اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة الفرقان(پښتو ژباړه)

    سورة الفرقان(پښتو ژباړه)

    سورة الفرقان(پښتو ژباړه)
    Rate this post

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

     تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَىٰ عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا ﴿١﴾

     ډيربركتناك ، څښتن دډيرخيراولوړدى هغه ( ذات ) چې نازل كړى يې دى فرقان په بنده خپل ( محمد) لپاره ددې چې شى دى خلكوته ويروونكى ( له جحيم نه ) .

    الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُنْ لَهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا ﴿٢﴾

     هغه ( الله ) چې خاص همده ته دى ملك سلطنت دآسمانونواوځمكې اونه يې دى نيولى هيڅ ولد اونشته ده ته شريك ( مل ) په ملك سلطنت كې اوپيداكړى دى الله هرشى پس په اندازه كړى يې دى هغه ( شى ) په اندازه كولوسره .

    وَاتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ آلِهَةً لَا يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلَا يَمْلِكُونَ لِأَنْفُسِهِمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَلَا يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلَا حَيَاةً وَلَا نُشُورًا ﴿٣﴾

     هغه ( الله ) چې خاص همده ته دى ملك سلطنت دآسمانونواوځمكې اونه يې دى نيولى هيڅ ولد اونشته ده ته شريك ( مل ) په ملك سلطنت كې اوپيداكړى دى الله هرشى پس په اندازه كړى يې دى هغه ( شى ) په اندازه كولوسره .

    وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَٰذَا إِلَّا إِفْكٌ افْتَرَاهُ وَأَعَانَهُ عَلَيْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ ۖ فَقَدْ جَاءُوا ظُلْمًا وَزُورًا ﴿٤﴾

     اووايي هغه كسان چې كافران شوي دي چې نه دى دا ( قرآن ) مګردروغ دى چې له ځانه يې جوړكړى دى دغه ( محمد) اوكومك ورسره كړى دى په دې ( دروغ جوړولوكې ) قومونونورووايي الله پس په تحقيق راتلل كړي دي ( دغوكفارو) په ظلم اوپه دروغو .

    وَقَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ اكْتَتَبَهَا فَهِيَ تُمْلَىٰ عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ﴿٥﴾

     اووايي ( كفار) داقصې دلومړنيوخلقوچې ليكلي دي هغه ( محمدپه ليكونكو) پس هغه لوستل كيږي په ده ( لپاره دليكلو) سهاراوماښام

    قُلْ أَنْزَلَهُ الَّذِي يَعْلَمُ السِّرَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ إِنَّهُ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿٦﴾

     ووايه ( اى محمده دغوكفاروته نه ده داسې بلكې ) نازل كړى دى داقرآن هغه ( الله ) چې عالم دى په هروپټوچې په آسمانونو اوپه ځمكه كې دي بيشكه چې الله دى ښه مغفرت كوونكى ( دګناهونو) ډيررحم والا( داجراوثواب په انعام سره ) .

    وَقَالُوا مَالِ هَٰذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ ۙ لَوْلَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُ نَذِيرًا ﴿٧﴾

     اووايي ( كفار) چې څه دي دغه رسول ته چې خوري طعام اوګرځي په بازارونوكې ( لكه نورخلق چې دمعاش غوښتنه كوي ) ولې نه نازلاوه شي ده ته يوملك چې پس شي دغه ( ملك ) له دغه ( رسول ) سره ويرونكي ( دكفاروله دوزخ څخه )

    أَوْ يُلْقَىٰ إِلَيْهِ كَنْزٌ أَوْ تَكُونُ لَهُ جَنَّةٌ يَأْكُلُ مِنْهَا ۚ وَقَالَ الظَّالِمُونَ إِنْ تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَسْحُورًا ﴿٨﴾

     يا (ولې نه) غورځوله كيږي ده ته خزانه (له آسمان څخه )يا (ولې نه ) كيږي ده ته يوباغ چې خوري له (ميوو او حاصلاتو د ) هغه او وايي ( دغه ) ظالمان ( مؤمنانوته ) چې متابعت نه كوئ تاسې مګرديوه سړي چې سحرپرې كړى شوى دى

    انْظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا لَكَ الْأَمْثَالَ فَضَلُّوا فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًا ﴿٩﴾

     وګوره ( اى محمده ) څرنګه بيانوي ( تړي دغه معاندان ) تاته مثالونه ( دشعر، سحر، كذب ) پس ګمراهان شول دوى پس طاقت نه لري دوى ( حق ته دموندلود) لارې .

    تَبَارَكَ الَّذِي إِنْ شَاءَ جَعَلَ لَكَ خَيْرًا مِنْ ذَٰلِكَ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَيَجْعَلْ لَكَ قُصُورًا ﴿١٠﴾

     ډيرلوى بركتناك ، څښتن دډيرخيراولوړدى هغه ( ذات ) كه اراده وكړي ګرځوي به تاته ( په دنياكې ) غوره له دغې ( خزانې اوباغونوداسې) باغونه چې بهيږي له لاندې ( دونو) دهغو ويالې اوګرځوئ به تاته ( په دغوباغونوكې ) بنګلې .

    بَلْ كَذَّبُوا بِالسَّاعَةِ ۖ وَأَعْتَدْنَا لِمَنْ كَذَّبَ بِالسَّاعَةِ سَعِيرًا ﴿١١﴾

     بلكې نسبت ددرغوكوي ( كفار) په قيامت باندې ( چې نشته ) اوتياركړى دى مونږلپاره دهغه چاچې نسبت ددروغوكوي په قيامت باندې سخت اور( ددوزخ ) .

    إِذَا رَأَتْهُمْ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ سَمِعُوا لَهَا تَغَيُّظًا وَزَفِيرًا ﴿١٢﴾

     كله چې ووينې ( دغه اور) دوى له هغه ځاى لرې څخه نواوري به دوى هغه ( اور) لره خوټيدل ( له ډيره قهره ) اوغوريدل ( له ډيره غضبه ) .

    وَإِذَا أُلْقُوا مِنْهَا مَكَانًا ضَيِّقًا مُقَرَّنِينَ دَعَوْا هُنَالِكَ ثُبُورًا ﴿١٣﴾

     اوكله چې وغورځولى شي ( كفار) له دوزخ نه په ځاى تنګ كې په داسې حال كې چې ( څوتنه يوځاى سره نژدې په ځنځيرونو) سره تړلى شوي وي نوپه دغه ځاى غواړي دوى هلاك ( خپل ) .

    لَا تَدْعُوا الْيَوْمَ ثُبُورًا وَاحِدًا وَادْعُوا ثُبُورًا كَثِيرًا ﴿١٤﴾

     مه غواړئ تاسې نن ورځ هلاك يواووغواړئ تاسې هلاكت ډير( ځكه چې عذاب موډيراقسام لري ) .

    قُلْ أَذَٰلِكَ خَيْرٌ أَمْ جَنَّةُ الْخُلْدِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ ۚ كَانَتْ لَهُمْ جَزَاءً وَمَصِيرًا ﴿١٥﴾

     ووايه ( اى محمده دوى ته ) آيادغه ( عذاب ) غوره دى ياهغه جنت دهميشه والى چې وعده كړى شوى وه ( ددغه جنت ) له پرهيزګارانوسره چې وي به ( هغه جنت په علم دالله كې ) دوى ته جزاء ( بدل ) دعمل اوځاى دورتلو

    لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَاءُونَ خَالِدِينَ ۚ كَانَ عَلَىٰ رَبِّكَ وَعْدًا مَسْئُولًا ﴿١٦﴾

     شته دوى ته په دغه ( جنت ) كې هرڅه چې غواړي دوى حال داچې تل به وي دوى پكې ( دخول دجنت سره له خلوده ) په رب ستاموعوده ( وعده كړى شوې تفضلاله جانبه دالله ) غوښتلى شوى ( دمؤمنانولخوا )

    وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَيَقُولُ أَأَنْتُمْ أَضْلَلْتُمْ عِبَادِي هَٰؤُلَاءِ أَمْ هُمْ ضَلُّوا السَّبِيلَ ﴿١٧﴾

     او( يادكړه اى محمده هغه ) ورځ چې راجمع به كړي ( الله ) دغه ( كفار) اوهغه ( باطل معبودان ) چې عبادت كاوه دوى غيرله الله ( هغوى ته ) پس وبه وايي ( الله دغومعبودانوته ) آياتاسې گمراه كړي ؤ) بندګان زما دغه ( چې مشركان دي ) اوكه دوى پخپله وركه كړې وه لاره ( دحق بې له ستاسې له كوښښه .

    قَالُوا سُبْحَانَكَ مَا كَانَ يَنْبَغِي لَنَا أَنْ نَتَّخِذَ مِنْ دُونِكَ مِنْ أَوْلِيَاءَ وَلَٰكِنْ مَتَّعْتَهُمْ وَآبَاءَهُمْ حَتَّىٰ نَسُوا الذِّكْرَ وَكَانُوا قَوْمًا بُورًا ﴿١٨﴾

     وبه وايي ( معبودان ) چې پاكي ده تالره ( له شريكه اوعيبونوڅخه )نه ښايي مونږته داچې ونيسو مونږغيرله تانه ( ياالله ) هيڅ دوستان اومګر ښه معاش وركړى ؤتا( اى الله ) دوى ته اوپلرونوددوى ته ترهغه پورې چې هيركړه دوى پند( كتاب ) ستا اووو دوى ( په حكم ستا) قوم هلاكيدونكي .

    فَقَدْ كَذَّبُوكُمْ بِمَا تَقُولُونَ فَمَا تَسْتَطِيعُونَ صَرْفًا وَلَا نَصْرًا ۚ وَمَنْ يَظْلِمْ مِنْكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًا كَبِيرًا ﴿١٩﴾

     نوپه تحقيق تكذيب وكړ( معبودانو) ستاسې ( اى مشركانو) په هغه خبره كې چې ويله تاسې ( چې دغه موخدايان دي ) پس طاقت نه لرئ تاسې دګرځولودعذاب ( له خپله ځانه ) اونه دمرستې كولو( يوله بله سره ) اوهرهغه چاچې ظلم وكړله تاسې وبه څكوومونږپه هغه عذآب لوى ( چې تل پاتې كيدل په اوركې دي ) .

    وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ ۗ وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً أَتَصْبِرُونَ ۗ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًا ﴿٢٠﴾

     اونه دي ليږلي مونږپخواله تانه ( اى محمده هيڅوك ) له مرسلانوڅخه ( په هيڅ كيفيت ) مګر( په دغه كيفيت سره چې ) بيشكه دوى خامخاخوړل به دوى طعام اوګرځيدل به دوى په بازارونوكې ( لپاره دمطالبوخپلو) اوګرځولي دي مونږځيني ستاسې لپاره دځينونوروآزمويښت آياصبركوئ ( اى دابتلاء خاوندانوكه نه ؟ بلكې صبروكړئ ) اودى رب ستاښه ليدونكى ( عالم په ټولواحوالو) .

    وَقَالَ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا الْمَلَائِكَةُ أَوْ نَرَىٰ رَبَّنَا ۗ لَقَدِ اسْتَكْبَرُوا فِي أَنْفُسِهِمْ وَعَتَوْا عُتُوًّا كَبِيرًا ﴿٢١﴾

     اووايي هغه كسان چې نه لري اميددملاقات زمونږ( اونه مني قيامت يانه ويريږي له عذاب زمونږنه ) ولې نه نازلولى شي په مونږباندې پرښتې ( مصدقې درسول ياچې رسولانې مونږته ) ياولې نه وينومونږرب خپل ( چې خبرې راسره وكړي اوحكم وكړي مونږته په متابعت درسول نوالله وايي ) خامخاپه تحقيق كبركړى دى دوى ( كبرچې ثابت دى ) په نفسونوددوى كې اوتيرشوي دي ( له حده خپله ) په تيريدلولوي سره .

    يَوْمَ يَرَوْنَ الْمَلَائِكَةَ لَا بُشْرَىٰ يَوْمَئِذٍ لِلْمُجْرِمِينَ وَيَقُولُونَ حِجْرًا مَحْجُورًا ﴿٢٢﴾

     ( ياده كړه اى محمده ) هغه ورځ چې وويني دوى پرښتې ( دعذاب ) نه به وي زيرى ( خوشالي ) په دغه ورځ كې لپاره دمجرمانو ( كافرانو) اووبه وايي دوى چې چيرې دې منع كړل شي په كوم مانع سره

    وَقَدِمْنَا إِلَىٰ مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَنْثُورًا ﴿٢٣﴾

     اواراده كړې ده رسيدلې يومونږهغوشيانوته چې كړي دي ( دغوكفارو) له ( نيك ) عمل نه پس وبه ګرځو، مونږهغه ( نيك عمل په شان د) دوړې ( گرد) خپرې كړې شوې .

                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                      أَصْحَابُ الْجَنَّةِ يَوْمَئِذٍ خَيْرٌ مُسْتَقَرًّا وَأَحْسَنُ مَقِيلًا ﴿٢٤﴾

     صاحبان ( ملګري ) دجنت په دغه ورځ ( دقيامت كې ) غوره دي له جهته د( ځاى دقيام اوكلام او) هستوگنځي اوډيرښه به وي له جهته ( دځاى ) دخوب دغرمې ( اودراحت ) .

    وَيَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَاءُ بِالْغَمَامِ وَنُزِّلَ الْمَلَائِكَةُ تَنْزِيلًا ﴿٢٥﴾

     او( ياده كړه اى محمده ) هغه ورځ ( دقيامت ) چې ټوټې ټوټې به شي آسمان په وريځوسره اونازلې به كړى شي پرښتې په نازلولوسره ( پرله پسې )

    الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ لِلرَّحْمَٰنِ ۚ وَكَانَ يَوْمًا عَلَى الْكَافِرِينَ عَسِيرًا ﴿٢٦﴾

     ملك ( اوكامل سلطنت ) په دغه ورځ ( دقيامت كې ) حق ثابت دى لپاره درحمن او وي به دغه ورځ ( دقيامت ) په كفاروډيره سخته .

    وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَىٰ يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا ﴿٢٧﴾

    او( يادكړه اى محمده هغه دقيامت )ورځ چې خوله به لګوي ظالم په دواړولاسونوخپلو( له ډير، غم، افسوس اوحسرت څخه ) وايي به په ( قيامت كې ) اى كشكې نيولې مې واى سره له رسوله ( دالله دنجات حقه) لاره

    يَا وَيْلَتَىٰ لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا ﴿٢٨﴾

     اى هلاكه ! اى عذابه ! اى خرابۍ ! زما ( راشه دغه دې وخت دى ) كشكې نه مې واى نيولى فلانكى سړى دوست خپل .

    لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءَنِي ۗ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنْسَانِ خَذُولًا ﴿٢٩﴾

     خامخاپه تحقيق ګمراه كړي يي وم له پندڅخه ( دقران ) وروسته له هغه كله چې راغى ماته ( دغه ذكروايي الله ) اودى شيطان لپاره دانسان لغزوونكى ، غولوونكى .

    وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَٰذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا ﴿٣٠﴾

     اوويل رسول ( دالله محمد) اى ربه زما په تحقيق قوم زما نيولى دى دغه قرآن ترك كړى شوى ( چې نه پرې ايمان راوړي اونه پرې عمل كوي اونه يې لولي) .

    وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ ۗ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا ﴿٣١﴾

    اوهمداسې ( لكه چې كفارمې ستادښمنان ګرځولي دي ) گرځولى ؤمونږ( پخواله تانه ) لپاره دهرنبي دښمن له مجرمانو ( كفاروڅخه نوصبروكړه په شان دنوروانبياؤ) اوكافي دى رب ستالارښوونكي اوښه مرسته كوونكى ( په دښمنانو) .

    وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً ۚ كَذَٰلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤَادَكَ ۖ وَرَتَّلْنَاهُ تَرْتِيلًا ﴿٣٢﴾

     اووايي هغه كسان چې كافران شوي دي ولې نه نازلاو شي په دغه ( محمد) قرآن ټول يوكرت ( نووايي الله چې نازل كړى دى مونږ) همداسې ( لږلږدڅوفوائدولپاره چې يوه يې داده ) چې ثابت ، محكم ، قوي كړوپه دغه ( قرآن سره) زړه ستا( دده په حفظ اودده دمعنى په پوهيدلوسره ) اولوستلى دى مونږدغه ( قرآن په تا) ټوټې ټوټې په آرام لوستلوسره .

    وَلَا يَأْتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئْنَاكَ بِالْحَقِّ وَأَحْسَنَ تَفْسِيرًا ﴿٣٣﴾

     اونه راوړي دوى تاته كوم مثال ( يعنې نه راوړي تاته عجيب سوال په ابطال ددين ستا) مګرراوړومونږتاته ( ځواب دهغه په واقع او ) په حق سره اوډيرښه بيان .

    الَّذِينَ يُحْشَرُونَ عَلَىٰ وُجُوهِهِمْ إِلَىٰ جَهَنَّمَ أُولَٰئِكَ شَرٌّ مَكَانًا وَأَضَلُّ سَبِيلًا ﴿٣٤﴾

     ( دوى ) هغه كسان ( دي ) چې جمع به كړى شي اووبه شړل شي په مخونوخپلو( سرښكته پښې پورته ) طرف ددوزخ ته دغه ټولې بددى له جهته دځايه اوډيرښويېدلي دي له جهته دلارې ( اوډيرګمراهان دي ).

    وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَا مَعَهُ أَخَاهُ هَارُونَ وَزِيرًا ﴿٣٥﴾

     اوخامخاپه تحقيق وركړى ؤمونږموسى ته كتاب ( تورات ) اوگرځولى ؤ مونږله دغه ( موسى ) سر ه وروردده هارون وزير( مرستيال )

    فَقُلْنَا اذْهَبَا إِلَى الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَدَمَّرْنَاهُمْ تَدْمِيرًا ﴿٣٦﴾

     پس وويل مونږ( دوى ته چې ) لاړشئ دواړه هغه قوم ته چې دروغجن يې ګڼلي دي آيتونه زمونږ( نودوى ورغلل اوابلاغ يې وكړاوفرعونيانودوى دروغجن كړل ) پس هلاك كړل مونږفرعونيان په هلاكولوسره

    وَقَوْمَ نُوحٍ لَمَّا كَذَّبُوا الرُّسُلَ أَغْرَقْنَاهُمْ وَجَعَلْنَاهُمْ لِلنَّاسِ آيَةً ۖ وَأَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿٣٧﴾

     او ( هلاك كړى ؤمونږ) قوم دنوح كله چې دروغجن وګڼل دوى رسولان خپل ( لكه نوح ، ادريس اوشيث ) غرق كړل مونږدوى اووگرځول مونږدوى لپاره دخلكودليل ( دعبرت نښه ) اوتياركړى دى مونږلپاره دظالمانو عذاب ډيردردناك

    وَعَادًا وَثَمُودَ وَأَصْحَابَ الرَّسِّ وَقُرُونًا بَيْنَ ذَٰلِكَ كَثِيرًا ﴿٣٨﴾

    او( هلاك كړل مونږ ) عاديان اوثموديان اوصاحبان ( ياران ) دكوهي اونوراهل دزمانوپه منځ ددوى كې ډير

    وَكُلًّا ضَرَبْنَا لَهُ الْأَمْثَالَ ۖ وَكُلًّا تَبَّرْنَا تَتْبِيرًا ﴿٣٩﴾

     اوهريوله دې نه بيان كړي وومونږ ورته مثالونه ( دعبرت په اقامت دحجت په دوى باندې ) اوټول موهلاك كړل په هلاكولوسره .

    وَلَقَدْ أَتَوْا عَلَى الْقَرْيَةِ الَّتِي أُمْطِرَتْ مَطَرَ السَّوْءِ ۚ أَفَلَمْ يَكُونُوا يَرَوْنَهَا ۚ بَلْ كَانُوا لَا يَرْجُونَ نُشُورًا ﴿٤٠﴾

     اوخامخاپه تحقيق تيرشوي دي ( تيريږي ډيرځلي كفار) پرقريوكليوښارونوهغوچې ورول شوى ؤ پرې باران بد( دعذاب ) اياپس نه وودغه ( كفار) چې ليدلى يې واى هغه ( قريه چې عبرت به يې اخستي واى ) بلكې وودوى چې نه به يې درلوداميدد بيا ژوندي پورته كيدلو .

    وَإِذَا رَأَوْكَ إِنْ يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَٰذَا الَّذِي بَعَثَ اللَّهُ رَسُولًا ﴿٤١﴾

     اوكله چې ووينې دوى تانونه نيسي دوى تامګرځاى دمسخرې ( اودمسخرې په ډول وايي ) آياداهغه ( سړى ) دى چې راليږلى دى الله رسول ( مونږته ؟ بلكې دى خوله رسالت څخه ډيرلرې دى )

    إِنْ كَادَ لَيُضِلُّنَا عَنْ آلِهَتِنَا لَوْلَا أَنْ صَبَرْنَا عَلَيْهَا ۚ وَسَوْفَ يَعْلَمُونَ حِينَ يَرَوْنَ الْعَذَابَ مَنْ أَضَلُّ سَبِيلًا ﴿٤٢﴾

     بيشكه چې دى نژدې ؤ چې خامخاګمراه كړي يې واى مونږ له خدايانوزمونږ كه صبرنه واى كړى مونږپه ( عبادت ) ددوى ( نووايي الله ) اوژربه پوه شي دوى كله چې وويني دوى عذاب ( دقيامت ښكاره ) چې څوك دي ډيرګمراه له جهته دلارې .

    أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَٰهَهُ هَوَاهُ أَفَأَنْتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا ﴿٤٣﴾

     آياويني خبريې ته ( بلكې خبريې ) په هغه چاچې نيولي يې دى دغه خداى خپل نفسي غوښتنه خپله آياپس ته به يې په ده باندې وكيل ) ( ساتونكى چې منع يې كړې له هواخپلې بلكې نه يې)

    أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ ۚ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ ۖ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا ﴿٤٤﴾

     آياګومان كوې ته چې په تحقيق زياتره ددوى اوري ياپوهيږي نه دي دوى مګر په شان دڅاروي دي ( دپندپه نه اوريدلوكې ) بلكې لادوى ډيرلرې دي له لارې ( سمې نه ) .

    أَلَمْ تَرَ إِلَىٰ رَبِّكَ كَيْفَ مَدَّ الظِّلَّ وَلَوْ شَاءَ لَجَعَلَهُ سَاكِنًا ثُمَّ جَعَلْنَا الشَّمْسَ عَلَيْهِ دَلِيلًا ﴿٤٥﴾

     آيانه دي كتلي تا ( قدرت ) درب خپل ته چې څرنګه يې غځولى دى سيورى اوكه يې اراده كړې واى نوخامخاګرځولى به يې ؤ هغه ( سيورى ) ولاړ، بياوګرځاوه مونږلمرپه دې ( سيوري ) دليل ( چې سيورى پرې معلوميږي )

    ثُمَّ قَبَضْنَاهُ إِلَيْنَا قَبْضًا يَسِيرًا ﴿٤٦﴾

    بياراټول كړمونږهغه ځان خپل ته په راټولولو آسانوسره ( وروورولږلږ ) .

    وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِبَاسًا وَالنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورًا ﴿٤٧﴾

     اوهمدغه ( الله ) هغه ( ذات ) دى چې ګرځولى يې ده تاسې ته ( په كامل قدرت خپل سره ) شپه لباس ( پوښاك ) او( ګرځولې يې دي تاسې ته ) خوب آرامي اوګرځولې يې ده ورځ وخت دښوريدلو اوګرځيدلو( دروزي دګټلولپاره )

    وَهُوَ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ ۚ وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُورًا ﴿٤٨﴾

     اوهمدغه ( الله ) هغه ( ذات ) دى چې راليږلي يې دي بادونه زيرى كوونكي مخكې درحمت ددغه ( الله څخه چې باران دى ) اونازلې كړې دي مونږله ( طرفه ) دآسمانه اوبه پاكوونكې

    لِنُحْيِيَ بِهِ بَلْدَةً مَيْتًا وَنُسْقِيَهُ مِمَّا خَلَقْنَا أَنْعَامًا وَأَنَاسِيَّ كَثِيرًا ﴿٤٩﴾

     لپاره ددې چې ژوندۍ كړومونږپه دې ( اوبو) ځمكه مړه وچه اوچې وروچښودغه ( اوبه ) له جملې دهغوشيانوځنې چې پيداكړي دي مونږله چارپايانواوانسانانوډيروته .

    وَلَقَدْ صَرَّفْنَاهُ بَيْنَهُمْ لِيَذَّكَّرُوا فَأَبَىٰ أَكْثَرُ النَّاسِ إِلَّا كُفُورًا ﴿٥٠﴾

     اوخامخاپه تحقيق په رازراز ډولونوتقسيم كړي دي مونږدغه ( اوبه دباران منشا) په منځ ددوى كې لپاره ددې چې فكروكړى دوى ( زمونږ دقدرت په كمال كې ) پس منع راوړه زياتروخلكو( دشكروېستلونه ) ليكن ( دنعمت له ) كفران ( څخه يې منع رانه وړه ) .

    وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ نَذِيرًا ﴿٥١﴾

     اوكه اراده موكړې واى نوخامخاراپورته كړي به موواى په هره قريه ښاركې ( بيل بيل ) ويرونكي ( په دغه زمانه كې هم ) نومه.

    فَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَجَاهِدْهُمْ بِهِ جِهَادًا كَبِيرًا ﴿٥٢﴾

     نومه كوه اطاعت ( دغوښتنو) دكافرانواومجاهده مقابله كوه له دوى سره په دغه ( قران اوتوفيق درحمان ) په جهادلوى

    وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَحْجُورًا ﴿٥٣﴾

     اوهمدغه ( الله ) هغه ( ذات ) دى ( چې په خپل كامل قدرت سره ) بهولي يي دي دوه بحرونه ( سيدونه ) چې داخوږدى ډيرخوږتنده ماتوونكي اودابل تريودى ډيرتريواوګرځولى ده ( الله ) په منځ ددغو دواړو كې پرده اوبندچې منع كړى شوي دي ( په هغه سره ګډيدل ددغودواړو) .

    وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاءِ بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا ۗ وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا ﴿٥٤﴾

     اوهمدغه ( الله ) هغه ( ذات ) دى چې پيداكړى يې دى له اوبونه انسان پس ګرځولى يې دى ( خاوندد) نسب اوخسرگنى اودى رب ستا ښه قادر .

    وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُهُمْ وَلَا يَضُرُّهُمْ ۗ وَكَانَ الْكَافِرُ عَلَىٰ رَبِّهِ ظَهِيرًا ﴿٥٥﴾

     اوعبادت كوي ( دامشركان ) بې له الله دهغه شي چې نشي رسولى هيڅ قدرنفع دوىته ( كه يې عبادت وكړي ) اونه هيڅ ضرررسولى شي دوى ته ( كه يې عبادت ونه كړي ) اودى ( جنس د) كافرپه ( نافرماني ) درب خپل مددګار( دشيطان شاكوونكى الله ته ) .

    وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا ﴿٥٦﴾

     اونه يې ليږلى مونږته مګرزيرى كوونكى ( مؤمنانوته په نعمت سره ) اوويرونكى ( كافرانوته له جحيم څخه )

    قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِلَّا مَنْ شَاءَ أَنْ يَتَّخِذَ إِلَىٰ رَبِّهِ سَبِيلًا ﴿٥٧﴾

     ووايه ( اى محمده دوىته ) نه غواړم زه له تاسې په دې ( پيغام رسولو) هيڅ قدرمزدوري مګر(غواړم ايمان راوړل د) هغه چاچې خوښه يې شي داچې ونيسي طرف درب خپل ته لار( درضاء اوقرب ) ياليکن هغه څوک چې غواړي ونيسي خپل رب ته لار ( په انفاق دمال له پاره درضادده ) نو ودې نيسي رب خپل ته همغه لار دقرب اورضا)

    وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ ۚ وَكَفَىٰ بِهِ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا ﴿٥٨﴾

     اوتوكل وكړه په تل ژوندي هغه ( الله ) چې ( له سره ) نه مري اوتسبيح ووايه سره له ثنادده اوپس كافي دى هغه په ګناهونودبندګانوخپلوښه خبر .

    الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۚ الرَّحْمَٰنُ فَاسْأَلْ بِهِ خَبِيرًا ﴿٥٩﴾

     هغه ( الله ) چې پيداكړي يې دي آسمانونه اوځمكه اوهغه چې په منځ ددغودواړوكې دي په ( مقدار) دشپږوورځوبيا قائم مستولي شو( امراوحكم دالله ) په عرش ( الله چې دى ) ډيرمهربان دى پس وپوښته ( ددغه خلق اواستوايادرحمان څخه ) له كوم خبردارعالم نه

    وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اسْجُدُوا لِلرَّحْمَٰنِ قَالُوا وَمَا الرَّحْمَٰنُ أَنَسْجُدُ لِمَا تَأْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُورًا [۩] ﴿٦٠﴾

     اوكله چې وويلى شي دوى ته چې سجده ( دعبادت ) كوئ رحمن ته نووايي څه شى دى آياسجده وكړومونږ هرهغه شي ته چې امركوې ته مونږته اوزياتوې دغه يادول درحمن دوى ته نفرت ( له ايمان نه )

    تَبَارَكَ الَّذِي جَعَلَ فِي السَّمَاءِ بُرُوجًا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَاجًا وَقَمَرًا مُنِيرًا ﴿٦١﴾

     ډيرلوى بركتناك دى هغه ذات چې پيداكړي يې دي په اسمان كې برجونه اوپيداكړې يې ده په كې ډيوه ( لمر) اوسپوږمۍ روښانوونكي

    وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًا ﴿٦٢﴾

     اوهمدا( الله ) هغه ( ذات ) دى چې ګرځولې يې ده شپه اوورځ ( سره مخالف ياخليفه يودبل ) پرله پسې لپاره دهغه چاچې اراده لري ددې چې يادكړي ( نعمتونه درب اوفكروكړي په صنع دالله كې ) يااراده لري دشكرايستلو .

    وَعِبَادُ الرَّحْمَٰنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا ﴿٦٣﴾

     اوبندګان درحمن هغه كسان دي چې ګرځي دوى په ځمكه باندې په ورو ( په تواضع ) اوكله چې خطاب كوي له دوى سره جاهلان ناپوهان نووايي ( ورته په ځواب كې سلام ، خبره ) سالمه ( له ګناه اوضررڅخه ) .

    وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا ﴿٦٤﴾

     او ( بندګان درحمن ) هغه كسان دي چې شپه تيروي رب خپل ته سجده كوونكي اودريدونكي .

    وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ ۖ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا ﴿٦٥﴾

     او( بندګان درحمان ) هغه كسان دي ( چې سره له طاعته خضوعا وايي اى رب زمونږوګرځوه له مونږڅخه عذاب ددوزخ بيشكه عذاب ددغه ( دوزخ ) دى ( عذاب ) لازم هميشه .

    إِنَّهَا سَاءَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا ﴿٦٦﴾

     بيشكه چې دا( دوزخ ) بددى له جهته دځاى دقرارۍ اوله جهته دځاى دهستوګنې .

    وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَٰلِكَ قَوَامًا ﴿٦٧﴾

     او( بندګان درحمان ) هغه كسان دي كله چې نفقه وركوي مال لګوي نونه اسراف كوي اونه تنګي ( اوبخل ) كوي اووي ( دغه وركړه ددوى ) په منځ ددغه ( اسراف اوتنګي كې ) معتدل .

    وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَٰهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ ۚ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَٰلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ﴿٦٨﴾

     او ( بندګان درحمان ) هغه كسان دي چې نه بولي سره له الله معبودبل اونه وژني دوى نفس هغه چې حرام كړى دى الله ( وژل دهغه ) مګر په حق سره اونه كوي دوى زنا اوهرچاچې وكړيوله دغو( دريوغټوګناهونونه ) نووبه ويني جزادګناونوخپلې .

    يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ﴿٦٩﴾

     يوپه دوه به كړى شي ده ته عذاب ( ددوزخ ) په ورځ دقيامت كې اوتل به پاتې وي په دغه ( عذاب ) كې په داسې حال چې خوار، ذليل به وي .

    إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَٰئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿٧٠﴾

     مګرهغه چې توبه يې وويسته اوايمان يې راوړاوعمل يې وكړعمل نيك پس دغه ( تائبان ددغودريوګناهونوچې دي ) بدل به كړي الله ګناهونوپه نيكيوسره ( دسياتوپه محواودحسناتوپه ثبت ) اودى الله ښه مغفرت كوونكى ډيررحم والا( داجراوثواب په وركولوسره .

    وَمَنْ تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا ﴿٧١﴾

     اوهرڅوك چې توبه وباسي ( له ګناهونوڅخه ) اوعمل وكړي نيك پس بيشكه چې دى رجوع كوي په طرف دالله په ښه رجوع كولوسره .

    وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا ﴿٧٢﴾

     او( بندګان درحمان ) هغه كسان دي چې نه شامليږي نه حاضريږي په باطلوكې ( يانه وايي شاهدي په دروغو) اوكله چې تيريږي په چټي كارونوتيريږي ځان ساتونكى ( مخ ګرځوونكى له دغونه )

    وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا ﴿٧٣﴾

     او( بندګان درحمان ) هغه كسان دي كله چې پندوركړى شي دوى ته په آيتونودرب ددوى نونه نسكوريږي پرې ( لكه ) كاڼه اوړانده ( بلكې سرپه سجده ږدي اوري اوپرې عمل كوي ) .

    وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا ﴿٧٤﴾

     او( بنده ګان درحمان ) هغه كسان دي چې وايي اى ربه زمونږوبښه مونږته ( په خپل فضل سره ) له ښځوزمونږڅخه اوله اولادونوزمونږڅخه ( هغه څوك چې ) يخوالى دسترګوزمونږپه كې راځي اووګرځوه مونږلپاره دمتقيانوپيشوا.

    أُولَٰئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَامًا ﴿٧٥﴾

     دغه کسان ( موصوف په دغه صفاتو سره ) جزابه وركوله شي دوىته په هسكوماڼيو( دجنت ) په سبب دهغه چې صبركړى ؤاووابه چولى شي په دوى په دغه جنت كې دعااوسلام .

    خَالِدِينَ فِيهَا ۚ حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا ﴿٧٦﴾

     تل به وي دوى په دغه ( جنت ) كې ښه دى ( دغه جنت ) له جهته دځاى دقراري اوله جهته دځاى دهستوګنې .

    قُلْ مَا يَعْبَأُ بِكُمْ رَبِّي لَوْلَا دُعَاؤُكُمْ ۖ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًا ﴿٧٧﴾

     ووايه ( اى محمده دوى ته چې ) نه كوي هيڅ پرواستاسې رب زماكه چيرې نه واى بلل ستاسې ( الله ته په سختيوكې ) اوپه تحقيق تكذيب كړى دى تاسې ( درسولانواودقرآن ) پس ژربه شي ( داعذاب له تاسې جزادتكذيب ) لازم .