اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة الفاتحة (پښتو ژباړه، قائم الدین کاشف)

    سورة الفاتحة (پښتو ژباړه، قائم الدین کاشف)

    سورة الفاتحة (پښتو ژباړه، قائم الدین کاشف)
    سورة الفاتحة (پښتو ژباړه، قائم الدین کاشف)
    5 (100%) 1 vote

    بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ (1)

    دالله په نوم چې ډير مهربان زيات رحم لرونكى دى

    اَلْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعالَمِينَ (2)

    ټوله ثنا ستاينه يوازې الله ته ده چې د ټولو مخلوقاتو پالونكي دى

    الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ (3)

    ډير مهربان زيات رحم لرونكي دى

    مالِكِ يَوْمِ الدِّينِ (4)

    د جزا دورځې مالك دى.

    إِيِّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (5)

    مونږ همدا ستا عبادت كوو او همدا تا نه مرسته غواړو

    اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (6)

    مونږ ته سمه لاره وښيه

    صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلاَ الضَّآلِّينَ

    د هغو كسانو لاره چې تا پرې پېرزوېنه كړېده، نه د هغو كسانو لاره چې غضب ورباندې شوى او نه دهغو كسانو لاره چې لار وركي دي