اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. له ماشومانو سره مينه

    له ماشومانو سره مينه

    له ماشومانو سره مينه
    Rate this post

    له ماشومانو سره مينه

    د ماشوم يوه لويه روحي او نفسياتي اړتيا د مينې او محبت اړتيا ده.د خدای ګران رسول فرمايي:؛احبو ا الصبيان وارحمو هم؛ له ماشومانو سره مينه کوئ او په هغوی مهربانه اوسئ.

    ماشومان بايد پوه شي، چې مور و پلار يې ورسره مينه او مهرباني کوي او د هغه مرسته کوي، چې په راتلوونکي ژوندانه کې خپل مسائل او ستونزې له مور و پلار سره شريکې کړي. هغه ماشومان، چې مور و پلار مينه نه لري په کور کې د امن او کرارۍ احساس نه کوي. له ژوندانه ستومانه، ستړي او مړاوي وي. د دې برعکس کوم ماشومان، چې د مور و پلار په مينه خړوب وي. د لا زيات کراري او ارامښت احساس کوي، خوښ وي او پر ځان پوره باور لري.

    ماشومان تر خوړو، جامو، د لوبو تر سامانونو او نورو څيزونو زيات د مور و پلار او چاپېريال مينې او مهربانۍ ته اړتيا لري. ځينې مور و پلار له خپلو ماشومانو سره ډېرې مړې اړيکې لري. په خلاصه ټنډه ورسره چلند نه کوي او پوره مينه نه ورکوي. داسې ماشومان په يو ډول مينې تږي وي،

    د ماشومانو د سلامتۍ او د هغوی د روح د ارامښت او روغتيا مهمه وجه مينه ده او د مينې کمښت د عطفې جذباتي او روحي نيمګړتياوو او ګډوډيو لامل کېږي او د روحي خپګان پارېدلو او د ټولنيزو فسادونو او ګډوډيو زمينه برابروي.

    امام علی عليه السلام فرمايي؛ البشاشته خبالة المودة؛ مهرباني د دوستۍ کمند دے.

    په هر حال، مهرباني او مينه د ژوندانه په هر پړاو کې د انسان يوه مهمه اړتيا ده. د مينې څرګندول ډېر ډولونه لري. د بېلګې په توګه، ښکلول، په غېږ کې نيول او داسې نور….

    د خداي رسول فرمايي:؛خپل ماشومان ډېر ښکلوئ، ځکه چې په هر ځل ښکلولو سره تاسو په جنت کې يوه پوړئ جوړوئ.

    له هم دې امله له يتيمو ماشومانو سره په مينه ډېر ټينګار شوے دے.

    د خدای رسول فرمايي: يتيمان د خپلو بچيو په څېر وروزئ او له هغوی سره داسې مينه کوئ، لکه څنګه چې له خپلو بچيو سره کوئ.

    البته له ماشومانو او بچيو سره د مينې په څرګندولو کې بايد له عدل او انصافه کار واخيستې شي.
    عموما مور و پلار له وړو بچيو سره ډېره مينه کوي او دا کار له واړو ماشومانو سره لويو حسد او رخې سبب کېږي. رسول الله مبارک فرمايي: په خپلو بچيو کې له انصافه کار اخلئ لکه څنګه چې تاسو غواړئ په تاسو باندې په مهرباۍ کې له انصافه کار واخيستې شي.

    له بَلې خوا بې حده مينه او د ماشومانو بې خرته نازول د هغوی د سپين سترګۍ او په راتلونکي کې د ناکامۍ او ماتې سبب کېږي، ځکه چې ټول خلک خو له هغوی سره د مور و پلار هومره مينه نه شي کولای.

    مينه د ماشوم د روح د روزنې لپاره دومره اړتيا لري، لکه څومره يې چې د بدن پاللو لپاره د ډوډۍ اړتيا ده. لکه څنګه چې د ډوډۍ کمي زياتي په بدن کې د ناروغيو او ناوړو اغېزو لامل کېږي. هم دا راز په مينه کې کمي يا زياتولي د ماشوم په روح منفي اغېز ښندي، نو په هر کار کې له انډول او منځ لارۍ کار اخيستل پکار دي.