الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَلْ لَهُ عِوَجَا (١)

 ټوله ثنااوستاينه خاص الله لره ده هغه ( الله ) چې نازل كړى يې دى په بنده خپل ( محمد . ) كتاب ( قرآن ) حال دا چې نه يې دى پيداكړى په دې قرآن كې هيڅ كوږوالى ( نه په الفاظو اونه په معانيوكې )

قَيِّمًا لِيُنْذِرَ بَأْسًا شَدِيدًا مِنْ لَدُنْهُ وَيُبَشِّرَ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًا (٢)

  حال داچې سم برابردى ( افراط اوتفريط له سره پكې نشته اونازل كړى يې دى ) لپاره ددې چې وويروي ( محمدپه دې كتاب سره كفار) له عذابه سخته ( چې راتلونكى دى ) له جانبه دالله . اوزيرى وركړي ( محمد) مؤمنانو هغوته چې كړي دي دوى ښه ( عملونه) چې بيشكه شته دوى ته اجر ښه ( چې جنت دى )

مَاكِثِينَ فِيهِ أَبَدًا (٣)

حال داچې اوسيدونكى به وي په هغه ( جنت كې ) تل ترتله

وَيُنْذِرَ الَّذِينَ قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا (٤)

اوچې وويروي هغه كسان چې وايي ( له ډيره جهله ) نيولى دى الله ولد .

مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ وَلا لآبَائِهِمْ كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ إِنْ يَقُولُونَ إِلا كَذِبًا (٥)

 نشته دوى ته په دې خبره هيڅ علم ( بلكې هسې له خپله وهمه يې وايي ) اونه پلرونوددوىته ( بلكې هسې له خپله وهمه يې وايي لويه ده ) هغه خبره ( ددوى ) چې راوځي له خولوددوى څخه نه وايي دوى مګردروغ ( ډيرغټ ).

فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ عَلَى آثَارِهِمْ إِنْ لَمْ يُؤْمِنُوا بِهَذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا (٦)

 نوښايي چې ته وژونكى يې دنفس خپل په دوى پسې كه رانه وړي ( دوى )ايمان په دې خبره ( قرآن نوته ځان وژنې ) له ډيره غمه .

إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الأرْضِ زِينَةً لَهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلا (٧)

 بيشكه مونږګرځولى مودى هرهغه شى چې دى په ځمكه ښائست دپاره ددې ( ځمكې اواهل دځمكې) لپاره ددې چې وازميودوى چې كوم يوله دوى څخه ډيرغوره دي له جهته دعمله

وَإِنَّا لَجَاعِلُونَ مَا عَلَيْهَا صَعِيدًا جُرُزًا (٨)

 بيشكه مونږخامخاګرځوونكي يودهرهغه شي چې په دغه ( ځمكه دي) ډاګ وچ كلك ( صاف پرې كړى شوى يعنې خاورې پرتې پرځمكه ټوټې ټوټې ).

أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ آيَاتِنَا عَجَبًا (٩)

 آياګومان كوې ته ( اى محمده ! ) ددې خبرې چې صاحبان دغاراودتختې وو دوى ( په اعتباردقصې ) له دلائلو( دقدرت ) زمونږ ډيره عجيبه ( اونورنشته بلكې دالله تعالى دقدرتونونورعجيبه دلائل هم شته )

إِذْ أَوَى الْفِتْيَةُ إِلَى الْكَهْفِ فَقَالُوا رَبَّنَا آتِنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا (١٠)

 يادكړه هغه وخت چې رجوع وكړه هغوځلميانو ( دكفاروله ويرې غارته ) نووويل دوى اى ربه زمونږه راكړه مونږته له خپلې خوا رحمت ( چې پرې پټ شوله غليمه ) اوتياركړه مونږته له دې كاره زمونږ ( چې له كافرانوجلاوالى دى ) هدايت نوكيښوده مونږ( پرده ) په غوږونوددوى ( چې هيڅ غږ يې نه اوريده اوويده پراته وو) په غار كې كلونه په شمار. هدايت

فَضَرَبْنَا عَلَى آذَانِهِمْ فِي الْكَهْفِ سِنِينَ عَدَدًا (١١)

  نوكيښوده مونږ( پرده ) په غوږونوددوى ( چې هيڅ غږ يې نه اوريده اوويده پراته وو) په غار كې كلونه په شمار.

ثُمَّ بَعَثْنَاهُمْ لِنَعْلَمَ أَيُّ الْحِزْبَيْنِ أَحْصَى لِمَا لَبِثُوا أَمَدًا (١٢)

 بياراپورته كړل مونږدوى ، لپاره ددې چې ( په ظاهري علم سره هم ) معلوم كړوچې كومه يوه له دغو دواړوډلو ( مختلفوپه ځنډكې ) ښه حساب كوونكې ده ( يايې يادكړى دى حساب ) دهغه چې دوى څه موده تيره كړې وه ( په دغه غار كې ).

نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُمْ بِالْحَقِّ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى (١٣)

 مونږقصه كووتاته ( مفصلا) خبرحال ددوى په حقه ( رښتيا) سره بيشكه دوى داسې ځلميان دي چې ايمان يې راوړى دى په رب خپل اوزيات كړمونږدوى ته هدايت .

وَرَبَطْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ إِذْ قَامُوا فَقَالُوا رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ لَنْ نَدْعُوَ مِنْ دُونِهِ إِلَهًا لَقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا (١٤)

 او( ټينګ ) تړلى دى مونږ په زړونوددوى ( قوت اوصبر ) كله چې پاڅيدل ( پس له ماموريدلودكفرپه سجدې سره ) نووويل دوى رب زمونږرب د آسمانونو او ( رب ) دځمكې دى له سره به عبادت ونه كړو بې له همغه الله دبل معبود( اوكه بل څوك موپه الوهيت سره وباله نو) خامخاپه تحقيق ويلى به واى مونږهلته خبره دعقل نه لرې ( دروغ )

هَؤُلاءِ قَوْمُنَا اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ آلِهَةً لَوْلا يَأْتُونَ عَلَيْهِمْ بِسُلْطَانٍ بَيِّنٍ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا (١٥)

 داكسان قوم زمونږنيولي دي دوى بې له الله ( نورباطل ) معبودان ، ولې نه راوړى دوى په ( عبادت دباطلو معبودانو كوم برهان سند) ښكاره نوڅوك دى ډيرظالم له هغه چاڅخه چې تړي په الله دروغ ( چې شريكان ورته پيداكوي بلكې له هغه څخه بل لوى ظالم نشته ).

وَإِذِ اعْتَزَلْتُمُوهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ إِلا اللَّهَ فَأْوُوا إِلَى الْكَهْفِ يَنْشُرْ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ رَحْمَتِهِ وَيُهَيِّئْ لَكُمْ مِنْ أَمْرِكُمْ مِرفَقًا (١٦)

 اوكله چې په څنګ شوئ تاسې له دغومشركانو اوله هغو ( بتانو) چې عبادت يې كوي دوى بې له الله نوځاى ونيسئ تاسې هغه غارته ( اوديره شي پكې ) خپوربه كړي تاسې ته رب ستاسې له رحمت خپل نه اوتياربه كړي تاسې ته له كارستاسې دهوسايۍ اسباب .

وَتَرَى الشَّمْسَ إِذَا طَلَعَتْ تَزَاوَرُ عَنْ كَهْفِهِمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَإِذَا غَرَبَتْ تَقْرِضُهُمْ ذَاتَ الشِّمَالِ وَهُمْ فِي فَجْوَةٍ مِنْهُ ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ مَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ وَلِيًّا مُرْشِدًا (١٧)

 او وينې به ته لمر كله چې راخيژي نوميلان كوې له غاره ددوى ښي طرف ته اوكله چې لويږي نوپريږدي دوى ( اوترې تيريږي ) كيڼ طرف ته اودوى په ارت ميدان كې دي له دې غاره ، دغه ( ددوى ذكرشوى حال ) له دلائلو( دقدرت ) دالله دى . هرچاته چې سمه صافه لاروښوده الله نوهمغه دى دسمې صافې لارې موندونكى اوهرڅوك چې ګمراه يې كړى ( الله ) نوله سره به نه مومې ته ده ته كوم دوست لارښوونكى .

وَتَحْسَبُهُمْ أَيْقَاظًا وَهُمْ رُقُودٌ وَنُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَذَاتَ الشِّمَالِ وَكَلْبُهُمْ بَاسِطٌ ذِرَاعَيْهِ بِالْوَصِيدِ لَوِ اطَّلَعْتَ عَلَيْهِمْ لَوَلَّيْتَ مِنْهُمْ فِرَارًا وَلَمُلِئْتَ مِنْهُمْ رُعْبًا (١٨)

  اوته به ګمان كوې په دوى ( كه چيرې يې ووينې ) چې ويښ دي حال داچې دوى ويده دي اواړوودوى ( دپرښتوپه وسيله ) په ښي اړخ اوپه چپ اړخ اوسپى ددو ى ( په مخ كې ورته پروت دى چې ) غځونكى دى په ځمكه ) ددواړوڅنګلوخپلوپه خلې دغاركې ، كه ( چيرې ورپورته شې ته دوى ته او) نظرواچوې پردوى نوخامخامخ به وګرځوې ته له دوى څخه په تيښته اوخامخاډك به كړى شې ته له دوى نه له ويرې

وَكَذَلِكَ بَعَثْنَاهُمْ لِيَتَسَاءَلُوا بَيْنَهُمْ قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالُوا رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ فَابْعَثُوا أَحَدَكُمْ بِوَرِقِكُمْ هَذِهِ إِلَى الْمَدِينَةِ فَلْيَنْظُرْ أَيُّهَا أَزْكَى طَعَامًا فَلْيَأْتِكُمْ بِرِزْقٍ مِنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا (١٩)

 اوهمداسې ( لكه چې ويده كړى وومونږاصحاب الكهف ) ويښ كړه مونږدوى چې پوښتنه وكړي پخپلومنځونوكې ، نووويل يوه ويونكي له دوى نه چې څومره ځنډكړى دى تاسې ؟ نووويل ( ورته دغونوروچې ) ځنډكړى دى مونږيوه ورځ يا يوه برخه دورځې و وويل ( نورو) چې رب ستاسې ښه پوه دى په هغه ( موده ) چې ځنډكړى دى تاسې نووليږئ تاسې يوخپل په سپينوزروستاسې دغوتر ښاره نوودې ګوري چې كوم يوله دغه ( اهل دښار) نه ښه پاك دى له جهته دطعامه نورادې وړي تاسې ته روزي له هغه اونرمي اوزيركي دې كوي ( په معامله كې ) اونه دې خبروي هيڅكله په تاسې هيڅ يوهم

إِنَّهُمْ إِنْ يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ يَرْجُمُوكُمْ أَوْ يُعِيدُوكُمْ فِي مِلَّتِهِمْ وَلَنْ تُفْلِحُوا إِذًا أَبَدًا (٢٠)

 بيشكه دوى كه خبر( ياقادر ) شي په تاسې نوسنګساربه كړي تاسې يابه بيرته وګرځوي دوى تاسې په دين خپل كې اوله سره به خلاص نه شئ تاسې ( او ښه به ونه مومئ ) په دغه وخت كې هيڅكله .

وَكَذَلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوا أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَأَنَّ السَّاعَةَ لا رَيْبَ فِيهَا إِذْ يَتَنَازَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ فَقَالُوا ابْنُوا عَلَيْهِمْ بُنْيَانًا رَبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ قَالَ الَّذِينَ غَلَبُوا عَلَى أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِمْ مَسْجِدًا (٢١)

 اوهمداسې ( لكه چې موويښ كړى وودوى ) خبركړل مونږ( خلك ) پردوى باندې چې پوه شي ( دغه دحشرمنكران چې ) بيشكه وعده دالله حقه ده اوبيشكه قيامت نشته هيڅ شك په ( راتلود) هغه كې ، كله جګړې كولې دوى په منځ خپل كې په كار( ددين ) خپل نووويل ( دغوخلكويوه بل ته ) چې جوړه كړئ په دوى يوه وداني ، رب ددوى ښه عالم دى په (ا حوال د) دوى ، وويل هغوكسانو چې قدرت وموندپه كار ( ددين ) ددوى چې خامخاجوړبه كړومونږهرومروپه دوى باندې جومات .

سَيَقُولُونَ ثَلاثَةٌ رَابِعُهُمْ كَلْبُهُمْ وَيَقُولُونَ خَمْسَةٌ سَادِسُهُمْ كَلْبُهُمْ رَجْمًا بِالْغَيْبِ وَيَقُولُونَ سَبْعَةٌ وَثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ قُلْ رَبِّي أَعْلَمُ بِعِدَّتِهِمْ مَا يَعْلَمُهُمْ إِلا قَلِيلٌ فَلا تُمَارِ فِيهِمْ إِلا مِرَاءً ظَاهِرًا وَلا تَسْتَفْتِ فِيهِمْ مِنْهُمْ أَحَدًا (٢٢)

ژربه ووايي ( يعقوبيه چې دوى ) درې دى څلورم ددوى سپى ددوى دى اووبه وايي ( نسطوريه چې دوى ) پنځه دي شپږم ددوى سپى ددوى دى ويشتل ( اوويل بې نښې بې له دليله ) په غيب سره . نوجګړه مه كوه ( اى محمده ! ) په باب ددوى ( يعنې اصحاب الكهف كې مگرجګړه ) ښكاره اوفتوى مه غواړه په باب ددغو( اصحاب الكهف ) كې له دغو( كتابيانو) څخه له هيڅ يو ( ځكه چې ته پخپله په وحى سره پرې خبريې ) وبه وايي ( مؤمنان په اخباردمحمد چى دوى ) اوه دي ، اواتم ددوى سپى ددوى دى ، ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) رب زماښه علم لري په شميرددوى نه پوهيږي په ( شميرد) دوى مګرلږ( دخلكو)

وَلا تَقُولَنَّ لِشَيْءٍ إِنِّي فَاعِلٌ ذَلِكَ غَدًا (٢٣)

 اومه وايه له سره په هيڅ شي كې چې بيشكه زه كونكى يم ددغه كارسبامګر ( متصل ورسره ووايه اى محمده ! )

إِلا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ وَاذْكُرْ رَبَّكَ إِذَا نَسِيتَ وَقُلْ عَسَى أَنْ يَهْدِيَنِ رَبِّي لأقْرَبَ مِنْ هَذَا رَشَدًا (٢٤)

 كه وغواړي الله اويادوه رب خپل كله چې دې هيرشي او ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) ښائي چې سمه صافه لاره وښيي ماته رب زماډيرې نژدې ته له دې نه له جهته دليارې ښوونې ( اونيكه لاره )

وَلَبِثُوا فِي كَهْفِهِمْ ثَلاثَ مِائَةٍ سِنِينَ وَازْدَادُوا تِسْعًا (٢٥)

 اوموده تيره كړې وه دغو( ځلميانو) په غارخپل كې درې سوه كاله ( شمسي ) اوزيات كړى ؤ دوى ( په دغوكلونو) نهه ( نورقمري كلونه هم )

قُلِ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوا لَهُ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ أَبْصِرْ بِهِ وَأَسْمِعْ مَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَدًا (٢٦)

 ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) الله ښه پوه دى په اندازې دهغې مودې ( چې دوى ځنډكړى ؤ په هغه كې ) خاص همده لره دى پټ ( اسرار ) دآسمانونواودځمكې ( او اوسيدونكواوموجوداتو دهغوهم ) څه ښه ليدونكى دى الله ( دهرموجود) اوڅه ښه اوريدونكى دى الله ( دهرمسموع )؛ اونشته هيڅ چيرې دوى ته بې له ده نه هيڅ دوست(دچارومتولي)اونه شريكوي په حكم ( قضاء) خپل كې بل هيڅوك .

وَاتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنْ كِتَابِ رَبِّكَ لا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ وَلَنْ تَجِدَ مِنْ دُونِهِ مُلْتَحَدًا (٢٧)

 اوولوله ( اى محمده ! دوى ته چې وحې كړى شوې ده ) تاته له كتا به درب ستانشته بدلوونكى دكلماتوددغه ( الله ) اوله سره به نه مومې ته غيرله دغه ( الله ) هيڅ ځاى دپناه ( كه قصديې وكړې ).

وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا (٢٨)

اوبند ( اوټينګ ) كړه نفس خپل له هغو كسانوسره چې بولي ( عبادت كوي ) درب خپل په سبا ( اول دورځې ) اوبيګا( آخردورځې يعنې تل ) غواړي دوى ذات ( رضا) دالله . اونه دى تيريږي سترګې ستاله دوى نه ( وړاندې ) چې غواړې ته ښائست ددې ژوندون لږ خسيس . اواطاعت مه كوه ( مه اوره خبره) دهغه چاچې غافل كړى دى مونږ زړه دده له ذكره زمونږاومتابعت يې كړى دى دنفسي غوښتنې خپلې اودى كاردهغه تجاوز( له حده اوغورځول دحق شاته ).

وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا وَإِنْ يَسْتَغِيثُوا يُغَاثُوا بِمَاءٍ كَالْمُهْلِ يَشْوِي الْوُجُوهَ بِئْسَ الشَّرَابُ وَسَاءَتْ مُرْتَفَقًا (٢٩)

 اوووايه ( اى محمده ! دويته اسلام قرآن ) حق دى له رب ستاسې پس هرڅوك چې اراده ( دايمان ) وكړي نوايمان دې راوړي ! اوهرڅوك چې اراده ( دكفر) وكړي نوكافردې شي ، بيشكه چې مونږتياركړي مودي لپاره دظالمانو( كافرانو) داسې اورچې چاپيرې شوې دي له دوى پردې دهغه ( چې هغه پردې به هم داور وي ) اوكه فريادوكړي ( دوى له تندې ) نوفريادرسي به يې وكړاى شي په ( وركولودداسې ) اوبو( سره ) لكه زوې ( يادتيلوخټ ) چې وريتوي به مخونه ، بدشى دچښلو دي ( دغه اوبه ) اوبددى ( دغه اورځاى دآرام يا) له وجهې دانتفاع .

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ إِنَّا لا نُضِيعُ أَجْرَ مَنْ أَحْسَنَ عَمَلا (٣٠)

 بيشكه هغه كسان چې ايمان يې راوړى دى اوكړي يې دي ښه ( عملونه ) بيشكه مونږنه ضا ئع كوو اجر( ثواب ) دهغه چاچې ډيرنيك وي له جهته دعمل .

أُولَئِكَ لَهُمْ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهِمُ الأنْهَارُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَيَلْبَسُونَ ثِيَابًا خُضْرًا مِنْ سُنْدُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الأرَائِكِ نِعْمَ الثَّوَابُ وَحَسُنَتْ مُرْتَفَقًا (٣١)

 دغه ( مؤمنان ) شته دوى ته ( هسې ) جنتونه دتل هستوګڼې چې بهيږي له لاندې ( دونو اوماڼيو) ددغو ( څلورقسمه ) ويالې ، ګاڼه اچول كيږي دويته په دغه جنت كې له وښيوله سروزرو( څووښوولى شي چې اصلي اودائمي شتمن كوم سړى دى ؟ ) اواغوندي به دغه ( جنتيان ) جامې زرغونې له نريووريښمواوله پرېړووريښمو تكيه كوونكى به وي په دغو( جنتونو) كې په تختونوباندې څومره ښه بدل دى ( دا جنتونه اونعمتونه ) اوڅومره ښه دى ( داجنتونه اونعمتونه ځاى دآرام

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلا رَجُلَيْنِ جَعَلْنَا لأحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَابٍ وَحَفَفْنَاهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا (٣٢)

 اووښيه بيان كړه ته دويته يومثال ( دكفارواومؤمنانو، دهغو) دوه سړيو . چې ګرځولى ( وركړى وو) مونږيوددې دواړوته دوه باغونه له انګورو( تاكونو) اوپټ كړي وو مونږداباغونه په خرماؤ سره اوپيداكړى ؤ مونږپه منځ ددې ( دواړو باغونو) كې كښت .

كِلْتَا الْجَنَّتَيْنِ آتَتْ أُكُلَهَا وَلَمْ تَظْلِمْ مِنْهُ شَيْئًا وَفَجَّرْنَا خِلالَهُمَا نَهَرًا (٣٣)

 دې دواړوباغونووركولې به يې ميوې خپلې ( پوره ) اونه به يې كموه له محصوله خپله هيڅ شى . اوبهولې وه مونږپه منځ ددې دواړوباغونوكې وياله ،

وَكَانَ لَهُ ثَمَرٌ فَقَالَ لِصَاحِبِهِ وَهُوَ يُحَاوِرُهُ أَنَا أَكْثَرُ مِنْكَ مَالا وَأَعَزُّ نَفَرًا (٣٤)

 او وې ده ته ( نورې ) ميوې ، پس وويل دغه ( كافر) هغه ( مؤمن ) ملګري خپل ته حال دا چې دغه كافرخبرې اترې كولې له دغه مؤمن سره ( په افتخار) چې زه زيات يم له تا نه له جهته دماله اوډيرعزتناك له جهته دسړيو .

وَدَخَلَ جَنَّتَهُ وَهُوَ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ قَالَ مَا أَظُنُّ أَنْ تَبِيدَ هَذِهِ أَبَدًا (٣٥)

 اوننوت دى باغ خپل ته حال دا چې دى ظالم ؤ پرځان خپل ( دفخر، تكبراوكفرپه سبب ) وويل چې زه نه كوم گومان چې هلاك ( خراب ) به شي دغه باغ ( زما ) هيڅكله

وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِنْ رُدِدْتُ إِلَى رَبِّي لأجِدَنَّ خَيْرًا مِنْهَا مُنْقَلَبًا (٣٦)

 اونه كوم زه ګومان په قيامت چې واقع به شي اوقسم دى خامخا. كه بوتلى شم ( ستاپه ګومان ) رب خپل ته ( له بياژوندون څخه وروسته ) نوقسم دى چې هرومروبه مومم خامخاغوره له دې باغ څخه مرجع.

قَالَ لَهُ صَاحِبُهُ وَهُوَ يُحَاوِرُهُ أَكَفَرْتَ بِالَّذِي خَلَقَكَ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ سَوَّاكَ رَجُلا (٣٧)

 وويل دغه ( كافر) ته ( مؤمن ) ملګرى دده حا ل دا چې دغه مومن خبرې ا ترې كولې له دغه كافرسره اياكافرشوې په هغه ( ذات ) چې پيداكړي يې ته ( په اول كې ) له خاورې بيايې له نطفې بيايې برابركړې ته سړى ( په اندامونوروغ )

لَكِنَّا هُوَ اللَّهُ رَبِّي وَلا أُشْرِكُ بِرَبِّي أَحَدًا (٣٨)

 خو زه وايم شان دادى چې الله رب زمادى اونه شريكوم زه له رب خپل سره هيڅوك

وَلَوْلا إِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَاءَ اللَّهُ لا قُوَّةَ إِلا بِاللَّهِ إِنْ تَرَنِ أَنَا أَقَلَّ مِنْكَ مَالا وَوَلَدًا (٣٩)

 اوولې نه په هغه وخت كې چې ننوتې باغ خپل ته ويل تا ( په هغه وخت كې چې خپل باغ ته ننوتې ولې دې داسې نه ويل ) هغه چې اراده وفرمايي ( همغه كيږي ) نشته قوت ( هيچالره په هپڅ كار) مګرپه ( توفيق د) الله . كه ته وينې ما چې زه لږيم له تانه دجهته دمال اوولده ( زوى اولور)

فَعَسَى رَبِّي أَنْ يُؤْتِيَنِ خَيْرًا مِنْ جَنَّتِكَ وَيُرْسِلَ عَلَيْهَا حُسْبَانًا مِنَ السَّمَاءِ فَتُصْبِحَ صَعِيدًا زَلَقًا (٤٠)

 ) پس ( اميدلرم چې زر) رب زماراكړي ماته ( په دنيااوآخرت كې خير) غوره له باغ ستا اوچې وليږي په دغه ( باغ ستا) تودباد( آفت ) له ( طرفه د آسمانه پس سباته وګرځي ( باغ ستا) ميدان صاف ( بې وښوشوى ) ياسباته وګرځي اوبه ددې باغ وچې

أَوْ يُصْبِحَ مَاؤُهَا غَوْرًا فَلَنْ تَسْتَطِيعَ لَهُ طَلَبًا (٤١)

 ( ښكته په ځمكه كې تللى) پس له سره به نه توانيږي ( نه شي راوستلاى ) دې ډوبواوبولره په لټولوسره .

وَأُحِيطَ بِثَمَرِهِ فَأَصْبَحَ يُقَلِّبُ كَفَّيْهِ عَلَى مَا أَنْفَقَ فِيهَا وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا وَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُشْرِكْ بِرَبِّي أَحَدًا (٤٢)

 اوچاپيركړى شوپه انواعودميوودهغه ( باغ يا سړي يعنې هلاك شو) نو وګرځيدپه وخت دسباكې چې اړوه يې څټ اومخ دورغويوخپلو( له خپګانه ) په هغه مال چې لګولى ؤ په دغه باغ حال دا چې دغه باغ لويدلى ؤ په چيلوخپلو . اووايي اى كاشكې مانه واى نيولاى شريك له رب خپل سره هيڅوك ( چې دغه باغ مې نه واى روان شوى ).

وَلَمْ تَكُنْ لَهُ فِئَةٌ يَنْصُرُونَهُ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مُنْتَصِرًا (٤٣)

 اونه وه ده لره كومه ډله چې مرسته يې كړې واى له ده سره ( دآفت په دفع كې ) بې له الله اونه ؤدى پخپله مرسته كوونكى دخپل ځان ( دهلاكت په دفع كې )؛

هُنَالِكَ الْوَلايَةُ لِلَّهِ الْحَقِّ هُوَ خَيْرٌ ثَوَابًا وَخَيْرٌ عُقْبًا (٤٤)

 په دې وخت كې ټول اختيارشته خاص لپاره دالله برحق الله غوره دى له جهته دثواب اوغوره دى له جهته دعاقبته ( اوله جهته دبدل وركولوخپلودوستانولره ).

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاءٍ أَنْزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاءِ فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الأرْضِ فَأَصْبَحَ هَشِيمًا تَذْرُوهُ الرِّيَاحُ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُقْتَدِرًا (٤٥)

 اوبيان كړه دغو( خلكو) ته مثال ددې ژوندون لږ خسيس ( په تا زګۍ اوژرزوال كې ) په مثل دهغواوبوچې نازلې كړې دي مونږهغه اوبه له ( طرفه د) آسمانه نويوبل سره ګډوډشي په سبب ددې ( اوبو) شينلى دځمكې نوسباته وګرځي ( دغه شينلى ) وچ كلك اوميده ميده چې الوځوي يې بادونه اودى الله په هرشي باندې ( چې اراده وكړي ) توانا قادر ( چې ځنې يې پيداكول اوفناكول دي )

الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلا (٤٦)

 مال ( ددنيا) اوزامن ( چې پكې اخروي مفادنه وي ) ښائست ددې ژوندون لږ خسيس دى ، او ( په اعتباردجزاء ) باقي كيدونكي نيك ( عملونه ) غوره دي په نزد درب ستاله جهته دثوابه اوغوره دي له جهته داميد.

وَيَوْمَ نُسَيِّرُ الْجِبَالَ وَتَرَى الأرْضَ بَارِزَةً وَحَشَرْنَاهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ أَحَدًا (٤٧)

 او ( ياده كړه ) هغه ورځ چې روان به كړوغرونه اوګورې به ته ( اى انسانه ! ) ځمكه ښكاره ( صاف ميدان ) اوراجمع به كړ و( مونږ) دوى ( يعنې خلك ) نوپرې به نږدو له دوى نه يوتن هم ( نه له اولينواونه له آخرينو)

وَعُرِضُوا عَلَى رَبِّكَ صَفًّا لَقَدْ جِئْتُمُونَا كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ بَلْ زَعَمْتُمْ أَلَّنْ نَجْعَلَ لَكُمْ مَوْعِدًا (٤٨)

 او وړاندې به كړى شي دوى په رب ستاصف صف ( او وبه ويلى شي دغوصفونوته ) خامخاپه تحقيق راغلۍ تاسې مونږته ( يواځې لغړ بربنډ) لكه چې پيداكړي وۍ مونږتاسې لومړى ځلي ( له خپلې موره پدې شان سره ) بلكې گومان كاوه تاسې ( اى دبياژوندي كيدلومنكرانو) چې وبه نه ګرځوومونږتاسې ته ځاى اووخت دوعدې .

وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلا كَبِيرَةً إِلا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا (٤٩)

 اوكيښودلى به شي كتاب (اعمالنامې په لاسونودخلكو) پس ګورې به ته ګناهګاران ويريدونكي له هغه څه نه چې پكې (ليكلى) دى ( له ګناهونوڅخه) او وايي به اى هلاكه زمونږ( راشه دغه دې وخت دى ) څه حال دى ددې اعمالنامې ( زمونږه ) چې نه پريږدي وړه اونه لويه ( ګناه زمونږ) مګرحساب كړي يې دي هغه ( ټولې ) اووبه مومي دوى هغه څه چې كړى وي دوى ( په دنياكې په خپل مخكې ) حاضر ( ليكلي په اعمالنامه كې )؛ اونه كوي ظلم رب ستاپه هيچا( چې كومه ګناه يې نه وي كړې اوهغه وليكي ).

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلائِكَةِ اسْجُدُوا لآدَمَ فَسَجَدُوا إِلا إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِ أَفَتَتَّخِذُونَهُ وَذُرِّيَّتَهُ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِي وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ بِئْسَ لِلظَّالِمِينَ بَدَلا (٥٠)

 او ( يادكړه ) هغه وخت چې وويل مونږپرښتوته چې سجده وكړئ تاسې ( تعظيما) آدم ته نوسجده وكړه ( ټولو) مګر( سجده ونكړه ) ابليس . ؤ دى (اصلا)له پيريانوپس ووت له امره درب خپل ( دسجدې په ترك سره ) آياپس نيسۍ تاسې ابليس اواولاده ددغه ( ابليس ) دوستان ( چې خبره يې منۍ) غيرله ماحال دا چې دي دغه ( شياطين ) تاسې ته دښمنان ، بددى ( ابليس ) ظالمانو ته بدل ( له الله چې شيطان مني اورحمن نه مني ).

مَا أَشْهَدْتُهُمْ خَلْقَ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَلا خَلْقَ أَنْفُسِهِمْ وَمَا كُنْتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّينَ عَضُدًا (٥١)

 نه دي حاضركړي مادوى ( شيطانان ) پيداكولودآسمانونو اودځمكې ته اونه پيدائښت دځانونوددوى ته اونه يم زه نيوونكى دګمراه كوونكومټ ( مرستيال يعنې په هيڅ شي كې له شياطينوڅخه مرسته نه غواړم نو ولې يې تاسې حكم منۍ؟ )

وَيَوْمَ يَقُولُ نَادُوا شُرَكَائِيَ الَّذِينَ زَعَمْتُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُمْ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمْ مَوْبِقًا (٥٢)

 او( ياده كړه ) هغه ورځ چې وبه وايي ( الله مشركانوته ) چې نارې كړئ شريكانوزما ته هغه چې ګومان كاوه تاسې ( دخداى په هغو) پس وبه بولي دوى هغوى نوځواب به ورنكړي دويته ( اونه به مرسته ورسره وكړي ) او وبه ګرځوومونږ په منځ ددوى كې ځاى دهلاك ( دوزخ )

وَرَأَى الْمُجْرِمُونَ النَّارَ فَظَنُّوا أَنَّهُمْ مُوَاقِعُوهَا وَلَمْ يَجِدُوا عَنْهَا مَصْرِفًا (٥٣)

 اووبه ګوري ( مجرمان مشركان ) اورپس يقين به يې راشي په دې چې په تحقيق دوى لويدونكي دي په دغه ( اورددوزخ ) كې. اونه به مومي دوى لدغه ( اوره ) ځاى دپه څنګ كيدلو

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَذَا الْقُرْآنِ لِلنَّاسِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ وَكَانَ الإنْسَانُ أَكْثَرَ شَيْءٍ جَدَلا (٥٤)

 اوخامخا په تحقيق مكرربيان كړى دى مونږپه دې قرآن كې خلكوته له هرمثال نه ( دعبرت لپاره )اودى انسان زيات دهرشي څخه له جهته دجدل ( جګړې اوخصومت په باطلوكې ).

وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَنْ يُؤْمِنُوا إِذْ جَاءَهُمُ الْهُدَى وَيَسْتَغْفِرُوا رَبَّهُمْ إِلا أَنْ تَأْتِيَهُمْ سُنَّةُ الأوَّلِينَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ قُبُلا (٥٥)

 طريقه دړومبنيو( خلكو چې دهغوهلاكت دى ) ياراشي دويته عذاب مخامخ . اونه دي منع كړي داخلك له دې نه چې ايمان راوړى كله چې راغى دويته هدايت ( رسول اوقرآن ) او ( له دې نه چې ) بښنه وغواړي له رب خپل نه مګر( دې خبرې ) چې راشي دويته

وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ وَيُجَادِلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالْبَاطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ وَاتَّخَذُوا آيَاتِي وَمَا أُنْذِرُوا هُزُوًا (٥٦)

 اونه ليږومونږرسولان مګرزيرى وركوونكي ( مؤمنانوته په نعيم سره ) اوويروونكي ( كفاروته په جحيم سره ) اوجګړې كوي هغه كسان چې كافران شوي دي په باطله سره لپاره ددې چې ورك اولرې كړي په دې سره رښتياخبره اونيولي يې دي آيتونه ( دقرآن ) زما اوهغه شيان چې ( پرې ) ويرول شوي وودوى مسخره.

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ فَأَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِيَ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ إِنَّا جَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَنْ يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِنْ تَدْعُهُمْ إِلَى الْهُدَى فَلَنْ يَهْتَدُوا إِذًا أَبَدًا (٥٧)

 اوڅوك دى ډيرظالم له هغه چاچې پندوركړى شوى وي ده ته په آيتونودرب دده ( قرآن ) پس وګرځوئ مخ له هغه ( فكرپكې ونه كړي اوپند ترې وانخلي ) اوهيركړي هغه عملونه چې وړاندې ليږلې دي لاسونودده ( چې كفراوګناهونه دي ) پس له سره هدايت نه مومي دوى په دغه وخت كې هيڅكله . بيشكه مونږګرځولي دي مونږ په زړونوددوى پردې لپاره ددې چې نشي پوه په دغه ( قرآن ) او( ګرځولى مودي ) په غوږونو ددوى كې دروندوالى اوكه ته راوبولې دوى په طرف دسمې لارې

وَرَبُّكَ الْغَفُورُ ذُو الرَّحْمَةِ لَوْ يُؤَاخِذُهُمْ بِمَا كَسَبُوا لَعَجَّلَ لَهُمُ الْعَذَابَ بَلْ لَهُمْ مَوْعِدٌ لَنْ يَجِدُوا مِنْ دُونِهِ مَوْئِلا (٥٨)

 اورب ستابښونكى څښتن درحمت دى ، كه چيرې ونيسي ( الله دغه كفارپه دنياكې ) په سبب دهغوګناهونوچې كړي دوى نوخامخا زربه وليږي په دوى عذاب ( په دنياكې هم )؛ ( داسې نه ده چې په دغه مهلت اوتاخيرسره به له عذابه خلاص شي ) بلكې شته دوى ته ځاى ( ياوخت ) دوعدې چې له سره به ونه مومي دوى بې له الله پنا(د پټيدوځاى )

وَتِلْكَ الْقُرَى أَهْلَكْنَاهُمْ لَمَّا ظَلَمُوا وَجَعَلْنَا لِمَهْلِكِهِمْ مَوْعِدًا (٥٩)

 اودغه ( اهل د) كليو( چې دى ) هلاك كړل مونږدوى كله چې ظلم يې اختياركړ، اومقرره كړې وه مونږلپاره دهلاك ددوى يوه نيټه ( معلومه ).

وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِفَتَاهُ لا أَبْرَحُ حَتَّى أَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَيْنِ أَوْ أَمْضِيَ حُقُبًا (٦٠)

 او ( يادكړه ) هغه وخت چې وويل موسى ځلمي ( خادم ) خپل ته چې تل به ځمه ترهغه پورې چې ورسيږم ځاى ديوځاى كيدلو ددواړوسيندونوته يابه ګرځم ډيرې زمانې .

فَلَمَّا بَلَغَا مَجْمَعَ بَيْنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ سَرَبًا (٦١)

 بياكله چې ورسيدل ځاى ديوځاى كيدوپه مابين ددواړوسيندونوكې هيركړدواړوماهي خپل نوونيوله ( دې ماهي ) لاره خپله په سيندكې ( په شان د) سرنګ ( كوڅه )

فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتَاهُ آتِنَا غَدَاءَنَا لَقَدْ لَقِينَا مِنْ سَفَرِنَا هَذَا نَصَبًا (٦٢)

نوكله چې تيرشول ( له مجمع البحرين څخه ) وويل ( موسى ) خپل ځلمى ته راوړه مونږته سبانارى زمونږپه تحقيق وموندمونږله سفرخپل دغه ډيره سختي

قَالَ أَرَأَيْتَ إِذْ أَوَيْنَا إِلَى الصَّخْرَةِ فَإِنِّي نَسِيتُ الْحُوتَ وَمَا أَنْسَانِيهُ إِلا الشَّيْطَانُ أَنْ أَذْكُرَهُ وَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ عَجَبًا (٦٣)

 ويل ( ځلمى ) آياوليدتا ( خبرشوې ) كله چې ځاى ونيومونږترڅنګ دهغې لويې تيږې ( چې دچينې په څنګ كې وه ) نوبيشكه ما هيركړما ( بيان دحال د) ماهي اوهيره نه كړه له مانه دغه ( پيښه) مګرشيطان و چې ياده كړم هغه ( تاته ) وونيوله ( دغه ماهي ) لاره خپله په سيندكې ډيره عجبه

قَالَ ذَلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ فَارْتَدَّا عَلَى آثَارِهِمَا قَصَصًا (٦٤)

 وويل ( موسى ) همدغه ( وركول اوهيرول دماهي ) هغه څه دي چې وو مونږه چې طلب كوه مو پس بيرته راوګرځيدل دواړه په همغو قدمونو خپلوقدم په قدم

فَوَجَدَا عَبْدًا مِنْ عِبَادِنَا آتَيْنَاهُ رَحْمَةً مِنْ عِنْدِنَا وَعَلَّمْنَاهُ مِنْ لَدُنَّا عِلْمًا (٦٥)

 پس وموند دواړويوبنده ( خضر) له بندګانوزمونږچې وركړى ؤ مونږده ته رحمت له نزده خپله اوښوولې مووه ده ته له جانبه خپله يولوى علم .

قَالَ لَهُ مُوسَى هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَى أَنْ تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا (٦٦)

 وويل دغه ( خضر) ته موسى آيازه تابع شمه ستاپه دې شرط سره چې وښيئ ته ماته له هغه علمه چې ښوول شوى دى تاته ښه لاره ( درشداوصواب ).

قَالَ إِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا (٦٧)

نووويل ( خضرموسى ته ) چې بيشكه ته له سره به ونكړى شې له ماسره صبر

وَكَيْفَ تَصْبِرُ عَلَى مَا لَمْ تُحِطْ بِهِ خُبْرًا (٦٨)

 اوڅرنګه په صبروكړې ته په هغه كارچې نه وې كړې احاطه تاپه هغه كارله جهته دعلم ( اوپوهې )

قَالَ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ صَابِرًا وَلا أَعْصِي لَكَ أَمْرًا (٦٩)

 وويل ( موسى خضر ته ) چې ژربه ومومې ته ماكه اراده و كړي الله صبركوونكى په يم اونافرماني به نه كوم ستاپه هيڅ يوامر( حكم) كې.

قَالَ فَإِنِ اتَّبَعْتَنِي فَلا تَسْأَلْنِي عَنْ شَيْءٍ حَتَّى أُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًا (٧٠)

 نووويل ( خضرموسى ته ) پس كه متابعت كوې ته زما پس پوښتنه مه كوه له مانه دهيڅ شي ترهغې چې زه شروع وكړم تاته دهغه بيان .

فَانْطَلَقَا حَتَّى إِذَا رَكِبَا فِي السَّفِينَةِ خَرَقَهَا قَالَ أَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ أَهْلَهَا لَقَدْ جِئْتَ شَيْئًا إِمْرًا (٧١)

 پس دواړه روان شول ترهغې پورې چې سواره شول په بيړۍ كې ( اوبلې غاړې ته نژدې شول ) نوسورۍ كړه ( خضر) هغه ( بيړۍ ) وويل ( موسى) آياسورۍ دې كړه دا بيړى لپاره ددې چې غرق كړې اهل ددې ، خامخاپه تحقيق دې وكړ يوكاردروند .

قَالَ أَلَمْ أَقُلْ إِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا (٧٢)

 وويل ( خضرموسى ته ) آيامانه ؤويلي بيشكه ته له سره به ونه كړى شې له ماسره صبر

قَالَ لا تُؤَاخِذْنِي بِمَا نَسِيتُ وَلا تُرْهِقْنِي مِنْ أَمْرِي عُسْرًا (٧٣)

 وويل ( موسى خضرته ) مه نيسه ما په هغه كارچې هيركړى مې ؤ ( هغه ستاوصيت ) اومه اچوه په ماباندې په كارزماكې ( چې متابعت يا نسيان دى ) اشكال .

فَانْطَلَقَا حَتَّى إِذَا لَقِيَا غُلامًا فَقَتَلَهُ قَالَ أَقَتَلْتَ نَفْسًا زَكِيَّةً بِغَيْرِ نَفْسٍ لَقَدْ جِئْتَ شَيْئًا نُكْرًا (٧٤)

 پس بياروان شول ترهغې پورې چې پيښ شول دواړه په يوه هلك پس مړكړ ( خضر) هغه ( هلك ) وويل ( موسى خضرته ) آيامړدى كړيونفس پاك . بې له عوضه دبل نفس ، خامخاپه تحقيق رادې وړ ( ودې كړ) يوكارنامعقول ( دشريعت ) له ظاهرڅخه مخالف ) .

قَالَ أَلَمْ أَقُلْ لَكَ إِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا (٧٥)

 نو وويل ( خضر موسى ته ) آيا مانه وو ويلې تاته چې بيشکه ته له سره به ونه کړاى شې له ماسره صبر .

قَالَ إِنْ سَأَلْتُكَ عَنْ شَيْءٍ بَعْدَهَا فَلا تُصَاحِبْنِي قَدْ بَلَغْتَ مِنْ لَدُنِّي عُذْرًا (٧٦)

 نو وويل موسى که چيرې وپوښتم زه تا ( اى خضره ) دڅه ( منکر ) شي وروسته له دې پوښتنې پس ملګرتيا مه کوه له ماسره په تحقيق ورسيدې ته له طرفه زما ( حد د) عذر ته .

فَانْطَلَقَا حَتَّى إِذَا أَتَيَا أَهْلَ قَرْيَةٍ اسْتَطْعَمَا أَهْلَهَا فَأَبَوْا أَنْ يُضَيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارًا يُرِيدُ أَنْ يَنْقَضَّ فَأَقَامَهُ قَالَ لَوْ شِئْتَ لاتَّخَذْتَ عَلَيْهِ أَجْرًا (٧٧)

 بيا روان شول دواړه ترهغې پورې کله چې راغلل اهل ديوه کلي ته نو خواړه وغوښتل دوى له خلقو دهغه ( کلي ) څخه پس منع راوړه ( هغو خلقو ) له دې نه چې ميلمانه کړي دغه خلق دوى دواړه بيا وموند دواړو په هغه کلي کې يوه ديوال چې اراده يې وه چې ونړيږي ( يعنې لويدلو ته نژدې ؤ ) پس سم کړ ( خضر ) هغه ديوال ( په يوشان ترميم سره ) . وويل ( موسى خضرته ) که اراده کړې واى تا ( داخيستلو داجر ) نوخا مخا به دې اخيستې واى ( په سازولو ددې ديوال ) مزدوري .

قَالَ هَذَا فِرَاقُ بَيْنِي وَبَيْنِكَ سَأُنَبِّئُكَ بِتَأْوِيلِ مَا لَمْ تَسْتَطِعْ عَلَيْهِ صَبْرًا (٧٨)

 وويل ( خضر موسى ته ) دادى بيلتون په مينځ زما اوپه مينځ ستا کې ، اوس به ژر خبر کړم تا ( اى موسى ! ) په سر اوحکمت دهغه کار چې ونکړاى شو تا په هغه باندې صبر .

أَمَّا السَّفِينَةُ فَكَانَتْ لِمَسَاكِينَ يَعْمَلُونَ فِي الْبَحْرِ فَأَرَدْتُ أَنْ أَعِيبَهَا وَكَانَ وَرَاءَهُمْ مَلِكٌ يَأْخُذُ كُلَّ سَفِينَةٍ غَصْبًا (٧٩)

 هرچه هغه بيړۍ ( چې ماسورۍ کړې وه ) نو وه دپاره دهغو عاجزانو چې کار به يې کاوه په سيند کې نووغوښتل ما چې عيبجنه کړم هغه حال داچې و لږ څه لرې له دوى نه يوپاچا چې اخيسته به يې هره بيړۍ په زور سره ( نوځکه مې سورۍ کړه ) .

وَأَمَّا الْغُلامُ فَكَانَ أَبَوَاهُ مُؤْمِنَيْنِ فَخَشِينَا أَنْ يُرْهِقَهُمَا طُغْيَانًا وَكُفْرًا (٨٠)

 اوهغه هلك چې وژلى ومانودهغه پس و موراوپلاردده مؤمنان ؤ نوويريدومونږلدې چې وبه رسوي (مجبوربه كړي دغه هلك ) دوى په سركشۍ اوكفر(كه ژوندى پاتې شي )

فَأَرَدْنَا أَنْ يُبْدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَيْرًا مِنْهُ زَكَاةً وَأَقْرَبَ رُحْمًا (٨١)

 نووغوښتل مونږداچې عوض وركړي دوى ته رب ددوى ښه لدې هلك څخه په پاكۍ كې اوډيرنزدې به وي له جهته درحم مهربانۍ

وَأَمَّا الْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلامَيْنِ يَتِيمَيْنِ فِي الْمَدِينَةِ وَكَانَ تَحْتَهُ كَنْزٌ لَهُمَا وَكَانَ أَبُوهُمَا صَالِحًا فَأَرَادَ رَبُّكَ أَنْ يَبْلُغَا أَشُدَّهُمَا وَيَسْتَخْرِجَا كَنْزَهُمَا رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ وَمَا فَعَلْتُهُ عَنْ أَمْرِي ذَلِكَ تَأْوِيلُ مَا لَمْ تَسْطِعْ عَلَيْهِ صَبْرًا (٨٢)

 اوهرچه هغه ديوال (چې نړيدونكى وسازمې كړ) نوؤدهغودوه هلكانويتيمانوپه (هغه) ښاركې اووه لاندې دهغه ( ديوال ) خزانه لپاره ددغودواړواوو پلارددوى صالح نواراده وكړه رب دتاچې ورسيږي دواړوته قوت (دځلميتوب) خپل ته اووباسي دواړه هغه خښه كړى شوى خزانه خپله ( يواځې ) له جهته دمهرابانۍ له لوري درب ستا اونه دي كړي ما دغه (تيركارونه چې تاوليدل) له خپله ځانه (په حكم اوفكرخپل)دادى سراومعنى دهغه څه چې تاونشو كړى په هغه صبر.

وَيَسْأَلُونَكَ عَنْ ذِي الْقَرْنَيْنِ قُلْ سَأَتْلُو عَلَيْكُمْ مِنْهُ ذِكْرًا (٨٣)

 اوپوښتنه كوي مشركان (ديهوديانوپه مشوره) له تانه له قصې دذوالقرنين، ووايه (دويته اى محمده! ) وس به زه ولولم په تاسې له هغه څه احوال

إِنَّا مَكَّنَّا لَهُ فِي الأرْضِ وَآتَيْنَاهُ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ سَبَبًا (٨٤)

بيشكه چې مونږقدرت وركړى ؤ هغه ته په ځمكه كې اووركړى ؤمونږهغه ته له هر(ضروري) شي څخه سامان (مقصدته رسوونكى )

فَأَتْبَعَ سَبَبًا (٨٥)

 نوونيوله ده لاره (اوهغه اسباب چې رساوه يې مغرب ته ) ترهغې پورې چې ورسيده ځاى دپريوتلودلمرته نووې مونددغه (لمر) چې ډوبېيده په (لويه) چينه كې (لكه ډك سيند) له توروخټو

حَتَّى إِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِي عَيْنٍ حَمِئَةٍ وَوَجَدَ عِنْدَهَا قَوْمًا قُلْنَا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِمَّا أَنْ تُعَذِّبَ وَإِمَّا أَنْ تَتَّخِذَ فِيهِمْ حُسْنًا (٨٦)

 او وئى موندنزدې هغه ته يوقوم (دكفارو)وويل مونږاې ذوالقرنينه ياخوپه عذاب كړه دغه خلق (كه ايمان رانه وړي په قتل سره ) ياونيسه په دوى كې يوه ښه لاره (كه ايمان راوړي په ارشاداونصيحت سره )

قَالَ أَمَّا مَنْ ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهُ ثُمَّ يُرَدُّ إِلَى رَبِّهِ فَيُعَذِّبُهُ عَذَابًا نُكْرًا (٨٧)

 نووويل ( ذالقرنين ) هرچاچې ظلم وكړ(په نفس خپل دكفرپه دوام) نوزربه سزاورركړوهغه ته (دينوي عذاب سره) بيابه بيرته بوتلى شي طرف درب خپل ته نوعذاب وركړي الله تعالى په عذاب بدسره (په عقبى كې)

وَأَمَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُ جَزَاءً الْحُسْنَى وَسَنَقُولُ لَهُ مِنْ أَمْرِنَا يُسْرًا (٨٨)

 اوهرچاچې ايمان راوړه اوويى كړ ښه عمل نوده لره ده جزاء نيكه (په دارينوكې چې نعمت اوجنت دى ) اوژربه ووايوده ته له كاره خپله اسانه (په ده باندې)

ثُمَّ أَتْبَعَ سَبَبًا (٨٩)

بيايې ونيوله (بله لاره) (اوهغه اسباب چې رساوه يې مشرق ته)

حَتَّى إِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلَى قَوْمٍ لَمْ نَجْعَلْ لَهُمْ مِنْ دُونِهَا سِتْرًا (٩٠)

 ترهغې پورې كله چې ورسيدځاى دراختلودلمرته نووئى موندهغه (لمر) چې راخوت په يوه قوم باندې چې نه وه ګرځولى مونږدوى ته له لاندې ددې (لمر) كومه پرده لاندې ددې (لمر) كومه پرده .

كَذَلِكَ وَقَدْ أَحَطْنَا بِمَا لَدَيْهِ خُبْرًا (٩١)

 همداسې ؤ (حال دذوالقرنين چې تيرشو)اوپه تحقيق احاطه كړې وه مونږپه هغه شي باندې چې دده څخه ؤ(له لښـكرواولوازمو) علم له حيثه

ثُمَّ أَتْبَعَ سَبَبًا (٩٢)

بياونيوله ده (بله) لاره (اوتيارئى كړنوراسباب )

حَتَّى إِذَا بَلَغَ بَيْنَ السَّدَّيْنِ وَجَدَ مِنْ دُونِهِمَا قَوْمًا لا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ قَوْلا (٩٣)

ترهغې پورې چې ورسيدمنځ ددوه ؤغرونوته نووئى موندراوړاندې ددغودواړو(غرونو) داسې قوم چې نه وو نزدې (اكثرددوى) چې وپوهيږي په خبره (دذوالقرنين) باندې

قَالُوا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الأرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَى أَنْ تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا (٩٤)

وويل ذالقرنين هغه چې اقتدارراكړى دى ماته په هغه (شى) كې رب زماخيرډيرغوره دى (له وركړې دتاسې نه چې محصول دى ) نومرسته وكړئ تاسې له ماسره (په زيارزماكې ټول) په (انساني قوت اوعمل نه په مال سره چې جوړ کړم په منځ دتاسې) اوپه منځ ددوى كې يوپلن (محكم) اوديوال

قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا (٩٥)

 وويل ذالقرنين هغه چې اقتدارراكړى دى ماته په هغه (شى) كې رب زماخيرډيرغوره دى (له وركړې دتاسې نه چې محصول دى ) نومرسته وكړئ تاسې له ماسره (په زيارزماكې ټول) په (انساني قوت اوعمل نه په مال سره چې جوړ کړم په منځ دتاسې) اوپه منځ ددوى كې يوپلن (محكم) اوديوال

آتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ حَتَّى إِذَا سَاوَى بَيْنَ الصَّدَفَيْنِ قَالَ انْفُخُوا حَتَّى إِذَا جَعَلَهُ نَارًا قَالَ آتُونِي أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْرًا (٩٦)

 راوړئ تاسې ماته تختې داوسپنې ترهغه پورې (يې ايښودلې چې ) برابرې شوې داتختې په منځ ددوه ؤڅوكو(دغرونو) نووويل ذوالقرنين چې پوكړئ (په دغوسكروچې اچول شوي دي په منځ دتختوداوسپنې نوپوئى كړل ) ترڅوچې يې وګرځوله دغه (اوسپنه) اور او وويل (ذوالقرنين ) راوړئ ماته چې توى كړم په دې ديوال ويلي شوي مس

فَمَا اسْطَاعُوا أَنْ يَظْهَرُوهُ وَمَا اسْتَطَاعُوا لَهُ نَقْبًا (٩٧)

 نوونكړاى شول دوى چې وخيژي په هغه (اوښكاره شي پرې له جهته دلوړوالي اوښويوالي ) اوونكړاى شودوى دغه غره لره سورى كول له وجې دسختوالي اوپلنوالي

قَالَ هَذَا رَحْمَةٌ مِنْ رَبِّي فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ رَبِّي جَعَلَهُ دَكَّاءَ وَكَانَ وَعْدُ رَبِّي حَقًّا (٩٨)

 وويل (ذالقرنين ) دغه دسدسرته رسول اوپه جوړولودهغه زمونږتوان يورحمت دى له جانبه درب زما(په مخلوقاتو) نوهركله چې راغله وعده درب زما(په وتلوددغوقبيلو) نووبه ګرځوي دا(سد) هواربرابرله ځمكې سره اوده وعده درب زماحقه (رښتياثابته)

وَتَرَكْنَا بَعْضَهُمْ يَوْمَئِذٍ يَمُوجُ فِي بَعْضٍ وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَجَمَعْنَاهُمْ جَمْعًا (٩٩)

 اوپرې به ږدوځينې ددوى په دغه ورځ (دوتلو) كې چې موج به وهي (له ډيره ازدحامه اوننوځي به )په ځينونوروكې اوپوبه كړى شي په شپيلۍ كې نوجمع كړومونږ هغوى (مخلوقات ) په جمع كولوسره (لپاره دجزاء )

وَعَرَضْنَا جَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ لِلْكَافِرِينَ عَرْضًا (١٠٠)

 اووړاندې (نزدې اوښكاره ) به كړوجهنم (دوزخ) په دې ورځ كافرانوته په وړاندې (اونزدې اوښكاره ) كولوسره (دويرولولپاره )

اسلام٬ القران٬ الکهف٬ د قرآن ژباړه٬ سنی٬ سورة٬ سورة الکهف٬ سورة کهف٬ سوره٬ سوره الکهف٬ سوره کهف٬ شیعه٬ قرآن٬ قرآن بښتو ترجمه٬ قرآن پښتو٬ پښتو ترجمه٬ ژباړهَ٬ کهف

الَّذِينَ كَانَتْ أَعْيُنُهُمْ فِي غِطَاءٍ عَنْ ذِكْرِي وَكَانُوا لا يَسْتَطِيعُونَ سَمْعًا (١٠١)

 هغه كافران چې وي (دزړه) سترګې ددوى په پرده كې (له ډيرغفلت نه) له يادزماڅخه اووو دوى چې نه يې درلودطاقت داوريدلو(دحق كلام ، نبي سره دبغض له امله )

أَفَحَسِبَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنْ يَتَّخِذُوا عِبَادِي مِنْ دُونِي أَوْلِيَاءَ إِنَّا أَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ نُزُلا (١٠٢)

 اياګومان كوي هغه كسان چې كافران شوي دي ددې چې نيسي دوى بندګان زما(عيسى ، عزير،ملائكې) پرته له ماڅخه دوستان (معبودان چې زه دوى نه عذابوم بلكې ) بيشكه مونږتياركړى مودى دوزخ لپاره دكافرانو پړاو(اوياميلمستيا)

قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالأخْسَرِينَ أَعْمَالا (١٠٣)

 ووايه (اى محمده ! دوى ته ) اياخبركړوتاسې په خوراستختوزيان كارانودعمل له حيثه

الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا (١٠٤)

 ، دوى هغه كسان دي چې ورك (اوتوى تللى) دې منډې (اوزيان ) ددوى پدغه ژوندون لږ خسيس كې (ځكه چې له اخرت څخه غافلان وو) حال داچې دوى ګومان كوي ددې چې بيشكه دوى ښه كوي كار(اوعمل اوپه واقع كې داسې نه ده )

أُولَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَلِقَائِهِ فَحَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَلا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا (١٠٥)

 دغه كسان (چې پورته يادشول) هغه كسان دي چې كافران شوي دي په ايتونو(دقدرت) درب خپل (په دنياكې) اوپه ملاقات ددغه (الله په اخرت كې) نوباطل (خراب شول) عملونه ددوى نووبه نه دروولپاره ددوى په ورځ دقيامت تله (ځكه چې حسنات نه لري يابه دوى ته دنفعې تله ونه دروو)

ذَلِكَ جَزَاؤُهُمْ جَهَنَّمُ بِمَا كَفَرُوا وَاتَّخَذُوا آيَاتِي وَرُسُلِي هُزُوًا (١٠٦)

 (واقعت ) دغه (دى چى اعمال ددوى باطل شول ) جزاددوى ده دوزخ په سبب ددې چې كافران شوي وودوى اونيولي وودوى ايتونه (دقدرت) زما اورسولان زما مسخره

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنَّاتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلا (١٠٧)

 (واقعت ) دغه (دى چى اعمال ددوى باطل شول ) جزاددوى ده دوزخ په سبب ددې چې كافران شوي وودوى اونيولي وودوى ايتونه (دقدرت) زما اورسولان زما مسخره

خَالِدِينَ فِيهَا لا يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلا (١٠٨)

 چې تل به وي په دغو(جنتونو) كې نه به غواړي دوى له دغو(جنتونو) څخه ګرځيدل (اووتل بل ځاى ته)

قُلْ لَوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَنْ تَنْفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدًا (١٠٩)

ووايه (اى محمده دوىته ) كه شي (اوبه د) بحرسياهي لپاره (دليكلودكلماتو) درب زمانوخامخاتمام به شي بحر پخواله هغه نه چې تمام شي كلمات درب زما(ځكه چې دالله تعالى معلومات اومقدارت غيرمتناهي دى ) اوكه څه هم راوړو په مثل ددې بحر(نوربحرونه هم ) دمرستې لپاره

قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلا صَالِحًا وَلا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا (١١٠)

 ووايه (اى محمده ) بيشكه همداخبره ده چې زه يوبشريم په شان ستاسې چې وحې كيږي ماته چې بيشكه همداخبره ده چې معبودستاسې معبوددى يونوهرڅوك چې وي چې اميدلري (داخروي ) ملاقات درب خپل ( په ښه وجې سره ) نوښائي چې (تل ) وكړي عمل ښه اونه دې شريكوي په عبادت درب خپل كې هيڅوك .


more post like this