اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة غافر(پښتو ژباړه)

    سورة غافر(پښتو ژباړه)

    سورة غافر(پښتو ژباړه)
    Rate this post

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ ﴿١﴾

    شروع کوم په نامه دالله چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونکى دى

    حم ﴿١﴾

    حم

    تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿٢﴾

     نازليدل ددې كتاب ( قرآن ) له ( جانبه ) دالله دى چې ( دى ) ښه غالب قوي ( په انفاذداحكامو) ښه عالم دى ( پرهرڅيز)

    غَافِرِ الذَّنْبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ ﴿٣﴾

     بښونكى دګناهونودى ( عاصيانولره ) اوقبلوونكى دتوبې دى ( تائبانولره ) سخت دى عذاب ( دده كفارولره ) څښتن دفضل دى ( په مؤمنانوبې پرواله هرچا) نشته لائق دعبادت بل هيڅوك مګريواځې همدى دى خاص همده ته بيرته ورتلل دي ( لپاره دحساب ) .

    مَا يُجَادِلُ فِي آيَاتِ اللَّهِ إِلَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَا يَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِي الْبِلَادِ ﴿٤﴾

     جګړې نه كوي ( طعني نه وايي ) په ايتونودالله مګرهغه كسان چې كافران شوي دي . پس نه دې تيرباسي تاګرځيدل ددوى ( په هوسايي سره ) په ښارونوكې ( ځكه چې عاقبت ددوى دوزخ دى )

    كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَالْأَحْزَابُ مِنْ بَعْدِهِمْ ۖ وَهَمَّتْ كُلُّ أُمَّةٍ بِرَسُولِهِمْ لِيَأْخُذُوهُ ۖ وَجَادَلُوا بِالْبَاطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ فَأَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ ﴿٥﴾

     درواغجن شميرلي وو ( رسولان خپل ) پخوالدوى نه قوم دنوح ا ونورواقو امووروسته لدوى نه اوقصدوكړ هرامت ( لدوينه ) پررسول خپل چې ونيسي دوى هغه ( رسول اوضرر ورسوي ) اوجګړې به كولې دوى ( لدغورسولانوسره ) په باطله سره لپاره ددې چې پټ كړي پدغه ( باطله سره ) حق ( توحيد) پس ومونيول دوى ( په عذاب سره ) پس څرنګه ؤ سزاعقوبت زما(دوى لره)

    وَكَذَٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّهُمْ أَصْحَابُ النَّارِ ﴿٦﴾

     همداسې ( لكه وجوب دعذاب پردغومكذبينو) واجبه شوې ده خبره ( دعذاب ) درب ستاپر هغو كسانو چې كافران شوي دي ( هغه كلمه داده چې ) بيشكه دوى ملګري داور( ددوزخ ) دى .

    الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ ﴿٧﴾

     هغه كسان ( له ملائكو) چې پورته اخلي عرش اوهم هغه ( پرښتې ) چې چپ چاپيرې دي دعرش تسبيح وايي سره له حمده ثناء درب ددوى اوايمان يې روړى دى په دغه ( الله ) اومغفرة غواړي ( له الله نه ) هغوكسانوته چې ايمان يې راوړى دى . ( نووايي چې ) اى ربه زمونږرسيدلي يې ته هرڅيزته له جهته درحمته بخشش اوعلمه پس مغفرت وكړه هغوكسانوته چې توبه يې ايستلې ده اومتابعت يې كړى دى دلارې ستا اووساته دوى له عذابه ددوزخ نه .

    رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدْتَهُمْ وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿٨﴾

     (اوهم وايي به) اى ربه زمونږاوننه باسه دوى په جنتونودهميشه هستوګنې كې هغه چې وعده كړې ده تاله دوى سره اوڅوك چې نيك شوى وي له پلرونو ددوى او( له) ښځوددوى او( له ) اولادونوددوى بيشكه چې ته هم ته يې ښه غالب قوي ( په انفاذداحكامو) ښه حكمت والا( چې هركارپه تدبير او مصلحت سره كوي ).

    وَقِهِمُ السَّيِّئَاتِ ۚ وَمَنْ تَقِ السَّيِّئَاتِ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُ ۚ وَذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿٩﴾

     اووساته دوى له بديوځينې ، اوهرڅوك چې وساتې ته له بديوڅخه په دغه ورځ دقيامت كې نوپه تحقيق رحمت دى وكړپرې اودغه ( ساتل ستاله عذابه ) همدغه دى برې ډيرلوى .

    إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللَّهِ أَكْبَرُ مِنْ مَقْتِكُمْ أَنْفُسَكُمْ إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَى الْإِيمَانِ فَتَكْفُرُونَ ﴿١٠﴾

     بيشكه هغه كسان چې كافران شوي دي ( چې دوزخ ته داخل كړل شي نو) غږبه ورته وكړى شي ( په ژبودملائكوچې ) خامخادښمني ( اوقهر) دالله ( پرتاسې باندې ) ډيرلوى دى له دښمنۍ ( اوقهر) ستاسې له ځانوخپلوسره كله چې وبه بللى شوۍ تاسې ( په دنياكې ) طرف د ايمان راوړلوته پس كافران كيدۍ به تاسې ( اوله ايمانه به تښتيدلۍ ) .

    قَالُوا رَبَّنَا أَمَتَّنَا اثْنَتَيْنِ وَأَحْيَيْتَنَا اثْنَتَيْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوبِنَا فَهَلْ إِلَىٰ خُرُوجٍ مِنْ سَبِيلٍ ﴿١١﴾

     ( نو) وبه وايي ( داكفار) اى ربه زمونږمړه دې كړومونږدوى ځلي ا وژوندي دې كړومونږدوه ځلي . پس قايل شوومونږپه ګناهونو خپلو . پس اياشته دوتلو( زمونږته لدغه دوزخه ) كومه لاره ! .

    ذَٰلِكُمْ بِأَنَّهُ إِذَا دُعِيَ اللَّهُ وَحْدَهُ كَفَرْتُمْ ۖ وَإِنْ يُشْرَكْ بِهِ تُؤْمِنُوا ۚ فَالْحُكْمُ لِلَّهِ الْعَلِيِّ الْكَبِيرِ ﴿١٢﴾

     دغه ( ابدي عذاب)تاسې ته په سبب ددې دى كله چې وبه باله شوالله يواځې( بې له خدايانوستاسې) نوكفربه اختياركړتاسې اوكه شريكان به هم وبللى شول له الله سره نوايمان به راوړتاسې پس حكم خاص الله لره دى ( چې هرڅه كوي دغه الله ) ډيرپورته دى ( له شركه ) ډيرلوى دى .

    هُوَ الَّذِي يُرِيكُمْ آيَاتِهِ وَيُنَزِّلُ لَكُمْ مِنَ السَّمَاءِ رِزْقًا ۚ وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَنْ يُنِيبُ ﴿١٣﴾

     الله هغه ذات دى چې ښيي تاسې ته دلائل نښې ( دقدرت ) خپل اونازلوي تاسې ته له طرفه دآسمانه رزق روزي( باران چې سبب دروزۍ دى ) اوپندنه اخلي ( په دغودلائلودقدرت ) مګرهغه چې راګرځيدلى وي ( له شركه اومعصته توحيداوطاعت ته ) .

    فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ﴿١٤﴾

     پس وبولئ تاسې الله په دې حال كې چې خالص كوونكي اوسۍ دغه ( الله ) ته ( د) دين ( له شركه ) اواګركه بدګڼي دغه كافران ( دغه اخلاص ستاسې )

    رَفِيعُ الدَّرَجَاتِ ذُو الْعَرْشِ يُلْقِي الرُّوحَ مِنْ أَمْرِهِ عَلَىٰ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ لِيُنْذِرَ يَوْمَ التَّلَاقِ ﴿١٥﴾

     ( همدغه الله ) پورته كوونكى ددرجو( دمؤمنانو) دى څښتن دعرش دى راليږي روح (جبريل ياپټې خبرې)په امرحكم خپل پر هغه چاچې اراده وفرمايي له بندګانوخپلو. لپاره ددې چې وويروي ( خلك ) له ورځې دملاقات ( چې پكې يوځاى كيږي خالق اومخلوق اونور)

    يَوْمَ هُمْ بَارِزُونَ ۖ لَا يَخْفَىٰ عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ ۚ لِمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ ۖ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ﴿١٦﴾

     په هغه ورځ كې چې دوى به راښكاره وي ( بهرراولاړله قبورو) پټ به نه وي پرالله لدوينه هيڅ شى . چالره دى سلطنت(نوځواب فرمايي پخپله الله ) نن ورځ خاص الله لره دى ( سلطنت)چې يودى ښه غالب قوي.

    الْيَوْمَ تُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ ۚ لَا ظُلْمَ الْيَوْمَ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿١٧﴾

     نن ورځ به جزاء وركړل شي هر نفس ته په قدردهمغه عمل چې كړى يې دى نشته هيڅ قدرظلم نن ورځ بيشكه چې الله ډيرژر حساب كوونكى دى

    وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الْآزِفَةِ إِذِ الْقُلُوبُ لَدَى الْحَنَاجِرِ كَاظِمِينَ ۚ مَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ حَمِيمٍ وَلَا شَفِيعٍ يُطَاعُ ﴿١٨﴾

     اووويروه ( اى محمده ! دغه كفارله عذابه ) دورځې نژدې كله چې زړونه به په نزددچنغړكووي پدې چې غم كوونكى ( پورې راؤري ) به وي ( خاوندان دزړونو) نه به وي ظالمانوته ( په قيامت كې ) هيڅوك دوست اونه كوم شفاعتګرچې خبره يې ومنله شي .

    يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ ﴿١٩﴾

    معلوم دى (الله ) ته خيانت دسترګواوهغه نياة چې پټوي يې سيني ( زړونه )

    وَاللَّهُ يَقْضِي بِالْحَقِّ ۖ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ لَا يَقْضُونَ بِشَيْءٍ ۗ إِنَّ اللَّهَ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿٢٠﴾

     اوالله حكم ( فيصله ) كوي په حقه ( عدل ) سره . اوهغه كسان چې بولي يې دوى غيرله دغه ( الله ) حكم نشي كولى دوى په هيڅ شي بيشكه الله همدى دى ښه اوريدونكى ( داقوالو) ښه ليدونكى ( داعمالو) .

    أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ كَانُوا مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَمَا كَانَ لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَاقٍ ﴿٢١﴾

     آيانه ګرځي ( دغه مشركان) په ځمكه (ملكو) كې پس چې وګوري دوى چې څرنګه ووعاقبت آخره خاتمه دهغوكسانوچې وو پخوالدغو( مشركانو) چې ووهغوى ( پخوانى مكذبين) همدوى ډيرسخت لدغو( كفارو) څخه له جهته دقوت اوآثار( چې پريښى يې دى ) په ځمكه كې . پس ونيول هلاك كړل دوى لره الله په سبب دګناهونو ددوى اونه وودوى ته له ( عذابه د) الله هيڅوك ساتونكى .

    ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانَتْ تَأْتِيهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَكَفَرُوا فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ ۚ إِنَّهُ قَوِيٌّ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿٢٢﴾

     دغه ( نيول اواهلاله ددوى ) په سبب ددې ووچې بيشكه هغوى ته به راتلل رسولان ددوى په دلائلو نښو ښكاره وو( دقدرت ) پس كافران شول پس ونيول دوى لره الله ( هلاك يې كړل ) بيشكه چې دغه ( الله ) قوي ښه زورورسختوونكى دعذاب دى .

    وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُبِينٍ ﴿٢٣﴾

     اوخامخاپه تحقيق ليږلى وومونږ موسى په آيتونودلائلو( دقدرت ) خپل اوپه برهان سند ښكاره سره .

    إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَقَارُونَ فَقَالُوا سَاحِرٌ كَذَّابٌ ﴿٢٤﴾

     طرف د( پاچا دمصر) فرعون ته اوهامان ته ( چې وزيريې وو) اوقارون ته ( چې مصاحب يې وو) . پس وويل ( دوى چې دارسول ) ساحركوډګردي درواغجن دى .

    فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْحَقِّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا اقْتُلُوا أَبْنَاءَ الَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ وَاسْتَحْيُوا نِسَاءَهُمْ ۚ وَمَا كَيْدُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ ﴿٢٥﴾

     پس كله چې راغى ( موسى ) دغو( قبطيانو) ته په حقه سره له نزده زمونږ وويل ( قبطيانو) چې ووژنئ تاسې ځامن دهغو( سبطيانو) چې ايمان يې راوړى دى له موسى سره اوژوندۍ پريږدۍ تاسې ښځې ( لوڼې ) ددوى ( خدمت ته ) اونه دى كيد (مكر) دكافرانو مګر په ګمراهي كې

    وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَىٰ وَلْيَدْعُ رَبَّهُ ۖ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ ﴿٢٦﴾

     اووويل فرعون ( عملې خپلې ته ) پريږدۍ (اى مشرانو)ماچې ووژنم موسى اوراودې بولي ( موسى) رب خپل (چې خلاص يې كړي له ما) ( وويل فرعون ) بيشكه چې زه ويريږم چې بدل به كړي ( موسى ) دين ستاسې ( اى قبطيانو!) يابه ظاهركړي ( موسى ) په ځمكه ( دمصر) كې فساد( اومخالفت په منځ زمونږكې ) .

    وَقَالَ مُوسَىٰ إِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُمْ مِنْ كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ الْحِسَابِ ﴿٢٧﴾

     او وويل موسى ( قوم خپل ته ) چې بيشكه زه پناه غواړم په رب خپل اوپه رب ستاسې له ( شره د) هرمتكبره ( سركشه ) چې نه راوړي ايمان په ورځ دحساب .

    وَقَالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَنْ يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ وَقَدْ جَاءَكُمْ بِالْبَيِّنَاتِ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ وَإِنْ يَكُ كَاذِبًا فَعَلَيْهِ كَذِبُهُ ۖ وَإِنْ يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُمْ بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ ﴿٢٨﴾

     او وويل يوسړي مؤمن له خپلوانو دفرعون څخه چې پټولوده ايمان خپل(له نوروقبطيانو)آياوژنئ تاسې داسې يوسړى چې وايي رب زماالله دى اوحال داچې په تحقيق سره راغلى دى تاسې ته په ښكاره دلائلوله ( طرفه ) درب ستاسې اوكه چيرې وي ( موسى ) درواغجن نوپس په همده ده ( جزاء د) درواغودده اوكه چيرې وي ( موسى ) صادق رښتينى نووبه رسيږي تاسوته ځينې دهغه عذاب چې وعده كوي ( موسى دهغه ) له تاسې سره . بيشكه الله سمه لاره نه ښيي هرهغه چاته چې هغه مسرف له حده تيريدونكې وي ډيردرواغجن وي .

    يَا قَوْمِ لَكُمُ الْمُلْكُ الْيَوْمَ ظَاهِرِينَ فِي الْأَرْضِ فَمَنْ يَنْصُرُنَا مِنْ بَأْسِ اللَّهِ إِنْ جَاءَنَا ۚ قَالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِيكُمْ إِلَّا مَا أَرَىٰ وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ ﴿٢٩﴾

     اى قومه زماتاسې لره دى ملك پاچاهي نن ورځ په دغه حال كې چې غالب يې په ځمكه ( دمصركې پرسبطيانو) پس څوك به نصرت وكړي له مونږسره له عذابه دالله كه راشي ( داعذاب ) مونږلره ( په سبب دقتل دموسى ؟ بلكې ناصرنشته نومه يې وژنئ ! ) وويل فرعون چې زه نه ښيم تاسې ته مګرهمغه ( مصلحت ) چې وينم زه ( په وژلودموسى كې ) اونه ښيم زه تاسې ته ( اى قبطيانو!) مګرلاره دنيكۍ ( اودمصلحت ) .

    وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ مِثْلَ يَوْمِ الْأَحْزَابِ ﴿٣٠﴾

     اووويل هغه ( سړي ) چې ايمان يې راوړى وواى قومه زما بيشكه زه ويريږم پرتاسې ( په تكذيب دموسى كې ) په مثل (دعذاب ) دورځې دډلو( دپخوانيوپه سبب دتكذيب دانبياؤ)

    مِثْلَ دَأْبِ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَالَّذِينَ مِنْ بَعْدِهِمْ ۚ وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِلْعِبَادِ ﴿٣١﴾

     په مثل دحال دقوم دنوح ( چې ډوب شول ) او( په شان ) دعاديانو( چې په بادصرصرهلاك شول ) او ( پشان د) ثموديانو ( چې په چيغه مړه شول ) اوهغه كفارچې وروسته لدوى نه وو اونه دى الله چې اراده لري دظلم پربندګانوخپلو.

    وَيَا قَوْمِ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ يَوْمَ التَّنَادِ ﴿٣٢﴾

    اواى قومه زمابيشكه زه ويريږم پرتاسې له ( عذابه د) ورځې درابللو( په چيغو سره يوبل ته ) .

    يَوْمَ تُوَلُّونَ مُدْبِرِينَ مَا لَكُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ ۗ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ ﴿٣٣﴾

     هغه ورځ چې وګرځۍ تاسې شااړوونكى ( موقف ته په طرف ددوزخ ) . نونه به وي تاسوته له ( عذابه ) دالله هيڅوك ساتونكى اوهرهغه چې ګمراه يې كړي الله نونه به وي ده ته هيڅوك هادي لارښوونكى .

    وَلَقَدْ جَاءَكُمْ يُوسُفُ مِنْ قَبْلُ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا زِلْتُمْ فِي شَكٍّ مِمَّا جَاءَكُمْ بِهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَنْ يَبْعَثَ اللَّهُ مِنْ بَعْدِهِ رَسُولًا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُرْتَابٌ ﴿٣٤﴾

     اوخامخاپه تحقيق راغلى ؤ تاسې ته يوسف پخواله ( موسى څخه ) په ښكاره وودلائلو ( دقدرت ) پس هميشه به وئ تاسې په شك ( ګمان ) كې له هغه ( حكمه ) چې راغلى ؤ دى تاسې ته په هغه سره ترهغه پورې همداسې ( لكه دغه اضلال ) ګمراه كوي الله ( په كنده دسركشي كې ) هرهغه لره چې مسرف له حده تيريدونكى وي شك راوړونكى وي ( په دين دالله كې

    الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ ۖ كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ وَعِنْدَ الَّذِينَ آمَنُوا ۚ كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ ﴿٣٥﴾

     هغه ( مسرفين اومرتابين ) چې جګړې كوي ( له انبياؤسره ) په ابطال ددلائلو( دقدرت ) دالله كې بې له كوم برهان علمي سند ه چې راغلى وي دوى ته. ډيرلوى دى ( دغه جدال ) له جهته دبغض په نزددالله اوپه نزددهغوكسانوچې ايمان يې راوړى دى همداسې ( لكه دغه اضلال ) مهروهي الله ( دكفراوشقاوت ) پرهرزړه دمتكبر( سركش ) ډيرجبركوونكي .

    وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا هَامَانُ ابْنِ لِي صَرْحًا لَعَلِّي أَبْلُغُ الْأَسْبَابَ ﴿٣٦﴾

     اووويل فرعون اى هامانه ( زماوزيره ) جوړه كړه ماته يوه ماڼۍ ډيره لوړه اوچته ښايي ورسيږم لياروته ( په دغوختلوسره )

    أَسْبَابَ السَّمَاوَاتِ فَأَطَّلِعَ إِلَىٰ إِلَٰهِ مُوسَىٰ وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ كَاذِبًا ۚ وَكَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوءُ عَمَلِهِ وَصُدَّ عَنِ السَّبِيلِ ۚ وَمَا كَيْدُ فِرْعَوْنَ إِلَّا فِي تَبَابٍ ﴿٣٧﴾

     لارودآسمانونوته پس زه له لرې څخه وګورم الله دموسى ته ( چې آياشته كه نشته ؟ ) اوبيشكه زه ګمان كوم پردغه ( موسى ) ددرواغجن ( په دغه دعوى كې چې خداى يودى ) . اوهمداسې ( لكه ښائست ددې وينا) ښائسته كړى شوى وه فرعون ته بدى دعمل اومنع كړى شوى ؤ دى له سمې لارې ( دهدايت څخه ) . اونه ؤدغه كيدمكردفرعون ( په جوړولوددې ماڼى كې ) مګرپه زيان كارۍ هلاكوالي كې وو .

    وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُونِ أَهْدِكُمْ سَبِيلَ الرَّشَادِ ﴿٣٨﴾

     او وويل هغه ( سړي ) چې ايمان يې راوړى وواى قومه زمامتابعت وكړئ زماچې وښيم تاسې ته لاره دهدايت (اوصواب ).

    يَا قَوْمِ إِنَّمَا هَٰذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا مَتَاعٌ وَإِنَّ الْآخِرَةَ هِيَ دَارُ الْقَرَارِ ﴿٣٩﴾

     اى قومه زمابيشكه همداخبره ده چې دغه ژوندون لږخسيس يوه متاع ( ګټه لږه ) ده اوبيشكه آخرت همغه دى كور دقرارۍ ( بې زواله ) .

    مَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً فَلَا يُجْزَىٰ إِلَّا مِثْلَهَا ۖ وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿٤٠﴾

     هرڅوك چې وكړي بدكارپس جزانه وركوله كيږي ( هغه ته ) مګرپه قدر دهمغې بدۍ اوهرڅوك چې وكړي نيك كار له نارينه و وي ياله ښځووي حال داچې دى مؤمن وي پس دغه ( صالحان مؤمنان ) ننه به وځي په جنت كې رزق روزي په وركوله كيږي ( دوى ته ) په دغه جنت كې بې حسابه .

    وَيَا قَوْمِ مَا لِي أَدْعُوكُمْ إِلَى النَّجَاةِ وَتَدْعُونَنِي إِلَى النَّارِ ﴿٤١﴾

     او اى قومه زما څه دي مالره چې بولم تاسې په طرف دنجات (اوخلاصي ) اوبولئ تاسې ماپه طرف داور( ددوزخ )

    تَدْعُونَنِي لِأَكْفُرَ بِاللَّهِ وَأُشْرِكَ بِهِ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ وَأَنَا أَدْعُوكُمْ إِلَى الْعَزِيزِ الْغَفَّارِ ﴿٤٢﴾

     بولۍ تاسې مالپاره ددې چې كفراختياركړم په الله پورې اوچې شريك ونيسم له دغه ( الله ) سره هغه ( شى ) چې نشته ماته په ( ربوبيت د) هغه هيڅ علم . حال داچې زه بولم تاسې هغه ( الله ) ته چې ښه غالب قوي دى ( په انفاذداحكامو) ښه مغفرت كوونكى ( دخطياتو) دى .

    لَا جَرَمَ أَنَّمَا تَدْعُونَنِي إِلَيْهِ لَيْسَ لَهُ دَعْوَةٌ فِي الدُّنْيَا وَلَا فِي الْآخِرَةِ وَأَنَّ مَرَدَّنَا إِلَى اللَّهِ وَأَنَّ الْمُسْرِفِينَ هُمْ أَصْحَابُ النَّارِ ﴿٤٣﴾

     حقه اورښتيا( دغه ) خبره ده بيشكه هغه ( معبود) چې بولۍ تاسې ما( عبادت د ) هغه ته نشته هغه ته ( قوت د) بلنې ( نه) په دنياكې اونه په آخرت كې ( چې شفاعت وكړي دچا) . اوبيشكه چې ورتلل زمونږ( دټولو) خاص الله ته دي اوبيشكه چې مسرفان له حده تيريدونكى ( مشركان ) همدوى ملګري داور( ددوزخ ) دي ( چې تل په كې اوسيږي ) .

    فَسَتَذْكُرُونَ مَا أَقُولُ لَكُمْ ۚ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ ﴿٤٤﴾

     پس ژرده چې يادبه كړئ تاسو( په وخت دليدلودعذاب كې هغه ) چې زه يې وايم ( اوس ) تاسې ته . اوسپارم زه هركارخپل الله ته بيشكه چې الله ښه ليدونكى دى ( دټولواقوالواوافعالو)دبندګانو .

    فَوَقَاهُ اللَّهُ سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا ۖ وَحَاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذَابِ ﴿٤٥﴾

     پس وساته دغه ( موسى يامؤمن سړي ) لره الله له سختو( عذابو) دهغوچې مكركړى وودوى او( بالعكس ) چاپيرشو په آل دفرعون ( سره دفرعون ) بدعذاب ( دغرق په دنياكې اوبدعذاب دحرق په عقباكې ) .

    النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا ۖ وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ ﴿٤٦﴾

     اور ( ددوزخ ) وړاندې كولى شي ( داكفار) پردې ( اور) هرسبااوهربيګا. اوپه هغه ورځ كې چې قائم شي قيامت ،( نووبه ويل شي له جانبه دالله ملائكوته ) ننباسۍ تاسې ال دفرعون ( سره له فرعون ) په ډيرسخت عذاب كې ( له عذابه دبرزخ )

    وَإِذْ يَتَحَاجُّونَ فِي النَّارِ فَيَقُولُ الضُّعَفَاءُ لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنْتُمْ مُغْنُونَ عَنَّا نَصِيبًا مِنَ النَّارِ ﴿٤٧﴾

     او( يادكړه ) هغه چې جګړه به پس وبه وايي ضعيفان ( كشران تابعان ) هغوكسانوته چې سركشان ( اومشران متبوعان وو) بيشكه وومونږتاسې ته تابعان پس آيااوس يې تاسې ( اى متبوعانو! ) دفع كوونكي له مونږڅخه كومه برخه له اوره ( ددوزخ )

    قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُلٌّ فِيهَا إِنَّ اللَّهَ قَدْ حَكَمَ بَيْنَ الْعِبَادِ ﴿٤٨﴾

     وايي هغه كسان چې تكبريې كړى ؤ ( سركش اومتبوع ووچې څنګه به دفع كووعذاب ) بيشكه مونږټول په دوزخ كې يوبيشكه الله په تحقيق حكم كړى دى په منځ دبندګانوكې ( داسې چې هرڅوك يې خپلوخپلوهغوځايونوته چې له دوى سره وړاولائق ؤ وليږل ، مستحقان دجنت ، جنت ته ، اولائقان ددوزخ دوزخ ته ) .

    وَقَالَ الَّذِينَ فِي النَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ادْعُوا رَبَّكُمْ يُخَفِّفْ عَنَّا يَوْمًا مِنَ الْعَذَابِ ﴿٤٩﴾

     اووبه وايي هغه كسان ( چې پراته دي ) په اوركې خزانچيانو متصرفانو ددوزخ ته چې دعاء وكړئ ( زمونږلپاره ) رب خپل ته چې سپك كړي له مونږه يوه ورځ له عذابه ( چې لږڅه هوساشو) .

    قَالُوا أَوَلَمْ تَكُ تَأْتِيكُمْ رُسُلُكُمْ بِالْبَيِّنَاتِ ۖ قَالُوا بَلَىٰ ۚ قَالُوا فَادْعُوا ۗ وَمَا دُعَاءُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ ﴿٥٠﴾

     وبه وايي ( متصرفان ددوزخ دوزخيانوته ) آيانه وو راغلي تاسې ته رسولان ستاسې په دلائلوښكاره ؤ ( دقدرت ) وايي ( ولې نه ووراغلى ) بلكې راغلى وو نووبه وايي ( متصرفان ددوزخ ) پس وبولۍ تاسې ( پخپله الله ) اونه ده دعاء دكافرانومګرپه ګمراهۍ كې ( چې هيڅ فائده ورته نه رسوي ) .

    إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ ﴿٥١﴾

     بيشكه چې مونږخامخامددكووله رسولانوخپلوسره او( مددكووله ) هغوكسانوسره چې ايمان يې راوړى دى په ژوندانه لږخسيس كې ( په حجت اوپه ظفراوپه انتقام له اعداؤددوى ) اوپه هغه ورځ چې وبه دريږي شاهدان ( له ملائكو، انبياؤمؤمنانو، پرمنكرانوباندې ) .

    يَوْمَ لَا يَنْفَعُ الظَّالِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ ۖ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ ﴿٥٢﴾

     په هغې ورځې كې به هيڅ نفع نه رسوي ظالمانوته معذرت عذرونه ددوى اوشته دوى ته لعنت لريوالى له رحمت اوشته دوى ته ناكاره كور( ددوزخ ) .

    وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْهُدَىٰ وَأَوْرَثْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ الْكِتَابَ ﴿٥٣﴾

     اوخامخاپه تحقيق وركړى وومونږموسى ته ( امورد) هدايت ( توريت ) اوپه ميراث مووركړبني اسرائيل اولادى ديعقوب ته كتاب ( دتوربت ) په دې حال كې چې هدايت سمه لاره ښوونكى ؤ

    هُدًى وَذِكْرَىٰ لِأُولِي الْأَلْبَابِ ﴿٥٤﴾

     اوذكرپند( اوپوهنه ) وولپاره دخاوندانودخالصوعقلو .

    فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِبْكَارِ ﴿٥٥﴾

     پس صبروكړه ( اى محمده ! په ايذاء دكفارو) بيشكه چې وعده دالله حقه ده ( په نصرت دانبياؤپه اهلاك داعداؤ ) اومغفرت وغواړه لپاره دګناه ( دامت ) خپل ( له الله ) اوتسبيح وايه سره له ثناء درب خپل هم په آخره دورځې كې او( هم ) په اوله دورځې كې ( يعنې تل تسبيح تحميدووايه ! ) .

    إِنَّ الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ ۙ إِنْ فِي صُدُورِهِمْ إِلَّا كِبْرٌ مَا هُمْ بِبَالِغِيهِ ۚ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۖ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿٥٦﴾

     بيشكه هغه كسان چې مجادله جګړه كوي په ( بطلان ) دآيتونودالله بې له كوم برهان علمي سنده چې راغلى ( ښكاره شوى ) وي دوى ته ( بله هيڅ خبره نشته ) بيشكه چې نه دى په سينو( زړونو) ددوى كې مګركبراوسركشي ده چې نه دى دوى رسيدونكي هغه ( برهان ) ته . پس پناه ونيسه په الله پورې ( له شره ددوى ) بيشكه دغه ( الله ) همدى دى ښه اوريدونكى ( داقوالو) ښه ليدونكى ( دافعالونوجزاء به وركړي دوى ته ) .

    لَخَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٥٧﴾

     خامخاپيداكول دآسمانونو اودځمكې ډيرلوى دي له پيدايښته دخلكو وليكن اكثردخلكو نه پوهيږ:ي ( په آسانۍ ددغه دوهم پيدايښت لكه داول ).

    وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَىٰ وَالْبَصِيرُ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَلَا الْمُسِيءُ ۚ قَلِيلًا مَا تَتَذَكَّرُونَ ﴿٥٨﴾

     اونه سره برابريږي ( يو) ړوند( غافل جاهل ) اوبل كتونكى ( ذاكر، عالم ) او ( همداسې نه برابريږي سره ) هغه كسان چې ايمان يې راوړى دى اوكړي يې دي ښه ( عملونه ) اونه هغه چى بدكاردى ډيرلږ پنداخلۍ تاسې ( اى خلكو) .

    إِنَّ السَّاعَةَ لَآتِيَةٌ لَا رَيْبَ فِيهَا وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿٥٩﴾

     بيشكه چې قيامت خامخاراتلونكى دى نشته هيڅ شك په ( راتللود) دغه ( قيامت ) كې وليكن زياتره دخلكو ايمان نه راوړي (په قيامت اوتصديق يې نه كوي ) .

    وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ ﴿٦٠﴾

     اوفرمايي رب ستاسې ( اى بندګانوزما) تاسې وبولۍ ماچې قبلوم تاسې ته (دعاء ستاسې). بيشكه هغه كسان چې تكبر(سركشي) كوي له عبادت څخه زمازرده چې ننه به وځي دوى په دوزخ كې په دې حال كې چې خوار اوسپك وي .

    اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ ﴿٦١﴾

     الله هغه ( ذات ) دى چې ګرځولى يې ده تاسې ته شپه لپاره ددې چې آرامي وكړئ تاسې په هغې كې او( ګرځولى يې ده ) ورځ ليدلوته . بيشكه الله خامخاڅښتن دفضل دى پرانسانانووليكن زياتره دانسانانوشكرنه باسي (په دغونعماؤ دالله).

    ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ ﴿٦٢﴾

     دغه ( ذات ) تاسې ته الله دى رب پالو نكى ستاسې چې خالق پيداكوونكى دهرشي دى نشته هيڅوك لائق دعبادت مګرهمدى دى يواځې پس كوم طرف ته ګرځولى شوي يئ تاسې ( له عبادت دده ) .

    كَذَٰلِكَ يُؤْفَكُ الَّذِينَ كَانُوا بِآيَاتِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ ﴿٦٣﴾

     همداسې ( لكه چې گرځولى شوى دى قوم ستا) ګرځولى كيږي ( له حقه ) هغه كسان چې وله آيتونودالله به يې انكاركاوه

    اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ قَرَارًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ ۖ فَتَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿٦٤﴾

     الله هغه ( ذات ) دى چې ګرځولى يې ده تاسې ته ځمكه ځاى دقرار( چې پرې ګزران اومعاش كوئ ) او( ګرځولى يې دى تاسې ته ) اسمان چت ( دقبې په شان ) اوصورتونه يې تړلي دي ستاسې پس ډيرښائسته جوړكړه صورتونه ستاسې اوروزي يې دركړې ده تاسې ته له طيباتوپاكيزه وو ( لذتناكوشيانو) دغه ( خالق مصوررازق ) الله دى رب پالونكى ستاسې پس ډيربركتي ( ډيرپورته دې شان ) دالله چې رب پالونكى دټولوعالميانودى

    هُوَ الْحَيُّ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ۗ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿٦٥﴾

     همداژونددى تل په يوحال باقي قائم كامل تدبيروالا . نشته بل هيڅوك لائق دعبادت مګرهمدى دى يواځې پس وبولي همدى پدې حال چې خالص كوونكى يئ تاسې خاص دغه ( الله ) لره ( د) دين ( له شركه ) ټوله ثناء ده خاص الله لره چې رب پالونكى دټولوعالميانودى .

    قُلْ إِنِّي نُهِيتُ أَنْ أَعْبُدَ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَمَّا جَاءَنِيَ الْبَيِّنَاتُ مِنْ رَبِّي وَأُمِرْتُ أَنْ أُسْلِمَ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿٦٦﴾

     ووايه ( اى محمده دوى ته ) بيشكه زه منع كړى شوى يم له دينه چې عبادت وكړم دهغو( بتانو) چې بولۍ يې تا سې غيرله الله كله چې راغلل ماته ښكاره دليلونه ( دتوحيد) له ( جانبه د) رب پالونكى زمااوامرحكم كړى شوى دى پر ماچې غاړه كيږدم ( تابع شم ) رب پالونكى د( دتمامو) عالميانوته

    هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ يُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُونُوا شُيُوخًا ۚ وَمِنْكُمْ مَنْ يُتَوَفَّىٰ مِنْ قَبْلُ ۖ وَلِتَبْلُغُوا أَجَلًا مُسَمًّى وَلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿٦٧﴾

     الله هغه ( ذات ) دى چې ( اول ) يې پيداكړى دى ( نيكه ) ستاسې له خاورونه . بيايې ( پيداكړه اولاده دآدم ) له نطفې ( اوبودمنۍ ) بياله كلكې ټوټې دوينو. بياراباسي تاسې ( له ارحامودميندو) اطفال واړه ( بياتربيت كوي ستاسې ) لپاره ددې چې ورسيږۍ تاسې منتهادقوت خپل ته بيا( ژوندى ساتۍ تاسې لپاره ددې چې شۍ تاسې زاړه ( بې قوته بې مجاله ) اوځينې له تاسې هغه دي چې مړه كول شي پخوالدې ( بلوغه ) او( ساتي مو) لپاره ددې چې ورسيږۍ تاسې ترهغې نيټې په نامه كړى شوى پورې ( چې وخت دمرګ دى ) اولپاره ددې چې تاسې عقل وكړۍ ( په دلائلودوحدانيت اوقدرت دالله اوپه بعث بعدالموت )

    هُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ ۖ فَإِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ﴿٦٨﴾

     ( الله ) هم هغه ( ذات ) دى چې ژوندي كول كوي اومړه كول كول پس هركله چې اراده حكم وكړي ديوه كارپس بيشكه همداخبره ده چې وايي ورته چې ( موجود) شه پس هغه موجود شي ( بې له مهلته ) .

    أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ أَنَّىٰ يُصْرَفُونَ ﴿٦٩﴾

     ايانه ويني ته هغه كسان چې مجادله جګړه ( اونزاع ) كوي په ايتونو( قرآن ) دالله كې پس كوم طرف ته ګرځولى شي دوى له تصديقه دهغو

    الَّذِينَ كَذَّبُوا بِالْكِتَابِ وَبِمَا أَرْسَلْنَا بِهِ رُسُلَنَا ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿٧٠﴾

     هغه ( كسان ) چې تكذيب يې كړى دى په دغه كتاب ( قرآن ) اوپه هغو( شيانو) چې راليږلى مودى په هغوسره رسولان ( پخوانى ) خپل نو ژرده چې پوه به شي دوى (چې ددغه تكذيب بده نتيجه كيږي)

    إِذِ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ وَالسَّلَاسِلُ يُسْحَبُونَ ﴿٧١﴾

     كله چې وي به (داورغاړكې په غاړوى كې اوځنځيرونه به هم وي ( په پښوددوى ). چې راښكلي كيږي به دوى

    فِي الْحَمِيمِ ثُمَّ فِي النَّارِ يُسْجَرُونَ ﴿٧٢﴾

     په اوبوډيروتودوكې بيابه په اور( ددوزخ ) كې سوځول وريتول شي دوى ( اواوربه له داخله او خارجه هغوى راچاپيركړي ).

    ثُمَّ قِيلَ لَهُمْ أَيْنَ مَا كُنْتُمْ تُشْرِكُونَ ﴿٧٣﴾

     بيابه وويل شي دوى ته چې چيرته دي هغه ( بتان ) چې وئ تاسې چې شريكول به مو( له الله سره په عبادت كې )

    مِنْ دُونِ اللَّهِ ۖ قَالُوا ضَلُّوا عَنَّا بَلْ لَمْ نَكُنْ نَدْعُو مِنْ قَبْلُ شَيْئًا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ الْكَافِرِينَ ﴿٧٤﴾

     بغيرله الله ( چې اوس خلاص كړي تاسې له عذابه ) . نووبه وايي ( كفار) چې و رك شول له مونږڅخه ( هغه معبودان زمونږ) . بلكې ګويانه وومونږچې بلل به مو( په عبادت سره دغه بتان ) پخوالدينه هيڅ شى . همداسې ( په شان ددغومجادلانو) ګمراهان كوي الله كافران ( چې سمه لاره به نه مومي ) .

    ذَٰلِكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَفْرَحُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَمْرَحُونَ ﴿٧٥﴾

     دغه ( ګمراهي اوعذاب ) تاسې ته په سبب دهغه دى چې وۍ تاسې ته چې خوشحالي به موكوله په ځمكه كې په ناحقه سره اوپه سبب دهغه چې وۍ تاسې چې تكبر( لويي ) به موكوله په ناحقه سره .

    ادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۖ فَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ ﴿٧٦﴾

     ننوځۍ تاسې په ( اوو ) دروازو ددوزخ كې پدې حال چې هميشه پاتې كيدونكى اوسۍ په دغه ( دوزخ ) كې پس ناكاره ځاى دمتكبرانودى ( دا دوزخ )

    فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ ۚ فَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ ﴿٧٧﴾

     پس صبروكړه ( اى محمده ! په ضرردكفارو) بيشكه چې وعده دالله ( په نصرت داولياؤ او اهلاك داشقياؤ) حقه ده پس كه وښيومونږتاته ځينې دهغه عذاب چې وعده يې كوومونږله هغوى سره ( نوډيرښه ده ) ياقبض كړومونږتاپس ( په هرحال كې ) خاص مونږته به بيابيرته راوستل شي دوى ( نوجزاء به وركړه شي دوى ته ) .

    وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِنْ قَبْلِكَ مِنْهُمْ مَنْ قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُمْ مَنْ لَمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ ۗ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ فَإِذَا جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ قُضِيَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُونَ ﴿٧٨﴾

     اوخامخاپه تحقيق ليږلي وومونږرسولان پخواله تانه چې ځينې له ( يولك ۲۴زره انبياؤ ) هغه ( ۲۹) انبياء دي چې قصې دهغوكړي دي مونږ تاته اوځينې لدغوهغه انبياء دي چې قصې نه دي كړي مونږتاته . اونه ووهيڅ رسول ته ( اونه يې مقدوروو)داچې راوړي كوم يودليل ( دقدرت دالله تعالى ) مګرپه اذن حكم دالله سره پس هركله چې راغى امرحكم دالله حكم فيصله به وكړه شي په حقه سره اوزيان به وكړي هلته باطلوونكى ( دحق درواغجنان ) .

    اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَنْعَامَ لِتَرْكَبُوا مِنْهَا وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿٧٩﴾

     الله هغه ( ذات ) دى چې پيداكړي يې دي تاسې ته چارپايان لپاره ددې چې سوريږۍ پرځينوددوى اوله ځينوددوى خورۍ تاسې

    وَلَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ وَلِتَبْلُغُوا عَلَيْهَا حَاجَةً فِي صُدُورِكُمْ وَعَلَيْهَا وَعَلَى الْفُلْكِ تُحْمَلُونَ ﴿٨٠﴾

     اودى تاسې لره په دغوانعاموكې ډيرې نفعې اولپاره ددې چې ورسيږۍ تاسې په دوى سره هغه حاجت ته چې په سينو( زړونو) ستاسې كې وي . اوپردغوانعامو( په بركې ) اوپربيړى ( په بحركې ) سورول كيږئ تاسې .

    وَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ فَأَيَّ آيَاتِ اللَّهِ تُنْكِرُونَ ﴿٨١﴾

     اوښيي تاسې ته دلائل ( دقدرت ) خپل پس له كوم يوه له دلائلو( دقدرت ) دالله څخه انكاركوۍ تاسې .

    أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿٨٢﴾

     آياپس نه دي گرځيدلي دوى په ځمكه ( ملكونو) كې پس چې وګوري دوى چې څرنګه شوعاقبت اخره خاتمه دهغوكسانو چې پخوالدوى نه ( تيرشوي ) ووچې ووهغوى ډيرزيات له دغو( كفارو) څخه اوډيرسخت ووپه ( بدني ) قوت او( مدني ) آثاروپه ځمكه كې پس هيڅ دفع ونه كړه لدوى نه هغه ( اعمال ) چې ووهغوى چې كسب پيداكول به يې چې اموال اورجال اونوروو ) .

    فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَرِحُوا بِمَا عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿٨٣﴾

     پس هركله چې رابه غلل دوى ته رسولان ددوى په ښكاره دلائلو( دقدرت ) نوخو شحاله به شول ( دغه كفاراستهزاء ) چې لدوى څخه به ووله علمه ( اخباره پوهنه ) اوچاپير( محيط منعكس ) شوپردوى هغه ( عذاب ) چې ووبه دوى چې په هغه پورې به يې مسخرې كولې .

    فَلَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا قَالُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَحْدَهُ وَكَفَرْنَا بِمَا كُنَّا بِهِ مُشْرِكِينَ ﴿٨٤﴾

     پس هركله چې وبه ليددوى ( په دنياكې ) سخت عذاب زمونږنو وبه يې ويل ايمان موراوړى دى په الله يواځې اوكافران شومونږپرهغوشيانوچې وومونږپه سبب دهغه شي مشركان ( چې بتان دي ) .

    فَلَمْ يَكُ يَنْفَعُهُمْ إِيمَانُهُمْ لَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا ۖ سُنَّتَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ فِي عِبَادِهِ ۖ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْكَافِرُونَ ﴿٨٥﴾

    پس نه ؤ( داكار) چې نفع ورسوي دوى ته ايمان ددوى هركله چې وبه ليددوى سخت عذاب زمونږ. ( طريقه ايښې ده الله ) طريقه دالله هغه چې په تحقيق تيره شوې ده په بندګانوددغه ( الله ) اوزيان كاره شول پدغه ځاى كې كافران ( چې ښكاره شوهغه متمادى خسران ددوى ) .