اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. نڅا څه شى ده؟

    نڅا څه شى ده؟

    نڅا څه شى ده؟
    Rate this post

    نڅا كوم كسبي كيفيت نه، بلكې د انسان اندروني (دننيو) احساساتو څرګندوى او يوه فطري جذبه ده. نڅا د ډېرې زياتې خوښۍ او خوشحالۍ پر وخت يوه اضطراري كړنه ده، نڅا يو وجداني كيفيت او روحاني سرشاري ده. يوه نشه او يوه غير اختياري او له واكه وتې څپه ده، لكه څرنګه چې د غم او غوسې پر وخت د انسان د مخ رنګ بدلېږي او سپين يا تور انسان سور اوړي، يو رنګ ځي او بل راځي له سترګو څخه سپرغۍ الوځي، غړي يو ډول اضطراري حركتونه پيل کړي، په زړه، اندامونو او اعصابو كنټرول نه وي، بالكل همدا ډول څرنګه چې د خوښۍ او خوشحالۍ تړاو هم له جذبو سره دى، نو په داسې حالت كې هم د انسان كيفيت هم داسې وي، په غړيو كې يو ډول غېر اختياري حركت پيدا شي او انسان لاس او پښې او بدن خوځوي.

    كوچنيان چې كله په كومه خبره ډېر خوښ شي، نو هغوى هم په بې ترتيبه ډول لاس او پښې خوځوي، چې دې ته له خوښۍ څخه نڅا وايي. تر ټولو سپېڅلي او تر ټولو ډېر درانه خلك هم كله كله د ډېرې خوښۍ په وخت په حركت راشي كه څه هم دا حركات د لږ وخت لپاره او بې ترتيبه وي، خو څرنګه چې فطري وي، نو په هر كس كې ليدل كېږي، كه هغه لوى وي او كه كوچنى، ښځه وي كه سړى، ځوان وي كه زوړ، مسلمان وي او كه كافر. مهذب او متمدن وي او كه د افريقې د ځنګله، خو كه دې بې ترتيبه حركاتو ته ترتيب وركړل شي او د اصولو په چوكاټ كې بند كړل شي، نو دې فن ته بيا نڅا ويل كېږي.”(6)

    نڅا په حقيقت كې د جذبو څرګندول او يو وجداني كيفيت (څرنګوالى) دى، چې په الفاظو تر ښكارولو لومړى په حركاتو كې څرګندېږي. تاسو به ليدلي وي، چې كله انسان يا حيوان ته غوسه ورشي، يا خوښي او خوشحالي ور په برخه شي، نو په خوله او تر الفاظو لومړى او يا له خولې څخه د غږ تر وتلو لومړى د هغه غړي حركت كوي، يا كوچنيان او ګونګيان چې د غم او غوسې او يا خوښۍ او خندا لپاره الفاظ نه لري، نو په غوسه كې لاس او پښې خوځوي او په خندا او خوښۍ كې د نڅا په څېر غير اختياري حركات اجرا كوي.

    يا به مو صوفيان صاحبان ليدلي وي، چې كله يې په زړه كې داسې جذبه راپيدا شي، چې په الفاظو يې څرګندولى ونه شي، نو د هغوى په بدن كې يو ډول حركت راپيدا شي، پاڅېږي او په غير اختياري ډول په نڅا شي، چې د خانقا په اصطلاح دې جذبې ته حال ويل كېږي”.

    عطاء الله پالوي د نڅا په هكله ليكي: د لطيفه فنونو په ډله كې نڅا د انسان د تخليقي جذبې هغه محصول دى، چې په غير شعوري ډول راپنځېږي. له همدې كبله په الله جل جلاله پالنه او مذهبي رنګ كې دا شى موجود دى او له ډېرې مودې راهيسې دوام لري. رښتيا خبره دا ده، چې نڅا د فطرت پنځونه (ايجاد) ده. شمس كنول ښه ويلي دي، چې سيند په جذبه راشي، نو اوبه وخوځېږي، كله چې انسان د سيند د اوبو خوځېدل له خپل ليد سره يوځاى كړي، نو يو بل ډول كيفيت پرې راشي او په بېواكه توګه د نڅا خواږه حركات ترتيب او منظم كړي، نو دې ته نڅا ويل كېږي. بيا هم نڅا يوه فطري عمليه ده، دا جذبه په هر ژوندي موجود كې شته ده.

    حېوانات هم له دې جذبې څخه بې برخې نه دي، د مېږيانو نڅا، د مارانو نڅا، په ځانګړي ډول بيم ته د كپچه مار نڅا، د فيل خوځېدل، د كوترې او پاختكې غومبور او سندرې د نڅا جذبه ده. د انساني نڅا بنسټ او انګېزه جنسي يا د سكس مسايل نه دي. دا د بې سارې خوښۍ او خوشحالۍ غير اختياري ښكارول دي. انسان د مينې او عقيدت د جذبې تر اغېز لاندې رقص كوي، چې پيل يې له عبادت څخه شوى دى، نو له همدې ځايه ده، چې له شك پرته ويلى شو ، چې د نڅا پالنه د مذهب په غېږ كې شوې ده، نو كله چې د نڅا بنسټ د الله جل جلاله د رضا لټول او د عقيدت او پېرزوينې وړاندې كول دي، نو بيا ولې حرامه شوه؟”(7)

    د هند د لويې وچې يو ستر بنګالى شاعر، ليكوال او موسيقي پوه رابندرنات ټاګور وايي :”كله چې الفاظ كار نه وركوي، نو موسيقي پيل شي” يعنې هغه جذبې چې الفاظ يې بيانولى او څرګندولى نه شي، نو موسيقي او نڅا يې په زړه راښكونكې انداز بيانوي”.

    په مشاعرو كې چې كله شاعران ښه خوندور او له مانا ډك شعر ولولي، نو اورېدونكي ټول په جوش او جذبه راولي پر څوكيو خېزونه پيل كړي. كله كېني، كله پاڅي، چكچكې پيل كړي او له شاعر څخه د شعر د تكرارولو غوښتنه كوي: “بيا ووايه، بيا ووايه.”

    نڅا او موسيقي د كوم ځانګړي قوم او ولس كولتور او پنځونه، نه ده او نه يې څوك كوم ځانګړي ملت او قوم ته منسوبولى شي، بلكې دا د هر انسان په فطرت كې نغښتې جذبه ده، دا د انسان د فطرت غوښتنه او د طبيعت پنځونه ده. عطاء الله پالوي ليكي:”د نڅا او موسيقۍ پنځوونكى هر قوم او هره ځمكه ده. سندرې او نڅا انساني فطرت دى او د ټولو انسانانو ګډ خوى او ګډه غوښتنه ده. هر كله چې په كوم قوم كې څوك د كومې پېښې او يا انګېزې له مخې خوشحاله شوى دى او اوږې يې خوځولي دي او هر كله چې په كوم قوم كې كومې ښځې د خوښۍ تر اغېز لاندې لاسونه او پښې خوځولي او سر يې هاغه خوا او دې خوا اړولى دى، نو له هماغه ورځې په دې قوم او په دې ځمكه كې نڅا او موسيقي زېږېدلې ده، نو كوم ځانګړي قوم ته يې منسوبول غلطه خبره ده.

    په انساني ټولنه كې د نڅا قدامت (لرغونتوب) او عمر هم هماغومره دى، څومره چې په خپله د بشر او بشري ټولنې عمر دى، ځكه لكه وړاندې مو چې وويل دا حس د بشر په خلقت او فطرت كې نغښتى او له هماغې لومړنۍ ورځې ورسره ملګرى دى. البته دومره منظم، برابر او په ترتيب نه و، خو څرنګه چې بشر د ژوندانه په هره برخه كې پرمختګ كړى دى، ډېر خويونه، خصلتونه او چارې يې پرمخ تللې دي، مدني شوى دى، نو د نڅا په برخه كې يې هم پرمختګ كړى دى، هغه څو زره كلن پخواني بې ترتيبه او بې تنظيمه حركات يې منسجم او منظم شوي دي. هغوى ته يې اصول، ضوابط او لارې ټاكلې دي.