اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة الروم(پښتو ژباړه)

    سورة الروم(پښتو ژباړه)

    سورة الروم(پښتو ژباړه)
    Rate this post

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

    الم ﴿١﴾

    الم

    غُلِبَتِ الرُّومُ ﴿٢﴾

    مغلوب كړى شو( اهل) دروم

    فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُمْ مِنْ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ﴿٣﴾

     په متصله ( نژدې ) ځمكه كې ( ځمكې دعربوته )اودغه ( روميان ) وروسته له دغه مغلوبيت ددوى ژربه بياغالب شي ( په پارسيانو)

    فِي بِضْعِ سِنِينَ ۗ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِنْ قَبْلُ وَمِنْ بَعْدُ ۚ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ ﴿٤﴾

     په څوكلونو كې اودغه ( روميان ) وروسته له دغه مغلوبيت ددوى ژربه بياغالب شي ( په پارسيانو) په څوكلونو كې اوپه دغه ورځ ( دغلبې دروم په پارس ) خوشاله به شي مؤمنان په نصرت دالله ( له كتابيانوسره په مجوسيانو) مرسته كوي

    بِنَصْرِ اللَّهِ ۚ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿٥﴾

     هرهغه چاسره چې اراده وكړي دنصرت يې اوهمدى دى ښه غالب قوي ( داحكاموپه انفاذ) ډيررحم والا .

    وَعْدَ اللَّهِ ۖ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٦﴾

     وعده كړې ده الله ( وعده كول ) خلاف نه كوي الله له وعدې خپلې وليكن زياتره خلك نه پوهيږي ( په دې چې دالله په وعده كې خلاف نشته ) .

    يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ ﴿٧﴾

     ( بلكې ) پوهيږي په ښكاره سطحې شيانوله دغه ژوندون لږ ( خسيس ) ددنياڅخه حال داچې دوى له آخرت نه ( چې مقصودله ودانۍ ددې دنيادى ) همدوى غافلان دي .

    أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا فِي أَنْفُسِهِمْ ۗ مَا خَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُسَمًّى ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ لَكَافِرُونَ ﴿٨﴾

     آيافكرنه كوي دوى په نفسونوخپلوكې ( چې عالم صغيردى ) چې نه دي پيداكړي الله دغه اسمانونه اوځمكه اوهرهغه چې په منځ ددغودواړوكې دي مګرپه حقه سره اوپه نيټې ټاكلې شوې . اوبيشكه چې ډيرله خلكو( كفارو) په ملاقات درب خپل (په قيامت كې ) خامخامنكران دي .

    أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَأَثَارُوا الْأَرْضَ وَعَمَرُوهَا أَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوهَا وَجَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ ۖ فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَٰكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿٩﴾

     آيانه ګرځي دغه كفارپه ځمكه كې پس ودې ګوري داچې څرنګه وه آخره خاتمه دهغو( كسانو) چې تير شوي دي پخواله دوى نه ، چې وو هغه پخواني ملتونه ډيرسخت له دغوكفاروله جهته دقوت اوڅيروله به دوى ځمكه (معادنو، كښتونواونورولپاره ) اوودانه كړې وه ( كفارو پخوانيو) دغه ځمكه ډيره له هغې ځمكې نه چې ودانه كړې د( مكې كفارو) دغه ( ځمكه ) اوراغلي وودوى ته رسولان ددوى په ښكاره ؤ دلائلو ( دقدرت اومعجزو) اونه ؤ الله چې ظلم وكړي په دوى باندې وليكن وودوى چې پر نفسونوخپلوبه يې ظلم كوه ( دانبياؤ په تكذيب سره )

    ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِينَ أَسَاءُوا السُّوأَىٰ أَنْ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَكَانُوا بِهَا يَسْتَهْزِئُونَ ﴿١٠﴾

      بياوه اخره خاتمه دهغوكسانوچې بديې كړي ؤ ډيربد( ځاى چې جهنم دى ) په دې سبب چې تكذيب كړى دى دوى دآيتونو دالله او وودوى ( په دنياكې چې ) په دغوآيتونوبه يې مسخرې كولې .

    اللَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿١١﴾

     الله اول ځلې پيداكوي خلك ( انسان له نطفې ) بيااعاده كوي هغه بيابه خاص هم دغه ( الله ) ته بيول كيږئ تا سې ( دمجازاتولپاره )

    وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يُبْلِسُ الْمُجْرِمُونَ ﴿١٢﴾

     اوپه هغه ورځ چې قائم شي قيامت نااميد( زړه ماتي ) به شي ګنهګاران ( مشركان )

    وَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ مِنْ شُرَكَائِهِمْ شُفَعَاءُ وَكَانُوا بِشُرَكَائِهِمْ كَافِرِينَ ﴿١٣﴾

     اونه به وي دوى ته له شريكانوددوى څخه كوم شفاعت كوونكى اوشي به دوى له شريكانوخپلو( پس له نااميدۍ ) بيزاره منكران .

    وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ يَتَفَرَّقُونَ ﴿١٤﴾

     اوپه هغه ورځ چې ودريږي قيامت په دغه ورځ كې تارپه تارخپاره به شي ټول مخلوقات ( په دې شان سره )

    فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَهُمْ فِي رَوْضَةٍ يُحْبَرُونَ ﴿١٥﴾

     پس هرڅه هغه ( كسان ) چې ايمان يې راوړى دى اوكړي يي دي ښه ( عملونه ) پس دوى به په باغچه ( دجنت ) كې خوشحاله كړل شي ( چې له ډيرې خوشالى به يې مخونه تجلى كوي ) .

    وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَلِقَاءِ الْآخِرَةِ فَأُولَٰئِكَ فِي الْعَذَابِ مُحْضَرُونَ ﴿١٦﴾

     اوهرڅه هغه كسان چې كافران شوي دي اودرواغجن يې شميرلي دي آيتونه ( دقرآن ) زمونږاو( كافران دي ) په ملاقات دآخرت پس دغه كسان په عذاب كې حاضركړې شوې دي

    فَسُبْحَانَ اللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ ﴿١٧﴾

     پس ( تسبيح ووايئ دالله ) تسبيح دالله كله چې داخل شئ په بيګا( ماښام ) كې اوكله چې ننوځئ په سباكې

    وَلَهُ الْحَمْدُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَعَشِيًّا وَحِينَ تُظْهِرُونَ ﴿١٨﴾

     اوخاص همده لره ده ټوله ثناء صفت په آسمانونوكې اوپه ځمكه كې اوكله چې ننوځئ په آخردورځې كې اوكله چې ننوځئ په ( وخت د) ماسپښين كې .

    يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَيُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ وَكَذَٰلِكَ تُخْرَجُون   ﴿١٩﴾

     راباسي ( الله ) ژوندي له مړي ( لكه مرغه له هګۍ نه عالم له جاهل څخه ) اوراباسي ( الله ) مړي له ژوندي ( لكه جاهل له عالم څخه هګى له مرغه څخه ) اوژوندۍ كوي ځمكه پس له مرګه ( وچوالي ) دهغې اوپه مثل ( دراويستلوددغوشيانو) راويستل كيږئ تاسې ( له قبرونونه )

    وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُونَ ﴿٢٠﴾

     اويوه له نښو( دقدرت ) ددغه ( الله ) داده چې پيدايې كړ( اصل د ) تاسې له خاوروبيااوس تاسې يې بشرخپريږئ ( په ځمكه كې ) .

    وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿٢١﴾

     او( ځينې ) له نښو( دقدرت ) ددغه ( الله ) دادي چې پيداكړي يې دي تاسې ته له نفسونو( ځانونو) ستاسې ښځې ( جوړه ) لپاره ددې چې مائل شئ دوى ته ( اومطمئن اوسئ ) اوګرځولې يې ده په منځ ستاسې ( اودښځو) كې دوستي اومهرباني بيشكه په ده ( پيداكولودمودت اورحمت په منځ دازواجو) كې خامخاډيرې نښې دقدرت دي لپاره د( هغه ) قوم چې فكركوي ( دالله په صنع كې ) .

    وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِلْعَالِمِينَ ﴿٢٢﴾

     او( ځينې ) له نښو( دقدرت ) ددغه ( الله ) پيداكول دآسمانونواو ( پيداكول د ) ځمكې اواختلاف دى دژبوستاسې او( بل اختلاف دى ) درنګونوستاسې بيشكه په دغه ( اختلاف كې ) خامخاډيرې نښې ( دقدرت ) دې لپاره دعالمانوپوهانو.

    وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُمْ مِنْ فَضْلِهِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَسْمَعُون   ﴿٢٣﴾

     او(ځينې) له نښو( دكامل قدرت ) ددغه ( الله ) خوب ستاسې دى په شپه كې اوپه ورځ كې اوطلب ستاسې دى ( په ورځ كې ) له فضله دالله . بيشكه په دې ( خوب اومعيشت ) كې خامخاډيرې نښې ( دقدرت ) دى لپاره ( دهغه ) قوم چې اوري .

    وَمِنْ آيَاتِهِ يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَيُحْيِي بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿٢٤﴾

     او( ځينې ) له نښو( دقدرت ) ددغه ( الله دادي ) چې ښيي تاسې ته بريښنالپاره دويرې ( له تندر) اولپاره داميددباران ، اونازلوي ( الله ) له ( طرفه ) دآسمان څخه اوبه پس ژوندۍ كوي په دغو( اوبو) سره ځمكه وروسته له مرګ ( وچوالي ) ددې بيشكه چې په دغه ( بريښنااوباران ) كې خامخاډيرې نښې ( دقدرت ) دي لپاره ( دهغه ) قوم چې عقل لري ( اوتدبركوي په اموروكې ) .

    وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ تَقُومَ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ بِأَمْرِهِ ۚ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً مِنَ الْأَرْضِ إِذَا أَنْتُمْ تَخْرُجُونَ ﴿٢٥﴾

      او( ځينې ) له نښو( دقدرت ) ددغه ( الله دادى ) چې ولاړدى اسمان ( پاس بې له ستنواونه لويږي ) او ځمكه په امرحكم دالله سره بياكله چې راوبولي تاسې په بللوسره له ځمكې څخه ناڅاپه تاسې راوزئ ( ژوندي له قبرونوخپلوڅخه ) .

    وَلَهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ كُلٌّ لَهُ قَانِتُونَ ﴿٢٦﴾

     اوخاص الله لره دي هرهغه چې په آسمانونوكې دي اوپه ځمكه كې دي ( سره له آسمانونواوځمكې خلقا، ملكاوعبيدا) داټول دغه ( الله ) ته اطاعت كوونكي دي.

    وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ ۚ وَلَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلَىٰ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿٢٧﴾

     او( الله ) همغه ( مطلق قادر) دى چې اول ځلي پيداكوي خلك بيابه راژوندي كوي ( داخلك ) اودغه ( بياژوندي راپاڅول هم ) ډيرآسان دي په دغه (الله) اوخاص الله لره دى شان صفت ډيرلوى ، لوړپه اسمانونوكې اوپه ځمكه كې ( له عقل اوادراك څخه پورته ) اوهمدى دى ښه غالب ، قوي ( داحكاموپه انفاذ) ښه حكمت والا( چې هركارپه تدبيراومصلحت سره كوي ) .

    ضَرَبَ لَكُمْ مَثَلًا مِنْ أَنْفُسِكُمْ ۖ هَلْ لَكُمْ مِنْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ مِنْ شُرَكَاءَ فِي مَا رَزَقْنَاكُمْ فَأَنْتُمْ فِيهِ سَوَاءٌ تَخَافُونَهُمْ كَخِيفَتِكُمْ أَنْفُسَكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿٢٨﴾

     بيانوي ( الله ) تاسې ته ( اى مشركانو) يومثال له ځانونوستاسې څخه ( هغه مثال دادى ) آياشته تاسې ته ( بلكې شته ) له هغومريانوچې مالكان شوي دي دهغوښي لاسونه ستاسې څه شريكا ن ( له تاسې سره ) په هغه څه كې چې دركړي دي مونږتاسې ته پس تاسې ( اودامريان مو ) په هغه ( رزق ) كې سره برابريئ چې ويريږۍ له هغولكه ويريدل ستاسې له نفسونو( دنورواصيلانوشريكانو) خپلوپه مثل ددغه ( تفصيل ) په تفصيل سره بيانوومونږ آيتونه ( دقدرت ) لپاره ( دهغه ) قوم چې عقل لري ( تدبركوي ) .

    بَلِ اتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَهْوَاءَهُمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۖ فَمَنْ يَهْدِي مَنْ أَضَلَّ اللَّهُ ۖ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ ﴿٢٩﴾

     بلكې متابعت كوي هغه كسان چې ظلم يې كړى دى ( په شريك نيولوله الله سره ) دآرزوګانوخپلوبې له علم ( اوحجت ) څخه پس څوك به سمه صافه لاره وښيي هغه چاته چې ګمراه كړي وي ( دى ) الله ( بلكې هادي نه لري ) اونشته دوى لپاره هيڅوك له مرسته كوونكو( چې خلاص يې كړي له عذاب نه ) .

    فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا ۚ فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا ۚ لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٣٠﴾

     پس برابركړه (اى محمده!)مخ خپل دين ته په داسې حال چې مائل اوسي حق ته لازم ونيسئ پيدايښت (دين) دالله هغه چې پيداكړي دي ( الله ) خلك په هغه ( پيدايښت ) چې نشته له سره بدلولو پيدايښت ( دين) دالله ته ( اومه يې بدلوئ چې شريك ورسره پيداكړئ ) داهمغه دين سم دى ( چې هيڅ كوږوالى په هغه كې نشته ) وليكن زياتره خلك نه پوهيږي ( په توحيددالله )

    ۞ مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿٣١﴾

     حال داچې رجوع كوونكي يئ دغه ( الله ) ته اوويريږئ له ( عذابه د) الله اوقائموئ ( سم دروئ سره له ټولوحقوقو) لمونځ اومه كيږئ تاسې له مشركانو (يعنې ) له هغو( مشركانو) چې تارپه تاركړى يې دى دين خپل اوشوي وودوى ډلې ډلې هره يوه ډله ( چې ده له دوى نه) په هغه ( دين ) چې له دوى څخه دى خوشاله دي .

    مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا ۖ كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ ﴿٣٢﴾

     له هغو( مشركانو) چې تارپه تاركړى يې دى دين خپلاوشوي وودوى ډلې ډلې هره يوه ډله ( چې ده له دوى نه) په هغه ( دين ) چې له دوى څخه دى خوشاله دي .

    وَإِذَا مَسَّ النَّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُمْ مُنِيبِينَ إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا أَذَاقَهُمْ مِنْهُ رَحْمَةً إِذَا فَرِيقٌ مِنْهُمْ بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ ﴿٣٣﴾

     اوكله چې ورسيږي خلكوته څه ضررنوبولي دوى رب خپل په داسې حال كې چې رجوع كوونكي وي خاص الله ته بياكله چې وڅكوي ( الله ) دوى ته له خپله طرفه كوم رحمت ( مهرباني ) ناڅاپه يوه ډله له دوى نه له رب خپل سره شريكان نيسي

    لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ ۚ فَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿٣٤﴾

     لپاره ددې چې ناشكري وكړي ( اوكافرشي ) په هغو( نعمتونو) چې وركړي دي مونږدوى ته پس ګټه اخلئ ( اى كفاروڅوورځې ) پس ژربه معلوم كړئ تاسې ( عاقبت دعمل خپل ) .

    أَمْ أَنْزَلْنَا عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا فَهُوَ يَتَكَلَّمُ بِمَا كَانُوا بِهِ يُشْرِكُونَ ﴿٣٥﴾

     آيانازل كړى دى مونږپه دوى كوم برهان علمي سندپس هغه خبرې كوي په هغه چې وودوى په هغه سره شريك پيداكوي ( له الله سره دوى بلكې نه مودي نازل كړي ) .

    وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً فَرِحُوا بِهَا ۖ وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ إِذَا هُمْ يَقْنَطُونَ ﴿٣٦﴾

     اوكله چې وڅكوومونږپه خلكوڅه رحمت ( مهرباني ) نوخوشاله شي دوى په هغه اوكه ورسيږي هغوى ته څه سختي په سبب دهغو( اعمالو) چې پخواليږلي دي لاسونوددوى ناڅاپه بيا دوى نااميده شي ( دالله له رحمت څخه ).

    أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿٣٧﴾

     ايانه ويني ( نه دي خبر) دوى چې بيشكه الله پراخوي رزق هرهغه چاته چې اراده وكړي اوتنګوي يې ( هغه چاته چې ويې غواړي ) بيشكه په دغه ( بسط اوقبض ) كې خامخادلائل ( دقدرت ) دي لپاره د( هغه ) قوم چې ايمان راوړي

    فَآتِ ذَا الْقُرْبَىٰ حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ لِلَّذِينَ يُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿٣٨﴾

     پس وركړه(اى مؤمنه ! ) خاونددقرابت ته حق دده ( چې نيكي اوصله رحمي ده ) اومحتاج ته اومسافرته دغه ( وركول دحقوقو) خيرغوره دي (له امساك څخه) لپاره دهغوكسانوچې اراده لري دثواب ( رضاء ) دالله اوهمدغه وركوونكى د( حقوقو) همدوى دي خلاصيدونكي برياليان.

    وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ رِبًا لِيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُو عِنْدَ اللَّهِ ۖ وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ ﴿٣٩﴾

     اوهغه څه چې وركوئ يې تاسې له سودنه لپاره ددې چې زيات شي په مالونودخلكوكې پس نه زياتيږي هغه په نزددالله اوهرهغه څه چې وركوئ يې تاسې له زكات څخه چې اراده لرۍ تاسې په هغه سره دثواب ( اورضاء ) دالله پس دغه ( محضالله وركوونكى ) همدوى دي زياتوونكي ( دحسناتوخپلو) .

    اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ۖ هَلْ مِنْ شُرَكَائِكُمْ مَنْ يَفْعَلُ مِنْ ذَٰلِكُمْ مِنْ شَيْءٍ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٤٠﴾

     الله هغه ( مطلق قادردى ) چې پيداكړي يئ تاسې ( په دركولودروح سره ) بيايې روزي دركړې ده تاسې ته بيامړه كوي تاسې بيابه ژوندي كړي تاسې ( په بعث ) سره آياشته له دغوشريكانوستاسې داسې څوك چې كولى شي هغه له دغو( څلوروواړوكارونو) څخه كوم شى ؟ ( بلكې نشي كولاى ) پاكي ده الله ته اوډير لوى پورته دى شان دالله له دې نه چې شريك پيداكوي دوى ( له الله سره )

    ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿٤١﴾

     ظاهرشو( آثارد) فسادپه براوبحر( په وچه اولنده ) كې په سبب دهغې ( ګناه اوشرك ) چې كړي دي لاسونو دخلكو لپاره دد ې چې وڅكوي ( الله ) دوى ته څه ( سزا) دهغو ( عملونو) چې كړي دي دوى لپاره ددې چې واوړي دوى ( له دغوبديونه ) .

    قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلُ ۚ كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُشْرِكِينَ ﴿٤٢﴾

     ووايه ( اى محمده ! مشركانوته ) چې وګرځۍ په ځمكه كې ( دتيروامتونو) پس وګورئ څرنګه شوه خاتمه دهغوكسانو چې پخواله دوى څخه وو، ؤ زياتره ددوى مشركان ( نودخپل شرك په سبب هلاك شول ) .

    فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ الْقَيِّمِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ ۖ يَوْمَئِذٍ يَصَّدَّعُونَ ﴿٤٣﴾

     پس برابركړه مخ ( وجود) خپل دين سم ( معتدل داسلام ) ته پخواله هغه چې راشي هغه ورځ چې نشته هيڅ بيرته ګرځيدل هغې ته له ( جانبه د) الله په دغه ورځ كې به تارله تارشي دغه مخلوق ( چې ځينې به جنت ځي اوځينې به دوزخ ته ) .

    مَنْ كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُ ۖ وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِأَنْفُسِهِمْ يَمْهَدُونَ ﴿٤٤﴾

     هرڅوك چې كافرشوپس په هغه ده ( سزا) دكفردهغه اوهرڅوك چې وكړي ( نيك عمل ) پس خاص لپاره دځانونوخپلوفرشونه غوړوي اوپه زړه پورې سامانې جوړوي

    لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْ فَضْلِهِ ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْكَافِرِينَ ﴿٤٥﴾

     لپاره ددې چې جزاوركړي (الله ) هغوكسانوته چې ايمان يې راوړى دى اوكړى يې دي ښه ( عملونه ) له فضله خپل څخه، بيشكه چې الله نه خوښوي كافران ( نوځكه يې په دوزخ كې غورځوي ) .

    وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ يُرْسِلَ الرِّيَاحَ مُبَشِّرَاتٍ وَلِيُذِيقَكُمْ مِنْ رَحْمَتِهِ وَلِتَجْرِيَ الْفُلْكُ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿٤٦﴾

     اوځينې له نښو( دقدرت ) دالله دادي چې راليږي بادونه زيرى وركوونكي اولپاره ددې چې وڅكوي په تاسې ( په سبب ددغوبادونو) ځينې ( مزې ) درحمت خپل اوبل لپاره ددې چې روانه شي پرې بيړۍ په امرحكم دالله اولپاره ددې چې طلب كړئ ( په چلولودبيړۍ له ځينو) له فضل دالله نه اولپاره ددې چې تاسې شكروباسئ ( په دغونعمتونو) .

    وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا ۖ وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ ﴿٤٧﴾

     اوخامخاپه تحقيق ليږلي ؤمونږپخواله تا( اى محمده ! ) نوررسولان په طرف دقومونوددوى ته پس راغلل ( دغه رسولان ) دوى ته په معجزوښكاره ؤ ( دقدرت ) پس بدل واخيست مونږ له هغوكسانوچې كافران شول ( نودوى موهلاك كړل اومؤمنانوته مونصرت وركړ) اودى حق ( تفضلا) په مونږنصرت دمؤمنانو.

    اللَّهُ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَيَبْسُطُهُ فِي السَّمَاءِ كَيْفَ يَشَاءُ وَيَجْعَلُهُ كِسَفًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ ۖ فَإِذَا أَصَابَ بِهِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿٤٨﴾

     الله هغه ( مطلق قادر) دى چې راليږي بادونه پس پورته كوي ( په هواكې ) وريځې پس خپروي دغه ( وريځې ) په آسمان كې څرنګه چې اراده وكړي ( الله ) اوګرځوي دغه ( وريځې ) ټوټې ټوټې لاندې باندې پس ويني به ته ( اى مخاطبه څاڅكي د) باران چې راوځي له منځه ددې ( وريځې) نوكله چې ورسوي دغه باران هغه چاته چې اراده وكړي ( الله ) له بندګانوخپلوناڅاپه دوى خوشحاليږي پرې ( اوزيرى پرې كوي )

    وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلِ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْهِمْ مِنْ قَبْلِهِ لَمُبْلِسِينَ ﴿٤٩﴾

     اوبيشكه چې وودوى پخواله دې چې نازل كړى شوى ؤ په دوى ( باران ) پخواله ( ظهوره له ) دې ( ورېځې اوباران ) خامخانااميده وو ( له ورښت څخه يې ) .

    فَانْظُرْ إِلَىٰ آثَارِ رَحْمَتِ اللَّهِ كَيْفَ يُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ لَمُحْيِي الْمَوْتَىٰ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿٥٠﴾

     نووګوره ( اى مخاطبه ) نښې درحمت ( باران ) دالله ته چې څرنګه ژوندۍ كوي دې دغه ځمكه په باران ( دوښوپه زرغونولوسره ) وروسته له مړوالي اووچوالي دهغې بيشكه دغه ( ژوندى كوونكى دځمكې ) خامخاژوندى كونكى دمړوهم دى . اوهغه ( الله ) په هرشي باندې ( چې اراده وكړي ) ښه قادردى ( چې ځينې يې ژوندي كول اومړه كول دي ) .

    وَلَئِنْ أَرْسَلْنَا رِيحًا فَرَأَوْهُ مُصْفَرًّا لَظَلُّوا مِنْ بَعْدِهِ يَكْفُرُونَ ﴿٥١﴾

     اوقسم دى كه وليږومونږباد( په شنه كښت ) پس ويني دوى داكښت تك زيړنو خامخابه ګرځي دوى وروسته له دغه زيړوالي كافران ( په تيرونعمتونواى محمده ! له دوى نه دپوهې اومنلوطمعه مه كوه )

    فَإِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَىٰ وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاءَ إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ ﴿٥٢﴾

     پس بيشكه ته نشې اورولى مړوته ( اودغه كفارهم حكم دمړولري ) اونشې اورولى ته كڼوته غږ ( دبللو) كله چې وګرځي دوى په داسې حال كې چې شاګرځوونكي وي ( تاته )

    وَمَا أَنْتَ بِهَادِ الْعُمْيِ عَنْ ضَلَالَتِهِمْ ۖ إِنْ تُسْمِعُ إِلَّا مَنْ يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ مُسْلِمُونَ ﴿٥٣﴾

     اونه يې ته سمه لاره ښوونكى ( دزړونو) ړندوته له ګمراهۍ ددوى ، نشې اورولى ته ( دپوهې اومنلوپه اورولوسره ) مګرهغه چاته چې ايمان يې راوړى وي په نښودقدرت زمونږپس دوى مسلمانان غاړه ايښودونكي دي .

    ۞ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْقَدِيرُ ﴿٥٤﴾

     الله هغه ( مطلق قادر) دى چې پيداكړي يئ تاسې له كمزوري ( شي څخه چې نطفه ده ) بيايې دركړى دى وروسته له بل ضعف ( دطفوليت ) قوت ( دځوانۍ ) بيايې دركړى دى وروسته له قوت ( ځلميتوبه) ضعف اودويښتوسپينوالى پيداكوي الله هرهغه شى چې اراده وكړي ( دپيدايښت دهغه ) اوهمدغه ( الله ) ښه عالم دى ښه قادردى ( په هرشي ) .

    وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يُقْسِمُ الْمُجْرِمُونَ مَا لَبِثُوا غَيْرَ سَاعَةٍ ۚ كَذَٰلِكَ كَانُوا يُؤْفَكُونَ ﴿٥٥﴾

     اوپه هغې ورځې كې چې قائم شي قيامت نوقسمونه به خوري مجرمان ( كافران په دې ) چې نه دي پاتې شوي ( په دنياكې ) غيرله يوساعته همدارنګه ( چې دوى دروغ وايي آخرت كې ) وودوى چې ګرځول كيدل به ( له رښتيانه په دنياكې ) .

    وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَالْإِيمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِي كِتَابِ اللَّهِ إِلَىٰ يَوْمِ الْبَعْثِ ۖ فَهَٰذَا يَوْمُ الْبَعْثِ وَلَٰكِنَّكُمْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿٥٦﴾

     اووايي به دوى ته هغه كسان چې وركړى شوى ؤدوى ته علم اوايمان ( يعنې انبياء ، پرښتې ، مؤمنان چې ولې دروغ وايي بلكې ) خامخاپه تحقيق ډيرياتې شوي يئ ( په دنياكې چې هغه ليكلي دي ) په كتاب دالله ( لوح محفوظ ) كې ترورځې دبعث پورې پس دغه ده ورځ دبعث ( چې تاسې ترې منكران وئ ) ليكن تاسې وئ تاسې په دنياكې چې دجهل اوغفلت له امله نه پوهيدئ ( ددې ورځې په وقوع ) .

    فَيَوْمَئِذٍ لَا يَنْفَعُ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ ﴿٥٧﴾

     پس په دغې ورځې كې به نه رسوي ګټه هغوكسانوته چې ظلم كړى دى دوى ( په ځانونوخپلوپه كفرسره ) عذرددوى اونه به دوى وبللى شي راضي كولودالله ته ( يابه نه له دوى نه معذرت غوښتلى كيږي ) .

    وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هَٰذَا الْقُرْآنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ۚ وَلَئِنْ جِئْتَهُمْ بِآيَةٍ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا مُبْطِلُونَ ﴿٥٨﴾

     اوخامخاپه تحقيق بيان كړي دي مونږلپاره دخلكوپه دغه قرآن كې له هرقسم مثال ( چې مفيدواقع كيږي دوىته ) او( قسم دى اى محمده ! ) كه راوړې ته دوى ته كوم ايت دقدرت نوخامخاوبه وايي هرومروهغه كسان چې كافران شوي دي (عنادا) چې نه يئ تاسې ( اى محمده ! اومؤمنان ! ) مګر( دروغجنان ) باطل ويونكي .

    كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٥٩﴾

     همدارنګه ( لكه چې مهرلګولى دى ) مهرلګوي الله په زړونودهغوكسانوچې نه پوهيږي ( اونه دپوهې غوښتنه كوي ) .

    فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ ۖ وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لَا يُوقِنُونَ ﴿٦٠﴾

     پس صبركوه ( اى محمده ! په ضررددوى ) بيشكه چې وعده ( دنصرت ) دالله حقه ده اونه دې پورته كوي ته هغه كسان چې يقين نه راوړي ( په آخرت ) .