اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. له خوارجو سره د وهابيت د يو شان والي وجه

    له خوارجو سره د وهابيت د يو شان والي وجه

    له خوارجو سره د وهابيت د يو شان والي وجه
    Rate this post

    له خوارجو سره د وهابيت د يو شان والي وجه

    په اسلامي تاريخ او د خوارجو په پېژندګلۍ کښې په څېړنې سره دا خبره څرګنديږي چې هغوي له تنګ نظرۍ نه ډک افکار لرل او له اسلام، قران او الهي خلافت څخه يې غلطه مطلب اخېسته کوله او دا خبره هم په ډاګه کيږي چې هغوي به له مسلمانانو سره څه سلوک او چلند کوۀ؟  او د خپل جهالت ، ناپوهۍ او بې عقلۍ په وجه يې مسلمانان تکفيرول، د هغوي وينه، مال او ناموس به يې مباح ګڼۀ.  او بيا چې د وهابيانو طريقو، د هغوي فتوو، او هغو سياستونو ته کتنه وشي چې هغوي د مسلمان امت په وړاندې غوره کړي دي  نو په دې پوهېږو چې د دوي روش او طريقه هم هغه د خورجو د روش او طريقې دوام دے او مسلمانان له هغه وخت نه چې ابن عبدالوهاب تسلط پېدا کړ تر اوسه پورې د هغه خطرناک بهير د تاثير قيمت ادا کوي. د وهابيانو دا ويل چې: (( لا دعاء الالله و لا شفاعه الا لله، و لا توسل الا بالله و لا استاثه الا بالله )) په ذهنونو کښې د خوارجو د (( لا حکم الا لله )) ياد تازه کوي. [1]

    له خوارجو سره د وهابيانو مشترک  يو شان والي او کرداري مشابهتونه په دا ډول دي:

    ١- وهابيان انسانان وژني او ابادۍ له منځه وړي او مسلمانان په وسلو سره قتل عام کوي په دې دليل او بهانې سره چې دوي له مړي نه شفاعت غواړي او د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم او د خداے پاک نازولي اولياء خداے پاک ته وسيله ګرځوي نو په داسې صورت کښې د اسلام په پوهه کښې د خوارجو هم هغه د تنګ نظرۍ او اوچ کړس افکار په ذهن کښې راژوندي کيږي.

    ٢- وهابيت  د هغو کسانو په مشرک والي حکم کوي چې د ددوي له عقائدو سره مخالف دي او دغو کسانو ته وائي: اے کافرانو! اے مشرکانو! نو ځکه د وهابيانو په دې کردار سره د هغه وخت د مسلمانانو په حقله د خوارجو د افکارو ياد په ذهنونو کښې تازه کيږي. هغوي په خپل ګمان احتياط خپله پېشه ګرځولې وه هغوي يوه دانه خرما په دې احتمال چې د هغې مالک راضي نۀ دے نۀ خوړه او يا له يو فضول ګرځېدونکي خنزير له وژلو نه يې په دې وجه ډډه کوله چې د يو ذمي اهل کتاب کافر مال دے، خو په همدې حال کښې يې په خپلې ټولې خودبينۍ او ګستاخۍ سره د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم يو اصحابي چې د روژې په حال کښې دے او په غاړه کښې يې قران زوړند دے شهيدوي، [2] او هغوي په دې مظلومانه وژلې سره غواړي ځانونه خداے پاک ته نزدې کړي. او دا هم وينو چې په هغو وختونو کښې به ځينو مسلمانانو د هغوي له ويرې او وحشت او د سر د حفاظت په خاطر ظاهرا دا ښودل چې اهل کتاب دي او ځانونه به يې نۀ څرګندول چې مسلمانان دي. [3]  هر چا به چې د امام علي عليه السلام صفت وکړ او بې له ښې خبرې نه به يې د هغۀ په باره کښې  بده خبره نۀ کوله نو خوارجو به يې وينه مباحه ګڼله. او وژل به يې.

    وهابيت هم دا مبارک ايت چې فرمائي: وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا [4](( په تحقيق سره جوماتونه خداے لره دي نو بس له خداے سره هيڅ څوک مۀ رابولئ، )) په هغه کس باندې تطبيق کوي چې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم له قبرمبارک يا د يو جليل القدر صحابي له قبر مبارک او د خداے پاک د يو نازولي نېک بنده او ولي له قبر مبارک سره متوسل شي او خوارج هم هغه مبارک ايتونه چې د کارفرانو او مشرکانو په حقله نازل شوي دي په مسلمانانو او مومنانو باندې حمل کوي.[5] ابن عمر په دې حقله وائي: (( خوارجو به هغو ايتونو ته مراجعه کوله چې د کافرانو په حقله وو او بيا به يې هغه په مسلمانانو باندې تطبيق کول، ابن عباس هم وائي چې د خوارجو په شان مۀ کېږئ چې هغوي به د قران شريف ايتونه د قبلې په خاوندانو باندې تطبيق کول په داسې حال کښې چې هغه د اهل کتابو او مشرکانو په باره کښې نازل شوي وو خو هغوي د ايتونو د مفادو په حقله جاهلان وو. [6]   نو بس د دغو غلطو او جاهلانه مطلب اخېستنو په نتيجه کښې به وينې بهېدلې او د مسلمانانو مالونه به يې لوټل، وهابيان هم چې څوک يې د عقائدو مخالف وي نو د هغۀ د مشرک والي حکم ورکوي او د هغۀ وينه او مال مباح ګڼي. دوي دارلاسلام دارالحرب او ځانونه دارالايمان ګڼي چې پکار دي د دوي ښار ته هجرت وشي، په داسې حال کښې چې د دين ضرورت دا دے چې هر چا په ژبه باندې شهادتين جاري کړ نو وينه وژغورلې شوه او د مسلمانانو په ډله کښې شامليږي، د مسلمانانو په ګټه او تاوان کښې شريکيږي.  او ضروري نۀ ده چې يو کس دې ځان په سختۍ کښې واچوي او د چا زړۀ دې وچوي او دننه دې پکښې وګوري چې ايمان زړۀ ته رسېدلے دے او که نه اسلام يې يوازې د ژبې تر حده دے. شايد دا چاره د وهابيانو او سلفيانو لپاره ضروري نۀ وي ځکه چې هغوي تل د هغو کسانو د تکفيرولو په لټه کښې دي چې د دوي عقائد نۀ قبلوي او داسې ښکاري چې دا ايت مبارک يې هېر کړے دے چې فرمائي: وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا [7] او يا دا مبارک روايت يې نۀ دے اورېدلے چې د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د اسامه په قوماندانۍ سره يو لښکر د بني ضمره قبيلې په لور واستوۀ ، دوي په لار کښې د مرداس بن نهيک په نامه يو سړي سره مخامخ شول چې ورسره ګډې چېلۍ او سور اوښ ؤ ، کله چې مرداس دوي وليدل نو يو غار ته يې پناه يوړه او اسامه هم ورپسې ورغے، مرداس چې کله غرۀ ته ورسېد نو خپل مال يې هلته پرېښود او د اسامه د لښکر په لور راستون شو او وې ويل: (( السلام عليکم اشهد ان الا اله الا الله ا ان محمداّ رسول الله )) خو اسامه ورته هيڅ توجه ونکړه او د هغۀ د ګډو چېلو او اوښ په خاطر هغه ووژۀ کله چې يې واقعه د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم ته بيان کړه نو هغه حضرت اسامه ته وفرمايل: څنګه دې يو داسې کس چې لا اله الا الله يې په ژبه جاري وه وواژۀ؟ اسامه وويل: يا رسول الله ! لا اله الا الله يې دې لپاره وويله چې په امان کښې پاتې شي، د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم وفرمايل: ايا تا د هغۀ زړۀ څيرے کړے ؤ او دننه دې پکښې کتلي وو؟ [8] خداے پاک دغه پېښه خپل ګران پېغمبر صلی الله عليه و آله وسلم ته بيان کړه او ورته يې خبر ورکړ چې اسامه دغه کس د اوښ او ګډو چېلو لپاره وژلے دے.

    خوارج [9] له دين نه داسې خارج شول لکه غشے چې له ليندۍ نه خارج شي او يا دا چې خوراج په دين کښې دومره ژورې [10] ته لاړل ان تر دې چې ترې بهر ووتل لکه چې غشے له ليندۍ نه ووځي. [11] مونږ سره دا ويره ده چې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم قول مبارک چې د نجد [12] د سيمې په باره کښې ترې پوښتنه وشوه نو وې فرمايل: (( هلته به زلزله وي او فتنې به له هغه ځايه وي. )) [13] او يا دا چې فرمائي: (( هلته کښې به د شېطان امت راڅرګنديږي. )) په همدې بهير باندې به يو ناظر وي چې کوم په نجد کښې راڅرګند شو او ځينو کسانو هم له هغۀ څخه پېروي وکړه. د (( قرن )) معنا د قاموس  [14] د ليکنې له مخې امت ، او د هغۀ د راې تابعين دي او يا هغه قوم چې تسلط يې پېدا کړل.

    له خداے پاک نه غواړو چې د نړۍ ټول مسلمانان دې يو موټے کړي او د هغوي اراده دې په دښمنانو باندې قوي وګرځوي او د هغوي زړونه دې د اسلام په هدايت سره نوراني کړي  او  پوهه او بصيرت دې يې روزي کړي. او هيله لرو چې دا فرقه به خپل همت  د صحيح علمي خبرو اترو په بنياد او په پوهېدو او پوهولو باندې وګرځوي چې کېدې شي خداے پاک يې له ذهنونو څخه د جهالت او تعصب پرده لرې کړي، ځکه چې توفيق ورکوونکے فقط هغه ذات دے.

    [1] –  حضرت علي ( ع) د خوارجو د دې کلمې په حقله وفرمايل: (( کلمه الحق يراد به الباطل )) يعنې خبره حق ده ځکه چې د قران مجيد د مبارک ايت ((إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ )) مطابق ده خو اراده يې باطله ده. )) ځکه چې له دې نه مراد يې  امير واخېستۀ چې يوازې خداے پاک دے او له خداے پاک نه بغېر بل څوک حکومت نۀ شي کولې. نو د خلقو ترمنېځ په مستقيمه توګه د خداے پاک د حکومت قائلېدو سره د تجسم عقيده لازمي کيږي.( مترجم )
    [2] – دغه کس د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم مشهور صحابي عبدالله بن خباب دے چې خوارجو په داسې حال کښې شهيد کړ چې د رمضان په مبارکه مياشت کښې د روژې په حال کښې ؤ او په غاړه کښې يې قران زوړند ؤ او د هغۀ حامله مېرمن يې په ګېډه څېري کولو سره له خپل په ګېډه کښې دننه ماشوم سره شهيده کړه په دې جرم چې هغوي له حضرت علي عليه السلام نه د بېزارۍ اعلان نۀ کوۀ، خوارجود رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم هغه صحابي ته د هغۀ د شهيدولو په وخت په ډېرې ګستاخۍ سره وويل چې هغه قران چې تا په غاړه کښې زوړند کړے دے ستا د قتل حکم کوي هغه يې د نهر په غاړه حلال کړ او وينه يې په نهر کښې جاري شوه. او بيا يې د هغۀ حامله مېرمن سره له هغه ماشوم سره چې په ګېډه کښې ؤ په ګېډې څيري کولو سره شهيده کړه. د خوارجو له کارونو څخه يوکار  دا ؤ چې مسلمانې ښځې به يې اسيرانولې او په خپلو کښې به يې د هغوي اخېستل او خرڅول کول. يو ځل يې يوه مسلمانه ښځه اسيره کړه او د خرڅون لپاره يې بولۍ ته کښېنوله چې په دغه بولۍ کښې يې د هغې بيه دومره اوچت حد ته ورسوله چې په نتيجه کښې هم له خوارجو نه يو کس پاڅېد او هغه ښځه يې  قتل کړه او وې ويل چې دا کافره ده پکار دي ووژلې شي او دې غوښتل چې په مسلمانانو کښې فتنه پېدا کړي نو ځکه پکار دي قتل کړې شي. ( کشف الارتياب ٩٧ مخ )
    [3] – يو شمېر مسلمانان په لاره کښې له خوارجو سره مخامخ شول، خوارجو له هغوي نه پوښتنه وکړه چې تاسو څوک يئ؟ په دغو کسانو کښې يو هوښيار کس خپلو ملګرو ته وويل چې پرېږدئ زۀ ورته ځواب ورکړم نو هغه ورته وويل چې مونږ له اهل کتابو څخه يو او تاسو ته مو پناه راوړې ده چې ستاسو له خولې د خداے کلام واورو او بيا لاړ شو په هغو سيمو کښې چې مونږ پکښې اوسيږو د اسلام تبليغ وکړو، بيا خوارجو له قران مجيد څخه څه ايتونه هغوي ته واورول او بيا يې ورسره څه کسان ملګري کړل چې خپلو ځايونو ته يې په امان کښې ورسوي. ( السيره الحلبيه ٣ ټوک ١٤٠ مخ )
    [4] – سورۀ جن ١٨ ايت
    [5] – بخاري ٤ ټوک ١٩٤ مخ.
    [6] – کشف الارتياب ١٢٤ مخ.
    [7] – سورۀ نساء ايت ٩٤.
    [8] – الدالمنثور ٢ ټوک ٣٥٧ مخ مجمع البيان ٣ ټوک ١٤٩ مخ.
    [9] – مسند احمد بن حنبل ٢ ټوک، ١٨ مخ، الجامع الصحيح ٤ ټوک ٤٨١ مخ.
    [10] –  مرحوم امين د کشف الارتياب په ١٠١ مخ کښې ليکي: فان المرادبالتعمق فيه و اله العالم، التشدد فيه و تکلف مالم يکلف الله به و نذوذلک. په دين کښې سختي کول او ځان په زحمت کښې اچول په داسې حال کښې چې خداے پاک داسې زحمت او مشقت په دوي باندې نۀ دے تحميل کړے.
    [11] – مسند احمد بن حنبل ٢ ټوک ١٨ مخ، الجامع الصحيح ٤ ټوک ٤٨١ مخ.
    [12] – نو اوس چې د دې مبارک روايت په حقله خبره راغله نو ښه به دا وي چې په دې حقله څو مطالب د لوستونکو لپاره بيا شي:
    په ابتدا ء کښې دا خبره د ويلو ده چې ټول نقل شوي احاديث له سني سرچينو څخه او د اصلي متن مطابق بيانيږي چې د اصلي امانت ساتنه وشي،
    احمد بن حنبل په خپل مسند کښې له ابن عمر نه نقلوي : ان النبي صلی الله عليه و آله وسلم قال اللهم بارک لنا فس شامنا، اللهم بارک لنا فی يمننا قالوا و فی نجدنا قال هنالک الزلازل و الفتن منها او قال بها يطلع قرن الشيطان او بخاري په کتاب الفتن کښې له ابن عمر نه نقلوي: ذکر النبي صلی الله عليه و آله وسلم  اللهم بارک لنا فی شامنا اللهم بارک لنا فی يمننا قالوا يا رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم فی نجدنا فاظنه قال فی الثالثه هنا لک الزلازل و الفتن منها او قال بها يطلع قرن الشيطان )) او همدا روايت ترمذي په مناقب کښې نقل کړے دے او مسلم په خپل صحيح کښې د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم له قوله بيان کړے دے: (( و هو ( نبي صلی الله عليه و آله وسلم ) مستقبل المشرق يقول راس الکفر من هاهنا من حيث يطلع قرن الشيطان )) بخاري هم په کتاب الفتن کښې له ابن عمر نه نقلوي: (( انه صلی الله عليه و آله وسلم قام الی جنب المنبر فقال الفتنه هاهنا الفتنه ها هنا من حيث يطلع قرن الشيطان قرن الشمس )) بخاري همدا رنګ له ابن عمر نه نقلوي : چې د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم په داسې حال کښې چې مشرق طرف ته يې مخ کړے ؤ وفرمايل: (( الا ان الفتنه هاهنا من حيث يطلع قرن الشيطان )) او مالک په موطا کښې له ابن عمر نه نقلوي: (( رايت رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم يشير الی المشرق و يقولها ان الفتنه ها هنا ان الفتنهه من حيث يطلع قرن الشيطان )) مسلم په خپل صحيح کښې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم له قوله نقلوي: راس الکفر نحوالمشرق )) او↔
    ↔ په  يو بل روايت کښې راغلي دي: الايمان والکفر قبل المشرق )) په دوو وړومبيو خبرونو کښې وائي: چې د شيطان د ښکر راوتل له نجد څخه دي، باقي اخبار چې په کښې مشرق راغلے دےتفسيروي چې له مشرق نه مراد هم هغه د نجد زمکه ده ځکه چې نجد د مدينې ښار مشرق طرف ته دے. ځينې وهابيان په دې روايتونو سره ډېر پرېشانه شول ( او د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم د هغه خبر چې   بي بي عائشې ( رض ) ته ورکړ چې تۀ کله د حواب زمکې ته ورسې …… او نورو بيا د حواب زمکه بله ښودله )) د نجد زمکه هم بله وښودله او وې ويل چې له نجد نه مراد عراق دے او له حجاز نه بالاتر شتون لري، ځکه چې نجد په لغت کښې د الشرف من الارض په معنا راغلے دے. د وهابيانو دا خبره د هغوي د ډېرې پرېشانۍ ښودنه کوي ځکه چې نجد که په مطلقه توګه راوړلے شي او ورسره د څه قيد نۀ وي نو مراد ترې له تېرو وختونو نه تر اوسه هم هغه د وهابيت سيمه ده او د دغې سيمې خلقو ته نجديان، او باچا ته يې د نجد باچا او باچائۍ ته يې د نجديه باچائي ويل کيږي او له بلې خوا د لغت خاوندان د وهابيانو د نظر په خلاف خبره کوي لکه چې قاموس وائي: (( النجد ما اشرف من الارض… اسفله العراق و الشام و اوله من جهه الحجاز ذات عرق )) ځکه چې وهابيت د نجد په معنا کښې په همدې جملې (( الشرف من الارض )) باندې بسنه کړې ده. صحاح وائي: نجد من بلاد العرب و هو الغور والغور تهامه و کل ما ارتفع عن تهامه الی ارض العراق و ليست من الحجاز و ان کنانت من جزيره العرب… )) دا ټول په دې خبره څرګند دلالت کوي چې عراق له نجد نه جدا سيمه ده لکه چې حجاز ړ يمن او شام له نجد نه جدا دي.
    دا مطلب له روايت نه هم معلوميدې شي. ابيوردي الاموي په خپل شعر: (( فانک ان اعرقت ولقلب منجد—- ندمت ولم تشمم عرارا ولا زندا )) کښې عراق د نجد په مقابل کښې راوستے دے چې ترې نه دا خبره معلوميږي چې عراق له نجد نه جدا سيمه ده. له هغو کسانو څخه چې دا روايت يې د وهابيت په باره کښې ګڼلے دے يو د محمد بن عبدالوهاب نجدي ورور شېخ سليمان بن عبدالوهاب دے. هغه وائي: (( و مما يدل علی بطلان مذهبکم ما فی الصحيحين راس الکفر نحوالمشرق..)) دخپلې وېنا په اخېر کښې وائي: (( اشهد ان رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم لصادق لقد ادي الامانه و بلغ الرساله)) ( کشف الارتياب له ١٠٠ نه تر ١٠٢ مخونه. )
    [13] – مسند احمد بن حنبل ٢ ټوک ٨١ مخ.
    [14] –  قاموس اللغه ٣ ټوک ٣٨٢ مخ ماده قرن