اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. ښكلا او بلا

    ښكلا او بلا

    ښكلا او بلا
    Rate this post

    ښكلا او بلا

    ژباړن: اسدالله غضنفر
    ( د ا روپا د خلكو يوه فولكوريكه كيسه )

    وو نه وو يو وخت يو سوداګر د لرې سفر اراده وكړه. د سوداګر درې لوڼې وې. ترتلو دمخه يې دوى  وپوښتلې چې څه سوغات غواړي. مشرۍ لور د زر زري كميس تقاضا وكړه. منځوۍ د ملغلرو امېل وغوښت او كشرۍ چې ښكلا نومېده او تر ګردو ښكلې او مهربانه وه، پلار ته وويل: زۀ  د ګلاب ګل غواړم.

    كله چې  د سوداګر كار ختم شواو له سفره راستنېدۀ، په لاره كې ناڅاپه توفان راګېركړ. باد دومره تېز وو چې د سوداګر اس په ډېر زحمت ګامونه اخيستل. په يخنۍ كې ايسار، ستومانه سوداګر د لارې د سر په هوټل پسې ډېرې سترګې وغړولې خو د شپې دتېرولو لپاره هيڅ ځاى په نظر ورنه غى. د دۀ نهيلي وار په وار زياتېده. دغه وخت يې ناڅاپه د لرې ځنګل په منځ كې  يوه تېزه رڼا وليده. ورتاو شو. ورغى. هلته  د ونو په منځ كې يوه ماڼۍ ولاړه وه چې په رڼا كې لمبېدله.

    دۀ له ځان سره وويل: ګوندې دلته د شپې د تېرولو ځاى پېدا كړم.

    چې ښه نژدې ورغى، كه ګوري چې دروازه پرانيستې ده. نارې يې كړې خو هيڅوك را ښكاره نه شول. توكل يې وكړ، ور دننه شو. د ماڼۍ د منځ په لويه كوټه كې يې د ډوډۍ پر مېز باندې قسماقسم خواړۀ وليدل. سوداګر بيا هم د كور په څښتن پسې اوازونه وكول مګر د هيچا پته ونه لګېده. د سوداګر اشتها  ډېره پارېدلې وه . خوړو ته يې صبر ونه شو. شروع يې ورباندې وكړه.

    دى چې حيرانۍ په مخه كړى وو، له مړېدو وروسته پاس منزل ته وخوت. د خورا شاندارو كوټو او سالونو ورونه دهلېز ته پرانستي وو.سوداګر په لومړۍ كوټه كې چې بخارۍ بله وه او د خوب پاستۀ تخت ورته د خوب بلنه وركوله، سمدستي خوب يووړ. سهار چې له درانۀ خوبه راويښ شو، د تخت څنګ ته يې په مېز باندې مكلفه سهارنۍ وليده . دۀ ډوډۍ وخوړه او ځان يې كوزېدو ته تيار كړچې څوك وويني او د دومره ښې مېلمه پالنې مننه ورنه وكړي. خو د ماسخوتن غوندې يې هيڅوك تر سترګو نه شول.

    تعجب يې وكاوۀ او د باغ په خوا چې هلته يې اس په ونه پورې تړلى وو، لاړ. په باغ كې يې د ګلابو پټي وليدل. له كشرۍ لور سره كړې وعده ورياده شوه. لاس يې ورټيټ كړ چې يو ګل راوښوكوي. دغه وخت ناڅاپه يو ډېر بدرنګى بلا ډوله بنيادم چې خورا ښكلې جامې يې اغوستې وې، را څرګند شو. د بلا ډوله سړي له سرو، قهرجنو لېمو د غضب اورونه بادېدل او په بوږنوونكي غږ يې چيغې وهلې: نمك حرامه، ما د شپې ځاى دركړ، ما ډوډۍ دركړه، ما د خوب لپاره خپل تخت درخوشي كړ، خو ستا مننه همدا وه چې اوس مې له باغه غلا كوې! زۀ  به ستا د دې كار جزا سمدستي دركړم! سمدستي به دې بلې دنيا ته واستوم!

    سوداګر له ډېرې وېرې رېږد اخيستى وو، د بلا پښو ته پرېوت، ورته ويې ويل: ما وبخښه، ما وبخښه، دا ګل مې ولاكه ځان ته پرې كاوۀ، دا مې يوه لور ده، ښكلا، دا مې د هغې لپاره پكار وو، هغې ته مې وعده وركړې وه چې يو ګل به درته سوغات راوړم.

    بلا ډوله بنيادم د سوداګرپه مرۍ ايښې پښه اوچته كړه، ويې ويل: زه به دې له وژلو تېر شم، خو شرط  دا دى چې لور به دې ماته راسپارې، راولې به يې.

    سوداګر د مرګ له ويرې د بلا غوښتنه ومنله او چې په ژړاندو لېمو كور ته ورسېد او لوڼو ته يې كيسه وكړه، نو  ښكلا پلار ته ډاډ وركړ: ګرانه پلاره، ته خوا مه بدوه، تا به نه بې ژمنې كوم چې خداى مكړه ووژل شې، زه حاضره يم بلا ته ورشم.
    ښكلا د بلا ماڼۍ ته واستول شوه. بلا ډوله بنيادم د هغه بل ځل بر عكس بلكل مودب او مهربان وو.

    په اوله كې نجلۍ له بلا ډوله بنيادمه وېرېده، د هغۀ په ليدو به رېږد اخيسته. خو د وخت په تېرېدو سره يې وېره وار په وار كمه شوه. دا به د ماڼۍ په يوه ډېره ښكلې كوټه كې په ساعتونو ساعتونو اور ته ناسته وه، ګلدوزي به يې كوله او دى به هم چېرته نژدې  پټه خوله ناست وو، نجلۍ ته به يې ځير ځير كتل.

    څه موده پس دۀ له ښكلا سره خبرې پيل كړې.  يوه نيمه خبره به يې ورته وكړه. خبرې به يې خوږې وې او ښكلا به ځان ته حيرانه وه چې د دۀ خبرې ولې ورباندې ښې لګېږي.

    شپې ورځې تېرېدلې او ښكلا او بلا په نژدې ملګرو بدلېدل. په دې منځ كې يوه ورځ بلا ډوله بنيادم، ښكلا ته وويل: وادۀ راسره وكړه!

    ښكلا حيرانه شوه چې دۀ ته اوس څه ځواب وركړي. په زړۀ كې ورتېر شول چې له دومره بدرنګي بنيادم سره تر وادۀ كولو خو مرګ بهتره دى.

    خو دې مناسبه ونه بلله چې  خوابدى يې كړي،ځكه هغه ورسره تل سړيتوب كړى وو. دغه راز دا يې هم په نظر كې وو چې د دې او د دې د پلار ژوند د دۀ په لاس كې دى، نو په لړزېدلي غږ يې شروع  وكړه: رښتيا خو دا ده چې د هو ويل راته ډېر سخته دي مګر زۀ د زړۀ له تله غواړم چې …. ) بلا يې خبره ورغوڅه كړه: بس زه پوه شوم، خو بې  غمه اوسه، مه وېرېږه، ستا منفي ځواب نه يم خفه كړى.

    ژوند د پخوا غوندې روان وو. په دې منځ كې يوه ورځ بلا ډوله بنيادم ، ښكلا ته جادويي آيينه وركړه. ښكلا چې هيندارې ته وكتل په هغې كې يې خپله كورنۍ وليده. د جادويي هيندارې همدا كمال وو. ښكلا به نور هيندارې ته كتل او د كور له حاله به خبرېدله.

    يوه ورځ بلا ډوله بنيادم ښكلا وليدله چې هيندارې ته ګوري او ژاړي. بلا د نوركله غوندې په نرمه غاړه وپوښتله: خيريت خو به وي، ولې ژاړې؟

    ښكلا ورته وويل: پلار مې سخت ناروغ دى، مرګيحاله دى. كاشكې مې يو ځل خو ديدن ورسره شوى واى!

    دۀ ځواب وركړ: نه، ته بايد له ماڼۍ ونه وځې.
    او له دې خبرې وروسته يو څه لرې لاړ، بېرته راستون شو، په سامجن غږ يې وويل: كه ته قسم كوې چې په اووۀ ورځې كې راستنېږې، نو اجازه دركوم چې لاړه شې، پلار وګورې.

    دې وويل: قسم مې دى، قسم مې دى، خامخا راستنېږم. خداى دې خوشحاله كړه، څومره دې په دې خبره خوشحاله كړم!

    سوداګر په اصل كې د لور له غمه ناروغ وو چې  د ځنګل د منځ په ماڼۍ كې يې د نظر بندو غوندې وخت تېراوۀ. د لور په ليدو د سوداګر په بدن كې سا وغړېده. مخ په ښه كېدو شو.

    ښكلا به په ساعتونو ساعتونو د پلار څنګ ته ناسته وه، د ماڼۍ كيسې يې ورته كولې او د بلا ډوله بنيادم يې ورته ويل چې مهربان سړى دى.

    ورځې د بريښنا د رڼا غوندې تېرېدلې. سوداګر د ناروغۍ له بستره راپاڅېد. ښكلا له خوشحالۍ په جامو كې نه ځاييده، دې ته يې بلكل پام نه وو چې هغه اووۀ ورځې خو تېرې شوې دي.

    ښكلا  يوه شپه بلا ډوله بنيادم په خوب وليد چې د مرګ په بستر پروت دى، له ډېره درده تاو راتاو كېږي، دې ته زارۍ كوي چې د خداى په لحاظ راشه.

    ښكلا ته خپله وعده ورياده شوه. سمدستي يې په اس پښه واړوله، د ماڼۍ په لور وخوځېده. د ناوخته كېدو وېره ورسره وه، اس ته يې قمچينې وركولې او چيغې يې باندې وهلې چې چټك شي.

    ښكلا چې ماڼۍ ته ورسېده، سمدستي يې په زينو منډه كړه، كوټې يې ټولې وكتلې او نارې يې ډېرې ووهلې خو هغه يې ونه موند. باغ ته لاړه او دى يې دلته وموند چې په ملا كوپ شوى پروت دى، سترګې يې د مړيو غوندې پټې دي. ښكلا ورباندې وغوړېده ، په غېږ كې يې كلك ونيو، ورته ويې ويل: خداى ته وګوره مه مره،مه مره، زما قول دى چې وادۀ درسره كوم.
    د ښكلا په دغو خبرو كې د جادو غوندې اثر وو، د ځناور شكله بنيادم څېره يو دم بدله شوه،  ښايسته زلمى ورنه جوړ شواو په خبرو راغى، ويې ويل: ما د دې شېبې لپاره څومره اوږد انتظار كړى دى. ما خپل غمونه په پټه خوله زغمل. ما خپل دردوونكى راز چا ته نه شواى ويلى. زه يوې بد مرغې جادوګرې د بلا او ځناور په بڼه واړولم او د بېرته سمېدو لاره دا وه چې په همدې خورا وېروونكې بڼه كې يوې پېغلې زړۀ راكړى واى. زما شيرينې، زه به بې حده خوشحاله شم چې ته مې د ژوند ملګرې شې.

    لږ څه وروسته دوى دواړو سره وادۀ وكړ. زلمي خانزاده په ټول باغ كې ګلاب وكرل. دغه ماڼۍ له هغه وروسته تر ننه پورې د ګلابو ماڼۍ په نوم يادېږي.