انسان  پخپل ژوندکی،ځینی خطاګانی اوګناهونه کوی چی،ځینی وختونه؛ دګناه داحساسولو په  دلیل؛ ناامیدې ورته مخه کوی؛ او دخدای له رحمته مایوسه کیږی . کله کله  دګناهونو سختوالئ دومره دئ چی، یوکس؛ ځان نالایقه ، او دبخښنی وړ نه بولی، او په دی غلط ګمان سره، هره ورځ؛ له متعال خدای څخه، لازبات لیری کیږی . داپه داسی حال کی ده چی، داسلام دین؛ دپروردګا له  رحمت او شفقت څخه ناامیده کیدل، سخت رټی اومسلمانانوته  خبردارئ ورکوی چی، په  ډیرو بدو شرایطوکی هم،دخدای له رحمته مایوسه نه شی چی، هغه ډیر بخښونکئ دئ . توبه،توسل  اوشفاعت؛ ټول، دخدای تعالی ج  په لور د ستنیدنی لاری دی چی، انسان دیته  رابولی چی،له خپلی  غلطی  لا ری څخه لاس واخلی،او په شوق اوعلاقی سره، دنیکمرغۍ نیغی لاری ته  وګرځی .
په دی منځ کی شفاعت،داسی یوه دریمڅه ده چی، دقیامت په ورځ، دکناهګاره کس لاس نیسی، او ژغوری یی . دقیامت په ورځ؛ شفاعت، دامید او آرزو یوه دریمڅه ده چی، داسلام دین؛ دګناهګارانو په  وړاندی خلاصه کړې ده،ترڅو له الهی رحمت څخه نا امیده نه شی، او له  الهی بخښنی څخه، دځان د محروم بللو له کبله، په ګناه اومعصیت کی ډوب نه شی . دقیامت په  ورځ  دشفاعت حکمت، ددنیا په  ژوندانه کی، د توبی دحکمت په شان دئ . اسلامی مذهبونه؛ منجمله،شیعه او سنی مذهبونه،په شفاعت باندی عقیده لری؛ او دقرآنکریم آیتونه؛ په څرګنده توګه؛ محمدمصطفی ص، دقیامت په  ورځ؛ ډیر ښه  شفیع معرفی کوی .
دقرآنکریم له  آیتونو څخه، په ښه توګه استفاده کیږی چی، دځینو سطحی نیوکو اومخالفتونو په اپوټه،د یو مشروع  غوښتنی او اړتیا لپاره، دخدای  درګاه ته  دیو صالح انسان  وسیله ګرځول، په هیڅ وجه ممنوع  نه دی؛او دتوحید سره ضدیت نه لری  .    دقرآنکریم  د نساء دمبارکی سوری،په  ۶۴  آیت کی راغلی دی :… او دغه    مخالفین؛کله چی په ځان باندی یی ظلم اوستم کاوه،او دخدای دستورونه یی ترپښولاندی کول، ستا نزد ته درتلل؛او له خدای څخه یی دبخښنی غوښتنه کوله، او پیغمبر هم؛ دهغوی لپاره،داستغفار غوښتنه کوله؛ خدای یی توبه قبلونکئ او مهربانه موندای  .
داهل سنت یو ستر عالم، فخررازی، دتفسیر کبیر په  کتاب کی، ددغه مبارک آیت په باره کی لیکی :  ددی علت چی،دغه آیت وایی چی : پیغمبر دهغوی لپاره بخښنه غوښتلای ،او نه وایی چی، دهغوی لپاره دی بخښنه وغوښتله، دادئ چی، له پیغمبر ص  څخه قدرونه اودانحضرت لمانځنه  وشی . کله چی ګناهکاران؛ دپیغمبر حضورته راغلل،په  حقیقت کی، دهغه شخص حضورته  ورغلی ؤو چی،متعال خدای  هغه ته؛ دخپل رسالت او پیغمبرۍ په وسیله،ځانګړی امتیاز بخښلئ دئ، او پخپلی وحی سره یی دهغه احترام کړئ، اوانحضرت یی دځان او دخپلو بندګانو ترمنځ استازئ ټاکلئ دئ، او هغه کس چی داسی وی؛ متعال خدای دهغه شفاعت او وساطت  نه  ردوی  .
البته نه یواځی حضرت  پیِغمبر اکرم  ص چی، دخدای تعالی په نزد ډیر لوړ مقام لری؛ بلکه،لایق او مؤمنان او فرشتی هم، کولای شی، دخدای په نزد، دګناهګارانو شفاعت وکړی . په دی اساس داکار روا دئ چی، دهغوی  په وسیله، له متعال خدای څخه حاجت وغواړو . ددی خبری په هکله، دقرآنکریم  په  یو مبارک آیت کی،مثال  راغلئ دئ، هلته چی؛ خدای تعالی ،د یوسف دمبارکی سوری،په ۹۷ آیت کی،د یعقوب  داولادونو له  خولی،نقل کوی او  فرمایی : ای زموږ پلاره! له خدای څخه زموږ لپاره بخښنه  وغواړه،ترڅو خدای، زموږ ګناهونه  وبخښی چی،موږ خطاکاره یو .
اودیوسف دمبارکی سوری د۹۸ آیت له مخی؛  حضرت یعقوب وویل : ژر، له خپل خدای څخه؛ستاسولپاره، مغفرت غواړم  .
ددغه مبارک آیت په  اساس،دیعقوب  ع  اولادونه؛له خپل پلاره غواړی چی، دپروردګار په نزد؛ دخپلو اولادونو شفاعت وکړی،اوله خدایه  وغواړی چی،دهغوی ګناهونه وبخښی،ترڅو له مړینی وړاندی، دمتعال پروردګار، لطف او رحمت  دهغوی په برخه شی  .  د شفاعت موضوع، دقرآنکریم په نورو آیتونوکی هم راغلې ده په هغوآیتونوکی چی، متعال خدای پخپله؛خپل پیغمبر ص ته داسی فرمایی : دځان او دمومنینو لپاره بخښنه وغواړه .   دا دمحمد دمبارکی سوری  ۱۹  آیت دئ .
اوهمداراز، دتوبی دمبارکی سوری، په  ۱۰۳  آیت کی فرمایی : په هغوی باندی درود ولیږه چی، ستا درود، دهغوی  دآرامتیا سبب دئ . ځکه نو وینوچی،قرآنکریم، دشفاعت دمسئلی په زمینه کی هیځ مشکل نه لری، په داسی حال کی چی وهابیان،دمحمدبن عبدالوهاب، دویناؤو په اساس،شفاعت شرک ګنی، اوباوری دی چی،له خدای څخه پرته؛له نوروڅخه شفاعت  غوښتل؛له هغه څخه پرته ؛له نوروڅخه دغوښتنی په معنا دی؛ اودا شرک دئ . په داسی حال چی، دقرآنکریم څرګندآیتونه؛ شفاعت کونکئ، داسی صالح انسان بولی چی، دخدای تعالی په نزد،لوړه مرتبه لری؛ اوکولای شی، دګناهکارانو او پروردګار ترمنځ،د یوې واسطې په  شان وی ، اوله  خدای تعالی څخه وغواړی چی، دګناهکارانو  خطاګانی وبخښی .
دهغوګنو روایتونو څخه  هم چی، له  اهل سنت څخه په واګه کی لرو،استفاده کیږی چی،شفاعت؛ هیڅ  ډول مشکل نه لری، بلکه  یو دمنلو وړ کار  ګنل کیږی .
د امام شافعی له قوله؛ د حضرت  پیغمبر ص  په  اهلبیت باندی دتوسل  د جایز والی په هکله، یو  مشهور شعر نقل شوئ دئ چی، ویلی یی دی : آل النبی ‌‌‌‌ذَریعتی  و هم الیه وسیلتی ؛ یعنی د پیغمبر اهلبت  زما شفیع دی، او دوی  دخدای په نزد، زما وسیله او واسطه دی  .
داهل سنت د مشهور او داعتماد وړ عالم، علی ابن احمد سمهوری،   په  کتاب ، وفاء الوفاء ،کی  راغلی دی :  دخدای په نزد؛ له پیغمبر ص ، او دهغه له مقام او شخصیت څخه، مدد غوښتل او دشفاعت غوښتنه، هم دانحضرت له  خلقت څخه مخکی، اوهم  دانحضرت له تولد، اوهم  له  رحلت  وروسته؛ هم دبرزخ  په عالم کی، او هم  د قیامت په  ورځ کی، جایز او روا  ده  . پسله  هغه څخه یی، د اسلام  دپیغمبر ص  څخه، دحضرت  آدم  ع، دتوسل مشهور  روایت، د عمر خطاب له قوله نقل کړئ؛ او لیکلی یی دی :  آدم، دهغی اطلاع په دلیل چی، په راتلونکی کی  داسلام  دپیغمبر  له  خلقت  څخه یی درلوده، دخدای تعالی په  درګاه کی داسی وویل : ای خدایه! دمحمد ص په  حق،له تا څخه غواړم چی، ما وبخښی .
داهل سنت په اعتمادکتابونوکی،منجمله؛ به  صحیح بخاری، مسنداحمد، او سنن ابن ماجه کی، دشفاعت  دفضیلت په هکله  یوشمیر روایتونه او حدیثونه،بیان شوی دی چی، په دوام کی،یوڅو مثالونوته اشاره کوؤ .
په مسنداحمدکی راغلی دی ؛دخدای رسول ص  وفرمایل : زما شفاعت، دخدای په اذن، هغوکسانوته  رسیږی چی، په  ایمان سره، له دنیا څخه لاړشی، اومشرک نه  وی  .
د صحیح بخاری دکتاب  په لمړی ټوک کی هم، دحضرت پیغمبر ص  له قوله دا حدیث  نقل شوئ دئ چی، فرمایی : له ټولو څخه زیات؛ دقیامت  په  ورځ؛ هغه کسان زما په شفاعت سره، خوشبخته کیږی چی، دزړه له کومی او په اخلاص سره، په خدای باندی ایمان ولری .
دسنن ابن ماجه، په کتاب کی هم، دا حدیث راغلی دی چی، دخدای رسول ص  فرمایی : دقیامت په  ورځ، په ترتیب سره؛ پیغمبران؛وروسته پوهان او عالمان؛اوپسله هغه، دخدای دلاری شهیدان، شفاعت کوی  .
متعصب  وهابیان، خپل  درک  دقرآن  او سنت  دپوهیدو معیار، ټاکی؛ دشفاعت  په مسئله کی هم، په کږې  او وژونکې لاری باندی تللی دی  .هغوی  اعلانوی چی، داسلام په  شریعت کی، دخدای په نزد، دواسطی ټاکنه، یو بی ګټی کار دئ . مګر، دغه خبره؛ په بشپړه توګه دکتاب او سنت  په  خلاف  ده .
دهغو حدیثونو په  اساس چی، وویل شول، اهل سنت هم، دشفیع  په  واسطه ګرځولوباندی  عقیده من دی . دحضرت پیغبر اکرم ص  له  قوله ، په  یوبل  حدیث کی چی، دشیعه او اهل سنت په نزد،مشهور حدیث دئ، نقل شوئ دئ چی، فرمایی : زمااهلبیت، ستاسو په  منځ کی، دنوح دکښتۍ په شان دئ چی، هرڅوک  پکی کیناست؛ وژغورل شو؛ او هر څوک چی  سرغړونه  یی وکړه؛ غرق شو .
اهل سنت، د شفاعت په  هکله یوشمیر نور حدیثونه هم  لری .
د طبرانی  په  لیکنه؛ د معجم الکبیر  دکتاب، په  ۱۲  ټوک کی راغلی دی چی ؛ دښاغلی  عبدالله بن عمر له  خوا نقل شوئ دئ چی، ګران نبی ص  وفرمایل : دقیامت په  ورځ به، دخپل څخه لمړنۍ ډله، دخپل اهلبیت شفاعت  وکړم  . پسله هغه؛ دنږدیکت  په  ترتیب، له قریشو؛ بیا له انصارو؛ او له هغوی  وروسته؛ له یمن څخه هغه کسان چی، په ماباندی یی  ایمان  راوړ، اوله ما څخه یی  پیروی وکړه  . بیا له  نورو عربانو څخه، او وروسته؛ د عجم  مؤمنین؛ او هغه کس چی دهغه  شفاعت به وکړم، د فضل  خاوندبه  وی  .
دهغه څه  په  اساس چی، ومو ویل ، معلومه شوه چی، شفاعت  په  دی معنا دئ چی، انسان؛ دخدای له پیغمبر ص، او دمقربو او لوړ مرتبه انسانانو څخه  وغواړی چی، ورته  دخدای  په نزد دعا  او دبخښنی غوښتنه  وکړی، او البته  په  نهایت کی ،متعال خدای؛ بایددغه  غوښتنه ومنی،ترڅو  اجرا شی . داسی شفاعت  دقرآنکریم  دآیتونو، او دشیعه او اهل سنت  له خوا  دنقل شویو حدیثونو،او دعقل او منطق  په  اساس، دمسلمانانو دقبول  وړ دئ .


more post like this