اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. شيخ شلتوت د نږديكيت لارښوونکې مفکر

    شيخ شلتوت د نږديكيت لارښوونکې مفکر

    شيخ شلتوت د نږديكيت لارښوونکې مفکر
    Rate this post

    شيخ شلتوت د اهل سنتو له لويو ، محققانو، مفسرانو، اصولی فقيهانو، د مصر د قاموس د اديبانو او  د دارالتقريب بين المذاهب السلاميه له مؤسسانوڅخه يولمانځلی شخصيت وو. هغه د شيعه او د سنی ترمنځه  د وحدت لپاره له کارکونکې او له هغې نه د دفاع کوونکې په توګه پيژاندلې شوې وو.

    شيخ شلتوت د 1310 هجری قمری چې د 1893 ميلادی کال سره سمون لرې په مصر کښې پيدا شوې وو. شيخ شلتوت د اهل سنت، محققانو، مفسرانو، اصولی فقيهانو، د مصر د قاموس د اديبانو او  د دارالتقريب بين المذاهب السلاميه له مؤسسانو يولمانځلی شخصيت وو. هغه د شيعه او سنی ترمنځه  د يوالې او د وحدت د نظريه تحقق کوونکيو او دفاع کوونکيو څخه وو. په ۱۹۵۷ميلادی کال کښې د الازهر يونيورسټۍ د مشر مرستيال وګرځول شواو له يو کال  نه ورستو د ۱۹۵۸ ميلادی په اکتوبر مياشتې کښې د اولس مشر له طرفه  د الاظهر يونيورشټۍ مدير وټاکل شو او تر آخر عمره پورې پردې عهده پاتې وو، دغه انشمند لارښوونکې او متفکر او عالم، د ۲۶رجب۱۳۸۳ هجری قمری په سمون د۱۲ ستمبر ۱۹۶۳ ميلادی کښې د زيارت په شپه دارفانی ته وداع وکړه.

    دارالتقريب المذهب السلاميه يوه داسې اداره ده چې د شيعه او دسنی ترمنځه د دوستۍ او د ورورولۍ پيدا کولو او د موجوده ډله ډلبندې او نااتفاقۍ ختمه ولو او  د اسلامی مذهبونو تر منځه ارتباط پيدا کولو او کلکولو  لپاره  ډير زيات کوښښونه کوې او د دارالتقريب مثبت آثارو د ښاغلی شيخ شلتوت فتوی ده چې  د شيعه فقه او جعفری مذهب باندې عمل کولو دجواز فتوی ده.

    د دې انديشمند، عالم ، محقق، مفسر او فقيه او د مصر قاموسې اديب د پلار نوم محمد وو،  په ۱۹۱۹ ميلادی کال کښې د مصر اولسی انقلاب چې د سعد زغلول په مشرۍ سره شروع شوے ؤ، شيخ شلتوت له خپلې ژبې او قلم سره په دې انقلاب کښې ګډون کړې وو.

    په هغه زمانه کښې چې د الاظهر يونيورسټۍ مدير المراغی، خپلې اصلاحی نظريې د مصر پوهانواو چارواکو ته وړاندې کړی وې د هغوې نه وړومبۍ کس شيخ شلتوت وو  چې دغه نظريه  يی تايد کړې وا،  خو ولې چې کله يې د مصر بادشاهې په حقله د المراغی نظريه قبول نه کړه نو استعفا يی ورکړه او له دې نه پس شيخ شلتوت او د نورواستادانو يوې ډلې خپلو مسئولياتونه پريښودل او د الاظهر له يونيورسټۍ نه ووتلل. له دې نه پس شيخ شلتوت يوې مدې پورې له خپل شاګرد شيخ علی عبدالرزاق سره د وکيل په توګه د مصر په شرعی عدالت کښې مشغول وو، او د الاظهر يونيورسټی اصلاحاتو باندې به يی نقدونه په ورځپاڼو او مجلو کښې خپريدل.

    په ۱۹۳۵ ميلادی کال کښې د الاظهر يونيورسټی له طرفه شريعت نومی يونيورسټی ته تدريس لپاره اوبللې شو، خو ولې المراغی په ۱۹۲۷ ميلادی کال کښې يو ځل بيا د الاظهر يونيورسټی مدير وټاکلې شو، شيخ شلتوت د شريعت يونيورسټی مدير او د الاظهر يونيورسټۍ له سترې شوری څخه د هلنډ لاهه نومی ښار کښې د نړيوال غونډې ته د يونيورسټی نمايندګی لپاره وټاکلې شو.

    په دې غونډه کښې شيخ  شلتوت المسئولية المدنية و الجنائية فی الشريعة الاسلامية عنوان سره خپل ليک وړاندې کړو چې په غونډه کښې وستايلی شو. وړومبۍ د الاظهر يونيورسټی د ټولو چارو څارونکې، د مصر درسمی علماؤ په انجمن عضو، د عربی ژبه ټولنه کښې عضو، د فواد اول يونيورسټۍ کښې د فقه، قران او سنت استاد، د  ټولو اسلامی کلتورونود څيړنو ناظر، د بهرنيو فرهنګي اړيكو کښې د لوړی کميټه  عضو او د اسلامی ټولنې سلاکار ،د الظهر د فتوای ورکوونکې کميټۍ عضو، د مصر د تفسيری کميسيون عضو، د قانون  بدلون کمېټۍ مدنی کښې  يو فعال عضو او تر ۱۹۵۷ ميلادی پورې د راديو لوړې شوری سلاکار وو.

    د پارسينه د خبرپه اړه هغه د شيعه او سنی تر منځه د يووالې څارونکې او يو فعال عضو وو، د هغه سيد حسين برورجردی سره  ډيره نيږدې ارتباط وو. په ۱۳۳۸ شمسی کال کښې آيت الله برجردی، آيت الله حاج ميرزا خليل کمره ای ،سره د  آيت الله سيد محمود طالقانی او د علماؤ يوه ډله پخپله نمايندګۍ کښې قاهره ته اوليږل چې ستر مفتی او د د الاظهر يونيورسټۍ مدير شيخ محمود شلتوت نه د هغه په تاريخی فتوی مننه اوکړی.

    د دې تاريخی فتوی عبارت  داسې ده:

    له شيخ شلتوت نه پوښته وشوه چې « ځينې خلک ګمان کوی، دپاره د دې چې د مسلمانانو عبادات او معاملات صحيح وې ضروی ده چې د څلور مشهورو مذهبونو څخه په يو مذهب عمل وکړلی شې خو اماميه شيعه او  زيديه مذهب د دغو مذهبونو څخه نه دی . ايا تاسو له  دې نظر سره په عمومی ډول  رضايت لرے ، او د اماميه شيعه مذهب نه تقليد جائز نه بولے؟»

    ۱ – اسلام په هيڅ چا باندې د يو خاص مذهب قبلونه لازم نه ګڼی، بلکې زمونږ وينا داده:   چې د هر مؤمن لپاره داسې حق وې چې هغه په دې توان ولرې چې د هر حکم شروع کښې له مذهبونو نه چې د هر يو مذهب نه صحيح نقل شوې وې او د هغه مذهب د احکامو مخصوص کتابونو کښې په ليک رسيدلې وې نه پيروی وکړې. او هم دا رنګ که چا د دې مذهبونو نه د يو مذهب تقليد کولو نو هغه کولې شې چې بل مذهب ته وګرزې او که هغه په هر مذهب وې او په هغې عمل کوې نو هغه لپاره په دې کښې څه باک نشته.

    ۲ – جعفری مذهب چې په اثناعشری مذهب باندې مشهور دې، يو داسې مذهب دې چې د هغې نه تقليد کول د اهل سنت د مذهبونو غوندې شرعا جائز دې او ارزښت لرې چې مسلمانان په دې ځان پوهه کړې چې هغو د يو خاص اوټاکلی مذهب له تقليد نه حمايت کولوکښې بی ځايه او نه حق  تعصب او طرفدارۍ  نه ځان اوساتی. د الله پاک دين او شرعيت د يو خاص مذهب پيرو او تابع نه دے يا تر يو مذهب پورې خاص او محدود نه دے. هر کس چې د اجتهاد مقام باندې فائز شو هغه مجتهد شميرل کيږي او عمل به يی د الله تعالی په درګاه کښې مقبول وې او جواز لرې چې هغه څوک چې اجتهاد او د نظر ورکولو اهليت نه لرې، هغې تقليد وکړې د هغه څنه کوم چې مجتهدينو په خپل فقه کښې په ځای کړې،او په دې مسئلې کښې د عباداتو او معاملاتو ترمنځه هيڅ فرق نشته.

    د پارسينه د خبرپه اړه د هغې زمانے د اهل سنت ډيرو لويو لويو علمانو او فقيهانو د دې تاريخی فتوی  تائيد او ترې حمايت اوکړو. هم دا رنګ د الميزان تفسير ليکوال ښاغلۍ علامه طباطبائی د شيخ شلتوت دهغې تاريخی فتوی په حقله داسې فرمائي:

    اسلامی يووالې يا نږديکيت غوره ګڼل د منطق اود عقل له نظره په کښې څه شک نشته. هم له دې اصل په وجه  د ابتدا نه شيعه د اکثرت  له صفه نه دې څنډ ته شوې او داسلامی کارونو وده کښې د عمومی مسلمانو سره په هر قسمه ګډ کار او مرسته کړې. او د شيعه مراجع ؤ له اړخه د اسلامی نږديکيت فکر باندې ټينګار هم له دې لپاره وواو د الاظهرعزتمن شيخ هم دغه حقيقت په صراحت بيان کړو. اوټولې نړۍ ته يی د شيعه او د سنی ترمنځه د دينی نږديکيت اعلان وکړو او شيعه بايد له دی عزتمن نه ډيره مننه وکړې او د هغه د دې ارزښت نه ډک کار قدردانې وکړې.