اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة القصص (پښتو ژباړه)

    سورة القصص (پښتو ژباړه)

    سورة القصص (پښتو ژباړه)
    Rate this post

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

    طسم ﴿١﴾

    طسم

    تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿٢﴾

    دا( ايتونه ددې سورت ) آيتونه دكتاب مبين دي ( چې خيراوبركت يې ښكاره اودحق اوباطل بيلوونكى دى (

    نَتْلُو عَلَيْكَ مِنْ نَبَإِ مُوسَىٰ وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿٣﴾

     اولولومونږپه تا( اې محمده!) له ( ځنو) خبرودموسى اودفرعون په حقه ( رښتيا) سره لپاره د( هغه ) قوم چې ايمان راوړى .

    إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ ﴿٤﴾

     بيشكه چې فرعون لويي ( اوتكبر) غوره كړې وه په ځمكه (دمصر) كې اوگرځولې يې ؤاهل ددغه ( مصر) ټولى ټولى چې ضعيفه (مقصوره) كړې يې وه يوه ډله له دوى نه ( چې بني اسرائيل ؤ) چې حلالول به يې زامن ددوى ( چې نسل يې منقطع شي ) اوژوندۍ به يې پريښودې ښځې (نجونې) ددوى ( دخپل خدمت لپاره ) بيشكه ؤ دغه ( فرعون) له مفسدانو( چې ازارفسادونه به يې كول.

    وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ ﴿٥﴾

     اواراده كوومونږددې چې منت احسان كيږدوپه هغوكسانوچې ضعيفان كړي شوي ووپه ځمكه ( دمصر) كې اوچې وگرځوومونږدوى امامان ( ددارينومقتدايان) اووګرځوومونږ دوى وارثان ( دفرعون دملك )

    وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِيَ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُمْ مَا كَانُوا يَحْذَرُونَ ﴿٦﴾

     اوچې قدرت وركړومونږدوى ته په ځمكه ( دمصراوشام ) كې اوچې وښيوفرعون اوهامان ( وزيرته يې ) اولښكروددغودواړوته له دغو( بني اسرائيلونه) هغه شى چې وودوى چې ويريدل ( به ترې ، چې دقبطيانوقوت اودسلطنت زوال دى  .

    وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ أُمِّ مُوسَىٰ أَنْ أَرْضِعِيهِ ۖ فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي ۖ إِنَّا رَادُّوهُ إِلَيْكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿٧﴾

     اووحى ( الهام ) وكړمونږمورد موسى ته داسې چې تى وركوه ته دغه ( موسى ) ته نوكله چې وويريدې ته ( په ده ) پس وغورځوه دغه ( موسى سره له تابوته ) په سيندكې اومه ويريږه ته ( له ډوبيدلويې ) اومه خپه كيږه ته ( په بيلتون يې ) بيشكه چې مونږبيرته راوستونكي يوددغه ( موسى) تاته او(بيا) گرځوونكي يوددغه ( موسى ) له مرسلانو ( پيغمبرانونه(

    فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا ۗ إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا خَاطِئِينَ ﴿٨﴾

     پس ومونددغه ( اوونيوتابوت دموسى ) كورنۍ دفرعون لپاره ددې چې شي دغو( فرعونيانو) ته دښمن او( سبب د) غم بيشكه چې فرعون اوهامان ( وزيريې ) اولښكرې ددغودواړووو( داټول) خطاكاران .

    وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍ لِي وَلَكَ ۖ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَىٰ أَنْ يَنْفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿٩﴾

     اووويل ښځې دفرعون (اسيې چې دغه هلكى) يخوالى دسترگودى ماته اوتاته مه وژنئ دغه ( هلكى ) ښايي چې نفع به راورسوي مونږته يابه ونيسودى زوى حال داچې دوى نه پوهيدل ( په دغه سبب دهلاك خپل (

    وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَىٰ فَارِغًا ۖ إِنْ كَادَتْ لَتُبْدِي بِهِ لَوْلَا أَنْ رَبَطْنَا عَلَىٰ قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿١٠﴾

     اوسباته وگرځېدزړه دموردموسى تش له صبره قراره ( اوخالي له نوروافكارونه دموسى له غم نه ) بيشكه چې نژدې وه چې اظهاروكړي په دغه ( موسى چې زوى مې دى ) كه چيرې نه واى محكم كړى مونږ( صبراوثبات ) په زړه ددې چې شي داله باوركوونكو( په وعده زما(

    وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ ۖ فَبَصُرَتْ بِهِ عَنْ جُنُبٍ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿١١﴾

     اوويل ( موردموسى ) خورددغه ( موسى ) ته چې ځه برابره ورورپسې دې ( اوخبرئې راوړه ) پس كتل به يې دغه ( موسى ) ته له لرې ځاىه ( لكه پردۍ ) حال داچې دغه ( فرعونيان) نه پوهيدل ( په دغه خوروالي اوتعقيبولوددې (

    ۞ وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ الْمَرَاضِعَ مِنْ قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ ﴿١٢﴾

     اوحرام ( منع ) كړى ؤمونږپه دغه ( موسى تى رودل د) دايه گانوله پخوا( دبيرته ورتلومورخپلې ته ) نووويل (خوردموسى ) آياخبركړم زه تاسې په اهل د( داسې ) كاله باندې وخلئ وساتي دا(هلك) تاسې ته اودوى به ده ته له خيرغوښتونكووي .

    فَرَدَدْنَاهُ إِلَىٰ أُمِّهِ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿١٣﴾

     پس بيرته راؤست مونږدغه ( موسى) مورخپلې ته لپاره ددې چې يخې ( اوروښانه) شي سترګې ددې ( په بيرته رسيدودموسى ) اوچې نشي غمجنه ( په بيلتون يې ) اولپاره ددې چې وپوهيږي ( په عين اليقين هم ) په دې چې بيشكه وعده دالله حقه ده ولکين اكثرددوى نه پوهيږي ( پرې چې حقه ده (

    وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَاسْتَوَىٰ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿١٤﴾

     اوكله چې ورسيد( موسى زور(قوت دځوانۍ خپلې ) ته اوبرابرشو( په عقل ) نووركړمونږده ته حكمت ( نبوت) اوعلم ( پوه) اوهمداسې ( مهرباني چې وكړه مونږپه موسى اوموريې ) جزاء وركوومونږنيكي كوونكوته

    وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَىٰ حِينِ غَفْلَةٍ مِنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَٰذَا مِنْ شِيعَتِهِ وَهَٰذَا مِنْ عَدُوِّهِ ۖ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِنْ شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَىٰ فَقَضَىٰ عَلَيْهِ ۖ قَالَ هَٰذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ ۖ إِنَّهُ عَدُوٌّ مُضِلٌّ مُبِينٌ ﴿١٥﴾

     اوننوت ( موسى ) ښار( دمصر) ته په وخت دغفلت داهل دهغه كې ( دغرمې په وخت كې چې ويده ؤ) پس ويې موندل په دغه ښاركې دوه سړي چې جګړه يې سره كوله دغه يو( سبطي ) له تابعانوددغه ( موسى نه ؤ ) اوهغه ( بل قبطي ) له دښمنانوددغه ( موسى ) ؤ پس مرسته وغوښته دغه(سبطي) چې له تابعانوددغه ( موسى ؤ ) په هغه ( قبطي ) چې له دښمنانودده څخه ؤنوپه سوك وواهه هغه ( قبطي ) لره موسى پس قضاء وكړه ( الله ) په دغه قبطي ( چې مړيې كړپه سوك دموسى سره كله چې دوژلوقصديې نه ؤ كړى اونه ؤمامورپه قتل دهغه نوځكه ) وويل ( موسى ) چې دغه كارله عمله دشيطان دى ، بيشكه چې دغه ( شيطان ) دښمن دى ( دانسانانو) لغزوونكى دى ښكاره

    قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿١٦﴾

     وويل ( موسى ) اى ربه زما بيشكه زه چې يم ظلم مې وكړپه نفس خپل ( په قتل ددغه قبطي سره ) پس وبښه ماته ( دغه ګناه زما) پس نوبښنه وكړه ( الله ) دغه ( موسى ) ته پيشكه چې ( الله ) همدى دى خامخاښه بښونكى د( گناهونو) ډيررحم والادى ( داجراوثواب په وركولو(

    قَالَ رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِلْمُجْرِمِينَ ﴿١٧﴾

     وويل ( موسى ) اى په زماپه حق دانعام فضل ستاپه ما( وساته ما) پس چې له سره زه هيچيرې نشم مددګارلپاره گنهګارانو.

    فَأَصْبَحَ فِي الْمَدِينَةِ خَائِفًا يَتَرَقَّبُ فَإِذَا الَّذِي اسْتَنْصَرَهُ بِالْأَمْسِ يَسْتَصْرِخُهُ ۚ قَالَ لَهُ مُوسَىٰ إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُبِينٌ ﴿١٨﴾

     بياسباپاڅيد( موسى ) په دغه ښاركې په داسې حال كې چې ويريدونكى ؤ( په ځان خپل ) چې انتظاربه يې كاوه ( مدت درب خپل ته يايې د خلاصي لپاره لارلټوله ) پس ناڅاپه هغه ( اسرائيلى ) چې مرسته يې غوښتې وه له دغه ( موسى ) څخه پرون نن بيانارې وهي دغه ( موسى ته اومرسته ترې غواړي په بل قبطي باندې ) نووويل موسى هغه ( اسرائيلي ) ته چې بيشكه ته خامخابې لارې يې ښكاره ( چې پرون دې هغه قبطي راباندې مړكړاواوس بياراته نارې وهي(

    فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَهُمَا قَالَ يَا مُوسَىٰ أَتُرِيدُ أَنْ تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ ۖ إِنْ تُرِيدُ إِلَّا أَنْ تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْمُصْلِحِينَ ﴿١٩﴾

     نوكله چې اراده وكړه ( موسى ) چې ونيسي هغه ( قبطي ) چې هغه دښمن ددغودواړوؤ( يعنې دموسى اوددغه اسرائيلي ، حال داچې موسى هغه اسرائيلي ته په قارشوى هم ؤنو) وويل ( اسرائيلي ) اى موسى ! ايااراده لرې ددې چې وژنې ته ( نن) مالكه چې وژلى دې ؤنفس ( دقبطي ) پرون اراده نه لرې ته ( دهيڅ شي ) مګر ددې چې شې ( اى موسى ) زورورپه ځمكه ( دمصر) كې اواراده نه لرې چې شې ته له اصلاح كوونكوڅخه .

    وَجَاءَ رَجُلٌ مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ يَسْعَىٰ قَالَ يَا مُوسَىٰ إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ فَاخْرُجْ إِنِّي لَكَ مِنَ النَّاصِحِينَ ﴿٢٠﴾

     اوراغى يوسړى له آخردښاره په داسې حال چې منډه يې راوهلې ، وويل اى موسى ! بيشكه چې مشران مشورې كوي په حق ستاكې لپاره ددې چې ووژني تا ( په قصاص دهغه قبطي كې ) نو ووځه ته ( له مصره ) بيشكه زه يم تاته له نصيحت كوونكو( خيرغوښتونكو) نه .

    فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ ۖ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿٢١﴾

     پس ووت موسى له دغه مصرڅخه پداسې حال كې چې ويريدونكى ؤكتل به يې ( هرطرف ته چې څوك راپسې رانشي ) وويل ( موسى ) اى ربه زمانجات راكړه ته ماته له قومه ظالمانونه ( چې فرعون اودهغه تابعان دي (

    وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَاءَ مَدْيَنَ قَالَ عَسَىٰ رَبِّي أَنْ يَهْدِيَنِي سَوَاءَ السَّبِيلِ ﴿٢٢﴾

     اوكله چې مخه كړه ( موسى ) په طرف دمدين وويل هيله ده له رب زماڅخه ددې چې وښيي ماته سمه لاره .

    وَلَمَّا وَرَدَ مَاءَ مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِنَ النَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِنْ دُونِهِمُ امْرَأَتَيْنِ تَذُودَانِ ۖ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا ۖ قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتَّىٰ يُصْدِرَ الرِّعَاءُ ۖ وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ ﴿٢٣﴾

     اوكله چې ورسيد( موسى ) اوبودمدين ته نوويې موندله په هغه ( كوهي ) يوه ډله له خلقو چې اوبه يې وركولې ( څاريوخپلوته ) اوويې موندلې رابيرته له دوى څخه دوه ښځې چې رامنع كولې به يې گډې خپلې ( له اوبونه ) نووويل ( موسى دې ښځوته ) چې څه دى حال ستاسې ( چې منع كوئ له اوبوگډې خپلې ) وويل هغو( دواړو) چې اوبه نه وركوومونږ( ګډوخپلوته ) څوبيرته لاړشي ( دغه ) شپانه اوپلارزمونږزوړ( دډيروكلوسړى ) دى چې كاريې له لاسه نه كيږي .

    فَسَقَىٰ لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّىٰ إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنْزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ ﴿٢٤﴾

     پس اوبه كړه ( موسى رمه) ددغودواړوبيايې شاوګرځوله ( ښځوته اولاړ) سيوري ته نووويل اى ربه زما بيشكه هرهغه شي ته چې وليږې ته ماته له خيرنه فقير( محتاج ) يم

    فَجَاءَتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاءٍ قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا ۚ فَلَمَّا جَاءَهُ وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ ۖ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿٢٥﴾

     پس راغله دغه ( موسى ) ته يوه له دواړونه چې تګ يې كاوه په ( طريقه د) حياء سره نووويل ( دې موسى ته ) چې بيشكه پلارزماغواړي تا لپاره ددې چې دركړي تاته اجرحق داوبوكولوستا( گډو) زمونږته كله چې راغى ( موسى ) دغه ( شعيب ) ته اوبيان يې كړه په دغه ( شعيب ) قصه خپله وويل ( شعيب موسى ته ) مه ويريږه ! چې نجات دې وموندله قومه ظالمانو( فرعونيانو) نه .

    قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ ۖ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ ﴿٢٦﴾

     وويل يوې له دغودواړواې پلاره زما! مزدورونيسه دى ( دميږودڅرولولپاره ) بيشكه چې غوره دهرهغه چاچې مزدوريې نيسي هغه څوك دى چې قوتناك اوامانتګروي .

    قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنْكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَىٰ أَنْ تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ ۖ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِنْدِكَ ۖ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ ۚ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿٢٧﴾

     وويل ( شعيب موسى ته) بيشكه زه اراده لرم ددې چې په نكاح دركړم تاته يوه له دغولوڼوخپلوچې دادى په دې چې مزدوري وكړې ته زمالپاره اته كاله پس كه پوره كړل تا لس كاله نوهغه به ستاله طرفه( له ماسره احسان ) وي اونه لرم زه اراده ددې چې تكليف اوچوم په تا( په اشتراط دلسوكلونو) ژربه ومومې ته ماكه اراده وكړي الله له صالحانو نيكانو( وفاكوونكوپه وعده (

    قَالَ ذَٰلِكَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ ۖ أَيَّمَا الْأَجَلَيْنِ قَضَيْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَيَّ ۖ وَاللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٌ ﴿٢٨﴾

     وويل ( موسى شعيب ته) چې همدا( عهدمقررشو) په منځ مااوستاكې چې هره يوه له دې دواړونيټونه چې پوره كړه مانونه به وي تيرى په مااوالله په دغه چې وايو( يې مونږيعنې زه اوته ) ساتونكى شاهددى .

    ۞ فَلَمَّا قَضَىٰ مُوسَى الْأَجَلَ وَسَارَ بِأَهْلِهِ آنَسَ مِنْ جَانِبِ الطُّورِ نَارًا قَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ جَذْوَةٍ مِنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ ﴿٢٩﴾

     نوكله چې پوره كړه موسى نيټه ( خپله په اتويالسوكلونو) اورهى شوسره له اهل خپل ( په اذن دشعيب مصرته ) وليد(موسى) له لوري ( دغره ) دطوريواور، وويل اهل خپل ته چې درنګ وكړئ تاسې ( په دې ځاى كې ) بيشكه زه چې يم ومې ليديواورښائي مالره چې راوړم تاسې ته له دې ( اور) څخه خبر( دلارې وركې ) ياسكروټه له هغه اورنه لپاره ددې چې تاسې ( پرې ) تاوده شئ

    فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ مِنْ شَاطِئِ الْوَادِ الْأَيْمَنِ فِي الْبُقْعَةِ الْمُبَارَكَةِ مِنَ الشَّجَرَةِ أَنْ يَا مُوسَىٰ إِنِّي أَنَا اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿٣٠﴾

     پس كله چې راغى ( موسى ) دغه ( اور) ته نوغږ( ورته ) وكړشوله غاړې دهغې وادي چې په ښي طرف ( دموسى ) كې وه ( دغه غاړه وه ) په هغه ټوټه مباركه كړى شوې كې ( له جهته داوريدلودموسى كلام دالله لره په دې كې ) له ( هغې ) ونې ، داسې چې اى موسى بيشكه زه همدازه الله يم رب دعالميانو

    وَأَنْ أَلْقِ عَصَاكَ ۖ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّىٰ مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ ۚ يَا مُوسَىٰ أَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ ۖ إِنَّكَ مِنَ الْآمِنِينَ ﴿٣١﴾

     اوبل داسې ( غږ پرې وشوچې ) وغورځوه امساخپله ( پس وئى غورځوله ) نوكله چې وئى ليدله ( موسى ) دا ( امسا) چې خوځيدله ګواكې دا امسايونرى منګرى مارټوپ وهونكى دى نوشايې يې كړه مخ يې واړاوه په داسې حال كې چې تښتيدونكى ؤ ( له ويرې ) اوشاته يې ونه كتل ( بياپرې غږوشودالله تعالى لخواداسې ) چې اى موسى مخ راوړاوه اوبيرته راوګرځه اومه ويريږه ! بيشكه ته چې يې له امان موندونكويې ( له ويرې نه اوبيخي مامون يې (

    اسْلُكْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ وَاضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ ۖ فَذَانِكَ بُرْهَانَانِ مِنْ رَبِّكَ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿٣٢﴾

     ننباسه لاس خپل په گريوان ( دكميس ) خپل كې ( بيايې خارج كړه ) حال داچې راوبه وځي تك سپين بې له كوم عيب ( مرض ) نه . اوپيوست كړه ( سينې ) خپلې ته څانګ ( يعنې لاس ) دې له ( جهته ) دويرې . نودغه دواړه ( امسا، اويدبيضاء) دوه برها نه له ( طرفه د) رب ستاطرف دفرعون ته اوقوم دهغه ته . پيشكه چې دوى دي قوم فاسقان ( وتلي دالله له فرمان څخه (

    قَالَ رَبِّ إِنِّي قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَأَخَافُ أَنْ يَقْتُلُونِ ﴿٣٣﴾

     وويل ( موسى ) اى ربه زما بيشكه زه چې يم وژلى مې دى له دغو( قبطيانو) ځينې يونفس ( سړى ) پس ويريږم چې دوى به مې ووژني ( دهغه په قصاص كې .(

    وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي ۖ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُكَذِّبُونِ ﴿٣٤﴾

     اوورورزماهارون هغه ډيرفصيح دى له مانه له جهته دژبې وليږه هغه هم له ماسره يارمرسته كوونكى چې تصديق كوي زمابيشكه زه ويريږم له دې چې دورغجن به كړي دوى ما .

    قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا ۚ بِآيَاتِنَا أَنْتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغَالِبُونَ ﴿٣٥﴾

     وويل ( الله) ژربه قوي كړمونږمټ ستاپه ورورستااووبه گرځوومونږتاسې ته غلبه ( اوتسلط په دښمنانودتاسې ) پس وبه نه رسيږي دوى تاسې دواړوته ( په ضررسره لاړشئ تاسې دواړه ) په سبب دمعجزوزمونږسره ، تاسې دواړه اوهرهغه څوك چې متابعت وكړي ستاسې غالب به اوسئ ( په دوى باندې .(

    فَلَمَّا جَاءَهُمْ مُوسَىٰ بِآيَاتِنَا بَيِّنَاتٍ قَالُوا مَا هَٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُفْتَرًى وَمَا سَمِعْنَا بِهَٰذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ ﴿٣٦﴾

     پس كله چې راغى دوى ته موسى سره له معجزوزمونږچې ښكاره وې وويل ( فرعونيانو) چې نه دى دامګرخوسحر( كوډې) دي په دروغوسره تړل شوي اونه دي اوريدلي مونږدا( سحريادعوى دنبوت ) په ( زمانود) پلرونوزمونږكې چې پخواتيرشوي دي .

    وَقَالَ مُوسَىٰ رَبِّي أَعْلَمُ بِمَنْ جَاءَ بِالْهُدَىٰ مِنْ عِنْدِهِ وَمَنْ تَكُونُ لَهُ عَاقِبَةُ الدَّارِ ۖ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ ﴿٣٧﴾

     اووويل موسى چې رب زماښه عالم پوه دى په هغه چاچې راغلى دى په هدايت ( راوړې يې دي خبرې دهدايت ) له طرفه دهغه ( رب ) اوپه هغه چاباندې چې شته هغه ته ښه خاتمه په دې دنياكې بيشكه شان دادى چې نه مومي برې ظالمان ( چې هدايت ومومي په دنيا اوراحت په عقبى كې .(

    وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَلْ لِي صَرْحًا لَعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَىٰ إِلَٰهِ مُوسَىٰ وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿٣٨﴾

     اووويل فرعون اى ډلې دمشرانو( اى درباريانو!) نه پيژنم زه تاسې ته كوم خداى ( چې عبادت ورته كوئ ) بې له ماڅخه پس بل كړه اورزما لپاره اى هامانه په خټه باندې ( خښتې راته پخې كړه نوپس وګرځوه جوړه كړه زمالپاره ماڼۍ لوړه ښايې ماته چې وخيژم ) الله دموسى ته ( اوويي گورم چى شته كه نه ) اوپيشكه خامخازه ګمان كوم په موسى ( يوتن ) له دروغجنانو( په دې دعوى دبل معبودكې بيله مانه .(

    وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لَا يُرْجَعُونَ ﴿٣٩﴾

     اوكبروكړدغه ( فرعون) اولښكروددغه ( فرعون ) په ځمكه ( دمصر) كې ناحقه سره ( بې له استحقاقه ) اوګمان وكړدوى ددې چې بيشكه دوى به مونږته له راګرځول كيږي ( په قيامت كې .(

    فَأَخَذْنَاهُ وَجُنُودَهُ فَنَبَذْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ ۖ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ ﴿٤٠﴾

     پس راونيوه مونږهمدغه ( فرعون ) او( هم ) لښكرې ددغه ( فرعون پس وغورځول مونږدوى ( ټول ) په سيندكې ( پس غرق شول ) نوګوره ته ( اى محمده ) چې څرنګه ؤ عاقبت ( خاتمه ) دظالمانو .

    وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا يُنْصَرُونَ ﴿٤١﴾

     اوګرځولى وومونږدوى پيشوايان ( دګمراهي په دنياكې ) چې بولي دوى ( خپل تابعان بدو عقيد و او عملونوته كه ) طرف داورته اوپه ورځې دقيامت كې به ونه كړى شي مرسته ( له دوى سره په دفع دعذاب كې له دوى نه (

    وَأَتْبَعْنَاهُمْ فِي هَٰذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ هُمْ مِنَ الْمَقْبُوحِينَ ﴿٤٢﴾

     اوتابع ( لازم ) كړمونږله دوى سره په دغه ( لږخسيس ژوندون د) دنياكې لعنت لريوالى ( له رحمت نه ) اوپه ورځ دقيامت كې به وي دوى له قبيحانو( لرې له رحمت اوبدڅيره كړل شويو) څخه .

    وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ مِنْ بَعْدِ مَا أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ الْأُولَىٰ بَصَائِرَ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿٤٣﴾

     اوخامخاپه تحقيق وركړى ؤمونږموسى ته كتاب ( تورات ) وروسته دهغه چې هلاك كړؤمونږ( داهل د) زمانې اوړومبنيو( لكه قوم دنوح لوط اونور) حال داچې سبب دانوارودزوړونوؤ لپاره دخلكواوسمه لاره ښوونكى اورحمت ؤ لپاره دهغو( كسانوچې ايمان يې پرې راوړى دى ) ښائي چې دوى پندواخلي پرې .

    وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الْغَرْبِيِّ إِذْ قَضَيْنَا إِلَىٰ مُوسَى الْأَمْرَ وَمَا كُنْتَ مِنَ الشَّاهِدِينَ ﴿٤٤﴾

     اونه وې ته ( حاضراى محمده له موسى سره ) په جانب د( هغه غره چې ) غربي ( ؤموسى څخه په وخت منجات كې ) هغه وخت چې وليږه مونږطرف دموسى ته امر( حكم درسالت ) اونه وې ته له حاضرينونه ( عندالوحى چې دغه قصه دې له خپلوليدلوبيان كړې وي .(

    وَلَٰكِنَّا أَنْشَأْنَا قُرُونًا فَتَطَاوَلَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ ۚ وَمَا كُنْتَ ثَاوِيًا فِي أَهْلِ مَدْيَنَ تَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا وَلَٰكِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ ﴿٤٥﴾

     وليکن مونږپيداموكړل دزمانو( له موسى ډيرورسته ) پس اوږده شول په دوى عمرونه اونه وې ته ( اى محمده) اوسيدونكى په اهل دمدين كې چې لوستل به دې په دوى باندې آيتونه ( دقدرت ) زمونږ وليكن مونږچې يو، يومونږليږونكى ( تالره لپاره ددې قصې په وحې سره .(

    وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الطُّورِ إِذْ نَادَيْنَا وَلَٰكِنْ رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَا أَتَاهُمْ مِنْ نَذِيرٍ مِنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿٤٦﴾

     اونه وې ته ( اى محمده) په جانب دطوركله چې وكړمونږ( موسى ته ) خو( ليږلى مونږته اى محمده! ) رحمت له طرفه درب ستا ( لپاره ) ددې چې وويروې ته هغه قوم چې نه دى راغلى دوى ته هيڅ ويروونكى ( له عذاب څخه ) پخواله تا( اى محمده! ) لپاره ددې چې دوى پندواخلي پرې .

    وَلَوْلَا أَنْ تُصِيبَهُمْ مُصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَيَقُولُوا رَبَّنَا لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿٤٧﴾

     اوكه چيرې نه واى دا چې وبه رسيږي دوى ته مصيبت ( غم عذاب ) په سبب دهغو( ګناهونو) چې پخواليږلي دي لاسونوددوى نووبه وايي ( دغه كفار) اى ربه زمونږولې دې نه راليږه تامونږته كوم رسول ( چې ستااحكام يې مونږ ته راوړي واى ) پس متابعت به كړى ؤمونږ دآيتونوستااوشوي به وومونږله مؤمنانوڅخه ( په تااوپه هغه رسول ستاباندې (

    فَلَمَّا جَاءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا لَوْلَا أُوتِيَ مِثْلَ مَا أُوتِيَ مُوسَىٰ ۚ أَوَلَمْ يَكْفُرُوا بِمَا أُوتِيَ مُوسَىٰ مِنْ قَبْلُ ۖ قَالُوا سِحْرَانِ تَظَاهَرَا وَقَالُوا إِنَّا بِكُلٍّ كَافِرُونَ ﴿٤٨﴾

     پس كله چې راغى دغو( كفارو)ته حق قرآن له جانبه زمونږنووويل ( دغوكفارو) ولې نه دي وركړى شوې ( محمدته معجزې ) په شان دهغو( معجزو) چې وركړي شوې وې موسى ته ( لكه عصااويدبيضاء ) آيانه ؤكافران شوي ( جنس دكفارو) په هغو( معجزو) چې وركړې شوې وې موسى ته پخوا( ددغه قرآن له نزول څخه ) وويل ( منكرانو ، دموسى اومحمدپه حق كې چې خاوندان د) سحردي مرسته كوي يودبل سره ا ووويل چې بيشكه مونږپه هريوه ( ددې دواړونبيانو) كافران يو .

    قُلْ فَأْتُوا بِكِتَابٍ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ هُوَ أَهْدَىٰ مِنْهُمَا أَتَّبِعْهُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿٤٩﴾

     ووايه ( اى محمده دويته ) پس راوړئ تاسې داسې كتاب له جانبه دالله چې هغه ښه لاره ښوونكې وي له دغودواړوكتابونوڅخه چې متابعت وكړم زه دهغه ( كتاب ) كه چيرې يئ تاسې رښتينې ( په دې دعوى ستاسې كې .(

    فَإِنْ لَمْ يَسْتَجِيبُوا لَكَ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَاءَهُمْ ۚ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِنَ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿٥٠﴾

     اوكه چيرې ونه منله دوى خبره ستانوپوه شه چې بيشكه همداخبره ده چې متابعت كوي دوى د خواهشونو خپلو( بې دليله ) اوڅوك دى ډيرګمراه له هغه چاچې متابعت كوي دخواهش خپل بې د هدايت له ( طرفه د) الله نه بيشكه چې الله نه ښيي سمه لاره قوم ظالمانوته ( چې تابع وي دنفسونواوخواهشونوخپلوبې دليله .(

    ۞ وَلَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿٥١﴾

     اوخامخاپه تحقيق پرله پسې ليږلې ده مونږدوى ته خبره ( دپندچې قرآن دى ) لپاره ددې چې دوى پندواخلي .

    الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِهِ هُمْ بِهِ يُؤْمِنُونَ ﴿٥٢﴾

     هغه كسان چې وركړى دى مونږدوى ته كتاب پخواله دغه ( قرآن څخه ) دوى په دغه ( قرآن ) ايمان راوړي

    وَإِذَا يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ قَالُوا آمَنَّا بِهِ إِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّنَا إِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلِهِ مُسْلِمِينَ ﴿٥٣﴾

     اوكله چې ولوست شي ( داقرآن ) په دوى باندې نووايي چې ايمان راوړى دى په دغه ( قرآن چې ) حق دى ( راغلى دى) له ( طرفه د) رب زمونږ بيشكه مونږووپخواله نزول ددغه ( قرآن ) څخه مسلمانان ( په دغه قرآن باندې .(

    أُولَٰئِكَ يُؤْتَوْنَ أَجْرَهُمْ مَرَّتَيْنِ بِمَا صَبَرُوا وَيَدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿٥٤﴾

     دغه ( يهودان اونصرانيان چې ايمان يې راوړى دى په قرآن ) وربه كړى شي دوى ته اجرددوى دوه كرته په سبب ددې چې صبركړى ؤدوى ( اوپه دې دواړوكتابونوپه خپل ايمان قائم ؤ) اودفع كوي دوى په نيكۍ سره بدي اوله ځينودهغومالونوچې وركړي دي مونږدوى ته لگوي يې ( په لاره دالله كې (

    وَإِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ أَعْرَضُوا عَنْهُ وَقَالُوا لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ لَا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ ﴿٥٥﴾

     اوكله چې واوري دوى كومه چټي خبره نوڅنګ كوي دوى له هغې نه اووايي ( هغوچټي ويونكوته ) دي مونږلره عملونه زمونږ( له حلم اوصبرنه ) اودي تاسې لره عملونه ستاسې ( له حماقت اوبد ويلو څخه ) سلام دى په تاسې ( له طرفه زمونږله كنځلواوپيغورونو) نه غواړومونږ ( مجلس اولاره ) دجاهلانو .

    إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ ۚ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿٥٦﴾

     بيشكه ته ( اى محمده !) نشي په لاركولى هغه څوك چې خوښ وي ستاوليكن خداى په لاره كوي هغه څوك چې اراده وكړي ( دهغه په لاره كولو) . اوهمغه ( الله ) ښه پوه دى په ( سمه صافه ) لاره موندونكوباندې .

    وَقَالُوا إِنْ نَتَّبِعِ الْهُدَىٰ مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ أَرْضِنَا ۚ أَوَلَمْ نُمَكِّنْ لَهُمْ حَرَمًا آمِنًا يُجْبَىٰ إِلَيْهِ ثَمَرَاتُ كُلِّ شَيْءٍ رِزْقًا مِنْ لَدُنَّا وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٥٧﴾

     اووويل ( دمكې كافرانو) كه چيرې متابعت وكړومونږدهدايت له تاسره ( اوايمان په تاراوړو) نووبه تښتول ( اوژربه وشړل شو) له ځمكې خپلې نه ، آياپه نه دې وركړى ( ځاى ) مونږدوى ته داسې حرم چې په امان دى ( له قتل اوغارت نه ) راچلولى شوې دي دې ( حرم ) ته ( له هرطرفه ) ميوې ( لپاره ) دهرشي رزق ددوى له جانبه زمونږ وليكن زياتره ددوى نه پوهيږي ( په حق .(

    وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَرْيَةٍ بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا ۖ فَتِلْكَ مَسَاكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَنْ مِنْ بَعْدِهِمْ إِلَّا قَلِيلًا ۖ وَكُنَّا نَحْنُ الْوَارِثِينَ ﴿٥٨﴾

     اوڅومره ( ډير) هلاك كړي دي مونږله ( له اهل ) دكلو ( اوښارونو) چې سركشي يې كړې وه په معاش خپل كې پس دادى كورونه ددوى چې نه ده كړې شوې هستوګنه پكې پس له ( اهلاك ) دهغوى مګرلږوخت ( چې كوم مسافركومه شپه هلته دمه كړې وي ) اويومونږهمدامونږوارثان .

    وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَىٰ حَتَّىٰ يَبْعَثَ فِي أُمِّهَا رَسُولًا يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا ۚ وَمَا كُنَّا مُهْلِكِي الْقُرَىٰ إِلَّا وَأَهْلُهَا ظَالِمُونَ ﴿٥٩﴾

     اونه دى رب ستا( عادتا) هلاك كوونكى ( داهل ددې ) قريوترهغه پورې چې وليږي به مور( لويه قريه ښار) دهغو( قريوښاركې ) يورسول چې لولي په دوى ايتونه زمونږ( دعذرلرې كولولپاره ) اونه يومونږهلاك كونكي خرائوونكي دقريو( ښارونو) مګرپه هغه وخت كې چې اهل دهغوظالمان وي ( په تكذيب درسولانو.(

    وَمَا أُوتِيتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَزِينَتُهَا ۚ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿٦٠﴾

      اوهرهغه چې دركړي شوي دي تاسې ته له كوم شي څخه پس هغه ګټه ( نفع ) دغه ژوندون لږ خسيس دى اوښائست دهغه دى اوهرهغه چې په نزد دالله دي ( اجر) غوره ( دي ) اوباقي دي ( له دغه فاني نه ) آياپس تاسې نه پوهيږئ ( چې باقي غوره ده له فاني څخه .|(

    أَفَمَنْ وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِيهِ كَمَنْ مَتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْمُحْضَرِينَ ﴿٦١﴾

     آياپس هغه څوك چې وعده كړې ده مونږ له هغه سره وعده ښه ( چې دجنت ده ) پس دى موندونكى دى دهغې وعدې (خامخاداسې دى ) لكه هغه څوك چې معاش وركړى وي مونږورته معاش د ( ژوندون لږ خسيس ) ددنيابيادې په ورځ دقيامت كې له حاضركړوشوووي ( اورته ؟ بلكې نه دي سره برابردوى دواړه .(!

    وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنْتُمْ تَزْعُمُونَ ﴿٦٢﴾

     اويادكړه هغه ورځ چې غږبه وكړي دوى ته الله پس وبه وايي ( الله ) چيرته دي شريكان زما هغه ( شريكان ) چې وئ تاسې چې ګمان به موكاوه ( پرې چې داشريكان زمادي .(

    قَالَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هَٰؤُلَاءِ الَّذِينَ أَغْوَيْنَا أَغْوَيْنَاهُمْ كَمَا غَوَيْنَا ۖ تَبَرَّأْنَا إِلَيْكَ ۖ مَا كَانُوا إِيَّانَا يَعْبُدُونَ ﴿٦٣﴾

     وبه وايي هغه كسان چې حقه ثابته شوې ده په دوى خبره ( دعذاب په دخول داورسره ) اى ربه زمونږدا( ضعيفان تا بعان ) هغه كسان دي چې گمراه كړي وومونږ( دوى ) ( گمراه كړي وودوى ) لكه چې ګمراه شوي وومونږبيزاره يومونږتاته ( له دوى اودوى له كفرڅخه ) نه وودوى داسې چې زه مونږعبادت به يې كاوه ( بلكې خپلونفسي غوښتنوعبادت به يې كاوه .(

    وَقِيلَ ادْعُوا شُرَكَاءَكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُمْ وَرَأَوُا الْعَذَابَ ۚ لَوْ أَنَّهُمْ كَانُوا يَهْتَدُونَ ﴿٦٤﴾

     اووبه ويلى شي ( كفاروته ) چې وغواړئ تاسې شريكان ستاسې نو راوبه غواړي دا ( كفارهغه بتان ) نوهيڅ ځواب به ورنكړي ( دابتان ) دوى ته اووبه ويني دغه ( تابعان اومتبوعان ) عذاب ، كه چيرې بيشكه دوى واى چې سمه صافه لاره يې نيولې واى ( نواوس به نه معذب كيدل ياكشكې په كوم ډول مولياره موندلې واى .(

    وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ مَاذَا أَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِينَ ﴿٦٥﴾

     اوياده كړه هغه ورځ چې غږبه وكړي دوىته ( الله ) نو وبه وايي چې څه ځواب وركړى ؤ تاسې رسولانوته ( په هغه وخت چې حق ته غوښتل شوي وئ (

    فَعَمِيَتْ عَلَيْهِمُ الْأَنْبَاءُ يَوْمَئِذٍ فَهُمْ لَا يَتَسَاءَلُونَ ﴿٦٦﴾

     پس پټ به شي په دوى خبرو نه ( چې دوى خلاص شي ) په دغه ورځ كې پس دوى به نه كوي پوښتنه يوتربله .

    فَأَمَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَعَسَىٰ أَنْ يَكُونَ مِنَ الْمُفْلِحِينَ ﴿٦٧﴾

     پس هرڅه هغه څوك چې توبه وباسي ( له شرك څخه) اوايمان راوړي ( په الله اوپه رسول دهغه ) اوښه عملونه وكړي نوهيله ده چې وي به دى له خلاصيدونكوڅخه .

    وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَيَخْتَارُ ۗ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ ۚ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٦٨﴾

     اورب ستاپيداكوي هغه څه چې اراده وكړي ( دپيدائښت يې ) اوغوره كوي ئې ، نه دى دوى ته هيڅ اختيار( دهيڅ شي ) په غوره كولوكې پاكي ده الله لره اولوى ، ډيرپورته دى له هغه څه چې دوى يې ورسره شريكوي .

    وَرَبُّكَ يَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ ﴿٦٩﴾

     اورب ستاته معلوم دى هرهغه چې پټوي يې سينې ( زړونه ) ددوى اوهرهغه چې ښكاره كوي يې ( ژبې ددوى .(

    وَهُوَ اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ لَهُ الْحَمْدُ فِي الْأُولَىٰ وَالْآخِرَةِ ۖ وَلَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٧٠﴾

     اوهمدى الله دى نشته بل لائق دعبادت مګرهمدى دى خاص همده ته ټوله ثناء ده په دنيااو( په ) آخرت ( عقبى ) كې اوخاص همدغه الله ته دى حكم اوخاص همدغه ( الله ) ته به بيولى شئ تاسې ( په قيامت كې (

    قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ اللَّيْلَ سَرْمَدًا إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَٰهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُمْ بِضِيَاءٍ ۖ أَفَلَا تَسْمَعُونَ ﴿٧١﴾

     ووايه ( اى محمده دويته ) آياوينئ ( يعنې څرنګه درښكاري ) كه چيرې وګرځوي الله په تاسې دغه شپه هميشه ترورځې دقيامت پورې نوڅوك دى هغه ( معبود) بې له الله چې راوړي تاسې ته رڼا( چې دمعاش طلب پكې كوئ ) . آياپس نه اورئ تاسې ( دغه خبره دزړه په غوږونوسره (؟

    قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ النَّهَارَ سَرْمَدًا إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَٰهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُمْ بِلَيْلٍ تَسْكُنُونَ فِيهِ ۖ أَفَلَا تُبْصِرُونَ ﴿٧٢﴾

     ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) آياوينئ تاسې ( يعنې څرنګه درښكاري ) كه چيرې وگرځوي الله په تاسې ورځ هميشه ترورځې دقيامت پورې چې هيڅ لمرپرينوځي ) نوڅوك دى ( معبود) بې له الله چې راوړي تاسې ته شپه چې آرام وكړئ تاسې په هغه كې آياپس نه وينئ تاسې ( دادقدرت نښې .(

    وَمِنْ رَحْمَتِهِ جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿٧٣﴾

     او( خاص) له مهربانۍ خپلې پيداكړې ده ( الله ) تاسې ته شپه اوورځ لپاره ددې چې آرام وكړئ تاسې په هغه ( شپه ) كې اوچې ولټوئ تاسې ( په دغه ورځ كې ) له فضله ددغه ( الله ) اولپاره ددې چې شكروكړئ تاسې ( دالله دنعمتونو.(

    وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنْتُمْ تَزْعُمُونَ ﴿٧٤﴾

      او( ياده كړه ) هغه ورځ چې غږبه وكړي دوى ته ( الله ) پس وبه وايي چيرته ته دي شريكان زماهغه چې وئ تاسې چې گمان به موكاوه ( پرې دشريكانوزما(

    وَنَزَعْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا فَقُلْنَا هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوا أَنَّ الْحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿٧٥﴾

     اوراوبه باسوله هرامت ( ملت ) څخه يوشاهد( په اقوالو، افعالواواحوالوددوى ) پس وبه وايومونږدوى ته راوړئ تاسې سندخپل ( په شرك ) پس هلته به پوه شي دوى چې حق ( په الوهيت كې ) خاص الله لره دى او ورك به شي له دوى نه هغه چې وودوى چې دروغ به يې جوړول ( په دنياكې چې الله شريك لري .(

    ۞ إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوسَىٰ فَبَغَىٰ عَلَيْهِمْ ۖ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ ﴿٧٦﴾

     بيشكه چې قارون ؤله قومه دموسى ( يعنې دده دتره زوى ؤ) پس سركشي وكړه ( قارون ) په دغو( بني اسرائيلو) اووركړى ؤ مونږده ته له خزانودومره قدرچې بيشكه كليګانې دهغوبه خامخادرنديدلې په ( داسې يوې ) ډلې چې خاوندان دقوت به وو ( يادكړه ) هغه وخت چې وويل دغه ( قارون ) ته قوم دده ( چې مسلمانان وو په كبراوغرورسره ) مه خوشاليږه! بيشكه چې الله نه خوښوي خوشاليدونكي ( وياړونكي په مال ددنيا.(

    وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ ۖ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا ۖ وَأَحْسِنْ كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ ﴿٧٧﴾

     اووغواړه په هغه ( دولت ) چې دركړى دى تاته الله كوردآخرت اومه هيروه برخه خپله له ( ماله د) دنيااواحسان كوه دالله ( له بندګانوسره په وركړه دمال ) لكه چې احسان كړى دى الله له تاسره ( چې داسې ډيردولت يې دركړى دى ) اومه غواړه ( اى قارونه !) فساد ( په تكبر، ظلم بغى سره ) په ځمكه كې بيشكه چې الله نه خوښوي فساد كونكى .

    قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَىٰ عِلْمٍ عِنْدِي ۚ أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِنْ قَبْلِهِ مِنَ الْقُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعًا ۚ وَلَا يُسْأَلُ عَنْ ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ ﴿٧٨﴾

     وويل ( قارون قوم خپل ته ) بيشكه همداخبره ده چې راكړى شوى دى ماته دغه مال په هغه علم چې ماسره دى آيانه پوهيده ( قارون ) چې بيشكه الله په تحقيق هلاك كړي دي پخوالدغه ( قارون څخه ) له ( اهل د) زمانوهرهغه څوك چې دى ډيرسخت ؤ له دې ( قارون ) څخه له جهته دقوت اوډيرؤ له جهته دجمع كولو( دمال ياملاتړ) اووبه نه پوښتلى شي له گناهونوخپلوڅخه ګناه ګاران ( ځكه چې الله تعالى ته معلوم دي (

    فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ ۖ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ ﴿٧٩﴾

     پس راووت ( قارون ) په قوم خپل په ښائست ( اودج خپل ) وويل هغوكسانوچې غوښت يې دغه ژوندون ( لږخسيس د) دنيااى كشكى چې واى مونږته هم ( له ثروته ) په شان دهغو( مالونواواتباعو) چې وركړي شوي دي قارون ته پيشكه چې دغه ( قارون ) خامخاخاونددى دبرخي لويې ( له دنياڅخه .(

    وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ ﴿٨٠﴾

     اوويل ( دوى ته ) هغوكسانوچې وركړي شوي وه ( هغوى ته ) پوهه چې افسوس دى تاسې ته ( اى ددنياغوښتونكو) ثواب دالله ډيرغوره دى هغه چاته چې ايمان يې راوړى دى ( په الله اورسول الله صلى الله عليه وسلم )اوعمل يې كړى دى نيك اونه ښوول كيږي نه وركول كيږي دغه ( كلمه ) مګرصبركوونكوته ( په طاعت اومصيبت اوله معصيته څخه (

    فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِنْ فِئَةٍ يَنْصُرُونَهُ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنْتَصِرِينَ ﴿٨١﴾

     پس ننه ويست مونږدغه ( قارون ) اوكوردده په ځمكه كې پس نه وه ده سره ( پدغه وخت كې ) هيڅ ډله ( ددوستانو) چې مرسته يې كړې واى له ده سره غيرله الله څخه ( په لرې كولودعذاب كې ) اونه ؤ( قارون ) پخپله له بدل اخيستونكوڅخه ( چې ځان يې له عذابه خلاص کړى واى .(

    وَأَصْبَحَ الَّذِينَ تَمَنَّوْا مَكَانَهُ بِالْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ ۖ لَوْلَا أَنْ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا ۖ وَيْكَأَنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ ﴿٨٢﴾

     اوسباكړهغوكسانوچې آرزوبه يې كوله دمرتبې ددغه ( قارون ) په پرون ( ماښام ) كې ويل به يې ( يوبل ته ) افسوس دى تاته پوه شه چې پيشكه الله پراخوي روزي هرهغه چاته چې اراده وكړي ( دپراخوالويې ) له بندگانوخپلواوتنګوي ( الله دغه روزي په هرچاچې اراده وكړي دتنگولويې ) كه چيرې نواى داچې احسان كړى دى الله مونږنوخامخاډوب كړي به يې وومونږپه ځمكه كې ( دقارون ) په شان افسوس دى ته نه پوهيږې نه وينې داچې نه خلاصيږي كافران ( له عذاب .(

    تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا ۚ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ ﴿٨٣﴾

     دغه كوردآخرت ( چې جنت دى ) وركوومونږدا دپاره دهغوكسانوچې نه لري اراده دلويي ( اوتكبر) په ځمكه كې اونه فساد، ظلم كوي ( په خلقو) اوعاقبت ، ښه خاتمه لپاره دپرهيزګارانوده .

    مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِنْهَا ۖ وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى الَّذِينَ عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿٨٤﴾

     اوهرچاچې وكړه كومه نيكي پس شته ده ته ( ښه جزاء ) غوره له هغې ( نيكۍ څخه ) اوهرچاچې وكړه كومه بدي پس نشي وركولى جزاء هغوكسانوته چې كړي يې دي ( عمل د) بديومګر( جزاء دهغه شي ) چې وودوى چې كاوه به يې ( پدنياكې .(

    إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَىٰ مَعَادٍ ۚ قُلْ رَبِّي أَعْلَمُ مَنْ جَاءَ بِالْهُدَىٰ وَمَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿٨٥﴾

     بيشكه هغه ( الله ) چې فرض ( نازل ) كړي يې دي په تا( احكام د) قران خامخابيرته بيوونكى دى دتاهغه ځاى دوعدې ( مكې ) ته ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) رب زماښه پوه دى هغه څوك چې راوړي يې ده لاره سمه اوهغه څوك چې هغه په :گمراهئ ښكاره كې دى .

    وَمَا كُنْتَ تَرْجُو أَنْ يُلْقَىٰ إِلَيْكَ الْكِتَابُ إِلَّا رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ ۖ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِلْكَافِرِينَ ﴿٨٦﴾

     اونه وې ته چې توقع اميددې درلود ددې چې راوبه ليږلى شي تاته كتاب ( قرآن ) خو( راوليږلى شوتش ) په رحمت مهرباني ( له جانبه ) درب ستا پس مه كيږه ته خامخامرسته كوونكى لپاره دكافرانو( په دين ددوى كې .(

    وَلَا يَصُدُّنَّكَ عَنْ آيَاتِ اللَّهِ بَعْدَ إِذْ أُنْزِلَتْ إِلَيْكَ ۖ وَادْعُ إِلَىٰ رَبِّكَ ۖ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿٨٧﴾

       او( خبردارچې ) نه دې منع كوي ( كفار) خامخاتا ( په مګراوفريب سره ) له آيتونودالله پس له هغه چې نازل كړل شول تاته اوراوبوله خلك ( طرف دتوحيداوعبادت د) رب خپل ته اومه كيږه ته خامخا له مشركانوڅخه ( په مرستې ددوى كې .(

    وَلَا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَٰهًا آخَرَ ۘ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ ۚ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٨٨﴾

     اومه بوله ته له الله سره معبودبل ( ځكه چې) نشته هيڅ لائق دبللوبل هيڅوك مگرهمدى دى ( يواځې ځكه چې ) هرشى فاني كيدونكى دى مګرذات دده ( چې تل باقي دى ) همده ته دى حكم ( نافذه قضاء) اوهمده ته به بيرته بوتلى شئ تاسې ( دجزاء لپاره .(