اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة السجدة(پښتو ژباړه)

    سورة السجدة(پښتو ژباړه)

    سورة السجدة(پښتو ژباړه)
    Rate this post

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

    الم ﴿١﴾

    الم

    تَنْزِيلُ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿٢﴾

     نازلېدل د( دغه ) كتاب ( قرآن) چې نشته هيڅ شك په دغه كې له ( جانبه ) درب دعالميانودى .

    أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۚ بَلْ هُوَ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَا أَتَاهُمْ مِنْ نَذِيرٍ مِنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ ﴿٣﴾

     آياوايي ( دغه كفار) له خپله ځانه يې جوړكړى دى دا ( قرآن محمدداسې نه دى ) بلكې همدغه ( قرآن ) حق دى ( نازل شوى دى ) له جانبه درب ستا چې ويروې ته ( په دې قران سره ) هغه قوم چې نه دى راغلى دوى ته هيڅ ويروونكى پخواله تانه ( تراسمعيل عليه السلام پورې لپاره ددې چې سمه لاره ومومي دوى ( په سبب دويرولوستا)

     .

    اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۖ مَا لَكُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا شَفِيعٍ ۚ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ ﴿٤﴾

     الله هغه ( مطلق قادر) دى چې پيداكړي يې دي اسمانونه اوځمكه اوهرهغه چې په منځ ددغودواړوكې دى په ( مقدارد) شپږو ورځوكې بيااستوايې وكړه په عرش باندې ( همغسې چې لائقه له وه شانه دالله سره نوايمان راوړى پرې ) نشته تاسې لره ( اى كفارو) غيرله الله هيڅ دوست اونه شفاعت كوونكى ( چې عذاب درڅخه دفع كړي) آيانونه اخلئ پند(په دغه وعظ )

    يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ مِمَّا تَعُدُّونَ ﴿٥﴾

     تدبيركوي ( اونازلوي ) امركارله آسمانه ځمكې ته ( ترورځې دقيامت پور ې) بيابيرته خيژي هغه كارده ته په هغې ورځ كې چې ده اندازه دهغې ( ورځې ) زركاله له هغو( دنيوي وختونو) چې يې شميرئ تاسې .

    ذَٰلِكَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿٦﴾

     همدى ( خالق اودامدبر) عالم دى په هرپټ اوښكاره ښه غالب قوي دى ( په تقدير) ښه مهربان دى ( په فرمان وړونكوباندې ) .

    الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ ۖ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنْسَانِ مِنْ طِينٍ ﴿٧﴾

     هغه الله چې ښائسته كړى يې دى هرشى چې پيداكړى يې دى هغه ( هرموجودبالخاصه انسان) اوشروع كړې يې دى پيدايښت دانسان ( يعنې آدم) له خټې څخه

    ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ مَاءٍ مَهِينٍ ﴿٨﴾

     بيايې پيداكړ نسل اولاددده له خلاصې له اوبو ضعيفوحقيروڅخه

    ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِنْ رُوحِهِ ۖ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ ۚ قَلِيلًا مَا تَشْكُرُونَ ﴿٩﴾

     بيايې برابركړ ( قالب د) هغه اوپو( داخل ) يې كړپه دغه ( قالب ) كې له روح خپل څخه ( چې مخلوق دده دى ) . اوويې ګرځول (دريې كړل ) تاسې ته ( اى دآدم اولاده ) غوږونه اوسترګې ( چې پرې اورئ ! اووينئ ) اوزړونه ( چې عقل اوفكرپرې كوئ ) خوسره ددغونعمتونوبېخي لږشكركوئ تاسې !

    وَقَالُوا أَإِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَإِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ ۚ بَلْ هُمْ بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ كَافِرُونَ ﴿١٠﴾

     اووايي ( منكرا ن دبعث ) آياكله چې ورك شومونږپه ځمكه كې ( چې خاورې شو) آيابيشكه مونږ خامخا په نوي پيدايښت كې يو؟ (بلكې نه يو، نوالله وايي نه ده داسې چې دوى وايي ) بلكې دوى له ملاقات درب خپل څخه منكران دي ( چې په قيامت باندې ايمان نه راوړي ) .

    ۞ قُلْ يَتَوَفَّاكُمْ مَلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ ﴿١١﴾

     ووايه ( اى محمد! دوى ته قبض كوي ارواح ستاسې پرښته ) دمرګ ( عزرائيل ) هغه چې مقرره شوې ده په تاسې ( لپاره دقبض دارواحو) بيابه رب خپل ته بيرته بوتللى شۍ ( پس له مرګ نه دحساب لپاره ).

    وَلَوْ تَرَىٰ إِذِ الْمُجْرِمُونَ نَاكِسُو رُءُوسِهِمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ رَبَّنَا أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ ﴿١٢﴾

     اوكه ووينې ته ( اى محمده ! ) كله چې دغه كافران ښكته اچوونكي به وي دسرونوخپلوپه نزددرب خپل ( په ورځ دقيامت كې له ذلت ندامت اوخجالت نه اووايي به ) اى ربه زمونږ وليده مونږاوواوريده مونږ( وعده ستااوتصديق درسولانو) پس بيرته بوځه مونږ( دنياته لپاره ددې ) چې وكړوښه عمل بيشكه چې مونږيقين كوونكي يو( نووبه ګورې ته يوسخت بدكاراودغه وينابه دوى ته له سره څه ګټه نه رسوي ).

    وَلَوْ شِئْنَا لَآتَيْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدَاهَا وَلَٰكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّي لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ﴿١٣﴾

     اوكه اراده كړې واى مونږنوخامخاوركړى به ؤ مونږهرنفس ته ( په دنياكې ) هدايت دهغه وليكن مقررشوې ده دغه وينا( حكم ) له ما چې خامخا ډك به كړم هرومرودوزخ ( له كفارونه ) له پيريانواو انسانانو ټولوڅخه .

    فَذُوقُوا بِمَا نَسِيتُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَٰذَا إِنَّا نَسِينَاكُمْ ۖ وَذُوقُوا عَذَابَ الْخُلْدِ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿١٤﴾

     پس وڅكئ تاسې ( داعذاب ) په سبب ددې چې هيركړى ؤ تاسې ملاقات دورځې ستاسې چې دادى بيشكه چې مونږبه هم هير كړوتاسې اووڅكئ تاسې عذاب دائمي په سبب دهغه ( كفراوتكذيب ) چې وۍ تاسې چې كاوه به مو( په دنياكې )

    إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا الَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِهَا خَرُّوا سُجَّدًا وَسَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ [[۩]] ﴿١٥﴾

     بيشكه همداخبره ده چې ايمان راوړي په آيتونوزمونږهغه كسان كله چې پندوركړى شي دوى ته په دغو( آيتونو) نوپريوځي په داسې حال كې چې سجده ( عبادت ) كوونكى وي الله ته اوتسبيح وايي سره له ثنادرب خپل اودوى تكبرنه كوي ( له عبادت نه ) لرې کيږي ډډې ددوى له ځايونو دخوب ( لپاره دتهجد ) بولي دوى رب خپل ( پټ له خلقونه ) له ويرې ( دقهره دالله نه ) اوله طمعې ( درحمت دده نه ) اوځينې له هغومالونوچې وركړي دي مونږدوى ته لګوي ( يې په لاره دالله كې ) .

    تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿١٦﴾

     لرې کيږي ډډې ددوى له ځايونو دخوب ( لپاره دتهجد ) بولي دوى رب خپل ( پټ له خلقونه ) له ويرې ( دقهره دالله نه ) اوله طمعې ( درحمت دده نه ) اوځينې له هغومالونوچې وركړي دي مونږدوى ته لګوي ( يې په لاره دالله كې ) .

    فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿١٧﴾

     پس نه دى معلوم هيڅ نفس ته ( نه پرښتې اونه نبي ته ) هغه شى چې پټ كړى شوى دى دوى ته له يخوالى دسترګونه لپاره دجزاء دهغه عمل چې وودوى چې كاوه به يې ( پټ ).

    أَفَمَنْ كَانَ مُؤْمِنًا كَمَنْ كَانَ فَاسِقًا ۚ لَا يَسْتَوُونَ ﴿١٨﴾

     اياپس هغه څوك چې وي مؤمن ( په الله اوپه رسول لكه علي > ) لكه هغه څوك دى چې وي هغه فاسق نه دي برابرې ( دادواړه ډلې .

    أَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ جَنَّاتُ الْمَأْوَىٰ نُزُلًا بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿١٩﴾

     هرڅه هغه كسان چې ايمان يې راوړى دى اوكړي يې دي ښه ( عملونه ) پس شته دوى لره جنتونه دهستوګنې په طريقه دميلمستياپه سبب دهغوعملونوچې ووچې كول به يې ( په دنياكې )

    وَأَمَّا الَّذِينَ فَسَقُوا فَمَأْوَاهُمُ النَّارُ ۖ كُلَّمَا أَرَادُوا أَنْ يَخْرُجُوا مِنْهَا أُعِيدُوا فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ ﴿٢٠﴾

     اوهرڅه هغه كسان چې فاسقان شوي دي پس ځاى دهستوګنې ددوى اور( ددوزخ ) دى هركله چې اراده وكړي دوى چې راوځئ له دغه اوره نوبيرته به غورځول كيږي دوى په دغه اوركې اوويل كيږي به دوى ته ( داهانت په ډول ) وڅګئ تاسې عذاب داور( ددوزخ ) هغه عذاب چې وئ تاسې چې دهغه به موتكذيب كاوه ( په دنياكې اوباورموپرې نه كاوه ) .

    وَلَنُذِيقَنَّهُمْ مِنَ الْعَذَابِ الْأَدْنَىٰ دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿٢١﴾

     اوخامخاوبه څكومونږهرومروپه دوى باندې له هغه عذاب نږدې ( په دنياكې ) لږ له عذاب لوى نه ( چې دآخرت دى ) لپاره ددې چې دوى وګرځي ( له كفرنه اسلام ته ) .

    وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَا ۚ إِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ مُنْتَقِمُونَ ﴿٢٢﴾

     اوڅوك دى ډيرظالم له هغه چاچې پندوركړشي په آيتونودرب خپل ( قران ) بيامخ وګرځوي ترې ( فكراوغورونه كړي پكې اوو روسته له پوهيدلوترې بيرته وګرځي بلكې له دې نه ډيرظالم نشته ) بيشكه چې مونږله دغومجرمانوڅخه انتقام اخستونكي يو( په عذاب سره ).

    وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَلَا تَكُنْ فِي مِرْيَةٍ مِنْ لِقَائِهِ ۖ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِبَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿٢٣﴾

     اوخامخاپه تحقيق وركړى وومونږموسى ته كتاب ( تورات لكه چې تاته مواى محمده قران دركړى دى ) پس مه كيږه ته ! په شك كې له ملاقاته ددغه ( موسى ) اوګرځولئ ومونږتورات ياموسى هدايت لپاره دبنياسرائيلو( اولاده ديعقوب )

    وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا ۖ وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ ﴿٢٤﴾

     اوګرځولى ؤ مونږځينې له دوى نه امامان چې لاره به يې ښووله ( خلكوته ) په حكم زمونږكله چې صبروكړدوى ( په دين خپل ) . اووودوى چې په آيتونوزمونږ( چې له انبياؤ الله سره ؤ) يقين يې كاوه .

    إِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿٢٥﴾

     اوبيشكه رب ستاهمدى به فيصله ( حكم ) كوي په منځ ددوى كې په ورځ دقيامت كې په هغه شي كې چې وودوى په دغه شي كې ( په دغه دنياكې چې سره ) اختلاف به يې كاوه .

    أَوَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْقُرُونِ يَمْشُونَ فِي مَسَاكِنِهِمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ ۖ أَفَلَا يَسْمَعُونَ ﴿٢٦﴾

     آيا( لاره دعبرت ) نه ده ښوولى دغو( مكيانو) ته ( دې خبرې ) چې څومره هلاك كړي دي مونږپخواله دوى نه له اهل دزمانو چې تل تيريږي ( دغه كفار) په ( ورانو) كورونوددوى ، بيشكه په دغه ( هلاكولودپخوانيو) كې خامخالوى دلائل دقدرت دي آياپس نه اوري دوى ( دعبرت په غوږونو

    أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَسُوقُ الْمَاءَ إِلَى الْأَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَامُهُمْ وَأَنْفُسُهُمْ ۖ أَفَلَا يُبْصِرُونَ ﴿٢٧﴾

     ايانه ويني دوى چې بيشكه مونږبهو و( بيالې د) اوبه طرف دځمكې وچې ته ( چې ګياه پكې نه وي ) پس راباسومونږپه هغوسره كښت. چې خوري له دغه كښته چارپايان ددوى ( واښه ، پاڼې ) اونفسونه ددوى ( دانه اوميوه ) اياپس نه ويني ( نښې دقدرت دده )

    وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا الْفَتْحُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿٢٨﴾

     اووايي (كفار) كله به وي دغه فتح ( فيصله )كه چيرې يئ تاسې رښتينې ( په دغه فتحه كې )

    قُلْ يَوْمَ الْفَتْحِ لَا يَنْفَعُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِيمَانُهُمْ وَلَا هُمْ يُنْظَرُونَ ﴿٢٩﴾

     ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) چې په ورځ دفتح ( قيامت ) كې هيڅ نفع به ونه رسوي هغوكسانوته چې كافران شوي دي ايمان راوړل ددوى ( په دغه ورځ كې ) اونه به دوى ته مهلت وكړى شي اونه به دوى ته انتظاروكړى شي .

    فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَانْتَظِرْ إِنَّهُمْ مُنْتَظِرُونَ ﴿٣٠﴾

     پس مخ وګرځوه ! له دوى نه اومنتظراوسه ( دالله نصرت ته ) بيشكه دوى هم منتظردي ( دغلبې په تا) .