اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سوره بقره، له 158 تر 176

    سوره بقره، له 158 تر 176

    سوره بقره، له 158 تر 176
    5 (100%) 1 vote

    تفسير قران سوره بقره، له 158 تر 176 ايته

    إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوِ اعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَنْ يَطَّوَّفَ بِهِمَا وَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ اللَّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ (158)

    بې له شکه صفا او مروه د خدای له نښو دي – نو هر څوک چې دخدای د کور حج یا عمره وکړي نو هیڅ پروا نیشته چې د صفا او مروه طواف وکړي اوڅوک چې د نيکو کارونو په کولو کې د خدای د امر اطاعت وکړي- خدای ( د هغه له عمله خبر) او شکر ګزاره دی.(2-158)

    د حج دستورې چې اصل یې د حضرت ابراهیم علیه السلام له وخته وې خو د جاهلیت په دروان کې بوت پالو په هغه کې ډير بدعتونه ورزیات کړې وو. اسلامد دغه لوی عبادت د اصل په ساتلو سره هغه خالص کړ.
    د حج له مراسمو د صفا او مروه په مینځ کې سعی یعنېد دغو غرو په مینځ کې تګ راتګ هم شامل دی چې د مسجد الحرام په خوا کې ديخو بوت پالو په دغو دوو غرونو بوتان لګولې وو او کله به چې سعي کيدله نو له دغو بوتانو به هم تاويدل.

    کله چې مسلمانانو د حج د اعمالو اراده لرله د دې خبرې په خاطر یې د صفا او مروه سعی ته زړه نه ښه کاوه او ګمان یې کاوه چېپه دغو دوو غرونومخکې بوتانو ایښې وو نو په هغو کې سعی ښه کار نه دی.
    خو خدای تعالی د دغه ایت په نازلولو سره یادونه وکړه چې دا دوه غرونه د خدای د قدرت نښې او د حضرت ابراهیم علیه السلام د یادونو یادوونکې دي او کهناپوهو خلکو هغه د شرک په نښوککړې کړې دي نو نه ده پکار چې تاسو یې پريږدئ. او میدان خالي کړئ. بلکه باید په میدان کې شتون ولرئ او د منحرفو کسانو لاس له هغه لنډ کړئ.

    کله چې حضرت ابراهیم علیه السلام له خپلې میرمنې او زوی اسماعیل سره مکې ټاټوبي ته لاړلنو حضرت ابراهیم علیه السلامخپله ميرمنه او بچی د خدای په امر په دغه وچه ځمکه کې پرېښودل او لاړ، د حضرت اسماعیل مور د اوبو په لټه کې د دغو دوو غرونو په مینځ کېمنډې ووهلې او په دغه وخت کې خدای تعالی له هغه ځایه چې ماشومپه خاوره ګوتې وهلې د اوبو یوه چینه راوخوټوله چې زمزم ونومول شوه له هغه وخته تر ننه پورې هر څوک چېحج ته ځي باید د صفا او مروه په مینځ کې د بي بي هاجرې د منډې په یاد کې د دغو دوو غرونو په مینځ کې سعي و کړي یعنې منډه ووهي او د هغه سرښندونکې ميرمنېیاد تازه کړي. د دغو مراسمو ترسره کول د هغه لویې ميرمنې له رښتینې هڅې د خدای د شکر ګزارۍ نښه ده او مونږ ته هم دا درس راکوي چېیوازې دخلکود شکریې او مننې په فکر کې ونه اوسو ځکه چې خدای زمونږ له نيکو کارونو خبر دی او هم شکر ګزاره ذات دی.

    إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ (159)

    هغه کسان چېروښانه دلیلونه او د هدایت اسباب چې په کتاب کې مو د خلکو لپاره بیان کړې دي پټوي خدای پر دوي لعنت کوي او ټول لعنت کوونکي پرې هم لعنت کوي(2-159)

    دا ایت د یهودو او نصاراو د عالمانو په هکله ده چې د اسلام د پيغمبر د راتګنښې یې سره له دې چې په تورات او انجیل کې راغلې وې پټولې او هدایت او نيکمرغۍ ته د رسيدلو لپاره دالهی پيغمبرانو هڅې یې ضایع کولې.

    د حق پټول که دناپوهو کسانو له لورې وينو کمه سزا او پایلې لري خو د یو امتد پوهانو له لورې دغه کار له خدای پيغمبر او خلکو سره ډير لوی ظلم دی. نو ځکه د هميشني لعنت سبب کیږي. دا ایت ښه په ډاګه بیانوي چې له پاکو کسانو سره د دوستۍ او مینې د څرګندولو تر څنګباید له ناپاکو کسانو په تيره بیا له هغو کسانو چې د انسانانو د ګمراهۍ سبب کیږی خپله کرکه او بيزاري په لعنت ویلو سره بیان شي.
    البته خدای تعالی په ورپسې ایت کې ځینې کسان له دې مستثنی کړې دي او فرمایی:

    إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَبَيَّنُوا فَأُولَئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ (160)

    مګر هغه کسان چې توبه یې وکړه (او په خپلو نيکو کارونو سره خپل تير جبراناو) اصلاح وکړي او ( هغه څه چې پټول به یې ) ښکاره کړي. په دې بڼه کې خپله مهربانی هغوی ته ستنوماوزه توبه قبلوونکی مهربان یم.(2-160)

    په اسلام کې بندون نیشته بلکه خدای تعالی تل د انسانانو د ستنيدلو لپاره یوه لاره پرېښې ده. چې حتی ډير ګناهکار کسان هم دهغه له رحمته نهیلي نه شي.

    البته روښانه ده چې د هرې ګناه توبه له هماغه ګناه سره متناسبه پکاره ده چې وکولی شی تر ممکنه حده د ګناه اثار جبران کړي نو د حقیقت د پټولوتوبه دا ده چې ا نسان حقیقت خلکو ته بیان کړي چې هغوی پهګمراهۍ کې پاتې نه شي.

    إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ (161) خَالِدِينَ فِيهَا لَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنْظَرُونَ (162)

    هغه کسان چې کافران شول او د کفر په حال کې له دنیا لاړل دخدای او پرښتو او ټولو خلکو لعنت به وی پر هغوی.(2-161)

    دویپه همدغه ( لعنت او د خدای له رحمته په ليرې والي کې( هميشه پاتې کیږي نه به د هغوی په عذاب کې کوم سپکوالی راشي اونه به مهلت ورکړل شي.(2-162)

    په تير ایت کې بیان شوه چې که د حقیقت پټوونکي حقایق خلکو ته بیان کړینو خدای ورباندې مهرباني کوي دا ایت یو ځل بیا ګواښ کوي چې که کفار داسې ونه کړي بیا هم د خدای، پرښتو اوخلکو لعنت پر هغوي وي.
    ځکه چېتوبه د مرګ تر رسيدلو مخکې پورې ګټه وره ده د مرګ د نښو په ښکاره کيدو سرهتوبه هیڅ ګټه نه لري لکه چې فرعون هم د غرقيدو په وخت توبه وکړه خو هیڅ ګټه یې ورونه رسوله.

    له همدې املهد خدای د ولیانو او نبیانو یوه دعا دا وه چې د مرګ په وخت مسلمان له دنیا لاړ شيځکه چې دکفر په حال کې مړینه داسې درد دی چې درمل نه لری، د خدای له رحمته ليرې والی هم په دنیا کې او هم په ا خرت کې د هغه چا په نصیبت کیږي چې حق پټوي او له دغه سپيره کاره ټول بشریتاو ضمیرونه خپله کرکه څرګندوي.

    دې ته په پام سره چې دخدای له خوا سزا ګانې د عدل ا و حکمت په اساس دي نه د ظلم او انتقام په اساس نو دهر هغه کس لپاره چېحقیقت پټ کړيڅه سپکاوي او رعایت یا مهلت نیشته ځکه چې د هغه د بد کار اغيزه نه ځنډیږي او نه کمیږي.

    اوس راځو هغو درسونو ته چې له دغو ایتونو یې زده کولی شو.

    ۱:که د حق مرکزونه لکه جومات او معبدونه د ناپوهو او خرافاتي کسانو لاس ته ولویږی مونږ ته نه ده پکار چې له جوماته لاس واخلو بلکه باید په خپله په جوما ت کې ښه شتون ولرو او جومات له دغه ډول کسانو پاک کړو او دعبادت سمه طریقه او لاره ژوندۍ کړو.

    ۲: د هغه ځایونه چې دخدای د رحمت او قدرت او اعجاز نښې دی باید د صفا او مروه په شا ن یې درناوی وشي چې د پاکو کسانو یاد او زیار د خلکو په زړونو کې ژوندی پاتې شي.

    ۳:د حقیقت پټول هغه ګناهده چې حتی د پټوونکي ضمیر هم هغه ملامتوي او لعنت پرې وایي ځکه چې خدای د ټولو انسانانو په فطرت کې د حقغوښټنې اوحق لټونېروحیه ایښې ده.

    ۴: خدای تعالی له یوې خوا د خطاکارانو لپاره د توبې او ستنيدو امکان برابر کړی دیاو له بل پلوه یېد توبې د قبليدو وعده کړې ده او ځان یې توبه قبلوونکی معرفي کړی دی.

    ۵: د کار عاقبت او انجام مهم دی چې ایا انسان په ایمان مري یا په کفر؟ البته دا عاقبت هم زمونږ په ژوند کې په عمل پورې اړه لري

    وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ (163) إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآَيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (164)

    ستاسو خداییوازینی خدای دی چې بې له هغه بل معبود نیشته، بخښونکی او مهربان دی.(2-163)

    بې لهشکه د اسمانونو او ځمکې په پيدایښت، د شپې او ورځې په تګ راتګ او په هغو کشتیو کې چې په دریاب کې حرکت کوي چې خلکو ته ګټه ورسوي او هغه اوبه چې له اسمانه مو پر تاسو نازلې کړې دياو ورسره ځمکه له مرګه وروسته ژوندی کیږي او ډول ډول خزندګان پکېخپاره دي او همداراز د هغو بادونو او وریځو په چليدو کې چې د اسمانونو او ځمکېتر مینځ ځوړندې دي د هغو خلکو لپاره چې فکر کوي نښې نښانې پرتې دي، (2-164)

    دخدای پر یو والي تر ټولو ښه دلیل د طبیعت په عناصرو لکه باد وباران او وریځو او خاورو کې غږملتیا ده چې د ډول ډول مخلوقاتو د ودې او لوییدو زمینه یې برابره کړې ده.

    دا غږمله نظام له یوه لورې د نړۍ د خالق د یووالی نښه ده او له بل لورېد هغه د بې انتها قدرت او علم نښه ده. ویلی شو چې نړۍ د یو ښکلې او اوږده شعر په شان ده چې ادبیات یې ډير زیات دي خو ټول په یوه قافیه او وزن دي او په مجموع کې د دې ښودنه کوي چې شاعر یې یوه باذوقه کس دی.

    دا ایت د خدای پر یووالي په ټینګار سره په خلقت کې دخدای د عظمت شپږو اثارو ته اشاره کويچې په اجمالی ډ ول یې بیانوو. اول د اسمانونو او ځمکې خلقت دی چېمونږ پکې ژوند کوو اودا ځمکه له خپل ټوللوی والی سره سرهد شمسي منظومې یوازې یوه سیاره ده چې دا منظومه د شیدو د لارې د کهکشان د زرګونو منظومو یوه منظومه ده.

    دوهم : له لمره چاپيره د ځمکې تاويدل ديچې د شپې او ورځې او په کال کې دمختلفو موسمونو د پيدا کيدو سبب کیږي.

    دریم: هغه کشتۍ چې د بار او مسافرو په وړلو سرهد انسان خدمت کوياو سره له دې چې ډيرې لویې او درنې دي خو نه یوازې دا چې په اوبو کې ډوبيږي نه بلکه د باد په چليدو سره اوږده مزلونه وهي.

    څلورم: هغه باران چې خدایله ا سمانه نازلوياو د ځمکې د بیا ژوندي کيدو او د ډول ډول بوټو د زرغونيدو او د حیواناتو د لییدو سبب کيږي او هغه پاکې او صفا اوبه چېد هوا او فضا د تاندوالي سبب ګرځي.

    پینځم: د بادونو لګيدل چې نه یوازې د کشتیو دحرکت پلکه د بوټو د ګردو د خپريدو، د وریځو د حرکت، د تودې اوسړې هوا داوړيدو راوړيدو اود ښارونو د ککړې هوا په ځای د پاکې هوا د راتللو سبب کيږي.

    شپږم: هغه وریځې چېد اوبو دروند پيټی په غاړه اوړي خو د جاذبې په اپوټه په اسمانونو او ځمکې کې معلقې دي او اوبه له یوه ځایه بل ځای ته منتقلوي.

    البته روښانه ده چې هغه کسان له دغو اثارو د خدای په قدرت او یووالي پوهیږي چې په دغو نښو کې فکر وکړياو همداسې بې فکر اوسوچه ورځنې تير نه شي.

    وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آَمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ (165)

    په خلکو کې ځینې داسې دي چې د یوه خدای په ځای ( ګڼ خدایان ) د هغه د شریکانو په توګه ( دعبادت لپاره) غوره کوي او له هغوی سره دخدای په شان مینه کوي خو کومو کسانو چې ایمان راوړی دی له خدای سره یې دوستي( له خپلو خدایانو سره دمشرکانو تر دوستۍ) زیاته مزبوته دهاو که هغو کسانو چې ظلم یې وکړ لیدلیوای هغه وخت چېهغوی ته عذاب ورکول کیږي. ټول طاقت د خدای دی او د خدای عذاب سخت دی(2-165)

    سره له دې چې د خلقت ټول اثارکه هغه په ځمکه او اسمانونو کې وي او که په سمندرونو کې که بوټي وي او که حیوانات او جماداتد خدای په یو والي ګواهي ورکوي، خو څوک چې په دغو نښو کې فکر ونه کړي یوازې ظاهري اسباب ویني او د خدای په ځای د هغوی عبادت کوي کله په خپل ژوند کې د ستورو لپاره د اثراتو د طاقت قایلیږي او د خپل بخت د ستوري عبادت کوي کله هم د حیواناتو لپاره سپیڅلتیا قایلیږي او دغوا په شان حیوان ته د سپیڅلتیا او احترام قایلیږي او ورسره مینه کوي.

    کله هم په خپل لاسځینې له کاڼو او خټو بوتان جوړوي او ورته خضوع اوخشوع کوي او قربانيورپاره کوي. کله هم د نورو انسانانو لپاره د خدایۍ د رول قایلیږي.

    دا ټولې مینې چې د خدای د مینو په ځای د انسان په زړه کې ځای کوي د هغه جعلي معبود په وړاندې د انسان د عبادت او خضوع سبب کیږي په داسې حال کې چې په خدای د ایمان لازمه دا ده چې د انسان ټول محبت د خدای لپاره او دخدای په لاره کې وي. او دا مینه د معرفت او شناخت په بنیاد حاصلیږي. نه دا چې د مشرکانو د مینې به شاند جهل او خرافاتو او تقلید او هوس له مخې وي. البته مشرکان هم چې له خدایه پرته په بل چا پسې تللې دي. که قیامت یې لیدلیپوه شوې به وو چېټول قدرتونه دخدای په لاس کې دي او هغوی هسې دخپل عزت لپاره په بل چا پسې تللې دي.

    إِذْ تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُوا مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا وَرَأَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُ (166)

    په هغه وخت ( چې قیامت جوړشي) د (کفر) لارښوونکي به له خپلو منونکو بيزاري کوي او ( ټول به) دخدای سزا وویني او د پېوندونو رشتې او لړۍ به سستې شي (2-166)

    دا ایتخبرداری دی چې ای انسانه په هوش کې اوسه. او وګوره چې مشر دې څوک دی ؟ تا له چا پيروي کوې او له چاسره مینه لرې؟

    باید له داسې چا سره مینه وکړو چې مونږ د خپل ځان لپارهونه غواړيچې په دنیا کې خپلو هیلو او هوسونو ته ورسیږو. ځکه چې دا کسان به په قیامت کې له مونږ د کرکې او بيزارۍ څرګندونه کوي. د رهبر او لارښود په انتخاب کې فکر پکار دی ځکه چې په قیامت کې زمونږ برخلیک له هغه سره تړلی دی او هر کس به په قیامت کې له خپل لارښود اومحبوب کس سره محشور کیږي.

    اوس هغو درسونو ته یوه کتنه کوو چې له دغو ایتونو یې زده کولی شو.

    ۱: د طبیعت ( فطرت) پېژندل د خدای پېژندنې یوه لاره ده ځکه چې د طبیعتد خدای د علم قدرت او حکمتد تجلۍ ځای دی.

    ۲: هر کس او هر څه چې د خدای په ځای د هغه محبت زمونږ په زړه کې ځای وکړيدا له خدایه د ليرې والي او دشرک نښه ده.

    ۳: د ایمان نښه له خدای سره سخته مینه دهچې د هغه په اوامرو د عمل په شکل کې څرګندیږي.
    ۴: په قیامت کې دورغې مینېچې د خیال او هوس په اساس جوړې شوې وي په کینې او نفرت بدلیږي.
    ۵: غیر الهی مشران او طاغوتیان به په قیامت کې نه یوازې دا چې هیڅ طاقت ونه لري بلکه دومره به بې وفا وي چې له خپلو پيروانو به هم بيزاري څرګنده کړي.

    وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا كَذَلِكَ يُرِيهِمُ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ (167)

    هغه کسان چې د بې لارو لارښوونکو پيروي یې کړې دهد قیامت په ورځ به وایی: کاشکې چې مونږ بیا دنیا ته ستنيدلی شوای چې له دغو لارښوونکو مو بيزاري کړې وای هغه شان چې دوی نن له مونږ بيزاری ښکاره کړه، په دې ډول خدای تعالی هغوی ته د هغوی عملونه چې د حسرت او ارمان سبب یې دي ورښیي او هغوی د دوزخ له اوره وتونکې نه دي (2-167)

    په تير پروګرام کې مو وویل چې کله مجرمان په قیامت کې دخدای سزا وویني لارښوونکي به له خپلو پيروانو د برائت څرګندونه وکړي ځکه کوم محبت چې د هوس او هوا په اساس وي په قیامت کې په کینې او نفرت بدلیږي. دا ایت فرمایی: دوزخیان به له خدایه غواړي چېدنیا ته یې ستانه کړي چې دوی هلته له خپلو لارښوونکو او رهبرانوړ بيزاری څرګنده کړي ځکه چې په دنیا کې له خپلو کارونو یېبې له حسرت او پښیمانۍ بل څه لاسته نه دي راوړې خو څه فایده چې نه افسوس او ارمان د هغوی په کار راځي اونه به هم د ستنيدو کومه لاره وي.

    د هغو کسانو پهوړاندې چې په جبر عقیده لري دا ایت په دنیا کې د انسان د اختیار لرلوبیانوونکې دهځکه چې پښیماني او ارمان د دېمعنا ورکوي چې مونږ هلتهیو څه کولی شول خو ومو نه کړل او غلطه لاره مو په خپل اختیا ر خپله کړه.

    يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ (168)

    ای خلکو هغه څه چې په ځمکه کې ( پاک) دي وخورئ خو د شېطان د وسوسې پيروي مه کوئ ځکه چې هغه ستاسو ښکاره دښمن دی (2-168)

    خوراک او څښاک یوه غریزي او فطري چاره ده او خوړو ته ضرورت د ټولو انسانانو یو ضرورت دی خو د نورو ډيرو چارو په شان په دې کار کې هم افراط یا تفریط کیږي ځینې کسان بې د څه قانون او معیار له منلو هر څه یې چې زړه غواړي خوري او څښي یې. او له دې سره یې هیڅ غرض نیشته چې ایا دغه څیزونه د عقل او شرعې له نظره حلال دی او که نه. او ایا د مشروعې او روا لارې لاسته راغلې دي او که نه ؟ داسې کسان صرف د خپلې خيټې په ډکولو پسې دي.

    د دې په مقابل کې بیا ځینې کسان داسې دي چې بې له څه قانع کوونکي دلیله حتی هغه څه هم نه خوري چې عقل او شرعې یې اجازت ورکړی دی. او په خپل ګمان له نفساو نفساني غوښتنوسره جنګیږی.
    اسلام چې یو بشپړ دین دی د خوراک او څښاک لپاره یې هم یو لړ قوانین ټاکلې دي او هغه څه چې د انسان د بدن او روح لپاره ګټه ور دي خوړل یې حلال کړېاو کوم څیزونه چې د جسم او روح لپاره تاواني دي هغه حرام کړې دي.

    دا ایت فرمایي چې هغه څه چې خدای په ځمکه کې ستاسو لپاره پيدا کړې دينو کوم یې چې حلال او پاک او ستاسو له طبعې سره سم دي هغه وخورئ او هسې په هسې حلال څیزونه په ځان مه حراموئ او حرام څیزونهځانته مه حلالوئ ځکه چې دا د شیطان پروګرام دی چې تاسو ګمراه کړي. لکه څرنګه یې چې بي بي حوا او آدم علیه السلام وغولول چې له منعې شوې ونې وخوري.

    هم د حرامو څیزونو لکه شرابو څښل او خوړل د شیطان کار دی او هم د حلالو څیزونو ) نه خوړل چې البته د باطلو او چټي عقایدو په اساس ترسرهکیږي.

    إِنَّمَا يَأْمُرُكُمْ بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاءِ وَأَنْ تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ (169)

    بې شکه شیطانتاسو ته د بدو کارونواو فحشا امر کوياو دا چې د خدای په هکله هغه څه ووایئ او وتړئ چې تاسو پرې نه پوهيږئ(2-169)

    تير ایت وفرمایل چې شیطان ستاسو دښمن دی دا ایت فرمایي: له تاسو سره د شیطان د دښمنۍ نښه داده چې تل تاسو بدۍ او فحشو کارونو ته بلي چې بې له بدبختۍ او شقاوته بله نتیجه نه لري. البته شیطانپر مونږ ولکه نه لري چې مونږ د یوه کار کولو ته مجبوره کړي بلکه ګناه ته د هغه امر کول هماغه د شیطان وسوسه ده چېد انسان ایمان هر څومره کمزورې وي د شیطان وسوسه ورباندې هغومره غالبیږي. شیطان هم انسان ګناه ته بلي او هم یې ورته د توجیه لاره ښیي. په خدای تور تړل د ګناه د توجیه یوه لاره ده چې انسان د جهل او خرافاتو په اساس یو کار وکړي او بیا د خپل کار د توجیه لپاره وواي چې خدای داسې ویلې وو.

    وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آَبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آَبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ (170)

    او کله چې هغوی ته وویل شي د هغه څه چې خدای نازل کړې دي پيروي وکړئ وایي: بلکه مونږ د هغه څه چې خپلپلار نیکونه مو پرې موندلې دي پیروي کوو ایا دا نه ده بله ده چې د دوي پلارانو هیڅ فکر نه کاوه او هدایت یېونه مونده؟(2-170)

    د خپلو پلار نیکونو د کلتور او دودونو ساتل یو ارزښت دی خو په هغه ځای کې چې دا دودونه او کلتور د عقل فکر او دخدای د امر یا وحي په اساس ولاړ وي نه دا چې د تيرو خلکو د چټي دودونویوازې د قومي تعصبونو په وجه پيروي وکړو. په انسان کې د شیطان د نفوذ یوه لاره داده چې هغهد پلار نیکونوړانده تقلید ته هڅوي او انسان د خدای په اوامرو د عمل په ځاید تيرو خلکو دودونه بې لهچون او چرا ترسره کويسره له دې چې پوهیږي دغه کار غلط دی او دین هم هغه له دې کاره منع کړی دی.

    وَمَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا كَمَثَلِ الَّذِي يَنْعِقُ بِمَا لَا يَسْمَعُ إِلَّا دُعَاءً وَنِدَاءً صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ (171)

    ( ای پيغمبره) کافرانو ته ( ستا د بلنې ) مثال د هغه شپانه په څير دی چې (د خطرې په وخت خپلې رمې ته ) غږونه کوي خو هغوی بې له شور او چغو بل څه نه اوري ( د هغه په خبره نه پوهيږي) دا کافران ګونګیان، کاڼه او ړانده دي او په هیڅه نه پوهیږي.(2-171)

    تير ایت وفرمایل چې کافران د خپلو پلار نیکونو د عقیدو ړوند تقلید کوي سره له دې چې پلرونو یې دغه عقیدي د وحي او عقل له لارې نه دي لاسته راوړېدا ایت فرمایي: کافران په خپله هم فکر او سوچ نه کوي چېپه حقیقت پوه شيبلکه د حق په وړاندې یې سترګې او غوږونه بند کړې ديچې نه څه واوري اونه څه ووینيکټ مټ د هغو ګډو بزو په شان چې شپون یې هر څومره لهخطره ويروي د هغه له کلامه پرته بل څه نه اوري او نه پرې پوهیږي.

    دوی د حیواناتو په شان سترګې او غوږونه لري خو عقل او فکر نه کوي نو حقیقت نه درک کوي او د خپلو پلار نیکونه په غلطو دودونو عمل کوي او هغه چې هغوی ویلې دي بې له کمي او زیاتي یې مني او عمل پرې کوي.

    درسونه:

    ۱:انسان ځناور نه دی چې د خیټې بنده ويبلکه باید د خداید احکامو په چوکاټ کېله پاکواو حلالو خوړو خپل ضرورتونه برابر کړي.

    ۲: هر څوک چې انسان بدۍ او فحشااو ګناه ته وبليشیطان دیکه څه هم د انسان په شکل کې وي.
    ۳: د پلار نیکونو د دودونو او کلتور پیروي هغه وخت ارزښت لري چې د عقل او علم له مخې ويکه نه وي له یوه نسله بل نسل ته د چټیي عقایدو او دودونو لیږدولبې له ارتجاع اوځوړتیا بله نتیجه نه لري.
    ۴: د انسان ارزښت په عقل او پوهې کې دیکه نه وي ځناور هم غوږونه سترګې او خیټه لري.

    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُوا لِلَّهِ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ (172)

    ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی له پاکو او په زړه پورې نعمتونوچې در روزی کړې مو دي وخورئ او دخدای شکر وباسئ که یوازېدهغه بندګي کوئ(2-172)

    نړۍ د یوه باغ په شان ده او پاک او صالح کسان د دغه باغ ګلونه او بوټي ديد خدای نعمتونه همد هغو اوبو په شان دي چېباغبان یېد ګلونو د ودې لپارهپه نالیو کې روانوي خو خبره دا ده چې بې فایدې بوټي هم ورځنې استفاده کوي. خدای تعالی مومنانو ته سپارښتنه کوي چې د هغه له نعمتونو ګټه پورته کړئاو هسې په هسېیې په ځان مه حراموئ ځکه چې دغه نعمتونه په اصل کې ستاسو لپاره پيدا کړی شوې دي.
    البته د خدای روزۍ د شکم پرستۍ او خوند اخستلو لپاره نه دي ځکه چې د الهی بڼ مېونه نيک عمل دی نو نعمتونه باید په ډيرې ښېلارې کېولګوو او همدا حقیقي شکر دی.

    إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (173)

    خداییوازېمرداره، او وینه او د خنزیر غوښه او دهغو حیواناتو غوښه چې بې له خدایه د بل چا په نامې سره حلال شوې وي پر تاسو حرام کړې ده خو سره له دې که څوک د لوږې په خاطر د هغو خوړولو ته مجبوره شي نو که د خوند اخستلو په نیت نه وي او په خوړلو کې د ضرورت له حده تير نه شینو هیڅ ګناه پر هغه نیشته او بې شکه چې خدای بخښونکی مهربان دی(2-173)

    د قران روده معمولا دا ده چې کله غواړيانسان له یوه کاره منعې کړي اول ورته د هغې حلاله لاره بیانوي او بیا حرام موارد مطرحوي.

    په تير ایت پسې چېد مباحو او پاکو خوړو د خوړولو سپارښتنه یې وکړه دا ایت فرمایي: هر څه ستاسو لپاره حلال دي او خدای یوازېځینې څیزونه چې ستاسو جسم او روح ته تاوان لري پر تاسو حرام کړې دي.
    د وینې مردارې او د خنزیر د غوښې حراموالی د هغو د ظاهري پلیتۍ په وجه دی خو د هغو حیواناتو چې د بوتانو په وړاندې قرباني کیږي او کافرانو به د بوتانو په نامې حلالول د هغو د باطني ککړتیا یعنې شرک په وجه حرام دي

    دې ته په پام سره چې اسلام بشپړ او اسان دین دی په هیڅه مرحله کې بندون نه لرياو هر فرض یې چې په انسان ایښی دی د ضرورت په وخت هغه ليرې کیږي او دا د خدای د مهربانۍنښه ده نو مونږ باید د اضطرار او مجبورۍ له قانونه ناوړه استفاده ونه کړو.

    إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلَّا النَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (174)

    کوم کسان چې هغه څه چې د خدای له کتابه مو نازل کړې دی پټوي او هغه په لږه بیه خرڅوي، هغوی په خپلو خيټو کې بې له اوره بل څه نه اچوي او د قیامت په ورځ خدای له هغوی سره خبرې نه کوي او هغوی نه پاکوي او دهغوی لپاره دردناک عذاب دی.(2-174)

    تير ایت ځینې حرام خوراکونه لکه د سرکوزي او د مردارې د غوښې یادونه وکړه دا ایت په دې اړه یو کلي اصل بیانوي او هغه دا چې که یو انسان د ګناه او حرامو لهلارې پيسې وګټي او په دغو پيسو هر څه واخلي او استعمال یې کړي که حلال خواړه هم وي داسې ده لکه اور یې چې په خيټه کې اچولی وي او دځان لپاره یې غم او کړاو اخستی وي.

    د حرامو پيسو یو مصداق هغه پيسې هم دي چې انسان یې د حق د پټولو او د چوپ پاتې کيدو به بدل کې اخليلکه چې ځینو یهود او عیسایي عالمانو دا کار وکړ. سره له دې چې په تورات او انجیل کې یې د اسلام د پيغمبر نښې لیدلې وې او هغه یې پېژنده خو کله یې چې ولیدل کهد رسول ا… مبارک پهپيغمبرۍ اقرار وکړي نو کيدی شي خپل مقام او پيسه له لاسه ورکړی نو حقیقت یې پټ کړ او د هغه حضرت ( ص) انکار یې وکړ.

    خدای تعالی د دغه ډلې په سزا کې فرمایي: هغوی حاضر نه شول چې الهی کلام په دنیا کې د خلکو غوږونو ته ورسوياو په قیامت کې به هم د خدای د محبت آميز کلام له اوريدلو محرومه وي.

    أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَى وَالْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ فَمَا أَصْبَرَهُمْ عَلَى النَّارِ (175)

    ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ نَزَّلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِي الْكِتَابِ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ (176)

    دغو( دحق پټوونکو)ګمراهي په هدایت او عذاب په مغفرت واخستل په رښتیا چېدوی د دوزخ د اور په وړاندې څومره زغم لري. (2-175)

    دا سزا په دې خاطر ده چې خدای تعالی کتاب په حقه نازل کړ خو هغو کسانو چې پکې یې اختلاف وکړله حقیقت سرهپه سخته دښمنۍ کې دي.(2-176)

    علم په یوازې توګه انسان نه شي نيکمرغه کولی بلکه حتی ممکنه دهد یو نسل د ګمراهۍ سبب شي، لکه فاسد عالمان چې نه یوازې په خپله نه هدایتیږي بلکهد ډيرو خلکو د بې لارۍ سبب هم ګرځي. او طبیعي ده چې د دغه ډول عالمانو سزا یوازې د هغوی په خپلې ګمراهۍ پورې محدوده نه ده بلکه له دې امله چې د ډيرو کسانو د ګمراهۍ سبب شوې دي باید د دغو ټولو انحرافاتو سزا وویني او هغه به څومره سخته سزا وي.
    ۱۷۶ ایت د دغه حق پټولو سبب له حق سره دهغوی دښمني ګڼي چې داسې کسان سره له دې چې پوهیږي او حق پېژني خو مني یې نهبلکه مقابله ورسره کوينو په مختلفو طریقوسره په حق کې شکونه او شبهې پيدا کوي.

    درسونه :

    اسلام د خوړو مسلې ته پام کړی دی او په ځلونو یې دحلالو او حرامو خوړو په هکله خبره کړې او خبرداری یې ورکړی دی.

    ۲: خدای ته پام نه یوازې ددعا او عبادت پهوخت ضروري دی بلکه په خوراک څښاک کې هم اسلام غواړي چې انسان خدای ته متوجې وي نو د هغه حیوان غوښه یې حرامه کړې ده چې بې له خدایه د بل چا په نامه حلال کړی شي.

    ۳: هغه پيسه چې له حرامو لارو لاسته راشي که ډير حلال خواړه هم ورسره برابر شيد داسې اور په شان دي چېانسان یې خیټې ته اچوي.

    ۴: که په دنیا کې خدای د موسی (ع) په شان له پيغمبرانوسره نیغې په نېغه خبرې کړې ديپه قیامت کې بهټول پاک کسان کلیم ا… وي.

    ۵: دین فروشي که د دنیا د ټول مال په بدل کې هم وي تاواني کار دی.

    ۶:د ځینو کسانو د ایمان نه راوړل د حق د نه پيژندلو یا ورباندې د نه پوهيدلو په و جه نه دي بلکه ډير دښمن کسان سره له دې چې حق پيژني خو د اسلام او حق منلو ته تیار نه دي.