اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. سوره سبأ(پښتو ژباړه)

    سوره سبأ(پښتو ژباړه)

    سوره سبأ(پښتو ژباړه)
    Rate this post

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

    الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَلَهُ الْحَمْدُ فِي الْآخِرَةِ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ ﴿١﴾

     ټوله ثناء صفت خاص الله لره دي هغه چې خاص هغه ته دي هرهغه ( شيان ) چې په آسمانونوكې دي اوهرهغه شيان چې په ځمكه كې دي ( سره له آسمانواوځمكې ملكاخلقاعبيدا) اوخاص همدغه ( الله ) لره ده ټوله ثناء صفت په آخرت كې ( لكه په دنياكې هم دي ) اوهمدغه ( الله ) ښه حكمت والاښه خبرداردى .

    يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنْزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا ۚ وَهُوَ الرَّحِيمُ الْغَفُورُ ﴿٢﴾

     معلوم دي ( الله ته ) هرهغه شى چې ښكته ننوځي په ځمكه كې اوهغه شى چې بيرون راوځي له دغې ( ځمكې ) څخه اوهرهغه شى چې راښكته كيږي له اسمانه اوهرهغه شى چې پورته خيژي په دغه ( آسمان ) كې . اوهمدغه ( الله ) ډيررحم والادى ( په انعام داجراوثواب سره ) ښه بښونكى دى ( دخطياتو) .

    وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَأْتِينَا السَّاعَةُ ۖ قُلْ بَلَىٰ وَرَبِّي لَتَأْتِيَنَّكُمْ عَالِمِ الْغَيْبِ ۖ لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَلَا أَصْغَرُ مِنْ ذَٰلِكَ وَلَا أَكْبَرُ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ ﴿٣﴾

     اووايي هغه كسان چې كافران شوي دي چې رابه نه شي مونږته قيامت . ووايه ( اى محمده ! دويته چې ولې به رانشي ) بلكې رابه شي قسم دى زماپه رب خپل چې خامخارابه شي هرومرودا قيامت تاسې ته . ( هسې رب ) چې عالم دى په غيبونه پټيږي له ده په اندازه ديوې ذرې په آسمانونوكې اونه په ځمكه كې اونه وړوكى له هغې ذرې اونه لوى ( ترې ) مګر( چې داټول ښكلي پراته دي ) په كتاب ښكاره ( لوح محفوظ ) كې.

    لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ۚ أُولَٰئِكَ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿٤﴾

     لپاره ددې چې جزاوركړي ( الله) هغوكسانوته چې ايمان يې راوړى دى اوكړي يې دي ښه ( عملونه ) دغه ( نيكوكاران مؤمنان چې دي ) شته دوى ته مغفرة بښنه اورزق روزي ښه ( دعزت چې جنت دى )

    وَالَّذِينَ سَعَوْا فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُولَٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مِنْ رِجْزٍ أَلِيمٌ ﴿٥﴾

     اوهغه كسان چې سعى كوښښ كوي په ( ابطال د) آيتونو( دقرآن ) زمونږ په دې حال چې عاجزكوونكى وي دالله په زعم خپل دغه كسان شته دوى ته عذاب له عذابه دردناكه څخه .

    وَيَرَى الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ الَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ هُوَ الْحَقَّ وَيَهْدِي إِلَىٰ صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ﴿٦﴾

     او( بل لپاره ددې ښکلي پراته دي په لوح محفوظ كې ) چې وويني هغه كسان چې وركړى شوى دى دوى ته علم چې نازل شوى دى تاته له ( جانبه ) درب ستا همغه حق دى اوسمه لياره ښيي طرف د لارې ( دهغه الله ته چې ) ښه زبردست ډيرثناويلى شوي دي .

    وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍ يُنَبِّئُكُمْ إِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّكُمْ لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ ﴿٧﴾

     اووايي هغه كسان چې كافران شوي دي آيا( وښايو) دلالت وكړوتاسې ته په يوسړي چې خبردركوي تاسې ته كله چې ذرې ذرې كړى شي تاسې په كامل ذره ذره كيدلوسره بيشكه چې تاسې خامخاپه پيدايښت نوي كې يئ .

    أَفْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَمْ بِهِ جِنَّةٌ ۗ بَلِ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ فِي الْعَذَابِ وَالضَّلَالِ الْبَعِيدِ ﴿٨﴾

     آياله خپله ځانه تړلي دي ( محمد) پرالله باندې دروغ ؟ ياورپورې ليونتوب دى ؟ ( نوفرمايي الله ترديدا داسې نه دي ) بلكې هغه كسان چې ايمان نه راوړى په آخرت عذاب كې به وي ( په عقبى كې ) اوپه ګمراهى لرې كې ( لويدلى دى په دنياكې )

    أَفَلَمْ يَرَوْا إِلَىٰ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۚ إِنْ نَشَأْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ نُسْقِطْ عَلَيْهِمْ كِسَفًا مِنَ السَّمَاءِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِكُلِّ عَبْدٍ مُنِيبٍ ﴿٩﴾

     آيانه ګوري ( داكافران ) هغه شي ته چې په مخ كې ددوى دي اوهغه شي ته چې وروسته ددوى دي . له آسمانه اوله ځمكې ( چې دوى پكې محاط وي ) كه چير ې اراده وفرمايو نوڅيرې به كړوپه دوى دځمكه ( اوپكې به يې ډوب كړوپه شان دقارون ) يابه وغورځوو پردوى باندې يوه ټوټه له آسمانه . بيشكه په دغه ( كتلودپاس اوټيټ اوخسف اواسقاط ) كې خامخالوى دلائل ( دقدرة) دې لپاره دهربنده رجوع كوونكي ( الله ته ) .

    وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ مِنَّا فَضْلًا ۖ يَا جِبَالُ أَوِّبِي مَعَهُ وَالطَّيْرَ ۖ وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ ﴿١٠﴾

     اوخامخاپه تحقيق وركړى ؤ مونږداؤدته له خپله جانبه فضل ( لويي پرنورو، وموفرمايل غرونوته چې ) اى غرنوراوګرځوئ ( ښه ) غږونه خپل له ده سره (په وخت دتسبيح كې اوله ده سره تسبيح ويل ) مرغانوهم . اوپسته كړې وه مونږه ده ته اوسپنه

    أَنِ اعْمَلْ سَابِغَاتٍ وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ ۖ وَاعْمَلُوا صَالِحًا ۖ إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿١١﴾

     چې جوړوه ځغرې ارتې اوږدې اواندازه كوه په اوبدلوكې ( چې حلقې يې سره برابر ې وې ) اوعمل كوۍ تاسې دنيكيوبيشكه زه چې يم پرهغوكاروچې کوى يې تاسې ښه ليدونكي يم

    وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ ۖ وَأَسَلْنَا لَهُ عَيْنَ الْقِطْرِ ۖ وَمِنَ الْجِنِّ مَنْ يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ ۖ وَمَنْ يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ ﴿١٢﴾

     او( مسخر كړى موؤ) سليمان ته باد( د) سبائي ( منزل ) دهغه ( د) يوې مياشتې او( د) بيګائى ( منزل ) دهغه ديوې مياشتې ( لاره ) وه اوبهولى مووه دده لپاره چينه دويليوكړيوشويومسو. او( مسخركړى مووده ته ) له پيريانوهغه څوك چې كاربه يې كاوه په مخ دده كې ، په اذن ( حكم ) درب دده ، اوهرچاچې به څنګ سركشي وكړه له دوى له امره حكمه زمونږ( اودسليمان اطاعت به يې نه كوه ) نووبه څكوومونږهغه ته ( په آخرت كې ) له عذاب داور .

    يَعْمَلُونَ لَهُ مَا يَشَاءُ مِنْ مَحَارِيبَ وَتَمَاثِيلَ وَجِفَانٍ كَالْجَوَابِ وَقُدُورٍ رَاسِيَاتٍ ۚ اعْمَلُوا آلَ دَاوُودَ شُكْرًا ۚ وَقَلِيلٌ مِنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ ﴿١٣﴾

     جوړاوه ( دغوپيريانو) دغه ( سليمان ) ته هرهغه شى چې ده غوښت له هسكوكلاؤ اوتمثالونه ا و لوى لګنو نه په شان دتالاو او( په شان دلويوكلكو) دېګونو پرنغريو پراته . ( وفرمايل مونږ) عمل كوئ ( دنيكيو،اى ) آل دداؤد! لپاره دشكر،اولږ دي له دبندګانوزما شكرا يستو نكى ( احسان منونكى )

    فَلَمَّا قَضَيْنَا عَلَيْهِ الْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلَىٰ مَوْتِهِ إِلَّا دَابَّةُ الْأَرْضِ تَأْكُلُ مِنْسَأَتَهُ ۖ فَلَمَّا خَرَّ تَبَيَّنَتِ الْجِنُّ أَنْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ الْغَيْبَ مَا لَبِثُوا فِي الْعَذَابِ الْمُهِينِ ﴿١٤﴾

     پس كله چې حكم وكړمونږپرسليمان دموت ( اودى مړولاړوو، تكيه پرهمسايوكال ) نوهيچاخبركړې نه ؤ دغه پيريان په مرګ ددغه ( سليمان ) مګرچنجى دځمكې ( وينو) چې وئې خوړه همسادده پس كله چې ولويد( سليمان پرځمكه ) نومعلوم شو پيريانوته دغه كه چيرې واى چې پوهيداى په ( علم د) غيب نونه به يې تيروه ( سلامت ديوال ) په تكليف مشقت سپكونكي كې .

    لَقَدْ كَانَ لِسَبَإٍ فِي مَسْكَنِهِمْ آيَةٌ ۖ جَنَّتَانِ عَنْ يَمِينٍ وَشِمَالٍ ۖ كُلُوا مِنْ رِزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوا لَهُ ۚ بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ ﴿١٥﴾

     خامخاپه تحقيق وه خلكودسباته په ځاى دهستوګنې ددوى كې يوه لويه نښه چې (هغه لويه نښه ) دوه باغونه دي له ښي اوكيڼ ( طرف دمينوددوى) ( وويلې شودوىته ) خورئ تاسې له رزق روزي درب خپل اوشكروباسئ دغه ( الله ) ته ( دابلده ښاردى ډيرپاكيزه او( دغه رب دتاسې ) رب دى ډيربښونكى ( دشكركوونكيو ) .

    فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُمْ بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَيْ أُكُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَيْءٍ مِنْ سِدْرٍ قَلِيلٍ ﴿١٦﴾

     پس وګرځيدل ( له شكره اوله دعوته دانبياؤ اهل دسبا ) پس وموليږه پردوى سيلاب ديوه زورور خوړ او بدل وركړمونږدوى ته په ځاى ددووباغوددوى كې دوه باغونه نورخاوندان دميوو بې مزې ترخواودښوره ګزه اويوقدرله بيروهم خوډيرلږ .

    ذَٰلِكَ جَزَيْنَاهُمْ بِمَا كَفَرُوا ۖ وَهَلْ نُجَازِي إِلَّا الْكَفُورَ ﴿١٧﴾

     دغه ( عذاب ) جزاء وركړه مونږدوى ته په سبب دهغه چې كافران شوي وو، اوآياجزاوركوو( يعنې نه وركوو) مګرناشكري ته .

    وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ الْقُرَى الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا قُرًى ظَاهِرَةً وَقَدَّرْنَا فِيهَا السَّيْرَ ۖ سِيرُوا فِيهَا لَيَالِيَ وَأَيَّامًا آمِنِينَ ﴿١٨﴾

     اوګرځولى وومونږپه منځ ددې (اهل دسبا ) اوپه منځ دكليوښاروهغوكې چې بركت اچولى وومونږپه هغه كې كلي ( ښارونه) ښكاره اوپه اندازه كړي وومونږپه هغوكې منازل ( دتګ اوراتګ ) ( وموفرمايل چې ) ځي راځي په دغوكليو ( ښارونو) كې دشپې اودورځې په امان ( له هرآفته).

    فَقَالُوا رَبَّنَا بَاعِدْ بَيْنَ أَسْفَارِنَا وَظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ فَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ وَمَزَّقْنَاهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ ﴿١٩﴾

     پس وويل دوى اى ربه زمونږلريوالي پيداكړه په منځ دمنازلو( دسفرو) زمونږكې . اوظلم وكړدوى پرځانونوخپلو( چې راحت يې بدل كړپه زحمت ) پس وګرځول مونږدغه ( اهل دسبا) قصې افسانې اوتارپه تاركړل مونږدوى په پوره تارپه تاركيدلو. بيشكه په دغه دتمزيق دسباء كې خامخالوى دلائل ( دعبرت ) دي لپاره دهرښه صبركوونكي ډير شكر كوو نكي

    وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَيْهِمْ إِبْلِيسُ ظَنَّهُ فَاتَّبَعُوهُ إِلَّا فَرِيقًا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿٢٠﴾

     اوخامخاپه تحقيق رښتياوموندپردوى ابليس ګمان خپل پس متابعت وكړدوى ټولوددغه ( ابليس ) مګر يوې فرقې ( چې هغه فرقه ده ) دمؤمنانو .

    وَمَا كَانَ لَهُ عَلَيْهِمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ يُؤْمِنُ بِالْآخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِي شَكٍّ ۗ وَرَبُّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ ﴿٢١﴾

     اونه ؤدغه ( ابليس ) ته په دوئ څه تسلط مګرخاص لپاره ددې چې معلوم كړو( په علم الشهود) سره هم هغه څوك چې ايمان راوړي په آخرت له هغه چاڅخه چې هغه له دې اخرت څخه په شك كې وي اورب ستاپرهرشي باندې ښه ساتونكى دى .

    قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ ۖ لَا يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِنْ شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُمْ مِنْ ظَهِيرٍ ﴿٢٢﴾

     ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) چې وبولئ تاسې هغه معبودان چې ګمان به كاوه تاسې ( په دوى دخدايانو) غيرله الله چې نه لري دوى اختيار په اندازه ديوې ذرې ( نه ) په اسمانونوكې اونه په ځمكه كې اونشته (دغومعبودانو) ددوى ته په دغو( علوياتواوسلفياتو) كې څه شركت اونشته دغه ( الله ) ته له دوى نه هيڅ مددګار

    وَلَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهُ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُ ۚ حَتَّىٰ إِذَا فُزِّعَ عَنْ قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ ۖ قَالُوا الْحَقَّ ۖ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ ﴿٢٣﴾

     اونه رسوي هيڅ نفع شفاعت سپارښت په نزد دالله كې مګر( شفاعت ) دهغه چاچې اذن وركړي ( الله ) هغه ته . ترهغه پورې كله چې پورته كړه شي ويره له زړونوددوى وايي به دوى (په خپلومنځوكې) چې څه (حكم ) وفرمايل رب ستاسې نووايي به دوى چې حق يې ( وفرمايل ) اوهمدغه ( الله ) ډيرپورته اوډيرلوى دى .

    قُلْ مَنْ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ قُلِ اللَّهُ ۖ وَإِنَّا أَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَىٰ هُدًى أَوْ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿٢٤﴾

     ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) چې څوك رزق دركوي تاسې ته له ( جانبه د) آسمانونواوځمكې؟ ووايه ( اى محمده ! ددوى په ځاى ته په خپله ) چې ( خاص رزق راكوي ټولوته ) الله . اوبيشكه مونږ( چې مؤمنان يو) اوتاسې ( چې منكران ياست ) خامخاپرسمې صافې لارې كې يو؟ ياپه ګمراهي ښكاره كې يو؟ ( وروسته به معلوميږي ) .

    قُلْ لَا تُسْأَلُونَ عَمَّا أَجْرَمْنَا وَلَا نُسْأَلُ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿٢٥﴾

     ووايه ( اى محمده ! دوي ته ) وبه نه پوښتيدلۍ شۍ تاسې له هغوبديوچې كړې وې مونږا و( همداسې ) نه به پوښتيدلى كيږومونږله هغوبد يوچې كوۍ تاسې

    قُلْ يَجْمَعُ بَيْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ يَفْتَحُ بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِيمُ ﴿٢٦﴾

     ووايه ( اى محمده !) چې جمع به وكړي په منځ زمونږكې رب زمونږبيا حكم ( فيصله ) به وكړي په منځ زمونږكې په حق سره اوهمدى دى ښه فيصله كوونكى ښه عالم .

    قُلْ أَرُونِيَ الَّذِينَ أَلْحَقْتُمْ بِهِ شُرَكَاءَ ۖ كَلَّا ۚ بَلْ هُوَ اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿٢٧﴾

     ووايه ( اى محمده دوى ته ) چې راوښيي ماته هغه ( معبودان ) چې پيوست كړي دي تاسې له دغه ( الله ) سره شريكان ؟ ( په عبادت كې ) . نه ده داسې ( اوهيڅوك لائق دشركت نه دي له الله سره ) بلكې همدغه الله دى ښه غالب قوي ( په انفاذ داحكامو) ښه حكمت والا (چې هركارپه تدبيراومصلحت سره كوي )

    وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٢٨﴾

     اونه يې ليږلى مونږته مګرپدې حال كى چې جامع يې خلكوته زيرى وركوونكى ( دجنت مؤمنانوته ) اوويروونكي ( له دوزخ كفاروته ) مګر اكثرخلك ( له كفارو) نه پوهيږي ( په فضائلوستااوپه رذائلوخپلو)

    وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا الْوَعْدُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿٢٩﴾

     اووايي ( كفارله ډيره جهله ) كله به وي دغه وعده ( دعذاب ) كه چيرې يئ تاسې رښتينې ( په دې كې چې عذاب به راشي نورائې ولئ)

    قُلْ لَكُمْ مِيعَادُ يَوْمٍ لَا تَسْتَأْخِرُونَ عَنْهُ سَاعَةً وَلَا تَسْتَقْدِمُونَ ﴿٣٠﴾

     ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) چې ( مقرره ) ده تاسې ته وعده ديوې ورځې ( په نازليدودعذاب ) چې نه به وروستۍ كيږي له هغې (ورځې ) يوساعت ( قدر) اونه ړومبى كيږئ تاسې ( ترې )

    وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَنْ نُؤْمِنَ بِهَٰذَا الْقُرْآنِ وَلَا بِالَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ ۗ وَلَوْ تَرَىٰ إِذِ الظَّالِمُونَ مَوْقُوفُونَ عِنْدَ رَبِّهِمْ يَرْجِعُ بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ الْقَوْلَ يَقُولُ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لَوْلَا أَنْتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ ﴿٣١﴾

     اووايي هغه كسان چې كافران شوي دي له سره به ايمان رانه وړومونږپه دې قرآن ( چې محمدته راغلى دى ) اونه پرهغه كتابوچې راغلي دي پخوالدې ( قرانه ) ، اوكه ووينې ته ( اى محمده په آخرت كې ) كله چې دغه ظالمان ودرول شي په نزددرب ددوى ( لپاره دحساب ) چې اړوي به ځينې ددوى له ځينونوروسره خبره ( داسې چې ) . وبه وايي هغه ( تابعان ) چې ضعيف ګڼلي شوي ووهغو( متبوعانو) ته چې تكبربه يې كاوه چې كه نه واى تاسې ( منع كوونكي مونږ لره له ايمانه ) نوخامخاووبه مونږمؤمنان ( نوخامخابه وينې يوكارډيرسخت اودغه محذوف د( لو) جواب دى ) .

    قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا أَنَحْنُ صَدَدْنَاكُمْ عَنِ الْهُدَىٰ بَعْدَ إِذْ جَاءَكُمْ ۖ بَلْ كُنْتُمْ مُجْرِمِينَ ﴿٣٢﴾

     وبه وايي هغه ( متبوعان ) چې تكبربه يې كاوه لپاره دهغوكسانوچې عاجزان كړى شوي وو آيامونږمنع كړي مووئ تاسې له سمې صافې لارې پس له هغه چې راغلى ؤ( دغه هدايت ) تاسې ته ( نه دى داسې ) بلكې وئ تاسې په خپله مجرمان ( كافران ) .

    وَقَالَ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا بَلْ مَكْرُ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ إِذْ تَأْمُرُونَنَا أَنْ نَكْفُرَ بِاللَّهِ وَنَجْعَلَ لَهُ أَنْدَادًا ۚ وَأَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ وَجَعَلْنَا الْأَغْلَالَ فِي أَعْنَاقِ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿٣٣﴾

     اووبه وايي هغه كسان چې عاجزان ګڼلى شوي ووهغو ( رئيسانو) ته چې تكبربه يې كاوه بلكې دافريب ( ستاسې ؤ ) دشپې اودورځې كله چې امربه كاوه تاسې مونږته ( هروخت داسې ) چې كافران شومونږپر الله اوپيداكړومونږدغه ( الله ) ته شريكان. اوپټه به كړيي ( دغه تابعان اومتبوعان يوله بله ) پښېماني خپله كله چې ووينې عذاب . اووبه ګرځووځنځيرونه ( داور) په غاړودهغوكسانوكې چې كافران شوي دي ( تابعان دي كه متبوعان ) . آياجزابه وركولى شي دوى ته ( بلكې نه وركول كيږي ) مګردهمدغو( عملونو) چې دوى كول ( په دنياكې ) .

    وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ كَافِرُونَ ﴿٣٤﴾

     اونه ووليږلى مونږپه هيڅ كلي ( اوښار) كې هيڅوك ويروونكى ( له عذآبه ) مګرويل به هوسا( ماړه اومشرانوخلكو) دهغې ( قريې ) چې بيشكه مونږ په هغه څه چې راليږلى شوى يې تاسې په هغه شي كافران ( منكران ) يو.

    وَقَالُوا نَحْنُ أَكْثَرُ أَمْوَالًا وَأَوْلَادًا وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ ﴿٣٥﴾

     اوويل به دوى چې مونږ ډيريو( له تاسې ) له جهته دمالونواوداولادو نو اونه يو مونږ په عذاب كړى شوى .

    قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٣٦﴾

     ووايه ( اى محمده دويته ) چې بيشكه رب ځمافراخوي روزي لپاره دهرچاچې اراده وفرمايي اوتنګوي يې ( پرهرهغه چاچې اراده وفرمايي ) وليكن اكثرخلك نه پوهيږي ( چې دااستدراج دى ) .

    وَمَا أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ بِالَّتِي تُقَرِّبُكُمْ عِنْدَنَا زُلْفَىٰ إِلَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَٰئِكَ لَهُمْ جَزَاءُ الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوا وَهُمْ فِي الْغُرُفَاتِ آمِنُونَ ﴿٣٧﴾

     اونه دي دغه مالونه ستاسې اونه اولادونه ستاسې داسې شى ( خصلت هغه خصلت ) چې نژدې كوي تاسې په نزدزمونږنژدې كول مګر( نژدې كوي له تاسې ) هرهغه څوك چې ايمان راوړي اوكړي يې وي ښه ( عملونه ) . پس دغه ( مؤمنان چې دي ) شته دوى ته جزاء دوچنده په سبب دهغو( نيكيو) چې كړې دي دوى اودوى به په ماڼيو( دجنت كې مطمئن ) مامون وي (له هرافته ) .

    وَالَّذِينَ يَسْعَوْنَ فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُولَٰئِكَ فِي الْعَذَابِ مُحْضَرُونَ ﴿٣٨﴾

     اوهغه كسان چې سعى كوښښ كوي په ( ابطال د) آيتونوزمونږ په دې حال كې چې عاجزكوونكي وي زمونږ( په زعم خپل ) دغه كسان په عذاب ( ددوزخ كې ) حاضركړى شوى به وي .

    قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ ۚ وَمَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿٣٩﴾

     ووايه ( اى محمده ! دويته ) بيشكه رب زمافراخوي رزق لپاره دهرهغه چاچې اراده وفرمايي له بندګانوخپلواوتنګوي يې ورته ( چې اراده وفرمايي امتحانا) اوهرهغه څه چې لګوئ يې تاسې ( په لاره دالله كې ) له كوم شي څخه ( ډيروي كه لږ) پس هغه ( الله ) عوض دركوي دهغې اوهمدغه ( الله ) خيرغوره دروزي وركوونكيودى .

    وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ يَقُولُ لِلْمَلَائِكَةِ أَهَٰؤُلَاءِ إِيَّاكُمْ كَانُوا يَعْبُدُونَ ﴿٤٠﴾

     او( ياده كړه ) هغه ورځ چې ( الله ) ټول به كړي دوى ټول بيابه فرمايي ( الله ) ملائكوته آياداهغه ګمراهان دي چې خاص تاسې ته ( بې له الله ) ؤ ( په دنياكې ) چې عبادت به يې كاوه ؟ .

    قَالُوا سُبْحَانَكَ أَنْتَ وَلِيُّنَا مِنْ دُونِهِمْ ۖ بَلْ كَانُوا يَعْبُدُونَ الْجِنَّ ۖ أَكْثَرُهُمْ بِهِمْ مُؤْمِنُونَ ﴿٤١﴾

     وبه وايي ( پرښتې جوابا) پاكي ده تاته ته يې مولى ( معبود) زمونږبې لدوى نه ( نه ده داسې چې دغه كفاروايي ) بلكې وودوى چې عبادت به يې كاوه دپيريانوشيطانانواوزياتره ددوى پردغو( پيريانو شياطينو باوركوونكي او) مؤمنان وو( نومنلي به يې خبرې ددوى ) .

    فَالْيَوْمَ لَا يَمْلِكُ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ نَفْعًا وَلَا ضَرًّا وَنَقُولُ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّتِي كُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُونَ ﴿٤٢﴾

     نو( الله فرمايي ) پس نن ورځ نلري اختيارځينې ستاسې ( معبودان ) لپاره دځينونورو( عابدانو) نه دنفعې اونه دضرر اووبه وايومونږلپاره دهغوكافرانوچې ظلم يې كړى دى وڅكئ تاسې عذاب داورهغه چې وئ تاسې چې ددې ( اور) تكذيب به موكاوه ( په دنياكې).

    وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالُوا مَا هَٰذَا إِلَّا رَجُلٌ يُرِيدُ أَنْ يَصُدَّكُمْ عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُكُمْ وَقَالُوا مَا هَٰذَا إِلَّا إِفْكٌ مُفْتَرًى ۚ وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ إِنْ هَٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ ﴿٤٣﴾

     اوكله چې ولوستل شي پردوى ايتونه زمونږپه دې حال كې چې واضح دي نووايي نه دى دغه ( محمد) مګريوداسې سړى دى چې اراده لري ددې چې منع كړي تاسې له هغه شي څخه چې وو ( داسې ) چې عبادت به كاوه پلرونوستاسې . اووايي دغه ( منكران ) چې نه دى دغه ( قرآن ) مګريودرواغ دي له خپله ځانه جوړكړي . اووايي هغه ( منكران دمكې ) چې كافران شوي دي حق ( قرآن ، اسلام ، اونبوت ) ته كله چې راغى دوى ته نه دى دغه مګرخودى سحركوډې ښكاره .

    وَمَا آتَيْنَاهُمْ مِنْ كُتُبٍ يَدْرُسُونَهَا ۖ وَمَا أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ قَبْلَكَ مِنْ نَذِيرٍ ﴿٤٤﴾

     حال داچې نه دى وركړى مونږدوى ته له كتابونو( منزله ؤڅخه) چې لولي دوى هغه ( كتابونه ) اونه ووليږلى مونږدوى ته پخواله تانه كوم ويروونكى ( له جحيمه ) .

    وَكَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَمَا بَلَغُوا مِعْشَارَ مَا آتَيْنَاهُمْ فَكَذَّبُوا رُسُلِي ۖ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿٤٥﴾

     اوتكذيب كړى وو( دانبياؤهمداسې ) هغوكسانوچې په خواوولدوى حال داچې نه دى رسيدلي ( دغه كفاردمكې ) لسمې برخې دهغه شي ته چې وركړى موووهغوى ته ( له قوت اوقدرت ) پس تكذيب وكړ( هغوپخوانيو) درسولانوزما، پس څرنګه ؤ انكارزما( په عذابولودهغو) .

    قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُمْ بِوَاحِدَةٍ ۖ أَنْ تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَىٰ وَفُرَادَىٰ ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا ۚ مَا بِصَاحِبِكُمْ مِنْ جِنَّةٍ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ لَكُمْ بَيْنَ يَدَيْ عَذَابٍ شَدِيدٍ ﴿٤٦﴾

     ووايه ( اى محمده منكرينوته ) بيشكه همداخبره ده چې پنددركوم تاسې ته په يوې خبرې سره چې ودريږۍ تاسې خاص الله ته دوه دوه اويويو بياښه فكر( اوغور) وكړئ . چې نشته په دغه ملګري ستاسې كې هيڅ ليونتوب ، نه دى دغه ( محمد) مګرويروونكى دى تاسې ته په مخ كې د عذاب سخت ( دقيامت ) .

    قُلْ مَا سَأَلْتُكُمْ مِنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿٤٧﴾

     ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) هرهغه څه چې وغوښتل ماله تاسې له اجرنه ( په دغه انذار) پس هغه دى هم ستاسې وي ، نه دى اجرزمامګرپرالله دى . اوهمدغه ( الله ) پرهرشي باندې ښه شاهد( خبرداردى ) .

    قُلْ إِنَّ رَبِّي يَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَّامُ الْغُيُوبِ ﴿٤٨﴾

     ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) بيشكه رب زماويشتل كوي ( راليږي ) حق ( دين ) ښه خبرداردى پرټولو پټواشياؤهم .

    قُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَمَا يُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا يُعِيدُ ﴿٤٩﴾

     ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) راغى حق ( قرآن اسلام ) اونشي پيداكولى باطل ( معبودان هيڅ شى ) اونه يې بياله سره ژوندي راپاڅولى شي.

    قُلْ إِنْ ضَلَلْتُ فَإِنَّمَا أَضِلُّ عَلَىٰ نَفْسِي ۖ وَإِنِ اهْتَدَيْتُ فَبِمَا يُوحِي إِلَيَّ رَبِّي ۚ إِنَّهُ سَمِيعٌ قَرِيبٌ ﴿٥٠﴾

     ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) كه چيرې وښوئېدم زه ( له سمې لارې په زعم ستاسې ) پس بيشكه همداخبره ده چې وبه ښوئيږم په (ضررد) ځان خپل ( اوزمانقص دى ) اوكه سمه لياره مې وموندله نوپه سبب ددې به وي چې وحى كوي ماته رب زما، بيشكه همغه ( الله ) ښه اوريدونكى دى ډيررانژدې دى .

    وَلَوْ تَرَىٰ إِذْ فَزِعُوا فَلَا فَوْتَ وَأُخِذُوا مِنْ مَكَانٍ قَرِيبٍ ﴿٥١﴾

     اوكه ووينې ته كله چې وويريږي دوى ( عندالنزع ) پس نه به خلاصيږي په تېښته ( له عذابه زمونږ ) اووبه نيول شي دوى له ځايه نژدې ( له ځمكې قبرته ياله موقفه اورته ) .

    وَقَالُوا آمَنَّا بِهِ وَأَنَّىٰ لَهُمُ التَّنَاوُشُ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ ﴿٥٢﴾

     اووبه وايي ( داكفار) ايمان راوړى دى پردغه ( الله ) اوله كومه به وي دوى ته نيول ( دايمان يابيرته ګرځيدل دنياته ) له ځايه لرې ( چې آخرت دى ) .

    وَقَدْ كَفَرُوا بِهِ مِنْ قَبْلُ ۖ وَيَقْذِفُونَ بِالْغَيْبِ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ ﴿٥٣﴾

     اوپه تحقيق كافران شوي ووپه الله پخواله دې نه ( په دنياكې) اوويشتل به كول دوى په غيب له ځايه لرې ( دحق ، صدق اوصواب پرامورودمعاد) .

    وَحِيلَ بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ مَا يَشْتَهُونَ كَمَا فُعِلَ بِأَشْيَاعِهِمْ مِنْ قَبْلُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا فِي شَكٍّ مُرِيبٍ ﴿٥٤﴾

     اوپرده ( جدايي ) به واچولى شي په منځ ددوى اوپه منځ دهغه شي كې چې ارمان يې كوي دوى ( لكه ايمان اواعاده الى الدنيا) . لكه چې كړى شوى وو( داكار) له سيالانوددوى سره پخوالدينه ، بيشكه هغوى ووپه داسې شك كې چې ډيرتردداچوونكى وو( خلكوته).