اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. په اسلام کې د عقيدې ازادي او د مرتد والي حکم

    په اسلام کې د عقيدې ازادي او د مرتد والي حکم

    په اسلام کې د عقيدې ازادي او د مرتد والي حکم
    5 (100%) 1 vote

    په دين کې د ډير تر ډيره او لږ تر لږه نظر

    پوښتنه: په دين کې د لږ تر لږه او ډير تر ډيره نظريې مطلب څه دے يا په بله ژبه د لږ تر لږه دين او ډير تر ډيره دين معنا څه ده؟[1]

    دا پوښتنه په دوو شکلونو سپړل کيدے شي:

    ۱. له دينه بهر تفسير

    ۲. په دين کې دننه تفسير
    1.  د دين له داخله د دې پوښتنې ځواب:

    د دين دننه د نظر، مطلب دا دے چې بايد د يوه دين مثلا د اسلام په تعليماتو کې دننه ښه فکر وشي چې د انسان د ژوند په هکله څه سپارښتنې لرې ايا دا اوامر او احکام د انسان د ژوند ټولو اړخونو ته شامليږي يا يوازې دځينو مواردو لپاره دي مثلا ايا ديني تعليمات د يو انسان د ټولو وګړنيزو، ټولنيزو، اعتقادي،اخلاقي او عملي احکامو لپاره دستور العمل او کړنلاره لري؟ او که په ځينو خاصو اړخونو لکه اخلاقواو احکامو او په شخصي او وګړنيزو ډګرونو کې احکام او دستور العمل لري.

    د لږترلږه د اعتراض انديالو، دين ته له دننه په کتنې سره د اسلام په هکله خپل اعتراضونه په دوو ډولونو مطرح کړې دي:

    ۱. هغوي په سياسي او حکومتي چارو کې د دين د لاسلرو په هکله وايي چې اسلام په دې موضوع کې د لږ ترلږه قايل دے او ادعا يې کړې ده چې دين او ديني تعليمات يوازې فردي او شخصي اړخ لري. په بله ژبه هغوي له سياسته د دين د جدايۍ د نظريې قايل دي.

    د لومړي نظر مطابق د اعتراض ځواب:

    زياتره پوهان او د نظر خاوندان په دې خبره يوه خوله دي چې د اسلام ګران پيغمبر(ص) له هغو الهي پيغمبرانو دے چې په مدينې کې يې د داسې سياسي واکمنۍ چې الهي مشروعيت يې درلود بنياد کيښوده. په دې خبره چې پيغمبر او اسلام سياسي او حاکميتي اړخ لري د شيعه او اهلسنتو زياتره اسلامي انديال په دې متفق دي. او يوازې يو جزيي اعتراض ځينو اسلامي روڼ اندو کړے دے او د رسول الله مبارک په سياسي شان کې يې شک ښکاره کړے دے دوي له سياسته د دين د جدايۍ او د سيکولارسټي نظريو تر اغيز لاندې قائل شوې دي چې د اسلام پيغمبر سياسي او حکومتي شان نه درلود او په دې باور دي چې که فرضا په مدينه کې يې د حاکميت او واکمنۍ د جوړولو اقدام کړے دے دا يوه ټولنيزه دنده وه؛ نه دا چې په دې مسله کې يې دخداي له لورې دنده لرلې وي.[2]

    خو د دغه نظريې په کره کتنه کې ويلے شو چې : یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا أَطِیعُوا اللَّهَ وَأَطِیعُوا الرَّسُولَ وَأُولِی الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِی شَیءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْیوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَیرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِیلًا[3]
    اوله داچې اکثرو اسلامي عالمانو دا خبره منلې ده چې پيغمبر امامت او سياسي حاکميت درلود او په دې ډول يوه خوله دي. د قران نصوص هم په دې خبره صفا دلالت کوي لکه دا ايت چې فرمايي: او همداراز دا ايت شريف چې : لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَینَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِیزَانَ لِیقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِیدَ فِیهِ بَأْسٌ شَدِیدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِیعْلَمَ اللَّهُ مَنْ ینْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَیبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِی عَزِیزٌ[4]

    دوهمه دا چې تاريخي شواهد هم دا خبره تاييدوي چې د اسلام پيغمبر په مدينه کې د سياسي واکمنۍ بنياد کيښود چې دهغه په اساس يې حکومتي اوامر لرلي دي. لکه دا چې دوي به مختلفو سيمو ته واليان استول او له هغوي به يې غوښتل چې خپلې ټولنيزې دندې چې ورسپارل شوې سمې ترسره کړي خو په دې خبره کې چې د پيغمبر(ص) سياسي حاکميت د دين له متنه اخستل شوے وے بايد ووايو چې د اسلام د دين بشپړتيا او جامعيت سبب شوے دے چې اسلام ځينې چارې او دندې ولري چې بې دسياسي حاکميته يې د اجرا کولو امکان نيشته. لکه د حدودو او احکامو اجرا او دنورو ديني چارو اجرا. لکه د خمس او زکات اخستل او دغنايمو او ولجو ويش چې بې د ديني حکومت له لرلو دا څيزونه د اجرا وړ نه دي.

    دريم دا چې دقران ځينې ايتونه هم په دې ټکي دلالت کوي چې کوم حاکميت چې رسول الله مبارک په خلکو کې ټينګ کړے و هغه الهي سرچينه لرله. هلته چې فرمايي: النَّبِی أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِینَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ وَأُولُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ فِی كِتَابِ اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ وَالْمُهَاجِرِینَ إِلَّا أَنْ تَفْعَلُوا إِلَى أَوْلِیائِكُمْ مَعْرُوفًا كَانَ ذَلِكَ فِی الْكِتَابِ مَسْطُورًا[5]

    ۲: په دين کې له داخلي نظره د لږ تر لږه، د نظريې ځينو پلويانو له دې امله چې د دين جامعيت ته يې پام لرلے او د اسلامي احکامو په پراختيا يې چې د انسان د ژوند د ټولو اړخونو په هکله احکام لري اعتراض نه شو کولے نو خپل اعتراض يې په يوه بل ډول مطرح کړ دوي وايي چې: د اسلامي ټولنې اړتياوو ته د ځواب لپاره د دين تعليمات او احکام په يوه خاص وخت کې وړاندې شوې دي او دا احکام د مسلمانانو د لومړيو ټولنو لپاره چې پيچلې زماني او ټولنيز شرايط يې نه لرل مناسب وو خو د دين اکثره احکام د نن سبا د زمانې په پيچلو او پرمختللو زماني، مکاني او ټولنيزو حالاتو کې ځواب نه شي ويلے او د ټولنې اړتياوې نه شي پوره کولے.

    ځواب:د دې شبهې او اعتراض څو ځوابونه ورکولے شو:

    ۱. د اسلام د پيغمبر او دهغه د شريعت خاتميت او اخري والے چې د اسلام له ضروري احکامو ګڼل کيږي او ټولې اسلامي فرقې اومذهبونه او عالمان پرې يوه خوله دي، ددين د احکامو له دغه تفسير سره په ټکر کې دے. په بله ژبه، هغه پياوړې او محکم دليلونه چې د پيغمبر د خاتميت او په دې هکله موجود دي چې اسلام يو هميشنے دين دے دا اشکال او شبهه باطلوي ځکه چې د خاتميت د دليلونو له مخې اسلام يو تل پاتې دين دے چې احکام او شرايط يې په هره زمانه او ځاي کې د اجرا وړتيا لري او په کوم خاص وخت، ځاي يا قوم پورې محدود نه دي.

    ۲. د اسلام له پيغمبره ډير روايتونه راغلې دي چې اسلامي احکام له زماني اړخه تل پاتې دي او د قيامت تر ورځې اعتبار لري.«حلال محمد حلال الي يوم القيامه و حرام محمد حرام الي يوم القيامه»[6] او په يقين سره ويلے شو چې هغه احکام د قيامت تر ورځې معتبر کيدلے شي چې د مختلفو زمانو او ځايونو لپاره کارندوالے ولري.
    2.  د لږ ترلږه او ډير تر ډيره تفسير (له دينه په بهر ليدتوګې سره)

    له دينه بهر د لږترلږه او ډير تر ډيره د موضوع مطلب دا دے چې له دې ورتير چې په يوه خاص دين کې د انسان د ژوند په هکله څه سپارښتنې موجود دې، دا پوښتنه مطرح ده چې اساسا په کومو مسايلو کې بايد له دينه د لارښوونې او تفسير او تبيين تمه ولرو؟ په بله ژبه له دينه د انسان تمه په کوم حد کې ده ايا دين د انسان ټولو ضرورتونو ته ځواب ويلے شي يا نه دين يوازې د انسان د ژوند په ځينو خاصو مسايلو کې ځواب ويلے شي؟

    ځواب :

    دې پوښتنې ته درې ډوله ځواب ورکړل شوے دے:

    ۱. يوه ځواب افراطي دے،

    ۲. دوهم ځواب تفريطي دے،

    ۳. دريم ځواب چې زمونږ له نظره اعتدالي ځواب دے.[7]

    ۱. افراطي نظر: دغه کسان وايي چې انسان د ژوند په ټولو ډګرونو کې حتی د خوراک څښاک، جامې اغوندلو،کور جوړولو، په لاره تګ څملاستلو، معاشرت، او همدارازد حکومت، د واکمنانو د دندې د ترسره کولو، او په هر ډول علمي مسلو حتی د ژوند په ټولو چارو کې ديني احکامو او اوامرو ته اړتيا لري. په بله ژبه،دا د انسان حق دے چې بې له تحقيق او د مطالعې او سختۍ له ليدلو،دين ورته په بيلا بيلو ډ ګرونو کې کاميابي ورکړي.دا تفکر چې وايي دين بايد په ټولو چارو کې د انسان ضرورتونه پوره کړي او هغه کامياب کړي دې ته د دين په هکله « د ډير تر ډيره نظر» ويل کيږي.

    د دغه نظر جاج او څيړنه

    يو اساسي اعتراض چې په دې نظر کيږي دا دے چې د دغه نظر په اساس دين د انسان د ټولو ضرورتونو او تمو ځوابګوے دے نو د دغه نظر مطابق انسانان د خپلو عقلونو او خداي ورکړو وړتياوو غوړولو او ترقي ورکولو ته اړتيا نه لري. په داسې حال کې چې له دينه دغه تفکر او اخستون په غلط ډول د انسان د عقل او تکفر د ختمولو او تعطيلولو په معنا او له حقيقته ليرې دے ځکه چې يو هم داسې حق دين نيشته چې انسان ته ووايي چې له عقل او فکره کار مه اخله او دين په يوازې سره دانسان ټولې اړتياوې پوره کړے شي.

    ۲. د لږ تر لږه نظر: په ژوند کې د دين د ډير تر ډيره رول د نظر له ردولو او د دين د حدودو په سر د لويديځ د سياستمدارانو او د کليسا د خاوندانو تر مينځ له کلونو کلونو کشمکشه وروسته اخر يو نظر پيدا شو چې هغه ته يې « سيکولرزم» وايه،دد غه نظر اصلي ځانګړتيا او بنياد په دې خبره دے چې د ين له سياسته او ټولنيزو چارو جدا دے. د دغه نظر په بيان کې به ووايو چې دوے وايي د انسان ژوند دوه برخې دے يوه دنيا او بل اخرت، او دا دوه برخې له يوه بله بلکل جدا دي. د دوي په نظر په دې دنيا کې د انسان کړه او کارونه د هغه له اخرت سره هيڅ اړه نه لري نو انسان د اخرت په چارو او د ځان او دخداي په مينځ کې په معاملو کې له دينه استفاده کولے شي خو په دنيايي چارو کې انسان ازاد دے چې هر څنګه يې زړه غواړي عمل وکړي او په دنياوي چارو کې لازمه نه ده چې د دين او دخداي د اوامرو تابع وي.

    د لږ تر لږه په ليدتوګې کره کتنه

    دا نظر هم له ډيرو اعتراضونو او نيمګړتياوو سره مخ دے، تر ټولو لوے اعتراض دا دے چې په دې نظر سره د انسان د دنيا او اخرت ژوند له يوه بله جدا کيږي ځکه چې که څه هم د انسان ژوند په دوو برخو يعنې په دنيا او اخرت ويشل کيږي چې د دنيا حصه يې د انسان له زوکړې پيل او په مرګ ختميږي او د اخرت ژوند يې په مرګ پيل کيږي او تر بې نهايته دوام لري او هر يو يې ځانته خپله ځانګړتيا لري خو د دې تقسيم معنا دا ده چې د انسان دنيايي ژوند او په دنيا کې د هغه کړه او عملونه هم په دوو برخو يعنې دنيايي او اخرت ويشل کيږي او بايد د دغو دوو په مينځ کې هيڅ ډول ارتباط نه وي. په نتيجه کې د انسان دنيايي عملونه هم د هغه د اخرت په ژوند هيڅ ډول اغيزه نه لري. د دغه نظر مطابق د دين او دنياوي تعليماتو کار په فردي او ډله ايزو لمنځونونو او دعاګانو پورې محدوديږي چې په کليسا ګانو او جوماتونو کې ترسره کيږي. همداراز ديني تعليمات له خداي سره د انسان په رابطې پورې محدوديږي او د هغه له ټولنيز ژوند سره هيڅ اړه نه لري. اول خو دا چې دين ته دا ډول نظر يوه بې دليله ادعا ده او کوم سم او معتبر دليل نه لري، دوهم دا چې دا نظر د الهي دينونو له محتوا او تعليماتو سره سمون نه خوري. تاسو ته پته ده چې هر حق دين ادعا کوي چې انسان بايد خپل ټول وګړنيز او ټولنيز اعمال ددين د اوامرو په اساس ترسره کړي او انسان په خپل سر او په خپله مخه په دنيا کې هر څه نه شي کولے.او داسې نه ده چې دهغه کړنې دهغه په اخرت هيڅ اغيزه او ارتباط ونه لري.که د اسماني دينونو په تيره بيا د ا سلام تعليماتو ته وګورو نو په دې خبره ښه پوهيدلے شو.

    ۳. اعتدالي نظر

    دا چې دانسان ژوند په دوو برخو يعنې دنيايي او د اخرت په ژوند ويشل کيږي دا خبره د منلو ده خو د انسان د ژوند د دغو دوو برخو ارتباط له دوهم نظر سره متفاوت دے.ځکه چې د دغه نظر له مخې د انسان د اخرت ژوند دقيقا په دې دنيا کې د انسان د کړو وړو پايله ده يعنې دلته يې چې څه کرلې وي هلته به يې ريبي په بله ژبه،د انسان د دې دنيا عمل دهغه په هغه دنيا نيغ په نيغه تاثير لري له دې امله انسان په دې دنيا کې خپل ژوند داسې تيرولے شي چې د اخرت په ګټه يې وي او داسې يې هم تيرولے شي چې د اخرت په تاوان يې وي.

    انسان يو اختيار لرونکے مخلوق دے چې په خپله بايد د خپل اخرت برخليک وټاکي که غواړي ابدي نيکمرغي لاسته راوړي بايد په خپلو کارونو او کړو کې د دين احکام پلې کړي او خيال يې وساتي نو د اخرت ژوند يې نيکمرغه کيږي. دا نظر له سوچه اسلامي تفکر سره موافق دے ځکه چې زمونږ له نظره يو اعتدالي نظر دے چې نه دافراطي نظر اعتراضونه لرے او نه د افراطي نظرونو اعتراضونه او اشکالات.

    د دغه نظر له مخې اول دا چې دين د انسان د دنيا او اخرت د ژوند د نيکمرغۍ لپاره جامع او بشپړ پروګرام لري او د انسان د وګړنيز، ټولنيز، اقتصادي،سياسيي او و اکمنۍ په ټولو اړخونو کې يې کلي اصول وړاندې کړې دي.

    دوهمه دا چې د دغه نظر مطابق له دينه زمونږ تمه دا نه ده چې د انسان په ټولو جزيي چارو حتی په ورځنيو چارو کې دې هم دستور العمل او پروګرام ولري. که څه هم دغه جزيي امور له کلي اصولو راوځي.

    د دغه نظر مطابق هر هغه کار چې د انسان په نيکمرغۍ نيغ په نيغه اثر لري په يقين سره يې کلي اصول په دين او ديني تعليماتو کې بيان شوې دي. البته ځينې نور عملونه هم شته دي چې دين ورسره تعلق نه لري او د هغه د کولو په هکله فيصله د انسان عقل او فکر ته پريښودل شوې ده. په دې اساس د اسلام سپيڅلے دين په عين حال کې چې د انسان د کړو او افکارو لپاره جامع پروګرام لري او حتی خاص حکم ورپاره بيان شوے دے.او دا کړه د اسلام د منسجمو ارزښتونو په لړ کې سنجول کيږي خو اسلام هيڅکله د عقل او تفکر د څراغ په مړ کولو پسې نه دے بلکه په بيلا بيلو ډولو نو او بيانونو سره يې انسان د علم زده کړې او د خپل فکر او عقل زياتولو او دنورو له علمه استفاده کولو ته بللے دے. لکه هلته چې فرمايي:« اطلبوالعلم من المهد الي اللهد»[8] يا په يوه بل حديث کې فرمايي:«طلب العلم فريصة علي کل مسلم و مسلمة»[9]

    د لاډيرې مطالعې لپاره دغو منابعو ته مراجعه وکړئ:

    ۱. محمد تقي مصباح يزدي، مجموعه اثار ( مشکات) پرسش و پاسخها، ۱ تر ۵ ټوک.

    ۲. محسن غرويان، پرسشهاي فکري و ديني جوانان،

    ۳. محمد امين احمدي، انتظار بشر از دين.

    وروستے حديث:

    امام صادق عليه السلام فرمايي: څوک چې خپل دين د خداي د کتاب له لارې وپيژني که غرونه له خپل ځايه وخوځيږي هغه به په دين کې لړزانه نه شي او څوک چې همداسې او بې له مطالعې يوه عقيده ومني همداسې په ناپوهۍ به يې پرې هم ږدي.[10]

    [1]. رک : الف: محسن غرويان، برسشهاي فکري و ديني جوانان قم، موسسه فرهنګي يمين، چاب سوم، ۱۳۸۰.
    ب: محمد امين احمدي، انتظارات بشر از دين، قم پژوهشګاه علوم و فرهنګ اسلامي ( وابسته به دفتر تبليغات اسلامي، اول ۱۳۸۴).
    ج: محمد تقي جعفري، فلسفه دين، قم، پژوهشګاه فرهنګ و انديشه اسلامي دريم چاپ ۱۳۸۶.
    د: محمد تقي مصباح يزدي مجموعه اثار (مشکاة) پرسش و پاسخها، ۱تر ۵ټوک، قم، موسسه آموزشي و پژوهشي امام خميني، لومړي چاپ ۱۳۸۵.
    [2]. په دې بحث د ښه پوهيدلو لپاره د نظريه هاي دولت در فقه شيعن کتاب ته مراجع وکړئ چې محسن کديور ليکلي دي او همداراز کتاب الاسلام او اصول الحکم ته چې علي عبدالرزاق ليکلي دي.
    [3]. نساء ۵۹ ايت.
    [4]. حديد ۲۵ ايت.
    [5]. احزاب ۶ ايت
    [6]. رک: اصول کافي ۱ ټوک ۵۷ مخ، بحار الانوار ۲ ټوک ۲۶۰ مخ وسائل الشيعه ۱۸ ټوک ۱۲۴ مخ.
    [7]. رک: محمد تقي مصباح يزدي، مجموعه اثار( مشکات) پرسش و پاسخ ها، ۱ ټوک تر پينځم،قم، موسسه آموزشي و پژوهشي امام خميني، لومړي چاپ.

    [8]. مجلسي، بهار الانوار، ۱ ټوک ۱۸۰ مخ.

    [9]. صحيح بخاري اول ټوک ۱۶ مخ.

    [10]. بحارالانوار ۲۳ ټوک ۱۰۳ مخ.