اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سورة یس(پښتو ژباړه)

    سورة یس(پښتو ژباړه)

    سورة یس(پښتو ژباړه)
    Rate this post

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

    شروع کوم په نامه دالله چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونکى دى

    يس ﴿١﴾

    يس

    وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ ﴿٢﴾

     قسم دى په دغه قران محكم ( حكم كوونكي په حق خاونددحكمت ) باندې

    إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿٣﴾

     چې بيشكه ( اى محمده ! ) خامخاله ( هغو) رسولانوڅخه يې ( چې ليږلى شوى دى خلكوته)

    عَلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿٤﴾

     پر سمه لاره ( ياته يې روان په سمه لاره چې توحيددى ) .

    تَنْزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ ﴿٥﴾

     نازل شوى دى ( تاته دغه قران په نازليدلو) دزبردست رحم والا .

    لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَا أُنْذِرَ آبَاؤُهُمْ فَهُمْ غَافِلُونَ ﴿٦﴾

     لپاره ددې چې وويروې ته هغه قوم چې نه ووويرولي شوي پلرونه ددوى ( تراسماعيل پورې ) پس دوى غافلان دي ( له توحيد)

    لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَىٰ أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿٧﴾

     خامخاپه تحقيق حقه ثابته شوې خبره ( دعذاب ) پراكثروددوى ( په ازل كې ) پس دوى نه راوړي ايمان .

    إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلَالًا فَهِيَ إِلَى الْأَذْقَانِ فَهُمْ مُقْمَحُونَ ﴿٨﴾

     بيشكه مونږګرځولى مودي په غاړوددوى كې طوقونه پس دغه ( طوقونه رسيدلي دي ) ترځنوددوى پور ې پس دوى جګ سري كړى شوي دي ( چې له سره ښكته نشي كتلى اولاټك خوري ) .

    وَجَعَلْنَا مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ ﴿٩﴾

     اوګرځولى مودي په مخ ددوى كې سدديوال اوله وروسته ددوى سدديوال پس پټى كړى مودى ( سترګې ددوى ) پس دوى هيڅ نه وينې.

    وَسَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنْذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿١٠﴾

     اوبرابردي پردوى باندې چې وويروې ته دوى ( له عذابه ) ياونه ويروې ته دوى ( خودوى ) ايمان نه راوړي ( ځكه چې مقرردى په ازل كې مرګ ددوى په كفرسره )

    إِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَٰنَ بِالْغَيْبِ ۖ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ ﴿١١﴾

     بيشكه همداخبره ده چې ويروې ته هرهغه چې متابعت كوي دپند( قرآن ) اوويريږي له رحمن څخه په غيب ( بې دليدلو) پس زيرى وركړه ( اى محمده) هغه ته په مغفرت اوبښنې سره اوپه اجرلوى ( دجنت سره )

    إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَىٰ وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ ۚ وَكُلَّ شَيْءٍ أَحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ ﴿١٢﴾

     بيشكه مونږهمدامونږبه ژوندي كوومړي ( په قيامت كې ) . اوليكومونږهغه چې ومخكې ليږلى دى دوى او( هغه ) نښې ( چې روسته پاتې كيږي ) له دوى . اوهرشى شميرلى دى مونږهغه په اصل ښكاره ( لوح محفوظ كې ) .

    وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلًا أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءَهَا الْمُرْسَلُونَ ﴿١٣﴾

     اوبيان كړه ( اى محمده ! ) دغوكفاروته يومثال داوسيدونكودكلي ( دانطاكې ) كله چې راغلل هغې ته مرسلان استاځي .

    إِذْ أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمُ اثْنَيْنِ فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوا إِنَّا إِلَيْكُمْ مُرْسَلُونَ ﴿١٤﴾

     كله چې وليږل مونږدوى ته دوه ( استاځي ) پس تكذيب وكړدوى دهغودواړوپس عزت وركړمونږ( اوقوت دوى ته ) په دريم سره پس وويل دوى بيشكه مونږتاسې ته مرسلان استاځي يو( له طرفه دعيسى ) .

    قَالُوا مَا أَنْتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا وَمَا أَنْزَلَ الرَّحْمَٰنُ مِنْ شَيْءٍ إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا تَكْذِبُونَ ﴿١٥﴾

     وويل (انطاكيانودغواستاځوته ) نه يې تاسې مګرانسانان په شان زمونږاونه دى راليږلى رحمن هيڅ شى ( نه وحى اونه رسالت ) نه يې تاسې مګردرواغ وايئ ( په دې دعوى ) .

    قَالُوا رَبُّنَا يَعْلَمُ إِنَّا إِلَيْكُمْ لَمُرْسَلُونَ ﴿١٦﴾

     وويل ( استاځيو) رب زمونږته معلوم دى ( داچې ) بيشكه مونږ تاسې ته خامخادرليږلى شوي يو.

    وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ ﴿١٧﴾

    اونشته پرمونږمګر( پيغام ) رسوونه ښكاره ( سره له معجزاتو) .

    قَالُوا إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ ۖ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهُوا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُمْ مِنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿١٨﴾

     وويل ( انطاكيانو) بيشكه مونږ:بدفالي مونيولې ده ته په تاسې ( چې بندوالى دباران دى ) قسم دى كه منع نه شوۍ ( له دعوى ددغه رسالته خپل ) خامخاسنګساربه كړومونږهرومروتاسې اوخامخاوبه رسيږي هرومروتاسې ته له طرفه زمونږعذاب دردناك .

    قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ ۚ أَئِنْ ذُكِّرْتُمْ ۚ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ مُسْرِفُونَ ﴿١٩﴾

     وويل ( استاځيو) چې بدفالي ستاسې له تاسې سره ده ( چې دغه كفردى ) آيانوكه پنددركړشي تاسې ته ( نودغه ته بدفالي وايي نه ده داسې ) بلكې تاسې يوقوم يئ مسرفان دانصاف له حده تيريدونكي .

    وَجَاءَ مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَىٰ قَالَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ ﴿٢٠﴾

     اوراغى له لرې طرفه دهغه ښاريوسړى ( حبيب نجار) چې منډې يې وهلې . وويل ( حبيب نجار) اى قومه زمامتابعت وكړئ تاسې دمرسلانواستاځيو

    اتَّبِعُوا مَنْ لَا يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا وَهُمْ مُهْتَدُونَ ﴿٢١﴾

     . متابعت وكړئ تاسې دهغه چاچې نه غواړي له تاسې څخه اجربدل حال داچې دوى پرسمه صافه لاره ( دخيراواصلاح ) رهى دي .

    وَمَا لِيَ لَا أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٢٢﴾

     اوڅه مانع دى ماته ( بلكې نشته چې دزړه له صدقه ) عبادت نه كوم دهغه ( الله) چې پيداكړى يې يم زه . اوخاص دغه ( الله ته ) بيول كيږئ تاسې ( په قيامت كې نوښايي تاسې هم دهمدغه الله عبادت وكړئ ! )

    أَأَتَّخِذُ مِنْ دُونِهِ آلِهَةً إِنْ يُرِدْنِ الرَّحْمَٰنُ بِضُرٍّ لَا تُغْنِ عَنِّي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا وَلَا يُنْقِذُونِ ﴿٢٣﴾

     آياونيسم ( پيداكړم ) بې له الله نورومعبودان كه اراده وفرمايي ماته رحمن دضرررسولونودفعه به نكړي له ماڅخه شفاعت سپارښت ددوى هيڅ شى ( له هغه ضرره ) اونه به مې خلاص كړي ( په زور)

    إِنِّي إِذًا لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿٢٤﴾

     بيشكه زه كله ( چې نورمعبودان ونيسم ) خامخابه په ګمراهي ښكاره كې يم .

    إِنِّي آمَنْتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُونِ ﴿٢٥﴾

     بيشكه زه چې يم ايمان مې راوړى دى په رب ستاسې پس واورئ تاسې له مانه ( څومې شاهدان شي په قيامت كې )

    قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ ۖ قَالَ يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ ﴿٢٦﴾

     وويل شو( ورته چې ځه ) ننوځه جنت ته ( نوداخل شوجنت ته اوبې انتهاء نعمتونه يې پكې وليدل ). وويل ده كاشكې چې داقوم زماپوه شوى واى

    بِمَا غَفَرَ لِي رَبِّي وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ ﴿٢٧﴾

     پدې چې مغفرت بښنه وكړه ماته رب زمااووئې ګرځولم زه له عزت وركړىشويو( په ادخال دجنت سره )

    وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَىٰ قَوْمِهِ مِنْ بَعْدِهِ مِنْ جُنْدٍ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا كُنَّا مُنْزِلِينَ ﴿٢٨﴾

     اونه موؤنازل كړى پرقوم ددغه ( حبيب نجار) وروسته ( له شهادته ) دده هيڅ لښكرله ( جانبه د ) آسمانه اونه وومونږ نازلوونكي ( دلښكردملائكو)

    إِنْ كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ خَامِدُونَ ﴿٢٩﴾

     نه ؤداعذاب ( ددې قوم ) مګرچيغه وه يوه ( دجبريل ) پس ناڅاپه دوى مړه يخ كرخ پراته وو ( لكه ايره داور) .

    يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ ۚ مَا يَأْتِيهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿٣٠﴾

     اى حسرة افسوس دى پربندګانو( كافرانو) نه دى راغلى دوى ته هيڅ رسول مګروودوى چې په هغه پورې به يې ټوكې مسخرې كولې .

    أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنَ الْقُرُونِ أَنَّهُمْ إِلَيْهِمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿٣١﴾

     آيانه وينې ( دغه كفار) چې څومره ډيرهلاك كړي دي مونږپخوالدوينه له اهل دزمانې چې بيشكه هغه ( هلاك كړى شوى ) دوىته بيرته نه راګرځي ( دنياته نودوى پرې ولې عبرت نه اخلي )

    وَإِنْ كُلٌّ لَمَّا جَمِيعٌ لَدَيْنَا مُحْضَرُونَ ﴿٣٢﴾

     اونه دي داګرد ( خلائق ) مګرټول په نزد زمونږحاضركړى شوي وي لپاره دجزاء ( په قيامت كې ) .

    وَآيَةٌ لَهُمُ الْأَرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ ﴿٣٣﴾

     اويودليل ( دقدرت ) دى دوىته ځمكه مړه ( وچه كلكه ) چې ژوندي كوومونږهغه ( په اوبوسره ) اوراباسو مونږله هغې ځمكې څخه دانې نوله ځينوددغو( دانو) څخه خوري ( خپل قوت پرې كوي )

    وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّاتٍ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنَ الْعُيُونِ ﴿٣٤﴾

     اوپيداكړي مودې پدغې ځمكې كې باغونه له ( هرقسمه د) خورماګانو اوله هرراز کورو اوانګورواوجاري كړي مودي پدغې ( ځمكې ) كې له چينو( داوبو) څخه .

    لِيَأْكُلُوا مِنْ ثَمَرِهِ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ ۖ أَفَلَا يَشْكُرُونَ ﴿٣٥﴾

     لپاره ددې چې وخوري دوى له ميوودهغو( مذكوره ؤ شيانو) . اونه دي پيداكړي دغه ( ميوې ) لاسونو ددوى آياپس شكرنه باسي دوى ( پدغونعماؤ دالله ) .

    سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنْفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ ﴿٣٦﴾

     پاكي ده ( له هرعيبه ) هغه الله ته چې پيداكړي يې دي دغه ( ټولى ) جوړې ( انواع اصناف ) ټول له هغوڅيزونوچې زرغونوي يې ځمكه اوله ځانوددوى ( اولاد لمسي كړوسي ) اوله هغو( مخلوقاتو) څخه چې دوى يې نه پيژني ( دعلوياتواودسفلياتوله عجائبومخلوقاتوڅخه ) .

    وَآيَةٌ لَهُمُ اللَّيْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَإِذَا هُمْ مُظْلِمُونَ ﴿٣٧﴾

     اويودليل ( دقدرت دالله ) دويته شپه ده چې راباسومونږله هغې ( شپې ) څخه ورځ پس ناڅاپه دوى ننوتونكي وي په تياروكې

    وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَهَا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿٣٨﴾

     او( بل دليل دقدرت دالله دويته ) لمر( دى چې ) ځي پخپلې ټاكلې لارې ( ياخپل ځاى ته ) . دغه ( مخصوص حركت دلمرحكم ) اندازه ده دښه غالب قوي ( په انفاذداحكامو) ښه دانا( پرهرڅيز ) .

    وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّىٰ عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ ﴿٣٩﴾

     اوسپوږمۍ ته اندازه كړى ( او ويشلى ) دى مونږمنزلونه ترهغه پورې چې وګرځي ( په نظركې ) لكه وچه څانګه دزړې دخرما( چې كلكه كږه ، ژيړه اونرۍ شى ) .

    لَا الشَّمْسُ يَنْبَغِي لَهَا أَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ ۚ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ ﴿٤٠﴾

     نه دى لمرلائق دغه لره ( اوله وسه يې پوره نه ده ) چې لاندې كړي سپوږمۍ ( په زمان مكان اووصافوكې ) اونه شپه ړومبى كيد ونكې ده له ورځې ، اودغه ټول ( فلكي اجرام ) په آسمان كې چورليدونكي دي ( لامبوپكې وهي فراخ پكې روان دي ) .

    وَآيَةٌ لَهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ ﴿٤١﴾

     اويوه نښه دليل ( دقدرت دالله ) دوى ته داده چې بيشكه مونږسواره كړي دي مونږاولاده ددوى په بيړۍ ( جهازدنوح ) ډكه كړى شوى كې

    وَخَلَقْنَا لَهُمْ مِنْ مِثْلِهِ مَا يَرْكَبُونَ ﴿٤٢﴾

     اوپيداكړى دى مونږدويته په شان ددغه ( بيړۍ ) هرهغه څه چې دوى پرې سپريږي ( له نورونواقلوڅخه ) .

    وَإِنْ نَشَأْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِيخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ يُنْقَذُونَ ﴿٤٣﴾

     اوكه اراده وفرمايومونږنوغرق كړي به مووودغه ( راكبين دبيړۍ ) پس نه به وى هيڅ فريادرس دوى ته اونه به دوى خلاصولى كيږي ( له غرقه)

    إِلَّا رَحْمَةً مِنَّا وَمَتَاعًا إِلَىٰ حِينٍ ﴿٤٤﴾

     مګر ( نه يې غرقوو) په رحمت مهرباني خپلې سره اولپاره دنفعې اخيستلوترنيټې ( دمرګ ددوى ) پورې .

    وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّقُوا مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿٤٥﴾

     اوكله چې وويل شي دوي ته چې ځان وساتئ له هغه ( دنيوي عذابه ) چې په مخكې ستاسې دى اوله هغه ( اخروي عذابه ) چې وروسته درپسې راځي ښايي پرتاسې رحم وكړى شي ( نودوى مخ وګرځوي )

    وَمَا تَأْتِيهِمْ مِنْ آيَةٍ مِنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ ﴿٤٦﴾

     اونه راځي دوى ته هيڅ دليل له دلائلود( قدرت ) درب ددوى مګردي دوى له هغو( دلائلو) څخه مخ ګرځوونكي .

    وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنْفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَنْ لَوْ يَشَاءُ اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿٤٧﴾

     اوكله چې وويل شي دوى ته چې نفقه وركړه كوئ ( عاجزانوته ) له ځينوهغو( مالو) چې رزق روزي دركړې ده تاسې ته الله نووايي هغه كسان چې كافران شوي دي ( له جهته داستهزاء ) هغوكسانوته چې ايمان يې راوړى دى آياطعام وركړو مونږ هغه چاته كه اراده فرمائلې واى الله نوطعام به يې وركړى ووهغه ته . نه يئ تاسې مګرپه ګمراهۍ ښكاره كې .

    وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا الْوَعْدُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿٤٨﴾

     اووايي ( كفار) چې كله به وي دغه وعده ( دقيامت ؟ ووايئ راته ! ) كه چيرې يئ تاسې صادقين رښتينې ( په دې كې اى مؤمنانو! ) .

    مَا يَنْظُرُونَ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ يَخِصِّمُونَ ﴿٤٩﴾

     ( نوفرمايي الله چې ) انتظارنه كوي ( كفار) مګردچيغې يوې ( داسرافيل ) چې وبه نيسي دوى حال داچې دوى به جګړې سره كوي .

    فَلَا يَسْتَطِيعُونَ تَوْصِيَةً وَلَا إِلَىٰ أَهْلِهِمْ يَرْجِعُونَ ﴿٥٠﴾

     پس توان بۀ يې ونه شي دوصيت اونه به خپل اهل ته بيرته ورشي ( له مشاغلو خپلو) .

    وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا هُمْ مِنَ الْأَجْدَاثِ إِلَىٰ رَبِّهِمْ يَنْسِلُونَ ﴿٥١﴾

     اوبيابه پوكى وركړى شي په صور( شپيلۍ ) كې پس ناڅاپه دوى له قبوروڅخه په طرف درب خپل به منډې وهي ځغلي .

    قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَنْ بَعَثَنَا مِنْ مَرْقَدِنَا ۜ ۗ هَٰذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَٰنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ ﴿٥٢﴾

     وايي به دوى اى هلاك خرابي ده مونږته چاراپاڅولوله ځايودخوبوزمونږڅخه . داهغه ( دوهم ژوندون ) دى چې وعده يې كړې وه رحمن اورښتياويلي وورسولانو.

    إِنْ كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَدَيْنَا مُحْضَرُونَ ﴿٥٣﴾

     نه به وي ( دغه نفخة الثانيه ) مګرچيغه يوه ( چې وشي نوراژوندي به شي دوى ټول ) پس ناڅاپه دوى ټول په نزدزمونږبه حاضركړى شوي وي .

    فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٥٤﴾

     پس نن ورځ به ونه كولى شي ظلم په هيڅ نفس باندې دهيڅ شي اونه به جزاء دركوله كيږي تاسې ته مګر( جزاء ) دهغو( اعمالو) چې وئ تاسې چې كول به مو( له خيراوشرپه دنياكې ) .

    إِنَّ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ الْيَوْمَ فِي شُغُلٍ فَاكِهُونَ ﴿٥٥﴾

    بيشكه اصحاب ياران دجنت به نن ورځ په مشغولتياکې دلذت اخيستونكي كې وي ،

    هُمْ وَأَزْوَاجُهُمْ فِي ظِلَالٍ عَلَى الْأَرَائِكِ مُتَّكِئُونَ ﴿٥٦﴾

     دغه ( جنتيان ) اوښځې ددوى به په سيوريوكې ( ناست وي ) پرتختونوباندې تكيه وهونكي به وي .

    لَهُمْ فِيهَا فَاكِهَةٌ وَلَهُمْ مَا يَدَّعُونَ ﴿٥٧﴾

     وي به دوى ته په دغه جنت كې ( انواع د) ميوواووي به دوى ته هرهغه شى چې غواړي يې دوى ( اوآرزويې كوي ) .

    سَلَامٌ قَوْلًا مِنْ رَبٍّ رَحِيمٍ ﴿٥٨﴾

     وي به دوى ته سلام ( چې وبه ويلى شي ورته ) په ويلوسره له ( طرفه د) رب رحم ولا .

    وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ ﴿٥٩﴾

    او( وبه ويل شي چې ) راجلاشئ نن ورځ اى مجرمانو( كافرانوله مؤمنانوڅخه ) .

    أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَنْ لَا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ ۖ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿٦٠﴾

     آياحكم نه ووكړى ماتاسې ته ( په ژبودرسولانوسره ) اى ځامنودآدم پدې سره چې عبادت مه كوئ تاسې دشيطآن بييشكه دغه شيطان تاسې ته دښمن دى ښكاره .

    وَأَنِ اعْبُدُونِي ۚ هَٰذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ ﴿٦١﴾

     او( داسې حكم مې نه ووكړى بلكې كړى مې وو ) چې عبادت كوئ ( يواځې ) زمادغه ( عبادت زما ) لاره ده سمه ( چې جنت ته تللى ده )

    وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنْكُمْ جِبِلًّا كَثِيرًا ۖ أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ ﴿٦٢﴾

     اوخامخاپه تحقيق ګمراه کړي وو( شيطان ) له تاسې خلك ډيرآياپس نه يئ تاسې داسې چې عقل وچلوئ ( وبه ويلى شي منكرانوته په آخرت كې )

    هَٰذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ ﴿٦٣﴾

    دادوزخ دى هغه چې وۍ تاسې چې ( په دنياكې ) وعده يې درسره كړى شوې وه

    اصْلَوْهَا الْيَوْمَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿٦٤﴾

     ځئ ننوځئ په دې كې نن ورځ په سبب دهغې چې وۍ تاسې ( په دنياكې ) چې كافران كيدۍ

    الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَىٰ أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿٦٥﴾

     نن ورځ به مهرووهوپرخولوددوى اوخبرې به وكړي له مونږسره لاسونه ددوى اوشاهدي به وركړي پښې ددوى په هغوكاروددوى چې وودوى چې كول به دوى ( په دنياكې ) .

    وَلَوْ نَشَاءُ لَطَمَسْنَا عَلَىٰ أَعْيُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَأَنَّىٰ يُبْصِرُونَ ﴿٦٦﴾

     اوكه اراده فرمائلې واى مونږنوخامخاهواروالى به راوستلى وومونږپرسترګوددوى پس وړاندې شوى به وودوى هغې لارې ته(چې تل پرې تلل) پس څرنګه به ليدلى وه دوى ( هغه لاره )

    وَلَوْ نَشَاءُ لَمَسَخْنَاهُمْ عَلَىٰ مَكَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوا مُضِيًّا وَلَا يَرْجِعُونَ ﴿٦٧﴾

     اوكه اراده فرمايلى واى مونږنوخا مخا مسخ كړي به وومونږدوى په ځايونوخپلوكې پس طاقت به يې نه وودوړاندې تللواونه به بيرته گرځيدلى شو( شاته ) .

    وَمَنْ نُعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ ۖ أَفَلَا يَعْقِلُونَ ﴿٦٨﴾

     اوهرچاته چې اوږدعمروركړومونږهغه ته نونسكوربه كړوهغه په پيدايښت كې ، اياپس نه كوي دوى عقل ( چې نه يواځې الله په معمروالي اوتنكيس بلكې په بعث هم قادردى ) .

    وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنْبَغِي لَهُ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْآنٌ مُبِينٌ ﴿٦٩﴾

     اونه دى ښوولى مونږدغه ( محمد) ته شعراونه ښائيږي ورلره ( شعرويل ) ، نه دى دغه ( قرآن ) مګر خالص ذكرپنددى اوقرآن دى ښكاره كوونكى ( داحكامو) .

    لِيُنْذِرَ مَنْ كَانَ حَيًّا وَيَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿٧٠﴾

     چې وويروي ( دغه قرآن يانبي ) هرهغه چې وي ژوندى اوثابته شي خبره ( دعذاب ) پركافرانو ( چې قران نه مني ).

    أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا خَلَقْنَا لَهُمْ مِمَّا عَمِلَتْ أَيْدِينَا أَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مَالِكُونَ ﴿٧١﴾

     ايانه ويني دوى ( بلكې ويني يې ) چې بيشكه مونږپيداكړي مودي دوى ته له هغه چې جوړكړي دي لاسونو ( دقدرت ) زمونږچارپايان پس دوى دهغوى مالكان ( واكداران ) دي .

    وَذَلَّلْنَاهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوبُهُمْ وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ ﴿٧٢﴾

     اوذليل عاجزايل كړي مودي دغه ( چارپايان ) دوى ته پس ځينې له دوى دسورلۍ ددوى دي اوله ځينو ددوى خوري

    وَلَهُمْ فِيهَا مَنَافِعُ وَمَشَارِبُ ۖ أَفَلَا يَشْكُرُونَ ﴿٧٣﴾

     اوشته دوى ته په دغوانعا موكې نفعې ډيرې اودچښلو( شيان ) آياپس دوى شكرنه باسي ( په دې نعماؤ) .

    وَاتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لَعَلَّهُمْ يُنْصَرُونَ ﴿٧٤﴾

     اونيولي دي ( دغومشركانو) بې له الله ( نور) معبودان چې ښايي دوى سره به مددوكړى شي

    لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُنْدٌ مُحْضَرُونَ ﴿٧٥﴾

     نه لرې ( طاقت ) ( دغه معبودان ) دنصرت لدوى سره حال داچې دغه ( معبودان ) به دوى ته لښكرې حاضرې كړى شوې وي ( په دوزخ كې

    فَلَا يَحْزُنْكَ قَوْلُهُمْ ۘ إِنَّا نَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ﴿٧٦﴾

    ) .پس نه دې غمجن كوي تاخبرې ددوى ( په دې چې ته رسول نه يې ) بيشكه مونږته معلوم دى هغه ( حسداوبغض ) چې پټوي يې دوى اوهغه ( كفر اوعناد) چې ښكاره وي يې دوى .

    أَوَلَمْ يَرَ الْإِنْسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِنْ نُطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُبِينٌ ﴿٧٧﴾

     آيانه وينې نه پوهيږي انسان چې بيشكه مونږپيداكړي مودى هغه له نطفې ( يوه څاڅكي اوبو) پس ناڅاپه دى سخت جګړه كوونكى ښكاره دى ( له مونږسره په نفع دبحث كې ) .

    وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ ۖ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ ﴿٧٨﴾

     اوتړي پرمونږپورې مثال ( دهډوكي وراسته ) اوهيركړى يې دى پيدايښت خپل ، وايي څوك به ژوندى كړي دغه هډوكى حال داچې هغه وراسته دي .

    قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ ﴿٧٩﴾

     ووايه ( اى محمده ده ته ) بيابه ژوندي كړي دغه ( وراسته هډوكي ) هغه ( مطلق قادر) چې پيداكړى يې دى اول ځلي حال داچې دغه ( الله ) په هرقسم پيدايښت ښه عالم دى ( كه نوى وي اوكه زوړ) .

    الَّذِي جَعَلَ لَكُمْ مِنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنْتُمْ مِنْهُ تُوقِدُونَ ﴿٨٠﴾

     هغه( مطلق قادر) چې پيداكړى يې دي تاسې ته له ونې شنې څخه اورپس ناڅاپه تاسې له هغې ونې څخه بلوئ اور.

    أَوَلَيْسَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِقَادِرٍ عَلَىٰ أَنْ يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ ۚ بَلَىٰ وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ ﴿٨١﴾

     آيانه دى هغه ( خالق ، قادر) چې پيداكړي يې دي آسمانونه اوځمكه قادرپه دې باندې چې پيداكړي. په شان ددوى ؟ هو! ( قادردى ) اوهمدى دى اصلي ډيرپيداكوونكى ( دمخلوقاتو) ښه عالم ( پرهرشي باندې )

    إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ﴿٨٢﴾

     بيشكه همداخبره ده چې امرحكم دالله هركله چې اراده وفرمايي ( دپيداكولو) ديوه شي دادى چې وفرمايي هغه ته چې ( جوړ) شه نو( جوړ) شى .

    فَسُبْحَانَ الَّذِي بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٨٣﴾

     پس پاكي ده هغه ( الله ) ته چې په لاس ( دقدرت ) دده كې ده پاچاهي دهرشي اوخاص همده ته بيرته بيابيولى كيږئ ( په آخرت كې لپاره دجزاء )