اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة النمل (پښتو ژباړه)

    سورة النمل (پښتو ژباړه)

    سورة النمل (پښتو ژباړه)
    5 (100%) 1 vote

     طس ۚ تِلْكَ آيَاتُ الْقُرْآنِ وَكِتَابٍ مُبِينٍ ﴿١﴾

     دغه ( آيتونه ددې سورة ) آيتونه دقرآن اودكتاب مبين ( ښكاره بيانوونكي ) دي

    هُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿٢﴾

     ( دغه قرآن ) لارښوونكى دى ( ټول جهان ته) اوزيرى وركوونكي دي مؤمنانوته ( په نعمتونوسره ) .

    الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ بِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ ﴿٣﴾

     هغو( مؤمنانوته ) چې سم اداء كوي ( سره له ټولوحقوقو) لمونځ اووركوي زكوة ( دمالونوخپلو) اودوى په آخرت همدوى يقين كوي ( چې خامخارابه شي په حقه سره )

    إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ زَيَّنَّا لَهُمْ أَعْمَالَهُمْ فَهُمْ يَعْمَهُونَ ﴿٤﴾

     بيشكه هغه كسان چې نه راوړي ايمان په آخرت ښائسته كړى دى مونږدوى ته ( قبيحه ) عملونه ددوى پس دوى حيران سرګردانه دي ( په دغوبدواعمالوخپلوكې ) .

    أُولَٰئِكَ الَّذِينَ لَهُمْ سُوءُ الْعَذَابِ وَهُمْ فِي الْآخِرَةِ هُمُ الْأَخْسَرُونَ ﴿٥﴾

     داهمغه كسان دي چې مقرردي دوى ته ډيربدعذاب (په دنياكې ) اودوى په اخرت كې همدوى زيانكاران دي

    وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى الْقُرْآنَ مِنْ لَدُنْ حَكِيمٍ عَلِيمٍ ﴿٦﴾

     اوبيشكه ته ( محمده !) خامخادرښوول كيږي ( درښيږي ) تاته قرآن له نزده دښه باحكمة ښه پوه څخه ( چې الله دى ) .

    إِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِأَهْلِهِ إِنِّي آنَسْتُ نَارًا سَآتِيكُمْ مِنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ آتِيكُمْ بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ ﴿٧﴾

     ( يادكړه ) هغه وخت چې وويل موسى ښځې خپلې ته بيشكه چې ماوليديواور( له لرې ) . ژربه راوړم تاسې ته له هغه ( ځاى داورڅخه ) خبر( دلارې حال ) يابه راوړم تاسې ته سكروټې لګيدلې لپاره ددې چې تاسې ځانونه تاوده كړئ ( په هغه اور) .

    فَلَمَّا جَاءَهَا نُودِيَ أَنْ بُورِكَ مَنْ فِي النَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا وَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿٨﴾

     پس كله چې ورغوى ( موسى ) هغه ( اور) ته غږوكړشوورته داسې چې بركتناك كړى شوى دى هغه چې په دغه اوركې دى اوهغه چې چاپيردي له دغه ( اوره ) . او( غږوكړشوچې ) پاكي ده الله ته چې رب ( پالونكى ) دعالميانودى

    يَا مُوسَىٰ إِنَّهُ أَنَا اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿٩﴾

     اى موسى شان دادى چې زه يم الله ښه غالب ، قوي ( داحكاموپه انفاذ) ښه حكمت والا( چې هركارپه تدبيراومصلحت سره كوي ) .

    وَأَلْقِ عَصَاكَ ۚ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّىٰ مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ ۚ يَا مُوسَىٰ لَا تَخَفْ إِنِّي لَا يَخَافُ لَدَيَّ الْمُرْسَلُونَ ﴿١٠﴾

     اووغورځوه همساخپله ( نويې وغورځوله ) پس كله چې وليدله ( موسى ) هغه ( همسا) چې خوځيدله ګواكې دغه ( همسا) يونرى سپين ځغاستونكى ماردى . نومخ يې ترې وګرځاوه په شاتلونكى اوراونه ګرځيده بيرته ( نوبياغږورته وشو) اى موسى مه ويريږه ( له دې ماره ) بيشكه زه چې يم نه ويريږي په نزدزمارسولان ( له هيڅ شي نه ) .

    إِلَّا مَنْ ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًا بَعْدَ سُوءٍ فَإِنِّي غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿١١﴾

     ليکن هغه څوك چې ظلم يې كړى وي ( په ځان خپل ) بيابدل راوړي نيكي وروسته له بدۍ ( چې په صدق سره ثابته شي ) پس بيشكه زه ښـه بښونكى يم ( دګناهونو) ډيررحم لرونكى يم ( داجراوثواب په انعام سره نوتوبه قبلوم اومغفرت به ورته كوم ) .

    وَأَدْخِلْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ ۖ فِي تِسْعِ آيَاتٍ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهِ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿١٢﴾

     اوننه باسه لاس خپل په ګريوان خپل كې نوراوبه وځي ( دخپل طبعي رنګ په خلاف ) تك سپين بې له كومه عيبه ( اومرض نه پس سره له دې دواړومعجزوچې حساب دي ) په نهومعجزوستاكې ( ورشه ) طرف دفرعون ته اوقوم دده ته بيشكه دوى دي يوقوم فاسقان ( وتونكي له فرمان نه ) .

    فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ آيَاتُنَا مُبْصِرَةً قَالُوا هَٰذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ﴿١٣﴾

     پس كله چې راغلل ( فرعون اوفرعونيانوته) آيتونه (معجزې دقدرت ) زمونږښكاره روښانې نووويل دوى چې دغه سحر( كوډي ) دي ښكاره

    وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا ۚ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ ﴿١٤﴾

     اومنكران شول دوى په دغو( آيتونو) حال داچې يقين كړى ؤپه دغومعجزو نفسونوددوى ( چې حق اودالله له جانبه دى خوانكارترې وكړدوى ) له وجې دظلم اوسركشۍ پس وګوره څرنګه ؤ عاقبت ( آخره خاتمه دمفسدانو) ( لكه ډوبيدل اوسوځيدل ) .

    وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ عِلْمًا ۖ وَقَالَا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي فَضَّلَنَا عَلَىٰ كَثِيرٍ مِنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿١٥﴾

     اوخامخاپه تحقيق وركړى ؤ مونږداؤداوسليمان ته ( يوخاص ) علم ، اووويل دواړوچې ټولې ثناوې ستايعنې دي خاص لپاره دالله هغه چې مشرتا( فضيلت ) يې راكړى دى مونږته په ډيروله ( هغو) بندګانوخپلوچې مؤمنان دي .

    وَوَرِثَ سُلَيْمَانُ دَاوُودَ ۖ وَقَالَ يَا أَيُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنْطِقَ الطَّيْرِ وَأُوتِينَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ ۖ إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِينُ ﴿١٦﴾

     اوميراث واخيست سليمان ( نبوت ، علم ، سلطنت ) له داؤدڅخه ( له نورې اولادې يې ) . اوويل ( سليمان ) اى خلقوښوولى شوې دي مونږته خبرې دالوتونكومرغانو اوراكړي شوي دي مونږته له هرشي څخه ( چې انبياؤ اوپاچايانوته وركول كيږي ) بيشكه دغه ( راكړه ) خامخاهمدغه فضل فضيل دى ښكاره

    وَحُشِرَ لِسُلَيْمَانَ جُنُودُهُ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ وَالطَّيْرِ فَهُمْ يُوزَعُونَ ﴿١٧﴾

     اوجمع كړى شوې لپاره دسليمان لښكرې دده له پيريانواو( له) انسانانو او( له ) مرغانوبيابه ددوى ډلې تړلې كيدل ( په ترتيب سره ) .

    حَتَّىٰ إِذَا أَتَوْا عَلَىٰ وَادِ النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿١٨﴾

     ترهغې پورې كله چې راغلل دوى په كنده دميږيو نووويل يوه ميږې ( چې دنورومشرؤ) اى ميږيو! ننوځئ ټول سوړوخپلوته چې مات اوچيت پيت مونه كړي هرومروتاسې لره سليمان اولښكرې دده حال داچې دوى به نه وي پوه ( ستاسې له دې پائماليدونه ) .

    فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِنْ قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَىٰ وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ ﴿١٩﴾

     نوموسكى شو( سليمان ) په داسې حال كې چې ( ورپسې دتعجب اوخوشحالي له وجې ) خنداكونكى ؤ له وينادهغه ميږي اووويل سليمان اى ربه زماالهام وكړه ماته ( راپه برخه كړه ) داچې شكروكړم دنعمت ستاهغه چې انعام كړى دى تا په ما اوپه مورپلارزما اوبل داچې وكړم زه عمل نيك چې (په خپل فضل سره ) خوښوې ته هغه اوننه باسه ما( اويوځاى كړه ما) په رحمت خپل سره په ( هغو) بندګانوخپلوكې چې صالحان دي .

    وَتَفَقَّدَ الطَّيْرَ فَقَالَ مَا لِيَ لَا أَرَى الْهُدْهُدَ أَمْ كَانَ مِنَ الْغَائِبِينَ ﴿٢٠﴾

     اولټونه يې وكړه دمرغانو(اوهدهديې ونه مونده) نوويې ويل څه دي مالره چې نه وينم زه هدهدبلكې دى هدهدله غائب شوو( ددې ټولي نه چې يې نه وينم ) .

    لَأُعَذِّبَنَّهُ عَذَابًا شَدِيدًا أَوْ لَأَذْبَحَنَّهُ أَوْ لَيَأْتِيَنِّي بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ ﴿٢١﴾

     خامخاعذاب به وركړم زه هرومروده ته عذاب سخت ( مثلادهغه وزرونه اوبڼكې به وشكوم) ياخامخاحلال به كړم هرمروزه دى يابه خامخاراوړي دى هرومروماته برهان دليل ښكاره ( دخپل غياب چې له دې كبله حاضرنه وم ) .

    فَمَكَثَ غَيْرَ بَعِيدٍ فَقَالَ أَحَطْتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ وَجِئْتُكَ مِنْ سَبَإٍ بِنَبَإٍ يَقِينٍ ﴿٢٢﴾

     پس ځنډوكړهدهدنه ډير( بلكې لږځنډيې وكړاوژرراغى ) نووويل ( هدهددحضرت سليمان 4 په ځواب كې ) احاطه وكړه ماپه هغه شي (اوپوره پرې خبرشوى يم ) چې نه ده احاطه كړې تا ( اونه يې پرې خبر په ) هغه باندې اوراغلى يم زه تاته له سباڅخه په خبريقيني سره .

    إِنِّي وَجَدْتُ امْرَأَةً تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ ﴿٢٣﴾

     بيشكه چې ماموندله يوه ښځه چې پاچاهي يې كوله په دغه ( دسباپه خلقو) اووركړى شوى دى دغې ( ښځې ) ته له هرشي نه ( چې پاچايانوته وركولى شي ) . اوشته دې ته تخت ډيرلوى .

    وَجَدْتُهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ ﴿٢٤﴾

     ومې موندله دغه ښځه اوقوم ددې چې سجده كوي دوى لمرته بې له الله اوښائسته كړي دي دوى ته شيطان عملونه ددوى پس منع كړي دي ( شيطان ) دوى له سمې صافې لارې نه پس دوى نه مومي سمه صافه لاره

    أَلَّا يَسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي يُخْرِجُ الْخَبْءَ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُخْفُونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ﴿٢٥﴾

     چې نه كوي سجده دوى الله ته هغه ( الله) چې راباسي ( ښكاره كوي ) پټ شيان چې په آسمانونوكې دي اوپه ځمكه كې دي او( هغه الله ) چې ورمعلوم دى هرهغه شى هم چې پټوئ يې تاسې ( په زړونو خپلو كې ) اوهرهغه شى چې ښكاره كوئ يې تاسې ( په ژبوخپلوكې )

    اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ [۩] ﴿٢٦﴾

    الله چې دى نشته هيڅ لائق دعبادت مګريواځې همدى دى رب دعرش ډيرلوى .

    ۞ قَالَ سَنَنْظُرُ أَصَدَقْتَ أَمْ كُنْتَ مِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿٢٧﴾

     نووويل (سليمان ) زربه وگوروآيارښتياويلې دي تا( اى هدهده ) دغه خبره ياكه يې ته له دروغ ويونكونه .

    اذْهَبْ بِكِتَابِي هَٰذَا فَأَلْقِهْ إِلَيْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَانْظُرْ مَاذَا يَرْجِعُونَ ﴿٢٨﴾

     يوسه ته ( اى هدهده ) ليك زمادغه پس وغورځوه هغه ( ليك ) دوى ته بياپه څنګ شه له هغوى نه (اونژدې پټ ورته ودريږه ) پس وګوره چې په څه ځواب رجوع كوي دوى ( يعنې څه ځواب وركوي ) .

    قَالَتْ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ إِنِّي أُلْقِيَ إِلَيَّ كِتَابٌ كَرِيمٌ ﴿٢٩﴾

     وويل ( بلقيس) چې اى اشرافوبيشكه زه چې يم راغورځولى شوى دى ماته يوليك عزتناك

    إِنَّهُ مِنْ سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ ﴿٣٠﴾

     بيشكه دغه ليک دسليمان ( لخواراغلى ) دى . اوبيشكه ( مضمون ددې ليك دادى چې شروع كوم) په نامه دالله چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونكى دى .

    أَلَّا تَعْلُوا عَلَيَّ وَأْتُونِي مُسْلِمِينَ ﴿٣١﴾

     ( مقصدزمادادى ) چې لويي ( اوكبر) مه كوي تاسې په مااوراځئ تاسې ماته مسلمانان غاړه ايښودونكي ( الله ته ) .

    قَالَتْ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ أَفْتُونِي فِي أَمْرِي مَا كُنْتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّىٰ تَشْهَدُونِ ﴿٣٢﴾

     وويل ( بلقيس ) چې اى اشرافوفتوى ( مشوره ) راكړئ تاسې ماته په دغه كارزماكې نه يم زه فيصله كوونكى دكوم كارترهغه پورې چې حاضرشئ تاسې ماته ( مشوره راكړي !

    قَالُوا نَحْنُ أُولُو قُوَّةٍ وَأُولُو بَأْسٍ شَدِيدٍ وَالْأَمْرُ إِلَيْكِ فَانْظُرِي مَاذَا تَأْمُرِينَ ﴿٣٣﴾

     وويل دغو( اشرافو) چې مونږخاوندان دقوت ( زور) اوخاوندان دجنګ سخت يواوامر( حكم،اختيار) تاته دى پس وګوره ( اى ملكې ) چې دڅه شي امر( حكم ) كوې ته ( په مونږباندې چې وي منو!) .

    قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً ۖ وَكَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ ﴿٣٤﴾

     نووويل ( بلقيس چې په جنګ كې خيرنشته ) بيشكه پاچاهان هركله چې ننوځي كومې قريې ( ښار) ته ( په زوراوقوت ) خرابوي دوى هغه ( ښار) اوگرځوي دغه ( پاچاهان) عزتمنان ( مشران ) اهل دهغې ذليلان ( سپك ، بنديان ) اوهمداسې ( چې ومې ويل ) دوى كوي

    وَإِنِّي مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِمْ بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌ بِمَ يَرْجِعُ الْمُرْسَلُونَ ﴿٣٥﴾

     اوبيشكه زه ليږونكى يم دويته ( دقاصد) سره له هديې (پېشكشي ) پس بيازه كتونكى يم چې په څه حال بيرته راځي دغه ليږلى شوى ( چې قبلوي دغه پيشكشي يايې بيرته راليږي ).

    فَلَمَّا جَاءَ سُلَيْمَانَ قَالَ أَتُمِدُّونَنِ بِمَالٍ فَمَا آتَانِيَ اللَّهُ خَيْرٌ مِمَّا آتَاكُمْ بَلْ أَنْتُمْ بِهَدِيَّتِكُمْ تَفْرَحُونَ ﴿٣٦﴾

     پس كله چې راغى (دبلقسي قاصد) سليمان ته نووويل ( سليمان ) آيامرسته كوئ تاسې له ماسره په مال سره پس هغه شى چې راكړى دى ما ته الله ( له نبوت ، علم اوسلطنت څخه ) خيرډيرغوره دى له هغه شي نه چې دركړى دى ( الله) تاسې ته بلكې تاسې په دغې هديي ( پيشكشي ) خپلې خوشاليږئ

    ارْجِعْ إِلَيْهِمْ فَلَنَأْتِيَنَّهُمْ بِجُنُودٍ لَا قِبَلَ لَهُمْ بِهَا وَلَنُخْرِجَنَّهُمْ مِنْهَا أَذِلَّةً وَهُمْ صَاغِرُونَ ﴿٣٧﴾

     بيرته ورشه دوى ته ( اى قاصده چې راشي ماته ! كه نه ) نو خامخاوربه شومونږدوى ته سره له ( داسې زورورو) لښكروچې نه وي هيڅ طاقت دمقابلې دوى ته له هغولښكروسره اوخامخاوبه باسوهرومرودوى له دغه ( ښاردسباڅخه ) په داسې حال كې چې بې عزته بې حرمته به وي اودوى به خواراوسپك وي .

    قَالَ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ أَيُّكُمْ يَأْتِينِي بِعَرْشِهَا قَبْلَ أَنْ يَأْتُونِي مُسْلِمِينَ ﴿٣٨﴾

     وويل ( سليمان ) اى ( زما ددربار) اشرافو! كوم يوله تاسې به راوړئ ما ته تخت ددې ( بلقيس ) پخواله هغې چې راشي دوى ماته مسلمانان( الله ته غاړه ايښودونكى ) .

    قَالَ عِفْرِيتٌ مِنَ الْجِنِّ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَنْ تَقُومَ مِنْ مَقَامِكَ ۖ وَإِنِّي عَلَيْهِ لَقَوِيٌّ أَمِينٌ ﴿٣٩﴾

     وويل يوزورورله ( قومه د) پيريانوچې زه به راوړم تاته دا ( تخت ) پخواله هغه چې پورته شې ته ( اى نبي الله ) له ځايه خپله اوبيشكه زه پردغه ( راوړلو) ددې ( تخت ) . خامخازورورامانتګريم ( چې په جواهروكې يې خيانت نكوم ) .

    قَالَ الَّذِي عِنْدَهُ عِلْمٌ مِنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَنْ يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ ۚ فَلَمَّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا عِنْدَهُ قَالَ هَٰذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ ۖ وَمَنْ شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ ﴿٤٠﴾

     وويل هغه (سړي ) چې دده څخه يوعلم ؤ له كتاب به ( منزله يعنې اسم اعظم ) زه به راوړم تاته دا( تخت) پخواله هغه چې بياراواوړي تاته سترګه ستا( چې نيولي دې وي كوم شي ته ) نوكله چې وليد( سليمان ) دغه ( تخت) قرارايښودل شوى په نزد دده نوويې ويل ( ژرراوړل دتخت ) له فضله ( احسانه) درب زما دى لپاره ددې چې وازمويي چې ايازه شكركوم ( په نعمتونودهغه) ياناشكري ( كفران ) كوم ؟ اوهرڅوك چې شكركوي پس بيشكه همداخبره ده چې شكركوي خپل ځان ته ( ځكه چې دنعمتونو د دوام اوډيرښت سبب كيږي ) اوهرچاچې ناشكري وكړه پس په تحقيق رب زما غني بې پروادى ( له شكر اوله هرشي نه ) دكرم خاوند( دانعام په مستحقانو، دسخاوت څښتن دى ) .

    قَالَ نَكِّرُوا لَهَا عَرْشَهَا نَنْظُرْ أَتَهْتَدِي أَمْ تَكُونُ مِنَ الَّذِينَ لَا يَهْتَدُونَ ﴿٤١﴾

     وويل ( سليمان ) چې ناآشنا( اوپه بل شان اوشكل كړئ ) تاسې دغې ( بلقيس ) ته تخت ددې چې وګوروچې آياپيژني يې ياكيږي له هغوكسانونه چې نه يې پيژني .

    فَلَمَّا جَاءَتْ قِيلَ أَهَٰكَذَا عَرْشُكِ ۖ قَالَتْ كَأَنَّهُ هُوَ ۚ وَأُوتِينَا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِينَ ﴿٤٢﴾

     نوكله چې راغله ( بلقيس اوخپل تخت يې هلته وليد) وويل شول (ورته ) آياهمداسې دى تخت ستا؟ وويل ( بلقيس ) لكه چې داهمغه دى . اوراكړى شوى ؤ مونږته علم ( درحمن په وحدت اودسليمان په نبوت ) پخواله دې ( معجزې كله چې هدهدستاليك راوړ)اووومونږمسلمانان ( غاړه ايښودونكي حكم ستاته ) .

    وَصَدَّهَا مَا كَانَتْ تَعْبُدُ مِنْ دُونِ اللَّهِ ۖ إِنَّهَا كَانَتْ مِنْ قَوْمٍ كَافِرِينَ ﴿٤٣﴾

     اومنع كړه (الله په خپل توفيق ( دااله ( عبادت د) هغه شي چې وه داچې عبادت يې كاوه غيرله الله نه بيشكه چې داوه ( پخوا) له ( هغه ) قومه چې كافران وو .

    قِيلَ لَهَا ادْخُلِي الصَّرْحَ ۖ فَلَمَّا رَأَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةً وَكَشَفَتْ عَنْ سَاقَيْهَا ۚ قَالَ إِنَّهُ صَرْحٌ مُمَرَّدٌ مِنْ قَوَارِيرَ ۗ قَالَتْ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿٤٤﴾

     وويل شول دغې ( بلقيس ) ته چې ننوځه دې بنګلې ته پس كله چې وليده ( بلقيس ) دا( ښيښه) نوګمان يې پرې وكړدژورواوبو اوپورته يې كړې ( پايڅې ) له دواړوپنډيوخپلو، نووويل ( سليمان ) بيشكه دغه ( اوبه نه دي ) يوه بنګله ده په ځمكه هواره ښويه (جوړه شوې) له ښيښونه وويل ( بلقيس ) اى ربه زمابيشكه ماظلم كړى دى په ځان خپل اواسلام مې راوړى دى سره له سليمانه خاص ( هغه ) الله ته چې پالونكى دعالميانودى .

    وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ فَإِذَا هُمْ فَرِيقَانِ يَخْتَصِمُونَ ﴿٤٥﴾

     اوخامخاپه تحقيق ليږلى ؤ مونږثموديانوته ( قومي ) ورورددوى صالح ( چې ووايه ثموديانوته) داسې چې عبادت كوئ تاسې خاص دالله پس ناڅاپه دوى دوه فرقې وې ( مؤمن اوكفار) چې سره يې جګړې كولې .

    قَالَ يَا قَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُونَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ ۖ لَوْلَا تَسْتَغْفِرُونَ اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿٤٦﴾

     وويل ( صالح ) اى قومه زماولې بيړه كوئ تاسې په بدۍ ( نزول دعذاب ) پخوا له نيكۍ ( توبې ) ولې مغفرت نه غواړئ تاسې له الله ( په ايمان اوتوبه ) لپاره ددې چې په تاسې رحم وكړى شي .

    قَالُوا اطَّيَّرْنَا بِكَ وَبِمَنْ مَعَكَ ۚ قَالَ طَائِرُكُمْ عِنْدَ اللَّهِ ۖ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُونَ ﴿٤٧﴾

     وويل ( ثموديانو) چې بدفالي نيولې ده مونږپه تااوپه هغه چاچې له تاسره دي ( له مؤمنانوڅخه ) . وويل ( صالح ) چې بدفالي ستاسې په نزددالله ده ( چې ستاسې دكفرپه بدل يې دركوي ) بلكې تاسې يوقوم يئ چې ازمويلي كيږئ ( كله په راحت اوكله په زحمت سره ) .

    وَكَانَ فِي الْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ ﴿٤٨﴾

     اووو په ښار( دثموديانو) كې نهه تنه ( غټ شريران ) چې فسادبه يې كاوه په ځمكه ( دحجر) كې اونه به يې كوله اصلاح

    قَالُوا تَقَاسَمُوا بِاللَّهِ لَنُبَيِّتَنَّهُ وَأَهْلَهُ ثُمَّ لَنَقُولَنَّ لِوَلِيِّهِ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ أَهْلِهِ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ ﴿٤٩﴾

     وويل ( ثموديانو) حال داچې قسمونه يې خوړلي ووپه الله چې خامخادشپې به ولويږوپه دغه ( صالح )اواهل ( اعيال اوامت )دده (اووژنوبه يې ) اووايومونږهرومرويې دده ته ( كه دقتل دعوى راباندې وكړي ) چې نه ؤليدلي مونږځاى دهلاك داهل دده ( نونه يوخبرچې چاوژلي دي ) اوبيشكه چې مونږخامخاله صادقانوڅخه يو( په دعوى خپله كې ) .

    وَمَكَرُوا مَكْرًا وَمَكَرْنَا مَكْرًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿٥٠﴾

     اوفريب وكړدوى په فريب كولوسره او(جزاد) فريب وركړه مونږپه جزاوركولوسره اوحال داچې دوى پرې نه پوهيدل

    فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ أَنَّا دَمَّرْنَاهُمْ وَقَوْمَهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٥١﴾

     پس وگوره چې څرنګه شوعاقبت دمكر( انجام دفريب ) ددوى بيشكه چې مونږهلاك كړل دغه ( نهه واړه ) اوقوم ددوى ټول

    فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةً بِمَا ظَلَمُوا ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿٥٢﴾

     پس دغه دي كورونه ددوى ( ورته وگورئ ) چې وران تش پراته دي په سبب ددې چې ظلم ( شرك ) كاوه دوى بيشكه په دغه (هلاكولودثموديانو) كې خامخالوى دليل ( دقدرت اوعبرت ) دى لپاره ( دهغه ) قوم چې پوهيږي ( په خيراوشرخپل اوترې عبرت اخلي )

    وَأَنْجَيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ ﴿٥٣﴾

     اونجات وركړمونږ( له دغه عذاب څخه ) هغوكسانوته چې ايمان يې راوړي ( يقين يې كړى ) ؤ اوو دوى چې ويريدل ( له الله اوځانونه يې ساتل له شرك اوگناهونوڅخه ) .

    وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ وَأَنْتُمْ تُبْصِرُونَ ﴿٥٤﴾

     او( ياده كړه ) لوط كله چې يې وويل قوم خپل ته آياراځئ تاسې فاحشې ( قبيح كاردلواطت ) ته حال داچې وينئ تاسې ( يوبل په دې بدعمل كې چې څومره مرداركار دى ؟ )

    أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِنْ دُونِ النِّسَاءِ ۚ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ ﴿٥٥﴾

     آياتاسوخامخاراځئ سړيوته له جهته دشهوت غيرله ښځو( چې دشهوت لپاره دي ) بلكې تاسې قوم يئ ناپوه ( دخپلوعواقبلوله خرابۍ اوبدۍ ) .

    ۞ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا أَخْرِجُوا آلَ لُوطٍ مِنْ قَرْيَتِكُمْ ۖ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ ﴿٥٦﴾

     پس نه ؤ ځواب دقوم ددغه ( لوط بل شى ) مگرهمداؤچې ويل به دوى ( يوبل ته) وباسئ ( وشړئ ) تاسې اهل دلوط له دې ښارخپل نه ( چې سدوم دى) بيشكه دوى داسې خلق دي چې ځانونه پاك ساتي ( له كاروزمونږاوبديې گڼي ) .

    فَأَنْجَيْنَاهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ قَدَّرْنَاهَا مِنَ الْغَابِرِينَ ﴿٥٧﴾

     پس نجات وركړمونږدغه ( لوط) ته اواهل ددغه ( لوط) ته مګرښځه دده چې مقدره كړې وه مونږهغه ( كافره په ازل كې ) د باقي پاتې كيدونكونه ( عذاب كې )

    وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ مَطَرًا ۖ فَسَاءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِينَ ﴿٥٨﴾

     او ووراوه مونږپه دوى باران ( دتيږوچې هلاك شول پرې ) پس بدوي باران دويرول شويو( په عذاب سره باران ددوى دى ) .

    قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلَامٌ عَلَىٰ عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَىٰ ۗ آللَّهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٥٩﴾

     ووايه ( اى محمده) چې ټولې ثناگانې ستاينې خاص الله لره دي ( دنيكانوپه كاميابولواودكفاروپه ذليلولو) اوسلام دى په بندګانوددغه ( الله) هغه ( بندگان ) چې غوره كړي دي دوى ( الله په ټولو مخلوقاتو ) آياالله غوره دى كه هغه بتان چې دوى يې شريكان ګرځوي ( له الله سره ؟ بلكې غوره دى !

    أَمَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنْبَتْنَا بِهِ حَدَائِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُنْبِتُوا شَجَرَهَا ۗ أَإِلَٰهٌ مَعَ اللَّهِ ۚ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُونَ ﴿٦٠﴾

     بلكې هغه څوك (خيراوغوره دى) چې پيداكړي يې دي آسمانونه اوځمكه اونازل كړي يې دي لپاره ستاسې ( له طرفه د) اسمان څخه اوبه پس زرغون كړل مونږپه دغو( اوبو) سره باغونه خاوندان درونق ( اوښائست ) نه دي كيدونكى له تاسې دا( كار) چې زرغونې كړئ تاسې ونې دهغو( باغونو، آيادغه الله غوره دى كه معبودان ستاسې چې هيڅ نشي كولى بلكې ) آياشته بل معبودله الله سره ؟ ( نه نشته ) بلكې دغه ( مشركان ) يوداسې قوم دى چې څنګ كوي ( له توحيدڅخه )

    أَمَّنْ جَعَلَ الْأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلَالَهَا أَنْهَارًا وَجَعَلَ لَهَا رَوَاسِيَ وَجَعَلَ بَيْنَ الْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا ۗ أَإِلَٰهٌ مَعَ اللَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٦١﴾

     بلكې هغه څوك ( غوره دى ) چې ګرځولې يې ده ځمكه ځاى دقرار( ارام ) اوګرځولي يې دي په منځ ددې ځمكې كې نهرونه ( سيندونه ، رودونه ويالې داوبو) اوګرځولې يې دي دغې ( ځمكې ) كې محكم لوړغرونه ( چې پكې ايښې دي لكه ميخونه اوبارونه ترڅوودريږي ونه ريږدي ) اوګرځولې يې ده په منځ ددووبحرونو( خواږه اوتروه ) كې پرده ( چې سره ګډنشي آيادغه الله موصوف په دغه صفاتوغوره دى كه معبودان ستاسې چې هيڅ نشي كولى ) . آياشته بل معبودله الله سره ؟ ( نه شته ) بلكې اكثره ددغو( مشركانو) نه پوهيږي ( په توحيدچې ايمان نه راوړي ) .

    أَمَّنْ يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاءَ الْأَرْضِ ۗ أَإِلَٰهٌ مَعَ اللَّهِ ۚ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ ﴿٦٢﴾

     بلكې هغه څوك ( غوره دى ) چې قبلوي سؤال دعاجز( بيكس اوناقرار) كله چې وبولي دغه ( مضطر) هغه ( الله ) اولرې كوي بدۍ ، سختۍ اوګرځوي ( الله ) تاسې لره خليفګان په ځمكه كې ( دتيرو خلقوپه ځاى ) آياشته بل معبودله الله سره ؟ ( نه نشته ) لږشانته پندقبلوئ ( اوغوركوئ تاسې ) .

    أَمَّنْ يَهْدِيكُمْ فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَنْ يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ ۗ أَإِلَٰهٌ مَعَ اللَّهِ ۚ تَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٦٣﴾

     بلكې هغه څوك ( غوره دى ) چې لاره ښيي تاسې ته ( په ستوروسره ) په تيارودوچې ( بيديا) او( په تيارو) دبحر( سيند) كې اوهغه ( څوك غوره دى ) چې راليږي بادونه زيرى كوونكى په مخ كې درحمت ( باران) خپل آياشته بل معبودله الله سره ؟ ( بلكې نشته ) ډيرلوى ډيرپورته دى الله له هغو( شيانو) چې شريكوي يې دغه ( مشركان له الله سره ) .

    أَمَّنْ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَمَنْ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۗ أَإِلَٰهٌ مَعَ اللَّهِ ۚ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿٦٤﴾

     آياهغه څوك چې له ړومبى يې پيداكړي دي خلق ( له نطفې څخه په ارحاموكې ) بيابه يې ژوندي كوي ( بعدالموت ، په قيامت كې ) اوهغه څوك چې رزق روزي دركوي تاسې ته له ( طرفه د) اسمان څخه ( په باران ) اوله ځمكې (په محصولاتويې ايادغه الله موصوف په دغوصفاتوغوره دى ؟ كه معبودان ستاسې چې هيڅ نشي كولى ) آياشته بل معبودله الله سره ( بلكې نشته ) ووايه ( اى محمده دوى ته ) راوړئ تاسې برهان ( سند) خپل ( په دې چې غيرله الله همداسې وكړى شي ) .

    قُلْ لَا يَعْلَمُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ ۚ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ ﴿٦٥﴾

     ووايه ( اى محمده دوى ته ) نه پوهيږي هغه څوك چې په اسمانونوكې دي اوپه ځمكه كې دي ( له پرښتواوانسانانونه په غيبي امورو ) مګر( عالم دى په غيبو) الله اونه پوهيږي دغه ( كفار) چې كله به بياژوندي راپاڅولى شي دوى .

    بَلِ ادَّارَكَ عِلْمُهُمْ فِي الْآخِرَةِ ۚ بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِنْهَا ۖ بَلْ هُمْ مِنْهَا عَمُونَ ﴿٦٦﴾

     بلكې ستړى ستومان اوله كاره لويدلى دى علم ددوى په ( كاردآخرت كې ) بلكې دغه ( كفار) په شك كې دي له دغه ( قيامت نه ) بلكې دغه ( كفار) له ( دغه قيامت نه ) ړانده دي ( دزړه په سترګوچې پرې باورنه كوي )

    وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَإِذَا كُنَّا تُرَابًا وَآبَاؤُنَا أَئِنَّا لَمُخْرَجُونَ ﴿٦٧﴾

     اووايي هغه كسان چې كافران شوي دي ( اودزړه سترگې يې ړندې دي ) آياكله چې شومونږخاورې اوپلرونه زمونږ( هم خاورې شي) آياخامخابه مونږهرمروراويستلى شو( ژوندي له ځمكې جزا لپاره )

    لَقَدْ وُعِدْنَا هَٰذَا نَحْنُ وَآبَاؤُنَا مِنْ قَبْلُ إِنْ هَٰذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿٦٨﴾

     خامخاپه تحقيق وعده كړې شوې ده له مونږسره ددې ( بعث بعدالموت هم ) له مونږسره اوهم له پلرونوزمونږسره له دې ( وعدې دمخكې نه ) پخوا(دنوروانبياؤ لخوا) نه دي دغه خبرې (بل شى ) مګرليكلې قصې ( باطلې ، دروغې ، افساني ) دي دپخوانيو( خلقو) .

    قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِينَ ﴿٦٩﴾

     ووايه ( اى محمده! دوئ ته ) چې وګرځئ تاسې په ځمكه ( دمكذبينو) كې نو وګورئ چې څنګه شوعاقبت ( آخره خاتمه ) دګنهګارانو( كفارانواو عبرت واخلي ! ) .

    وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُنْ فِي ضَيْقٍ مِمَّا يَمْكُرُونَ ﴿٧٠﴾

     اومه خپه كيږه ( اى محمده !) په دوى ( چې ستاتكذيب كوي اوله ايمان څخه مخ اړوي ) اومه اوسه په تنګي ( دزړه ) كې له هغه چې دوى مكركوي ( له تاسره ځكه چې زه ستاحافظ اوناصريم ) .

    وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا الْوَعْدُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿٧١﴾

     اووايي دا( كفار) كله به وي دغه وعده ( دنزول دعذاب ) كه يئ تاسې صادقان ( رښتيني په دې دعوى خپله كې )

    قُلْ عَسَىٰ أَنْ يَكُونَ رَدِفَ لَكُمْ بَعْضُ الَّذِي تَسْتَعْجِلُونَ ﴿٧٢﴾

     ووايه ( اى محمده دوىته ) چې نزدې ده چې شي پيوست په تاسې پسې ځينې هغه ( عذاب ) چې غواړئ يې تاسې په تلوار .

    وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَشْكُرُونَ ﴿٧٣﴾

     اوبيشكه رب ستاخامخاڅښتن دفضل ( احسان انعام ) دى په خلقو( چې دوى ژرپه ګناهونونه نيسي ) وليکن زياتره ددوى شكرنه كوي ( په دې نعمت چې دعذاب تاخيردى ) .

    وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ ﴿٧٤﴾

     بيشكه رب ستاخامخاپوهيږي په هغه څه چې پټوي يې سينې ( زړونه ) ددغو( كفارو) اوپه هغه څه چې ښكاره وي يې

    وَمَا مِنْ غَائِبَةٍ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ ﴿٧٥﴾

     دوى اونشته هيڅ شى پټ پناه ( له حوادثو) په اسمان اوځمكې كې مګر( ليكلي ) يې دي په كتاب ښكاره ( لوح محفوظ ) كې .

    إِنَّ هَٰذَا الْقُرْآنَ يَقُصُّ عَلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَكْثَرَ الَّذِي هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿٧٦﴾

     بيشكه چې دغه قرآن قصه كوي ( بيانوي ) په بني اسرائيلو( اولادې ديعقوب ) باندې زياتره له هغوشيونوچې دوى په هغو( شيونو) كې سره اختلاف كوي

    وَإِنَّهُ لَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿٧٧﴾

     اوبيشكه دغه (قرآن ) خامخاهدايت دى اورحمت دى لپاره دمؤمنانو( چې همدوى ترې گټه اخلي ) .

    إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ بِحُكْمِهِ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْعَلِيمُ ﴿٧٨﴾

     اوبيشكه رب ستافيصله به وكړي په منځ ددوى كې ( په قيامت كې ) په حكم ( عدل ) خپل سره اوهمدى ښه غالب قوي دى (په انفاذداحكامو) ښه علم والا( په ټولواحوالواوشيانو) .

    فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۖ إِنَّكَ عَلَى الْحَقِّ الْمُبِينِ ﴿٧٩﴾

     پس توكل ( اعتماد) وكړه خاص په الله ( اودمعاندانوله عداوته ماته مه ويريږه اى رسوله زما!) بيشكه چې ته په حق ښكاره يې ( چې اسلام دى ) .

    إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَىٰ وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاءَ إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ ﴿٨٠﴾

     بيشكه ته نشې اورولى ( خبره ) مړو ته او ( همداسې ) نشې او رولې کڼو ته غږ دنارو ( دوعظ ) كله چې وګرځوئ دوى په داسې حال كې چې شاكوونكي وي

    وَمَا أَنْتَ بِهَادِي الْعُمْيِ عَنْ ضَلَالَتِهِمْ ۖ إِنْ تُسْمِعُ إِلَّا مَنْ يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ مُسْلِمُونَ ﴿٨١﴾

     اونه يې ته لاره ښوونكى ړوندوته ( چې يې راوګرځوې) له ګمراهئ ددوى څخه نه اوروې ته ( په داسې اورېدلو چې گټه پرې مرتبه شي ) مگرهغه چاته چې ايمان راوړي په آيتونو(دقدرت ) زمونږپس همدوى مسلمانان دي ( غاړه ايښودونكي الله ته ) .

    ۞ وَإِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَابَّةً مِنَ الْأَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ النَّاسَ كَانُوا بِآيَاتِنَا لَا يُوقِنُونَ ﴿٨٢﴾

     اوكله چې واقع ثابت شي خبردعذاب په دغو(بني آدمانواونژدې شي قيامت ) په دوى نوراوبه باسومونږدوىته يوه دابه ( ژوندۍ خوځيدونكې ) له ځمكې چې خبرې كوې دغه ( دابه ) له دوى سره چې بيشكه داخلق وو چې په دلائلو( دقدرت ، اوهيت ) زمونږبه يې يقين نه كاوه .

    وَيَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ فَوْجًا مِمَّنْ يُكَذِّبُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ يُوزَعُونَ ﴿٨٣﴾

     او( ياده كړه ) هغه ورځ چې ژوندي به راپورته كولو(قبرونود) هرامت ( فرقې ) څخه يوفوځ ( چې اشراف اورؤساء دي ) له هغو( منكرانو) چې تكذيب كوي په آيتونوزمونږپس دوى به ډله ډله كولى شي بياراوليږي

    حَتَّىٰ إِذَا جَاءُوا قَالَ أَكَذَّبْتُمْ بِآيَاتِي وَلَمْ تُحِيطُوا بِهَا عِلْمًا أَمَّاذَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٨٤﴾

     ترهغه پورې چې راشي دوى ( ټول محشرته ) نووبه وايي ( ورته الله) آياتكذيب كړى ؤتاسې د آيتونوزما حال داچې احاطه نه وه كړې تاسې په هغو(آياتونو) له جهته دعلمه آياڅه شى دى هغه چې وئ تاسې چې كاوه به مو( هغه له ماموربه څخه ؟ ووايئ ) .

    وَوَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ بِمَا ظَلَمُوا فَهُمْ لَا يَنْطِقُونَ ﴿٨٥﴾

     اوواقع ثابته شوه خبره ( دعذاب ) پردغو( منكرانو) باندې په سبب دهغه چې ظلم يې كړى ؤپس دوى به هيڅ خبرې نشې كولى دلامتناهي عذاب له جهته په عذر غوښتلو(دهميشه عذاب له وجې په عذ رغوښتلو) .

    أَلَمْ يَرَوْا أَنَّا جَعَلْنَا اللَّيْلَ لِيَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿٨٦﴾

     آيانه دي ليدلي دغو( دحشرمنكرانو) چې بيشكه مونږگرځولې موده شپه لپاره ددې چې آرام وكړي دوى پكې او( گرځولې موده ) ورځ ليدونكې ( سپينه روښانه چې كسب اوكارپه كې وكړي ) بيشكه په دغه ( تعاقب دليل اونهار) كې خامخا لوى دلائل ( دقدرت اوعبرت ) دي لپاره د( هغه ) قوم چې ايمان راوړي .

    وَيَوْمَ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ فَفَزِعَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ ۚ وَكُلٌّ أَتَوْهُ دَاخِرِينَ ﴿٨٧﴾

     او(يادكړه ) هغه ورځ چې وپوكلى شي په صور(شپېلۍ ) كې نووويريږي (له ډيره هيبته ) هرهغه څوك چې په آسمانوكې دي اوهرهغه څوك چې په ځمكه كې دي مګرهغه څوك چې اراده وكړي الله ( دنه ويريدلودهغه) اوټول به راشي دغه ( الله) ته عاجزان

    وَتَرَى الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِيَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ ۚ صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ ۚ إِنَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَفْعَلُونَ ﴿٨٨﴾

     اووينې به ته غرونه ( په قيامت كې ) گمان به كوې ته پرهغوچې كلك ولاړدي ( له وجې دلويوالي) حال داچې دوى به تيريږي په شان دتيرېدلودوريځې صنع دالله (ياوكړالله داكارپه کولو سره ) هغه ( الله) چې محكم ( درست) كړى يې دى هرشى (چې پيداكړي يې دي ) بيشكه چې دغه ( الله) ښه خبردى په هغوكارونوچې كوئ يې تاسې

    مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِنْهَا وَهُمْ مِنْ فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ ﴿٨٩﴾

     هرهغه څوك چې راشي په حسنه (نيكى) سره ( چې كلمه دتوحيدده) پس شته ده لره (جزاء) غوره له هغې اوهغوى به له ويرې نه په دغه ورځ په امان وي

    وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٩٠﴾

     وي اوهرهغوڅوك چې راشي په سيئه ( بدۍ ، شرك سره ) پس نسكوربه وغورځول شي مخونه ددوى په اور( ددوزخ كې اووبه ويل شي دوىته له جانبه دالله نه ) آياجزاء دركوله كيږي ( بلكې نه دركوله كيږي)مگر( جزاء دشرك اونوروگناهونو) هغه چې وئ تاسې چې كولې به مو( په دنياكې ) .

    إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هَٰذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِي حَرَّمَهَا وَلَهُ كُلُّ شَيْءٍ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿٩١﴾

     بيشكه همداخبره ده چې حكم كړى شوى دى ماته داسې چې عبادت كوم درب ددې بلدې ( ښار) هغه ( الله) چې حرمت ( عزت ) وركړى دى دې ( ښاردمكې ته په امن سره ) اوخاص همدغه الله لره دى ( ملكا، عبيدا) هرشى اوحكم كړى شوى دى ماته داسې چې شم زه له مسلمانانونه ( غاړه ايښودونكوڅخه الله ته ) .

    وَأَنْ أَتْلُوَ الْقُرْآنَ ۖ فَمَنِ اهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ ضَلَّ فَقُلْ إِنَّمَا أَنَا مِنَ الْمُنْذِرِينَ ﴿٩٢﴾

     او( بل ماموريم ) چې ولولم قرآن ( په تاسې وايي وروم خلقوته ) نوهرچاچې سمه لاره وموندله نو بيشكه همداخبره ده چې سمه صافه لاره يې وموندله لپاره دځان ( اوفائدې خپلې ) اوهرڅوك چې ګمراه شوپس ووايه ( اى محمده ! هغه ته ) بيشكه همداخبره ده چې زه له ويروونكوڅخه يم .

    وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ سَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ فَتَعْرِفُونَهَا ۚ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿٩٣﴾

     اووايه ( اى محمده !) چې گردې ثناوې ستاينې ( خاص ) الله لره دي ( دعلم اونبوت په دغه نعمت ) ژربه وښيي ( الله ) تاسې ته دلائل ( دقدرت ) خپل پس وبه پيژنۍ تاسې هغه ( دلائل ) اونه دى رب ستا غافل ( بې خبره ) له هغوعملونوچې كوئ يې تاسې ( اى مشركانوجزاء به وركړي هرچاته دهغه له عمل سره سمه )