اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. قرآن او آسماني کتابونه

    قرآن او آسماني کتابونه

    قرآن او آسماني کتابونه
    Rate this post

    د آسماني کتابونو د نازليدو فلسفه

    مونږ عقيده لرو: چې خداي تعالی د انسانانو د هدايت لپاره ډير آسماني کتابونه  راليږلي دي، منجمله د ابراهيم او نوح «صحيفې» او «تورات » او «انجيل» او تر ټولو جامع  «قرآن مجيد»، او که دا کتابونه نه وې نازل شوې انسان به د خداي پيژندنې او د پروردګار د عبادت په لاره کې  خطا شوې و او د خپلې اړتيا له ټولنيزو قوانينو او د تقوا اخلاقو او تربيت له ا صولو به لريې پاتې شوې و.

    دا آسماني کتابونه د رحمت د باران په شان  په زړونو ووريدل او د انسانانو په خټه کې يې دتقوا، اخلاقو معرفة الله او علم او حمکت تخمونه زرغون او وروزل.

    «آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ؛ پيغمبر  په هغه څه  چې د هغه د ر ب لخوا پر هغه نازل شوي ايمان راوړي او ټولو مومنانو (هم) په خداي پرښتو او ټولو کتابونو او استازو ايمان راوړے دے.»[1]

    که څه هم  له بده مرغه د  وخت په تيريدو او د ناپوهانو او نااهلانو په لاسوهنې سره په ډيرو آسماني کتابونو کې تحريف وشو او غلط افکار ورسره ګډ کړي شول، خو قرآن مجيد په هغو دلائلو چې وروسته به يې ذکر کړو له هر ډول لاسوهنې خوندي پاتې شو او د لمر په  شان په ټولو وختونو او پيړيو کې ځليږي او زړونه روښانه کوي.

    «قَدْ جَاءَكُمْ مِنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُبِينٌ*  يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلامِ؛ د خداي لخوا تاسو  ته ښکاره رڼا او کتاب راغلے دے ـ خداي تعالی د هغه په برکت هغه کسان چې د هغه  له خوښۍ پيروي کوي، د سلامتيااو (سعادت) لارې ته هدايتوي.

    ۲۵. قرآن د رسول الله مبارک تر ټولو لويه معجزه

    مونږ عقيده لرو چې قرآن د اسلام د پيغمبر(ص) تر ټولو لويه معجزه ده، نه يوازې د فصاحت اوبلاغت، د بيان د خوږوالي او د معنو د رسا والي له نظره بلکه له نورو ډيرو اړخونو هم معجزه ده چې د عقائدو او کلام په کتابونو کې يې تفصيل راغلي دي.

    له همدې امله عقيده لرو چې: هيڅوک د هغه په شان او حتی د هغه د يوې سورې په شان هم نه شي جوړولي، قرآن په ځلونو هغو کسانو ته چې په شک او ترديد کې وو بلنه  وړکړې ده چې د دې په شان حتی يوه سوره هم  راوړي خو هغوي هيڅکله د مقابلې توان نه دے لرلې: «قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الإنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَذَا الْقرآن لا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا؛ ووايه که انسانان او پيريان (جن او انس) سره  راټول شي چې د قرآن په شان يو کتاب جوړ کړي د دې په شان به  جوړ  نه کړي شي، که څه هم په  دغه کار کې له يو بل سره مرسته وکړي»[2]

    «و وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ؛ او که دهغه  څه په هکله چې په خپل بنده (رسول الله) مو نازل کړي دي څه شک او شوبه لرئ (لږ ترلږه) د هغې په شان يوه سوره خو راوړئ، او له خدايه پرته د دې کار لپاره خپل ګواهان  هم راوغواړئ که تاسو رښتيا وايئ»[3]

    او عقيده لرو چې قرآن د وخت په  تيريدو سره، نه يوازې زړيږي نه بلکه معجزې يې نورې هم ښکاره کيږي او د مطالبو  عظمت يې نړيوالو ته نور هم څرګنديږي.

    له امام صادق (ع) په يو حديث کې لرو چې فرمايي: «ان الله تبارک وتعالی لم يجعله لزمان دون زمان  ولناس دون الناس فهو في کل زمان جديد و عند کل قوم غض الي يوم القيمة؛ خداي تعالی قرآن مجيد ديوې خاصې زمانې يا خاص قوم لپاره نه دے ټاکلے له همدې امله  يې په هره زمانه کې تازه، او د قيامت  تر ورځې پورې د  هرې ډلې په نزد تاند او نوي کړ»[4]

    ۲۶. په قرآن کې تحريف نه دے شوې

    مونږ عقيده لرو چې: هغه  قرآن چې نن د نړۍ له مسلمانانو سره دے هماغه دے چې د اسلام په پيغمبر (ص) نازل شوے  دے، نه پکې څه کم شوي دي  او نه ورباندې څه زيات شوي دي!

    له هماغو لومړيو ورځو د زيات شمير کاتبان وحي، د قرآن ايتونه له نازليدو وروسته ليکل، او مسلمانان ژمن وو چې شپه او ورځ هغه ولولي، او په خپلو پنځګونو  لمونځونو کې هغه تکرار کړي، خو ډيرو کسانو د قرآن ايتونه يادول  او حفظ يې ساتل، د قرآن حافظانو او قاريانو هميشه په اسلامي ټولنو کې خاص مقام درلود او لري يې. دغه ټولې چارې او ځينې نورې مسئلې سبب شوې چې په قرآن کې هيڅ بدلون او تحريف ونه شي.

    پر دې سربيره خداي تعالی د نړې تر پايه پورې دقرآن  د حفاظت ضمانت کړي دي او د دغه الهي تضمين په وجه په هغه کې هيڅ ډول تحريف او بدلون ممکن نه دي: إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ؛ مونږ قرآن نازل کړ او قطعا به د هغه حفاظت کوو»[5]

    د اسلام ټول محققان او د شيعه او سنيانو لوي عالمان په دې خبره يوه خوله دي چې دقرآن په لور د تحريف هيڅ لاس  نه دے اوږد شوے،  په شيعه او سنيانو کې يوازې  ګوته په شمير کسان د ځينو روايتونو له  امله د تحريف خبره کړې ده، خو د دواړو ډلو پوهان او عالمان دغه نظر په کلکه ردوي او دا روايتونه «جعلي» ګڼي يا «په معنوي تحريف» (يعنې د قرآن د ځينو ايتونو لپاره دغلط تفسير) په معنا يا د «قرآن د تفسير» په ځاي «د قرآن د متن» د اشتباه له  امله يې  ګڼي. (دقت وکړئ).

    هغه لنډ فکره کسان  چې ټينګار لري د قرآن د تحريف عقيده چې د شيعه او سني د  لويو او مشهورو عالمانو د صريحو کلماتو مخالفه  ده،په ځينو شيعه او نورو ډلو پورې وتړي،په ناپوهۍ سره قرآن ته تاوان رسوي او د ناروا تعصبونو له امله  د دغه لوي آسماني کتاب اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او د دښمن ژرندې  ته اوبه اچوي.

    د پيغمبر له وخته د قرآن  د راغونډيدو د تاريخي ټپال مطالعه او د قرآن ليکلو، حفظ او تلاوت  ته دمسلمانانو د ډير زيات اهميت ورکول، په تيره بيا له لومړۍ ورځې د وحي دکاتبانو شتون دا حقيقت ټولو ته روښانوي  چې  په قرآن کې تحريف ناممکن کار و. او همداراز له دې مشهور قرانه پرته بل قرآن  نيشته، د دې دليل ډير روښانه دے  او د تحقيق لاره ټولو ته پرانستې ده ځکه چې نن سبا قرآن زمونږ د ټولو په کورونو او زمونږ د هيواد ټولو عامو جوماتونو او کتابتونونو کې موجود دي، حتی خطي قرانونه  چې پيړۍ پيړۍ مخکې ليکل شوي او زمونږ په ميوزمونو کې ساتل کيږي، ټول  ښيي چې دا قرانونه هماغه شان دي چې په نورو اسلامي هيوادونو کې موجود دي، او که پخوا د دغو خبرو د تحقيق لپاره لاره خلاصه نه وه، نن سبا خو ټولو ته د تحقيق دروازې خلاصې دي  او په ډير لږ شان تحقيق سره، د دغه ناروا تورونو بې اساس والي څرګنديږي.

    «فَبَشِّرْ عِبَادِي الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ؛ زماهغه بندګانو ته زيري ورکړه  چې خبرې واوري او له ښو يې پيروي وکړ ي.

    زمونږ په علميه حوزو او مدرسو کې نن سبا قرآني علوم په ډيره پراخه توګه تدريس کيږي، او يو ډير مهم بحث چې په دغو درسونو کې دے،د قرآن د نه تحريف او نه بدلون مسئله ده .[6]

    ۲۷. قرآن او د انسان مادي او معنوي اړتياوې

    مونږ عقيده لرو چې: هغه څه چې د انسان د مادي او معنوي ژوند لپاره ضروري دي. اصول يې په قرآن کې ذکر شوي دي، د حکومت د چلولو او سياسي مسائلو، له نورو ټولنو سره د روابطو، د ګډژوند سولې او جنګ اصول  قضايي او اقتصادي مسائل او داسې نور په قرآن کې يې کلي ضوابط بيان شوي چې د هغو په کارولو سره زمونږ د ژوند فضا روښانه کيږي.

    «وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ؛ مونږ دا کتاب پر تا نازل کړ  چې د هر څه بيانوونکي او د اسلام د پيروانو لپاره هدايت رحمت او زيري دي.»[7]

    له همدې امله زمونږ عقيده دا ده چې  «اسلام» هيڅکله له «حکومت او سياسته» جدا نه دے او مسلمانانو ته امر کوي چې دخپل حکومت واګې په لاس کې واخلي، او د هغې په مرستې سره د اسلام لوړ ارزښتونه ژوندي کړي، او اسلامي ټولنه داسې تربيت شي چې ټول خلک د عدالت او انصاف په لاره کې راشي او  د دوست او دښمن دواړو په حق کې  عدل اجرا شي.

    «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأقْرَبِينَ؛ اي هغو کسانو چې ايمان مو راوړي دي د عدل پوره  قايموونکي اوسئ او دخداي لپاره شهادت ورکړئ که څه هم  (دغه ګواهي) ستاسو  يا مو د مور پلار او خپلوانو په تاوان وي»[8]

    «وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى؛ هيڅ کله له يو قوم سره دښمني تاسو ګناه او د عدالت پريښودلو ته ونه هڅوي، له عدالته کار واخلئ ځکه چې تقوا او پرهيز کارۍ ته نزدې ده»[9]

    ۲۸. تلاوت، تدبر، عمل

    مونږ عقيده لرو: چې د قرآن  تلاوت ډير افضل عبادت دے او ډير کم عبادتونه ورته رسيږي، ځکه چې دا تلاوت په قرآن کې د فکر الهام بخښونکي دي او تفکر او سوچ کول  د نيکو عملونو سرچينه ده .

    قرآن د اسلام پيغمبر(ص) ته فرمايي: «قُمِ اللَّيْلَ إِلا قَلِيلا * نِصْفَهُ أَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِيلا  *أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقرآن تَرْتِيلا …. د شپې په لږې برخې کې  پاڅيږه، د شپې نيمه برخه يا له هغې کمه کړه، يا   ورزياته کړه (بيدار اوسه) او قرآن په دقت او سوچ سره لوله!»[10]

    او ټولو مسلمانانو ته په خطاب کې فرمايي: «فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقرآن؛ هر څومره چې تاسو ته ميسر وي ( کولې شئ) قرآن ولولئ!»[11]

    خو لکه څرنګه چې وويل شول د قرآن تلاوت بايد د هغې په معنا او مطلب  کې د تفکر او تدبر لپاره يوه وسيله وي، او تفکر او سوچ هم بايد په قرآن د عمل کولو مقدمه وګرځي: «أَفَلا يَتَدَبَّرُونَ الْقرآن أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا؛ ايا هغوي په قرآن کې تدبر نه کوي  يا يې په زړونو قفلونه لګيدلي دي»[12]

    «وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقرآن لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ؛ مونږ قرآن  دتذکر لپاره اسان کړ ايا څوک شته چې متذکر شي (او عمل وکړي)!»[13]

    «وَهَذَا كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ؛ دا له برکته ډک کتاب دے (چې پر تا مو) نازل کړ نو  له هغه پيروي وکړئ!»[14]

    په دې اساس هغه کسان  چې د قرآن په تلاوت او حفظ بسنه کوي، او په قرآن کې «تدبر» او «عمل» نه کوي،که څه هم له درې رکنونو  يې يو ترسره کړي دي خو دوه مهم رکنونه يې له لاسه ورکړي دي او  په لوي خسران او تاوان اخته شوي دي .

    ۲۹. انحرافي بحثونه

    مونږ عقيده لرو چې: هميشه د قرآن په آيتونوکې له تدبر او ورباندې له عمل  کولو څخه د مسلمانانو دغړولو لپاره ځينو لاسونو کار کړے دے؛که يو وخت د بني اميه او بني عباسو[15] په زمانو کې د قرآن (د قديمي والي او حادث والي) بحثونو ته لمن ووهل شوه، او مسلمانان يې په  دوو ډلو وويشل او په يو بل يې اخته کړل او په دې لاره کې ډيرې وينې توي شوې.حال دا چې نن مونږ پوهيږو چې دا بحث بلکل صحيح مفهوم  چې ورپاره جګړه وشي  نه لري، ځکه چې که  له کلام الله نه  مطلب د هغه حروف او نقوش او ليکنه  او کاغذ وي، بې له شکه دا چارې حادثې دي، او که مطلب هغه معنې وي چې دپروردګار په علم کې دي، بې له شکه دخداي علم د هغه د ذات په شان قديم او ازلي دي.خو ظالمو او جائرو پاچاهانو په کلونو کلونو مسلمانان په دې مسئله مشغول وساتل، او نن هم نور لاسونه شته چې مسلمانان په بل ډول په قرآن کې له تدبر او د هغه په ايتونو له عمل کولو غړوي.

    ۳۰. د قرآن د تفسير ضوابط

    مونږ عقيده لرو چې : د قرآن الفاط بايد د هغه په هماغه عرفي او لغوي معنو حمل کړي شي (هماغه معنې ترې واخستل شي) مګر دا چې له عقل يا نقله،  په  قرآن کې دننه يا بهر کومه قرينه موجوده وي چې په بلې معنې دلالت  وکړي، (خو بايد په مشکوکو قرائنو له تکيې ډډه وشي، او په حدس او ګمان د قرآن د ايتونو تفسير نه دي پکار)

    مثلا کله چې قرآن وايي: «وَمَنْ كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الآخِرَةِ أَعْمَى؛ څوک چې په دې دنيا کې ړوند دي په اخرت کې هم ړوند  او زيات ګمراه دے»[16] يقين لرو چې دلته د «اعمي» مطلب ظاهري ړوند والې چې لغوي معنا يې ده، نه دے ځکه چې ډير نيک او پاک خلک په سترګو نابينا وو، بلکه مطلب د باطن او د زړه ړوندوالې دے.

    دلته د  عقليه قرينې وجود د دغه تفسير سبب شوے دے.

    همداراز قرآن د اسلام د ځينو دښمنانو په هکله وايي: «صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لا يَعْقِلُونَ؛ هغوي کاڼه ګونګيان او ړانده دي، په همدې وجه په څه نه پوهيږي»[17] ښکاره خبره ده چې هغوي له ظاهري نظره کاڼه ګونګيان يا ړانده نه وو بلکه دا دهغوي باطني صفات وو (دا تفسير مونږ  د حاليه قرائنو په  مټ چې په لاس کې يې لرو، کوو)

    په دې اساس کله  چې قرآن د خداي په هکله فرمايي: «بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ؛ د خداي دواړه لاسونه پرانستي دي»[18] يا فرمايي: «وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا؛ (اي نوحه) زمونږ د سترګو په وړاندې  کشتۍ جوړه کړه »[19]

    د دغو ايتونو مفهوم هيڅکله دخداي جسماني غړي  سترګې غوږونه او لا سونه نه دي، ځکه چې هر جسم غړي لري او زمان او مکان او لوري ته اړتيا لري، او اخر فاني کيږي، او خداي تعالی تر دې لوړ دي چې دا صفتونه ولري، نو له «يداه»  (لاسونو) مطلب هماغه  د خداي کامل قدرت دي چې ټول کائنات يې  ترنفوذ لاندې دي او له «اعين» (سترګو) مطلب د  هغه علم او پوهه ده چې په هر څه يې لر ي.

    په دې اساس مونږ هيڅکله په دغو تعبيراتو جمود ـ که هغه د خداي د صفاتو په باب کې وي که په نورو کې ـ او په عقلي او نقلي قرائنو سترګې پټول نه  منو، ځکه چې د نړۍ  ټول وينا وال او سخنوران په دغه ډول قرائنو تکيه  کوي او قرآن دغه روده په رسميت پيژندلې او منلې ده: وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلا بِلِسَانِ قَوْمِهِ؛  مونږ هيڅ پيغمبر ونه ليږه  مګر دهغه دقوم  په ژبه »[20]

    خو لکه څرنګه چې مو وويل قرائن بايد روښانه او قطعي وي.

    ۳1.  په خپله رايه د تفسير (تفسير بالراي)خطرې

    مونږ عقيده لرو چې:  تفسير بالراي د قرآن مجيد په هکله  يو ډير خطرناک کار دے چې په اسلامي روايتونو کې لويه ګناه ګڼل شوې ده او دخداي له دره د پريوتلو او ليرې کيدلو سبب کيږي، په حديث کې راغلي دي چې خداي تعالی فرمايي: «ما امن بي من فسر برايه کلامي؛ هغه کس چې زما  خبره په خپله خوښه (او دخپل نفس په طبعه) تفسير کړي په ما يې ايمان نه دے راوړے»[21] څرګنده ده چې که سم ايمان يې لرلي د خداي کلام به  يې هماغه شان چې دے منلے وي نه هغه شان  چې د ده زړه يې غواړي.

    په ډيرو مشهورو کتابونو (منجلمه صحيح ترمذي اونسايي او ابي داود) کې  دا حديث له رسول الله مبارکه نقل شوے دے: «من قال في القرآن برايه او بما لا يعلم فليتبوء مقعده من النار؛ څوک چې قرآن په خپله خوښه تفسير وکړي يا په ناپوهۍ د هغه په  هکله څه ووايي بايد تيار شي چې خپل ځاي په دوزخ کښې ولټوي.»[22]

    د تفسير بالراي مطلب دا دے چې قرآن د شخصي يا ډله ايزو ګروهنو يا عقيدو مطابق معنې او تفسير کړي او له خپلې عقيدې سره يې برابر کړي، بې له دې  چې قرينه او شاهد ورباندې موجود وي،داسې کس په  حقيقت کې د قرآن تابع نه دي، بلکه غواړي چې قرآن دځان تابع کړي، او که په قرآن  يې پوره ايمان لرلي هيڅکله به يې دا کا ر نه کاوه.

    په يقين سره وايو چې که په قرآن کې د تفسير بالراي ور خلاص شي قرآن به چورلټ بې اعتباره شي، او هر کس به يې په خپله خوښه معنې او تفسير کوي او هره باطله عقيده به په قرآن تطبيقوي.

    په دې اساس تفسير بالراي يعنې د عربو د لغت او ادبياتو د علم د اصولو  او د اهل زبان له پوهې پرته  په بل څه او په باطلو خيالاتو او ګمانونو او شخصي او ډله ايزو ګروهنو د قرآن تطبيقول او ورسمول د قرآن د معنوي تحريف سبب کيږي.

    تفسير بالراي مختلفې څانګې لري چې يوه پکې د قرآن له ايتونو سره د خپلې خوښې چلند دے، په دې معناچې انسان مثلا په «شفاعت» او «توحيد» «امامت» او داسې نورو بحثونو کې يوازې هغه ايتونه راواخلي چې د هغه د وارمخکې قضاوت په لاره کې وي، او نور ايتونه چې د هغه له افکارو سره غږمله نه دے، او په نورو ايتونو تفسيروونکې کيدلي شي، سترګې پټې کړي، يا ډير په بې پروايۍ سره يې له څنګه تير شي.

    لنډه دا چې: لکه څرنګه چې د قرآن مجيد په الفاظو جمود او معتبرو عقلي او نقلي قرائنو ته   توجه نه کول يو ډول انحراف دے، تفسير بالراي هم يو بل ډول انحراف او بې لاري ګڼل کيږي، او دواړه د قرآن له لوړو تعليماتو او د هغې له ارزښتونو د ليرې کيدو سبب کيږي ـ دقت وکړئ .

    ۳۲. سنت، له «کتاب الله» سرچينه اخلي

    مونږ باوري يو چې: هيڅوک نه  شي کولي «کفانا کتاب الله» ووايي او په  نبوي  احاديثو اوسنتو  چې د قرا ن د حقائقو د بيان او تفسير او د  قرآن د عام او خاص او د ناسخ او منسوخ د پوهولو په باب دي  يا د دين  په اصولو اوفروعو کې د اسلام له تعليماتو سره موبوط  دي سترګې پټې کړي  ځکه چې د قرآن ايتونو د پيغمبر اکرم (ص) سنت او د هغه کلمات او افعال د مسلمانانو لپاره حجت ګڼلي. او هغه يې  په اسلام دپوهيدلو  او د احکامو  په استنباط کې  اصلي منابع ټاکلي دي: «مَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الأغْنِيَاءِ مِنْكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا؛ هغه څه  چې د  خداي رسول(ص) ستاسو لپاره راوړي (او تاسو  ته يې امرکړي) واخلئ (او عمل وکړئ) او له هغه څه چې منعې کړې يې يئ ډډه وکړئ»[23]

    «وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالا مُبِينًا؛ هيڅ ايماندار سړے او ښځه حق نه لري کله چې خداي او پيغمبر يې يوه خبره لازمه وګڼي (دخداي د  امر په وړاندې) اختيار ولري، او هرڅوک چې د خداي او د هغه د رسول نافرماني وکړي  په ښکاره ګمراهۍ اخته شوے دے»[24]

    هغه کسان چې د پيغمبر (ص) سنتو ته بې پامي کوي په  حقيقت کې په قرآن سترګې پټوي، خو څرګنده ده چې د پيغمبر(ص) سنت بايد له معتبرو لارو ثابت شي او هره خبره چې هر کس يې په هغه لوي شخصيت پورې تړي   نه شي منل کيدې.

    حضرت علي (ع) په يوې وينا کې فرمايي: «ولقد کذب علي  رسول الله صلي الله عليه و آله وسلم حتی قام خطيبا فقال: من کذب علي معتمدا فليتبوا مقعده من النار؛ د پيغمبر (ص) په ژوند کې  يې په هغه حضرت پورې دروغ وتړل، تر دې چې پاڅيده او يوه خطبه يې ولوستله او وې فرمايل:هر څوک چې عمدا په ما پورې دروغ وتړي بايد په  اور کې خپل ځاي ته د ورتللو لپاره تيار شي»[25]

    دې  ته ورته معنا په صحيح بخاري کې هم راغلې ده .[26]

    ۳۳. د اهل بيتو امامانو(عليهم السلام) سنت

    او همداراز مونږ عقيده لرو چې: د ائمه ا هل بيتو  ـ عليهم السلام ـ حديثونه هم د پيغمبر اکرم(ص) په امر واجب الاطاعه دے، ځکه چې اول خو په مشهور  او  متواتر حديث کې  چې د اهل سنتو او شيعو د حديثو په اکثرو کتابونو کې ر اغلي دي دا خبره جوته شوې ده، په صحيح ترمذي کې  راغلي دي چې پيغمبر (ص) وفرمايل: «يا ايها الناس اني قد ترکت فيکم ما ان اخذتم به لن تضلوا، کتاب الله وعترتي  اهل بيتي؛ اي خلکو ! ما په تاسو کې داسې څيز پريښوده  چې که لمن يې راټينګه کړئ هيڅکله به ګمراه نه شئ  دخداي کتاب  او زما عترت، يعنې اهل بيت»[27]

    دوهمه دا چې: ائمه اهل بيت ـ عليهم السلام ـ خپل ټول حديثونه له پيغمبر اکرمه (ص) نقل کړي دي، او ويلي يې دي هغه څه  چې مونږ يې وايو له خپلو پلار نيکونو له پيغمبره(ص) مونږ ته رسيدلي دي.

    هو پيغمبر د  مسلمانانو راتلونکي او د هغوي مشکلات ښه ليدل  او د هغوي  د ډيرنده مشکلاتو حل لاره يې  د نړې تر پايه پورې د قرآن او ائمه اهل بيتو ـ عليهم السلام ـ  په پيروۍ کې ګڼلې ده .

    ايا په دومره مهم حديث د هغې په مطلب او قوي اسنادو يې سترګې پټولي شو او بې دليله له هغه تيريدلي شو؟!

    له  همدې امله مونږ عقيده لرو چې: که  دې مسئلې ته زياته  توجه شوې وه، ځينې مشکلات به چې  د نن زمانې مسلمانان ورسره د عقائدو، تفسير او فقهي مسائلو کې مخامخ دي نه وو موجود

    سرچينې.
    [1]. بقره سوره ۲۸۵  ايت
    [2]. اسرا سوره ۸۸ايت
    [3]. بقره سوره ۲۳ ايت
    [4]. بحار الانوار، ۲ ټوک ۲۸۰ مخ ۴۴ حديث
    [5]. حجر سوره ۹ ايت
    [6]. مونږ په خپلو ليکنو کې  که هغه د «تفسير»بحثونه وي که د «فقې د اصولو»د قرآن د نه تحريفوالي په برخه کې ډير بحثونه کړي دي (انوار الاصول او تفسير نمونه ته مراجعه وکړئ)
    [7]. نحل سوره ۸۹ ايت
    [8]. نساء سوره ۱۳۵ ايت
    [9]. مائده سوره ۸ايت
    [10]. مزمل سوره ۲ ـ ۴ ايتونه
    [11]. مزمل سوره ۲۰ ايت
    [12]. محمد سوره ۲۴ آيت
    [13]. قمر سوره ۱۷ايت
    [14]. انعام سوره ۱۵۵ايت
    [15] . په ځينو تاريخونو کې راغلي دي چې عباسي خليفه مامون د خپل يو قاضي په مرسته حکم خپور کړ چې هر څوک د قرآن په مخلوقوالي عقيده نه لري، له دولتي منصبونو دې ليرې کړي شي او په محکمې کې يې شهادت ونه منل شي (تاريخ جمع قرآن مجيد، ۲۶۰ مخ)
    [16]. إسراء سوره ۷۲ايت
    [17] . بقره سوره ۱۷۱ايت
    [18]. مائده سوره ۶۴
    [19]. هود سوره ۳۷ايت
    [20] . ابراهيم سوره ۴ ايت.
    [21]. وسائل ۱۸ ټوک ۲۸ مخ، ۲۲ حديث.
    [22]. کتاب مباحث في علوم القران، د رياض د مشهور عالم مناع الخيل القطاع ليکنه، ۳۰۴مخ.
    [23]. حشر سوره ۷ ايت
    [24]. احزاب سوره ۳۶ ايت
    [25]  نهج البلاغه ۲۱۰ خطبه
    [26] صحيح بخاري، اول ټوک ۳۸ مخ ( باب اسم من کذب علي النبي (ص)
    [27] صحيح ترمذي ۵ ټوک، ۶۶۲ مخ، باب مناقب اهل بيت  النبي(ص) ۳۷۸۶ حديث، د دغه حديث ډير اسناد به دامامت په بحث کې په مشروحه توګه راشي.

    ليکوال: حضرت آية الله  مکارم شيرازي