اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. په نبيانو باندې د معصومو امامانو(ع) لوړاوې

    په نبيانو باندې د معصومو امامانو(ع) لوړاوې

    په نبيانو باندې د معصومو امامانو(ع) لوړاوې
    Rate this post

    په نبيانو باندې د معصومو امامانو(ع) لوړاوې

    پوښتنه: شيعه ولې معصوم امامان(ع) له نبيانو لوړ ګڼي؟

    د پوښتنې وضاحت

    دا پوښتنه له هغه پوښتنو ده چې په دين کښې ډير اهميت لري چې له تيرو زمانو رامينځ ته شوې وه، او په اوس وخت او راتلونکي وخت کښې به هم پوښتل کيږي. که څه هم د دې پوښتنې له پيدا کيدو وړاندې د پيغمبر(ص) په حديثونو کښې داسې نښې شته چې ورسره خپله دعوا ثابتولې شو. ابن ابی الحديد ليکلي: “د فضيلت دا عقيده يوه زړه عقيده ده چې ډېر اصحاب او تابعان په دې عقيدې وو”[1] په دې طريقه معلوميږي چې دا عقيده څه نوې عقيده نه ده او د اسلام له لومړيو تر اوسه پورې شته. له همدې سببه د شيعو لويو عالمانو د امامانو د فضيلتونو په بيانولو کښې ټکنې شوې نه دي. د شيعو لوړ شخصيتونه لکه شيخ مفيد، شيخ طوسي، علامه حلي (يوسف بن مطهر)، علامه مجلسي او اوسني فقيهانو په خپلو کتابونو کښې د دې اعتقاد دليلونه بيان کړي دي. په دې څيړنه کښې دا هڅه کوو چې د هغې ځينې دليلونه ډېره په لنډه طريقه بيان کړو.

    ځواب:
     1. د امامانو په لوړاوي باندې قراني دليلونه
    چې په ټولو انسانانو، حتی نبيانو بې زمونږ له پيغمبره (حضرت محمد بن عبدالله(ص) لوړاوې لري.
    د شيعه و عالمانو او د سنيانو ځينې فرقو، د امامانو د لوړاوي په تيره بيا د حضرت علي(ع) د لوړاوي لپاره د قران ډير ايتونه راوړي دي چې دلته يې ځينو ته شاره کوو:
    الف) د ابراهيم(ع) د امامت ايت

    قرآن كريم فرمايي:‌
    {وَ إِذِ ابْتَلي‏ إِبْراهيمَ رَبُّهُ بِكَلِماتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قالَ إِنِّي جاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِماماً قالَ وَ مِنْ ذُرِّيَّتي‏ قالَ لا يَنالُ عَهْدِي الظَّالِمينَ}[2]
    [ياد کړه هغه وخت] کله چې خدای ابراهيم په بيلا بيلو وسيلو سره وازمويه نو هغه په ښې طريقه دا ازموينې پوره کړې. خدای هغه ته وفرمايل: ته مې د خلکو لپاره امام او مشر جوړ کړې، ابراهيم ورته وويل: زما له نسله به هم (امامان وګرځوې) خدای وفرمايل: زمان دا عهد ظالمانو ته نه رسي (او ستا په اولاد کښې به امامت يوازې هغه کسانو ته رسي چې پاک او معصوم وي اود دې مقام وړ وي)[3]

    دا ايت په دې طريقه دلالت کوي چې د حضرت ابراهيم(ع) ژوند له لويو ازميښتونو سره مخامخ و چې دا ايت يې په دې ازميښتونو کښې د بريالي توب وخت بيانوي. هغه ازميښت چې د ابراهيم لوړاوې او مقام يې په بشپړه توګه ثابت او د هغه ارزښت يې څرګند کړ. هغه حضرت چې کله په دې ازميښتونو کښې بريالې شو، نو خدای پاک بايد هغه ته انعام ورکړي، نو ويې فرمايل: “ما ته د خلکو لپاره امام او مشر جوړ کړې” د ابراهيم(ع) ازميښتونه دا وو:

    1. د ابراهيم(ع) له خوا خپل زوې د قربانۍ لپاره بوتلل او هغه په رښتيا د خدای په اطاعت کښې د قربانې لپاره تيارول او د شيطان وسوسه کول، چې هيڅکله يې ابراهيم له خپلې ارادې ايسار نه کړ.

    2. خپل ښځه او بچې د مکې وچې او غير ابادې زمکې ته بوتلل، په داسې ځای کښې چې يو کس هم نه اوسيده، خو ابراهيم بيا هم د خدای د حکم د منلو لپاره دا کار وکړ.

    3. د بابل د بت برستو په وړاندې د هغه ودريدل او د بتانو ماتول او له تاريخي محاکمې سره په ميړنتيا سره مقابله کول.

    4.  په اور کښې اچول کيدل چې په دوي کښې هر يو لوی او ګران ازميښت و، خو هغه د خپل ايمان په طاقت په هغه ټولو ازميښتونو کښې بريالې شو او دا يې ثابته کړه چې د امامت د مقام وړتيا لري.

    په کوم ايت کښې چې بحث شورو دے له هغې په لنډه توګه داسې پوهيږو: د امامت هغه مقام چې ابراهيم عليه السلام ته په ټولو ازموينو کښې له بريالۍ وروسته ورکړې شوې و، د نبوت او رسالت له مقامه لوړ و. د امامت مقام هغه مقام دے چې له دې لوړ دے او حتی له نبوت او رسالته هم لوړ دے، او دا هماغه مقام دے چې ابراهيم عليه السلام ته له ازموينې ورکړې شو. او له ايته دا ګټه هم اخستې شو چې امام (د خلکو د ژوند په ټولو اړخونو کښې معصوم لارښود) بايد د خدای له اړخه وټاکل شي ځکه چې:

    اول: امامت يو خدايي عهد او تړون دے او دا څرګنده ده چې خدای بايد داسې کس وټاکي چې له هغه سره يې تړون وي.

    دويم: هغه کسان چې زياتې يې کړې دے او د هغوي په ژوند کښې توره مخينه موجوده ده، که هغه په ځان باندې ظلم وي يا په بل چا او تر دې چې يو ګړۍ يې هم بت پالي کړې وي، هغه د امامت وړتيا نه لري او په اصطلاح کښې بايد ووايو چې امام بايد په خپل ټول عمر کښې معصوم وي.

    ايا بې له خدايه يې بل څوک له دې صفتونو خبريدې شي؟ او که په دې تله مونږ د پيغمبر(ص) ځای ناستې وټاکو، نو بې له اميرالمؤمنين علي عليه السلامه بل څوک نه شي کيدې[4]؛ ځکه چې امام علي عليه السلام د خدای له خوا ټاکلې شوې امام دے. نو له همدې سببه له ټولو مخلوقاتو چې نبيان دي هم پکښې دي لوړ دے.
    ب) د مباهله ايت

    {فَمَنْ حَاجَّكَ فيهِ مِنْ بَعْدِ ما جاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعالَوْا نَدْعُ أَبْناءَنا وَ أَبْناءَكُمْ وَ نِساءَنا وَ نِساءَكُمْ وَ أَنْفُسَنا وَ أَنْفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَي الْكاذِبينَ}[5]

    نو څوک چې له تا سره په دې مسئله کښې تا ته د علم له راتللو نه پس هم، بحث (جګړه) وکړي نو ووايه: راشئ مونږ خپل زامن او تاسو خپل زامن، مونږ خپلې ښځې او تاسو خپلې ښځې مونږ خپل نفسونه (چې زمونږ د ځان په ځاي دي) او تاسو خپل نفسونه، راوبولو بيا (خداي ته) دعا او زاري وکړو او په دروغجنو به د خدای لعنت وکړو
    د دليل سبب

    د (أَنْفُسَنا)ټکي مطلب يوازې حضرت علي عليه السلام دےاو جايزه نه ده چې مطلب يې په خپله پيغمبر(ص) وي؛ ځکه چې هغه حضرت په خپله د مباهلې بلونکې و. نو دې ته په پام سره جايزه نه ده چې انسان په خپله ځان ته بلنه ورکړي، بلکې د بلنې مطلب دا دے چې بايد نورو ته بلنه ورکړي[6] پر دې اساس اول دا چې: امام علي(ع) د پيغمبر(ص) ځان دے. دويم دا چې پيغمبر(ص) له ټولو نبيانو افضل دے. دريم دا چې: امام علي(ع) له نبيانو افضل دے. څلورم دا چي: ټول امامان له نبيانو بې زمونږ له نبي افضل دي او کله چې قولونه بيانيږي نو معلومه به شي چې دا ايت څه رنګ دلالت کوي چې حضرت علي(ع) بې زمونږ له نبي په ټولو نبيانو لوړاوې لري او کله چې د حضرت علي عليه السلام لوړاوي ثابت شو نو د نورو امامانو لوړاوې په خپله ثابتيږي د شيعه ډېرو عالمانو دا ايت په دې طريقه تحليل کړےدے.
    2. روايي دليلونه

    ځينې هغه روايتونه چې هغه په خليفه ګانو حتی په نبيانو او نورو خلکو باندې د اميرالمؤمنين  علی(ع) لوړاوې ښيي، ډېرې هغه خبرې او حديثونه دي چې عالمانو ورسره د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره دليل راوړےدے؛ لکه د منزلت حديث، ولايت، اخوت، محبت، وصيت، د مارغه د سور کيدو، ژمنې او نور… حديثونه چې دلته يې يوازې دوه بيلګې بيانوو.
    الف) لومړۍ برخه په خلکو باندې د امام علي عليه السلام د لوړاوي دليلونه

    اول: د مارغه حديث

    «رَوَي أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ قَالَ أُهْدِيَ لِرَسُولِ اللَّهِ| طَيْرٌ فَقَالَ اللَّهُمَّ ائْتِنِي بِأَحَبِّ خَلْقِكَ إِلَيْكَ يَأْكُلُ مَعِي مِنْ هَذَا الطَّيْرِ‏»[7] علامه حلي ليکي: دا روايت له هغه روايتونو دے چې د تواتر حد ته رسي او د خاصه او عامه (شيعه او سني) تر مينځ مشهور دے. انس بن مالک وويل: يو سور کړې مارغه چا پيغمبر(ص) ته ډالۍ کړه، هغه حضرت لاس په دعا شو او ويې فرمايل: خدايه ماته هغه څوک راوله چې ستا تر ټولو زيات خوښ وي چې ماسره دا سور کړې مارغه وخوري انس چې پوهيده چې د پيغمبر(ص) دعا ضرور قبليږي وايي: په زړه کښې مې دا خواهش و چې هغه کس له انصارو وي، له همدې سببه مې وويل: خدايه دا کس له انصارو وګرځوه! خو د پيغمبر(ص) دعا سره سم حضرت علي عليه السلام راغےاو د ننوتلو اجازت يې وغوښته، ومې ويل د خدای رسول(ص) په څه کار بوخت دے هغه ستون شه او لږ وخت وروسته بيا راغے. دې ځل مې بيا ورته هماغه  خبره وکړه او ومې ويل: د خدای رسول(ص) په څه کار بوخت دے. په دريم ځل چې هغه راغے، د خدای رسول(ص) وفرمايل: ور خلاص کړه. ور مې خلاص کړ. علي(ع) راغے. د خدای رسول وپوښتل: انس سره ستا خبره څه وه؟ ويې ويل: اےد خدای رسوله! دا دريم ځل دے چې د راتلو په غرض ستا د کور تر وره راغلم خو انس هر ځل ويل چې د خدای رسول په څه کار بوخت دے او له راننوتلو يې منعې کړم.

    پيغمبر(ص) زۀ وغوښتم: د دې منعې کولو سبب يې له ما وپوښته چې د هغه له ننوتلو دې ولې منعه وکړه؟ ومې ويل: اےد خدای رسوله! ځکه چې ستا دعا مې اوريدلې وه او پوهيدم چې ستا دعا قبليږي، نو دا مې خوښه وه چې د خدای هغه محبوب بنده زمونږ له قبيلې او انصارو وي. د خدای رسول(ص) وفرمايل: «إِنَّ الرَّجُلَ قَدْ يُحِبُّ قَوْمَهُ إِنَّ الرَّجُلَ يُحِبُّ قَوْمُه»‏ هو! هر کس خپلو خپلوانو ته خوږ وي او دا خبره يې بيا ځلې وکړه.

    له دې روايته پوهيږو چې حضرت علي(ع) د خدای له ټولو خوښ بنده دے او د هغې لاندينۍ برخه په دې دلالت کوي چې پيغمبر(ص) هم لکه د نورو خلکو له خپلوانو سره مينه لري. نو کله چې يو کس خدای او رسول ته خوښ وي نو دا منلې شوې خبره ده چې له ټولو انسانانو او له تيرو نبيانو به لوړ وي.

    په متواتره توګه د خدای له علي(ع) نقل شوي دي چې همدا خبر يې د شورا په ورځ چې په خپل کور کښې يې ورونه بند وو او عمر وفات شوې و، په خپل فضيلت کښې د دليل په توګه بيان کړې و او فرمايل يې:

    أَنْشُدُكُمْ بِاللَّهِ هَلْ فِيكُمْ أَحَدٌ قَالَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ| اللَّهُمَّ ائْتِنِي بِأَحَبِّ خَلْقِكَ إِلَيْكَ يَأْكُلْ مِعَي مِنْ هَذَا الطَّائِرِ فَجَاءَ أَحَدٌ غَيْرِي فَقَالُوا اللَّهُمَّ لَا فَقَالَ اللَّهُمَّ اشْهَدْ

    ستاسو دې په خدای قسم وي ايا ستاسو تر مينځ داسې څوک شته چې د هغه په هکله د خدای رسول فرمايلي وي، خدايه ستا تر ټولو خوږ بنده ماته راوله چې ما سره دا سور کړې مارغه وخوري. ايا بې له ما بل څوک راغلل. ټولو وويل: مونږ خدای شاهد نيسو چې نه. ويې فرمايل: خدايه ته ګواه اوسه چې ټولو حاضرانو د دې خبرې په رښتياوالي اعتراف وکړ.

    او علي(ع) هيڅ کله په باطلو باندې استدلال نه کوي.[8] د هغه حضرت له دليله دا معلوميږي چې د ضرورت په وخت په هغوي د پيغمبر(ص) په خبرو دليل راوړه.

    دوم:‌ د محبت حديث

    «قَالَ رَسُولُ اللَّهِ| وَ الَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لأُعْطِيَنَّ الرَّايَةَ رَجُلاً يُحِبُّ اللَّهَ وَ رَسُولَهُ وَ يُحِبُّهُ اللَّهُ وَ رَسُولُهُ لَيْسَ بِفَرَّارٍ يَفْتَحُ اللَّهُ عَلَي يَدِهِ وَ أَرْسَلَ إِلَيَّ وَ أَنَا أَرْمَدُ وَ تَفَلَ فِي عَيْنِي وَ قَالَ اللَّهُمَّ اكْفِهِ أَذَي الْحَرِّ وَ الْبَرْدِ فَمَا وَجَدْتُ بَعْدَهُ حَرّاً وَ لا بَرْداً»[9] قسم په خدای بيرغ به د هغه چا په لاس کښې ورکوم چې خدای او رسول يې خوښ دي او د خدای او د هغه د رسول هغه خوښ دے. هغه هيڅ کله له جنګه نه تښتي. خدای پاک به د يهوديانو دا قلا د هغه په لاس خلاصوي  او يو کس يې په ما پسې راوليږۀ او زما په سترګو درد و او د خپلې خُلې مبارکې لاړې يې زما په سترګو ومږلې او ويې فرمايل: خدايه هغه د ګرمۍ او ساړه له ازاره ساته. له دې وروسته هيڅکله ګرمۍ او ساړه نه يم ازار کړې او د سترګو په درد نه يم اخته شوې.

    په ځينو روايتونو کښې د سبا ټکې راغلےدے دا په داسې حال کښې دي چې له ابوبکر وروسته يې عمر د خيبر قلا د فتحې لپاره ليږلےو. کله چې هغه هم بريالې نه شو او وتښتيد، نو هغه حضرت دا ژمنه وکړه.

    ابن هشام دا حديث د حضرت علي(ع) په فضيلت کښې نقلوي او ليکي:

    سلمة بن عمرو اكوع وويل: يوه ورځ د خدای رسول د جنګ بيرغ چې سپين بيرغ و د ابوبکر په لاس کښې ورکړ او هغه يې د خيبر د قلا د فتحې لپاره وليږۀ، خو هغه څه ونه کړې شو او قلا يې فتح نه کړه او بيرته راستون شو. د خدای رسول وفرمايل: سبا به بيرغ د هغه چا په لاس کښې ورکوم چې له خدای او د هغه رسول سره مينه لري او خدای او د هغه رسول له هغه سره مينه لري هغه به دا قلا فتح کوي او هيڅ کله (د دښمن په وړاندې) نه تښتي (او کله چې بله ورځ شوه) حضرت علی يې راوباله، علی(ع) په هغه ورځ د سترګو درد درلود پيغمبر(ص) ورباندې د خپلې مبارکې خُلې اوبه ومږلې او بيا يې وفرمايل: «خُذْ هَذِهِ الرَّايَةَ فَامْضِ بِهَا حَتَّي يَفْتَحَ اللَّهُ عَلَيْك» دا بيرغ ونيسه او وړاندې لاړ شه چې خدای درته قلا خلاصه کړي.[10]

    پر دې اساس د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره دا رنګ استدلال کولې شو: امام علی(ع) د خدای له ټولو زيات خوښ کس دے، د خدای له ټولو زيات خوښ په خلکو کښې له ټولو لوړ بنده دے، نو امام علی(ع) له ټولو لوړ بنده ده او دې ته په پام چې امامان(ع) ټول له يوۀ نوره دي نو امامان هم تر ټولو له لوړو بندګانو دي.
    ب) دويمه برخه: په خلکو باندې د نورو امامانو(ع) د لوړاوي دليلونه

    په دې بله برخه کښې، هغه حديثونه دي چې په خلکو، بې زمونږ له رسوله(ص) د نورو امامانو لوړاوې بيانوي.

    علامه مجلسي په بحار الانوار 26ټوک، 6باب، 267مخ، کښې “د امامانو لوړاوې، په نبيانو، په ټولو خلکو، له پرښتو د هغو لپاره ژمنه اخستل او دا چې ټول خلک او اولوالعزم پيغمبران دې درجې ته ونه رسيدل مګر د هغوي د مينې په واسطه، 88 روايتونه يې نقل کړي دي چې دلته يې يو څو روايتونو باندې بسنه کوو.

    1. په عيون اخبار الرضا کښې راغلي دي چې امام رضا(ع) له خپلو پلار نيکونو نقل کړي چې له پيغمبر(ص) نقلوي: «اےعلی ته او ستا بچي د خدای خوښ کړي مخلوق يئ،أَنْتَ يَا عَلِيُّ وَ وُلْدُكَ خِيَرَةُ اللَّهِ مِنْ خَلْقِه».‏[11]

    2. په خصا کتاب کښې لولو چې جعفر بن محمد له خپل پلاره او هغوي له خپلو پلار نيکونو له علی عليه السلام او هغوي له پيغمبر(ص) نقلوي ، چې ويې فرمايل:

    اے علی خدای پاک دنيا ته پام وکړاو د جهان په ټولو سړيو کښې يې زۀ خوښ کړم، د دويم ځل لپاره يې بيا پام وکړ او ته يې د ټول جهان په سړيو کښې خوښ کړې، د دريم ځل لپاره يې پام وکړ، د جهان په سړيو کښې يې امامان خوښ کړل، د څلورم ځل لپاره يې پام وکړ، فاطمه زهرا سلام الله عليها يې د ټول جهان په ښځو کښې خوښه کړه.

    يَا عَلِيُّ إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَ جَلَّ أَشْرَفَ عَلَي الدُّنْيَا فَاخْتَارَنِي مِنْهَا عَلَي ‏رِجَالِ الْعَالَمِينَ ثُمَّ اطَّلَعَ الثَّانِيَةَ فَاخْتَارَكَ عَلَي رِجَالِ الْعَالَمِينَ بَعْدِي ثُمَّ اطَّلَعَ الثَّالِثَةَ فَاخْتَارَ الْأَئِمَّةَ مِنْ وُلْدِكَ عَلَي رِجَالِ الْعَالَمِينَ بَعْدَكَ ثُمَّ اطَّلَعَ الرَّابِعَةَ فَاخْتَارَ فَاطِمَةَ عَلَي نِسَاءِ الْعَالَمِينَ»‏[12]

    3. حضرت امام رضا عليه السلام له خپل پلار نيکونو له پيغمبره(ص) نقلوي: “حسن او حسين له ما وروسته او له خپل مور پلار وروسته په ځمکه کښې تر ټولو غوره کسان دي او د هغوي مور د دنيا په مخ تر ټولو غوره ښځه ده؛الْحَسَنُ وَ الْحُسَيْنُ خَيْرُ أَهْلِ الْأَرْضِ بَعْدِي وَ بَعْدَ أَبِيهِمَا وَ أُمُّهُمَا أَفْضَلُ نِسَاءِ أَهْلِ الْأَرْض‏.[13]

    4. په هغه تفسير کښې امام حسن عسکري(ع) ته يې نسبت ورکړےشوےدے راغلي دي چې حضرت موسی(ع) خدای ته وويل:

    خدايه! که محمد ستا په نزد تر ټولو نړيوالو نزدې دے، نو د پيغمبر(ص) په زوزاد کښې زما له زوزاده زيات څوک نزدې شته؟ خدای پاک وفرمايل: موسی! ولې تا ته پته نشته چې د پيغمبر(ص) د ال لوړاوې د ټولو پيغمبرانو په ال باندې داسې دےلکه د محمد لوړاوې په ټولو پيغمبرانو باندې؟

    يَا رَبِّ فَإِنْ كَانَ مُحَمَّدٌ أَكْرَمَ عِنْدَكَ مِنْ جَمِيعِ خَلْقِكَ فَهَلْ فِي آلِ الْأَنْبِيَاءِ أَكْرَمُ مِنْ آلِي قَالَ اللَّهُ جَلَّ جَلَالُهُ يَا مُوسَي أَ مَا عَلِمْتَ أَنَّ فَضْلَ آلِ مُحَمَّدٍ عَلَي جَمِيعِ آلِ النَّبِيِّينَ كَفَضْلِ مُحَمَّدٍ عَلَي جَمِيعِ الْمُرْسَلِين[14]

    5. حذيفة بن اسيد په يوه روايت کښې وايي:

    پيغمبر(ص) وفرمايل: د يوۀ پيغمبر پيغمبري په اظله عالم کښې نه ده بشپړه شوې مګر دا چې هغه ته وړاندې شوې ده او زما ولايت او زما د اهلبيتو ولايت او د هغوي تمثال د پيغمبرانو لپاره مجسم شوي دي او هغوي د هغوي په ولايت او اطاعت اقرار کړې دے.

    مَا تَكَامَلَتِ النُّبُوَّةُ لِنَبِيٍّ فِي الْأَظِلَّةِ حَتَّي عُرِضَتْ عَلَيْهِ وَلايَتِي وَ وَلايَةُ أَهْلِ بَيْتِي وَ مَثُلُوا لَهُ فَأَقَرُّوا بِطَاعَتِهِمْ وَ وَلايَتِهِم

    همدارنګ عبد الاعلي په يوه روايت کښې وايي: امام صادق(ع) وفرمايل: “يو پيغمبر هم د پيغمبرۍ مقام ته نه دےرسيدلے، مګر زمونږ د حق په پيژندګلو او په نورو باندې د زمونږ د لوړاوي په پيژندګلو؛ مَا نُبِّئَ نَبِيٌّ قَطُّ إِلَّا بِمَعْرِفَةِ حَقِّنَا وَ بِفَضْلِنَا عَلَي مَنْ سِوَانَا[15]
    کوم څه چې بيان شو، دا له هغه څه يوه ذره دي چې شيعو په خپلو کتابونو کښې نقل کړي دي او څوک چې يې کتل غواړي نو اصلي سرچينو ته دې رجوع وکړي.  نو د دا رنګ دليلونو په سبب شيعه امامان په نبيانو لوړ ګڼي.
    3. په نبيانو باندې د امامانو د لوړاوي په هکله د عالمانو ليدتوګې
    الف) د علامه حلي نظر

    علامه حلي په كشف المراد کښې ليکي:

    ټول روحي او بدني کمالونه په دوي کښې په هر يو کښې موجود دي او په دوي کښې هر يو لکه څه رنګ چې په خپله کامل دي،  د نورو هم کمال ته رسوونکي دي. او دا دلالت کوي په دې چې په دوي کښې هر يو په ټولو باندې د مشرۍ وړ دے؛ ځکه په دوي کښې هر يو په خپل وخت کښې په نورو ټولو باندې فضيلت لري، او د عقل په حکم مفضول په فاضل باندې وړاندې کول بد دي.[16]

    نو د دې دليل چې امامان بايد په نورو خلکو په حکومت او مشرۍ کښې وړاندې وي، هماغه دے چې دوي په خپل وخت کښې په نورو فضيلت لري او د هغوي په وخت کښې له هغوي سره برابري منتفي ده.
    ب) د نراقي ليدتوګه

    د انيس المؤحدين ليکوال، د امامت په برخه کښې، د امامانو د افضليت قايل شوےدے او ليکلي يې دي چې د دوي د امامت ثابتيدل له هر يوۀ څيز زياته روښانه ده. که هغه د حديثونو او نصوصو له مخې وي چې د فريقينو په واسطه نقل شوي دي او که د هغو د عصمت له مخې وي او د هغوي افضليت که د کرامتونو د څرګنديدو له مخې وي. په هغه ځای کښې چې د افضليت له مخې د امامانو د امامت د ثابتولو په برخې کښې ليکي: “او د افضليت له لارې معلومه ده چې په دوي کښې هر يو په خپله زمانه کښې، د خپلې زمانې په ټولو خلکو افضل وو او په دې معنې باندې ټول مسلمانان يوه خُله دي او څوک يې انکار نه کوي چې څه دليل ته اړتيا ولري”.[17]
    ج) په احتجاج کتاب کښې د احمد طبرسي ليدتوګه

    د «رساله باهره در فضل عترت طاهره» ليکوال وايي: «أَنَّ الْمَعْرِفَةَ بِهِمْ كَالْمَعْرِفَةِ بِهِ تَعَالَي فِي أَنَّهَا إِيمَانٌ وَ إِسْلامٌ وَ أَنَّ الْجَهْلَ بِهِمْ وَ الشَّكَّ فِيهِمْ كَالْجَهْلِ بِهِ وَ الشَّكِّ فِيهِ فِي أَنَّهُ كُفْرُ وَ خُرُوجٌ مِنَ الْإِيمَانِ»له هغه مطلبونو چې په خلکو باندې د امامانو لوړاوې بيانوي دا دے چې په حقيقت کښې خدای زۀ هدايت کړې يم په دې چې د هغوي پيژندګلو د خدای پاک د پيژندګلو په شان ده، ځکه چې پيژندګلو د ايمان او اسلام له پيژندګلو عبارت دے او دا چې له هغوي جاهلول او د هغوي په هکله ترديد کول داسې دےلکه د خدای په هکله جهل او ترديد دے؛ ځکه چې دا جهل کفر او له ايمانه خارجيدو ته رسي. بيا يې د ټولو شيعو او سنيانو په اجماع سره دليل راوړےدے چې د هغوي افضليت ورسره ثابتوي او وايي: بې له شافعي مذهبو هيڅوک د دې خبرې منکر نه دي او وړاندې وايي خدای پاک ټولو زړونو ته الهام کړےدے او د هغوي د مقام لوړاوي او جلال او مرتبه يې د ټولو په روحونو کښې (سره د عقيدې او مذهب د اختلافه) اچولے دے.[18] د امامانو پيژندګلو د خدای د پيژندګلو په شان ده، خو د نبيانو پيژندګلو داسې نه ده، نو له دې روښانيږي چې امامان په نبيانو لوړاوي لري.
    د) په بحار کښې د علامه مجلسي ليدتوګه

    په بحار کښې، په ټولو خلکو او نبيانو باندې د امامانو لوړاوې او دا چې د هغوي لپاره يې له ټولو خلکو، ملائيکو او اولوالعزم پيغمبرانو (چې دې مرتبې ته نه دي رسيدلي مګر د هغوي په محبت سره) ژمنه اخستې ده، راغلي دي:

    قَالَ مُوسَي يَا رَبِّ اجْعَلْنِي مِنْ أُمَّتِهِ فَقَالَ لَهُ يَا مُوسَي أَنْتَ مِنْ أُمَّتِهِ إِذَا عَرَفْتَ مَنْزِلَتَهُ وَ مَنْزِلَةَ أَهْلِ بَيْتِهِ إِنَّ مَثَلَهُ وَ مَثَلَ أَهْلِ بَيْتِهِ فِيمَنْ خَلَقْتُ كَمَثَلِ الْفِرْدَوْسِ فِي الْجِنَانِ لَا يَنْتَشِرُ وَرَقُهَا وَ لا يَتَغَيَّرُ طَعْمُهَا فَمَنْ عَرَفَهُمْ وَ عَرَفَ حَقَّهُمْ جَعَلْتُ لَهُ عِنْدَ الْجَهْلِ عِلْماً وَ عِنْدَ الظُّلْمَةِ نُوراً أُجِيبُهُ قَبْلَ أَنْ يَدْعُوَنِي وَ أُعْطِيَهُ قَبْلَ أَنْ يَسْأَلَنِي‏[19]

    حفص له امام صادق عليه السلامه نقلوي:

    حضرت موسي وفرمايل: خدايه ما د محمد(ص) له امته وګرځوه! خدای پاک وفرمايل: ته د هغه له امته يې کله چې د هغه او د هغه د کورنۍ مقام او منزلت وپيژنې؛ ځکه چې په مخلوقاتو کښې د هغه او د هغه د کورنۍ مثال داسې دےلکه فردوس چې د بهشت په نسبت وي چې د ونو پاڼې يې نه غورځيږي او خوند يې نه بدليږي، څوک چې د هغوي له مقام او حقه خبر وي، نو د نه پوهيدو په وخت يې لارښود يو او په تيارو کښې ورته رڼا ورکوو؛ وړاندې له دې چې وغواړي غوښتې يې پوره کوو او هغه ته عطا کوو له دې وړاندې چې وغواړي.

    هـ) په شواهد التنزيل کښې د حسكاني ليدتوګه
    حسكاني په شواهد التنزيل کښې ليکي: جابر بن عبد اللّه انصاري وايي پيغمبر(ص) فرمايي:
    انّ اللّه جعل عليّاً و زوجته و ابنائه حجج اللّه علي خلقه و هم ابواب العلم في امّتي من اهتدي بهم هدي الي صراط مستقيم‏[20]
    خدای پاک علی عليه السلام او د هغه ښځه او بچي په خلکو باندې خپل حجت ګرځولي دي او هغوي د امت لپاره د علم دروازې دي. څوک چې د هغوي په واسطه د هدايت په لټه کښې وي نو نيغې لارې ته هدايتيږي.
    دا روايت چې د اهل سنتو په يو مهم کتاب کښې راغلےدے، ډېر په روښانه توګه زمونږ په دعوې يعنې په خلکو باندې د امامانو په لوړاوي باندې دلالت کوي، ځکه چې هغوي په خلکو باندې د خدای حجت دي.

    لنډيز

    عالمانو په نبيانو باندې د امامانو د فضيلت لپاره ډېر ايتونه راوړي دي او د ابراهيم د امامت ايت او د مباهلې ايت له ټولو زيات روښانه دي؟ همدارنګ پيغمبر(ص) په بيلا بيلو ځايونو کښې د اميرالمؤمنين صفتونه بيان کړي دي او په ډېرو روايتونو کښې يې هغه حضرت د حق او د عملونو تله، د خدای له ټولو خوښ او له ټولو اصحابو زيات فضيلت لروونکې ښودلےدے، همدارنګ په بيلا بيلو روايتونو کښې چې زمونږ په کتابونو کښې له پيغمبر(ص) موجود دي داسې ټکي شته دي چې د امامانو لوړاوي په ښه طريقه ثابتوي. شيعو عالمانو هم دغو ايتونو او روايتونو ته په پام سره چې ځينې يې د اهل سنتو په کتابونو کښې هم موجود دي، دا خپله ذمه واري ګڼلې ده چې په تفصيل سره د هغه حضرت د شخصيت په هکله خبرې وکړي او د هغوي ځلانده څيره راتلونکيو ته وښايي. په دې هکله ډېر بحثونه د کلام په کتابونو کښې ليکل شوي دي او دا رنګ موضوعات په کښې په ښه طريقه روښانه شوي دي.

    د لا زياتې مطالعې لپاره سرچينې

    1. محمد جواد نجفي خميني، تفسير آسان، ، اسلاميه خپرندويه، تهران. (فارسي)، ‏2ټوک، لومړې چاپ، 1398 هـ ق
    2. شيخ طبرسي، إعلام الوري بأعلام الهدي، اسلاميه خپرندويه، تهران.(ترجمه فارسي) ، دريم چاپ، 1390 هـ ق
    3. شيخ مفيد، تفضيل أميرالمؤمنين(ع)، شيخ مفيد نړيوال سمينار خپرندويه، قم، 1413هـق.‏
    4. موسي خسروي، بخش امامت- د بحار‌الانوار د اووم ټوک ژباړه، اسلاميه خپرندويه تهران، ‏دويم چاپ، ‏1363هـ‌ ش‏.
    5. محمد مهدي نراقي، شهاب ثاقب در امامت، د نراقيين د درناوي سمينار،1380.

    وروستے حديث

    پيغمبر(ص) په يو حديث کښې اميرالمؤمنين ته وفرمايل: اے علي درې بيلګې د ايمان حقيقت دي: په تنګلاسۍ کښې بخښنه، له خپلې خوا خلکو ته انصاف ورکول او علم غواړي ته علم وربخښل.[21]

    [1]. ابن ابي الحديد معتزلي، شرح نهج البلاغة، د آية الله مرعشي كتابتون خپرندويه قم، چاپ 1404 هـ ق،20ټوک، 221مخ، «و القول بالتفضيل قول قديم قد قال به كثير من الصحابة و التابعين»
    [2]. البقره،124آيهْ.
    [3].د  آيتونو ترجمه، د آية الله ناصر مكارم شيرازي له ترجمې راخستې شوي دي.
    [4]. تفسير نمونه، 1ټوک‏، 444مخ.
    [5]. آل‏عمران، 61آيهْ.
    [6]. محمد جواد نجفي خميني، تفسير آسان، اول چاپ، 1398 هـ ق، اسلاميه خپرندويه، تهران،2ټوک‏، 309مخ.
    [7]. علامه حلي، كشف اليقين في فضائل أمير المؤمنين(ع)، اول چاپ، 1411هـ ق، د ارشاد د وزارت خپرندويه، تهران، 289مخ.
    [8]. شيخ مفيد، ‏الفصول المختارة، اول چاپ، 1413 هـ ق، د شيخ مفيد سمينار خپرندويه، قم 97مخ، ‏
    [9] . شيخ طبرسي، إعلام الوري بأعلام الهدي، دريم چاپ 1390 هـ ق، اسلاميه خپرندويه، تهران، 185مخ.
    [10]. عبدالملك بن هشام الحميري المعافري، السيرة النبوية، تحقيق مصطفي السقا و ابراهيم الأبياري و عبد الحفيظ شلبي، بيروت، دار المعرفة، بي تا،2ټوک‏، 334مخ.
    [11]. شيخ صدوق، عيون أخبار الرضا، جهان خپرندويه، 1378 هـ ق،2ټوک‏، 58مخ، 218حديث.
    [12]. شيخ صدوق، الخصال، جامعه مدرسين خپرندويه قم، چاپ کال‏1403 هـ ق،1ټوک، 96مخ.
    [13]. عيون اخبار الرضا(ع)، وړاندينې، 222مخ.
    [14]. امام حسن عسكري(ع)، تفسير امام عسكري(ع)، مدرسه امام مهدي(عج) خپرندويه قم، چاپ کال 1409 هـ ق، 11مخ.
    [15]. محمد بن حسن بن فروخ صفار، بصائر الدرجات، د آية الله مرعشي د کتابتون خپرندويه قم، 1404 هـ ق، 51مخ.
    [16]. العلامه الحلي، كشف المراد في شرح تجريد العتقاد، جامعه مدرسين حوزه علميه قم، يوولسم چاپ 1427 هـ ق، 540مخ.
    [17]. محمد مهدي نراقي، انيس الموحدين، الزاء خپرندويه، بي ‌جا، اول چاپ، 1363هـ ش، 215 او 220مخونه.
    [18]. احمد بن علي طبرسي، ‏الإحتجاج علي أهل اللجاج، مرتضي خپرندويه، مشهد، اول چاپ، 1403،2ټوک‏، 506مخ،
    [19]. بحار الأنوار، مؤسسة الوفاء بيروت – لبنان، چاپ کال 1404 هـ ق، 2ټوک، 68مخ.
    [20]. عبيد الله بن احمد حسكاني، شواهد التنزيل لقواعد التفضيل، سازمان چاپ او وزارت ارشاد اسلامي خپرندويه، تهران، ‏اول چاپ، 1411 هـ ‏ق،1ټوک‏، 76مخ، 89حديث.
    [21]. بحارالانوار، 74ټوک، 44مخ.