اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة الشوری(پښتو ژباړه)

    سورة الشوری(پښتو ژباړه)

    سورة الشوری(پښتو ژباړه)
    Rate this post

    حم ﴿١﴾

    حم

    عسق ﴿٢﴾

    عسق

    كَذَٰلِكَ يُوحِي إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿٣﴾

     په مثل ( دوحى ) دهمدې ( سورت ) هميشه وحى كوي تاته ( اى محمده ! ) او ( وحى كړې وه ) هغو انبياؤ ته چې پخواله تاووالله ښه غالب قوي ( په انفاذداحكامو) ښه حكمت والا ( چې هركارپه تدبير اومصلحت سره كوي ) خاص همده لره دي

    لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ ﴿٤﴾

    هرهغه شيان چې په آسمانوكې دي اوهرهغه شيان چې په ځمكه كې دي ( سره له آسمانونواوځمكې ملكاخلقااوعبيدا) اوهمدى دى ډيرپورته ډيرلوى .

    تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْ فَوْقِهِنَّ ۚ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَنْ فِي الْأَرْضِ ۗ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿٥﴾

    نژدې دي آسمانونه ( ټول ديته ) چې وچوي له پاسه ددوى ( له جهته دظهوردكبرياء اوعظمت درب العزت ) . اوپرِښتې تسبيح وايي سره دحمددرب خپل اومغفرت غواړي لپاره دهغه چاچې په ځمكه كې دي ( له مؤمنانو) واوره خبردارشه چې بيشكه همدغه ( الله) ښه مغفرت كوونكى (دخطياتو) ډيررحم والادى ( په انعام داجراوثواب سره )

    وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ اللَّهُ حَفِيظٌ عَلَيْهِمْ وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِوَكِيلٍ ﴿٦﴾

    اوهغه كسان چې نيولى يې دى بې له دغه ( الله نور)دوستان (بتان چې عبادت يې كوي)الله ښه ساتونكى دى پردوى ( اوټول احوال يې ورمعلوم دي چې جزاء به وركړي ) اونه يې ته پردوى وكيل ( مسلط كړى شوى ) .

    وَكَذَٰلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِتُنْذِرَ أُمَّ الْقُرَىٰ وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنْذِرَ يَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۚ فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِيرِ ﴿٧﴾

    اوهمداسې ( چې هرنبي ته مووحى كوله ) وحې موكړې ده تاته ( اى محمده ! ) قرآن عربي ( په ژبه دقوم ستا ) لپاره ددې چې وويروي ( اهل د) موردښارونو( چې مكه ده ) اوهغه كسان چې چاپيردي له دې نه . اوچې وويروي ( خلك ) له ورځې دجمع كيدلو( چې ورځ دقيامت ده ) چې نشته هيڅ شك په ( وقوع د) دغه ( قيامت كې ) يوه فرقه به وي په جنت كې ( چې مؤمنان دي ) اوبله فرقه به وي په دوزخ كې ( چې كافران دي ) .

    وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَهُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَٰكِنْ يُدْخِلُ مَنْ يَشَاءُ فِي رَحْمَتِهِ ۚ وَالظَّالِمُونَ مَا لَهُمْ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿٨﴾

    اوكه اراده فرمايلې واى الله نوخامخاګرځولى به يې وودغه ټول مخلوق فرقه يوه ( په دين اسلام ) وليكن ننباسي ( الله ) هرهغه څوك چې اراده يې وفرمايي په رحمت ( جنت ) خپل كې اوظالمان چې دي نشته دوى ته هيڅوك دوست ( نافع ) اونه مددګار( دافع دعذاب ) .

    أَمِ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ ۖ فَاللَّهُ هُوَ الْوَلِيُّ وَهُوَ يُحْيِي الْمَوْتَىٰ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿٩﴾

    آيانيولي دي ( كفارو) غيرله الله ( نوربتان ) دوستان ( كه دوى نيسي حقاني دوست ) پس الله چې دى همدى دى دوست ( په حق سره ) اوهمدى ژوندي كوي مړي اوهمدى پر هرشي باندې ( چې اراده وفرمايي ) ښه قادردى ( چې ځينې يې همدغه احياء ده ) .

    وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ ﴿١٠﴾

    اوپه هغه خبره كې چې جګړه كوۍ تاسې ( له كفاروسره ) په هغه كې له كوم شي نه پس حكم ( فيصله ) دهغه ( مفوض دى ) الله ته دغه ( مطلق قديرچې حكم كوي په حقه سره ) الله دى رب زماخاص پرهمده توكل كړى دى مااوخاص همده ته رجوع كوم ( په هرحال په اطاعت سره )

    فَاطِرُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجًا ۖ يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ ۚ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿١١﴾

    ( الله ) پيداكوونكى دى دآسمانونواودځمكې پيداكړي دي ( الله ) تاسوته له ځانونوستاسې جوړې ( له جنسه ستاسې ښځې ) اوله چارپايا نوجوړې ( نراوښځه ) پيداكوي ( زياتوى ) تاسې پدغه ( طريقه دتوليداوتناسل ) سره . نشته په شان ددغه ( الله ) هيڅ شى ( په هيڅ شي كې ) . اوهمدغه ( الله ) دى ښه اوريدونكى ( دټول اقوالو) ښه ليدونكى ( دگردواعمالو) .

    لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿١٢﴾

    خاص دغه ( الله ) لره دى کليګانې ( دخزائنو) دآسمانونواودځمكې فراخوي ارتوي رزق روزي لپاره دهرهغه چاچې اراده وفرمايي اوتنګوي ( يې پرهغه چاچې اراده وفرمايي ) . بيشكه دغه ( الله ) پرهرشي باندې ښه عالم دى .

    شَرَعَ لَكُمْ مِنَ الدِّينِ مَا وَصَّىٰ بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَىٰ ۖ أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ ۚ كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ ۚ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ يُنِيبُ ﴿١٣﴾

    مقرركړى بيان كړى دى ( الله ) تاسې ته له دين څخه هغه چې وصيت ( حكم ) يې كړى ووپه هغه سره نوح ته اوهغه ( شى ) چې وحى حكم كړې ده تاته ( اى محمده ! ) اوهغه ( شى ) چې حكم كړى وومونږپه هغه سره ابراهيم ته اوموسى ته اوعيسى ته . داسې چې قائم کړئ سم ودروۍ دين ( دتوحيد) اومه غورځوۍ اختلاف په هغه كې . ډيردرونددى پرمشركينوهغه ( شى ) چې بولې ته دوى هغه ( توحيد) ته الله راكاږي ځان خپل ته ( غوره كوي ) هغه څوك چې اراده وفرمايي ( دغوره كولويې ) اوسمه لاره ښيي دين خپل ته هغه چاته چې رجوع كوي ( الله ته ) .

    وَمَا تَفَرَّقُوا إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّ الَّذِينَ أُورِثُوا الْكِتَابَ مِنْ بَعْدِهِمْ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مُرِيبٍ ﴿١٤﴾

    اونه ووسره مختلف شوي (پخواني خلك په دين خپل كې) مګرپس له هغه چې راغى دوى ته علم (مختلف شو) له جهته دحسده په منځ خپل كې اوكه چيرې نه واى يوه خبره چې ړومبى ويل شوې ده له ( جانبه ) درب ستاترنيټې په نامه كړى شوې پورې نوخامخاحكم به كړى شوى وو په منځ ددوى ( په عذآب دكفاروپه دنيا) كې اوبيشكه هغه كسان چې ورته په ميراث وركړى شوى دى كتاب پس له هغوى څخه خامخاپه داسې شك كې دى لدې ( قرانه ) چې په اضطراب اچوونكى دى .

    فَلِذَٰلِكَ فَادْعُ ۖ وَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ ۖ وَقُلْ آمَنْتُ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنْ كِتَابٍ ۖ وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ ۖ اللَّهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ ۖ لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ ۖ لَا حُجَّةَ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ ۖ اللَّهُ يَجْمَعُ بَيْنَنَا ۖ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ ﴿١٥﴾

    پس دغه ( توحيد) ته پس وبوله ( اى محمده ! دغه خلك ) اومحكم ولاړاوسه ( په دې دعوة ) لكه چې امرحكم كړى شوى دى تاته اومه كوه متابعت دخواهشونوددوى او ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) ايمان مې راوړى دى پرهغه چې نازل كړى دى الله له ( جنسه دسماوي ) كتاب څخه اوامرحكم كړى شوى دى ماته چې عدل وكړم په منځ ستاسې كې الله رب دى زمونږا ورب دى ستاسې ، مونږته ده ( جزاء د) اعمالوزمونږ اوتاسې ته ده ( جزاء د) اعمالوستاسې نشته هيڅ جګړه په منځ زمونږ اوپه منځ ستاسې كې الله جمع به وكړي په منځ زمونږ ( اوستاسې كې لپاره دفيصلې ) اوخاص همده ته بياورتلل دي .

    وَالَّذِينَ يُحَاجُّونَ فِي اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا اسْتُجِيبَ لَهُ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ﴿١٦﴾

    اوهغه كفارچې مخاصمه جګړې كوي په ( دين د) الله كې وروسته له دينه چې قبولوالى كړى شوى دى ( حكم د) دغه ( الله ) لره خصومت حجت ددوى باطل دى په نزد درب ددوى اوپردوى غضب دى (دالله ) اوشته دوى ته عذاب ډيرسخت .

    اللَّهُ الَّذِي أَنْزَلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَالْمِيزَانَ ۗ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِيبٌ ﴿١٧﴾

     الله هغه ( لوى ذات ) دى چې نازل كړى يې دى كتاب ( قرآن ) په حقه سره اوميزان تله يې هم مقرره كړې ده ( چې خرڅوونكى اواخيستونكې دواړه نقصاني نشي) اوڅه شي خبركړى يې ته ( په قرب دقيامت بې له وحې ) ښايي چې ساعت ( قيامت) نژدې وي (نوپه ښواعمالوورته تيارشۍ! )

    يَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِهَا ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا مُشْفِقُونَ مِنْهَا وَيَعْلَمُونَ أَنَّهَا الْحَقُّ ۗ أَلَا إِنَّ الَّذِينَ يُمَارُونَ فِي السَّاعَةِ لَفِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ ﴿١٨﴾

    تعجيل كوي په راتللوددغه (قيامت ) هغه كسان چې نه راوړي ايمان په هغه ( قيامت ) باندې اوهغه كسان چې ايمان يې راوړى دى ويرويدونكى دى له دغه ( قيامت ) اوپوهيږي په دې چې بيشكه دغه ( قيامت ) حق دى واوره خبردارشه ! بيشكه هغه كسان چې مخاصمه جګړې كوي په ( راتللود) قيامت كې خامخادوى په ګمراهۍ لرې كې دي ( له حقه ) .

    اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ ﴿١٩﴾

    الله ډيرلطف كوونكى ښه مهربان دى پربندګانوخپلو . رزق روزي وركوي ( الله ) هغه چاته چې اراده وفرمايي اوهمدى قوي زورورښه زبردست ډيرغالب دى .

    مَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الْآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ ۖ وَمَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ نَصِيبٍ ﴿٢٠﴾

    هرڅوك چې وي دى چې اراده لري (په عمل خپل سره ثواب ) كښت داخرت نوزيادت كووده ته په كښت دده كې . اوهرڅوك چې وي دى چې اراده لري ( په عمل خپل سره متاع ) كښت ددنيانووربه كړوده ته له هغه ( كه اراده وفرمايو ) اونه به وي ده ته په آخرت كې هيڅ نصيب برخه ( بې له جهنم)

    أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۗ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿٢١﴾

    آيادي دوى لره شريكان چې سازه كړى دوى لاره هغوى ته له دين ( دجاهليت ) هغه ( شى ) چې اذن حكم نه دى كړى په هغه سره الله ( دى كفاروته لكه شرك اونورمعاصي ) اوكه چيرې نه واى ( ويل شوي ) خبره دفيصلې ( دتاخيردعذاب ) نوخامخاحكم به كړى شوى ووپه منځ ددغو ( كفارواومؤمنانو ) كې اوبيشكه ظالمان چې دي شته دوى ته عذاب ډيردردوركوونكى .

    تَرَى الظَّالِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا كَسَبُوا وَهُوَ وَاقِعٌ بِهِمْ ۗ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي رَوْضَاتِ الْجَنَّاتِ ۖ لَهُمْ مَا يَشَاءُونَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ ﴿٢٢﴾

    وبه وينې ته ( په قيامت كې ) ظالمان ويريدونكى له جهته ( دجزاء ) دهغو( بديو) چې كړى يې دى حال داچې هغه ( جزاء خامخا) به پريوتونكى واقع كيدونكى وي پردوى . اوهغه كسان چې ايمان يې راوړى دى اوكړي يې دي ښه ( عملونه ) په ( خوراښوپاكو) باغونودجنت كې به وي وي به دوى ته هغه ( نعمتونه ) چې خوښ وى ددوى په نزددرب ددوى ، دغه ( مذكوركرامت ) همدغه دى فضل ډيرلوى .

    ذَٰلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ۗ قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَىٰ ۗ وَمَنْ يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ ﴿٢٣﴾

    دغه ( ثواب ) هغه دى چې زيرى كوي الله ( په هغه سره ) پرهغوبندګانوخپلوچې ايمان يې راوړى دى اوكړي يې دي ښه ( عملونه ) . ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) چې نه غواړم له تاسې په دغه ( پيغام رسولو) اجرليكن دوستي غواړم په قرابت خپلوي كې . اوهرڅوك چې وكړي نيك كار نوزيادت به كړومونږده ته په هغه ( نيك كار) كې ښائست بيشكه الله ښه مغفرة كوونكى ( دمعصيت ) ښه قبلوونكى ( دطاعت ) دى .

    أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا ۖ فَإِنْ يَشَإِ اللَّهُ يَخْتِمْ عَلَىٰ قَلْبِكَ ۗ وَيَمْحُ اللَّهُ الْبَاطِلَ وَيُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ ۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿٢٤﴾

    آياوايي ( داكفار) چې له خپل ځانه تړلي دي ( محمد) پرالله درواغ پس كه اراده وفرمايي الله نومهربه كيږدي ( دصبر) پرزړه ستا، اومحوكوي ( يا) پس كه اراده وفرمايي الله نومهربه كيږدي پرزړه ستا( زائل به كړي نازل شوى وحى له تانه ) اومحوكوي الله باطل اوثابتوي حق په كلماتوخپلوسره ، بيشكه دغه ( الله ) ښه عالم دى په خبرودسينو( زړونو) باندې هم .

    وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ ﴿٢٥﴾

    اوالله هغه ( مهربان ذات ) دى چې قبلوي توبه له بندګانوخپلواوعفوه كوي له بدوكارو( ددوى پس له پښيماني) او ورمعلوم دى هرهغه كارچې كوۍ يې تاسې

    وَيَسْتَجِيبُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَيَزِيدُهُمْ مِنْ فَضْلِهِ ۚ وَالْكَافِرُونَ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ﴿٢٦﴾

    اوقبلوي ( الله دعاء ) دهغوكسانوچې ايمان يې راوړى دى اوكړي يې دي ښه ( عملونه ) اوزيادت كوي ( دوى ته ) له مهرباني خپلې . اوكافران چې دي شته دوى ته عذاب ډيرسخت ( ددوزخ )

    وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الْأَرْضِ وَلَٰكِنْ يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ ﴿٢٧﴾

     اوكه چيرې ارته فراخه كړې واى الله رزق روزي لپاره د( ټولو) بندګانوخپلونوخامخاسركشي به كړى وه دوى په ځمكه كې و ليكن نازلوي ( روزي الله دوى ته ) په هغې اندازې سره چې اراده وفرمايي ، بيشكه الله پربند ګانو خپلوښه خبرداردى ښه ليدونكى دى .

    وَهُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ الْغَيْثَ مِنْ بَعْدِ مَا قَنَطُوا وَيَنْشُرُ رَحْمَتَهُ ۚ وَهُوَ الْوَلِيُّ الْحَمِيدُ ﴿٢٨﴾

    اوالله هغه لوى ذات دى چې نازلوي باران وروسته له هغه چې نااميده شي ( خلك له وريدلويې ) اوخپروي رحمت ( باران ) خپل ( په ټولوځايوكې ) اوهمدى دى ولي دوست كارجوړوونكى ډيرثناء ويلى شوى .

    وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِنْ دَابَّةٍ ۚ وَهُوَ عَلَىٰ جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَاءُ قَدِيرٌ ﴿٢٩﴾

     او( پيداكول ) دهغواشياوودي چې خپاره كړى يې دى په آسمانواوپه ځمكه كې له ذيروح خوځيدونكو. اودغه ( الله ) په جمع كولو( بياراټولولو) ددوى ( محشرته ) هركله چې اراده وفرمايې ښه قادردى .

    وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ ﴿٣٠﴾

    اوهغه څه چې رسيږي تاسې ته ( اى مؤمنانو) له كوم مصيبت پس له ( شامته ) دهغواعمالودى چې كړي دي لاسوستاسې اوعفوكوي ( الله ) له ډيرو( ګناهو).

    وَمَا أَنْتُمْ بِمُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ ۖ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿٣١﴾

    اونه يې تاسې عاجزكوونكي ( دالله اى مشركانوپه انفاذداحكاموخپلوسره ) په ځمكه كې اونشته تاسې ته غيرله الله هيڅوك ولي دوست كارجوړوونكى اونه مددكوونكى ( ددفع دعذاب له تاسې نه ) .

    وَمِنْ آيَاتِهِ الْجَوَارِ فِي الْبَحْرِ كَالْأَعْلَامِ ﴿٣٢﴾

    اوځينې له دلائلو( دقدرت ) دالله روان جهازونه دي په بحرسيندكې په شان دغرو( په لويوالي كې ) .

    إِنْ يَشَأْ يُسْكِنِ الرِّيحَ فَيَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلَىٰ ظَهْرِهِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ ﴿٣٣﴾

    كه اراده وفرمايي (الله ) نووبه دروي دغه باد( محركه قوت ) پس وبه ګرځي ( دغه جهازونه ) ولاړپه شان ددغه ( بحر) . بيشكه په دغه ( حركت دجهازو) كې خامخالوى دلائل (دقدرت ) دي لپاره دهرصبركوونكي ( په مصيبت ) شكركوونكي ( دنعمت )

    أَوْ يُوبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوا وَيَعْفُ عَنْ كَثِيرٍ ﴿٣٤﴾

    يابه هلاك ( ډوب ) كړي دغه ( جهازونه ) په سبب دهغوګناهوچې كړي دي (راکبينوئى) اوعفوه كوي ( الله ) له ډيرو( ګناهونونوځكه يې نه غرقوي )

    وَيَعْلَمَ الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِنَا مَا لَهُمْ مِنْ مَحِيصٍ ﴿٣٥﴾

    اوچې پوه شي هغه كسان چې مجادلې جګړې كوي په آيتوزمونږكې چې نشته دوى ته هيڅ ځاى دخلاصيدلو.

    فَمَا أُوتِيتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ لِلَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿٣٦﴾

    پس هغه چې دركړى شوي دي تاسې ته ( اى مخاطبانو) له څه څيزه ( لكه اسباب ددنيا) پس متاع نفعه ددغه ژوندون لږخسيس ده ( چې زائليږي ) اوهغه ثواب چې په نزددالله دى خيرغوره اوډيرباقي پاتې كيدونكى دى لپاره دهغوكسانوچې ايمان يې راوړى دى او( خاص ) پررب خپل توكل كوي دوى .

    وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ ﴿٣٧﴾

    او( بل لپاره د) هغوكسانوچې ځان ساتي دوى له غټوګنا هواوله فواحشو( قبائحونوروګنا هونونه ) اوهركله چې په غضب شي همدوى بښنه كوي .

    وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿٣٨﴾

    او( بل لپاره د) هغوكسانوچې اجابت كوي ( داحكامو) درب ددوى اوقائموي ( اداء كوي سره له ټولوحقوقو) لمونځ اوكارددوى ( په ) مشورت ( سره ) وي په منځ ددوى كې . اوله ځينودهغوشيانوچې وركړى دى مونږدوى ته نفقه كوي ( په لاره دالله )

    وَالَّذِينَ إِذَا أَصَابَهُمُ الْبَغْيُ هُمْ يَنْتَصِرُونَ ﴿٣٩﴾

    او( بل لپاره د) هغو كسانوكله چې ورسيږي دوى ته ظلم تعدى ( له طرفه دكفارو) نودوى انتقام اخلي (له هغو متجاوزو خلكو) .

    وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا ۖ فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ ﴿٤٠﴾

    اوجزاء دبدكاربدكاردى په شان دهغه ( نه زيات ) . پس هرچاچې عفووكړه اوصلح يې وكړ ه نواجردده پرالله دى بيشكه الله نه خوښوي ظالمان (شروع كوونكي په ظالم سره).

    وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولَٰئِكَ مَا عَلَيْهِمْ مِنْ سَبِيلٍ ﴿٤١﴾

    اوخامخاهغه څوك چې واخلي حق خپل پس له مظلوم كيدلودده پس دغه كسان ( چې خپل حق يې اخيستى دى ) نشته پردوى هيڅ لاره ( دمعاتبت اوملامتيا) .

    إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ ۚ أُولَٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿٤٢﴾

    بيشكه همداخبره ده چې لاره د( معاتبت ) پرهغوكسانوده چې ( ابتداء په ) ظلم كوي پرخلقو. اوسركشي ( تجاوز) كوي په ځمكه كې په نا حقه سره ( بې له حجته ) دغه ( ظالمان ) شته دوى ته عذاب دردناك

    وَلَمَنْ صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ ﴿٤٣﴾

    اوخامخاهغه څوك چې صبر( اوتحمل يې وكړپه ظلم اوازار) اوبښنه يې وكړه بيشكه دغه ( صبر، غفران اوعفو) خامخاله عزم الامورغوروڅخه دى

    وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ وَلِيٍّ مِنْ بَعْدِهِ ۗ وَتَرَى الظَّالِمِينَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ يَقُولُونَ هَلْ إِلَىٰ مَرَدٍّ مِنْ سَبِيلٍ ﴿٤٤﴾

    اوهرهغه څوك چې ګمراه يې كړي الله پس نشته ده ته هيڅوك ولي دوست كارجوړوونكى وروسته له ( ګمراه كولود) الله نه . اووينې به ته ظالمان ( كافران ) هركله چې وويني دوى عذاب ( په ورځ دقيامت كې ) وايي به دوى آياشته بيرته تللو( ددنيا) ته كومه لاره ( چې بيرته دمافات تدارك وكړو؟ ) .

    وَتَرَاهُمْ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا خَاشِعِينَ مِنَ الذُّلِّ يَنْظُرُونَ مِنْ طَرْفٍ خَفِيٍّ ۗ وَقَالَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ أَلَا إِنَّ الظَّالِمِينَ فِي عَذَابٍ مُقِيمٍ ﴿٤٥﴾

    اووينې به ته دوى چې وړاندې كولى به شي په دغه حال كې چې ويريدونكى به وي له خواري ګوري به دوى ( دغه اورته ) په كتنې پټې (له ډيرهيبته به دسترګوله كنجوورته ګوري ) اووايي به هغه كسان چې ايمان يې راوړى دى ( داسې چې ) بيشكه زيانكاران هغه كسان دي چې زيان يې رسولى دى نفسونوخپلوته اوكورنۍ خپلې ته په ورځ دقيامت كې ( په خلودفى الجحيم اوحرمان عن النعيم سره ) واوره ! خبردارشه ! چې بيشكه ظالمان په عذاب هميشه كې دي .

    وَمَا كَانَ لَهُمْ مِنْ أَوْلِيَاءَ يَنْصُرُونَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ ۗ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ سَبِيلٍ ﴿٤٦﴾

    اونه به وي دغوكفاروته هيڅوك له دوستانو چې مددوكړي له دوى سره ( په دفع دعذآب كې غيرله الله اوهرهغه چې ګمراه يې كړى الله پس نه به وي ده ته هيڅ لاره ( حق ته په دنياكې اوجنت ته په آخرت كې )

    اسْتَجِيبُوا لِرَبِّكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ ۚ مَا لَكُمْ مِنْ مَلْجَإٍ يَوْمَئِذٍ وَمَا لَكُمْ مِنْ نَكِيرٍ ﴿٤٧﴾

    اجابت وكړئ ( اى خلكو! ) رب دتاسې ته (په ايمان اوتوحيدسره ) پخواله هغه چې راشي ( هغه ) ورځ چې نشته هيڅ رد كوونكى دغې ( ورځې ) لره له ( جانبه د) الله . نه به وي تاسې ته هيڅ دپټيدلو( تښتيدلو) ځاى په دغه ورځ كې اونه به وي تاسې ته هيڅ لاره دانكار( له ګنا هونو ) .

    فَإِنْ أَعْرَضُوا فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ۖ إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا الْبَلَاغُ ۗ وَإِنَّا إِذَا أَذَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا ۖ وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَإِنَّ الْإِنْسَانَ كَفُورٌ ﴿٤٨﴾

    پس كه مخ وګرځاوه (دغومشركانوله دغونه ستااى زمارسوله ! ) پس نه يې ليږلى مونږته پردوى ساتونكى نشته پرتامګريواځې تبليغ ( داحكامودى اوكړى دى تااى محمده ! داكار) . اوبيشكه مونږكله چې وڅكوو( جنس ) دانسان ته له طرفه خپله كوم رحمت ( لكه غناء اوصحة ) نو خوشاله شي دى په هغه اوكه ورسيږي دوى ته كوم قسم بدي ( لكه مرض يافقر) په سبب دهغو بديو چې پخواليږلي دي لاسوددوى بيشكه چې ( جنس د) انسان ناشكره دى ( چې نعمت هيروي زحمت يادوي )

    لِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ يَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ الذُّكُورَ ﴿٤٩﴾

    خاص الله لره ده سلطنت پاچايي دآسمانواودځمكې پيداكوي ( الله ) هرهغه شى چې اراده وفرمايي ، بښي لپاره دهرهغه چا چې اراده وفرمايي لوڼې اوبښي( الله ) لپاره دهرهغه چاچې اراده وفرمايي ځامن

    أَوْ يُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَإِنَاثًا ۖ وَيَجْعَلُ مَنْ يَشَاءُ عَقِيمًا ۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ قَدِيرٌ ﴿٥٠﴾

    اراده وفرمايي ځامن ياجوړه وركوي دوى ته ( الله ) ځامن اولوڼې) اوګرځوي هرهغه څوك چې اراده وفرمايي ( الله ) شنډه ، بيشكه دغه ( الله ) دى ښه عالم ( په فائدې دهرچا) ښه قادر ( په هرشي باندې چې اراده وفرمايي .

    وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَنْ يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيمٌ ﴿٥١﴾

    ونه ښايي لپاره دهيڅ بشرداچې خبرې وكړي لده سره الله مګرپه وحى سره ( په خوب كې ياپه الهام سره ) ياوروسته له پردې څخه ياوليږي ( الله ) كوم رسول استاځى ( له ملائكولكه جبريل ) پس وحى يوسي په اذن حكم دالله سره هغه چې اراده وفرمايي ( الله ) . بيشكه دغه ( الله ) ډيرپورته غالب دى ( په انزال دوحى كې ) ښه حكمت والادى ( په صنعت خپل كې )

    وَكَذَٰلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِنْ أَمْرِنَا ۚ مَا كُنْتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلَا الْإِيمَانُ وَلَٰكِنْ جَعَلْنَاهُ نُورًا نَهْدِي بِهِ مَنْ نَشَاءُ مِنْ عِبَادِنَا ۚ وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿٥٢﴾

    اوهمداسې ( لكه چې وحى موكړ ې وه نوروانبياؤ ته ) وحى راوليږله مونږتاته ( ا ى محمده ! ) روح ( قرآن ، پرښته ) په امرحكم خپل سره ، نه وې ته چې پوهيدې به چې څه دى كتاب اونه ( پوهيدې په دې چې څه شى دى شرائع او) ايمان . وليكن ګرځولى دى مونږدغه ( روح كتاب ، ايمان ) داسې يوه رڼا چې سمه لاره ښيوپه هغه سره هغه چاته چې اراده وفرما يومونږله بندګانوخپلو. اوبيشكه ته خامخاښودل كوې ( خلكوته ) په طرف دلارې مستقيمې برابرې .

    صِرَاطِ اللَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الْأُمُورُ ﴿٥٣﴾

    سمې لارې دهغه الله ته چې خاص ده لره دي هرهغه شيان چې په اسمانوكې دي ( له علوياتو) اوهرهغه شيان چې په ځمكه كې دي ( له سفلياتوسره له آسمانواوځمكې خلقا، ملكا، عبيدا) واور ! خبره داراوسه ! خاص الله ته بيرته ګرځي ټول كارونه ( دمخلوقاتوپه قيامت كې )