اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة النحل (پښتو ژباړه)

    سورة النحل (پښتو ژباړه)

    سورة النحل (پښتو ژباړه)
    Rate this post

    أَتَى أَمْرُ اللَّهِ فَلا تَسْتَعْجِلُوهُ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ (١)

     راغى حكم دالله ( په نصرت دمؤمنانواودجزادورځې په راتګ باندې ) نوتلوارمه كوئ تاسې هغه ته ( اى كفارو) ؛ پاكي ده الله ته اولوى دى له هغه چې دوى شريك ورسره پيداكوي ( له بتانواونوروڅخه ) .

    يُنَزِّلُ الْمَلائِكَةَ بِالرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ أَنْ أَنْذِرُوا أَنَّهُ لا إِلَهَ إِلا أَنَا فَاتَّقُونِ (٢)

     نازلوي ( الله ) ملائكې سره له روح ( اسرارودوحى ) په حكم خپل پرهرچاچې اراده وكړي ( دنبوت يې ) له بنده ګانوخپلو( اوانبياوو ته داسې فرمايي) چې وويروئ ( خبركړئ تاسې خلك ) په دې چې بيشكه نشته په حق معبود مګر همدازه يم نووويريږئ تاسې له مانه

    خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضَ بِالْحَقِّ تَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ (٣)

     پيداكړي دي ( الله ) آسمانونه اوځمكې په حق ( حكمت اورښتيا) سره ، پورته دى ( الله ) له هغه څه چې شريكان ورته نيسي دغه ( مشركان ).

    خَلَقَ الإنْسَانَ مِنْ نُطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُبِينٌ (٤)

     پيداكړى دى ( الله ) انسان لره له مني نه نوناڅاپه دغه ( انسان ) سخت جګړه كوونكى ؤ ښكاره ( په ناحقه سره ) .

    وَالأنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ (٥)

     اوچارپايان يې پيداكړي دي ( الله ) دغه ( چارپايان ) تاسې ته ( اى انسانانو ! ) چې شته په دوى كې اسباب دځان ساتلو( له يخني نه ) اونورې ډيرې ) گټې اوله ځينودغو( چارپاپانو) څخه خوري تاسې .

    وَلَكُمْ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسْرَحُونَ (٦)

     اوشته تاسې ته په دغو( څلوربولو) كې ښكلا كله چې بيرته يې كورته راولۍ لپاره دراحت اوكله چې بهرته يې دڅړلپاره بيايې .

    وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَى بَلَدٍ لَمْ تَكُونُوا بَالِغِيهِ إِلا بِشِقِّ الأنْفُسِ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ (٧)

     اوباروي دغه ( څلوربول ) درانه ستاسې ( رسوى يې ) هغه ښارته چې نه وۍ تاسې رسيدونكي هغه ( ښار) ته مګرپه سخت مشقت دځانونوخپلوسره بيشكه چې پالونكى ستاسې خامخا لوى شفقت والاډيررحم والادى ( چې ستاسې دگټولپاره يې دغه حيوانات هم پيداكړي دي )

    وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لا تَعْلَمُونَ (٨)

     او ( پيداكړي دي الله ) آسونه اوكچراوخره لپاره ددې چې سپاره شۍ تاسې په دوى باندې او( زينت وكوۍ پردغوزينت كولوسره ) اوپيداكوي ( الله ډيرنور) شيونه چې اوس يې نه پيژنۍ تاسې .

    وَعَلَى اللَّهِ قَصْدُ السَّبِيلِ وَمِنْهَا جَائِرٌ وَلَوْ شَاءَ لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ (٩)

    اوخاص په الله دى بيان دلارې ( برابرې تفضلا) اوځنې دلاروڅخه كږې مائلې هم دي ( له حقه )؛ اوكه ارده كړى واى ( الله دهدايت ستاسې ) نوخامخاسمه برابره لاره به يې ښوولې وه تاسې ټولوته

    هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لَكُمْ مِنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ (١٠)

     الله هغه(ذات ) دى چې راليږلي يې دى له(طرفه د)آسمانه اوبه چې دي تاسې ته له دې اوبه څخه چښل اولدغواوبوڅخه ونه ( واښه ) هم ده چې په دغووښوكې څروۍ تاسې ( خپل حيوانات ) .

    يُنْبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالأعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (١١)

     زرغونوي ( الله ) تاسې ته په دغو اوبوسره كښت اوزيتون ( ښونه ) اوخرماګانې او( تاكونه دكورو) انګورواوله هرقسمه ميووڅخه بيشكه په دغه ( ددغويادشوو شيانوپه زرغونتيا ) كې خامخالويه نښه ( دقدرت ) ده لپاره د( هغه ) قوم چې ( غور) فكركوي ( پكې )

    وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (١٢)

     اومسخره كړې يې ده ( په كاريې اچولى ده ) تاسې ته شپه او ورځ اولمراوسپوږمۍ اوستوري مسخر( په كاراچول شوي ) دي په امرحكم ددغه ( الله ) سره . بيشكه په دغو ( علوى تصرفاتو) كې خامخاډيردلائل ( دقدرت ) دي لپاره د( هغه ) قوم چې له عقل نه كارآخلي ( پكې ) او ( مسخركړي يې دي نور) هغه شيان چې پيداكړي دي

    وَمَا ذَرَأَ لَكُمْ فِي الأرْضِ مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ (١٣)

     ( الله ) تاسې ته په ځمكه كې حال داچې مختلف دي رنګونه ( شكلونه اوقسمونه ) ددوى ؛ بيشكه په دغه ( دمخلوقاتودشكلونو، قسمونواوانواعوپه اختلاف ) كې خامخا ( دقدرت لوى ) دليل دى لپاره دهغه قوم چې پنداخلي

    وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُوا مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (١٤)

     پنداخلي اوالله هغه ( ذات ) دى چې مسخركړي ( په كاريې اچولى دى ) بحردپاره ددې چې وخورۍ تاسې له ( ښكارد) دې ( بحرنه ) غوښه تازه اوراوباسۍ تاسې ( په غوپه وهلوسره ) له دغه ( بحرنه ) گاڼه چې اغوندۍ يې تاسې ( يعنې ښځې ستاسې ) اووينې به ته ( اى كتونكيه ) بيړۍ رهى په دغه ( بحر) كې ( چې څيروى په ټټرخپل اوبه ) اوچې طلب كړۍ تاسې ( رزق ) له فضله ددغه ( الله ) اولپاره ددې چې شكروباسۍ تاسې ( په دغونعمتونو) .

    وَأَلْقَى فِي الأرْضِ رَوَاسِيَ أَنْ تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَارًا وَسُبُلا لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (١٥)

     اوغورځولى ( پيداكړي ) يې دي په ځمكه كې بارونه ( غرونه ميخونه محكم ) لپاره ددې چې ونه ښوريږي (چپه نشي ځمكه) پرتاسې باندې او ( پيداكړى دى الله په دې ځمكه كې ) ويالې اولارې لپاره ددې چې لاره ومومۍ ( خپلومنازلواومقاصدوته ) .

    وَعَلامَاتٍ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ (١٦)

    او( پيداكړى دى الله په ځمكه كې ) علامې ( دلارې ) اوپه ستوروسره دغه ( لارتلونكى ) لاره مومي .

    أَفَمَنْ يَخْلُقُ كَمَنْ لا يَخْلُقُ أَفَلا تَذَكَّرُونَ (١٧)

     آياهغه ( ذات چې هرشى ) پيداكولاى شي ( چې الله دى ) په شان دهغه دى چې نشي پيداكولى ( هيڅ چې بتان دى بلكې نلري سره مشابهت ) ، آيانوپندنه آخلۍ تاسې ( چې خالق اومخلوق سره وپيژنۍ ! اوپه خالق ايمان راوړۍ ! )

    وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لا تُحْصُوهَا إِنَّ اللَّهَ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ (١٨)

     اوكه وشميرۍ تاسې نعمتونه دالله ( چې په تاسويې پيرزوكړي دي ) نونه به يې شۍ شميرلي ( نوڅرنګه به يې شكراداكړى شي ) ؟ بيشكه چې الله خامخاښه بښونكى ( دګناهونو) ډيررحم والادى ( داجراوثواب په وركولوسره ) .

    وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ (١٩)

     اوالله ته معلوم دي هغه ( عقائد) چې پټوي يې تاسې اوهغه ( اعمال ) چې ښكاروي يې تاسې .

    وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لا يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ (٢٠)

     اوهغه ( بتان ) چې يې بولي ( عبادت يې كوي دغه كفار) غيرله الله نه نشي پيداكولى دوى هيڅ شى حال داچې دوى پخپله ( هم ) پيداكاوه شي

    أَمْوَاتٌ غَيْرُ أَحْيَاءٍ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ (٢١)

     ( دغه بتان پخپله ) مړه دي ( روح نه لري ) نه دى ژوندى ، او( په دې هم ) نه پوهيږي دغه ( بتان ) چې كله به راپورته كړاى شي دغه ( بتان ياعابدان يې ) .

    إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَالَّذِينَ لا يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ قُلُوبُهُمْ مُنْكِرَةٌ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ (٢٢)

     معبودستاسې معبود يودى ، نوهغه ( كسان ) چې نه راوړي ايمان په ( ژوندانه د) آخرت زړونه ددغو( بې ايمانو) منكردي ( درب العزت له وحدانيت اودآخرت له راتلونه ) اودوى تكبركوونكي ( مغرور) دى ( له ايمان راوړلونه ) .

    لا جَرَمَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُ لا يُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِينَ (٢٣)

     رښتياواقعي خبره داده بيشكه الله ته معلوم دى هغه ( مكراوفريب ) چې پټوي يې دوى اوهغه ( جنګ اوجګړه ) چې ښكاره كوي يې بيشكه چې دغه ( الله ) نه خوښوي كبرجن ( سرغړونكى له وحدانيت اورسالت اوآخرت څخه ) .

    وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ مَاذَا أَنْزَلَ رَبُّكُمْ قَالُوا أَسَاطِيرُ الأوَّلِينَ (٢٤)

     اوكله چې وويل شي دغو( متكبرانو) ته څه شى دى هغه چې ليږلى دى رب ستاسې ( محمد ته ) نووايي دوى ( دغه ) خوشې افساني دپخوانيو( خلكو) دى .

    لِيَحْمِلُوا أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمِنْ أَوْزَارِ الَّذِينَ يُضِلُّونَهُمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ أَلا سَاءَ مَا يَزِرُونَ (٢٥)

     ( نوالله فرمايي : داوينا كوي دوى ) لپاره ددې چې په شاواخلى پېټى ( دګناهونو) خپلو پوره په ورځ دقيا مت كې او( همداسې واخلى ) له پيټو ( دګناهونو ) دهغو( كسانو) چې ګمراه كړي دي دوى هغوى لره په ناپوهۍ ، واورئ خبرشئ چې بددى هغه شى چې باروي ئى دوى ( پرشاګانوخپلو)

    قَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَأَتَى اللَّهُ بُنْيَانَهُمْ مِنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لا يَشْعُرُونَ (٢٦)

     په تحقپق مكركړى ؤ ( له رسولانوسره ) هغه ( كسانو) چې ( تيرشوى ) دي پخوالدوى نه نوراغى ( حكم د) الله ( په خرابولواوچپه كولوداوچتو) بناگانوددوى له تاداوونو ( دودانيوددوى ) څخه نوپريوت پردوى چت ( دكوټوددوى ) له پاسه د ( سرونود) دوى اوراغى دوى ته عذاب له هغه طرفه چې نه پوهيدل دوى ( پرې چې له دى طرفه به عذاب راځي )

    ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُخْزِيهِمْ وَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنْتُمْ تُشَاقُّونَ فِيهِمْ قَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ إِنَّ الْخِزْيَ الْيَوْمَ وَالسُّوءَ عَلَى الْكَافِرِينَ (٢٧)

     بياپه ورځ دقيامت كې به ( الله وشرموي ) رسوا كړى دوى اووبه وايي (الله ) چې چيرته دى شريكان زما( ستاسې په زعم سره ) هغه چې وۍ تاسې چې مخالفت به موكاوه ( له انبياؤ اومؤمنانوسره ) په باب ددوى كې ، وبه وايي هغه كسان چې وركړى شويدى دويته علم ( يعنې ملائك ، انبياء علماء ) چې بيشكه خواري دنن ورځې اوبدي ( يعنې عذاب يې ) په كافرانودى

    الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ فَأَلْقَوُا السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِنْ سُوءٍ بَلَى إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ (٢٨)

     هغه ( كافران ) چې قبضوي ( ارواح د) دوى ملائكې پدې حال كې چې ظلم كوونكي دي دوى په نفسونوځانونوخپلو( په كفرسره ) نووړاندې به كړي روغه ( اطاعت اووبه وايي ) نه وومونږچې عمل به موكاوه دهيڅ قسم بدۍ ( نوالله به ووايي ولې مونه كاوه ، دروغ مه وايئ ) بلكې كوله تاسې ګناه بيشكه چې الله ښه عالم دى په هغه څه چې وۍ تاسې چې كول به مو( په دنياكې

    فَادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا فَلَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ (٢٩)

     نووبه ويل شي دغوظالمانوته ) ( چې ننوځئ اوس تاسې په دروازوددوزخ كې په داسې حال كې چې هميشه اوسۍ په هغه كې ، نوخامخابددى ځاى دهستوګنې دمتكبرانو( دادوزخ ).

    وَقِيلَ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا مَاذَا أَنْزَلَ رَبُّكُمْ قَالُوا خَيْرًا لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَلَدَارُ الآخِرَةِ خَيْرٌ وَلَنِعْمَ دَارُ الْمُتَّقِينَ (٣٠)

     اووبه ويل شي هغوكسانوته چې ځان يې ساتلى ( له شركه اوويريږۍ له الله څخه ) چې څه شى دى هغه چې نازل كړى دى رب ستاسې ؟ نووايي دغه ( مؤمنان) چې ( راليږلى يې دى زمونږ) خير، شته هغوكسانوته چې نيكي يې كړې ده ( په ايمان راوړلوسره ) په دغه دنياكې نيكه جزاء چې عزت اونصرت دى اوخامخا كوردآخرت جنت ښه ، غوره دى ( له دنيااومافيهاڅخه ) ؛ اوخامخا ډيرښه دى سراى دپرهيزګارانو( دادار)

    جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الأنْهَارُ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَاءُونَ كَذَلِكَ يَجْزِي اللَّهُ الْمُتَّقِينَ (٣١)

     ( دغه دار) جنتونه دي دتل اوسيدلوچې ننوځي به دوى ( په ) هغوكې چې بهيږي به له لاندې ( دونواوماڼيو) ددوى ( څلورقسمه ) ويالې چې وي به ( تل ) دويته په دغوباغونوكې هرهغه (نعمتونه) چې اراده يې كوي دوى ؛ په شان ددغې ( جزا ) جزاوركوي الله پرهيزګارانوته

    الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ طَيِّبِينَ يَقُولُونَ سَلامٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ (٣٢)

     هغه( كسان ) چې قبضوي ( ارواح ) ددوى ملائكې په داسې حال كې چې پاك دى دغه ( متقيان له شرك اومعصيته ) وايي به دغه ( ملائك دوى ته چې دالله ) سلام دې وي په تاسې باندې ننوځي جنت ته په سبب دهغو( نيكيو) چې وئ تاسې چې عمل به موكاوه ( په دنياكې )

    هَلْ يَنْظُرُونَ إِلا أَنْ تَأْتِيَهُمُ الْمَلائِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ أَمْرُ رَبِّكَ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللَّهُ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ (٣٣)

     آيا انتظاركوي دغه ( كفاربلكې نه كوي دهيڅ شي ) مګرددې چې راشي دوى ته ملائكې ( دعذاب دروح قبضولو لپاره ) ياراشي ورته امر ( حكم عذاب ) درب ستا ( ددوى دهلاكولولپاره )؛ په شان ددغه ( كفراوتكذيب ) كړى ؤ( شرك اوتكذيب ) هغوكسانوچې پخوالدوى تيرشوي وو ( پس رسيدلى ؤ دويته هغه شى چې رسيدلى ؤ هغويته ) اونه ؤ ظلم كړى په دوى الله ( په هلاكولوسره ) وليكن وودوى چې په ځانونوخپلوباندې يې

    فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا عَمِلُوا وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ (٣٤)

     ظلم كاوه ( په كفراوگناهونوسره ) نو ورسيده دوى ته جزا دهغوبديوچې كړي وي دوى اواحاطه وكړه ( چاپيرشو) په دوى هغه ( موعودعذاب ) چې وودوى چې په هغه ( عذاب پورې ) به يې مسخرې كولې .

    وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا عَبَدْنَا مِنْ دُونِهِ مِنْ شَيْءٍ نَحْنُ وَلا آبَاؤُنَا وَلا حَرَّمْنَا مِنْ دُونِهِ مِنْ شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلا الْبَلاغُ الْمُبِينُ (٣٥)

     او وويل هغوكسانوچې شرك يې اختياركړى ؤكه اراده كړى واى الله نوعبادت به نه وكړى مونږغيرله دغه ( الله ) دهيڅ شي ( نه ) مونږه اونه پلرونوزمونږاونه به حرام كړي وومونږبې له حكمه ددغه ( الله ) هيڅ شى ؛ په مثل ددغه ( عمل ددوى ) كړي وو هغوكسانوچې پخواله دوى ( تيرشوي ) وو، نوآياشته په رسولانوبلكې ( نشته پرې هيڅ ) مګررسونه ښكاره ( چې سمه صافه لاره خلكوته وښيي )

    وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ فَمِنْهُمْ مَنْ هَدَى اللَّهُ وَمِنْهُمْ مَنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُوا فِي الأرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ (٣٦)

     اوخامخا په تحقيق ليږلى(پورته كړى ) ومونږ( په هريخواني ) امت كې يورسول ( چې وايي دوى ته ) چې عبادت كوي ( يواځې ) دالله اوځان ساتئ تاسې له شريرانو(باطلومعبودانو ) څخه ، نوځينې له دوى هغه ووچې ورته هدايت وكړ( لاره وروښوده ) الله اوځينې ددوى هغه وو چې ثابته شوه پرې ګمراهي ( نو درسولانو احكام يې قبول نكړل ) ، نووګرځئ تاسې په ځمكه كې ( اى مشركانو! ) نو وګورئ ( دعبرت په نظرسره ) چې څرنګه ؤ عاقبت ( آخره خاتمه ) دروغجن كوونكو ( انبياؤلره ؟ )

    إِنْ تَحْرِصْ عَلَى هُدَاهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي مَنْ يُضِلُّ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ (٣٧)

     كه ته ډيرحرص وكړې ( اى محمده ! ) په هدايت ( لاره ښونه ددوى ) بيشكه چې الله نه ښيي لاره ( دهدايت ) هغه چاته چې ګمراه كوي ( يې ) اونه به وي دغوګمراهانوته هيڅ له مددګارانو( داورله عذابه منع كوونكى )

    وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لا يَبْعَثُ اللَّهُ مَنْ يَمُوتُ بَلَى وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ (٣٨)

     دخلكو نه پوهيږي ( په دغه بعث بعدالموت ) . اوقسمونه كوي دوى په الله په سختوغليظوقسمونوخپلوچې بيابه نكړي ژوندى الله هغه څوك چې ( يوځلي ) مړشي ، بلكې ژوندى به يې كړي ( ځكه چې وعده يې كړې ده ) په داسې وعده كولوچې لازمه ده پرې ( وفايي تفضلا وعده ) حقه وليكن ډير

    لِيُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي يَخْتَلِفُونَ فِيهِ وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّهُمْ كَانُوا كَاذِبِينَ (٣٩)

     دپاره ددې دي چې بيان ( اوښكاره ) كړي الله دوى ته هغه (حشراونشر) چې جګړې كوي دوى په هغه كې اوبل ددې لپاره دي چې پوه شي هغه كسان چې كافران شوي دي ( په دې خبره چې ) بيشكه دوى وودروغجنان ( په دې انكاركې له قيامته ) .

    إِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَيْءٍ إِذَا أَرَدْنَاهُ أَنْ نَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ (٤٠)

    وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَلأجْرُ الآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (٤١)

     اوهغه كسان چې هجرت يې كړى دى په ( لاره د) الله كې وروسته له هغه چې ظلم پرې وكړى شونوخامخاځاى به وركړومونږدوى ته په دنياكې ښه ( ځاى ) اوخامخااجر ( بدل ) ثواب دآخرت ډيرلوى دى كه واى دغه ( كفار) چې پوهيداى ( دهجرت په ثواب نودوى به هم ورسره په ايمان موافقت كړى واى يا) كه واى دغه ) ( مهاجرين ) چې پوهيداى ( پخپل هغه لوى اجرنولاډيركوښښ اوصبربه يې كوه ) ( اومهاجرين

    الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ (٤٢)

    ) هغه كسان دي چې صبريې كړى دى ( په طاعت اوپه مصيبت اوله معصيت نه ) اوخاص په رب خپل توكل كوي .

    وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلا رِجَالا نُوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ (٤٣)

     اونه و ليږلي مونږپخوا له تانه ( اى محمده ) مګرسړي ( ستاپه شان له انسانانوڅخه ) چې وحى به كوله مونږدوى ته نو پوښتنه وكړئ تاسې له اهل الذكر ( خاوندانودياديعنې له علماؤ اوپوهانويا له اهل الكتاب نه ) كه يې تاسې چې نه پوهيږي

    بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ (٤٤)

    ( ليږلى وو مونږدغه رسولان ) په ښكا ره معجزو اوكتاب بونوسره ا ونازل كړى دى مونږ تاته ذكر( قرآن ، يو) لپاره ددې چې بيان كړې ته خلكوته هغه چې نازل شوي دي ( په دې قرآن كې ) دويته او بل ( لپاره ددې چې ) ښايي دوى فكراوغوروكړي ( په كې چې دغه كلام الله دى ) .

    أَفَأَمِنَ الَّذِينَ مَكَرُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ يَخْسِفَ اللَّهُ بِهِمُ الأرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لا يَشْعُرُونَ (٤٥)

     آيانوپه امن كې شوي دي هغه كسان چې مكرونه يې كړي دي ناكاره له دې چې ډوب به كړي الله دوى په ځمكه ياچې رابه شي دوى ته عذاب له داسې طرفه چې نه پوهيږي دوى ( چې له كومه طرفه پرې راځي )

    أَوْ يَأْخُذَهُمْ فِي تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُمْ بِمُعْجِزِينَ (٤٦)

     ياله دې چې ونيسي ( الله ) دوى لره په ( وخت د) ګرځيدلوددوى ( په ځمكه ) كې نونه دي دوى عاجز كوونكي ( دالله ) .

    أَوْ يَأْخُذَهُمْ عَلَى تَخَوُّفٍ فَإِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ (٤٧)

     ياله دې چې ونيسي ( الله ) دوى لره په ويره ( او په ورووروتنقيص سره ويرول ) ؛ نوبيشكه رب ستاسې خامخاښه مهربان دى ( په بندګانو) ښه رحم والا ( داجراوثواب په انعام سره )

    أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى مَا خَلَقَ اللَّهُ مِنْ شَيْءٍ يَتَفَيَّأُ ظِلالُهُ عَنِ الْيَمِينِ وَالشَّمَائِلِ سُجَّدًا لِلَّهِ وَهُمْ دَاخِرُونَ (٤٨)

     الله ته حال داچې دغه سيوري عاجزي كوونكي دي الله ته آيانه گوري دوى هغه ته چې پيداكړي دي الله له كوم شي نه چې گرځي سيوري دهغه له ښي طرفونو اوكيڼوطرفونو ( يعنې له هرطرف ) څخه په دې حال كې چې سجده كوونكي دي (دغه سيوري )

    وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأرْضِ مِنْ دَابَّةٍ وَالْمَلائِكَةُ وَهُمْ لا يَسْتَكْبِرُونَ (٤٩)

     اوخاص الله ته سجده كوي هغه شيان چې په اسمانونوكې دي اوهغه شيان چې په ځمكې كې دي له ګرځيدونكو( تلونكوپه ځمكه كې )اوملائكې حال داچې دوى نه كوي كبر( لويى سركشي دالله تعالى له عبادته ) .

    يَخَافُونَ رَبَّهُمْ مِنْ فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ (٥٠)

     ويريږي دا ( ملائك ) له رب خپل ( چې اعلى دى په دوى په قهراوغلبه ) له پاسه ددوى اوكوي دوى هغه ( كار) چې حكم ورته كولى شي

    وَقَالَ اللَّهُ لا تَتَّخِذُوا إِلَهَيْنِ اثْنَيْنِ إِنَّمَا هُوَ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ (٥١)

     اوفرمايلي دي الله مه نيسئ تاسې معبودان دوه بيشكه همداخبره ده چې دغه ( په حق معبود) معبوددى يو، نوخاص له ماڅخه پس وويريږئ تاسې راڅخه .

    وَلَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَلَهُ الدِّينُ وَاصِبًا أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَتَّقُونَ (٥٢)

     اوخاص همدغه ( الله ) لره دي هرهغه څه چې په آسمانونوكې دي او( هرهغه څه چې په ) ځمكه كې دي ( له علوياتواو سفلياتو آسمانونو اوځمكوملكا، خلقا، عبيدا) اوخاص همده ته دى طاعت ( عبادت عدل ) واجب لازم هميشه ، نوآياغيرله الله څخه ويريږئ تاسې ( له بل چانه )

    وَمَا بِكُمْ مِنْ نِعْمَةٍ فَمِنَ اللَّهِ ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ (٥٣)

     له ( كوم قسم ) نعمت نوله ( طرفه د) الله دى بياكله چې ورسيږي تاسې ته ضررنوخاص همدغه ( الله ) ته فرياداوزارۍ كوئ. اوهرهغه چې تاسې سره دى .

    ثُمَّ إِذَا كَشَفَ الضُّرَّ عَنْكُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِنْكُمْ بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ (٥٤)

     بياهركله چې دفع ( لرې ) كړي ( الله هغه ) ضررله تاسې څخه ناڅاپه يوه فرقه له تاسې له رب خپله شريكوي

    لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ فَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ (٥٥)

     ( بل ) لپاره ددې چې ناشكري وكړي په هغه شي باندې چې وركړى دى مونږدوى ته ، نوگټه واخلئ ( اى منكرينو! دنيوي موقته گټه ) نوژربه پوه شۍ تاسې ( دخپل كارپه عاقبت )

    وَيَجْعَلُونَ لِمَا لا يَعْلَمُونَ نَصِيبًا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ تَاللَّهِ لَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَفْتَرُونَ (٥٦)

     اومقرروي دا ( كفار) لپاره دهغو( بتانو) چې په هيڅ نه پوهيږي ( علم نلري ) يوه برخه له ځينودهغوڅخه چې وركړي دي مونږدوى ته ، قسم دى په الله چې خامخابه وپوښتل شئ تاسې هرومروپه ( قيامت كې ) له هغه چې يې تاسې چې دروغ تړۍ ( چې بتان موخدايان دي ) .

    وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ الْبَنَاتِ سُبْحَانَهُ وَلَهُمْ مَا يَشْتَهُونَ (٥٧)

     اومقرروي ( داكفار) الله ته لوڼي ، پاك دى دغه ( الله له ولداوله شريكه ) او ( مقرروي ) ځانته هغه شى چې ددوى خوښ وي .

    وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأنْثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ (٥٨)

     اوكله چې خبروركړى شي يوتن ددغو ( كفارو) ته په ( پيداكيدود) لورسره نو ( ټوله ورځ ) وګرځي مخ دده تكتورله غمه حال دا چې دى ډك وي له قهره ( خپلې ښځې ته چې لوردې ولې راوړه ؟ ) ،

    يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ (٥٩)

     پټ ګرځي له قومه ( خپله ) له سببه دناخوښۍ دهغه شي څخه چې خبروركړ ى شوى دى ( ده ته ) په هغه سره ، آياوساتي ( دى ) هغه ( لور) سره دسپكوالي اوكه يې ومنډي ( ژوندۍ) په خاوره كې ؟ ؛ واورئ خبرشئ چې بددى هغه چې حكم كوي دغه ( كفارچې دعيبونونسبت الله ته كوي )

    لِلَّذِينَ لا يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ مَثَلُ السَّوْءِ وَلِلَّهِ الْمَثَلُ الأعْلَى وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (٦٠)

     دي هغه كسانوته چې نه راوړي ايمان په ( ورځ د) آخرت مثال ( صفت ) بد ( ناكاره ) اوخاص الله لره دى مثال ( صفت لوى ) لوړ، اوهمدى دى قوي غالب ( داحكاموپه انفاذ) حكمت والا ( چې هركارپه تدبيراومصلحت سره كوي ).

    وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِمْ مَا تَرَكَ عَلَيْهَا مِنْ دَابَّةٍ وَلَكِنْ يُؤَخِّرُهُمْ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلا يَسْتَقْدِمُونَ (٦١)

     اوكه نيولى واى الله ( دا) خلك په ظلم ( كفراوګناهونو) ددوى سره نونه به يې ؤ پرې ايښى پرمخ ددې ځمكې كې هيڅ خوځيدونكى ( تلونكى ) ليکن وروستى كوي دوى ترهغې نيټې ټاكلې شوې پورې ، كله چې راشي نيټه( دمرګ ياعذاب ) ددوى نه به ورسته كيږي دوى ( له هغې نيټې څخه په قدرد) يوساعت اونه به ( ترې ړومبى كيږي )

    وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ مَا يَكْرَهُونَ وَتَصِفُ أَلْسِنَتُهُمُ الْكَذِبَ أَنَّ لَهُمُ الْحُسْنَى لا جَرَمَ أَنَّ لَهُمُ النَّارَ وَأَنَّهُمْ مُفْرَطُونَ (٦٢)

     اوثابتوي دا( كفار) الله ته هغه چې بديې گڼي ( دوى خپلوځانونوته لكه لوڼي ياشريكان ) اوبيانوي ژبې ددوى دروغ ( چې داسې وايي ) بيشكه شته دوى ته ښه حالت ( دالله په نزد) حقه رښتيا( ثابته خبره داده چې) بيشكه شته دوى ته اور ( ددوزخ ) اوبيشكه دغه ( كفارپه منډه بيولى شي بياهلته په اور كې ) پريښودلى شي .

    تَاللَّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى أُمَمٍ مِنْ قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ (٦٣)

     قسم په الله په تحقيق ليږلي وومونږپه طرف دامتونوپخواله تاڅخه ( اى محمده نوررسولان ) نوښائسته كړى وو دغو( امتونوته ) شيطان هغه ( بد) عملونه ددوى ( چې كلك پرې ولاړوو) نوهمغه ( شيطان ) دوست ددوى دى نن ورځ اوشته ( په آخرت كې ) دوىته عذاب دردناك.

    وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (٦٤)

     اونه دى نازل كړى ( راليږلى ) مونږپرتادغه كتاب ( قرآن ) مګرلپاره ددې چې بيان ( اوښكاره ) كړې ته ( اى محمده ! ) دويته هغه ( شى ) چې اختلاف كړى دى دغو ( خلكو) په هغه كې او ( لپاره د) هدايت او لپاره ( دهغه ) قوم چې ايمان لري ( په ټولواعتقادي شيانو).

    وَاللَّهُ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ (٦٥)

    لپاره ( دهغه ) قوم چې ايمان لري ( په ټولواعتقادي شيانو). اونه دى نازل كړى ( راليږلى ) مونږپرتادغه كتاب ( قرآن ) مګرلپاره ددې چې بيان ( اوښكاره ) كړې ته ( اى محمده ! ) دويته هغه ( شى ) چې اختلاف كړى دى دغو ( خلكو) په هغه كې او ( لپاره د) هدايت او

    وَإِنَّ لَكُمْ فِي الأنْعَامِ لَعِبْرَةً نُسْقِيكُمْ مِمَّا فِي بُطُونِهِ مِنْ بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ لَبَنًا خَالِصًا سَائِغًا لِلشَّارِبِينَ (٦٦)

     صافې پاكې ( دخوشايو اووينوله رنګه اوبويه )آسانه تيريدونكى ( له حلقه اوخوندورې ) لپاره دڅښونكو . اوبيشكه چى دى تاسې ته په څلوربولوكې ډيرلوى عبرت ،چې درڅښومونږتاسې ته له هغه ځينوشيانوڅخه چې دى په گيډو دهغو(لنگوڅارويوكې) له منځه دخوشايواووينوشودې

    وَمِنْ ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالأعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (٦٧)

     خامخا دليل ( ښكاره دقدرت ) دى لپاره (د هغه ) قوم چې عقل چلوي اوفكر اوغور په كې كوي اوله ميوودخرماګانواو( له ميوو) دتاكو( كورو) څخه ( همداسې درڅښومونږ په تاسې ) چې جوړوۍ تاسې له دغوميوو څخه نشه كوونكي ( بد) اورزق ( روزي ) ښه ، بيشكه په دغو( انواعودميوو او مشتقاتو) كې ( يې )

    وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ (٦٨)

     اوپه زړه كې واچوله رب ستامچيودشاتوته ( داخبره ) چې ونيسئ ( او جوړكړئ ) تاسې په غرونوكې كورونه اوله ونوڅخه اوله هغه څخه چې خلك يې لوړجوړوي

    ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلا يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (٦٩)

     بيانوخورئ تاسې ( اى دشاتومچيو! ) له هرقسمه ميووڅخه نوځئ ( الوځئ ) په لاره درب خپل په داسې حال كې چې آسانه ده ( صافه اوخلاصه درښكاري) راوځي له گيډو ددوى دڅښلوشى ( شات ) چې مختلف دي رنګونه ددې ( شاتو) په دغو( شاتو) كې شفاء ده لپاره دخلكو، بيشكه په دغو( مچيواوشاتوكې ) خامخاډيرلوى دليل دى (دالله په قدرت اوحكمت ) لپاره دهغه قوم چې فكركوي ( اوپه غرائبوكې يې فكركوي ).

    وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفَّاكُمْ وَمِنْكُمْ مَنْ يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْ لا يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ قَدِيرٌ (٧٠)

     اوالله پيداكړي يې تاسې ( له عدمه ) بيابه وژني تاسې ( بيابه وفات كړي تاسې په اجل خپل سره ) اوځنې له تاسې هغه څوك دي چې ردكولى شي هغه ډيرخوارژوندون ته لپاره ددې چې ونه پوهيږي ( دغه زوړ ) پس له علمه ( چې يې درلود په ځلميتوب كې ) په هيڅ شي ( لكه وړوكى ) بيشكه چې الله ښه عالم دى ( په هرشي ) ښه قادردى ( دهرشي په كولوچې اراده يې وكړي )

    وَاللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ فِي الرِّزْقِ فَمَا الَّذِينَ فُضِّلُوا بِرَادِّي رِزْقِهِمْ عَلَى مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَهُمْ فِيهِ سَوَاءٌ أَفَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ (٧١)

     اوالله فضل ( زياتوالى )وركړى دى ځينوستاسې ته پرځينو( نورو )په رزق ( روزي غنا، فقر،مالكيت اومملوكيت ) كې نونه دي هغه كسان چې فضل زياتوالى وركړى شوى دى دوى ته ردكوونكى ( درزق ، مال ) خپل په هغه چاچې يې مالكان شوي دي ښي لاسونه د دوى ( يعنې له خپلوځانوسره يې نه شريكوي ) آيانودا مالكان اومملوكان په دې ( اموالو ) كې سره برابردي ؟ ( بلكې نه دي سره برابر) آيانوپه نعمت دالله باندې انكاركوي دغه ( چې الله ته شريكان ثابتوي ) .

    وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَةِ اللَّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ (٧٢)

     اوالله پيداكړي دي تاسې ته له جنسه ستاسې ښځې ( چې زړه موورسره آرام شي ) اوپيداكړي يې دي تاسې ته له ښځو ستاسې زامن اولمسي ( يالوڼې يازومان چې ستاسې دنوعې دبقاء ذرائع دي ) اوروزي يې دركړې تاسې ته له پاكيزه ؤ (خوندوروشيانونه چې ستاسې دشخصي بقاء وسائل دي ) آيانو ( دغه كفار) په باطلو( معبودانو) ايمان راوړى اوپه نعمت دالله ( چې اسلام دى ) دوى كافران كيږي

    وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لا يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِنَ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ شَيْئًا وَلا يَسْتَطِيعُونَ (٧٣)

     اونه طاقت لري ( دغه باطل معبودان دهيڅ شى ) اوعبادت كوي دغه ( كفار) بې له الله دهغه ( شي ) چې نه لري هيڅ واك ( اختيار) لپاره ددوى درزق ( روزي وركولو) له آسمانو( په اورولوسره ) اوله ځمكې ( په زرغونولوسره ) دهيڅ شى

    فَلا تَضْرِبُوا لِلَّهِ الأمْثَالَ إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ (٧٤)

     نومه بيانوئ ( مه لګوئ ) تاسې الله سره مثالونه ( شريكان په خدايي كې ) بيشكه الله پوهيږي ( ستاسې دقول په بطلان ) اوتاسې نه پوهيږۍ ( كه نه داسې به مونه كول )

    ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلا عَبْدًا مَمْلُوكًا لا يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَمَنْ رَزَقْنَاهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ يُنْفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَجَهْرًا هَلْ يَسْتَوُونَ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لا يَعْلَمُونَ (٧٥)

     بيانوي الله يومثال چې مريى وي مملوك ( نه مكاتب اوماذون ) چې نه قادريږي په هيڅ شي ( له نفعې اوضرره ) اوبل هغه څوك وي چې رزق روزي وركړې وي مونږده ته له درباره خپله رزق روزي ښه ډيرمال بې له شركته نودغه سړى نفقه كوي له هغه ماله په پټه اوښكاره ، ايابرابريږي سره دوى ( نه برابريږي ) ټوله ثناء صفت الله لره دى ( چې لوى څښتن دټولونعمتونودى ) بلكې زياتره ( يعنې گرد) ددوى سره نه پوهيږي ( چې نوروته دنعمتونونسبت كوي ) .

    وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلا رَجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لا يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَى مَوْلاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّهْهُ لا يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَنْ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (٧٦)

     اوبيانوي الله يومثال چې دوه سړي وي چې يوله دوينه ګونګ ( چاړا) وي ( چې نه څه اوري اونه څه وايي ) نه قادريږي په هيڅ شي حال دا چې دغه ګونګ پيټى وي په بادارخپل هرچيرته چې وليږي ( بادار) دغه ( مريي ) نه راوړي نه راځي په خيرسره ( بلكې شرورته رسوي ) آيابرابريږي دغه ( گونګ بې خبره ) اوهغه څوك چې امركوي ( خلكو ته ) په عدل ( انصاف بلكې له سره نه دي برابر) حال داچې دى ( پخپله هم ) په لاره سمه ( روان وي چې ژررسوونكي ده مقصودته ) .

    وَلِلَّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَمَا أَمْرُ السَّاعَةِ إِلا كَلَمْحِ الْبَصَرِ أَوْ هُوَ أَقْرَبُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (٧٧)

     په هرشي ښه قادردى ( چې اراده وفرمايي اوځينې له هغه څخه دټولومخلوقاتوبياژوندي كول دي ) اوخاص الله لره دى ( علم په ) پټوداسمانونواودځمكې ، اونه دى امر( راتګ ) دقيامت ( په سرعت اوسهولت كې ) مګرپه مثل درپ دسترګو بلكې دى له هغه څخه هم ډيرنږدې دى ، بيشكه الله

    وَاللَّهُ أَخْرَجَكُمْ مِنْ بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لا تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالأبْصَارَ وَالأفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (٧٨)

     اوالله راوويستۍ تاسې له نسودميندوخپلوحال داچې نه پوهيدئ تاسې په هيڅ شي ( له خيراوشره ) اوپيداكړي ( دركړي ) يې دي تاسې ته غوږونه اوسترګې اوزړونه ( اونورحواس اونوراسباب ) لپاره ددې چې شكروكړۍ ( په دغو نعمتونوباندې )

    أَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ مُسَخَّرَاتٍ فِي جَوِّ السَّمَاءِ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلا اللَّهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (٧٩)

     لپاره ( دهغه ) قوم چې ايمان راوړى ( ځكه چې همدوى دعبرت سترګې لري ) آيانه ګوري دغه ( انسانان ) په طرف دالوتونكو( مرغانو) چې مسخركړ ى شوي ( په حكم سره تړلى شوي ) دي په هوادآسمان كې ، نه ساتي دوى لره ( پدې هوا كې له پريوتلوڅخه ) مګرالله . بيشكه په دغه ( تسخيردمرغانو) كې خامخادلائل ( دقدرت ) دي

    وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ بُيُوتِكُمْ سَكَنًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنْ جُلُودِ الأنْعَامِ بُيُوتًا تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَا أَثَاثًا وَمَتَاعًا إِلَى حِينٍ (٨٠)

     اوالله پيداكړي دي تاسې ته له كوټو( كورونو) ستاسې ځاى دهستوګنې ( يعنى دخښتو، تيږو، لرګيواونوروشيا نوعمارتونه ) ا و ( الله ) پيداكړي دي تاسې ته له پوستكودڅلوربولو( څارويو) نه كورونه چې سپك مومۍ تاسې هغه په ورځ دكوچ اوسفرستاسې اوپه ورځ داړولوستاسې ( په ډيره ځاى كې ) او( الله پيداكړي دي تاسې ته ) له وړيوددغو( څلوربولوميږو) اوله وړيوددغو( څلوربولواوښانو ) اوله ويښتوددغو( څلوربولووزوڅخه ) اسبابونه ( داغوستلواوغوړولواواستعمالولو ) اودګټې اخيستلوتروخته ( دمړكيدوستاسې يا دحيواناتوياترقيامته پور ې )

    وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِمَّا خَلَقَ ظِلالا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنَ الْجِبَالِ أَكْنَانًا وَجَعَلَ لَكُمْ سَرَابِيلَ تَقِيكُمُ الْحَرَّ وَسَرَابِيلَ تَقِيكُمْ بَأْسَكُمْ كَذَلِكَ يُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُونَ (٨١)

     اوالله پيداكړي دي تاسې ته له هغوشيانوڅخه چې پيداكړي يې دي سيوري ، او( الله ) پيداكړي دي تاسې ته له غرونوڅخه ځايونه دپټيدلو( ګارې اوسمڅې چې هلته ننوځۍ اوله باران ، لمرياله دښمنانواونوروڅخه ځانونه ساتۍ ) او( الله ) پيداكړي دي تاسې ته كميسونه ( دپنبې ، وړيوكتانونواونوروڅخه ) چې ساتي له ګرمۍ نه همداسې ( چې تيرنعمتونه يې تمام كړي دي ) پوره كوي نعمت ( احسان ) خپل پرتاسې لپاره ددې چې تاسې اسلام راوړۍ ( دالله حكم ومنۍ) او ( الله پيداكړي دي تاسې ته ) كميسونه ( داوسپنې اوځغرې څخه ) چې ساتي مو( له ضرر) دجنګ ستاسې نه .

    فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلاغُ الْمُبِينُ (٨٢)

     نوكه وګرځيدل دوى ( له اسلامه نوتاته هيڅ ضررنشته ) پس بيشكه چې خبره همداده چې په تا ( اى محمده ! ) رسونه ده ښكاره .

    يَعْرِفُونَ نِعْمَةَ اللَّهِ ثُمَّ يُنْكِرُونَهَا وَأَكْثَرُهُمُ الْكَافِرُونَ (٨٣)

     پيژني دغه ( كفاربه علمي توګه ) نعمتونه دالله چې اقرارپرې كوي بياانكاركوي له هغه څخه ( په عملي توګه چې دغيرالله عبادت كوي ) اوزياتره ددغو ( منكرانو) كافران دي .

    وَيَوْمَ نَبْعَثُ مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا ثُمَّ لا يُؤْذَنُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَلا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ (٨٤)

     او ( وويروه اى محمده ! دغه كفارله هغې ) ورځې چې راپورته به كړو مونږله هرامت څخه يوشاهد( ددوى په ايمان اوكفر) بيابه نه وركول كيږي اذن ( حكم دمعذرت ياددنيادرجوع ) هغوكسانوته چې كافران شوي دي اونه به له دوى نه طلب داسترضاء كولى شي ( له الله نه په منلودتوبې سره )

    وَإِذَا رَأَى الَّذِينَ ظَلَمُوا الْعَذَابَ فَلا يُخَفَّفُ عَنْهُمْ وَلا هُمْ يُنْظَرُونَ (٨٥)

     اوكله چې وويني هغه كسان چې ظلم ( شرك ) يې كړى دى ( پرنفسونوخپلو) عذاب نوسپك به نه كړى شي له دوى نه ( دوزخ دروند عذاب) اونه به دوى ته مهلت وركړى شي ( دعذروړاندې كولولپاره ) .

    وَإِذَا رَأَى الَّذِينَ أَشْرَكُوا شُرَكَاءَهُمْ قَالُوا رَبَّنَا هَؤُلاءِ شُرَكَاؤُنَا الَّذِينَ كُنَّا نَدْعُوا مِنْ دُونِكَ فَأَلْقَوْا إِلَيْهِمُ الْقَوْلَ إِنَّكُمْ لَكَاذِبُونَ (٨٦)

     نووبه غورځوي دغه ( بتان ) دوى ته خبره چې بيشكه تاسې خامخادروغجنان يي . اوكله چې وويني هغه كسان چې شرك يې ( غوره ) كړى دى شريكان ( بتان ) خپل نووبه وايي دغه ( مشركان ) اى ربه زمونږدادى شريكان ( خدايان ) زمونږهغه چې وومونږچې عبادت موكاوه ( په دنياكې ددوى ) بې له تانه

    وَأَلْقَوْا إِلَى اللَّهِ يَوْمَئِذٍ السَّلَمَ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ (٨٧)

     اووبه غورځوي دغه ( مشركان ) الله ته په دې ورځې كې سوله ( اوپه عاجزي سره به په خپلې ګناه اقراروكړي ) اوورك ( غائب ) به شي له دوى نه هغه چې وو دوى چې دروغ به يې تړل ( په الله )

    الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ زِدْنَاهُمْ عَذَابًا فَوْقَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوا يُفْسِدُونَ (٨٨)

     هغه كسان چې كافران شوي دي اواړولي دي دوى ( نورخلك هم په دنياكې ) له لارې دالله نه زيات به كړو دوى ته ( په آخرت كې ) يوعذاب دپاسه دبل عذاب په سبب دهغه چې وودوى چې فسادبه يې كاوه ( چې كفراوله اسلام څخه منع ده ).

    وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِمْ مِنْ أَنْفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَى هَؤُلاءِ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ (٨٩)

     او ( يادكړه اى محمده دوى ته ) هغه ورځ چې راپورته به كړو مونږ په هرامت كې يوشاهد( نبي ) په ( ويلواوكولود ) دوى باندې له نفسونو ( قومونو قبيلو) ددوى اورابه ولومونږ تا ( هم اى محمده ) شاهدپه دغوكسانو؛ اونازل كړى ليږلى دى مونږپه تا ( اى محمده ! په تدريج سره ) كتاب ( قرآن چې دى ) بيان واضح لپاره دهر( ديني ) شي اوهدايت ( حق ته ) اورحمت ( له عذابه ) اوزيرى ( په جنت سره ) خاص مسلمانانوته .

    إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (٩٠)

     بيشكه الله امر( حكم ) كوي په عدل ( انصاف كولو) سره اوپه احسان ( نيكي كولو) سره اوپه وركړې سره خاوندانو دخپلوۍ ته اومنع كوي له ناوړوكارونوڅخه اوله بدوكارواوله سركشۍ څخه ، پنددركوي تاسې ته ( په دغواوامرو ،نواهيوسره ) لپاره ددې چې تاسې پندواخلۍ ( په دغوسره )

    وَأَوْفُوا بِعَهْدِ اللَّهِ إِذَا عَاهَدْتُمْ وَلا تَنْقُضُوا الأيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلا إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ (٩١)

     اووفاكوئ تاسې په عهددالله كله چې په خپلومنځونوكې سره عهدتړۍ اومه ماتوئ تاسې قسمونه ( عهدونه خپل ) وروسته دمحكم كولودهغو ( په قسم سره ) حال دا چې په تحقيق ګرځولى دى تاسې الله پرخپلوځانوشاهد( ضامن ساتونكى په وفاسره ) بيشكه الله پوهيږي په هرهغه څه ( هم ) چې كوئ يې تاسې .

    وَلا تَكُونُوا كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنْكَاثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَانَكُمْ دَخَلا بَيْنَكُمْ أَنْ تَكُونَ أُمَّةٌ هِيَ أَرْبَى مِنْ أُمَّةٍ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ اللَّهُ بِهِ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ (٩٢)

     اومه كيږي تاسې ( دعهدپه نقض كې ) په شان دهغې ( ښځې ) چې بيرته به يې اومړى كول تارونه وريشلى خپل وروسته دمحكم والى ( دهغوپه تاوولوسره) حال داچې ټوټې ټوټې وي حال داچې نيسۍ تاسې عهدونه خپل دخل ( پلمه ټګى مكر خيانت يوله بل سره ) پخپلومنځونوكې په سبب ددې چې شوه به يوه ډله دغه (ډله ) ډيره زياته له هغې بلې ډلې څخه ( نوتاسې به خپل عهدماتاوه له يوې ډلې سره به يوځاى كيدى ) بيشكه همداخبره ده چې آزمويي تاسې الله په ( وفاد) دغې ( وعدې ) سره اوخامخا بيان به كړي هرومرو ( الله ) تاسې ته په ورځ دقيامت كې هغه شي چې وۍ تاسې چې په هغه كې به موسره اختلاف كاوه ( په جزاء دركولوسره )

    وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِنْ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَلَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ (٩٣)

     اوكه اراده كړى واى الله خامخاګرځولى به يې وۍ تاسې يوامت ( يوټولى په اسلام متفق ) وليکن ( پاك الله ) ګمراه كوي هرهغه څوك چې اراده وكړي ( دګمراهي يې ) اوپه لاره ( دحق ) برابروي هرهغه څوك چې اراده وكړي ( دهدايت يې ) اوخامخاوبه پوښتلى شۍ تاسې هرومروله هرهغه عمله چې وۍ تاسې ( په دنياكې ) چې كاوه به مو( اوخامخابه وپوښتلى شي ترې په قيامت كې )

    وَلا تَتَّخِذُوا أَيْمَانَكُمْ دَخَلا بَيْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُوا السُّوءَ بِمَا صَدَدْتُمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (٩٤)

     اومه نيسئ تاسې قسمونه خپل ( وعدې خپلې ) مكراوفريب پخپلومنځوكې نووبه ښوئيږي قوم ( ستاداسلام له لارې نه ) وروسته له ټينګيدودهغه اووبه څكي غم اورنځ ( په دنياكې ستاسې دمنع راوړلوپه سبب او) په سبب دمنع كولوستاسې ( نوروخلكولره ) له لارې دالله نه ( يعنې دوفانه په وعدې باندې ) اوشته تاسې ته عذاب لوى ( اى دوعدې متخلفينوپه آخرت كې )

    وَلا تَشْتَرُوا بِعَهْدِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلا إِنَّمَا عِنْدَ اللَّهِ هُوَ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (٩٥)

     اومه پيرئ ( مه اخلئ ) په عهددالله ( اودرسول الله . په بعثت ) قيمت لږ، بيشكه هغه ( ثواب ) چې په نزددالله كې دى همغه غوره دى تاسې ته كه چيرې يې تاسې چې پوهيږۍ ( په خپل خير)

    مَا عِنْدَكُمْ يَنْفَدُ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ بَاقٍ وَلَنَجْزِيَنَّ الَّذِينَ صَبَرُوا أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (٩٦)

     هغه ( مال ددنيا) چې تاسې سره دى فناې كيږي اوهغه ( خزانه درحمت ) چې الله سره دى باقي دى ( فناء نه لري ) اوخامخابه جزاوركړومونږهرومرو هغوكسانوچې صبريې كړى دى ( په طاعت اومصيبت اوله معصيت نه ) اجرددوى په ډيروښوهغو( نيكيو) سره چې وو دوى چې كولى به يې

    مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (٩٧)

     هرچاچې وكړنيك (عمل)له نارينه څخه ياله ښځې څخه حال دا چې دى مؤمن وي نوخامخاژوندو ن به وركړ و هرومروهغه ته ژوندون پاكيزه، اوخامخاجزا به وركړو هرومرودويته اجرددوى په ډيروښوهغو( نيكيو) سره چې وودوى چې كولې به يې

    فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ (٩٨)

     نوكله چې لولې ( ته ) ( پاك ) قرآن نوپناه وغواړه ( ته ) په الله له شيطان رټلي شوي ( په شغلوسره )

    إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ (٩٩)

     بيشكه دا( شيطان ) نشته ده ته ( هيڅ قدرت ) تسلط اوغلبه په هغوكسانوچې ايمان يې راوړى دى اوپه رب خپل توكل ( اعتمادكوي )

    إِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ وَالَّذِينَ هُمْ بِهِ مُشْرِكُونَ (١٠٠)

     بيشكه خبره همداده چې تسلط دشيطان په هغوكسانودى چې دوستي كوي دوى له ده سره ، اوپه هغوكسانودى چې دوى له دغه ( الله ) سره شريك ګرځوونكي دي ( دبل شي )

    وَإِذَا بَدَّلْنَا آيَةً مَكَانَ آيَةٍ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوا إِنَّمَا أَنْتَ مُفْتَرٍ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لا يَعْلَمُونَ (١٠١)

     اوكله چې بدلوومونږ ( راليږوكوم ناسخ ) آيت په ځاى د ( بل منسوخ ) آيت ( دوخت په مصلحت ) سره حال داچې الله ښه پوه دى په هغه چې راليږي نووايي دا( كفارنبي ته ) بيشكه همداخبره ده چې ته دروغ تړونكى يې ( په الله ) ( نه ده داسې لكه چې دوى يې وايي ) بلكې زياتره ددوى نه پوهيږي ( دنسخې په حكمت ).

    قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِنْ رَبِّكَ بِالْحَقِّ لِيُثَبِّتَ الَّذِينَ آمَنُوا وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ (١٠٢)

     اوزيرى ( دجنت ) دى لپاره دمسلمانانو. ووايه ( اى محمده دغوكفاروته چې ) نازل كړى دى دغه ( قرآن ) روح پاك ( جبرائيل ) ( له طرف ) درب ستاپه حقه سره ( بلاشبه ) لپاره ددې چې ټينګ كړى ( په حقانيت دقرآن ) هغه كسان چې مؤمنان دي اوهدايت دى

    وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُبِينٌ (١٠٣)

     اوخامخاپه تحقيق ښه پوهيږوچې بيشكه دوى وايي چې بيشكه همدا خبره ده چې ښوونه كوي ورته انسان ، ( اوپه واقع كې داسې نه دى ځكه چې ) ژبه دهغه سړي چې دوى نسبت دښوونې كوي هغه ته ، عجمي ده اودغه قران ژبه عربي ده ښكاره ( فصيحه بليغه چې دعجمي كړكيچونوڅخه بيخي پاكه ده )

    إِنَّ الَّذِينَ لا يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ لا يَهْدِيهِمُ اللَّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (١٠٤)

     بيشكه هغه كسان چې نه راوړي ايمان په آيتونو دالله ( اونه وايي چې دا دالله له طرفه دى ) نه ښيي دويته الله ( دنجات اوجنت لاره ) اوشته دوى ته عذاب دردناك ( له قرآن اونبي آخرالزمان څخه دانكارپه سبب )

    إِنَّمَا يَفْتَرِي الْكَذِبَ الَّذِينَ لا يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْكَاذِبُونَ (١٠٥)

     بيشكه همداخبره ده چې تړي دروغ هغه كسان چې نه راوړيايمان په آيتونودالله ( چې قرآن دى ) اوهمدغه كسان همدوى دي دروغجنان

    مَنْ كَفَرَ بِاللَّهِ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِهِ إِلا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالإيمَانِ وَلَكِنْ مَنْ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِنَ اللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (١٠٦)

     هرڅوك چې كافرشوپه الله وروسته له ايمان راوړلودده ( نوپرې دالله غضب دى ) مګر هغه څوك چې زورپرې وكړى شو( اومجبورادكفركلمه يې وويله ) حال داچې زړه دده آرام نيونكى وي په ايمان سره ليکن هغه څوك چې ارته كړي په كفرسره سينه ( خپله چې پرې اعتقادا راضي شي ) نوپه دوى باند ې غضب دى له ( طرفه د) الله ،اوشته دوى ته عذاب لوى اخروي دارتدادپه سبب )

    ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اسْتَحَبُّوا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الآخِرَةِ وَأَنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ (١٠٧)

     دا ( لوى اخروي عذاب ) په سبب ددې دى چې دوى غوره كړي دى ژوندون لږ خسيس په ( اعلى ژوندانه ) دآخرت اوبيشكه الله نه ښيي لاره ( داستقامت ) قوم كافرانوته

    أُولَئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ (١٠٨)

     دا ( كفار) هغه كسان دي چې مهرلگولى دى الله په زړونوددوى ( چې حق نه قبلوي ) اوپه غوږونوددوى ( چې حق نه اوري ) اوپه سترګوددوى ( چې دقدرت نښې نه ويني ) ، اودغه كسان ( يعنې كفار) همدوى غافلان ( له آخرت نه ) .

    لا جَرَمَ أَنَّهُمْ فِي الآخِرَةِ هُمُ الْخَاسِرُونَ (١٠٩)

    داخبره واقعي ده بلاشبهه چې بيشكه دوى په اخرت كې همدوى دي زيانكاران ( چې عمريې بې ځايه ولاړ)

    ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ هَاجَرُوا مِنْ بَعْدِ مَا فُتِنُوا ثُمَّ جَاهَدُوا وَصَبَرُوا إِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَحِيمٌ (١١٠)

     وروسته له دغه ( هجرت ، جهاد اوصبر) نه خامخاښه مغفرت كوونكى دى ( دگناهونو) ډير رحم والادى ( داجراوثواب په انعام سره ) پس له دى بيابيشكه رب ستالپاره دهغوكسانوچې هجرت يې كړى دى ( له خپل وطن څخه ) وروسته له هغه چې مفتون شوي دي ( په عذابو) بيا جهاديې كړى دى اوصبريې كړى دى بيشكه رب ستا

    يَوْمَ تَأْتِي كُلُّ نَفْسٍ تُجَادِلُ عَنْ نَفْسِهَا وَتُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَا عَمِلَتْ وَهُمْ لا يُظْلَمُونَ (١١١)

     ( يادكړه اى محمده ! ) هغه ورځ چې رابه شي هريو( نيك اوبد) نفس لپاره د( نجات د) ځان خپل اوپوره په وركړشي هرنفس ته ( جزاء د) هغه عمل چې كړى يې دى حال داچې په دوى باندې به ظلم ونه كړشي ( دنيكيوپه كمولواودبديوپه زياتولو)

    وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ (١١٢)

     اوبيانوي الله مثال ديوه كلي چې ؤ( اهل ددې كلي ) په امن كې ( له وژلواولوټلونه ) آرام اوهوسا،چې راته دغه كلي ته رزق روزي (داهل) ددې ډيره پريمانه له هرځايه ( له هرطرفه) نوكافر( ناشكره) شو(اهل د) هغې په نعمتونودالله نووڅاكه په ( اهل د) دې باندې الله كالي دلوږې اوويرې ( چې لوږه اوويره يې پرې لكه جامه لازمه اومحيطه وګرځوله ) په سبب دهغو( عملونو) چې وو(دوى) چې كول به يې

    وَلَقَدْ جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِنْهُمْ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمُ الْعَذَابُ وَهُمْ ظَالِمُونَ (١١٣)

     اوخامخاپه تحقيق راغلى ؤ دويته رسول له ( جنسه د) دوى نونسبت ددروغوئى وكړهغه ته نوونيول دوى لره عذاب ( دلوږې اوويرې ) حال داچې دوى ظالمان وو( په شرك اوتكذيب سره )

    فَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلالا طَيِّبًا وَاشْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ (١١٤)

     نوخورئ تاسې له هغو( طعامونو) څخه چې دركړي تاسې ته الله حلال پاكيزه اوشكروباسئ ( قدروپيژنئ ) داحسان دالله كه يئ تاسې چې خاص همده ته عبادت كوۍ ( اوفرمان يې منۍ ) .

    إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلا عَادٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (١١٥)

     بيشكه همداخبره ده چې حرامه كړې ده ( الله ) پرتاسې باندې مرداره او ( بهيدونكې ) وينه اوغوښه دخنزيراوهغه ( حلال كړى شوى حيوان ) چې غږكړى شوى دى ( دبل شي ) بې له الله ( دنامه ) په ( وخت دذبح د) هغه پس هغه څوك چې اړشي ( خوړلوددې حراموته ) حال داچې ظالم نه وي ( په بل چا) اونه تجاوزكوي ( دكفاف له اندازې ) نوبيشكه الله ښه بښونكى ( دگناهونو) ډيررحم والادى ( داجراوثواب په وركولو .

    وَلا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَذَا حَلالٌ وَهَذَا حَرَامٌ لِتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لا يُفْلِحُونَ (١١٦)

     اومه وايي تاسې له وجهې دبيانولو دژبوستاسې درواغولره ( داسې ) چې داحلال دي اودا حرام دي لپاره ددې چې جوړكړي له ځانه په الله درواغ ، بيشكه هغه كسان چې تړي دوى په الله بهتان نه به مومي خلاصى ( دآخرت له عذابه، دغه چې دوى په الله باندې دهغه شي لپا ره بهتا ن تړلى ؤ هغه )

    مَتَاعٌ قَلِيلٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (١١٧)

    نفعه ده لږه اوشته دوى ته عذاب دردناك .

    وَعَلَى الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَيْكَ مِنْ قَبْلُ وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ (١١٨)

     اوپه هغوكسانوچې يهودان شوي دي حرام كړي دي مونږهغه شيان چې بيان كړى وومونږپه تاباندې پخواله دې نه اونه ؤظلم كړى مونږپه دوى ( په دې تحريم سره ) ليکن وودوى چې په ځانونوخپلوبه يې ظلم كاوه ( په ښكاره ګناه سره )

    ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ عَمِلُوا السُّوءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابُوا مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا إِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَحِيمٌ (١١٩)

    بيابيشكه رب ستا( چې دى اى محمده ! ) هغوكسانوچې يې كړېده بدى ( ګناه ) په ناپوهۍ سره بياتوبه وباسي وروسته له كولودهغه ( بدعمل ) اونيك كړي عمل خپل بيشكه رب ستا وروسته له دې توبې څخه خامخالوى بښونكى دى ( دگناهونو) ډيررحم والا ( داجراوثواب په وركولوسره ) .

    إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (١٢٠)

    بيشكه چې ابراهيم ؤ ( اصلي اواساسي ) پيشوا( جامع دټولونيكيولكه يوټولګى ) فرمان منونكى خاص الله ته حنيف ( مائل له باطله حق ته ) اونه ؤ دى له مشركانو( لكه چې قريش وايي )

    شَاكِرًا لأنْعُمِهِ اجْتَبَاهُ وَهَدَاهُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (١٢١)

     ( ؤ ابراهيم ) شكركوونكى دنعمتونو ( احسانونو) دالله ، غوره كړى ؤ ( الله ) دغه ( ابراهيم په نبوت سره ) اوروان كړ ( الله ) دغه ( ابراهيم ) په لاره سمه ( دتوحيداواسلام )

    وَآتَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَإِنَّهُ فِي الآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ (١٢٢)

     اووركړى و مونږدغه ته ( يعنې ابراهيم ته دخپل الوهيت له درباره ) په دغه دنياكې نيكي ، اوبيشكه دغه ( ابراهيم ) په اخرت كې هم خامخاله صالحانو( دلويودرجاتودخاوندانو) څخه د ى .

    ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (١٢٣)

     بياحكم وكړمونږتاته ( اى محمده ! داسې ) چې متابعت وكړه ( په توحيدكې د) دين دابراهيم چې حنييف ( مائل ؤ له باطله حق ته ) اونه ؤ دى له مشركانو( لكه چې قريش يې مشرك بولي ).

    إِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَى الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ (١٢٤)

     بيشكه همداخبره ده چې مقرركړى شوى دى ( تعظيم دورځې د) خالي ( په عبادت سره ) پرهغوكسانوچې اختلاف يې كړى ؤپكې ، اوبيشكه چې رب ستا خامخاحكم به وكړي په منځ ددوى كې په ورځ دقيامت كې په هغه شي كې چې وودوى چې په هغه كې به يې اختلاف كاوه ( چې هغه دعبادت ورځ ده ).

    ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ (١٢٥)

     بلنه کوه ( اى محمده ! خلكوته)لارې درب خپل ته ( چې توحيداو اسلام دى ) په حكمت ( دقرآن په محكموخبرو) سره اوپه موعظه ( پند) نيك سره ( په ښه ډول ) اومباحثه كوه له دوى سره په هغې ( طريقې سره ) چې هغه ډيره ښه وي ، بيشكه چې رب ستاښه عالم دى په هغه چاګمراه شوى دى له لارې دالله څخه اودى ښه عالم دى په لاره موندونكو ( دين ته اوپه تاتش تبليغ دى ).

    وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ وَلَئِنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِلصَّابِرِينَ (١٢٦)

     اوكه عذابوۍ تاسې ( څوك ) نوعذاب وركوۍ په مثل د هغه عذاب سره چې عذاب كړى شوي يې تاسې په هغه سره، اوخامخاقسم دى كه صبروكړتاسې ( په طاعت مصيبت اوله معصيت اوانتقام نه ) نوخامخادغه ( صبر ) خير( غوره ) دى ( له انتقام نه ) صابرانوته

    وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلا بِاللَّهِ وَلا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلا تَكُ فِي ضَيْقٍ مِمَّا يَمْكُرُونَ (١٢٧)

     اوصبركوه ! اونه دى صبرستامګرپه ( توفيق ) دالله سره اومه خپه كيږه په دغوكفارو ( چې ولې نه مسلمانيږي ) اومه كيږه په زړه تنګۍ كې له هغه څه نه چې دوى مكرونه كوي ( له تاسره )

    إِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوْا وَالَّذِينَ هُمْ مُحْسِنُونَ (١٢٨)

     بيشكه چې الله ملګرى دى ( په مرسته اونصرت سره ) له هغوكسانوسره چې پرهيزګاري كوي ( له كفراوگناهونوڅخه اوويريږي له الله نه ) اوله هغوكسانوسره دى چې دوى نيكي كوونكي دي