اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة الزمر(پښتو ژباړه)

    سورة الزمر(پښتو ژباړه)

    سورة الزمر(پښتو ژباړه)
    Rate this post

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

    تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿١﴾

     راليږل ددې كتاب ( قرآن پرمحمد) دى له ( جانبه دهغه ) الله چې ډيرزبردست قوي غالب دحكمتونو څښتن دى .

    إِنَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَهُ الدِّينَ ﴿٢﴾

     بيشكه مونږنازل كړى مودى تاته ( اى محمده ! ) كتاب ( قرآن ) په حقه سره پس عبادت كوه دالله حال داچې خالص كوونكىيې دغه ( الله ) ته ددين ( خپل له شرك )

    أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ ۚ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَىٰ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ ﴿٣﴾

     واورئ خبرداراوسئ خاص الله سره دى دين ( اوطاعت ) خالص اوهغه كسان چې نيولي يې دي غيرله دغه ( الله ) څخه نوردوستان ( وايي ) نه كو وعبادت ددوى مګرلپاره ددې چې نزدې كړي دوى مونږ طرف دالله ته نزدې كول بيشكه الله به فيصله ( حكم ) كوي په منځ ددوى كې په هغه شي كې چې دوى په هغه سره اختلاف كوي . بيشكه الله نه ښيي سمه لياره دهدايت هغه چاته چې دى درواغجن وي . ناشكر

    لَوْ أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا لَاصْطَفَىٰ مِمَّا يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ سُبْحَانَهُ ۖ هُوَ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ﴿٤﴾

     كه چيرې اراده فرمايلې وى الله (په زعم دمشركانو) ددې چې ونيسي ولدنوخامخاغوره كړى به يې واى له هغه مخلوقه چې پيداكوي يې هرهغه چې اراده يې فرمايلې واى پاكي ده الله لره ( له ولده اوټولوعيوبو) همدى دى الله يواځې ( بې شريكه له ولده ) ډيرغالب ( پرهرشي ) .

    خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۖ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ ۖ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى ۗ أَلَا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ ﴿٥﴾

     پيداكړي دي ( الله ) آسمانونه اوځمكه په حقه سره(چې دليل شي په وجوددصانع مطلق) تاووي ( نغاړي داخلوي الله ) شپه پرورځې اوتاووي ( نغاړي داخلوي الله ) ورځ په شپه كې ( يازياتوي دشپې نه په ورځې اوله ورځې په شپې باندې ) . اومسخركړى په كارلګولى يې دى لمراوسپوږمۍ ، چې هريوروان دي ترنيټې په نامه كړى شوې پورې ( چې ورڅ دقيامت ده ) واورئ خبردارشئ چې الله ښه زبردست قوي غالب ښه بښونكى دى .

    خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ الْأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ ۚ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِنْ بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ ﴿٦﴾

     ( الله ) پيداكړى يې تاسې له نفس يوه ( آدم ) څخه بيايې پيداكړه لدغه ( نفس واحديعنې آدم ) څخه جوړه دده ( حواء ) اونازل ( پيدا) يې كړل لپاره د( نفعې د) تاسې له چارپايانوڅخه ( لكه اوښان غوايان پسونه اوزې ) اته جوړې ( نراوښځې ) . پيداكوي ( الله ) تاسې په ګيډو دميندوستاسې كې يوقسم پيدايښت وروسته له يوبل قسم پيدايښت په تيارودريوكې ( چې مشيمي اودرحم اودګيډې دى ) . دغه ( موصوف پدغوصفاتو) الله دى رب ستاسې خاص ده لره دى ملك سلطنت ( بې زواله ) نشته بل هيڅوك لائق دعبادت مګرهمدى يواځې پس كوم طرف ته ګرځولى شئ تاسې ( له عبادت دده نه )

    إِنْ تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنْكُمْ ۖ وَلَا يَرْضَىٰ لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ ۖ وَإِنْ تَشْكُرُوا يَرْضَهُ لَكُمْ ۗ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۗ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ مَرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿٧﴾

     كه چيرې كفراختياركړئ تاسې پس بيشكه الله غني بې پروادى له تاسې ( اوستاسې له عبادته ) اونه خوښوي ( الله ) لپاره دبندګانو خپلوكفر( اګركه يې فرمايلي وي اراده دكفرله ځينونه ) . اوكه شكروباسئ ( په نعمت داسلام ) نوخوښوي دغه ( شكران الله ) تاسې ته . اووابه نخلي بارهيڅ باراخيستونكى باردګناهونودبل چا . بياخاص رب ستاسې ته بيرته ورتله ستاسې دي پس خبربه كړي تاسې پرهغو( عمل) چې وئ تاسې چې كول به مو( پدنياكې ) بيشكه دغه ( الله) ښه عالم دى په خبرو دسينو( دزړوپه پټونياتوهم )

    وَإِذَا مَسَّ الْإِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهُ مُنِيبًا إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُ نِعْمَةً مِنْهُ نَسِيَ مَا كَانَ يَدْعُو إِلَيْهِ مِنْ قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَنْدَادًا لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِهِ ۚ قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِيلًا ۖ إِنَّكَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ ﴿٨﴾

     اوكله چې ورسيږي انسان ( كافر) ته كوم قسم سختي نوبولي رب خپل پدې حال كې چې رجوع كوونكى وي خاصه همده ته ( شكونكى له نورو) بيا هركله چې وركړى ( الله ) ده ته نعمت له خپل جانبه نوهيركړى هغه ( ذات الله ) چې ؤدى چې پكې باله به يې ( تضرع به يې كوله ) هغه ( الله ) ته پخوالدې نعمته اوګرځوي الله ته شريكان ( په عبادت كې ) لپاره ددې چې ګمراه كړي ( خلك ) له ليارې دالله ( چې دين داسلام دى ) . ووايه ( اى محمده ! دغه كافرته ) چې نفع واخله په كفرخپل لږ ( مدة په دنياكې ) بيشكه ته له يارانوداور( ددوزخ ) يې

    أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاءَ اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ ۗ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ۗ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿٩﴾

     آياهغه څوك چې دى طاعت كوونكى وي په ساعتونودشپې كې سجده كوونكى اوولاړ ( په لمانځه ) ويريږي ( له عذابه ) دآخرت اواميدلري درحمت درب خپل ( داسې دى لكه هغه څوك چې بې فرمانه وي په كفراونوروبديو) ووايه ( اى محمده ! ) آيا برابردي سره هغه كسان چې پوهيږي ( اوخاوندان دعلم دى ) اوهغه كسان چې نه پوهيږي ( جاهلان وي، بلكې برابرنه دى ) بيشكه همداخبره ده چې پنداخلي خاوندان دخالصوعقلو .

    قُلْ يَا عِبَادِ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا رَبَّكُمْ ۚ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَٰذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ ۗ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ ۗ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿١٠﴾

     ووايه ( اى محمده ! دوى ته دالله له جانبه ) اى بندګانوزماهغه چې ايمان يې راوړى دى ( يعنې اى مؤمنانو) وويريږئ له ( عذابه د) رب خپل شته هغوكسانوته چې نيكى يې كړې ده په دغه دنياكې ( په طاعت سره ) نيكي ( د آخرت چې جنت اورضوان دى ) . اوځمكه دالله ارته ده ، بيشكه همداخبره ده پوره وركاوه شي صابرانوته اجرثواب ددوى بې حسابه ( ډيرزيات ) .

    قُلْ إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ مُخْلِصًا لَهُ الدِّينَ ﴿١١﴾

     ووايه (اى محمده ! دوى ته) بيشكه زه چې يم امرحكم كړى شوى دى ماته ددې چې عبادت كوم يواځې دالله چې خالص كوونكى يم ده ته (د) دين ( بندګۍ خپلې)

    وَأُمِرْتُ لِأَنْ أَكُونَ أَوَّلَ الْمُسْلِمِينَ ﴿١٢﴾

    اوامرحكم كړى شوى دى ماته چې شم زه اول دمسلمانانو( ددې امت ) .

    قُلْ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿١٣﴾

     ووايه (اى محمده ! ) بيشكه زه ويريږم كه چيرې نافرمايي وكړم درب خپل له عذابه دورځې لويې ( دقيامت)

    قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصًا لَهُ دِينِي ﴿١٤﴾

     ووايه ( اى محمده ! ) الله ته عبادت كوم پدې حال چې خالص كوونكى يم ده ته ( د) دين خپل ( له شركه )

    فَاعْبُدُوا مَا شِئْتُمْ مِنْ دُونِهِ ۗ قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ أَلَا ذَٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ ﴿١٥﴾

     پس عبادت كوئ تاسې دهرهغه شي چې اراده وكړئ تاسې غيرله الله . ووايه ( اى محمده !) بيشكه زيان كاران هغه كسان دي چې زيان يې رسولى دى ځانوخپلوته اواهل خپل ته په ورځ دقيامت كې ، واورئ خبردارشئ چې دغه ( خسران ) همدغه دى زيان ښكاره .

    لَهُمْ مِنْ فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِنَ النَّارِ وَمِنْ تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ۚ ذَٰلِكَ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِ عِبَادَهُ ۚ يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ ﴿١٦﴾

     تفسير : يعنې مشركين نه خپلو ځانو ته د الله جل جلاله له عذابه نجات وركولى شى او نه خپلې كورنى او خيلخانى ته څه فائده او نجات بښلى شي او ګرد د جهنم د شغلو ځنې جارول شي له دېنه به زياده نور څه خساره وى ؟

    وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَنْ يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمُ الْبُشْرَىٰ ۚ فَبَشِّرْ عِبَادِ ﴿١٧﴾

     اوهغه كسان چې ځان يې ساتلى دى له بتانوداسې چې عبادت وكړي دهغواورجوع يې كړې وي طرف دالله ته شته دوى ته بشارت زيرى پس زيرى وكړه ( اى محمده ! ) پربندګانوزما

    الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ ۚ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿١٨﴾

     هغوچې اوري خبره ( دقرآن ) پس متابعت كوي دوى ډيرښه دهغه داهغه كسان دي چې سمه لاره ښوولې ده دوى ته الله اودغه كسان همدوى دي خاوندان دخالصو عقلو .

    أَفَمَنْ حَقَّ عَلَيْهِ كَلِمَةُ الْعَذَابِ أَفَأَنْتَ تُنْقِذُ مَنْ فِي النَّارِ ﴿١٩﴾

     آياهغه څوك چې واجب شوى وي په ده حكم دعذاب،آياپس خلاصولى شي ته هغه څوك چې په اوركې وي ( بلكې نه يې شې خلاصولى )

    لَٰكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِنْ فَوْقِهَا غُرَفٌ مَبْنِيَّةٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ وَعْدَ اللَّهِ ۖ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ الْمِيعَادَ ﴿٢٠﴾

     ليكن هغه كسان چې ويريږي له رب خپله شته دوى ته ماڼۍ ( په جنت كې ) چې له پاسه دهغې نورې ماڼې بناكړى شوي دي . چې بهيږي لاندې دماڼيو( اوونودهغې څلورقسمه ) ويالې ( وعده كړې ده ) وعده كول دالله ، نه كوي مخالفت الله له وعدې خپلې

    أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَلَكَهُ يَنَابِيعَ فِي الْأَرْضِ ثُمَّ يُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَجْعَلُهُ حُطَامًا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِأُولِي الْأَلْبَابِ ﴿٢١﴾

     آيانه وينې ته بيشكه الله نازلې كړې دي له ( طرفه ) دآسمانه اوبه پس ننه ايستلي يې دي دا ( اوبه ) په چينوپه ځمكه كې . بياراباسي پدغو( اوبو) سره كښت حال داچې مختلف وي رنګونه دهغه . بياوچ شي پس وينې ته هغه شين رنګى تك ژيړپس ګرځوي دغه كښت رژيدلى مات شوى بيشكه پدغو( اوبواووښو) كې خامخاډيرلوى پنددى خاوندانودخالصوعقلو .

    أَفَمَنْ شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَىٰ نُورٍ مِنْ رَبِّهِ ۚ فَوَيْلٌ لِلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ ۚ أُولَٰئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿٢٢﴾

     آياپس هرهغه څوك چې پرانستلى اوارته كړې وي الله سينه دده ( قبول د)اسلام ته پس وي به دى په رڼا( دهدايت ) له ( طرفه ) درب خپل پس افسوس هلاك خرابي ده هغوكسانوته چې سخت وي زړونه ددوى له ذكره ياده دالله دغه كسان په ګمراهى ښكاره كې دي .

    اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُتَشَابِهًا مَثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَىٰ ذِكْرِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ ﴿٢٣﴾

     الله ټوټه ټوټه نازكړى دى ډيرښايسته خوږكلام كتاب ( اودغه پاک كتاب ډيرښائسته خوږكلام ) مشابه يوله بل سره مكررغبرګ ( دى ) چې لړځيږي رپيږي ځيك كيږي لده پوستكى دهغوكسانوچې ويريږي له رب خپل بياپاسته شي ( آرام نيسي ) پوستكى ددوى اوزړونه ددوى طرف ديادولودالله ته دغه ( قرآن ) هدايت دى دالله سمه لاره ښيي په دغه ( قرآن ) سره هرهغه چاته چې اراده وفرمايي اوهرڅوك چې ويې ښويوي الله پس پيدابه نشي هغه ته هيڅوك لاره ښوونكى .

    أَفَمَنْ يَتَّقِي بِوَجْهِهِ سُوءَ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ وَقِيلَ لِلظَّالِمِينَ ذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْسِبُونَ ﴿٢٤﴾

     آياپس هغه څوك چې ځان ساتي په مخ خپل سره له سختۍ دعذاب دورځې دقيامت (په شان دهغه مامون دى ؟ بلكې نه دى ) اووبه ويل شي ظالمانوته چې وڅكئ ( خوند) دهغه عمل چې وئ تاسې چې كاوه به مو( په دنياكې چې دانبياووتكذيب ؤ )

    كَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ ﴿٢٥﴾

     ( همداسې ) درواغجن شميرلي وو( خپل انبياء ) هغوكسانوچې پخوا لدوينه ووپس رابه غى دوى ته عذاب له داسې طرفه چې نه به پوهيدل

    فَأَذَاقَهُمُ اللَّهُ الْخِزْيَ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿٢٦﴾

     پس وبه څكوله پدوى الله خواري اورسوايي په دغه ژوندون لږخسيس كې اوخامخاعذاب دآخرت ډيرلوى دي كه چيرې واى دوى پدې عالمان ( نوايمان به يې راوړى وو) .

    وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هَٰذَا الْقُرْآنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿٢٧﴾

     اوخامخاپه تحقيق بيان كړي دي مونږخلكوته پدغه قرآن كې له هرمثله ( چې په دينيه وواموروكې پكاريږي ) لپاره ددې چې دوى ( پرې ) پندواخلي

    قُرْآنًا عَرَبِيًّا غَيْرَ ذِي عِوَجٍ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿٢٨﴾

     په دې حال كې چې داقرآن دى لوستلى شوى په عربي ژبې سره چې نه دى خاونددكوږوالي لپاره ددې چې دوى وساتلى شي ( له معاصيواوله كفره ) .

    ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَجُلًا فِيهِ شُرَكَاءُ مُتَشَاكِسُونَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا ۚ الْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٢٩﴾

     تړي ( بيانوي ) الله يومثل چې يوسړى وي ( مريي ) چې وي په ده كې ( ډير) شريكان ټول بدخويه سره ناسازه اويوبل سړى وي ( هغه هم مريې خو ) سلامت ټول ديوه سړي وي ، آيابرابردي سره دغه دواړه مثالونه ( دمريوبلكې ؟ نه دي سره برابرهمداسې دى حال دكافراودمؤمن ) . ټوله ثناء صفت خاص الله لره دى ، بلكې زياتره دخلكونه پوهيږي ( په نفع اوضررخپل ) .

    إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُمْ مَيِّتُونَ ﴿٣٠﴾

     بيشكه چې ته هم مړكيدونكى يې اوبيشكه دوى هم مړه كيدونكي دي ( اوهيڅوك بې له الله پاتې كيدونكى نه دي )

    ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عِنْدَ رَبِّكُمْ تَخْتَصِمُونَ ﴿٣١﴾

     ) بيابيشكه تاسې په ورځ دقيامت كې په نزددرب خپل جګړه به كوئ ( په دينيه ؤ اموروكې )

     فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَبَ عَلَى اللَّهِ وَكَذَّبَ بِالصِّدْقِ إِذْ جَاءَهُ ۚ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْكَافِرِينَ ﴿٣٢﴾

     پس څوك دى ډيرظالم ؟( بلكې نشته ) له هغه چاچې درواغ تړي پرالله ( په لرلودشريك ، ځوى ، ښځې ) اودرواغ شميري رښتياخبره ( قرآن) كله چې راشي ( دغه قرآن ) دغه ( مكذب ) ته آيانشته په دوزخ كې ځاى لپاره دكافرانو؟ ( بلكې شته ) .

    وَالَّذِي جَاءَ بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ ۙ أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ ﴿٣٣﴾

     اوهغه ( محمد) چې راغى په ( خبرۍ ) رښتياسره اوهغه ( مؤمنان) چې رښتيايې وشميرله دا( خبره ) دغه كسان همدوى دي پرهيزګاران ( له معاصيواوله شركه ) .

    لَهُمْ مَا يَشَاءُونَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۚ ذَٰلِكَ جَزَاءُ الْمُحْسِنِينَ ﴿٣٤﴾

     شته دوى ته ( په جنت كې ) هرهغه ( نعمت ) چې غواړي يې په نزد درب ددوى ، دغه ( مذكوركرامت ) جزاء ده دمحسنانونيكوكارانو

    لِيُكَفِّرَ اللَّهُ عَنْهُمْ أَسْوَأَ الَّذِي عَمِلُوا وَيَجْزِيَهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿٣٥﴾

     لپاره ددې چې ورژوي ( توې كړي ) الله لدوى نه بدترد هغوګناهونوچې كړې يې وي اوچې جزاء وركړى (الله ) دوى ته اجرددوى په سبب دهغه ډيرښه عمل چې ؤ دوى چې كاوه به يې ( په دنياكې ) .

    أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ ۖ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِنْ دُونِهِ ۚ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ ﴿٣٦﴾

     آيانه دى الله كافي بس كيدونكى دبنده خپل ( بلكې كافي دى ) اوويروي ( كفاراى محمده ! ) تاپه هغوبتانو( چې عبادت يې كوي كفار) بې له الله اوهرڅوك چې ګمراه يې كړي الله پس پيدابه نشي دې ( ګمراه ) ته هيڅوك سمه لياره ښوونكى

    وَمَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ مُضِلٍّ ۗ أَلَيْسَ اللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِي انْتِقَامٍ ﴿٣٧﴾

     اوهرچاته چې سمه لياره وښيي الله پس نشته ده ته هيڅوك ګمراه كوونكى ، ايانه دى الله ډيرزبردست غالب قوي څښتن دبدل اخيستلو ؟ ( بلكې دى )

    وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ ۚ قُلْ أَفَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ أَرَادَنِيَ اللَّهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَاشِفَاتُ ضُرِّهِ أَوْ أَرَادَنِي بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَاتُ رَحْمَتِهِ ۚ قُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ ۖ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُونَ ﴿٣٨﴾

     اوخامخاكه وپوښتې ته ( اى محمده ! ) له دغو( مشركانو) چې چاپيداكړي دي اسمانونه اوځمكې نوخامخاوبه وايي هرومروچې الله ( پيداكړي دي ) ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) آياپس وينئ تاسې هغه بتان چې بولئ ( عبادت يې ) كوۍ تاسې بې له الله كه چيرې اراده وفرمايي له ماسره الله دضرررسولو آيادي دابتان لرې كوونكي دضرردهغه ( له مانه ؟ بلكې نه دى ! ) ياكه اراده وفرمايي ( الله ) له ماسره درحمت ( دنفعې رسولو) آيادي دغه ( بتان) منع كوونكي درحمت دالله ( له مانه ؟ بلكې نه دي ! ) ووايه ( اى محمده !) دوى ته بس دى زماالله ، خاص په همدغه الله توكل كوي توكل كوونكي ( په هرحال اوهركاركې اوخپل ټول امورهمغه ته ورسپاري ) .

    قُلْ يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿٣٩﴾

     ووايه ( اى محمده ! ) اى قومه زماژوند( روزګار) كوئ تاسې په ځاى ( اوحال ) خپل كې بيشكه زه هم عمل كوونكى يم ( په حال دتوكل ا وصبرخپل ) پس ژرده چې معلوم به كړئ تاسې ( زمااوله تاسونه )

    مَنْ يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌ مُقِيمٌ ﴿٤٠﴾

     هرهغه چې رابه شي هغه ته داسې عذاب چې وبه شرموي ( اورسوابه كړي ) دى اونازل به شي په ده عذآب هميشه .

    إِنَّا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ ۖ فَمَنِ اهْتَدَىٰ فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا ۖ وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِوَكِيلٍ ﴿٤١﴾

     بيشكه مونږنازل كړى مودى پرتاكتاب ( قرآن ) لپاره ( دانتفاع دټولو) خلكوپه حقه سره پس هرچاچې سمه لياره يې وموندله پس نفس دده لره ده ( فائده يې ) اوهرڅوك چې ګمراه شو پس بيشكه همداخبره ده چې ګمراه كيږي پرځان خپل ( چې ضرريې ګالي ) اونه يې ته پردوى وكيل ( ساتونكي )

    اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنْفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا ۖ فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَىٰ عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَىٰ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿٤٢﴾

     الله راكاږ ي ( قبضوي ) نفسونه په وخت دمرګ ددوى اوهغه نفس چې نه وي مړ ( هغه راكاږي ) په خوب دهغه كې پس وساتي هغه ( نفس ) چې حكم يې كړى پرهغه دمرګ اوبيرته راليږي ( بدن ته ) هغه بل ( نفس ) ترنيټې په نامه كړى شوي پورې بيشكه په دغه ( قبض ) ، امساك ، ارسال كې خامخاډيردلائل دقدرت دي لپاره دهغه قوم چې فكركوي ( اوعبرت ترې اخلي ليكن نكوي فكر پكې كفار)

    أَمِ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ شُفَعَاءَ ۚ قُلْ أَوَلَوْ كَانُوا لَا يَمْلِكُونَ شَيْئًا وَلَا يَعْقِلُونَ ﴿٤٣﴾

     آيانيولي دي دغو( مشركانو) غيرله الله شفاعتګران ( بتان چې زاري وكړي الله ته ) . ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) ايااګركه وي دوى پداسې حال كې چې مالكان نه وي دهيڅ شي اونه عقل لري ( دوى چې ستاسې عبادت ورته معلوم شي ځكه چې جمادات دي ) .

    قُلْ لِلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا ۖ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٤٤﴾

     ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) خاص الله ته ( اختيارد) شفاعت دى ټول (اوبل هيچالره دخل نشته) خاص الله ته دى سلطنت دآسمانونواودځمكې بياخاص همده ته بيرته بيول كيږئ ( لپاره دجزاء ) .

    وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ ۖ وَإِذَا ذُكِرَ الَّذِينَ مِنْ دُونِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿٤٥﴾

     اوپه هغه وخت كې چې يادكړ شي الله يواځې ( بې له بتانو) نومنقبض شي وترهيږي زړونه دهغو كسانو چې ايمان نه راوړيي په آخرت باندې اوپه هغه وخت كې چې يادكړل شي هغه ( بتان) بې له دغه ( الله ) ناڅاپه دوى خوشحاليږي ( مخونه يې راڼه اووچويلي يې خلاص شي له خوښى).

    قُلِ اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنْتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِي مَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿٤٦﴾

     ووايه ( اى محمده ! ) اى الله پيداكوونكى دآسمانواودځمكې اى عالمه خبرداره په پټو اوپه ښكاره ؤ ته حكم ( فيصله ) كوې ( په قيامت كې ) په منځ دبندګانوخپلوكې په هغو( دينيه ؤاموروكې ) چې ؤدوى چې پكې اختلاف به يې كاوه .

    وَلَوْ أَنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لَافْتَدَوْا بِهِ مِنْ سُوءِ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ وَبَدَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا يَحْتَسِبُونَ ﴿٤٧﴾

     اوكه چيرې بيشكه مملوك شي دهغوكسانوچې ظلم يې ( پرنفسوخپلوپه كفرسره اختيار) كړى دى هغه ( اموال مبالغ ) چې په ځمكه كې دي ټول اوپه مثل ( هم دهغه ) نورورسره شي نوخامخافديه به وركړي دوى په هغه سره له بدرنګه عذابه په ورځ دقيامت كې اوښكاره به شي دوى ته له جانبه دالله هغه ( عذاب ) چې نه ؤدوى چې ګمان به يې كاوه

    وَبَدَا لَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿٤٨﴾

     ( دهغه )اوښكاره به شي دوى ته ( جزاء د) بدۍ دهغواعمالوچې كړى يې وودوى اوچاپيره نازله به شي په دوى ( جزاء د) هغه شي چې وودوى چې په هغه پورې به يې مسخرې كولې ( چې داالهي قهراوابدي عذاب دى ) .

    فَإِذَا مَسَّ الْإِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا ثُمَّ إِذَا خَوَّلْنَاهُ نِعْمَةً مِنَّا قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَىٰ عِلْمٍ ۚ بَلْ هِيَ فِتْنَةٌ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٤٩﴾

     پس كله چې ورسيږي ( جنس د) انسان ته څه قسم ضررنوبولي مونږ( دفع دهغه ته ) . بياكله چې وركړومونږده ته كوم نعمت له ( جانبه ) خپله وايي بيشكه همداخبره ده چې راكړى شوى دى ماته دغه ( نعمت ) په سبب دپوهې ( زما، نده داسې) بلكې دغه ( اعطاء دنعمت ) فتنه امتحان (ازموينه ) ده وليكن اكثرددوى نه پوهيږي ( چې دغه تخويل استدراج ، امتحان دى دوى ته ) .

    قَدْ قَالَهَا الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿٥٠﴾

     په تحقيق ويلي ده دغه خبره هغوكسانو( چې تيرشوي دي ) پخوالدوى نه ( لكه قارون اوقوم دده ) پس هيڅ قدردفع دعذاب ونه كړه له دوى ځينې هغه ( دنيوي مال اومتاع ) چې ؤ دوى چې كسب ( دگټې دهغو) به يې كاوه

    فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا ۚ وَالَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ هَٰؤُلَاءِ سَيُصِيبُهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَمَا هُمْ بِمُعْجِزِينَ ﴿٥١﴾

     پس ورسيد له هغو( پخوانيو) ته ( جزاء دهغوبدو) اعمالوچې كول به دوى ( په خسف سره ) اوهغه كسان چې ظلم يې كړى دى ( په اختيار ولو دكفر) له دغه ( قوم ستا اى محمده! ) زرده چې وبه رسيږي دوى ته ( جزاء د) بديو دهغو اعمالو چې كړ ي دي دوى اونه دي دوى عاجزكوونكي ( مونږلره له تعذيب ددوى نه ) .

    أَوَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿٥٢﴾

     آيانه پوهيږي دوى پدې چې بيشكه الله فراخوي رزق روزي هرهغه چاته چې اراده وفرمايي اوتنګوي ( په اندازه كوي يې ) بيشكه په دغه ( بسط اوقبض ) كې خامخاډيردلائل ( دقدرت ) دي لپاره ( دهغه ) قوم چې ايمان راوړي ( په الله چې باسط اوقابض دى)

    قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَىٰ أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿٥٣﴾

     ووايه (اى محمده! چې فرمايي الله)اى بندګانو( مؤمنانو) زماهغوكسانوچې اسراف يې كړى دى پرنفسونوخپلومه نااميده كيږئ له رحمته دالله ( ځكه چې ) بيشكه الله مغفرت كوي بښي ګناهونه ټول ( اګركه ډيرهم وي بې له شركه ) بيشكه چې الله همدى دى ښه بښونكى ( دخطياتو) ډيررحم والا( په انعام داجراوثواب سره )

    وَأَنِيبُوا إِلَىٰ رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ ﴿٥٤﴾

     اوبيرته وګرځئ تاسې رب خپل ته ( له شركه اوعصيانه ) اوغاړه كيږدئ ده ته پخوا له هغه چې راشي تاسې ته عذاب بيابه مدددرسره نشي كولى ( په دفع دعذاب كې ) .

    وَاتَّبِعُوا أَحْسَنَ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ بَغْتَةً وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ ﴿٥٥﴾

     اومتابعت وكړئ دډيرغوره حكم دهغه (قرانه ) چې نازل كړى شوى دى تاسې ته له ( جانبه د) رب ستاسې پخواله هغه چې راشي تاسې ته عذاب يوناڅاپه حال داچې تاسې به نه پوهيږئ ( چې له كوم لوري راځي ) .

    أَنْ تَقُولَ نَفْسٌ يَا حَسْرَتَا عَلَىٰ مَا فَرَّطْتُ فِي جَنْبِ اللَّهِ وَإِنْ كُنْتُ لَمِنَ السَّاخِرِينَ ﴿٥٦﴾

     ( چابكي كوۍ تاسې په تعميل دقرآن باندې پخواله هغه ) چې ووايي يونفس اى ارمان اوندامت مې دى پرهغه چې تقصيرمې كړى دى په طرف ( په حق دطاعت ) دالله تعالى كې اوبيشكه چې وم زه خامخاله مسخره كوونكيو( په مؤمن به ) څخه .

    أَوْ تَقُولَ لَوْ أَنَّ اللَّهَ هَدَانِي لَكُنْتُ مِنَ الْمُتَّقِينَ ﴿٥٧﴾

     يا(پخولدينه) چې ووايي كه چيرې داسې واى چې بيشكه الله سمه لاره ښوولى واى ماته نوخامخاوم به زه له متقيانوپرهيزګارانو(له شركه اوله معاصي نه)

    أَوْ تَقُولَ حِينَ تَرَى الْعَذَابَ لَوْ أَنَّ لِي كَرَّةً فَأَكُونَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿٥٨﴾

     يا( پخوالدينه ) چې ووايي ( نفس ) په هغه وخت كې چې وويني عذاب كاشكې واى ماته بيابيرته ورتګ ( دنياته ) پس وم به زه هلته له نيكوكارانو( موحدانوهم په عقائدوهم په اعمالوكې ) .

    بَلَىٰ قَدْ جَاءَتْكَ آيَاتِي فَكَذَّبْتَ بِهَا وَاسْتَكْبَرْتَ وَكُنْتَ مِنَ الْكَافِرِينَ ﴿٥٩﴾

     هو! داسې ده چې په تحقيق راغلي ؤ تاته دلائل (قرآن) زماپس تكذيب كړى ؤ تاپه هغوسره اوتكبردې كړى وواووې ته له كافرانو( نامنونكونه)

    وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ تَرَى الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللَّهِ وُجُوهُهُمْ مُسْوَدَّةٌ ۚ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْمُتَكَبِّرِينَ ﴿٦٠﴾

     اوپه ورځې دقيامت كې به وويني ته هغه كسان چې درواغ يې تړلي دي پرالله پورې ( په نسبت دشرك اونوروعيوبو) مخونه ددوى به توركړى شوى وي . ايانشته په دوزخ كې ځاى لپاره دمنكرانو ( كافرانو؟ يعنې شته ! )

    وَيُنَجِّي اللَّهُ الَّذِينَ اتَّقَوْا بِمَفَازَتِهِمْ لَا يَمَسُّهُمُ السُّوءُ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿٦١﴾

     اووبه ساتي الله ( له دوزخه ) هغه كسان چې ځان يې ساتلى وي ( له شركه ) په سبب دخلاصي موند لوددوى نه به رسيږي دوى ته سختي اونه به دوى غمجن كيږي .

    اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ ﴿٦٢﴾

     الله پيداكوونكى دهرشي دى ( چې موجودوي په دنياكې ) اودغه ( الله ) پرهرشي وكيل ( ساتونكى متصرف ) دى

    لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ أُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿٦٣﴾

     خاص همدغه ( الله ) لره دي كليګانې ( دخزانو) دآسمانونواودځمكې اوهغه كسان چې كافران شوي دي په آيتونو(دلائلودقدرت ) دالله دغه كسان همدوى زيانكاران دي ( چې ځاى يې ابدي دوزخ دى ) .

    قُلْ أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَأْمُرُونِّي أَعْبُدُ أَيُّهَا الْجَاهِلُونَ ﴿٦٤﴾

     ووايه ( اى محمده !) اياپس بې له الله امركوئ تاسې ماته چې عبادت يې وكړم اى جاهلانوناپوهانو.

    وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿٦٥﴾

     اوخامخاپه تحقيق وحى كړى شوې ده تاته او( وحى كړى شوې وه ) هغوكسانوته چې ړومبى له تانه و ( داسې چې قسم دى ) كه شرك پيداكړتا( فرضا) نوخامخاخراب به شي هرومروعمل ستا اوخامخاشې به ته هرومروله زيا نكارانو ( نوځان وساته له شركه )

    بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ وَكُنْ مِنَ الشَّاكِرِينَ ﴿٦٦﴾

     بلكې ( يواځې ) دالله پس عبادت كوه اواوسه له شكركوونكيو( په نعمت دتوحيداوعبادت ) .

    وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٦٧﴾

     اوتعظيم نه دى كړى دغو( مشركانو) دالله حق دتعظيم دده . اوځمكه ټوله په قبضه تصرف دده كې ده په ورځ دقيامت كې اوآسمانونه نغښتلي شوي دي په يمين دده كې پاكي ده ده ته اولوړلوى دى له هغوشيانونه چې دوى يې شريكوي (له الله سره بتان اونورشيان).

    وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ ۖ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَىٰ فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنْظُرُونَ ﴿٦٨﴾

     اوپوكل به وكړل شي په صور( شپيلۍ ) كې پس بيخوده مړه به شي هرهغه چې په آسمانونوكې دي اوهرهغه چې په ځمكه كې دي مګرهغه څوك چې اراده وفرمايي الله ( دنه وژلودهغه ) بيابه وپوكل شي په هغه ( صور) كې بل ځلي پس ناڅاپه دغه خلك به (چې مړه ؤ ټول ) ولاړوي ( منتظروي چې څه راباندې كيږي )

    وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاءِ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿٦٩﴾

     اوروښانه به شي ځمكه په نوردرب ددغې ( ځمكې لپاره دفيصلې دبندګانو) اوكيښودبه شي كتاب ( عمل نامې لپاره دحساب ) اوراتله به وكړل شي په انبياؤ( محشرته ) اوپه شهداؤسره ( له هره امته ) اوحكم به وكړشي په منځ ددوى كې په حق عدل سره اوپردوى به ظلم ونكړشي ( هيڅ قدرپه تزئيددعقاب ياتنقيص دثواب )

    وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَا عَمِلَتْ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَا يَفْعَلُونَ ﴿٧٠﴾

     اوپوره به وركړه شي هرنفس لره ( جزاء دهغه ) عمل (چې كړى ) يې ؤ( ده ) اوحال داچې الله ښه عالم دى پرهغواعمالوچې دوى يې كوي ( نوجزاء به پرې وركړه شي ) .

    وَسِيقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ زُمَرًا ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَاءُوهَا فُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِنْكُمْ يَتْلُونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِ رَبِّكُمْ وَيُنْذِرُونَكُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَٰذَا ۚ قَالُوا بَلَىٰ وَلَٰكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿٧١﴾

     اوشړلى راښكلى كيږي ( په شدت سره ) هغه كسان چې كافران شوي دي طرف ددوزخ ته ډلې ډلې . ترهغه پورې چې راشي دوى دوزخ ته حال داچې وبه پرانستلى شي دروازې ددغه ( دوزخ ) اووبه وايي دوى ته خزانچيان ( متصرفان ) ددغه ( دوزخ ) آيانه وراغلى تاسې ته رسولان له تاسې نه . چې لوستل به دغو( رسولانودتاسې ) پرتاسې آيتونه ( دقرآن ) درب ستاسې اوويرول به دوى تاسې له ملاقات دهغې ورځې ستاسې چې دغه ده، وبه وايي ( كفارچې ولې نه ؤ راغلي ) بلكې راغلي ؤ ليكن ثابته شوې ده كلمه ( حكم ) دعذاب پركافرانو .

    قِيلَ ادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۖ فَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ ﴿٧٢﴾

     وبه ويل شي دوى ته ننوځۍ دروازوددوزخ ته پدې حال كې چې هميشه اوسيدونكي اوسۍ په ده كې پس بددى ځاى دهستوګنې دمتكبرانو( دادوزخ ) .

    وَسِيقَ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ إِلَى الْجَنَّةِ زُمَرًا ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَاءُوهَا وَفُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلَامٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ ﴿٧٣﴾

     اوبيول كيږي ( بلل كيږي ) په هغه كسان چې ويريدل به دوى له ربه خپله طرف دجنت ته ډلې ډلې . ترهغه پورې چې راشي دوى جنت ته حال داچې پرانستلى شوې به وي دروازې ددغه ( جنت ) اووبه وايي دوى ته خزانچيان ( متصرفان) دجنت سلام دې وي پرتاسې پاك يۍ تاسې ( له ګناهونو) پس ننوځۍ جنت ته پدې حال كې چې هميشه اوسيدونكي اوسۍ ( په ده كې )

    وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي صَدَقَنَا وَعْدَهُ وَأَوْرَثَنَا الْأَرْضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ الْجَنَّةِ حَيْثُ نَشَاءُ ۖ فَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ ﴿٧٤﴾

     اووايي به دغه ( جنتيان ) ټوله ثناء صفت خاص الله لره دى هغه ( الله ) چې رښتينې يې كړه له مونږسره وعده خپله اوميراث يې راكړه مونږته ځمكه ( دجنت ) چې ځاى نيسوله جنته هرځاى چې خوښ شي زمونږ . پس ښه دى اجرد( نيك ) عمل كوونكو( دغه جنت )

    وَتَرَى الْمَلَائِكَةَ حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ ۖ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَقِيلَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿٧٥﴾

     اووينې به ته ( اى محمده ! ) پرښتې طواف كوونكې ( چپ چاپيرنيوونكې ) چاپيرله عرشه چې تسبيح به وايي دوى ( پيوسته ) له حمد ثناء درب ددوى سره اوحكم به وكړشي په منځ دخلكوكې په حق سره اووبه ويل شي چې ټوله ثناء ده خاص الله ته چې رب پالونكى دعالميانودى .