هغه وخت چې د رسول الله مبارک (ص) ګران لمسی امام حسین د ذوالجناح له زینه د کربلا د تودو شګو غیږې ته کوز شو د کربلا خاوره ولړزیده، د اسمان څیره رنګینه شوه، فضا توپاني شوه او هر لور ته تیاره خپره شوه ، اسمان غضبناک، ځمکه شرمساره ، هوا تبې نیولې او ملایکې ګریانې وې. خو د حسین په شونډو مسکا خپره وه او دا مسکا له هغه حماسې د رضایت نښه وه چې د خپل معشوق لپاره یې پنځولې وه .
دا يو ستړی غمګين سر دی لوګی كومه يې له تا نه
دا وروستی مړاوی سُور ګل دی د حېدر له ګلستانه
سر دې وركړو لكه نر شېر بچی د شېر ببر
د ښائست دې څوک ثانى شته نۀ د تورې برابر
ای بادشاه د شهيدانو نره خانه د نرانو
ستا مرګ هغه ياد تازه كړ چې هېر كړی هر انسان ؤ
تا د ژوند او د مرګ تول ما ته وښود كربلا كښې
څۀ رنګين سرور دې واچو لا اِله اِلا الله کښې
×××××××××××××××××××××××××
دا دی نامرده دښمن ځانه دغه نابرابره جنګ ته تیار کړی دی دومره نامردي او دومره ناځواني چې د حسین خیمو ته اوبه هم نه پرېږدي . دا دي ظالمان شیبې شماري چې په وړې شان اشارې جنګ پیل کړي خو له بلې خوا د امام حسین مینه او محبت او د مسوولیت احساس داسې دی چې حتی یوه یوه شیبه د اشقیاوو او بې لارو د هدایت او نصحیت لپاره غنیمت ګڼي.
«ای خلکو زما خبره واورئ ، او په جنګ او وینه بیهولو کې بیړه مه کوئ……..»
هو، هغه په ځلونو ځان ورپیژندلی و او د خپل حقانیت خبره یې کړې وه د یو کوفي د پوښتنې په ځواب کې یې وفرمایل:
خبر اوسه چې که په مدینې کې دې له ما سره کتنه شوې وای زمونږ په کور کې به دې د جبراییل د پښو نښې لیدلې وې ، هغه ځای به مې درښودلې و چې زما په نیکه به وحي کیدله . ای کوفي وروره زمونږ کورنۍ د علم مرکز دی نو ایا دا یزیدیان پوه او خبر او مونږ جاهل او ناخبره یوو.
×××××××××××××××××
په عاشورا کې د امام حسین سترتوب او لوړ مقام له ورایه ښکاري ځکه چې خدای انسان خپل خلیفه او باشرفه مخلوق پنځولی دی او د دغه شان مخلوق په پنځولو یې ځان ستایلی دی . چا چې له امام حسین سره خپل ژوند وګنډه تل پاتی ژوند او لوی مقام یې ترلاسه کړ. او خدای د هغوی پیرودونکی شو. د توبې سورې په یوولسم ایت کې لولو:
« پالونکی د مومنانو د ځان او مال اخستونکی دی او د دهغه په بدل کې به مومنانو ته جنت ورکړو»
×××××××××××
عاشورا له باطل سره د حق د ډغرې او له ارزښتونو سره د نا ارزښتونو د همیشنۍ ټکرې بیلګه ده . له همدې امله دا پیښه لکه چې ښایي په تاریخ کې تل پاتې شوې او د خدای پالو ، او حق پالو په ذهنونو کې د یوې اسوې په توګه خوندي شوې ده. ټولنه نړۍ د باطل له پلویانو سره د حق د ملګرو د جانانه جنګ په تماشا ده او عزتمن خدای هم چې دا ټوله حماسه د هغه لپاره ده له پرښتو سره د دغه لوی جنګ په ننداره دی چې د خپل خلقت د شاهکار کمالونه وګوري او هغو پرښتو ته چې د آدم په پنځولو یې ګوت نیونه کوله یو ځل بیا ووایي: آیا ومې نه ویل چې زه د اسمانونو او ځمکې له غیبو خبر یم» » (بقره ۳۳ ایت.)
هو د کربلا په ولولناکې حماسې کې پرښتې چې د حسین مینې او عشق حیرانه کړې وې په خپل اعتراض خجلې ولاړې وې اویو ځل بیا یې په دې خبره ټینګار وکړ چې « ای خدایه مونږ بې له هغه څه چې تایې تعلیم راکړی په بل څه نه پوهیږو او ته یې پوه او حکیم » ( بقره ۳۲ ایت)
×××××××××××××××
کله چې د امام حسین ټول ملګري شهیدان شول او امام حسین یک تنها د دښمن د سپایانو په وړاندې ودریده ، له هرې خوا پرې د غشیو باران پیل شو . په دې وخت کې امام تورې ته لاس کړ او په دغو وحشیانو یې برید وکړ ، ډېر دښمنان د امام له تورې تېر شول . امام ور غږ کړ: چیرته تښتئ ، ټینګ شئ ، تاسو څنګه خلک یې کله چې زه ودریږم حمله کوئ او کله چې زه حمله کوم تښتئ ، لږ غیرت خو ولرئ .
د امام حسین وجود ټول غیرت ، میړانه او سرښندنه وه ، د دښمن په زړه کې د هغوی رعب او ویره داسې ناسته وه ته وا یو ځل بیا علي (ع) د جنګ میدان ته دانګلې دي هر ځل چې به میدان ته تله دا شعر به یې لوسته: مرګ له بې غیرته ژونده غوره دی .
کله چې دښمنانو د کلابندۍ کړۍ تنګه کړه امام وفرمایل:
« پر یهودیانو د خدای قهر هغه وخت سخت شو چې د خدای لپاره د بچي قایل شول ، او په عیسایانو هغه وخت خدای وخشمېده چې په درېو خدایانو یې عقیده پیدا کړه ، پر اور پرستو هغه وخت د خدای غضب زیات شو چې د خدای په ځای یې د لمر او سپوږمې عبادت پیل کړ او په یو بل قام ( یزیدیانو) هغه وخت د خدا ی غضب سخت شو چې د خپل پېغمبر د لمسي پر مرګ سلا او یو موټي شول. خبر اوسئ! په خدای قسم زه به د دوی ( یزیدیانو) یوې غوښتنې ته هم هو ، ونه وایم ترد ې چې په خپله وینه رنګین د خپل خدای ملاقات ته لاړ شم.
حسېن وكتل چاپېره وې شوې ژونده اور شوې اور
دې بې حِسه تور ماحول كښې هره سا شرم پېغور
په دې ظلم په دې اور كښې يو ساعت ژوندون حرام دے
دا دے درغلم مرګيه زور او صبر مې تمام دے
كربلا ذره ذره ستا وائى به چغې تر قيامته
چې انسان به زوراور ته په هيڅ شان نه كړى سر ښكته
×××××××××××××
پریمانه زخمونو او سختې تندې په امام غلبه وکړه ، حسین یوه شیبه ودرېده ، ناڅاپه له یوه لوري یو کاڼی د پېغمبر د لمسي په تندي ولګیده او بیا یوه درې مخې غشی د امام په نوراني زړه کې ښخ شو. امام په ځمکې راپرېوت ، له غرمې څو ګړۍ تېرې وې چې امام په خپل شهادت سره د هستۍ تر ټولو خوږه قصیده وویله ، هغه وخت چې د رسول الله مبارک (ص) ګران لمسی امام حسین د ذوالجناح له زینه د کربلا د تودو شګو غیږې ته کوز شو د کربلا خاوره ولړزیده، د اسمان څیره رنګینه شوه، فضا توپاني شوه او هر لور ته تیاره خپره شوه ، اسمان غضبناک، ځمکه شرمساره ، هوا تبې نیولې او ملایکې ګریانې وې. خو د حسین په شونډو مسکا خپره وه او دا مسکا له هغه حماسې د رضایت نښه وه چې د خپل معشوق لپاره یې پنځولې وه .

سر دې وركړو لكه نر شېر بچے د شېر ببر
د ښائست دې څوک ثانى شته نۀ د تورې برابر
اے بادشاه د شهيدانو نره خانه د نرانو
ستا مرګ هغه ياد تازه كړ چې هېر كړے هر انسان ؤ
تا د ژوند او د مرګ تول ما ته وښود كربلا كښې
څۀ رنګين سرور دې واچو لا اِله اِلا الله کښې
ځکه كله كله زۀ اوس هم د شپې ژاړمه
ستا د ښائست او نُور كمال بيا په دنيا غواړمه
مدام كوم درته منت دعا اے حُسېنه! راشه
هر قدم شوكربلا اے حسېنه! راشه
××××××××××××××
په داسې حالاتو ک چې انسانان د لا ډېر ژوندی پاتې کیدو لپآره همیشه په هڅه او هاند کې دي داسې کسان هم شته چې د ژوند د فلسفې د لا لوړ درک لپاره د خپل سر ورکولو ته تیار دي ، هغوی د خپل دین په لاره کې د شهادت هرکلی کوي . دې روحیې ته چې له دنیاوي تعلقاتو له ژغورنې سره تړلې ده شهادت غوښتنه وایي.
عاشورا د امام حسین د ملګرو د شهادت غوښتنې یوه بېلګه او جلوه ده . امام حسین په خپله د دغه ډګر مخکښ و. د عاشورا په ورځ د امام حسین په یوه لمنځ کې لولو.
« ای خدایه زړه مې غواړي چې اویا ځله ستاسو د اطاعت او محبت په لاره کې ووژل شم او بیا ژوندی شم . په تېره بیا که زما په ژول کیدو سره ستا د دین مرسته کیږي ستاو امر ژوندی کیږي او ستا د شریعت ناموس او عزت ساتل کیږي»
امام حسین له مکې د وتلو په وخت په یوې لوستې خطبې کې د خدای په لاره کې دمرګ د ښکلا خبره کوي او د شهادت له ارمانجنو غواړي چې د عزتمن ژوند د ګټلو لپاره له هغه سره یو ځای شي ، د امام حسین او د هغه د ملګرو په وینا او عمل کې د شهادت غوښتنې روحیه څپانده ده . هغوی د خدای په لاره کې له وژل کیدو ا، د پېغمبر د لمسي د ملاتړ او له ظالمانو سره له مبارزې سره خپله مینه څرګندوله او امام حسین ته یې فرمایل:
« مننه د هغه خدای چې ستا په مرستې سره یې مونږ عزتمن کړو او ستا په څنګ کې په وژلو سره یې مونږ ته شرافت راوبخښه.
د امام حسین ګران او وړوکی وراره حضرت قاسم د خدای په لاره کې مرګ تر ګبینه زیات خوږ ګڼي . امام حسین هم خپل ملګري د وفادراۍ او سرښندنې په وجه ستایي. هغ وخت چې خور یې بي بي زینب (ع) د امام د ملګرو په وفادارۍ کې زړه نازړه شوه امام وفرمایل:
په خدای قسم هغوی مې ازمایلې دي دوي هغه شهادت غواړي دي چې له مرګ سره مینه لري.
×××××××××××××××××××××××××××
د اسلام په کلتور کې شهادت د ولسونو د ژوند تضمینوونکی او د ایمان د بقا سبب دی له همدې امله ټولنې د حق او عدالت د ټینګولو لپاره همیشه د خدایی انسانانو سرښندنې ته ضرورت لري. د شهید او نورو انسانانو په مینځ کې فرق دا دی چې شهید هر څه د خدای په لاره کې ورکړې دی ، هغه خپله تر ټولو لویه پانګه یعنې خپل سر د ټولنې د ملاتړ لپاره قربانوي داسې کس له هغه کس سره چې یو نیک ټولنیز کار کوي د پرتلې وړ نه دی . شهید د خپل سر په ورکولو او د ځان په قربانولو سره د نیکو کارونو لپاره چاپیریال برابروي چې نور خلک ازاد او خبر شي. له همدې امله مونږ ټول د شهیدانو احسانمن یوو تر دې چې په روایتونو کې لولو چې د قیامت په ورځ کله چې پېغمبران شهیدانو ته ورسیږي نو د هغوی په درناوي به له خپلو سپرلیو کوز شي.
د شهادت تر ټولو یو اثر او اغیزه ټولنې ته د مینې او رڼا ورکول دي . تاسو به لیدلې وي چې ځینې ټولنې د بې عدالتۍ او ظلم له امله په تیارو او ځوړتیا کې وي او په خلکو باندې عجیبه شان ویره خپره شي. خو کله چې د امام حسین (ع) په شان شخصیتونه په خپل شهادت سره د ټولنې لاره بدلوي ، نو په ټولنه کې پوهه، نورانیت بصیرت او حرکت پیدا کیږي. امام په خپلې شهادت غوښتنې سره هغه د اسارت او سپکاوي احساس چې په ټولنه واکمن و له مینځه یوړ او اسلامي ټولنې ته یې شخصیت ورکړ. او په خپله هم د ځلانده څراغ په شان د انسانانو لارښوونکی شو.
×××××××××××
یوه ورځ امام جعفر صادق (ع) ناروغ شو. له خپل یو صحابي یې وغوښتل چې په کربلا کې د هغه لپاره د شفاعت دعا وکړي ، هغه صحابي چې د اهل بیتو په مقام خبر و، عرض وکړ تاسو د خدای حجت یئ او دعا مو قبلیږي. ولې د ځان لپاره شفا نه غواړئ.؟ امام صادق علیه السلام په مسکا سره ځواب ورکړ.ته څه خبره کوې ؟ د دعا قبلیدل د هغه (حسین) په در ګاه کې دی ، او شفا د هغه په خاوره کې ده. دا خدای ټاکلې ده.
××××××××××××××××××
په دې ډول امام حسین (ع) د یو شپیتم هجري قمري کال عاشورا په حماسې کې انسانانو ته ورزده کړل چې د ظالمانو د ظلم په وړاندې ودریږي او مبارزه وکړي. حتی که مجاهدان د مبارزې لپاره ډېر امکانات او وړتیا ونه لري خو په خپل شهادت او استقامت سره دې ټولنې ته ژوند او حرکت ورکړي. پردې سربېره چې په خپله هم تل پاتې ژوند مومي. لکه څرنګه چې خدای تعالی د بقرې سورې په یو سل څلور پنځوسم ایت کې فرمایی:
«هغه کسان چې د خدای په لاره کې وژل کیږي هغوی ته مړه مه وایئ هغوی ژوندي دي خو تاسو نه پوهیږئ»
عبدالرحیم درانی


more post like this