اومال ) چې وابه لوت په هغه باندې مګر خووبه يې ګرځاوه لكه وچ زوړرژيدلي ( واښه ټوټې ټوټې).

    وَفِي ثَمُودَ إِذْ قِيلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوا حَتَّىٰ حِينٍ ﴿٤٣﴾

    او( پريښې دي مونږعلامې دقدرت ) په ( قصې د) ثموديانوكې كله چې وويل شودوى ته ( نو له اهلاك دناقې ) نفع واخلۍ تاسې تريوه وقته ( دراتللودعذاب ) پورې .

    فَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ وَهُمْ يَنْظُرُونَ ﴿٤٤﴾

    نوسريې وغړواه له امره حكمه درب خپل نوونيول دوى ټكې ( دتندرعذا ب هلاك كوونكى ) اودوى به ( ورته ورځ ) كتل

    فَمَا اسْتَطَاعُوا مِنْ قِيَامٍ وَمَا كَانُوا مُنْتَصِرِينَ ﴿٤٥﴾

    نوبيانه توانيدل دوى چې پورته شي ( وتښتي له عذاب دالله څخه ). اونه ؤ دوى بدل اخيستونكي ( له مونږه مقابله كوونكي له عذاب الله سره)

    وَقَوْمَ نُوحٍ مِنْ قَبْلُ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿٤٦﴾

    او( هلاك كړى ؤ مونږ ) قوم دنوح پخوالدې ( اهلاك ددې قومو) بيشكه دوى ؤقوم فاسقان وتونكي له فرمان .

    وَالسَّمَاءَ بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ ﴿٤٧﴾

    اوآسمان موجودكړى دى مونږپه ابدي (دقدرت خپل)اوبيشكه مونږخامخاپراخوونكي يو( اوهرشى موله واك اوقدرت پوره دى )

    وَالْأَرْضَ فَرَشْنَاهَا فَنِعْمَ الْمَاهِدُونَ ﴿٤٨﴾

    اوځمكه غوړولې ده مونږ نوښه غوړوونكي يومونږ.

    وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿٤٩﴾

    اوله هرشي څخه پيداكړى دى مونږجوړې دوه قسمه ( نر، ښځه ) لپاره ددې چې تاسې پندواخلۍ(پوه شۍ چې يواځې فرديت اووحدانيت دالله صفت دى)

    فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ ۖ إِنِّي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ مُبِينٌ ﴿٥٠﴾

    اووتښتۍ ( رجوع وكړۍ ) په طرف دالله ( په اطاعت سره ) بيشكه زه تاسې ته له طرفه دهغه ( الله ) ويروونكى ښكاره يم

    وَلَا تَجْعَلُوا مَعَ اللَّهِ إِلَٰهًا آخَرَ ۖ إِنِّي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ مُبِينٌ ﴿٥١﴾

    اومه ګرځوۍ مه شريكوۍ تاسې سره له الله معبودبل بيشكه زه تاسې ته له طرفه دهغه ( الله ) ويروونكى ښكاره يم .

    كَذَٰلِكَ مَا أَتَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا قَالُوا سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ ﴿٥٢﴾

    همداسې ( چې وايي تاته قوم دتاساحر، مجنون ) نه دي راغلي هغوكسانوته پخوالدوى څخه هيڅ رسول مګرخوويل هغوى چې (دى) ساحرکوډګردى ( يامجنون ليونې دى ) .

    أَتَوَاصَوْا بِهِ ۚ بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ ﴿٥٣﴾

    اياوصيت كړى دى دوى يوبل ته په دې خبرې سره ( نه ) بلكې همدوى دي قوم سره كشان

    فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَمَا أَنْتَ بِمَلُومٍ ﴿٥٤﴾

    پس مخ وګرځوه ته له دوى څخه پس نه يې ته هيڅ ملامت كړى شوى ( ځكه چې پوره تبليغ دې كړى دى )

    وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَىٰ تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِينَ ﴿٥٥﴾

    اوتل نصيحت كوه پس بيشكه چې ذكرپند ګټه نفعه رسوي مؤمنانوته

    وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ﴿٥٦﴾

    اونه دي پيداكړى ماپيريان اوانسانان مګرلپاره ددې چې عبادت وكړي دوى ځما

    مَا أُرِيدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَنْ يُطْعِمُونِ ﴿٥٧﴾

    اواراده نلرم زه له دوى څخه دهيڅ رزق روزي ( مالره اوځانوخپلوته ) اواراده نلرم زه ددې چې طعام راكړى مالره دوى ( اوځانوخپلوته )

    إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ ﴿٥٨﴾

    بيشكه الله همدى ښه رزق روزي وركوونكى دى څښتن دقوة محكم مضبوط دى .

    فَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا ذَنُوبًا مِثْلَ ذَنُوبِ أَصْحَابِهِمْ فَلَا يَسْتَعْجِلُونِ ﴿٥٩﴾

    پس بيشكه هغوكسانولره چې ظلم يې كړى دى ( په نفسوخپلواوپه بل چا) حصه دعذاب ده پشان دحصې دعذاب ديارانوهلاك كړى شوى ددوى پس تلواردې نكوي دوى ( په ماباندې په غوښتلو دعذاب كې كه يې چيرې وروستې كړم ) .

    فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ يَوْمِهِمُ الَّذِي يُوعَدُونَ ﴿٦٠﴾

    پس افسوس هلاك خرابي سخت عذاب دى هغوكسانوته چې كافران شوي دي له ورځې دعذابه ددوى څخه هغه ورځ چې وعده يې ورسره كړى شوې ده .