اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة فاطر(پښتو ژباړه)

    سورة فاطر(پښتو ژباړه)

    سورة فاطر(پښتو ژباړه)
    1 (20%) 1 vote

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

    الْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَاعِلِ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا أُولِي أَجْنِحَةٍ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۚ يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاءُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿١﴾

     ټوله ثناء صفت خاص ( هغه ) الله ته دي چې بې له نمونې پيداكوونكى دى دآسمانواودځمكې . ګرځوونكى دپرښتودى رسولان. (هسې ملائكې) چې خاوندانې دوزرو (مټو) دوو،دوواودريودريواوڅلوروڅلورودي . زياتوي ( الله ) په پيدائښت كې هومره چې اراده وفرمايي ( دهغو) بيشكه چې الله په هرشي باندې ( چې اراده وفرمايي ) ښه قادر دى ( چې ځنې يې دغسې تزئيداوتخليق دى ) .

    مَا يَفْتَحِ اللَّهُ لِلنَّاسِ مِنْ رَحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا ۖ وَمَا يُمْسِكْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُ مِنْ بَعْدِهِ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿٢﴾

     هرهغه شى چې پرانيځي الله لپاره دخلكوله رحمة خپل (لكه صحة وسعة) پس نشته هيڅوك بندوونكى دهغه . اوهرهغه شې چې بندكړي ( له عطاء خپل ) پس نشته ليږونكى دهغه ( هيڅوك ) پس له بندولودالله اوهمدې دى ښه غالب قوي ( په انفاذداحكامو) ښه حكمت والا( چې هركارپه تدبيراومصلحت سره كوي ) .

    يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ ﴿٣﴾

     اى خلكو! يادكړئ نعت دالله پرتاسې ( چې حيات اوروزي اونوريې دركړى دى ) آياشته بل كوم پيداكوونكى بيله الله ( بلكې نشته ) همدغه ( الله ) روزي دررسوي تاسې ته له ( طرفه ) د اسمانه ( په سبب دباران ) او( له محصولاتود) ځمكې (په سبب دزرغونولو) نشته لايق دعبادت بل هيڅوك مګرهمدى دى پس له كوم جهته ګرځولى كيږئ ( له توحيده شرك ته ) .

    وَإِنْ يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِكَ ۚ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ ﴿٤﴾

     اوكه درواغجن وشميرې ( دغه كفاراى محمده ! ) تاپس په تحقيق درواغجن شميرلى شوى وو ډير رسولان پخواله تانه ( نوته هم صبركوه په شان دهغو) اوخاص الله ته بيرته ګرځولى شي ټول كارونه ( په آخرت كې ) .

    يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ ۖ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۖ وَلَا يَغُرَّنَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ ﴿٥﴾

     اى خلكوبيشكه وعده دالله حقه ده ( چې قيامت حساب كتاب جزاشته ) . پس خبردارچې ندى كړى غره نه دې تيربا سي تاسې دغه ژوندون لږ خسيس اونه دې غره كړى ( تيرباسي ) تاسې به (كوم د) الله غره كوونكى ( شيطان )

    إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا ۚ إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ ﴿٦﴾

     بيشكه چې شيطا ن تاسې ته). دښمن دى پس تاسې هم نسئ دى ( خپل ) دښمن بيشكه همداخبره ده چې بولي شيطان ډله خپله ( ځاى دهلاك ته ) لپاره ددې چې شى دوى له ملګروددوزخ ( په آخرت كې ) .

    الَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ ﴿٧﴾

     هغه كسان چې كافران شوي دي شته دوى ته عذاب سخت اوهغه كسان چې ايمان يې راوړى دى ( اوله شيطانه يې مخالفت كړى دى ) اوكړي يې دي ښه ( عملونه ) شته دوى ته مغفرة بښنه اواجرډيرلوى

    أَفَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا ۖ فَإِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ ۖ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرَاتٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ﴿٨﴾

     آياپس هغه څوك چې ښائسته كړى شوي وي ده ته بدعمل نووينې يې ته ښائسته ، پس بيشكه چې الله ګمراه كوي هرهغه څوك چې اراده وفرمايي ( دګمراهي يې) اوسمه صافه لاره ښيي هرهغه چاته چې اراده وفرمايي ( دهدايت يې ) پس نه دې ځي ( نه دې هلاكيږي ) نفس ستا( په ګمراهي ) ددوى له جهته دافسوسه ، بيشكه چې الله ( ج ) ښه عالم دانادى په هغوكاروچې كوي يې دوى ( نوجزاء به وركړي دوى ته ) .

    وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَىٰ بَلَدٍ مَيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ كَذَٰلِكَ النُّشُورُ ﴿٩﴾

     اوالله هغه ( مطلق قادر) دى چې ليږلى يې دى بادونه پس راپورته كوي ( بادونه ) وريځې پس راكاږومونږدغه وريځې هغه كلى ( ځمكې ) مړې ( وچې دکلكې بې وښو) ته پس ژوندى كوومونږپه هغو( اوبو) ځمكه پس له مړوالي ( وچوالي ) دهغې همداسې به وي حال دبياژوندي پورته كيدلوهم .

    مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا ۚ إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ ۚ وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۖ وَمَكْرُ أُولَٰئِكَ هُوَ يَبُورُ ﴿١٠﴾

     هرهغه څوك چې وي چې اراده لري دعزت پس خاص الله ته دى عزت ټول . خاص همدغه ( الله ) ته پورته خيژي خبرې پاكې ( يعنې مقام دقبول اورضادده ته ) . اوعمل صالح نيكه پورته كوي دغه ( خپل عامل اوعزتمن كوي يې ) . اوهغه كسان چې جوړوي ( تاته دقتل ، حبس ، نفي) مكرونه ناكاره شته دوى ته عذاب ډيرسخت ، اومكرفريب ددغو( قريشوچې دى ستاپه باب كې ) همغه فاسدباطل هلاك دى .

    وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَاجًا ۚ وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنْثَىٰ وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِ ۚ وَمَا يُعَمَّرُ مِنْ مُعَمَّرٍ وَلَا يُنْقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلَّا فِي كِتَابٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ ﴿١١﴾

     اوالله پيداكړي يې تاسې ( يعنې اول ځلي نيكه دتاسې ) له خاوروبيا( تاسې اولاده يې پيداكړى ) له څاڅكې ( دمني ) بيايې وګرځولى تاسې جوړې جوړې ( ښځه اوميړه لپاره دتوالداوتناسل ) اونه اخلي هيڅ ښځه اونه ږدي ( حمل هيڅ ښځه ) مګرعلم دالله سره ، اونشي اوږديدلى عمردهيڅ عمراوږدكړى شوى اونه هيڅ قدركمولى شي له عمرددغه ( معمر) څخه ( ياله عمره دبل معمرڅخه يعنې تزئيداوتنقيص دعمرنه دى ) مګرپه كتاب ( دلوح محفوظ كې ښكلى دى ) بيشكه دغه ( لنډول اواوږدول دعمر) پرالله ډيرآسان دي .

    وَمَا يَسْتَوِي الْبَحْرَانِ هَٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ سَائِغٌ شَرَابُهُ وَهَٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ ۖ وَمِنْ كُلٍّ تَأْكُلُونَ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُونَ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا ۖ وَتَرَى الْفُلْكَ فِيهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿١٢﴾

     اونه برابريږي سره هغه دواړه بحرونه سيندونه دايوخوږدى تنده لرې كوونكى خوندورې ښي هضميدونكې ښې تيريدونكې اوبه دده اودابل تريودى تريخ اوله هريوه له دغو( دواړوبحروسيندڅخه ) خوري تاسې غوښې تازه ( دمهي اوراباسۍ ( له دغه ترخه سينده ) ګاڼه ( دمرغلرواومرجانو) چې اغوندي ( اواغوندوي ښځوخپلوته ) . او( تل ) وينې ته پيړۍ ( اوجهازون ) په دغه ( بحرسند) كې تلونكى څيروونكى ( داوبو) لپاره ددې چې طلب كړئ تاسې له فضله دالله ( په تجارت كې ) اولپاره ددې چې تاسې شكروباسئ ( په دغه لوى نعمت ) .

    يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ۚ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِنْ قِطْمِيرٍ ﴿١٣﴾

     ننباسي ( الله ) شپه په ورځ كې اوننباسي ورځ په شپه كې اومسخرپه كاركې يې لګولى دى لمراو سپوږ مۍ چې هريوبهيږي ( رهي دى ) تريوې نيټې په نامه كړى شوى ( چې ورځ دقيامت ده ) . دغه ( ذات موصوف په پاس صفاتو) الله دى رب ستاسې خاص همده ته دى ملك پاچاهي اوهغه ( بتان ) چې بولي يې تاسې ( اى مشركانواوعبادت يې كوۍ ) بې له دغه ( الله ) نه ندى مالكان دوى دنرۍ پردې ( چې په زړې ) دخرماؤ( كې پرته وي ) .

    إِنْ تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ ۚ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ ﴿١٤﴾

     كه وبولئ تاسې ( اى منكرانو) دغه بتان نه آوري ( دغه بتان ) بلنه ستاسې اوكه ( بالفرض ) وايي وري دوى نونه به شي دركولى جواب ستاسې ( ځكه چې ژبه نه لري ) ، اوپه ورځ دقيامت به منكران شي دوى په شريك كولوستاسې ( باندې دوى لره سره له الله نه ) ، اوخبربه نه كړي تا( له حقيقت ددې كارهيڅ خبرونكى ) په شان ( دخبرولودهغه ښه عالم ) ښه خبردار( الله ) .

    يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿١٥﴾

     اى خلقو تاسې فقيران محتاجان يئ الله ته ، اوالله همدى دى غني بې پروا ښه حمدثناءويلى شوى .

    إِنْ يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِيدٍ ﴿١٦﴾

     كه اراده وفرمايي ( الله ) دبيولوستاسې ( په هلاك سره نوبوبه موځي ) اورابه ولي نورمخلوق نوى ( بدل دتاسې )

    وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ ﴿١٧﴾

     اونه دي دغه ( شړل ستاسې اوراوستل دنورو) پرالله څه سخت مشكل .

    وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۚ وَإِنْ تَدْعُ مُثْقَلَةٌ إِلَىٰ حِمْلِهَا لَا يُحْمَلْ مِنْهُ شَيْءٌ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰ ۗ إِنَّمَا تُنْذِرُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَيْبِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ ۚ وَمَنْ تَزَكَّىٰ فَإِنَّمَا يَتَزَكَّىٰ لِنَفْسِهِ ۚ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ ﴿١٨﴾

     اونه اخلي ( هيڅ نفس عاصي ) باردګناه دبل نفس اوكه راوبولي دروندبارى ( بل څوك باردګناهو) خپلوته وابه نه خيستى شي له هغه څخه هيڅ شى اواګركه وي ( دغه بللى شوى ) خاونددخپلوي هم ، بيشكه همداخبره ده چې ويروې ته هغه كسان چې ويريږي له ربه خپله په غيبوسره اوقائموي ( سم اداء كوي سره له ټولوحقوقو) لمونځ. اوهرڅوك چې ځان پاك كړي ( له شركه اومعاصي ) پس بيشكه همداخبره ده چې ځان يې پاك كړلپاره ( دنفعي ) دځان خپل اوخاص ( طرف ) دالله ته ورتله دى ( د هرچا) .

    وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَىٰ وَالْبَصِيرُ ﴿١٩﴾

     او نه برابريږي سره ړوند( كافر) اوليدونكى ( مؤمن )

    وَلَا الظُّلُمَاتُ وَلَا النُّورُ ﴿٢٠﴾

     اونه تياره ( باطل )اونه رڼا( حق )

    وَلَا الظِّلُّ وَلَا الْحَرُورُ ﴿٢١﴾

     اونه سيورى ( ثواب ياجنت ) اونه تودباد( عقاب يادوزخ )

    وَمَا يَسْتَوِي الْأَحْيَاءُ وَلَا الْأَمْوَاتُ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُسْمِعُ مَنْ يَشَاءُ ۖ وَمَا أَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَنْ فِي الْقُبُورِ ﴿٢٢﴾

     او نه برابريږي سره ژوندي ( علماء) اونه مړي ( جهلاء ). بيشكه چې الله آوروي هرهغه چاته چې اراده وفرمايي ( دآورولويې) ، اونه يې ته ( اى محمده ! ) اوروونكى ( دنافع قوا ) هغوته چې په قبوروهديروكې دي

    إِنْ أَنْتَ إِلَّا نَذِيرٌ ﴿٢٣﴾

    نه يې ته ( اى محمده ! ) مګرويروونكى ( دمنكرانوله جحيمه ) .

    إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا ۚ وَإِنْ مِنْ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِيهَا نَذِيرٌ ﴿٢٤﴾

     بيشكه چې مونږليږلى مويې ته په حق رښتيا( دين ) سره زيرى وركوونكى ( دجنت مؤمنانوته ) اوويروونكى ( له دوزخ كفاروته ) اونه ؤ هيڅ امت مګرچې تيرشوى په هغه كې كوم ويروونكى .

    وَإِنْ يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ وَبِالزُّبُرِ وَبِالْكِتَابِ الْمُنِيرِ ﴿٢٥﴾

     اوكه دروغجن بولي ( كفار) تا ( نومه خپه كيږه ځكه چې ) پس په تحقيق درواغجن يې بللى وو( انبياخپل ) هغوكسانوچې ووپخواله دېنه چې راغلى ؤ دوى ته رسولان ددوى په ښكاره دلائلو( دقدرت ) اوپه صحيفوسره اوپه كتاب ښكاره كوونكى ( دحق اوباطل ) .

    ثُمَّ أَخَذْتُ الَّذِينَ كَفَرُوا ۖ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿٢٦﴾

     بيامې ونيول هغه كسان چې كافران شوي ؤوپه سخت عذاب سره ) پس څرنګه شوانكارزما( اوتغيرددوى په عذاب سره ).

    أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا ۚ وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ ﴿٢٧﴾

     آيانه وينې ته چې بيشكه الله نازلې كړې دي له ( جانبه ) داسمانه اوبه پس راويستلى مونږپه وسيله ددې ( اوبو) ميوې په دې حال چې مختلف دي رنګونه ددغو( ميوو) . اوځينې له غرونو(خاوندان د) لارې ( ټوټې ټوټې ) دي سپينې اوسرې چې مخالف دى سره رنګونه ددغو( ليارو) او( ځنې ددوى ) تك توردى

    وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالْأَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ كَذَٰلِكَ ۗ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ ﴿٢٨﴾

     او( همداسې ) له خلكوڅخه هم او( همداسې له نورو) ژونديوخوځيدونكواوڅارويوڅخه هم چې سره مخالف دي رنګونه دهغوهمداسې ( لكه دغه اختلافات ) ؛ بيشكه همداخبره ده چې ويريږي له الله څخه له بندګانوددغه ( الله ) پوهان عالمان ، بيشكه الله ښه غالب قوي دى ( په انفاذ داحكامو) ښه مغفرت كوونكى دى ( دخطياتو) .

    إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَنْ تَبُورَ ﴿٢٩﴾

     بيشكه هغه كسان چې لولي كتاب دالله ( قرآن ) اوقايموي ( تل سم اداء كوي سره له ټولوحقوقو) لمونځ اولګوي ( په لاره دالله كې ) ځنې له هغوشيانوڅخه چې وركړي مودي دوى ته ( لګوي يې ) په پټه اوپه ښكاره اميدلري دوى دداسې يوه تجارت چې له سره نه هلاك كيږي .

    لِيُوَفِّيَهُمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ ۚ إِنَّهُ غَفُورٌ شَكُورٌ ﴿٣٠﴾

     لپاره ددې چې پوره ورسوي ( الله ) دوى ته اجرونه ( دعملونو) ددوى اوزيات وركړي دوى ته له فضله خپله بيشكه چې دغه ( الله ) ښه بښونكى ( دعصاتو) دى ښه قبلونكى ( داحسان دمحسنينو) دى .

    وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِعِبَادِهِ لَخَبِيرٌ بَصِيرٌ ﴿٣١﴾

     اوهغه چې وحى كړې ده مونږتاته له كتابه ( قرآنه) همغه حق رښتياده په دغه حال كې چې مصدق رښتينى كوونكى دى دهغوكتابونو چې پخوالدينه وو، بيشكه الله پربندګانوخپلوخامخاښه خبرداردى ( په باطن ددوى ) چې ليدونكي دي ( په ظاهرددوى )

    ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا ۖ فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ وَمِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ ﴿٣٢﴾

     بيامووارث وګرځول ( اوورموكړدا) كتاب ( قران ) هغوكسانوته چې غوره كړى مودى له بندګانوخپلو( چې دغه محمدي امت دى ) پس ځينې به دوى ظالم دى پرخپل ځان اوځينې له دوى په منځ دلارې كې برابرتلونكي دي اوځينې له دوى ړومبى كيدونكي دي خيراتونيكيوته په اذن حكم دالله دغه ( توريث اوغوره كول همدغه ) يوفضل دى ډيرلوى .

    جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا ۖ وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ ﴿٣٣﴾

     جنتونه دهستوګنې دي ننوځي به ( دغه درې واړه طائفې ) په هغوكې ګاڼه داركولى شي په دغه ( جنت ) كې له باهوګانو( وښيو) څخه له سروزرو( خالصو) اوله مرغلرو( صافو) اوجامې ددوى په دغه ( جنت ) كې دوريښمو( مخصوصو) به وي .

    وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ ۖ إِنَّ رَبَّنَا لَغَفُورٌ شَكُورٌ ﴿٣٤﴾

     اووبه وايي ( جنتيان په وخت ددخول دجنت كې ) ټوله ثناء صفت خاص الله ته دى هغه الله چې بولې ته ( لرې يې كړ) له مونږڅخه خپګان ، بيشكه رب زمونږخامخاښه بښونكى (د عاصيانو) ښه قدردان (دنيكانو) دى .

    الَّذِي أَحَلَّنَا دَارَ الْمُقَامَةِ مِنْ فَضْلِهِ لَا يَمَسُّنَا فِيهَا نَصَبٌ وَلَا يَمَسُّنَا فِيهَا لُغُوبٌ ﴿٣٥﴾

     هغه ( رب ) چې رايې وستومونږكورداقامت ( جنت ته ) له فضله خپله چې نه رسيږي مونږته په دغه ( جنت ) كې هيڅ مشقت اونه رسيږي مونږته په دغه ( جنت ) كې هيڅ ستوماني خپګان

    وَالَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ نَارُ جَهَنَّمَ لَا يُقْضَىٰ عَلَيْهِمْ فَيَمُوتُوا وَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمْ مِنْ عَذَابِهَا ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي كُلَّ كَفُورٍ ﴿٣٦﴾

     اوهغه كسان چې كافران شوي دي شته دوى ته اورددوزخ حكم به ونه كولى شي پردوى ( ددوهم مرګ چې پس مړ ) ( اوپه آرام ) شي اونه به سپكوالى كولى شي له دوى نه له عذابه ددې ( اورددوزخ ) همداسې جزاء وركوومونږهرناشكره ( بې ايمانه ) ته.

    وَهُمْ يَصْطَرِخُونَ فِيهَا رَبَّنَا أَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ ۚ أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُمْ مَا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَنْ تَذَكَّرَ وَجَاءَكُمُ النَّذِيرُ ۖ فَذُوقُوا فَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ نَصِيرٍ ﴿٣٧﴾

     اودوى به نارې سورې وهى په دغه دوزخ كې ( اوداسې به وائي ) اې ربه زمونږ ( يوكرت ) راوباسه مونږ ( بيرته دنياته چې هلته ) عمل وكړوصالح نيك غيرله هغه چې وومونږ چې كاوه به مو( پخوالدې بد عمل ) ايانه ودركړى مونږ تاسې ته دومره ( موده ) چې پنداخلي په هغه كې هر هغه څوك چې پنداخيستل غواړي اوراغلې ؤ تاسې ته ويروونكى ( چې دهغوخبره موونه منله ) پس وڅكئ ( عذاب ) پس نشته ظالمانو( كافرانو) ته هيڅوك مددګار( چې له عذابه يې خلاص كړى ) .

    إِنَّ اللَّهَ عَالِمُ غَيْبِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿٣٨﴾

     بيشكه چې الله عالم دى په پټو( اسرارو) دآسمانونو اوځمكې بيشكه الله ښه عالم دى پرهغو خبرو چې پټې دي په سينوزړونوكې .

    هُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلَائِفَ فِي الْأَرْضِ ۚ فَمَنْ كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُ ۖ وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ كُفْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ إِلَّا مَقْتًا ۖ وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ كُفْرُهُمْ إِلَّا خَسَارًا ﴿٣٩﴾

     دغه ( الله ) همغه ذات دى چې ګرحولى ئې يې تاسې خليفګان ( دتيروخلكو) په ځمكه كې ؛ پس هرڅوك چې كافرشو( يايې ناشكري وكړه ) پس پرهغه دى ( دغه ) كفر( ياكفران ) دده اونه زياتوي كافرانوته كفرددوى په نزد درب ددوى مګر بې زارې غضب ( درب په دوى ) اونه زياتوي كافرانولره كفرددوى مګر خساره زيان ( په اخرت كې ) .

    قُلْ أَرَأَيْتُمْ شُرَكَاءَكُمُ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ أَمْ آتَيْنَاهُمْ كِتَابًا فَهُمْ عَلَىٰ بَيِّنَتٍ مِنْهُ ۚ بَلْ إِنْ يَعِدُ الظَّالِمُونَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا ﴿٤٠﴾

     ووايه ( اې محمده ! دوى ته ) آياوينئ تاسې شريكان ستاسې هغه چې بلل به مو( اوعبادت به موكاوه ددوى ) غيرله الله ، راوښيئ ماته چې كوم شى پيداكړى دى ( دغومعبودانوستاسې ) له ځمكې څخه اوكه شته دوى ته ( كوم قسم ) شريكوالى په ( پيدايښت د) آسمانوكې ( له الله سره ). ياوركړى دى مونږدوى ته كتاب پس دوى پرپاخه حجت ولاړله هغه كتابه ( اودايوهم نه دى ) . بلكې نه كوي وعده داظالمان ( مشركان ) ځنې ددوى ( چې غټان اومشران دي ) ځنې نوروته ( چې خواران اوكشران دي ) مګرغره كول ( اوفريب وركول ) .

    إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ أَنْ تَزُولَا ۚ وَلَئِنْ زَالَتَا إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِنْ بَعْدِهِ ۚ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا ﴿٤١﴾

     بيشكه الله ساتي ( دغه ) آسمانونه اوځمكه له دينه چې زائل شي ( اوله خپله محوره بې ځايه شي ) او( قسم دى ) كه ( بالفرض ) مخ په زوال شي دادواړه نووبه نه ساتي ( له زواله ) دغه دواړه بل هيڅوك ماسواء له دغه ( الله ) نه ، بيشكه دغه ( الله ) دى ښه تحمل والا( چې تعجيل نكوي په تعذيب دمنكرينو) ښه بښونكى ( دتائبانو) .

    وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِنْ جَاءَهُمْ نَذِيرٌ لَيَكُونُنَّ أَهْدَىٰ مِنْ إِحْدَى الْأُمَمِ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُمْ نَذِيرٌ مَا زَادَهُمْ إِلَّا نُفُورًا ﴿٤٢﴾

     اوقسمونه به خوړل ( كفارودمكې ) پرالله پرسختوقسموخپلوسره خامخاكه چيرې راغى دوى ته كوم ويرونكى ( پيغمبر) خامخاوي به دوى هرومرو ښه لياره موندونكي له يوه ( له تيرو) امتونوپس كله چې راغى دوى ته ويرونكى ( چې محمد دى ) نوزيات نكړ(دغه راتګ ) دوى ته مګرتيښته ( له حقه )

    اسْتِكْبَارًا فِي الْأَرْضِ وَمَكْرَ السَّيِّئِ ۚ وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ ۚ فَهَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا سُنَّتَ الْأَوَّلِينَ ۚ فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَبْدِيلًا ۖ وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَحْوِيلًا ﴿٤٣﴾

     لپاره دلويي غوښتلوپه ځمكه او( لپاره ) دمكربد ( په رسول پورې چې هلاك يې كړي ) اونه چاپيركيږي مكرفريب ناكاره مګرخوپه اهل خپل ( چې مكركوونكى دى ) پس آياانتظاركوي دوى ( يعنې نه كوي ) مګرطريقې ( جاري دالله ته په امتو) پخوانيوكې ؛ پس له سره به نه مومې ته سنت ، عادت الله ته هيڅ تبديل ( اړول ) اوبيابه له سره نه مومي ته سنت عادت دالله ته هيڅ تحويل ( ګرځول ) .

    أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَكَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً ۚ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعْجِزَهُ مِنْ شَيْءٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا ﴿٤٤﴾

     آيانه دى ګرځيدلى ( دغه كفاردمكې ) په ځمكه ( ملكو) كې پس چې ووينې ( په دغواوطانوكې چې ) څرنګه ؤ عاقبت آخره خاتمه دهغوكسانو چې پخواله دوى نه ( تيرشوي ) دي اوودوى ډيرسخت له دغو( كفارو) څخه له جهته دقوت اونه دى الله ( داسې )چې عاجزيې كړي كوم شي نه به آسمانوكې اونه په ځمكه كې ، بيشكه چې الله دى ښه عالم ( په احوال دمخلوقاتو) ښه قادر(په اجرادارادې خپلې ) .

    وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِمَا كَسَبُوا مَا تَرَكَ عَلَىٰ ظَهْرِهَا مِنْ دَابَّةٍ وَلَٰكِنْ يُؤَخِّرُهُمْ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى ۖ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِعِبَادِهِ بَصِيرًا ﴿٤٥﴾

     اوكه چيرې نيولى واى الله داخلك په سبب دهغوبدواعمالو) چې كوي يې دوى نونه به يې پريښې واى پرشادځمكې هيڅ ژوندي خوځېدونكى تلونكى ( په شامت دعاصيانو ) وليكن وروستى كوي ( الله ) دوى تر نيټې په نامه كړى شوې پورې،كله چې راشي اجل ( نيټه ) ددوى پس بيشكه چې الله دى پربندګانوخپلوښه ليدونكى بيا( نووربه كړي دوى ته جزاسم له اعمالوددوى ) .