د حکومت معنا

حکومت د يو کس يا کسانو په لاسو کښې چې د خلقو د چارو د چلولو وړتيا او صلاحيت ولري د ټولنې د چارو د واګو په لاسو کښې د نيولو په معنا دے.

د حکومت ضرورت

په دې کښې چې آيا انساني ټولنې حکومت ته ضرورت لري يا نه؟ داسې ښکاري چې يوه څرګنده او روښانه چاره ده که څه هم کم شمېر يو بل نظر لري.
په بنيادي توګه انسان يو اجتماعي مخلوق دے او وړومبنۍ هغه اجتماع چې انسان پکښې پېدا کيږي کورنۍ ده، مدرسه، د کار ځاے او له نورو سره د هغۀ تعلقات ټول د ټولنې په چوکاټ کښې معنا پېدا کوي. له دې امله چې سليم عقل دا لازمي بولي چې ټولنې مديرانو او واکمنانو ته ضرورت لري، اسلام هم د دغه سليم عقل او الهي فطرت مطابق د دغې چارې د لازموالي حکم کوي.

په اسلام کښې د حکومت اهداف او مقاصد

په دې کښې شک نشته چې اسلام په وضاحت سره د عدل او انصاف د قائمولو، د اسيرۍ او استثمار له بند نه د انسان د آزادولو، له طاغوت سره د مبارزې او د زمکې وارثانو ته د مستضعفانو د رسولو او د الهي او انساني احکامو د جاري کولو په شان اهدافو ذکر کړے دے. نو واضحه ده چې د دغه مقصد د پوره کېدو لپاره يو لړ سريزې او حالاتو رامنځته کول لازمي دي. د دغو اهدافو او مقاصدو د پوره کېدو لباره د ضروري وسائلو او وسيلو برابرول يوه نه انکارېدونکې چاره ده.
د ذکر شويو اهدافو په بنياد د يو حکومتي نظام جوړول د دغې قضيې له مسلماتو څخه دي.

قرآن او حکومت

په قرآن مجيد کښې ګڼ شمېر داسې اصطلاحات چې په حکومت ناظر دي استعمال شوي دي. لکه ولايت، خلافت، اولی الامر او ملک « إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ
النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ ۚ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا» ( النساء ۵۸ آيت) ترجمه: « خداے په قطعي توګه تاسو ته حکم درکوي چې امانتونه د هغو خاوندانو ته ستانۀ کړئ او کله چې د خلقو ترمېنځ حکم کوئ نو په انصاف سره حکم وکړئ، يقيناً چې د امانت ادا کول او په حکم کولو کښې انصاف هغه ښه څيز دے چې خداے يې تاسو ته نصيحت کوي بې له شکه خداے تل اوريدونکے او کتونکے دے.»

اصلي حاکم څوک دے؟

خو په دې کښې چې څوک حکومت کولې شي؟ د مکتبونو ترمېنځ اختلاف دے. په اسلام کښې حکومت يوازې خداے لره دے « اِنِ الۡحُکۡمُ اِلَّا لِلّٰہِ» او دغه الهي پېغمبران دي چې د آسماني کتاب په ذريعې سره مامور شوي دي چې د خلقو ترمېنځ حکم وکړي.«وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِنْهُمْ مُعْرِضُونَ» (النور ۴۸ آيت) ترجمه: «کله چې هغوي د خداے او رسول لوري ته رابولي چې ترمېنځ يې حکم وکړي نو ناڅاپه له هغوي څخه يوه ډله مخ اړوي.» « إِنَّا أَنْزَلْنا إِلَيْكَ الْكِتابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِما أَراكَ اللَّهُ وَ لا تَكُنْ لِلْخائِنِينَ خَصِيماً» (النساء ۱۰۵ آيت) ترجمه: « بې له شکه دا کتاب مو په حق او صحيح توګه په تا نازل کړ چې د خلقو ترمېنځ په هغه څه سره چې خداے درته درزده کړي دي حکم وکړې او د خيانتکارو ملاتړے نه شې.»

د غير الهي حکومت نتيجه

په ټوله زمکه د غير الهي حکومت نتيجه همدا ده چې ليدل کيږي او د انسان ټول مصيبتونه او بدبختۍ دغه دي چې اوس دغې نتيجې ته نه دے رسېدلے چې خپله په يوازې ځان نه شي
کولې د حکومت واګې په لاسو کښې ونيسي او خلق عدالت او سعادت ته ورسوي. د حضرت داؤد (ع)، حضرت سليمان (ع) او په مدينه کښې د پېغمبراکرم (ص) او د هغه حضرت د نورو اوصياؤ حکومتونه د الهي حکومت ځينې نمونې دي. البته خداے پاک په قرآن مجيد کښې فرمائي چې پکار دي له خلقو سره مشوره وشي او دا د اسلامي ډېموکرېسۍ په معنا دي. «وَشاوِرهُم فِي الأَمرِ» (آل عمران ۱۵۹ آيت) ترجمه: « او په کارونو کښې له هغوي سره مشوره وکړه.»

سرچينې

1 -قرآن مجيد ۲- نهج البلاغه ۳- تاريخ سياسي اسلام (رسول جعفريان) ۴- سيرت النبويه (ابن هشام
)


more post like this