كهيعص (١)

كهيعص

ذِكْرُ رَحْمَةِ رَبِّكَ عَبْدَهُ زَكَرِيَّا (٢)

( داچې لوستل كيږي) يادول دمهربانۍ درب ستادى په بنده خپل زكريا.

إِذْ نَادَى رَبَّهُ نِدَاءً خَفِيًّا (٣)

كله چې غږ (سوال) يې وكړرب خپل ته ، غږ (سوال) ورو(په نيمه شپه كې)

قَالَ رَبِّ إِنِّي وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّي وَاشْتَعَلَ الرَّأْسُ شَيْبًا وَلَمْ أَكُنْ بِدُعَائِكَ رَبِّ شَقِيًّا (٤)

 وويل (زكرياپخپله دعاء كې )اى ربه زمابيشكه زه چې يم كمزوري شوي دي ټول هډوكي له ماڅخه اوشغلې وهي سر(زما) له زړوالي نه حال داچې هيچيرې نه يم پاتې شوى په سوال (زما) له تانه اى ربه زما محروم نااميده .

وَإِنِّي خِفْتُ الْمَوَالِيَ مِنْ وَرَائِي وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا فَهَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا (٥)

 اوبيشكه زه ويريږم له دې خپلوانو(خپلو) له وروسته (دمرګه) زما(دخرابولوددين ستا) اوده ښځه زما شنډه نووبښه ماته له طرفه خپله يومتولي (ددينې اموروحق وارث )

يَرِثُنِي وَيَرِثُ مِنْ آلِ يَعْقُوبَ وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِيًّا (٦)

 چې ميراث يوسي له ماڅخه (ديني امور) اوميراث يوسي (علم اوحكمت ) له آل ديعقوب نه اووګرځوې دى اى ربه زما غوره كړى شوى .

يَا زَكَرِيَّا إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلامٍ اسْمُهُ يَحْيَى لَمْ نَجْعَلْ لَهُ مِنْ قَبْلُ سَمِيًّا (٧)

 اى زكريا بيشكه مونږزيرى دركووتاته په يوداسې هلك چې نوم يې يحيى دى نه مودى گرځولى ده ته پخوالدينه په دغه نامه (اوصفت بل همنامى )

قَالَ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلامٌ وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا وَقَدْ بَلَغْتُ مِنَ الْكِبَرِ عِتِيًّا (٨)

 وويل (زكريا) اې ربه زماڅرنګه به وي مالره هلك اوده ښځه زما شنډه اوپه تحقيق رسيدلى يم زه له ډيرزوړالي نه ډيرضعف ته .

قَالَ كَذَلِكَ قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ وَقَدْ خَلَقْتُكَ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَيْئًا (٩)

 وويل ( الله ، کار ) همداسې دى ( لکه چې تاوويل ) وويل رب ستا چې داکار په ما آسان دى اوپه تحقيق پيداکړى مې يې ته پخوا له دې نه او نه وې ته هيڅ شى .

قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِي آيَةً قَالَ آيَتُكَ أَلا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلاثَ لَيَالٍ سَوِيًّا (١٠)

 وويل (زكرياله ډيرې خوشالۍ ) اى ربه زماوګرځوه ماته يوه نښه ، وويل (الله) چې نښه ستاداده چې نه به كوې ته خبرې له خلكوسره درې شپې (اوورځې پرله پسې ) په دې حال چې روغ اوجوړبه اوسې (بېخي كامل الخلقت بې له ګونګوالي )

فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ مِنَ الْمِحْرَابِ فَأَوْحَى إِلَيْهِمْ أَنْ سَبِّحُوا بُكْرَةً وَعَشِيًّا (١١)

 نوووت (زكريا) پرقوم خپل له خپل محراب (حجرې يامعبد) څخه نواشاره يې وكړه هغوى ته داسې چې تسبيح وايئ تاسې سبااوبيګا

يَا يَحْيَى خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا (١٢)

 اى يحيى واخله داكتاب (تورات) په قوت (دزړه سره) اووركړمونږدغه يحيى ته حكم (حكمت اونبوت) په دغه حال كې چې دى هلك ؤ

وَحَنَانًا مِنْ لَدُنَّا وَزَكَاةً وَكَانَ تَقِيًّا (١٣)

 او( بل وركړى ؤمونږيحيى لره رحمت مهرباني) حال داچې مهربان ؤ(په خلكو) له نزدزمونږاوپاكى (له ګناهونو) اوؤ(يحيى ) پرهيزګار.

وَبَرًّا بِوَالِدَيْهِ وَلَمْ يَكُنْ جَبَّارًا عَصِيًّا (١٤)

 اونيكوكارپرموراوپلارخپل اونه ؤسركشه نافرمانه (له ربه اوپخپل سر ).

وَسَلامٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا (١٥)

 اوسلام دې وي په هغه (يحيى دالله لخوا) په هغه ورځ چې پيداشو(دشيطان له مسه كولونه) اوپه هغه ورځ چې مري (دځنكدن له سختيواودقبرله عذابه) اوپه هغه ورځ چې پورته كړى شي دى ژوندى .

وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ إِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِيًّا (١٦)

 اويادكړه په دغه كتاب كې (قصه د) مريمې كله چې په څنګ شوه (لاړه) له كورنۍ خپلې هغه ځاى ته چې (دكورپه) شرقي (ډډه كې ) ؤ

فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا (١٧)

 پس ونيوله له طرفه ددوى پرده (دحيض دغسل لياره ) نووليږه مونږدې ته (له غسل اوجامواغوستلونه وروسته ) روح خپل نوځان يې جوړكړدې ته سړى كامل .

قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَنِ مِنْكَ إِنْ كُنْتَ تَقِيًّا (١٨)

 نووويل ( مريمې دغه ځلمي ته ) پيشكه زه پناه غواړم په رحمن له تانه كه يې ته پرهيزګار( نوله ماڅخه په ډډه شه ! )

قَالَ إِنَّمَا أَنَا رَسُولُ رَبِّكِ لأهَبَ لَكِ غُلامًا زَكِيًّا (١٩)

 وويل (جبرئيل) بيشكه همداخبره ده چې زه راليږلى شوى درب ستايم لپاره ددې چې وبښم تاته (په امردرب ستا) يوهلك صالح (ګناه نه پاك)

قَالَتْ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلامٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّا (٢٠)

 وويل مريمې (له ډيره تعجبه) څرنګه به پيداشي ماته زوى حال داچې نه دى رسيدلى ماته هيڅ بشر(په نكاح) اونه ومه زه هيچيرې بدكاره

قَالَ كَذَلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ وَلِنَجْعَلَهُ آيَةً لِلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِنَّا وَكَانَ أَمْرًا مَقْضِيًّا (٢١)

 نوويل (جبرئيل مريمې ته كار) همداسې دى (لكه چې ته وايې خو) فرمايلي دې رب ستادغه ( كار) په ماباندې آسان دى اوچې وگرځوومونږدغه (هلك لويه) علامه دليل (دكامل قدرت) لپاره دخلكواومهرباني له طرفه زمونږ اودى (پيداكيدل دده بې له پلاره ) يوكارمقرركړى شوى (له ازله )

فَحَمَلَتْهُ فَانْتَبَذَتْ بِهِ مَكَانًا قَصِيًّا (٢٢)

 نوحامله شوه (مريمه) پدغه (عيسى) سره نوپه څنګ شوه سره له دغه (عيسى) يوځاى لرې ته .

فَأَجَاءَهَا الْمَخَاضُ إِلَى جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ يَا لَيْتَنِي مِتُّ قَبْلَ هَذَا وَكُنْتُ نَسْيًا مَنْسِيًّا (٢٣)

 پس راوسته مريمه ددرد دزيږېدلوبيخ دونې دخرماته (دتكيې لپاره كله چې عيسى متولدشو) وويل ( مريمې له ډيرې حياء ) كشكې زه مړه واى زه پخواله دې اوواى زه هيره شوې بيخي له زړووتلې .

فَنَادَاهَا مِنْ تَحْتِهَا أَلا تَحْزَنِي قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا (٢٤)

 پس غږوكړ(پرښتې) دغې ( مريمې ) ته له لاندې طرفه ددې چې مه خفه كيږه په تحقيق سره گرځولى ده رب دتالاندې (له قدمو) دتا چينه (ياسردارچې عيسى دى)

وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا (٢٥)

 اووخوزوه (وڅنډه) خپل ځان ته بيخ دخرماچې راتوى كړي پرتاخرماپخې تازه .

فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنْسِيًّا (٢٦)

 پس خوره (داخرما) اوڅكه (داوبه) او (رڼې) يخې كړه سترګې خپلې (په عيسى اوخوشحاله شه ) پس كه وليدتا له خلكوڅخه يوڅوك (چې دعيسى دتولدپوښتنه يې درڅخه كوله ) نووايه بيشكه مانذركړې مې ده په ځان رحمن ته روژه (له خبرو) نوله سره به خبرې ونكړم زه نن ورځ له هيڅ يوه انسان سره .

فَأَتَتْ بِهِ قَوْمَهَا تَحْمِلُهُ قَالُوا يَا مَرْيَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَيْئًا فَرِيًّا (٢٧)

 پس راغله (مريمه ) سره لدغه (عيسى) قوم خپل ته چې اخيستى يې ؤهغه (عيسى په غيږكې چې قوم يې وليده) نووويل (يهوديانو) اى مريمې په تحقيق راوړى دى (اوكړى دى ) تايوعجيب كارمخالف له عادت څخه .

يَا أُخْتَ هَارُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا (٢٨)

 اى خورې دهارون ! نه ؤپلارستاسړى دبدې اونه وه مورستابدكاره (نوته ولې داسې شوې ؟)

فَأَشَارَتْ إِلَيْهِ قَالُوا كَيْفَ نُكَلِّمُ مَنْ كَانَ فِي الْمَهْدِ صَبِيًّا (٢٩)

 نواشاره وكړه (مريمې) هغه ته (چې له دغه عيسى سره وغږيږئ ! ) نووويل (خلكو) څرنګه خبرې وكړومونږله هغه چاسره چې دى هغه په زانګو(ياغيږ) كې وړكى (تى رودونكى )

قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا (٣٠)

وويل (عيسى) چې بيشكه زه بنده دالله يم ! راكړى يې دى ماته كتاب اوگرځولى يې يم نبي .

وَجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنْتُ وَأَوْصَانِي بِالصَّلاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا (٣١)

 اوګرځولى يې يم بركتي په هرځاى كې چې يم اوتاكيديې كړى دى ماته په لمانځه سره اوپه زكات سره ترڅوچې زه يم ژوندى .

وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا (٣٢)

او(ګرځولى يې يم الله ) نيكي كونكى له مورخپلې سره اونه يې ګرځولى سركشه بدبخته .

وَالسَّلامُ عَلَيَّ يَوْمَ وُلِدْتُ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّا (٣٣)

 او(وويل عيسى) سلام دې په ماپه هغه ورځ چې زيږولى شوى يم (دشيطان له مس كولواونوروبديواوخرافاتونه) اوپه هغه ورځ چې مرم به (دځنكدن اودقبرله عذاب څخه ) اوپه هغه ورځ چې پورته به كړى شم ژوندى (دقيامت له عذاب څخه )

ذَلِكَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ قَوْلَ الْحَقِّ الَّذِي فِيهِ يَمْتَرُونَ (٣٤)

 دغه (موصوف) عيسى زوى دمريمې دى (الله دده په شان كې ويلي دي) خبره حقه رښتياهغه چې په دې كې سره جګړې كوي (خلك)

مَا كَانَ لِلَّهِ أَنْ يَتَّخِذَ مِنْ وَلَدٍ سُبْحَانَهُ إِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ (٣٥)

 نه ښائي الله ته داچې ونيسي ولد(يوڅوك) پاكي ده ده ته (له نيولودولدنه) هركله چې حكم وكړي دى ديوه كار پس بيشكه همداخبره ده چې وايي هغه ته (موجود) شه پس موجوديږي .

وَإِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ (٣٦)

 او (وويل عيسى) بيشكه الله رب زمادى اورب ستاسې دى نوعبادت كوئ تاسې دالله ! همدغه ده لاره سمه .

فَاخْتَلَفَ الأحْزَابُ مِنْ بَيْنِهِمْ فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ مَشْهَدِ يَوْمٍ عَظِيمٍ (٣٧)

 نوبيااختلاف وكړډلو(دنصاراودعيسى په باب كې) له منځ ددغو(خلكو) نوخرابي ده لپاره دهغوكسانوچې كافران شوي دي له حاضريدودهغې ورځې ډيرې لويې (دقيامت نه)

أَسْمِعْ بِهِمْ وَأَبْصِرْ يَوْمَ يَأْتُونَنَا لَكِنِ الظَّالِمُونَ الْيَوْمَ فِي ضَلالٍ مُبِينٍ (٣٨)

 څه ډيرښه اوريدونكى به وي دوى اوڅه ډيرليدونكى (به وي دوى) په هغې ورځې كې چې راّبه شي دوى مونږته خوظالمان نن ورځ په ګمراهي ښكاره كې دي .

وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الأمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ وَهُمْ لا يُؤْمِنُونَ (٣٩)

حال داچې دوى ( په دنيوي ) غفلت كې دي اودوى ايمان نه راوړي . اوويره وه ته دوى له ورځې دافسوس (اوارمان ) كله چې فيصله كړى شي كار(دحساب اوكتاب)

إِنَّا نَحْنُ نَرِثُ الأرْضَ وَمَنْ عَلَيْهَا وَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ (٤٠)

 بيشكه مونږ همدامونږوارثان كيږودځمكې اودهغه چاچې په دغه ځمكه دى اوخاص مونږته به راوستى شي دوى (دجزالپاره)

وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا (٤١)

 اويادكړه (اې محمده! امت خپل ته ) په كتاب (قران ) كې (قصه د) ابراهيم بيشكه دغه ( ابراهيم ) ؤ ډيررښتنى نبي .

إِذْ قَالَ لأبِيهِ يَا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لا يَسْمَعُ وَلا يُبْصِرُ وَلا يُغْنِي عَنْكَ شَيْئًا (٤٢)

 كله چې وويل (ابراهيم ) پلارخپل ته اې پلاره زما!، ولې عبادت كوې ته دهغه شي چې نه اوري اونه ويني اونه دفع كولى شي له تانه هيڅ .

يَا أَبَتِ إِنِّي قَدْ جَاءَنِي مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَاتَّبِعْنِي أَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِيًّا (٤٣)

 اى پلاره ځما! بيشكه زه چې يم په تحقيق راغلى دى ماته له هغه علمه هغه قدر چې نه دى راغلى تاته نومتابعت وكړه زما نو وبښيم تاته لاره سمه برابره

يَا أَبَتِ لا تَعْبُدِ الشَّيْطَانَ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَنِ عَصِيًّا (٤٤)

 اى پلاره زما! مكوه عبادت د شيطان ( دگناهونوپه كولو ) بيشكه شيطان دى درحمن څخه ډيرنافرمانه ( سركشه )

يَا أَبَتِ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يَمَسَّكَ عَذَابٌ مِنَ الرَّحْمَنِ فَتَكُونَ لِلشَّيْطَانِ وَلِيًّا (٤٥)

 اى پلاره زما! بېشكه زه چې يم ويريږم لدې نه چې وبه رسيږي تاته عذاب له رحمن څخه (دشيطان دمتابعت له امله) نوشې به ته شيطان ته دوست (ملگرى په دوزخ كې)

قَالَ أَرَاغِبٌ أَنْتَ عَنْ آلِهَتِي يَا إِبْرَاهِيمُ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ لأرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِي مَلِيًّا (٤٦)

 وويل (آزردابراهيم پلار) ايامخ گرځېدونكى يې ته له (عبادت د) معبودانوزمااى ابراهيمه !، كه منع نشوې ته (له دې كاره ) نوخامخاوبه ولم هرومروتاپه تيږو(يابدوخيرو) اوترك مې كړه (اولرې شه له مانه ) ډيره موده (چې رمى درونه رسيږي )

قَالَ سَلامٌ عَلَيْكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي إِنَّهُ كَانَ بِي حَفِيًّا (٤٧)

 وويل (ابراهيم ) سلام (دخبرودمتاركې ) دې وي په تاباندې . ژره به بښنه وغواړم تاته له رب خپل (څومسلمان شې) بيشكه چې الله دى پرماډيرمهربان

وَأَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَأَدْعُو رَبِّي عَسَى أَلا أَكُونَ بِدُعَاءِ رَبِّي شَقِيًّا (٤٨)

 اوپه څنګ به شم له تاسې (ټولوبت پرستانوڅخه ) اوله هغه څخه چې تاسې يې كوئ غيره له الله اوعبادت به كوم (يواځې ) درب خپل هيله ده ددې چې نشم زه په عبادت درب خپل كې بدبخته (نااميده لكه چې تاسې شويئ) .

فَلَمَّا اعْتَزَلَهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَكُلا جَعَلْنَا نَبِيًّا (٤٩)

 اوپه څنګ به شم له تاسې (ټولوبت پرستانوڅخه ) اوله هغه څخه چې تاسې يې كوئ غيره له الله اوعبادت به كوم (يواځې ) درب خپل هيله ده ددې چې نشم زه په عبادت درب خپل كې بدبخته (نااميده لكه چې تاسې شويئ) .

وَوَهَبْنَا لَهُمْ مِنْ رَحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِيًّا (٥٠)

 اوبښلى ؤ مونږدوى ته له رحمت خپل نه (نبوت اوحكمت) اوگرځولى وه مونږدوى ته (ابراهيم اودهغه زامنوته) ژبه درښتياؤ (دنيكۍ) ډيره پورته مشهوره .

وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مُوسَى إِنَّهُ كَانَ مُخْلَصًا وَكَانَ رَسُولا نَبِيًّا (٥١)

 اويادكړه (اې محمده! خپل امت ته) په كتاب (قران ) كې (قصه د) موسى . بيشكه هغه ؤ خالص كړى شوى (دالله له طرفه) اوودى رسول نبي .

وَنَادَيْنَاهُ مِنْ جَانِبِ الطُّورِ الأيْمَنِ وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيًّا (٥٢)

 اونداء كړې وه مونږ دغه (موسى) ته له طرفه د(غره د) طورچې (دموسى) ښي طرف ته ؤ اورانژدې كړى ؤمونږدى حال دا چې مونږله ده سره درازخبرې كولې

وَوَهَبْنَا لَهُ مِنْ رَحْمَتِنَا أَخَاهُ هَارُونَ نَبِيًّا (٥٣)

 اوبښلى ؤمونږدغه (موسى) ته له رحمت خپله وروردده هارون حال داچې نبي ؤ( زمااووزيرؤ دموسى )

وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِسْمَاعِيلَ إِنَّهُ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولا نَبِيًّا (٥٤)

 اويادكړه (اې محمده خپل امت ته ) په كتاب (قران) كې (قصه د) اسمعيل بيشكه چې دى ؤصادق (رښتنې) په وعده كې اوؤرسول نبي .

وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلاةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِنْدَ رَبِّهِ مَرْضِيًّا (٥٥)

 اوودى چې حكم به يې كاوه اهل (قوم ياامت) خپل ته په لمانځه سره اوپه زكات سره تفسير : يعنې نورو ته يې هدايت كاوه او په خپله د ښو اقوالو او غوره افعالو خاوند او مستقيم الحال او مرضى الخصال و .

وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِدْرِيسَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا (٥٦)

 اويادكړه (اى محمده خپل امت ته) په كتاب (قران ) كې (قصه د) ادريس بيشكه چې دى ؤډيررښتنى نبي .

وَرَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا (٥٧)

اوپورته كړى دى مونږ دى (ژوندى) ځاى ډيراوچت (جنت) ته .

أُولَئِكَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ مِنْ ذُرِّيَّةِ آدَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِنْ ذُرِّيَّةِ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْرَائِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَاجْتَبَيْنَا إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ

آيَاتُ الرَّحْمَنِ خَرُّوا سُجَّدًا وَبُكِيًّا (٥٨)

دغه ( مخكې ذكرشوي انبياء له زكريااوعيسى نه ترادريس پورې ) هغه كسان دي چې انعام كړى دى الله په دوى له انبياؤ څخه له اولادې دادم (لكه شيث اوادريس) اوله اولادې دهغوكسانوچې سواره كړي دي مونږسره له نوح (په بيړۍ كۍ لكه ابراهيم ، لوط،صالح) اوله اولادې دابراهيم (لكه اسماعيل اواسحاق ) اوله اولادې داسرائيل (يعقوب) (لكه موسى اوعيسى ) اوله هغه چانه چې لاره موښوولې وه (دوى ته) اوغوره كړې مووو (دوى دنبوت اوكرامت لپاره ) هركله چې به ولوستل شول په دوى باندې ايتونه درحمن نوپريوتل به (په ځمكه ) سجده كونكي اوژړيدونكي (دالله له ويرې ) .

فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا (٥٩)

 نوپيداشووروسته له دوى نه (داسې بد) خليفګان چې ضائع كړدوى لمونځ اومتابعت وكړدوى دنفسي غوښتنو نوژربه مخامخ شي دګمراهۍ (له بدعاقبت سره )

إِلا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلا يُظْلَمُونَ شَيْئًا (٦٠)

 مګرهغه چاچې توبه يې وويستله اوايمان يې راوړاوعمل يې وكړنيك پس دغه كسان به ننوځي جنت ته اوظلم به په دوى ونكړى شي هيڅ قدر(دثواب په لږوالي اودعقاب په زياتوالي ) .

جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدَ الرَّحْمَنُ عِبَادَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّهُ كَانَ وَعْدُهُ مَأْتِيًّا (٦١)

 جنتونودتل اوسيدلوهغوته چې وعده يې وكړې ده رحمن له بندګانوخپلوپه غيب باندې (چې نه يې دي ليدلي داجنتونه ) بيشكه شان دادى چې ده وعده ددده (چې جنت دى ) خامخاراځي به ورته (اهل يې )

لا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا إِلا سَلامًا وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِيهَا بُكْرَةً وَعَشِيًّا (٦٢)

 نه به اوري دغه (جنتيان) په دغه كې چټي خبرې مګر(اوري به ) سلام اودى دوى ته روزي ددوى په دغه (جنت) كې سبااوبيګا.

تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي نُورِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَنْ كَانَ تَقِيًّا (٦٣)

 دغه (چې ذكرمووكړ) جنت دى هغه چې په ميراث به وركوومونږله بندګانوخپلوهغه چاته چې وي پرهيزګار .

وَمَا نَتَنَزَّلُ إِلا بِأَمْرِ رَبِّكَ لَهُ مَا بَيْنَ أَيْدِينَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَيْنَ ذَلِكَ وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا (٦٤)

 تفسير : يعنې د آدم عليه السلام ميراث چې ړومبى جنت هغه ته رسېدلى و او ښائي د ميراث لفظ يې ځكه اختيار كړى وي چې د تمليك په اقسامو كې دا تمليك له ګردو څخه اتم او احكم قسم دى چې په دې كې نه د فسخى احتمال شته او نه د بېرته اخيستلو ، نه د ابطال او اقالى امكان په كې پيدا كېداى شي .

رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيًّا (٦٥)

 (الله) رب داسمانونودى او(رب) دځمكې دى او(رب) دهغوشيانودى چې په منځ ددوى كې دى نوعبادت كوه دده اوصبركوه په عبادت ددغه (الله) كې (په طاعت ، مصيبت اوله معصيت نه) . اياپيژنې ته ده ته كوم همنومى (اومثل بلكې نه يې لري)

وَيَقُولُ الإنْسَانُ أَئِذَا مَا مِتُّ لَسَوْفَ أُخْرَجُ حَيًّا (٦٦)

 اووايي (له بعث څخه منكر) انسان اياكله چې مړشم زه نوخامخابه راويستلى شم (له ځمكې) ژوندى (بلكې نه ژوندى كيږم اونه بل ژوندون شته)

أَوَلا يَذْكُرُ الإنْسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ يَكُ شَيْئًا (٦٧)

 ايانه يادوي (له بعث څخه منكر) انسان (داخبره) چې بيشكه مونږپيداكړى ؤدى پخواله دې نه اونه ؤدى هيڅ شى (بلكې مطلق عدم ؤ)

فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَالشَّيَاطِينَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِيًّا (٦٨)

 پس قسم دى په رب ستاچې خامخاراجمع به كړومونږهرومرودوى اوشيطانان (ټول) بيابه خامخاراحاضركړومونږهرومرودوى چاپيرله دوزخ په گونډوپراته (له ډيرهيبته) .

ثُمَّ لَنَنْزِعَنَّ مِنْ كُلِّ شِيعَةٍ أَيُّهُمْ أَشَدُّ عَلَى الرَّحْمَنِ عِتِيًّا (٦٩)

 بيابه خامخامونږبيل كړوله هرې ډلې نه هرهغه ددوى چې ډيرسخت دى په رحمن باندې له جهته دسركشۍ (اوزړورتوب ) .

ثُمَّ لَنَحْنُ أَعْلَمُ بِالَّذِينَ هُمْ أَوْلَى بِهَا صِلِيًّا (٧٠)

 بياخامخامونږ ښه عالم يوپه هغه كسانوچې دوى ښه وړدي له دغه (دوزخ ) سره له جهته دغورځولو، سوځولو،داخلولو،

وَإِنْ مِنْكُمْ إِلا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَقْضِيًّا (٧١)

 اونشته هيڅوك له تاسې مګرچې دى وارديدونكى ننوتونكى دى دغه ته (يعنې)دوزخ ته چې مؤمن په صراط تيريږي اوكافر ترلويږي ) دى (دغه تيريدل په اورباندې ) په رب ستايقيني حكم پرې كړى شوى

ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوْا وَنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا (٧٢)

 بيابه نجات وركړوهغوكسانوته چې پرهيزګاري يې كړې ده اوپرې به ږدوظالمان په دوززخ كې په گونډوپريوتلي .

وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَيُّ الْفَرِيقَيْنِ خَيْرٌ مَقَامًا وَأَحْسَنُ نَدِيًّا (٧٣)

 بيابه نجات وركړوهغوكسانوته چې پرهيزګاري يې كړې ده اوپرې به ږدوظالمان په دوززخ كې په گونډوپريوتلي .

وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْنٍ هُمْ أَحْسَنُ أَثَاثًا وَرِئْيًا (٧٤)

 اوڅومره ډيرهلاك كړي دي مونږپخواله دوى نه له (اهل د) زمانې چې هغوى ښه وودسامان ،شكل،ډول اومنظرله حيثه

قُلْ مَنْ كَانَ فِي الضَّلالَةِ فَلْيَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمَنُ مَدًّا حَتَّى إِذَا رَأَوْا مَا يُوعَدُونَ إِمَّا الْعَذَابَ وَإِمَّا السَّاعَةَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَكَانًا وَأَضْعَفُ جُنْدًا (٧٥)

 ووايه (اى محمده ! دوى ته) هرڅوك چې وي په ګمراهي كې پس زياتوي (اوږدوي) ده ته رحمن په زياتولو( دمال اودعمر) سره ترهغه پورې كله چې وګوري دوى هرهغه شى چې وعده كړې شوي وودوى (په هغه) ياعذاب (په دنياكې په قتل يابندسره ) ياقيامت نوزربه پوه شي دوى (په هغه وخت كې چې ) څوك دي هغه ډيربدله جهته دځاى اوډيرضعيف له جهته دفوځه .

وَيَزِيدُ اللَّهُ الَّذِينَ اهْتَدَوْا هُدًى وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ مَرَدًّا (٧٦)

 اوزياتوي الله (په دنياكې ) هغوكسانوته چې سمه صافه لاره يې موندلې وي هدايت و ثبات، يقين،اوباقي پاتې كيدونكي (دجزاء په اعتبار) نيك عملونه غوره دي په نزددرب ستا له جهته دثواب اوغوره دى بيرته ورتګ دځاى له حيثه .

أَفَرَأَيْتَ الَّذِي كَفَرَ بِآيَاتِنَا وَقَالَ لأوتَيَنَّ مَالا وَوَلَدًا (٧٧)

 اياپس ليدلى دى تا هغه څوك چې اختياركړپه ايتو( دقدرت ) زمونږاووايي خامخاراكول كيږي ( په اخرت كې ) ماته مال اوولد ( زوى،لور)

أَطَّلَعَ الْغَيْبَ أَمِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا (٧٨)

 ايا خبرشوي دي ( دغه كافر) په غيب يااخيستى دى په نزددرحمن عهد( چې ده ته په اخرت كې هم مال اودولت وركول كيږي )

كَلا سَنَكْتُبُ مَا يَقُولُ وَنَمُدُّ لَهُ مِنَ الْعَذَابِ مَدًّا (٧٩)

 نه ده داسې ( چې دى يې وايي يعنې نه وركول كيږي ده ته مال او ولد) مونږليكوهغه چې وايي اوزيات به كړولپاره دده له عذابه په اوږدولوسره ( چې ديوه دپاسه به بل ورته وركوو ) .

وَنَرِثُهُ مَا يَقُولُ وَيَأْتِينَا فَرْدًا (٨٠)

 اوپه ميراث به اخلوله ده نه (په مرګ سره ) هغه ( مال اولاد) چې (دى يې دځان) وايي اوراځي مونږته يواځې (بې له مال اواولاده )

وَاتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لِيَكُونُوا لَهُمْ عِزًّا (٨١)

 اونيولى دى (كفارو) غيرله الله څخه باطل معبودان لپاره ددې چې شي دوى ته سبب دمرستې ( اوعزت ) نه ده داسې ( لكه چې دوى يې گڼي)

كَلا سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدًّا (٨٢)

 بلكې ژربه منكرشي (دغه معبودان ) په عبادت ددوى اوشي به دغه ( معبودان ) په دغو(عابدانو) د ښمنان

أَلَمْ تَرَ أَنَّا أَرْسَلْنَا الشَّيَاطِينَ عَلَى الْكَافِرِينَ تَؤُزُّهُمْ أَزًّا (٨٣)

 ايانه دى ليدلى ته نه يې خبر( اى محمده) بيشكه مونږليږلى ( مسلط كړي ) مودي شيطانان په كافرانوباندې چې تيزوي دوى په تيزولوسره

فَلا تَعْجَلْ عَلَيْهِمْ إِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّا (٨٤)

 (كناه ته ) پس تلوارمه كوه په دوى (دعذاب په ژرغوښتلو) بيشكه همداخبره ده چې شميرومونږدوى ته (ورځې دعمرددوى ) په شميرلوسره

يَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِينَ إِلَى الرَّحْمَنِ وَفْدًا (٨٥)

 يادكړه هغه ورځ چې جمع به كړوپرهيزګاران رحمن ته سپاره ميلمانه بللى شوي .

وَنَسُوقُ الْمُجْرِمِينَ إِلَى جَهَنَّمَ وِرْدًا (٨٦)

 اوشړو(په شدت سره) مجرمان (طرف د) دوزخ ته (دحيواناتوپه شان ) پلي تږي .

لا يَمْلِكُونَ الشَّفَاعَةَ إِلا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا (٨٧)

 نه مالكان كيږي(هيڅ يوددوى ) دشفاعت ( دهيچا ) مګرهغه څوك چې اخيستى يې ده په نزددرحمن وعده (اودشفا عت اجازه يې اخيستې وي .

وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمَنُ وَلَدًا (٨٨)

 اووايي (كتابيان مشركان ) نيولى دى رحمن ولد (زوى لور) .

لَقَدْ جِئْتُمْ شَيْئًا إِدًّا (٨٩)

خامخاپه تحقيق راتله كړي دي تاسې په يوشي دروند(بدله حيثه دګناه

تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنْشَقُّ الأرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا (٩٠)

 ) نژدې دى اسمانونه چې وچوي له دې (نسبته) او(نزدې ده چې ) ټوټې ټوټې شي ځمكه اووليږي غرونه ټوټې ټوټې له جهته ددې چې بولي دوى رحمن ته ولد (زوى ، لور) .

أَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمَنِ وَلَدًا (٩١)

له جهته ددې چې بولي دوى رحمن ته ولد (زوى ، لور)

وَمَا يَنْبَغِي لِلرَّحْمَنِ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا (٩٢)

اونه ښائي رحمن ته چې ونيسي (دى څوك ) ولد (لور، زوى )

إِنْ كُلُّ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ إِلا آتِي الرَّحْمَنِ عَبْدًا (٩٣)

 نه دي هرهغه څوك چې دي په اسمانونواوځكمه كې مګرراتلونكي دي رحمن ته په داسې حال كې چې بنده وي هريو(نه ولد)

لَقَدْ أَحْصَاهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّا (٩٤)

 خامخاپه تحقيق شميرلي دي الله تعالى دوى (دوى يې په خپل علم اوقدرت سره احاطه كړي دي ) اوشميرلي دي (الله) دوى (ټول داشخاصو، نفسونو، كارونواونوروله مخې ) په شميرلوسره .

وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْدًا (٩٥)

 اوهريوددوى راتلونكي دي دغه (الله ) ته په ورځ دقيامت كې يواځې

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا (٩٦)

 اوهريوددوى راتلونكي دي دغه (الله ) ته په ورځ دقيامت كې يواځې

فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ الْمُتَّقِينَ وَتُنْذِرَ بِهِ قَوْمًا لُدًّا (٩٧)

 پس بيشكه همداخبره ده چې اسان كړى دى مونږدا( قرآن ) په ژبه ستا(چې عربي ده ) لپاره ددې چې زيرى وركړي په دې (قرآن ) سره پرهيزګارانوته اوچې وويروي په دې (قران ) سره قوم جګړه كونكى

وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْنٍ هَلْ تُحِسُّ مِنْهُمْ مِنْ أَحَدٍ أَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا (٩٨)

 اوڅومره ډيرهلاك كړي دي مونږپخواله دوى نه له (اهل د) زمانې ايامحسوسوي (مومي،وينې ) ته له دوى نه يوتن يااورې له دوى كوم نرم غږ هم .


more post like this