اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة الصافات(پښتو ژباړه)

    سورة الصافات(پښتو ژباړه)

    سورة الصافات(پښتو ژباړه)
    Rate this post

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

     وَالصَّافَّاتِ صَفًّا ﴿١﴾

     قسم دى پر( هغوپرښتوچې ) صف تړونكي دي په صف تړلوسره

    فَالزَّاجِرَاتِ زَجْرًا ﴿٢﴾

    بياپر( هغو) شړونكو( دشيطانانو) په شړلوسره .

    فَالتَّالِيَاتِ ذِكْرًا ﴿٣﴾

     بياپه هغولوستونكوپه ذكركولوسره .

    إِنَّ إِلَٰهَكُمْ لَوَاحِدٌ ﴿٤﴾

    چې بېشكه حق معبود ستاسې خامخا يو دى .

    رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَرَبُّ الْمَشَارِقِ ﴿٥﴾

     چې رب دآسمانونواوځمكې دى اودهغو(شيانو) دي چې په منځ ددوى كې دى اورب دمشرقونو (اود مغربونو اونورودى ) .

    إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ ﴿٦﴾

     بيشكه مونږښائسته كړى مودى دغه آسمان نژدې په ښائست سره چې ستوري دي .

    وَحِفْظًا مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ مَارِدٍ ﴿٧﴾

     اوساتلى دى ( مونږدا آسمان ) په ساتنې سره له هره شيطانه سركشه نافرمانه ( چې ويشتلى شي په لمبوسره )

    لَا يَسَّمَّعُونَ إِلَى الْمَلَإِ الْأَعْلَىٰ وَيُقْذَفُونَ مِنْ كُلِّ جَانِبٍ ﴿٨﴾

     غوږنه نيسي ( دغه شياطين ) طرف ( دخبرو) دهغه ټولې لوى پورته ته اوويشتلى غورځولى شي له هر طرفه ( دآسمانه چې دوى اراده وكړي دهغه دختلو)

    دُحُورًا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ وَاصِبٌ ﴿٩﴾

     لپاره دشړلو اوشته دوى ته عذاب دائم سخت .

    إِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ ثَاقِبٌ ﴿١٠﴾

     مګر( غوږنيسي ) هغه ( شيطان ) چې غوټه واچوي په يوكرت غوټه اچولوسره پس زرورپسې راخطاشي لمبه رڼاكوونكى سوځونكى.

    فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمْ مَنْ خَلَقْنَا ۚ إِنَّا خَلَقْنَاهُمْ مِنْ طِينٍ لَازِبٍ ﴿١١﴾

     پس وپوښته ته دغه مشركان چې آيادوى سخت دي له جهته دپيدايښت كه هغه څوك چې پيداكړى مودى . بيشكه مونږپيداكړي مودي دوى له خټې سريښناكې .

    بَلْ عَجِبْتَ وَيَسْخَرُونَ ﴿١٢﴾

      بلكې ته تعجب كوي ته ( ددوى پرتكذيب اوانكار) حال داچې مسخرې كوي دوى ( پرتاپورې ) .

    وَإِذَا ذُكِّرُوا لَا يَذْكُرُونَ ﴿١٣﴾

     اوهركله چې وپوهول شي دوى نه پوهيږي ( پندنه اخلي )

    وَإِذَا رَأَوْا آيَةً يَسْتَسْخِرُونَ ﴿١٤﴾

    اوهركله چې ووينې دوى كومه نښه دليل ( دقدرت ) نومسخرې پرې كوي

    وَقَالُوا إِنْ هَٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ ﴿١٥﴾

     اووايي ( منكران ) چې نه دى دا( چې مونږوليد) مګرسحركوډي دي ښكاره .

    أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ ﴿١٦﴾

     ( اووايي منكران ) آياهركله چې مړه شواوشوخاورې او( وراسته ) هډوكي آيامونږبه خامخابياژوندي راپاڅول كيږو

    أَوَآبَاؤُنَا الْأَوَّلُونَ ﴿١٧﴾

     كه پلرونه ړومبني زمونږ( هم راژوندي كيږي ؟) .

    قُلْ نَعَمْ وَأَنْتُمْ دَاخِرُونَ ﴿١٨﴾

     ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) هو! ( ټول راژوندي كيږۍ ) حال داچې تاسې به ذليل هم يئ

    فَإِنَّمَا هِيَ زَجْرَةٌ وَاحِدَةٌ فَإِذَا هُمْ يَنْظُرُونَ ﴿١٩﴾

     پس بيشكه همداخبره ده چې دغه قيامت چيغه ده يوه پس ناڅاپه دوى به ګوري ( چې څه راپورې كيږي ) .

    وَقَالُوا يَا وَيْلَنَا هَٰذَا يَوْمُ الدِّينِ ﴿٢٠﴾

     اووايي به ( منكران ) اى خرابي ده مونږته ( نووايي به ملائكې دوى ته ) داخوهغه ورځ ده دجزاء .

    هَٰذَا يَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ ﴿٢١﴾

     داهمغه ورځ دفيصلې ( اوقضاء ) ده هغه ( ورځ ) چې وئ تاسې چې پدې باندې به مونسبت ددرواغو كاوه ( اوباورموپرې نه كاوه)چې رابه شي

    احْشُرُوا الَّذِينَ ظَلَمُوا وَأَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ ﴿٢٢﴾

     ( وبه فرمايي الله ملائكوته چې ) راټول كړئ تاسې هغه كسان چې ظلم يې كړى وو( په ځانونوخپلوپه انكاراوپه شرك سره ) او( كافرانې ) ښځې ( ياشيطانان ملګري ) ددوى اوهغه چې وودوى چې عبادت به يې كاوه ( دبتانو) .

    مِنْ دُونِ اللَّهِ فَاهْدُوهُمْ إِلَىٰ صِرَاطِ الْجَحِيمِ ﴿٢٣﴾

      بې له الله پس روان كړئ برابركړئ دوى لارې ددوزخ ته ( اودوزخ ته يې ورسوئ ) .

    وَقِفُوهُمْ ۖ إِنَّهُمْ مَسْئُولُونَ ﴿٢٤﴾

     اوودروئ دوى ( په دغې لاره كې ) بيشكه دوى پوښتيدل شي ( يعنې ترې پوښتنه كيږي داقوالو او افعالو ددوى ) .

    مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُونَ ﴿٢٥﴾

     څه مانع دى تاسې ته چې مرسته نه كوئ يوله بل سره ( په خلاصي كې لكه چې كوله موپه دنياكې ) ( هيڅ نشي كړى )

    بَلْ هُمُ الْيَوْمَ مُسْتَسْلِمُونَ ﴿٢٦﴾

     بلكې دوى نن ورځ پخپله خپل ځانونه تسليموي ( اوذليل ) دي

    وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَسَاءَلُونَ ﴿٢٧﴾

     اومخ به وګرځوي ځنې ددوى پرځينونورو( كشرانو اومشرانو ) پوښتنه به كوي دوى يوله بله .

    قَالُوا إِنَّكُمْ كُنْتُمْ تَأْتُونَنَا عَنِ الْيَمِينِ ﴿٢٨﴾

     وبه وايي ( كشران مشرانوته ) چې بيشكه تاسې وئ تاسې ( په دنيا كې ) چې راتلئ به مونږته له جانبه دقسم ( يازوراوقوت ) .

    قَالُوا بَلْ لَمْ تَكُونُوا مُؤْمِنِينَ ﴿٢٩﴾

     وبه وايي ( متبوعان تابعانوته نه ده داسې ) بلكې نه وئ تاسې پخپله ايمان راوړونكي .

    وَمَا كَانَ لَنَا عَلَيْكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ ۖ بَلْ كُنْتُمْ قَوْمًا طَاغِينَ ﴿٣٠﴾

     اونه ؤمونږته پرتاسې باندې هيڅ زورتسلط بلكې وئ تاسې يوقوم سركشه ( له حده وتونكي زمونږپه شان )

    فَحَقَّ عَلَيْنَا قَوْلُ رَبِّنَا ۖ إِنَّا لَذَائِقُونَ ﴿٣١﴾

     پس ثابته شوه پرمونږخبره درب زمونږ بيشكه مونږ خامخاڅكونكى يو( دعذآب ) .

    فَأَغْوَيْنَاكُمْ إِنَّا كُنَّا غَاوِينَ ﴿٣٢﴾

     پس مونږګمراه كړئ تاسې بيشكه ( لكه چې مونږووګمراهان ) .

    فَإِنَّهُمْ يَوْمَئِذٍ فِي الْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ ﴿٣٣﴾

     نوفرمايي الله ) پس بيشكه چې دوى نن ورځ په عذاب كې سره شريكان دي .

    إِنَّا كَذَٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِينَ ﴿٣٤﴾

     بيشكه مونږهمداسې كوو( لكه چې له دوى سره مووكړل) له ټولومجرمانوسره

    إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ ﴿٣٥﴾

     بيشكه دوى ووكله چې وبه ويل شوه دوى ته چې نشته بل برحق معبودهيڅوك مګريواځې الله دى نوتكبربه يې كاوه ( له ويلودكلمې نه ياكبراولويې كوي دوى پدې بلونكى باندې).

    وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُو آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَجْنُونٍ ﴿٣٦﴾

     اووايي ( دغه منكران ) چې آيابيشكه مونږخامخاپريښودونكي يودخدايانوخپلولپاره ديوشاعرليوني ( الله فرمايي په ترديددمنكرانو، نه ده داسې )

    بَلْ جَاءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِينَ ﴿٣٧﴾

     بلكې راغلى دى ( محمد) په حق ( دين ) سره اورښيتني بولي ( محمدټول پخوانى ) رسولان .

    إِنَّكُمْ لَذَائِقُو الْعَذَابِ الْأَلِيمِ ﴿٣٨﴾

      بيشكه چې تاسې خامخاڅكونكي يئ دعذاب دردناك ( په سبب دشرك اوتكذيب خپل ).

    وَمَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٣٩﴾

     اوجزاء به نه دركوله كيږي تاسې ته مګر په قدردهغه ( عمل ) چې وۍ تاسې چې كاوو به مو( په دنياكې ) .

    إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿٤٠﴾

     مګرهغه بندګان دالله چې پاك كړى شوى وي ( له پليتي نه نوډيره ښه مضاعفه جزاء به مومي ) .

    أُولَٰئِكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَعْلُومٌ ﴿٤١﴾

     غه ( مخلصين چې دي ) شته دوى ته رزق وزي معلومه

    فَوَاكِهُ ۖ وَهُمْ مُكْرَمُونَ ﴿٤٢﴾

     ( رنګارنګ ) ميوې . اودوى ته به عزت وركړى شوى وي .

    فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿٤٣﴾

     په جنتونوودانوله نعمتوكې

    عَلَىٰ سُرُرٍ مُتَقَابِلِينَ ﴿٤٤﴾

     ( ناست به وي ) پرتختونوسره مخامخ ( چې هريودبل له ليدلوڅخه خوشاليږي ) .

    يُطَافُ عَلَيْهِمْ بِكَأْسٍ مِنْ مَعِينٍ ﴿٤٥﴾

     ګرځولى به شي پردوى ( له طرفه دساقيانو دجنت ) له

     جامودصافوشرابو.

    بَيْضَاءَ لَذَّةٍ لِلشَّارِبِينَ ﴿٤٦﴾

    تك سپين خوند وركوونكي لپاره دچښونكيو

    لَا فِيهَا غَوْلٌ وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنْزَفُونَ ﴿٤٧﴾

     نه به وي پدغوشرابوكې څه آفت علت اونه به وي دوى له هغوشرابوڅخه مست بيخوده .

    وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِينٌ ﴿٤٨﴾

     اووى به په نزد ددوى كې حورې ټيټې لرونكې دسترګوغټې سترګې .

    كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَكْنُونٌ ﴿٤٩﴾

     ګواكې دوى هګۍ دي پټې ساتلې شوې ( په صفايې كې ) .

    فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَسَاءَلُونَ ﴿٥٠﴾

     پس به مخ وګرځوي ځنې ددې جنتيانوپرځينونوروجنتيانوچې پوښتنه به سره كوي يوله بله (له احواله ددنيا)

    قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ إِنِّي كَانَ لِي قَرِينٌ ﴿٥١﴾

     نووبه وايي يوويونكى لدوى نه چې بيشكه زه چې ؤوم ورلره يوملګرى ( منكرله بعثه )

    يَقُولُ أَإِنَّكَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِينَ ﴿٥٢﴾

     چې ويل يې ( ماته ) آيابيشكه ته چې يې له باوركوونكويې ( په پعث بعدالموت )

    أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَدِينُونَ ﴿٥٣﴾

     آياهركله چې مړه شومونږاوشومونږخاورې اوهډوكي آيابيشكه مونږته به خامخاجزاء راكړه شي ؟

    قَالَ هَلْ أَنْتُمْ مُطَّلِعُونَ ﴿٥٤﴾

     بياوايي ايايئ تاسې كتونكي ( په دوزخ كې چې دهغه منكرحال درښكاره شي ) .

    فَاطَّلَعَ فَرَآهُ فِي سَوَاءِ الْجَحِيمِ ﴿٥٥﴾

     پس وبه ګوري ( دغه قائل ) پس وبه ويني هغه ( منكرملګرى ) په منځ ددوزخ كې .

    قَالَ تَاللَّهِ إِنْ كِدْتَ لَتُرْدِينِ ﴿٥٦﴾

     وبه وايي ( قائل منكرته دملامتيالپاره ) قسم دى په الله چې نژدې وى ته چې په كنده ددوزخ كې مې و غورځوي

    وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّي لَكُنْتُ مِنَ الْمُحْضَرِينَ ﴿٥٧﴾

      اوكه نه واى انعام ( فضل ) درب زما خا مخاوم به زه له

    حاضركړىوشوو( دوزخ ته سره له تا) .

    أَفَمَا نَحْنُ بِمَيِّتِينَ ﴿٥٨﴾

     آياپس نه يومونږ( جنتيان ) مړه كيدونكي ( بلكې نه يو)

    إِلَّا مَوْتَتَنَا الْأُولَىٰ وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ ﴿٥٩﴾

     مګرهمغه مرګ زمونږړومبنى ( په دنياكې ) اونه يومونږ په عذاب

     كړى شوى

    إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿٦٠﴾

     بيشكه چې دغه ( ابدي خوندورحيات ) خامخاهمدغه په مرادرسيدل برى ډيرلوى دى خاص لپاره دمثل ددې ( نعمتو )

    لِمِثْلِ هَٰذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ ﴿٦١﴾

     پس ښايي چې عمل وكړى عمل كوونكى ( نه لپاره دجاه اومال ددنياچې فاني دي ) .

    أَذَٰلِكَ خَيْرٌ نُزُلًا أَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّومِ ﴿٦٢﴾

     ايادغه ( نعمتونه دجنت ) غوره دى له جهته دميلمستيا( جنتيانوته ) ياونه دزقوم ( غوره ده دوزخيانوته ) .

    إِنَّا جَعَلْنَاهَا فِتْنَةً لِلظَّالِمِينَ ﴿٦٣﴾

     بيشكه مونږګرځولې موده دغه ونه فتنه عذاب لپاره دظالمانو

    إِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِي أَصْلِ الْجَحِيمِ ﴿٦٤﴾

     بيشكه چې داونه ده چې راووځي په بيخ ددوزخ كې .

    طَلْعُهَا كَأَنَّهُ رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ ﴿٦٥﴾

     وږى دهغې ګواكې سرونه دي دشيطانانو( په عمومي قباحت اوكراهت خپل سره ) .

    فَإِنَّهُمْ لَآكِلُونَ مِنْهَا فَمَالِئُونَ مِنْهَا الْبُطُونَ ﴿٦٦﴾

     پس بيشكه دوى خا مخاخوړونكى به وي له هغه ( زقوم ) څخه نوډك كوونكي به وي له هغه ( زقومه ) دنسونوخپلو( له جهته دډيرې لوږې نه )

    ثُمَّ إِنَّ لَهُمْ عَلَيْهَا لَشَوْبًا مِنْ حَمِيمٍ ﴿٦٧﴾

     بيا بيشكه دوى ته پرهغه ( ونه دزقوم ) خامخاګډول ( چښول ) به وي له اوبوايشولوشووڅخه چې كلمې به يې ټوټې ټوټې كوي

    ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَإِلَى الْجَحِيمِ ﴿٦٨﴾

     بيابيشكه ورتله ددوى به هرومروډيرې داورته وي .

    إِنَّهُمْ أَلْفَوْا آبَاءَهُمْ ضَالِّينَ ﴿٦٩﴾

     بيشكه چې دوى موندلي دي پلرونه خپل ګمراهان پس دوى په قدمو( پلو) دهغوى

    فَهُمْ عَلَىٰ آثَارِهِمْ يُهْرَعُونَ ﴿٧٠﴾

     پسې ځغلي منډې وهي ( دهغوى تقليدكوي دليل اوبرهان ته نه ګوري ) .

    وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ أَكْثَرُ الْأَوَّلِينَ ﴿٧١﴾

     اوخامخاپه تحقيق ګمراه شوي ووپخوالدوى نه اكثردړومبنيو( امتونوڅخه په تقليداوترك ددليل )

    وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا فِيهِمْ مُنْذِرِينَ ﴿٧٢﴾

     اوخامخاپه تحقيق ليږلى مووپدوى كې ويروونكى ( انبياء له عذابه نودوى هغه ونه منل نوهلاك موكړل )

    فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِينَ ﴿٧٣﴾

     پس وګوره چې څرنګه ووعاقبت آخره خاتمه دويرول شوو( له جهته دعذابه چې ټول هلاك شول ) .

    إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿٧٤﴾

    مګرهغه بندګان دالله چې پاك كړى شوي وي ( له عصيانه خلاص دى له عذابه ) .

    وَلَقَدْ نَادَانَا نُوحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِيبُونَ ﴿٧٥﴾

     اوخامخاپه تحقيق غږكړى وومونږته نوح پس خامخاښه ځواب وركوونكي يومونږ.

    وَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ ﴿٧٦﴾

     اونجات وركړمونږدغه ( نوح ) ته اواهل ددغه ( نوح ) ته له غمه ډيرلوى ( چې ايذاء دقوم اوغرق وو) .

    وَجَعَلْنَا ذُرِّيَّتَهُ هُمُ الْبَاقِينَ ﴿٧٧﴾

     اووګرځوله مونږ اولاده ددغه ( نوح ) همدوى باقي پاتې كيدونكي

    وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ ﴿٧٨﴾

     اوپرې موښودل پردغه ( نوح مدح اوثناء ) په وروستنيوخلكوكې

    سَلَامٌ عَلَىٰ نُوحٍ فِي الْعَالَمِينَ ﴿٧٩﴾

    سلام دى ( له الله ) پرنوح په عالميانوكې .

    إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿٨٠﴾

    بيشكه مونږهمداسې( لكه نيكه جزاء دنوح نيكه )جزاء وركوومحسنانونيكوكارانوته

    إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ﴿٨١﴾

     بيشكه چې دغه ( نوح ) ووله ( خاصو) بندګانوزمونږ مؤمنانونه .

    ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِينَ ﴿٨٢﴾

     بياغرق كړل مونږ( قوم دده بې له ده څخه ) هغه نور( كفارپه سؤال دنوح ) .

    وَإِنَّ مِنْ شِيعَتِهِ لَإِبْرَاهِيمَ ﴿٨٣﴾

     اوبيشكه يوله تابعانوددغه ( نوح ) خامخاابراهيم دى .

    إِذْ جَاءَ رَبَّهُ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ ﴿٨٤﴾

     كله چې راغى ( ابراهيم ) رب خپل ته سره له زړه ښه سالم پاك بې له شكه .

    إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَاذَا تَعْبُدُونَ ﴿٨٥﴾

     كله چې وويل ( ابراهيم ) پلارخپل اوقوم خپل ته څه شى دى چې عبادت يې كوئ تاسې

    أَئِفْكًا آلِهَةً دُونَ اللَّهِ تُرِيدُونَ ﴿٨٦﴾

     آياپه درواغوسره معبودان نور غيرله الله غواړئ تاسې ( اوعبادت يې كوئ ) .

    فَمَا ظَنُّكُمْ بِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿٨٧﴾

    پس څه ګمان مودى پررب دعالميانو ( چې بې له عذابه به موپريږدي بلكې نه موپريږدي ) .

    فَنَظَرَ نَظْرَةً فِي النُّجُومِ ﴿٨٨﴾

      پس نظريې واچاوه يونظرپه ستوريوكې

    فَقَالَ إِنِّي سَقِيمٌ ﴿٨٩﴾

     پس وويل ( ابراهيم ) چې بيشكه زه ناجوړيم

    فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِينَ ﴿٩٠﴾

     پس وګرځيدل هغوى له ابراهيم څخه حال داچې شاكوونكي وو.

    فَرَاغَ إِلَىٰ آلِهَتِهِمْ فَقَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ ﴿٩١﴾

     پس پټ راغى ( دغه ابراهيم ) معبودانوددوى ته پس وويل ( ابراهيم دغوبتانوته ) چې ايانه خورئ ( تاسې له دغودرته ايښودل شويوطعاموڅخه ) .

    مَا لَكُمْ لَا تَنْطِقُونَ ﴿٩٢﴾

    څه شوي دي پرتاسې چې خبرې نه كوئ ( اوځواب نه راكوئ تاسې مالره ؟ )

    فَرَاغَ عَلَيْهِمْ ضَرْبًا بِالْيَمِينِ ﴿٩٣﴾

     پس پټ ننووت پردوى په وهلوسره په قوت ( ياقسم ياښي لاس ) .

    فَأَقْبَلُوا إِلَيْهِ يَزِفُّونَ ﴿٩٤﴾

     پس مخامخ شول ( متوجه شول نمروديان ) دغه ( ابراهيم ) ته چې رامنډې يې وهلې ( پسې لپاره دنيولو) .

    قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ ﴿٩٥﴾

     وويل ( ابراهيم دوى ته جوابا) آياعبادت كوئ تاسې دهغه چې تاسويې تراشوئ ( اوپخپلولاسويې جوړوئ ) .

    وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ ﴿٩٦﴾

     حال داچې الله پيداكړي يئ تاسې اوهغه ( عمل ) چې كوئ يې تاسې ( نوولې دغيرالله عبادت كوئ ؟) .

    قَالُوا ابْنُوا لَهُ بُنْيَانًا فَأَلْقُوهُ فِي الْجَحِيمِ ﴿٩٧﴾

     وويل ( كفارو) چې جوړه كړئ دغه ( ابراهيم ) ته يوه بناء ( اوله خسويې ډكه كړۍ اواورورواچوۍ ) پس وغورځوۍ دغه ( ابراهيم ) داورپه ډيري كې

    فَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَسْفَلِينَ ﴿٩٨﴾

     پس اراده وكړه دوى له ابراهيم سره دفريب ( لپاره د سوځولو) پس وموګرځول دوى لاندې ( خوارسپك )

    وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَىٰ رَبِّي سَيَهْدِينِ ﴿٩٩﴾

     اوويل ( ابراهيم ) بيشكه زه تلونكې يم ( ماموربه د) رب خپل ته ژربه لاره راوښيي ماته ( رب زما) .

    رَبِّ هَبْ لِي مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿١٠٠﴾

     اې ربه زماراوبښه ماته ( ځوى ) له صالحانو( چې معين ووپه طاعة دتااومعين وي په غربت كې زما).

    فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِيمٍ ﴿١٠١﴾

     پس زيرى وكړمونږ په دغه ( ابراهيم ) پداسې هلك چې ډيرتحمل والابه وي .

    فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَىٰ فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَىٰ ۚ قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ۖ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ ﴿١٠٢﴾

     پس كله چې ورسيداسمعيل سره له پلار خپل حددسعى ته وويل ( ابراهيم ) اى ځويګوټيه زمابيشكه زه پرله پسې وينم په خوب كې داسې چې بيشكه زه ذبحه كوم تايس ته هم نظروكړه چې څرنګه مصلحت ګڼي ؟ وويل ( اسمعيل ) اى پلاره زماوكړه همغه چې حكم يې درباندې شوى دى ژرده چې وبه مومې ته ماكه اراده فرمايلې وي الله له صبر كوونكو( په حكم دالله ) .

    فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ ﴿١٠٣﴾

     پس كله چې غاړه كيښوده ( دواړوحكم دالله ته ) اووايي چولودغه ( اسماعيل ) پر ( ښي ) اړخ دده .

    وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ ﴿١٠٤﴾

    اوغږوكړمونږده ته داسې چې اى ابراهيم

    قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا ۚ إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿١٠٥﴾

     په تحقيق رښتياكړتاخوب ( خپل اوومومانه هغه له تا) .: بيشكه مونږهمداسې ( لكه نيكه جزاء دابراهيم نيكه ) جزاوركوو( نورو) محسنانونيكوكارانوته

    إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ الْبَلَاءُ الْمُبِينُ ﴿١٠٦﴾

     بيشكه چې همدا( ذبحه ) خامخاهمداابتلاء ازموينه وه ښكاره .

    وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ ﴿١٠٧﴾

     اوفديه مووركړه دغه ( اسمعيل ) ته په مذبوحې لوئى ( جنتي پسه سره ) .

    وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ ﴿١٠٨﴾

      اوباقي پريښودمونږپرده په وروستنيوخلكوداچې سلام دې پرابراهيم( ياباقي پريښودمونږپرابراهيم ښه ثناءاومدح په وروستنيوخلكوترقيامت پورې .

    سَلَامٌ عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ ﴿١٠٩﴾

     سلام دې زمونږپرابراهيم باندې يعنې مونږ ) ترنن پورې حضرت ابراهيم 4 په عزت اوعظمت اوحرمت سره يادوو. على نبينا وعليه الف سلام وتحية .

    كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿١١٠﴾

     همداسې ( په مثل دنيكې جزاء دابراهيم نيكه ) جزاء وركوو( نورو) محسنانونيكوكارانوته .

    إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ﴿١١١﴾

     بيشكه چې دى له هغو( خالصو) بندګانوزمونږدى چې ( خاص ) مؤمنان دي .

    وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيًّا مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿١١٢﴾

     اوزيرى وركړمونږدغه ( ابراهيم ) ته ( پس له اسمعيل ) په اسحق سره چې نبي ؤ له صالحانو.

    وَبَارَكْنَا عَلَيْهِ وَعَلَىٰ إِسْحَاقَ ۚ وَمِنْ ذُرِّيَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِنَفْسِهِ مُبِينٌ ﴿١١٣﴾

     اوبركت اچولى ؤ مونږپردغه ( اسمعيل ) اوپراسحق ( په تكثيرداولاد) اوله اولادې ددې دواړوڅخه څوك نيكوكاردى ( په ايمان اوطاعت سره ) اوڅوك ظالم دي په ځان خپل ښكاره ( په كفراومعصيت سره )

    وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَارُونَ ﴿١١٤﴾

     اوخامخاپه تحقيق احسان موكړى ؤ پرموسى اوهارون اونجات

    مووركړدغودواړوته

    وَنَجَّيْنَاهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ ﴿١١٥﴾

    اوقوم ددوى ته له غمه ډيرلوى ( ويرانديښنې ) نه .

    وَنَصَرْنَاهُمْ فَكَانُوا هُمُ الْغَالِبِينَ ﴿١١٦﴾

     اونصرت مووركړدغو( سبطيانو) ته پس ؤ همدوى برياليان ( پرقبطيانودښمنانوخپلو) .

    وَآتَيْنَاهُمَا الْكِتَابَ الْمُسْتَبِينَ ﴿١١٧﴾

     اووركړى مودى دغودواړو( وروڼو) ته كتاب ( توريت ) ډيرښه بيانوونكى ( شرائعولره ) .

    وَهَدَيْنَاهُمَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ﴿١١٨﴾

     اوښودلى مووه دغودواړو( وروڼو) ته لاره سمه ( رسوونكى مقصودته ) .

    وَتَرَكْنَا عَلَيْهِمَا فِي الْآخِرِينَ ﴿١١٩﴾

     اوپرى ښودمونږپدې دواړو( وروڼو) په وروستنيوخلكوكې

    سَلَامٌ عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَارُونَ ﴿١٢٠﴾

     داچې سلام دى ( دالله له طرفه ) پرموسى اوهارون

    إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿١٢١﴾

     بيشكه مونږ همداسې ( په مثل دنيكې جزاء دموسى اوهارون نيكه ) جزاء وركوو( نورو) سنانونيكوكارانوته مح

    إِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ﴿١٢٢﴾

     بيشكه دوى دواړه له هغو( خالصو) بندګانوزمونږدى چې ( خاص ) مؤمنان دى .

    وَإِنَّ إِلْيَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿١٢٣﴾

     اوبيشكه الياس خامخا له مرسلانوڅخه دى .

    إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿١٢٤﴾

     كله چې وئي ويل قوم خپل ته آيانه ويريږۍ ( له عذابه دالله څخه)

    أَتَدْعُونَ بَعْلًا وَتَذَرُونَ أَحْسَنَ الْخَالِقِينَ ﴿١٢٥﴾

     آياتاسې عبادت كوى د( هغه بت چې نوم يې ) بعل ( دى ) اوپريږدئ تاسې ( عبادت ) دښه پيداكوونكي .

    اللَّهَ رَبَّكُمْ وَرَبَّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ ﴿١٢٦﴾

     چې الله دى رب ستاسې اورب دهغو پلروستاسې چې ړومبى ؤ .

    فَكَذَّبُوهُ فَإِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ ﴿١٢٧﴾

     پس تكذيب وكړدوى دهغه پس بيشكه دوى به خامخاحاضركړى شوي دي ( دوزخ ته ) .

    إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿١٢٨﴾

     مګرتكذيب ونه كړ( ددوى هغو) بندګانودالله چې مخلصان دي .

    وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ ﴿١٢٩﴾

     اوپرې ښودمونږپردغه ( الياس مدح اوثناء ) په وروستنيوخلكوكې

    سَلَامٌ عَلَىٰ إِلْ يَاسِينَ ﴿١٣٠﴾

     سلام دى ( له الله ) پر ال ياسين .

    إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿١٣١﴾

     بيشكه مونږهمداسې ( په مثل دنيكې جزاء دالياس نيكه ) جزاء وركوونيكوبندګانوته .

    إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ﴿١٣٢﴾

     بيشكه چې دى له هغوبندګانوزمونږدى چې ( خاص ) مؤمنان دي.

    وَإِنَّ لُوطًا لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿١٣٣﴾

     اوبيشكه چې لوط ووخامخاله مرسلانوڅخه

    إِذْ نَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ أَجْمَعِينَ ﴿١٣٤﴾

     كله چې نجات وركړمونږده ته اواهل دده ته ټولوته

    إِلَّا عَجُوزًا فِي الْغَابِرِينَ ﴿١٣٥﴾

     مګريوې زړې ښځې ته چې وه داپه باقي پاتې كيدونكيو( دعذاب ) كې .

    ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآخَرِينَ ﴿١٣٦﴾

     بيامونږ ګرد سره هلاك كړل نور ( كفار) .

    وَإِنَّكُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَيْهِمْ مُصْبِحِينَ ﴿١٣٧﴾

     اوبيشكه چې تاسې خامخاتيريږئ ( اى اهل دمكې ) پردوى پدې حال چې سباكوونكي يئ ( دورځې )

    وَبِاللَّيْلِ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿١٣٨﴾

     اودشپې ( يعنې هروخت پرې تيريږۍ ) آياپس عقل نه چلوۍ ( چې عبرت ترې واخلۍ ) .

    وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿١٣٩﴾

     اوبيشكه چې يونس خامخاله مرسلانوڅخه دى

    إِذْ أَبَقَ إِلَى الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ ﴿١٤٠﴾

     كله چې وتښتيد ( له خپل قوم څخه ) طرف دهغې بيړۍ ډكې ته

    فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِينَ ﴿١٤١﴾

     پس قرعه يې واچوله ( لدغوخلقودبيړى ( سره ، درې كرته ) پس شو له مغلوب كړى شوو( په قرعه كې بيانوځان يې سيندته واچاوه ).

    فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٌ ﴿١٤٢﴾

     پس يوه مړۍ كړدغه ( يونس ) لره ماهى (كب) حال داچې دى پخپله ځان ملامت كوونكى وو( په دغه بلااذن راتلوكې ) .

    فَلَوْلَا أَنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِينَ ﴿١٤٣﴾

    پس كه نه واى دغه خبره بيشكه چې دغه ( يونس ) ووله تسبيح كوونكيوڅخه

    لَلَبِثَ فِي بَطْنِهِ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿١٤٤﴾

     نوخامخاپاتې به ووپه نس ددې ماهي كې ترهغې ورځې پورې چې بياژوندى راپاڅولى شي ( خلق ) .

    فَنَبَذْنَاهُ بِالْعَرَاءِ وَهُوَ سَقِيمٌ ﴿١٤٥﴾

     پس وموغورځاوه دغه ( يونس) په ډاګ ميدان كې حال داچې دى رنځوروو.

    وَأَنْبَتْنَا عَلَيْهِ شَجَرَةً مِنْ يَقْطِينٍ ﴿١٤٦﴾

     اوزرغونه كړه مونږپرې يوه ونه له جلغوالاوو(كدو) نه.

    وَأَرْسَلْنَاهُ إِلَىٰ مِائَةِ أَلْفٍ أَوْ يَزِيدُونَ ﴿١٤٧﴾

     اوبيامونږوليږه دغه ( يونس ) سلوزرو( خلكو) ته يازيات لدېنه .

    فَآمَنُوا فَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَىٰ حِينٍ ﴿١٤٨﴾

     پس ايمان راوړ( هغوى پرې ) پس نفع مووركړه دوى ته تريوې نيټې پورې .

    فَاسْتَفْتِهِمْ أَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُونَ ﴿١٤٩﴾

     پس وپوښته ته ( اى محمده ) دغه ( كفار) آيارب ستالره لوڼې دي ؟ اودوى لره ځامن دي ؟

    أَمْ خَلَقْنَا الْمَلَائِكَةَ إِنَاثًا وَهُمْ شَاهِدُونَ ﴿١٥٠﴾

     اوكه موپيداكړي دي پرښتې ښځې ( لوڼې دالله ) حال داچې دوى حاضروو ( په وخت دپيداكولو دپرښتوكې )

    أَلَا إِنَّهُمْ مِنْ إِفْكِهِمْ لَيَقُولُونَ ﴿١٥١﴾

     خبردار! پوه شه چې بيشكه دوى له درواغوخپلو خامخاوايي

    وَلَدَ اللَّهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿١٥٢﴾

     ( داسې ) چې ولدراوړى دى الله حال داچې بيشكه دوى خامخادرواغجنان دى ( پدې ويلوخپلو) .

    أَصْطَفَى الْبَنَاتِ عَلَى الْبَنِينَ ﴿١٥٣﴾

     آياغوره كړ ى دى دغه ( الله ) لوڼې پرځامنو

    مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ ﴿١٥٤﴾

    پرځامنوڅه وشوه پرتاسې ( په دغه حكم ددرواغوكې ) دغه څرنګه حكم كوۍ تاسې

    أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿١٥٥﴾

     آياپس پندنه اخلۍ تاسې ( چې الله پاك دى له ټولوعيوبو) .

    أَمْ لَكُمْ سُلْطَانٌ مُبِينٌ ﴿١٥٦﴾

     آياشته تاسې ته كوم برهان سندښكاره ( چې الله اولادلري )

    فَأْتُوا بِكِتَابِكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿١٥٧﴾

     پس راوړۍ هغه كتاب خپل كه چيرې يۍ تاسې صادقين رښتيني ( په خپل قول كې ) .

    وَجَعَلُوا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا ۚ وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ إِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ ﴿١٥٨﴾

     اوګرځوي دغه مشركان په منځ ددغه ( الله ) اوپه منځ دپيريانونسب قرابت ( نسبت دخپلوۍ ) اوخامخاپه تحقيق پوهيږي پيريان چې بيشكه دوى خامخاحاضركړى شوى دى ( دوزخ ته )

    سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿١٥٩﴾

     پاكي ده الله ته له هغو( خبرو) څخه چې وايي يې دوى ( چې شريك اوولدورته نيسي )

    إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿١٦٠﴾

     مګرهغه بندګان دالله چې پاك كړى شوي دي ( منزه دي له دغه نسبت اواحضارددوزخ ) .

    فَإِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ ﴿١٦١﴾

     پس بيشكه تاسوچې يئ اوهغه چې عبادت يې كوئ

    مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ بِفَاتِنِينَ ﴿١٦٢﴾

     تاسې نه يئ تاسې ( اى عابدانواومعبودانو) په دغه بت پرستۍ سره په فتنه كې اچوونكي ( دهيچا)

    إِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ الْجَحِيمِ ﴿١٦٣﴾

     مګردهغه چاچې ننوتونكى ددوزخ دى ( په علم الله كې ) .

    وَمَا مِنَّا إِلَّا لَهُ مَقَامٌ مَعْلُومٌ ﴿١٦٤﴾

     اونشته له مونږځينې هيڅوك مګرچې مقرردى ورته يومقام (ځاى) معلوم .

    وَإِنَّا لَنَحْنُ الصَّافُّونَ ﴿١٦٥﴾

     اوبيشكه مونږخامخامونږ صف تړونكي يو( په وخت دطاعت كې ) .

    وَإِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُونَ ﴿١٦٦﴾

     اوبيشكه مونږخامخامونږتسبيح ويونكي يو.

    وَإِنْ كَانُوا لَيَقُولُونَ ﴿١٦٧﴾

     اوبيشكه چې وو( دغه كفار) خامخاويل به يې داسې چې

    لَوْ أَنَّ عِنْدَنَا ذِكْرًا مِنَ الْأَوَّلِينَ ﴿١٦٨﴾

     كه چيرې بيشكه واى له مونږڅخه ذكر( كوم كتاب ) له پخوانيو( كتابو) څخه

    لَكُنَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿١٦٩﴾

     نوخامخاووبه مونږبندګان دالله مخلصان

    فَكَفَرُوا بِهِ ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿١٧٠﴾

     ( بياچې ورته راغى دغه قرآن ) پس كافران شول په دغه ( كتاب ) پس ژرده چې پوه شي دوى (په عاقبت ددې كفرخپل ).

    وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ ﴿١٧١﴾

     اوخامخاپه تحقيق پخوالاصادرشوى دى حكم زمونږلپاره دبندګانوزمونږ مرسلينو

    إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ ﴿١٧٢﴾

     چې بيشكه دوى هم له دوى سره مددكړى شوى دى .

    وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ ﴿١٧٣﴾

     اوبيشكه لښكرې زمونږ خامخاهمدوى بريالياني دي ( په كفارو) .

    فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّىٰ حِينٍ ﴿١٧٤﴾

     پس مخ وګرځوه ته ( اى محمده ! ) لدوى نه تريووخته پورې

    وَأَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ ﴿١٧٥﴾

     اوګوره ته دوى ته پس ژرده چې وبه ويني دوى ( عاقبت خپل ) .

    أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ ﴿١٧٦﴾

     آياپس ( په راتلو) دعذاب زمونږتلواركوي دوى

    فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَاءَ صَبَاحُ الْمُنْذَرِينَ ﴿١٧٧﴾

     پس كله چې نازل شي ( عذاب ) په ميدان ( غولي ) د دوى پس بدبه وي سبادويروليوشويو.

    وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّىٰ حِينٍ ﴿١٧٨﴾

     اومخ وګرځوه ( اى محمده ! ) لدوى څخه تريونيټې پورې

    وَأَبْصِرْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ ﴿١٧٩﴾

     اوګوره ( دوى ته ) پس ژرده چې وبه ويني دوى ( احوال خپل ) .

    سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿١٨٠﴾

     پاكي ده رب ستالره ( له هره عيبه اونقصانه ) چې رب دعزت ( قوة غلبې دى اوپاك دى ) له هرهغه شي چې ( مشركان ورته ) نسبت كوي

    وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ ﴿١٨١﴾

     اوسلام دى پر( ټولو) مرسلينواستاځيو.

    وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿١٨٢﴾

      اوټوله ثناصفت خاص الله لره دى چې رب پالونكى دټولوعالميانودى .