اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة طه (پښتو ژباړه)

    سورة طه (پښتو ژباړه)

    سورة طه (پښتو ژباړه)
    5 (100%) 1 vote

    طه (١)

    طه

    مَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى (٢)

     نه دى نازل كړى مونږپرتاباندې قرآن لپاره ددې چې مشقت اوتكليف وباسي مګر( نازل كړى دى مونږ) پنداونصيحت لپاره دهغه چاچې ويريږي (له الله څخه ) .

    إِلا تَذْكِرَةً لِمَنْ يَخْشَى (٣)

    اونصيحت لپاره دهغه چاچې ويريږي (له الله څخه )

    تَنْزِيلا مِمَّنْ خَلَقَ الأرْضَ وَالسَّمَاوَاتِ الْعُلا (٤)

     (نازل شوى دى ) په نازليدلوله طرفه دهغه (الله) چې پيداكړې يې ده ځمكه اوآسمانونه لوړاوجگ .

    الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى (٥)

    (دغه خالق دځمكواواسمانونو) ډيرمهربان پرعرش باندې مستولي اوغالب دى .

    لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ الثَّرَى (٦)

     خاص الله لره دي هغه شيان چې په آسمانونوكې دي اوهغه شيان چې په ځمكه كې دي (سره له اسمانونواوځمكې ملكا،خلقاو عبيدا) اوهغه شيان چې په منځ ددوى كې دي اوهغه چې لاندې له لندې ځمكې څخه دي .

    وَإِنْ تَجْهَرْ بِالْقَوْلِ فَإِنَّهُ يَعْلَمُ السِّرَّ وَأَخْفَى (٧)

     اوكه جګوي اوازپه خبرې سره (چې دالله ذكراودعاء ده نوجهرته حاجت نشته ځكه چې ) پس بيشكه دغه (الله) عالم دى په پټه خبره اوپه ډيره پټه (له هغې پټې نه هم ) .

    اللَّهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ لَهُ الأسْمَاءُ الْحُسْنَى (٨)

     الله چې دى نشته بل برحق معبودمګريواځې همدادى ، خاص همده ته شته نومونه صفتونه نيك .

    وَهَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَى (٩)

    اواياراغلى ( ياپه تحقيق راغلى ) ده تاته قصه دموسى .

    إِذْ رَأَى نَارًا فَقَالَ لأهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى (١٠)

     كله چې وليد( موسى ) اورنووېويل عيال خپل ته ووسئ ( تاسې دلته ) بيشكه ماوليد(يو) اورښائي مالره چې زه راوړم تاسې ته له هغه اور كومه لګولې لمبه ياومومم زه په اورباندې لارښوونكى ( چې لاراوښي )

    فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ يَا مُوسَى (١١)

     پس كله چې راغى هغه ( اورته ) نوغږ ورته

    إِنِّي أَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى (١٢)

     بيشكه زه چې يم همدازه رب ستايم پس وبا سه ( له دواړوپښو) پڼې خپلې بيشكه ته چې يې په ميدان پاك دطوى كې يې .

    وَأَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوحَى (١٣)

    اوماغوره كړى يې ته ( په رسالت ) پس غوږكيده هغه حكم ته چې وحى كيږي ( تاته ) .

    إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لا إِلَهَ إِلا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلاةَ لِذِكْرِي (١٤)

     بيشكه زه چې يم همدازه الله يم نشته لايق دعبادت بل هيڅوك مګرهمدازه يم پس عبادت كوه زمااوسم دروه (اداء كوه) لمونځ لپاره دذكر(يادونې ) زما .

    إِنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى (١٥)

     بيشكه قيامت راتلونكى دى غواړم چې پټ وساتم (وخت دراتګ د) هغه لپاره ددې چې جزاوركړى شي هرنفس ته په هغو عملونوچې كوي يې ( له خيراوشره )

    فَلا يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لا يُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَى (١٦)

     پس نه دې منع كوي تاخامخاله دغه (ايمان راوړلوپه قيامت ياله لمانځه ) هغه څوك چې نه لري ايمان په هغه اومتابعت كوي دخواهشونوخپلو(كه منع راوړي ) پس ته به هم هلاك شې .

    وَمَا تِلْكَ بِيَمِينِكَ يَا مُوسَى (١٧)

    اوڅه شى دي دغه په ښي لاس ستاكې اى موسى .

    قَالَ هِيَ عَصَايَ أَتَوَكَّأُ عَلَيْهَا وَأَهُشُّ بِهَا عَلَى غَنَمِي وَلِيَ فِيهَا مَآرِبُ أُخْرَى (١٨)

     وويل (موسى ) داامسازماده چې تكيه كوم پدې اووهم (څنډم) په دې (سره دونوپاڼې چې توئى شي) پراوزوزما(چې وئى خوري اوپرې مړې شي ) اود ي ماته په دغه (امسا) كې مطالب حوائج نورهم .

    قَالَ أَلْقِهَا يَا مُوسَى (١٩)

     (بيا) وويل (الله) چې وغورزوه دغه (امسا) اى موسى پس

    فَأَلْقَاهَا فَإِذَا هِيَ حَيَّةٌ تَسْعَى (٢٠)

     وئى غورځوله دا(امسا) پس ناڅاپه دامارشوچې منډې يې وهلې (ځغليده)

    قَالَ خُذْهَا وَلا تَخَفْ سَنُعِيدُهَا سِيرَتَهَا الأولَى (٢١)

     (بيا) وويل (الله موسى ته ) ونيسه دا (امسا) اومه ويريږه ژربه وگرځوومونږدغه (امسا ) همغه شكل ړومبني خپل ته .

    وَاضْمُمْ يَدَكَ إِلَى جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ آيَةً أُخْرَى (٢٢)

     اوپيوست كړه ( ښي ) لاس خپل له تخرګ خپل سره چې راووځي تك سپين ( روښانه ) بې له عيبه ( دبرګوالي ) حال داچې دغه معجزه ده

    لِنُرِيَكَ مِنْ آيَاتِنَا الْكُبْرَى (٢٣)

    لپاره ددې چې وښيوتاته له معجزوخپلوډيرولويوڅخه .

    اذْهَبْ إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى (٢٤)

    لاړشه فرعون ته (ددغودوه معجزوسره) بيشكه چې هغه ياغي شوى دى

    قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي (٢٥)

    (دبندګۍ له حديې تيرى كړى دى ) وويل (موسى) اى ربه زماپراخه كړه مالره سينه زما.

    وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي (٢٦)

     اواسان كړه ماته دغه مهم امرزما(چې تبليغ دى ) .

    وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِنْ لِسَانِي (٢٧)

     اواسان كړه ماته دغه مهم امرزما(چې تبليغ دى ) .

    يَفْقَهُوا قَوْلِي (٢٨)

    چې وپوهيږي خلك په خبروزما(دتبليغ په وخت كې )

    وَاجْعَلْ لِي وَزِيرًا مِنْ أَهْلِي (٢٩)

     اووګرځوه ماته يووزير(مرستيال) له اهله زما

    هَارُونَ أَخِي (٣٠)

    هارون(چې دى ) ورورزما.

    اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي (٣١)

     قوي كړه په ده سره ملازما

    وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي (٣٢)

    اوشريك كړه دغه (هارون له ماسره ) په دې كارزماكې .

    كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا (٣٣)

    لپاره ددې چې تسبيح ووايوستا (تسبيح) ډيره اويادكړوتا (په ذكرو صفت ) ډير .

    وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا (٣٤)

     اويادكړوتا (په ذكرو صفت ) ډير .

    إِنَّكَ كُنْتَ بِنَا بَصِيرًا (٣٥)

     بيشكه ته يې په (احوالو) زمونږښه خبر ليدونكى .

    قَالَ قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَا مُوسَى (٣٦)

    وويل (الله) په تحقيق دركړى شوى تاته سؤال ستااى موسى .

    وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَيْكَ مَرَّةً أُخْرَى (٣٧)

    اوخامخاپه تحقيق احسان كړى ؤ مونږپه تايوكرت بل هم (پخواله دينه )

    إِذْ أَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّكَ مَا يُوحَى (٣٨)

    كله چې وحې كړې وه مونږمورستاته (په الهام ياپه خوب كې ) دغه چې اوس اورواه شي .

    أَنِ اقْذِفِيهِ فِي التَّابُوتِ فَاقْذِفِيهِ فِي الْيَمِّ فَلْيُلْقِهِ الْيَمُّ بِالسَّاحِلِ يَأْخُذْهُ عَدُوٌّ لِي وَعَدُوٌّ لَهُ وَأَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِنِّي وَلِتُصْنَعَ عَلَى عَيْنِي (٣٩)

     چې واچوه دغه ( موسى ) په تابوت (صندوق ) كې ( پس بيا ) واچوه دغه ( تابوت ) په سيندكې ، نوودې غورځوي هغه صندوق لره سيند په ساحل (غاړه خپله كې چې ) ونيسي دغه ( موسى ) دښمن زما اودښمن دده اوواچاوه ماپه تامحبت مينه له طرفه خپله (چې ګرد خلك په تا، مين شول ) او ( ومې كړل دغه كارونه ) چې تربيت ستاوشي لاندې دسترګوزما .

    إِذْ تَمْشِي أُخْتُكَ فَتَقُولُ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى مَنْ يَكْفُلُهُ فَرَجَعْنَاكَ إِلَى أُمِّكَ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلا تَحْزَنَ وَقَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّيْنَاكَ مِنَ الْغَمِّ وَفَتَنَّاكَ فُتُونًا فَلَبِثْتَ سِنِينَ فِي أَهْلِ مَدْيَنَ ثُمَّ جِئْتَ عَلَى قَدَرٍ يَا مُوسَى (٤٠)

     كله چې تلله خورستا(ستادپلټنې لپاره ته يې وليدې چې دهيچاتى دې نه اخيست ) پس وويل يې ايادلالت وكړم زه تاسې ته په هغه چاچې تربيه اوپالنه وكړي دده (نوقبول شوقول ددې اوموريې راوسته اوتى يې واخيست )پس بيرته راوستې مونږته مورخپلې ته لپاره ددې چې يخې (روښانه ) شي سترګې ددې ( اوخوشاله شي په ليدلو ستا ) اوخپه نشي اومړكړى وتايو(قبطي) سړى پس نجات مودركړ تاته له غمه ( دقصاص اوعقاب ) . او ومې ازمويلې ته ( په ډول ډول ) ازموينوسره پس ووسيدې ته څوكاله په اهل دمدين كې بياراغلې ( اوس دلته ) په هغه مقدار( دعمرچې مااندازه كړى ؤ اودرسالت وړدى ) اى موسى .

    وَاصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِي (٤١)

     اوجوړ( غوره ) مې كړې ته خاص لپاره دځان خپل ( په رسالت ) .

    اذْهَبْ أَنْتَ وَأَخُوكَ بِآيَاتِي وَلا تَنِيَا فِي ذِكْرِي (٤٢)

    لاړ شه ته ( اى موسى) اوورورستادمعجزوزماسره اوسستي مه كوئ په ياد زماكې

    اذْهَبَا إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى (٤٣)

    لاړ شه ته ( اى موسى) اوورورستادمعجزوزماسره اوسستي مه كوئ په ياد زماكې

    فَقُولا لَهُ قَوْلا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى (٤٤)

     پس ووايئ هغه ته خبره نرمه ښائي چې هغه پندواخلي (كه ستارسالت ورته ثابت شي ) ياوويريږي (له الله كه متوهم شي ) .

    قَالا رَبَّنَا إِنَّنَا نَخَافُ أَنْ يَفْرُطَ عَلَيْنَا أَوْ أَنْ يَطْغَى (٤٥)

     وويل ( دواړوورونو) اى ربه زمونږبيشكه مونږويريږوچې تلواربه وكړي په مونږ( په عقوبت ) كې يابه لاياغي شي ( چې ستاپه نسبت به بدې خبرې وكړي ).

    قَالَ لا تَخَافَا إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَى (٤٦)

     وويل (الله) مه ويريږئ (تاسې دواړه ) بيشكه زه له تاسې سره يم (په معاونت اونصرت سره ) اورم اوونيم (په ښه شان سره ستاسې اقوال اوافعال هم ).

    فَأْتِيَاهُ فَقُولا إِنَّا رَسُولا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلا تُعَذِّبْهُمْ قَدْ جِئْنَاكَ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكَ وَالسَّلامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى (٤٧)

     پس ورشئ (تاسې دواړه ) هغه ته پس ووايئ چې بيشكه مونږيورسولان درب ستانووليږه (اى فرعونه) مونږسره بني اسرائيل (اولاده ديعقوب ) اومه په عذابوه دوى (په سختوسختوتكاليفوسره ) . په تحقيق راغلي يومونږتاته سره له معجزې له جانبه درب ستا اوسلامتي دې وي ( له عذابه) په هغه چاچې متابعت وكړي دسمې صافې لارې .

    إِنَّا قَدْ أُوحِيَ إِلَيْنَا أَنَّ الْعَذَابَ عَلَى مَنْ كَذَّبَ وَتَوَلَّى (٤٨)

     بيشكه مونږچې يوپه تحقيق وحى كړى شوېده مونږته چې بيشكه عذاب په هغه چادى چې تكذيب كوي ( درسولانو) اومخ ګرځوئ ( له اسلامه ) .

    قَالَ فَمَنْ رَبُّكُمَا يَا مُوسَى (٤٩)

    نووويل (فرعون) پس څوك دى رب ستاسې موسى .

    قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (٥٠)

     وويل موسى رب زمونږهغه ذات دى چې وركړى يې دى هرشي ته (له مخلوقاتوڅخه) صورت ، شكل دده ( دكمال سره سم ) بيايې لاره ورښولې ده (دژوند).

    قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُونِ الأولَى (٥١)

     وويل ( فرعون ) پس څه ؤ( حال ) دخلكوپخوانيو .

    قَالَ عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّي فِي كِتَابٍ لا يَضِلُّ رَبِّي وَلا يَنْسَى (٥٢)

     وويل ( موسى ) چې علم دهغوى په نزد درب زما دى په كتاب (لوح محفوظ ) كې ( ليكلى دى ) چې نه يې ورك كوي رب زمااونه هېروي ( هيڅ شى ) .

    الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأرْضَ مَهْدًا وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلا وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْ نَبَاتٍ شَتَّى (٥٣)

     هغه ذات دى چې ګر ځولې يې ده تاسې ته ځمكه فرش ( غوړيدلې ) اوروانې كړې يې دي تاسې ته په دې كې لارې اونازلې كړې يې دي له طرفه دآسمان نه اوبه پس راباسومونږپه دې ( اوبو) سره قسم قسم له ګياؤ ( شنېليو) څخه رنګ په رنګ .

    كُلُوا وَارْعَوْا أَنْعَامَكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لأولِي النُّهَى (٥٤)

     خورئ تاسې ( ترې ) اوڅروئ ( پكې ) څاروي اومالونه خپل بيشكه په دې (مذكوروشيانوكې ) خامخا( دقدرت ډيرې ) نښې دي لپاره دخاوندانودعقل .

    مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى (٥٥)

     ( خاص ) له دې ( ځمكې ) پيداكړي يئ مونږتاسې ( په ژوندون سره ) اوپه همدې ځمكه كې ننه باسوتاسې ( په مرګ سره ) اوله دې ( ځمكې ) څخه راوباسوتاسې بل ځل ( دوهم ځلي په بعث بعدالموت سره ) .

    وَلَقَدْ أَرَيْنَاهُ آيَاتِنَا كُلَّهَا فَكَذَّبَ وَأَبَى (٥٦)

    اوخامخاپه تحقيق وروښوولې مونږدغه ( فرعون ته ) معجزې ( دقدرت خپلې ) ټولې ( دفرعون له حاله سره مناسبې ) نوتكذيب يې وكړ( دمعجزو) اومنع يې راوړله ( له ايمانه په هغوباندې ) .

    قَالَ أَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ أَرْضِنَا بِسِحْرِكَ يَا مُوسَى (٥٧)

     وويل ( فرعون ) اياراغلى يې ته مونږته لپاره ددې چې وباسې مونږله ځمكې زمونږپه سحرخپل اى موسى

    فَلَنَأْتِيَنَّكَ بِسِحْرٍ مِثْلِهِ فَاجْعَلْ بَيْنَنَا وَبَيْنَكَ مَوْعِدًا لا نُخْلِفُهُ نَحْنُ وَلا أَنْتَ مَكَانًا سُوًى (٥٨)

     پس خامخارابه وړوهرمروتاته ( ستاپه مقابل كې ) سحرپه شان ددې سحرپس مقرركړه په منځ زمونږاوپه منځ دتاكې يوه وعده چې نه به كوومخالفت له هغې مونږ اونه ته ( اووګرځوه ځاى دوعدې ) يوځاى اوار( په منځ دطرفينوكې برابر) .

    قَالَ مَوْعِدُكُمْ يَوْمُ الزِّينَةِ وَأَنْ يُحْشَرَ النَّاسُ ضُحًى (٥٩)

     وويل ( موسى ) وخت دوعدې ستاسې ورځ دجشن ( دقبطيانو) ده اوداچې راټول كړل شي خلك په وخت دڅاښت كې .

    فَتَوَلَّى فِرْعَوْنُ فَجَمَعَ كَيْدَهُ ثُمَّ أَتَى (٦٠)

    قَالَ لَهُمْ مُوسَى وَيْلَكُمْ لا تَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا فَيُسْحِتَكُمْ بِعَذَابٍ وَقَدْ خَابَ مَنِ افْتَرَى (٦١)

     پس مخ وګرځاوه ( خپلومشرانوته ) فرعون پس راټول يې كړل ( اسباب آلات د) مكرفريب خپل بياراغى ( موعدته دخپلوجادوګرانواواتباعوسره .

    فَتَنَازَعُوا أَمْرَهُمْ بَيْنَهُمْ وَأَسَرُّوا النَّجْوَى (٦٢)

     پس سره جګړه وكړه دغو(ساحرانو) په كارخپل پخپلومنځونوكې اوپټه يې وكړه مشوره ( په منځ خپل كې ) .

    قَالُوا إِنْ هَذَانِ لَسَاحِرَانِ يُرِيدَانِ أَنْ يُخْرِجَاكُمْ مِنْ أَرْضِكُمْ بِسِحْرِهِمَا وَيَذْهَبَا بِطَرِيقَتِكُمُ الْمُثْلَى (٦٣)

     وويل ( جادوګرانو) دادواړه خامخاساحران دي اراده لري دوى دواړه چې وباسي تاسې له ځمكې ( ملك ) ستاسې نه په سحرخپل سره اوبوځي ( محوكړي دوى دغه ) لاره ( ددين ) ستاسې چې ډيره غوره ده .

    فَأَجْمِعُوا كَيْدَكُمْ ثُمَّ ائْتُوا صَفًّا وَقَدْ أَفْلَحَ الْيَوْمَ مَنِ اسْتَعْلَى (٦٤)

     نو راجمع كړئ تا سو ( اسباب د سحراو) تد بيرخپل بياراشئ ميدان دمعارضې ته صف صف اوپه تحقيق بريالي شو نن ورځ هغه څوك چې غالب شو .

    قَالُوا يَا مُوسَى إِمَّا أَنْ تُلْقِيَ وَإِمَّا أَنْ نَكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَلْقَى (٦٥)

     وويل ( جادوګرانو ) اى موسى يابه ته غورځوې ( امساخپله ) اويا به شومونږاول دهغه چاچې غورځوي (امساخپله) وويل (موسى ) بلكې وغورځوئ تاسې ړومبئ ( نوواچول ساحرانواسباب دسحرخپل ) .

    قَالَ بَلْ أَلْقُوا فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِنْ سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَى (٦٦)

     نوناڅاپه (دغه وخت) هغه پړى ددوى اوامساګانې ددوى په خيال كې راتلې ده (موسى ) ته له سببه دسحره ددغو(ساحرانو) داسې چې بيشكه دغه ( ماران دي چې ) منډې وهي ( اوځغلي )

    فَأَوْجَسَ فِي نَفْسِهِ خِيفَةً مُوسَى (٦٧)

     بياحس كړه په نفس خپل كې ويره موسى ( چې خلك به دسحراومعجزې فرق ونشي كړاى اوګمرابه پاتې شي)

    قُلْنَا لا تَخَفْ إِنَّكَ أَنْتَ الأعْلَى (٦٨)

    وويل مونږ(موسى ته ) مه ويريږه بيشكه چې يې همداته يې ډيرغالب .

    وَأَلْقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوا إِنَّمَا صَنَعُوا كَيْدُ سَاحِرٍ وَلا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَى (٦٩)

     اووغورځوه هغه شى چې په ښى لاس ستاكې دى چې له ستوني څخه تيركړي هغه شيان چې دوى جوړكړي دي ( اوخپلې ګيډې ته يې وغورځوي ) بيشكه هغه شى چې جوړكړى دى دوى ( اودمقابلې ميدان ته يې حاضركړى ) مكردساحردى ا وبرى نه مومي ساحر(كوډګر) هرچيرته چې راشي اووي .

    فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ هَارُونَ وَمُوسَى (٧٠)

     پس وغورځول شول ( پريوتل ) جادوګران ( نسكور) په داسې حال كې چې سجده كوونكي وو(الله ته نوجادوګرانو) وويل ايمان موراوړى دى په رب دهارون او( رب د ) موسى .

    قَالَ آمَنْتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ فَلأقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلافٍ وَلأصَلِّبَنَّكُمْ فِي جُذُوعِ النَّخْلِ وَلَتَعْلَمُنَّ أَيُّنَا أَشَدُّ عَذَابًا وَأَبْقَى (٧١)

     وويل (فرعون) چې ومانه تاسې هغه پخوالدې چې اجازه وكړم زه تاسې ته (دتصديق دده) بيشكه چې دى خامخامشر ستاسې دى هغه چې ښوولى يې دى تاسې ته جادو نواوس به پريكړم زه خامخالاسونه ستاسې اوپښې ستاسې له خلافه ( يعنې ښي لاس اوچپه پښه ياچپ لاس اوښي پښه ) اوخامخا ځوړندبه كړم هرومروتاسې په تنودخرماؤكې څوستاسې دحال دليدلوڅخه ټولوته پنداوعبرت حاصل شي اوخامخامعلوم به كړئ تاسې هرومرو چې كوم يوله مونږنه ډيرسخت دى له جهته دعذاب اوډيرپاتې كيدونكى دى ( زه كه موسى ؟ ) .

    قَالُوا لَنْ نُؤْثِرَكَ عَلَى مَا جَاءَنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالَّذِي فَطَرَنَا فَاقْضِ مَا أَنْتَ قَاضٍ إِنَّمَا تَقْضِي هَذِهِ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا (٧٢)

     وويل ( جادوګرانو) چې له سره به زيات غوره ونه ګڼوتا په هغه چې راغلى دى مونږته له ښكاره ؤمعجزواوهغه (الله) چې پيداكړي يې يومونږ نووكړه ته هغه كارچې ته يې كوونكى يې بيشكه همداخبره ده چې حكم به وركړې ته پدې ژوندون لږ خسيس ( په قتل اوپه نوروتعزيراتو)

    إِنَّا آمَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطَايَانَا وَمَا أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ السِّحْرِ وَاللَّهُ خَيْرٌ وَأَبْقَى (٧٣)

     ) بيشكه مونږ ايمان موراوړى دى په رب خپل چې وبښي مونږ ته ګناهونه زمونږ اوهغه چې تامجبوركړي يومونږ په ( كولود) هغه شي باندې له سحره ( دمعجزې په مقابل كې ) . اوالله غوره دى اوتل باقي پاتې كيدونكى دى .

    إِنَّهُ مَنْ يَأْتِ رَبَّهُ مُجْرِمًا فَإِنَّ لَهُ جَهَنَّمَ لا يَمُوتُ فِيهَا وَلا يَحْيَا (٧٤)

     بيشكه شان دادى هرڅوك چې راشي رب خپل ته كافر( په عقبى كې ) پس بشكه شته ده ته دوزخ چې نه به مري په دې دوزخ كې (چې خلاص شي ) اونه به ژوندون كوي ( دژوندپه څير) .

    وَمَنْ يَأْتِهِ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ الصَّالِحَاتِ فَأُولَئِكَ لَهُمُ الدَّرَجَاتُ الْعُلَى (٧٥)

     اوهرڅوك چې راشي دغه (الله ) ته (قيامت كې) په داسې حال كې چې مؤمن وي چې په تحقيق كړى يې وي ښه ( عملونه په دنياكې ) پس دغه مؤمنان شته دوى ته مرتبې ډيرې لوړې

    جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الأنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاءُ مَنْ تَزَكَّى (٧٦)

     اوهرڅوك چې راشي دغه (الله ) ته (قيامت كې) په داسې حال كې چې مؤمن وي چې په تحقيق كړى يې وي ښه ( عملونه په دنياكې ) پس دغه مؤمنان شته دوى ته مرتبې ډيرې لوړې ( چې هغه مرتبې ) جنتونه دي د( تل ) هستوګنې چې بهيږي ( دماڼيواوونولاندې ) ددوى ( څلور قسمه ) ويالې تل به وي دوى په دغو( جنتونو) كې . اودغه (درجې اوجنتونه ) جزاده دهغه چاچې پاك شو ( دكفرله خيرواوګناهونوڅخه ) .

    وَلَقَدْ أَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي فَاضْرِبْ لَهُمْ طَرِيقًا فِي الْبَحْرِ يَبَسًا لا تَخَافُ دَرَكًا وَلا تَخْشَى (٧٧)

     اوخامخا په تحقيق وحې کړې وه مونږ موسى ته داسې چې دشپې بوزه ( له مصره ) بندګان زما( بني اسرائيل ) پس جوړه كړه دوى ته ( دخپلې امساپه وهلوسره ) لاره په بحر(سيند) كې وچه نه به ويريږي ته په تعقيب

    فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ فَغَشِيَهُمْ مِنَ الْيَمِّ مَا غَشِيَهُمْ (٧٨)

     ( دفرعون له ميندلواودفرعونيانوله نيولونه ) اونه به ويريږې ( له ډوبيدلو) پس راغى په هغو( اسرائيلو ) پسې فرعون سره دلښكروخپلوپس لاندې كړل دوى له سيندڅخه هغه شى چې لاندې يې كړل .

    وَأَضَلَّ فِرْعَوْنُ قَوْمَهُ وَمَا هَدَى (٧٩)

    اوګمراه كړفرعون قوم خپل او ( ورته يې ) ونه ښودله لاره سمه .

    يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ قَدْ أَنْجَيْنَاكُمْ مِنْ عَدُوِّكُمْ وَوَاعَدْنَاكُمْ جَانِبَ الطُّورِ الأيْمَنَ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى (٨٠)

     ( وويل الله چې ) اى بني اسرآئيلو( ديعقوب اولادې ) په تحقيق نجات دركړمونږتاسې ته له دښمنه ستاسې ( له فرعون ) اووعده كړې ده مونږله تاسې سره ( په واسطه دموسى ) جانب دطور( چې ) ښي ( جانب دى ) اونازل كړمونږ په تاسې من (ترنجبين ) اوسلوى ( وريت كړي مړزان )

    كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَلا تَطْغَوْا فِيهِ فَيَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبِي وَمَنْ يَحْلِلْ عَلَيْهِ غَضَبِي فَقَدْ هَوَى (٨١)

     ) خورئ تاسې له پاكوهغوچې روزي مودركړې ده تاسې ته اومه كوئ تجاوزپه هغې ( روزۍ كې په اسراف ، ذخيره كولو، بخل اوكفران سره ) . پس راكوزبه شي په تاسې قهرزمااوهرڅوك چې راكوزشي په ده غضب زماپس په تحقيق سخت وغورځيد(په هاويه كې ) .

    وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِمَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدَى (٨٢)

     اوخامخازه هرومروښه مغفرت كوونكى يم هغه چاته چې توبه يې وويسته ( له شركه ) اوايمان يې راوړ( په ټولومؤمن به شيانو) اوويى كړنيك عمل بياپه سمه لاره روان شو( ترمرګه په استقامت سره )

    وَمَا أَعْجَلَكَ عَنْ قَوْمِكَ يَا مُوسَى (٨٣)

    اوڅه شى راګړندى كړى ته ( چې لومړى راغلى ) له قومه خپله اى موسى .

    قَالَ هُمْ أُولاءِ عَلَى أَثَرِي وَعَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضَى (٨٤)

     وويل ( موسى ) دوى دغه دي ( روان دي راپسې ) له وروسته زما( ډيرنزدې ) اوبيړه مې وكړه تاته ( په راتلوكې ) اى ربه زمالپاره ددې چې راضي شې ته ( له مانه، نه تكبرا) .

    قَالَ فَإِنَّا قَدْ فَتَنَّا قَوْمَكَ مِنْ بَعْدِكَ وَأَضَلَّهُمُ السَّامِرِيُّ (٨٥)

     وويل ( الله ) پس بيشكه مونږپه تحقيق وموازمويه قوم ستاوروسته له ( راتللوستا) اوبې لارې كړل دوى سامري ( دخوسي په عبادت ) .

    فَرَجَعَ مُوسَى إِلَى قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ يَا قَوْمِ أَلَمْ يَعِدْكُمْ رَبُّكُمْ وَعْدًا حَسَنًا أَفَطَالَ عَلَيْكُمُ الْعَهْدُ أَمْ أَرَدْتُمْ أَنْ يَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبٌ مِنْ رَبِّكُمْ فَأَخْلَفْتُمْ مَوْعِدِي (٨٦)

     وويل ( الله ) پس بيشكه مونږپه تحقيق وموازمويه قوم ستاوروسته له ( راتللوستا) اوبې لارې كړل دوى سامري ( دخوسي په عبادت ) .

    قَالُوا مَا أَخْلَفْنَا مَوْعِدَكَ بِمَلْكِنَا وَلَكِنَّا حُمِّلْنَا أَوْزَارًا مِنْ زِينَةِ الْقَوْمِ فَقَذَفْنَاهَا فَكَذَلِكَ أَلْقَى السَّامِرِيُّ (٨٧)

     وويل ( بني اسرائيلو) چې نه مودى كړى خلاف له وعدې ستاپه اختيارخپل وليكن مونږباركړى شوي يوپه درنوپيټوله ګاڼو( اوكاليودقبطيانو) دقوم پس وموغورځولې هغه ( ګانې په اوركې ) اوهمداسې وغورځولې ( گاڼې په اوركې ) سامري .

    فَأَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلا جَسَدًا لَهُ خُوَارٌ فَقَالُوا هَذَا إِلَهُكُمْ وَإِلَهُ مُوسَى فَنَسِيَ (٨٨)

     نو راوويست دوى لپاره ( له هغه خندق څخه ) يوخوسى يوجسدچې ؤ ده ته غږ دغوانووويل ( سامري اودده پيروانو ) دغه ستاسې خداى دى اوخداى دموسى دى پس هيركړى دى ده ( دلته خپل خداى اوطورته تللى دى ) .

    أَفَلا يَرَوْنَ أَلا يَرْجِعُ إِلَيْهِمْ قَوْلا وَلا يَمْلِكُ لَهُمْ ضَرًّا وَلا نَفْعًا (٨٩)

     ( نووايي الله ) ايانه ګوري دوى بيشكه شان دادى چې بيرته نه گرځوي دا ( خوسى) دوى ته خبره اونه اختيارلري لپاره ددوى دضرر( ددفع كولو) اونه دنفعې ( درسولو) ( په ( الايرجع ) كې ( ان ) مخفف دى له مثقل څخه چې اسم يې محذوف دى ( اى انه) .

    وَلَقَدْ قَالَ لَهُمْ هَارُونُ مِنْ قَبْلُ يَا قَوْمِ إِنَّمَا فُتِنْتُمْ بِهِ وَإِنَّ رَبَّكُمُ الرَّحْمَنُ فَاتَّبِعُونِي وَأَطِيعُوا أَمْرِي (٩٠)

     اوخامخاپه تحقيق ويلي وودوى ته هارون پخواله ( راتللودموسى له طوره ) اى قومه زمابيشكه همداخبره ده چې ازمويل شوى يې په ( عبادت ) دخوسي اوبيشكه رب ستاسې همدارحمن دى ( نه بل څوك ) نومتابعت وكړئ زما اواطاعت وكړئ دحكم زما( چې په دين كې دثبات حكم دى ) .

    قَالُوا لَنْ نَبْرَحَ عَلَيْهِ عَاكِفِينَ حَتَّى يَرْجِعَ إِلَيْنَا مُوسَى (٩١)

     وويل ( بني اسرائيلو) چې تل به اوسوپه ( عبادت ) ددې خوسي محكم ولاړترهغې پورې چې بيرته راشي مونږته موسى ( له طورنه ) .

    قَالَ يَا هَارُونُ مَا مَنَعَكَ إِذْ رَأَيْتَهُمْ ضَلُّوا (٩٢)

     وويل موسى ( له طورڅخه دراتګ نه وروسته ) اى هارونه څه شي منع كړى وې ته كله چې تاوليدل دوى چې ګمراهان شول .

    أَلا تَتَّبِعَنِ أَفَعَصَيْتَ أَمْرِي (٩٣)

    له دې چې ونكړتامتابعت ( دحكم ) زما ( په جهادسره) ايانونافرماني وكړه تاله حكمه زما .

    قَالَ يَا ابْنَ أُمَّ لا تَأْخُذْ بِلِحْيَتِي وَلا بِرَأْسِي إِنِّي خَشِيتُ أَنْ تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِي (٩٤)

     وويل ( هارون ) اى زويه دمورزما مه نيسه ږيره زمااونه ( ويښتان د) سرزما بيشكه زه وويريدم لدې نه چې وبه وايې ته ( راته) چې تفرقه دې واچوله په منځ دبني اسرائيلوكې (كه ماجنګ كړى واى ) اوپه ياددې ونه ساتله خبره زما .

    قَالَ فَمَا خَطْبُكَ يَا سَامِرِيُّ (٩٥)

    وويل ( موسى ) پس څه وه حقيقت ستااى سامريه چې خلك دې ګمراه كړل .

    قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ يَبْصُرُوا بِهِ فَقَبَضْتُ قَبْضَةً مِنْ أَثَرِ الرَّسُولِ فَنَبَذْتُهَا وَكَذَلِكَ سَوَّلَتْ لِي نَفْسِي (٩٦)

     وويل ( سامري چې نظرواچاوه ماپه هغه شي باندې چې نظرنه ؤاچولى نوروپه هغه پس واخيستله ما يوموټى (خاوره ) له لارې د( اس د) رسول ( جبرئيل ) پس ومې غورځوله هغه ( خاوره ددې خوسي په خوله كې نوپه غږيداشو) اوهمداسې سلا راکړه ماته نفس زما .

    قَالَ فَاذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِي الْحَيَاةِ أَنْ تَقُولَ لا مِسَاسَ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَنْ تُخْلَفَهُ وَانْظُرْ إِلَى إِلَهِكَ الَّذِي ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًا لَنُحَرِّقَنَّهُ ثُمَّ لَنَنْسِفَنَّهُ فِي الْيَمِّ نَسْفًا (٩٧)

     وويل ( موسى ) پس ځه ( له مونږه لرې شه ! ) پس بيشكه شته تاته په دغوژوندون كې دا ( عاقبت ) چې وايې به ( هرچاته چې وېنې ) چې مه لګيږه (په ما) . اوبيشكه دى تاته ( په اخرت كې ) وعده ( دعذاب ) چې له سره به خلاف ونكړى شي له تاسره له هغې وعدې نه وګوره معبودخپل ته دې هغه چې وي ته ټوله ورځ په عبادت دهغه ( خوسي ) كې محكم ولاړخامخاوبه سوځوومونږهرمروهغه بيابه يې شيندوپه بحركې په شيندلوسره .

    إِنَّمَا إِلَهُكُمُ اللَّهُ الَّذِي لا إِلَهَ إِلا هُوَ وَسِعَ كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا (٩٨)

     بيشكه همداخبره ده چې معبودستاسې ( چې مستحق دعبادت دى ) الله دى هغه چې نشته بل معبودمستحق دعبادت مګرهمدې دى چې محيط دى په هرشي له جهته دعلم .

    كَذَلِكَ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنْبَاءِ مَا قَدْ سَبَقَ وَقَدْ آتَيْنَاكَ مِنْ لَدُنَّا ذِكْرًا (٩٩)

     همداسې ( لكه چې دموسى قصه موتاته وكړه ) قصه كووپه تا( بعضې تاته ) له خبرونودهغواوموروچې په تحقيق پخواتيرشوي دي (لپخوانيوامتونو) اوپه تحقيق دركړى دى مونږتاته خاص له جانبه خپله ذكر( پندچې قران دى ) .

    مَنْ أَعْرَضَ عَنْهُ فَإِنَّهُ يَحْمِلُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وِزْرًا (١٠٠)

     هرڅوك چې مخ وګرځوي له دغه (قران ياله الله نه په ايمان راوړلوسره ) پس بيشكه دى به باركړى ( په ځان ) په ورځ دقيامت كې لوى با ر .

     پس مخ وګرځاوه ( خپلومشرانوته ) فرعون پس راټول يې كړل ( اسباب آلات د) مكرفريب خپل بياراغى ( موعدته دخپلوجادوګرانواواتباعوسره .

    خَالِدِينَ فِيهِ وَسَاءَ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حِمْلا (١٠١)

     ( دعذاب ) چې تل به وي په دغه (عذاب دلوى بار) كې اوبددى دوى ته په ورځ دقيامت كې له جهته دبارولو( عذاب دګناه ددوى ) .

    يَوْمَ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ وَنَحْشُرُ الْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ زُرْقًا (١٠٢)

     په هغه ورځ كې چې وپوكل شي ( دوهم ځلي په صور) ( شپيلۍ) كې اوراجمع به كړومجرمان ( كافران ) په دغه ورځ شين سترګي (تورمخي) .

    يَتَخَافَتُونَ بَيْنَهُمْ إِنْ لَبِثْتُمْ إِلا عَشْرًا (١٠٣)

     چې ورو وروپټې پټې خبرې به كوي په منځ خپل كې (اوداسې به وايي چې ) درنګ نه دى كړى تاسې مګرلس ( ورځې په دنياكې ) .

    نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ إِذْ يَقُولُ أَمْثَلُهُمْ طَرِيقَةً إِنْ لَبِثْتُمْ إِلا يَوْمًا (١٠٤)

     مونږ ښه عالم يو په هغه اقوالوچې دوى يې وايي كله چې ووايي ډيركامل ددوى له حيثه دروش ( چې فكراوعمل دى ) چې ځنډنه دى كړى تاسې ( په دنياكې ) مګريوه ورځ .

    وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْجِبَالِ فَقُلْ يَنْسِفُهَا رَبِّي نَسْفًا (١٠٥)

     پوښتنه كوي له تانه له ( احواله د) غرونو ( چې ددوى به څه حال وي په روځ دقيامت كې ) پس ووايه دوى ته چې تار په تاراوتيت وپرك به كړي دغه ( غرونه دګرد پشان ) رب زماتارپه تاركولوسره

    فَيَذَرُهَا قَاعًا صَفْصَفًا (١٠٦)

    پس پرې به ږدي داځمكه يوتش ډاګ اوار .

    لا تَرَى فِيهَا عِوَجًا وَلا أَمْتًا (١٠٧)

     چې نه به وينې ته پدې (ځمكه ) كې كوږ والى اونه لوړوالى ( هيڅ قدر) .

    يَوْمَئِذٍ يَتَّبِعُونَ الدَّاعِيَ لا عِوَجَ لَهُ وَخَشَعَتِ الأصْوَاتُ لِلرَّحْمَنِ فَلا تَسْمَعُ إِلا هَمْسًا (١٠٨)

     په دغه ورځ ( دقيامت ) كې به متابعت وكړي ( دامخلوق دبلنې ) دبلونكي نه به وي كوږوالى له دې ( بلنې دبلونكي څخه ) . اووروبه شي غږونه لپاره درحمن (له ډيرهيبت څخه ) پس نه به اوري مګركښهاردقدمونو .

    يَوْمَئِذٍ لا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلا (١٠٩)

     په دغه ورځ ( دقيامت ) كې به نه رسوي فايده شفاعت ( هيچاته ) مګرهغه چاته چې اجازه وكړي دهغه په حق كې رحمن ( چې شفاعت يې وكړى شي ) اوخوښه كړي ( الله ) دهغه ( مشفوع ) خبره

    يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا (١١٠)

     پوهيږي الله په هرهغه چې په مخ كې ددوى وي ( له اخروي اوموروڅخه ) اوهرهغه شى چې ترشاددوى دى ( له دنيوي چاروڅخه ) اونه به شي احاطه كولى دوى په ( ذات اوپه معلوماتو) ددې ( الله ) له جهته دعلم .

    وَعَنَتِ الْوُجُوهُ لِلْحَيِّ الْقَيُّومِ وَقَدْ خَابَ مَنْ حَمَلَ ظُلْمًا (١١١)

     اوذليل شول ( خاوندان د) مخونوهغه تل ژوندي قائم تدبيروالا( دعالمونو) ته اوپه تحقيق خراب نااميده شوهرهغه څوك چې پورته يې كړباردظلم .

    وَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلا يَخَافُ ظُلْمًا وَلا هَضْمًا (١١٢)

     اوهرڅوك چې وكړي له ښو(عملونو) څخه حال داچې وي مؤمن پس نه ويريږي ( دى په آخرت كې ) له ظلم اونه نقصان نه .

    وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا وَصَرَّفْنَا فِيهِ مِنَ الْوَعِيدِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ أَوْ يُحْدِثُ لَهُمْ ذِكْرًا (١١٣)

     اوهمداسې ( لكه چې مودانبياؤ،امتونواودقيامت قصه وكړه ) نازل كړى دى مونږدغه كتاب قران په عربي ( ژبه ) اوبيابياراوړى دى مونږ په دې قران كې له ايتونودوعيد( مكرر) لپاره ددې چې دوى پرهيزوكړي ياپيداكړي دغه (قران ) دوى ته فكر .

    فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ وَلا تَعْجَلْ بِالْقُرْآنِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يُقْضَى إِلَيْكَ وَحْيُهُ وَقُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا (١١٤)

     نوپورته دى الله تعالى ( په ذات اوصفاتوخپلوكې ) چې پاچادى حق ، رښتنى اوتلوارمه كوه ته ( اى محمده ! ) په ( لوستلود) قرآن پخواله هغه چې پوره كړه شي تاته وحيه دده اووايه ( اى محمده ) اى ربه زما؛ زيا ت كړې مالره علم .

    وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِنْ قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا (١١٥)

     نوپورته دى الله تعالى ( په ذات اوصفاتوخپلوكې ) چې پاچادى حق ، رښتنى اوتلوارمه كوه ته ( اى محمده ! ) په ( لوستلود) قرآن پخواله هغه چې پوره كړه شي تاته وحيه دده اووايه ( اى محمده ) اى ربه زما؛ زيا ت كړې مالره علم .

    وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلائِكَةِ اسْجُدُوا لآدَمَ فَسَجَدُوا إِلا إِبْلِيسَ أَبَى (١١٦)

     اويادكړه هغه وخت چې وويل مونږپرښتوته چې سجده وكړئ ( تعظيما) ادم ته پس سجده وكړه ( ټولو) مګر( سجده ونه كړه ) ابليس چې منع يې راوړه

    فَقُلْنَا يَا آدَمُ إِنَّ هَذَا عَدُوٌّ لَكَ وَلِزَوْجِكَ فَلا يُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقَى (١١٧)

     پس وويل مونږاى ادمه بيشكه دا ( ابليس ) دښمن ستادى او ( دښمن ) دښځې ستادى پس ودې نه باسي خامخاتاسې له جنته ( په سبب دوسوسې اوفريب ) پس په مشقت كې به پريوځي .

    إِنَّ لَكَ أَلا تَجُوعَ فِيهَا وَلا تَعْرَى (١١٨)

    بيشكه مقرردي تاته چې نه به وږى كيږې په دې (جنت ) كې اونه به بربنډكيږې

    وَأَنَّكَ لا تَظْمَأُ فِيهَا وَلا تَضْحَى (١١٩)

     او بيشكه ته به نه تږى كيږې په دې جنت كې ا ونه به دلمرګرمي مومي .

    فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ الشَّيْطَانُ قَالَ يَا آدَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَى شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لا يَبْلَى (١٢٠)

     پس وسوسه واچوله دغه ( آدم) ته شيطان ( داسې ) چې ورته وى ويل اى ادمه آيادلالت وكړم تاته په ونه دتل ژندي پاتې كېدلواوپه پاچاهي چې نه زړيږي ( اوتل پاتې كيږي ) .

    فَأَكَلا مِنْهَا فَبَدَتْ لَهُمَا سَوْآتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِنْ وَرَقِ الْجَنَّةِ وَعَصَى آدَمُ رَبَّهُ فَغَوَى (١٢١)

     پس وخوړه دوى دواړوله ( ميوې د) دې ونې نوښكاره شودوى دواړوته غليظه عورات ددوى اوشروع وكړه دواړوچې نښلولې پورې كولې دواړوپرځان پورې له پاڼو( دونې ) دجنت ( دسترلپاره ) اونافرماني وكړه آدم ( له حكم ) درب خپل ( دالله دحكم دهيرولوپه سبب ياپه اجتهادي خطاسره ) وركه يې كړه لاره .

    ثُمَّ اجْتَبَاهُ رَبُّهُ فَتَابَ عَلَيْهِ وَهَدَى (١٢٢)

     بياغوره كړدغه ( آدم) لره رب دده پس رجوع وكړه ( الله ) په آدم ( د توبې په قبول سره ) اوهدايت يې ورته وكړ( په لاره يې برابركړ)

    قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلا يَضِلُّ وَلا يَشْقَى (١٢٣)

     وويل ( الله ) چې كوزشئ دواړه له دغه جنته ( ياله اسمانه ) ټول ځينې ستاسې دځينونورودښمنان يئ پس كه راغى تاسې ته له طرفه زماهدايت ( چې كتابونه اورسولان دي ) پس هرچاچې متابعت وكړدهدايت زما پس نه به ګمراه كيږي ( په دنياكې ) اونه به بدبخت شي ( په عقبى كې ) .

    وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى (١٢٤)

     اوهرچاچې مخ وګرځاوه له ياده زماپس بيشكه ده ته دى ګزارن تنګ ( په دنياياسخت عذاب په قبركې ) اوپورته به كړومونږ دى ( له قبره اومحشرته به يې راولو) په ورځ دقيامت كې ړوند .

    قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِي أَعْمَى وَقَدْ كُنْتُ بَصِيرًا (١٢٥)

     وبه وايي ( دغه ړوندكافر) اى ربه زماولې دې پاڅولم ( راوستلم) زه ړوندحال داچې په تحقيق زه وم بينا ( په دنياكې ) .

    قَالَ كَذَلِكَ أَتَتْكَ آيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا وَكَذَلِكَ الْيَوْمَ تُنْسَى (١٢٦)

     ووايي همداسې ؤ ( لكه چې ته يې وايي ) خوراغلى ووتاته آيتونه زمونږپس هيركړل تاهغه اوهمداسې به نن ورځ هيركړى شي ته هم .

    وَكَذَلِكَ نَجْزِي مَنْ أَسْرَفَ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِآيَاتِ رَبِّهِ وَلَعَذَابُ الآخِرَةِ أَشَدُّ وَأَبْقَى (١٢٧)

     اوپه مثل دهمدې جزاوركولو(زمونږدغو كفاروته ) جزاوركوومونږهغه چاته چې له حده ووت اوايمان يې رانه ؤړپه ايتونودرب خپل اوخامخاعذاب دآخرت ډيرسخت دى اوډيرباقي پاتې كيدونكى دى .

    أَفَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنَ الْقُرُونِ يَمْشُونَ فِي مَسَاكِنِهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لأولِي النُّهَى (١٢٨)

     اياپس نه دى ښكاره شوى دغوكفاروته ( دا) چې ډيرهلاك كړي دي مونږپخواله دېنه له اهل دزمانو چې ځي تيريږي دوى په ( تشو) كليو( منازلو) ځايونوددوى كې پيشكه په دې ( اهلاك دمنكرينو) كې خامخاډيردلائل ( دعبرت دي ) لپاره دخاوندانودعقلونو

    وَلَوْلا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَكَانَ لِزَامًا وَأَجَلٌ مُسَمًّى (١٢٩)

     اوكه چيرې نه واى هغه ويناچې پخواويل شوې ده ( له طرفه ) درب ستا( په تاخيردعذاب كې ) نوخامخاؤبه دغه ( هلاك ددوى ) لازم ( ددوى سره ) اوكه نه واى اجل ( نيټه ) معلومه ( ددوى دعمر، نوبه دوى په دنياكې معذب كيدل .

    فَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا وَمِنْ آنَاءِ اللَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَى (١٣٠)

     پس صبركوه ( اى محمده ) په هغوخبروچې دوى يې وايي اوتسبيح وايه سره له حمد، ثنادرب خپل ( لمونځ كوه ) پخواله ختلودلمر(دسهارلمونځ ) څخه اويخواله پريوتلوددغه ( لمردظهراوعصرلمونځ ) اوپه ځيينووختونوكې له ساعتونودشپې پس تسبيح وايه ( لمونځ اداء كړه دمغرب اودعشاء ) اوپه دواړوخواؤدورځې كې ( په لمانځه ډيره توجه ولره ياپه دې وختونوكې تسبيح سره له حمده وايه ) ښايي چې ته به راضي شې ( له الله نه په اجرسره ) .

    وَلا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ وَرِزْقُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَأَبْقَى (١٣١)

     اومه اوږدوه ( نظرد) سترګوخپلو( يعنې مه يې اړوه ) هغه شي ته چې نفع وركړې ده مونږپه هغه شي سره چې ډول ډول دى دغو( كفارو) ته ښائست دژوندانه لږخسيس لپاره ددې چې وازميودوى په دې كې اوروزي درب ستا( چې تاته يې دركړى له نبوت علم څخه بهترډيرغوره ) خيراوډيرباقي پاتې كيدونكى دى ( له دنيوي نعمتونوڅخه )

    وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لا نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى (١٣٢)

     اوامروكړه اهل ( بيت يااهل دين ) خپل ته په كولودلمانځه اوته هم كلك پرې ولاړاوسه . نه غواړومونږله تاڅخه روزي ( نه له تااونه ستاداهل څخه بلكې ) مونږروزي دركوتاته اوعاقبت ښه خاتمه خاوندانودپرهيزګارۍ ته ده

    وَقَالُوا لَوْلا يَأْتِينَا بِآيَةٍ مِنْ رَبِّهِ أَوَلَمْ تَأْتِهِمْ بَيِّنَةُ مَا فِي الصُّحُفِ الأولَى (١٣٣)

     اووايي (كفار) ولې نه راوړي محمد. مونږته يوه معجزه (له طرفه) درب خپل چې ( مونږيې غواړو په تصديق دنبوت خپل ) ايانه دى راغلى دوى ته مصداق دليل برهان دهغه شي چې په كتابونوپخوانيوكې ؤ .

    وَلَوْ أَنَّا أَهْلَكْنَاهُمْ بِعَذَابٍ مِنْ قَبْلِهِ لَقَالُوا رَبَّنَا لَوْلا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَذِلَّ وَنَخْزَى (١٣٤)

     اوكه چيرې مونږهلاك كړى واى دوى په عذاب سره پخواله دغه ( قران له محمدڅخه ) نوخامخابه ويلي واى دوى اى ربه زمونږولې ونه ليږه تا مونږته يورسول نوچې متابعت كړى واى مونږدايتونوستا پخواله هغه چې ذليل ياشرمنده شوى واى مونږ ( په دنياياپه عقباكې)

    قُلْ كُلٌّ مُتَرَبِّصٌ فَتَرَبَّصُوا فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ أَصْحَابُ الصِّرَاطِ السَّوِيِّ وَمَنِ اهْتَدَى (١٣٥)

     ووايه ( اى محمده دوى ته ) چې هريو( له تاسې اوله مونږڅخه عاقبت دامرته ) انتظاركونكى دى پس تاسې هم انتظاركوئ پس ژربه پوه شئ تاسې چې څوك دي ياران دلارې سمې صافې اوكوم يودى چې په سمه صافه لاره روان دى (مونږكه تاسې ؟ ) .