اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. قرآني حديثونه

    قرآني حديثونه

    قرآني حديثونه
    Rate this post

    قال رسول الله (ص):
    عليكم بالقرآن فاتخذوه اماماً وقائداً ، فإنه كلام رب العالمين الذي هو منه واليه يعود، فآمنوا بمشابهه واعتبروا بامثاله.(كنز العمال ، ج1ن ص 515 ،ح 3300)

    اسلام ګران پيغمبر صل الله عليه وأله وسلم
    تاسو باندې قرآن فرض دے؛ پس دا ځان لپاره لارښود اوپشوا يي وګرځوئ ځکه چې دا د خداې  پاک خبرې دي. هغه له خوا راغلي اوهغه ته بيه ورګرځې نو د قرآن په مشابهو آيتونو ايمان راوړئ او له متلونو يې نصيحت واخلئ.

    قال رسول الله (ص):
    المؤمن الذي يقرأ القرآن ويعمل به كالأترجة طعمها طيب وريحها طيب والمؤمن الذي لا يقرأ القرآن ويعمل به كالتمرة طعمها طيب ولا ريح لها ومثل المنافق الذي يقرأ القرآن كالريحانة ريحها طيب وطعمها مرّ . ومثل المنافق الذي لا يقرأ القرآن كالحنظلة طعمها مرّ أو خبيث  وريحها مرّ .(صحيح البخاري )،

    اسلام ګران پيغمبر( ص) :
    کوم مؤمن چې قرآن تلاوت كوي اوعمل هم ورباندې کوي هغه دترنج ميوې په شان دے چې هم يې مزه ښه وي او هم يې بوي او هغه کوم مؤمن چې د قرآن تلاوت نکوي اوعمل پرې کوي هغه په مثال دخرما دے چې مزه يې ښه ده خو بوي نلري او کوم منافق چې قرآن لويلي او عمل پرې نه کوي هغه د ريحان د ګل په شان دے . چې بوي يې ښه دے او مزه يې ترخه ده. او کوم منافق چې دقرآن تالاوت نکوي هغه په مثال د حنظله دے  چې هم يې مزه ترخه ده اوهم يې بوي بد اوخبيث دے
    ۱- (. صحيح بخاري دحديث شميره ۵۰۵۹  )۲- (  او په دي معني کښې امام صادق(ع) نه په اصول کافي کښې نقل شوې دې  باب فضل حامل قرآن حديث ۶)

    قال النبي(ص) :
    ان اهل القرآن في أعلي  درجة من الادميين ما خلا النبيين والمرسلين فلا تستضعفوا أهل القرآن حقوقهم،فإن لهم مكن الله لمكاناً.(بحار الانوار ن ج92 ،ص 180)

    داسلام ګران پيغمبر(ص)
    قرآن باندې عمل کونکي انسانان انبياءونه روسته د لوړ مقام څيښتن دي. پس تاسو د هغوقدر کم ونه ګڼئ. ځکه چي دا کسان خداې څخه لوړ مقام لري

    قال رسول الله (ص):
    خيركم من تعلم القرآن وعلمه.(صحيح بخاري . د حديث شميره ۶ ۲ ۰ ۵)( مستدرك الوسائل  ج1 ،(وجوب تعلم  القرآن وتعلمه ح 14)

    پيغمبر (ص) فرمايي:
    تاسو کښې بهترين کس هغه دے چې قرآن زده کړي اونورو ته يې ووښايي…

    قال رسول الله (ص):
    لا حسد اِلاّ في اِثنين: رجل علمه الله القرآن فهو يتلوه آنآ ء الليل وآناءالنهار فسمعه جار له فقال : ليتني أتيت مثل ما أتي فلان  فعملت مثل ما يعمل ، ورجل أعطاه الله مالاً فهو يهلكه في الحق فقال رجل ليتني اتيت مثل ما أتي فلان فعملت مثل ما يعمل .  (صحيح بخاري . د حديث شميره ۶ ۲ ۰ ۵)

    پيغمبر (ص) فرمايي:
    حسد په دوو څيزونو کښې ښه دے  يو هغه سړې چې د قرآن لوست ورځي اوهغه د شپه ورځې د قرآن تلاوت کوي دهغه ګاونډے دهغه آواز اوري او وايي اے کاش ما هم دقرآن تلاوت کوې شوې اوما هم په قرآن باندې د هغه په شان عمل کولے. او بل هغه کس چې هغه ته خداي دولت ورکړې وي  او د خداې په لاره کښې يې خرچ کوي او هغه يو سړې اوګوري او وايي اے کاش ما له هم خداې دغه شان مال راکړې وې او ما هم د دې سړي په شان دخداي په لاره کښې ويشلې وې.

    قال رسول الله (ص) :
    إن البيت اذا قرأ فيه القرآن ، حضرته الملائكة ، وتنكبته الشياطين، واتسع بأهله ، وكثر خيره ، وقل شره ، وإن البيت اذا لم يقرأ فيه القرآن ، حضرته الشياطين ، وتنكبته الملائكة ، وضاق بأهله ، وكثر شره و قل خيره .(جامع الاخبار والاثار ج 1 ص 0 2 3)

    د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد صل الله عليه وآله وسلم فرمايي:
    کوم کور کښې چې قرآن لوستې شي هغه کورته فرښتې داخيليږي شيطان هغه نه لرې کيږي د هغه کور اوسيدنکي په آرام سره اوسي دغه کور کښې برکت نازيليږي د دغه کور په بديانوکښې کموالې راځي او په کوم کور کښې چې قرآن نه شي لوستې  هغه کښې شيطان حاضريږي او فرښتې لرې کيږي او هغه کور په وسيدنکو تنګيږي او د هغو شر او بديانې زياتې او خير يې کميږي

    قال علي (ع):
    في القرآن نبأ ما قبلكم ، وخبر ما بعدكم ، وحكم ما بينكم.(بحار الانوار، ج92 ،ص32)

    امام علي عليه السلام فرمايي:
    قرآن کښې د تيرشوي اوراتلونکوخلکو نيټه او ستاسو د ژوند خبرې موجودې دي

    قال أمير المؤمنين (ع) :
    الله الله في القرآن ،لا يسبقكم بالعمل به غيركمنهج البلاغه رساله ۴۷

    امام علي عليه السلام فرمايي:
    د خداې لپاره! هيڅوک په قرآن باندې عمل کونې کښې له تاسونه وړاندې نه شي.

    قال أمير المؤمنين (ع) :
    اَلا لا خير في قراءة ليس فيها تدبر .وسايل الشيعه ج۴ ص۸۳۰ ابواب قرآئت القرآن ح ۷

    امام علي عليه السلام فرمايي:
    اګاه اوسئ! دقرآن په تلاوت کښې جې سوچ او فکر نه وي نو هيڅه فايده اوخير نلري

    قال الصادق(ع) :
    إن البيت اذا كان فيه المسلم يتلو القرآن يتراءه أهل السماء كما يتراءه أهل الدنيا الكوا كب والدريّ في السماء بحار الانوار ج ۹۲ ص۲۰۰

    امام صادق عليه السلام فرمايي:
    کوم کور کښې چې مسلمانان دي او قرآن تلاوت کوي. دآسمان وسيدوونکي هغوته په دې شان ګوري لکه څنګه چې د ځمکې اوسيدنکي د آسمان ستورو ته ګوري

    عن أبي عبد الله (ع) قال:
    من قرأ القرآن و هو شاب مؤمن اختلط القرآن بلحمه و دمه، جعله الله مع السفرة الكرام البررة وكان القرآن حجيجاً عنه يوم القيامة بحارالانوار ج ۹۲ ص۱۸۷

    امام صادق عليه السلام فرمايي:
    يو مؤمن چې په ځوانې کښې د قرآن تلاوت اوکړي. قرآن د هغه وينې اوغوښې سره ګډوځي او خداي هغه له خپلو سفيرانو او نيکانو څخه ګرځوي او د قيامت په ورځ قرآن به د هغو ملګرې وي.

    عن أبي عبد الله(ع) قال :
    القرآن عهد الله إلي خلقه ، فقد ينبغي للمرء المسلم أن ينزر في عهده، وأن يقرأ منه في كل يوم خمسين آيةً .(جامع الاخبار والآثار،ج1،ص335)

    امام صادق عليه السلام فرمايي:
    قرآن يوه عهدنامه ده چې خداې له طرفه په بندګانو باندې (نارله شوې ده) نو مسلمانانو ته پکار ده چې د خپلې عهد نامې خيال وساتي او هره ورځ د پنځوسو(۵۰) آياتونو تلاوت وکړي

    عن ابي عبد الله (ع) قال :
    من تعلم منه حرفاً ظاهراً ، كتب الله له عشر درجات ٍ، قال (ع): لا أقول بكل آية ،ولكن بكل حرف باء أو تاء أو شبههما.(جامع الاخبار،ج1، ص213)

    امام صادق عليه السلام فرمايي:
    که چا د قرآن يو ټکې زده کړ خداي هغه ته لس نيکيانې ليکي لس ګناهانې يې بخښي او لس درجې ورکوي. امام وفرمايل: زۀ نه وايم چې د يوۀ آيت دومره ثواب دے بلکه د يوه ټکي په هکله وايم.

    عن الرضا عن ابيه (ع):
    إن رجلا سأل ابا عبدالله (ع): ما بال القرآن لا يزداد عند النشر والدراسة الا غضاضة ؟ فقال لأن الله تبارك وتعالی لم يجعله لزمان دون زمان ولا لناس دون ناس ، فهو في كل زمان جديد، وعند كل قوم غض الی يوم القيامة.(جامع الأخبار والاثار كتاب القرآن ج 1 ص169)

    امام رضا عليه سلام  يې خبل پلار امام کا ظم عليه السلام نه نقل کوي چې فرمايي:
    يوه سړي امام صادق عليه سلام  نه تپوس وکړ. چې د قرآن تلاوت کولو او نشر کولو سره د قرآن په نوي شونو اوتازه شونو کښې څه زياتې کيږي ؟ امام ورته وفرمايل :د دې لپاره چې قرآن يوې خاصې زمانې اوخاص خلکو لپاره نه دے نازل شوے؛ نو قرآن هرې زمانې اوهر راتلونکي ملت ته د قيامت د ورځې پورې نوې او تازه دے.