اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. ښاپېرك

    ښاپېرك

    ښاپېرك
    Rate this post

    ښاپېرك
    دا كيسه اليسن كاكس د سوډان له مهاجرو ماشومانو اورېدلې او په انګلېسي يې ليكلې وه. دلته يې تاسې ژباړه لولئ.

    په اوله كې چې دنيا تازه جوړه شوې وه، ټول ژوي يو ځاى اوسېدل. خداى پاك دوى ته وويل چې په دنيا كې خورا ښايسته ځايونه شته. ورشئ، ويې ګورئ، دخپلې خوښې ځاى ومومئ، پكې واړوئ.

    ژوي دوه ډلې شول. حيواناتو جدا او مارغانو جدا د ځاى پلټنه پيل كړه.

    حيواناتو چې د ځان لپاره ځاى خوښ كړ نو فيصله يې وكړه چې په دې خوشحالۍ كې به جشن جوړوي. ښاپېرك د هغوى له جشنه خبر شو، پسې ورغى، د جشن ميدان ته نژدې په يوه ونه كې كېناست.

    حيوانات را ټول وو. ټول خوشحال وو. چا لوبې كولې، چا منډې وهلې، څوك نڅېدل. قسم، قسم خوراكونه پراته وو.

    ښاپېرك له ونې راكوز شو چې د جشن ميدان ته ورشي. د ميدان په دروازه كې زرافه ولاړه وه.

    زرافې ورته وويل: چېرته ځې؟

    ښاپېرك ځواب وركړ: جشن ته.

    زرافې وويل: تا ته اجازه نه شته، ځكه دا يوازې د حيواناتو جشن دى.

    ښاپېرك وويل: زه پاسته وېښتۀ او نري غاښونه لرم او غاښونه او وېښتۀ خو يوازې د حيواناتو وي.

    خو د هغۀ دلايلو ښاپېرك قانع نه كړ. ښاپېرك ورته وويل چې حيوانات وزر نه لري، وزر د مارغانو وي، ته مارغه يې، ته زمونږ جشن ته نه شې راتلى.

    ښاپېرك ورته ډېر شله شو. دومره شله شو چې د زرافې حوصله ورته ختمه شوه، پټكه يې ورباندې وكړه: كه نه ستنېږې نو تر پښو لاندې دې چخڼي كوم.

    ښاپېرك خواركى ووېرېد، ونې ته ستون شو او له هغه ځايه يې جشن ته وكتل. وروسته بيا ژړا ورغله، والوت. سترګې يې له اوښكو ډكې وې، دومره ډكې وې چې لاره يې سمه نه شواى سهي كولى. كله به يوې خوا ته تاو شو، كله بلې خوا ته. فكر يې دومره خراب وو چې نه پوهېدۀ په كومه خوا روان دى. يو ځل به يو دم را كوز شو، بېرته به ناڅاپه پاس والوت. د درېدلو په وخت به سر په څېړۍ شو. سمه درېدا يې هېره شوه.

    مارغانو چې د حيواناتو دجشن خبره واورېده، د خپل جشن د جوړولو فيصله يې وكړه. دوى هم د ځان لپاره يوه سيمه غوره كړې وه. د دې سيمې په يوۀ اوار ځاى كې يې جشن جوړ كړ.

    ښاپېرك ورغى او د جشن ميدان ته نژدې په يوه ونه باندې كېناست.  قسم، قسم مارغان راټول شوي وو. چا سندرې ويلې، چا غومبر وهل، چا له مستۍ وزر ټپول. ډول، ډول خوراكونه قطار وو.

    ښاپېرك له ونې را كوز شو چې په جشن كې شامل شي. هلته په دروازه كې يوه پكه باښه وه، هغې پېره كوله.

    باښې ورته وويل: دا د مارغانو جشن دى، ته مارغۀ نه يې، ته دلته نه شې راتلى.

    ښاپېرك ورته وويل: زه خو وزر لرم، زه ولې په مارغانو كې شامل نه يم؟

    پكې باښې ځواب وركړ: مارغان نه غاښونه لري، نه وېښتۀ او نه   تي او نه شيدې. تا مونږ په خپل جشن كې نه پرېږدو.

    ښاپېرك خواركي په ژړاندو لېمو وزر وټپول او پخپله مخه روان  شو خو دومره خوابدى وو او دومره يې ژړل چې په لاره نېغ نه شوتلاى. تاوېدۀ راتاوېدۀ. سيده تګ او سيده درېدا يې هېر كړل. د درېدا په وخت كې به يې پښې پورته كړې او سر كښته.

    په هغه وخت اوس ډېره زمانه تېره ده. اوس چې ښاپېرك له نورو ژويو بيل ژوند كوي او ماښام راوځي، يعنې هغه مهال چې نور اكثره ژوي  كورونو، ځالو يا غارونو ته ستنېږي، وجه يې هماغه ترخه خاطره ده. ښاپېرك تر ننه پورې سيده نه الوزي او د خوب په وخت كې سر په څېړۍ ځوړند وي. دا هم د هغې پېښې تاثير دى.