اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د پيغمبر (ص) روحی او اخلاقی شخصيت د معظم رهبر له نظره

    د پيغمبر (ص) روحی او اخلاقی شخصيت د معظم رهبر له نظره

    د پيغمبر (ص) روحی او اخلاقی شخصيت د معظم رهبر له نظره
    Rate this post

    د اسلام ګران نبی حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم هغو معنوی، نورانی او له غيب سره مربوطې ځانګړتياو او هغه مرتبو او  درجاتو نه علاوه چې زه بنده يې هم له پنژدګولو پاتې يم، د انسانی او بشری شخصيت له لحاظه هم يو خارق العاده، بی ساري او بی مثال شخصيت دے. تاسو د امير المؤمنين حضرت علی عليه السلام په باره زيات څه اوريدلي دي، دومره به بس وي چې عرض وکړم چې د امير المؤمنين حضرت علی عليه السلام ستر او لويې هنر دا و چې هغوي د اسلام ګران نبی حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلمشاګرد او د هغوي پيروکا و. يو داسې لويې شخصيت، چې بي انتها ظرفيت،اخلاق، رفتار او بې ساري کردار سره د خداے پاک له انبياو او اولياو صف په سر کښې وجود لري او مسلمانانو ته پکار دے چې له هغۀ حضرت پيروي او اطاعت وکړي، لکه څرنګ چې قرآن فرمائي: :”و لكم في‌رسول‌الله اسوه حسنه”. يعنی د اسلام خوږ پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم تاسو لپاره يوه بهتره بيلګه ده. پکار دے چې مونږ له هغۀ حضرت پيروي او اطاعت وکړو، خو يوازې د څو رکعتو نمونځ کولو کښې نه ، بلکې په چلند، ګوفتار، معاملات او معشرت کښې هم ترې پيروي وکړو چې هغوي او پيژنو.

    د اسلام ګران نبی حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم د وړوکوالي دوران :

    خداے پاک د هغه بزرګوار روحی او اخلاقی شخصيت په داسې ظرف کښې کرار کړ چې هغه د دې لويې او درون امانت بار په خپلو اږو اخيستلې شي. غواړم چې په اجمالی توګه د اسلام ګران نبی حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم د وړوکوالي دوران ته د ستاسو قدرمنو پام وګرځم. د يو روايت مطابق د هغه حضرت پلار بزرګوار له هغوي له زکوړي او پيدايښت نه څو مياشتې وړاندې له دنيا سترګې پټې کړي وې او يو بل روايت مطابق د هغه حضرت پلار بزرګوار د هغوي له پيدايښت نه څو مياشتې وړاندې له دنيا کوچ کړې و، او د خپل پلار بزرګوار له سورې محروم پاتې شوې و. د عربو هغۀ وختې د شريفوکورينيو دستور په مطابق چې خپل بچي به يې پاکو او اصيلو ښځو(دايڼو) ته روکول چې هغوي د ښار په خواؤ شا په صحراء او د عربو قبيلو په منځ کښې روزنه اوتربيت وشي، هم دغه شان دغه ماشوم هم د بنی اسدو د قبيلې يوې اصيلې او ډيرې پاکې بی بی حليمه سعديه نومي ښځې ته حواله کړې شو، او هغې بزرګوارې هم د اسلام ګران نبی حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم خپلې قبيلې ته بوت او قابو(تقريبا) شپږ کاله يې دې بزرګوار او د لويې شخصيت خاوند ماشوم ته پې ورکړې او د هغۀ روزنه او تربيت يې په ښه ډول وکړ، داسې د اسلام ګران نبی حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم په صحراء کښې تربيت شو. په ځينې وخت کښې به يې دغه ماشوم مور بزرګوارې حضرت بی بی آمنه ته هم بوتلل او هغې به وکتل او بيا به يې واپس راوستۀ. له شپږو کلو پس يې دغه ماشوم مور بزرګوارې حضرت بی بی آمنه ته حواله کړ په داسې حال کښې چې په شپږو کلو کښې دغه ماشوم جسمی او روحی له لحاظه يوه عظيمه او لويه بيلګه وه، او د جسم له لحاظه مزبوت، ښکلا، زړه راښکونکې، کټور او روانی له لحاظه همدرون، صابر،ښۀ ښويه، ښه چلند کونکې او داسې د نورو لوړتياو او د ځانګړتياو( خصوصياتو) خاوند ماشومو. او مور بزرګوارې يې له ځان سره يثرب ته بوتلل چې د خپل پلار بزرګوار حضرت عبدالله د قبر زيارت وکړي. او پس له دې چې کله د خداے ګران نبی حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم مدينې ته تشريف يولو او له هغۀ ځاے سره نيږدې تيردو نو ويې فرمايل: د پلار قبر مې په دې کور کښې دے، او زما ياد دي چې زه به له خپلې مور سره د پلار بزرګوار د قبر زيارت لپاره دلته راتلم . او د راستنيو په ووخت يې د ابواء نومی ځاے مور بزرګواره هم وفات شوه او په ماشومتوب کښې بی پلاره او بی موره پاتې شول. هم دې ترتيب سره د دې ماشوم روحی ظرفيت روزانه او تربيت کيدۀ.

    ام ايمن دغه بزرګوار مدينې منورې ته راوست او حضرت عبد المطلب ته يې وسپارۀ. او حضرت عبد المطلب به ډيرې مينې او مهربانۍ سره د دی ماشوم روزنه او تربيت کو. لکه څنګه چې حضرت عبد المطلب په شعر کښې وائي ‎: چې ما به له هغۀ سره د يوې مور په شانمينه کوله. لکه څرنګ چې دغه سل کلن بوډه چې د قريشو مشر او ډير لوړتياوې او د شرافت خاوند و،همداغسې به يې د خداے ګران نبی حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم پروش په ډيرې مينې او زړه سره کو چې دغه ماشوم مطلقا بی مينې پاتې نه شي لکه چې نه شو. او د حيرانتيې خبره دا ده چې دغه ماشوم دې لپاره چې په ظرفيت او لوړتياوې کښې يې پراختيا راشي ،د مور او پلار نه شونې سختۍ يې وزغملې ، او د ستنې څوکې برابر يې هم د حقارت او د سپکوي ښکارنده (مظاهره )ونه کړه. او حضرت عبد المطلب به د هغه دومره زيات عزت کو چې ټول خلک به ورته حيران وو.

    د تاريخ او د حديث په کتابونو کښې ليکلي دي چې د خداے ګران نبی حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم به حضرت عبد المطلب عليه السلام لپاره د خانه کعبې په خواه کښې يو خاص فرش او ګدۍ وغواړوله او حضرت عبد المطلب عليه السلام به په هغې کيښناستۀ او د هغه زامن او د بنی هاشم ځلمي او ځوانان به ډير عزت او احترام سره د هغوي چار چير کيښنستل. او کله چې حضرت عبد المطلب عليه السلام موجود نه وې او يا په خانه کعبې کښې وې، نو دغه قدرمن ماشوم به لاړ او په هغه ګدۍ به کيښنستل او چې کله حضرت عبد المطلب عليه السلام راغې نو د بنی هاشمو ماشومانو به ورته وويل: چې پاڅه دغه ځاے دې د پلار ځاے دے، خو حضرت عبد المطلب عليه السلام به وايل: چې نه ! د هغوي ځاے همدغه ځاے دے او په همهغه ځاے دې بايد ناست وي، او خپله به په خواه کښې کينستۀ او دغه شريف او د څپڅلې ماشوم به يې په همهغه ځاے کيښنو، او دغه ماشوم د اتو کلو و چې حضرت عبدالمطلب هم له دنيا سترګې پټې کړې . په روايت کښې راغلي دي چې حضرت عبدالمطلب په آخري وخت کښې له خپل ډير زيات شريف او بزرګوار زوې ابو طالب عليه السلام بيعت واخيستۀ، او ورته يې وفرمايل: دهغه ماشوم زه په ته سپارم او پکار دے چې زما غوندې له هغه حمايت وکړې او خيال وساتې.حضرت ابو طالب عليه السلام هم قبوله کړه او ځان سره يې خپل کور ته بوتلل، او له خپل ځان غوندې به يې ورسره مينه کوله او ډير خاص خيال به يې ساتل. حضرت ابو طالب عليه السلام او د هغه پاکه ميرمنه فاطمه بنت اسد، ( د حضرت امير المؤمنين عليه السلام مور) قابو څلويښت کاله د مور او پلار غوندې د له دې لويې او څپڅلي انسان حمايت وکړ او د هغوي مرستيال وو. د خداے خوږ رسول حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم داغسې د خپل ماشومتوب او د ځوانۍ دوران تير کړل.

    دغه د ښو او د لوړو خويو خاوند او يو لويې او بی ساری انسان ډير صبر او زغم سره هغه ستونزي او مشکلات چې په ماشومتوب کښې د يو ماشوم لپاره ممکن دي، سره مخامخ او هغه يې تحمل او وزغمل. او داسې دغو ستونزو د خداے ګران رسول حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم شخصيت کښې لوړتيا او څپڅلتيا راوسته. او په ماشتوب کښې يې په خپلې خواښې سره د حضرات ابوطالب عليه السلام د ګډو د رمې څرولو ذمواري په خپلو اوږو واخسته. او هم دی شان سره يې په خپلې خواښې حضرت ابی طالب عليه السلام سره د تجارت په چارو کښې مشغول شو، او په ماشومتوب کښې به حضرت ابی طالب عليه السلام سره د تجارت لپاره په سفر تلو. اوار اورا د تجارت د هغه سفرونه بيا بيا تکرار شول تر دې چې د ځوانۍ او په څلوښتو کلو کښې له ميرنې خديجه سره د وادۀ او د پغمبرۍ دوران يې راورسيد.

    د انسايت درست او ټول ښه او مثبت خصوصيات په دۀ کامل انسان کښې موجود وو، چې زه يې ترې د اخلاقي ځينوځانګړتياوو او خصوصياتو ته په ډيره لنډه توګه عرض کوم، خو ريښتيا خبره دا ده چې انسان بايد څوڅو ګنهټې د خداے ګران رسول حضرت محمد صلیالله عليه وآله وسلم اخلاقی خصوصياتو په اړه خبرو اترو لپاره خاص کړي. زه يوازې دې عقيده په خاطر چې ليکوالانو او ويناوالو ته مې عملا عرض کړې وې چې د هغه حضرت شخصيت په اړه زيات کار وکړي، څو منټه د ستاسو قدرمنو په خدمت کښې عرض کولو سعادت حاصلو غواړم. البته د خداے ګران رسول حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم اخلاقی خصوصياتو په اړه ډير زيات او مختلف کتابو نه ليکل شوي دي. خو زه دلته د مرحوم آيت الله حاج سيد ابو الفضل موسوی زنجانی له مقالې څخه په لنډه وړاندې کوم.

    د اسلام خوږ پيغمبر (ص) لوړې او ښکلي څيڅلتيې:

    د يو انسان اود هغه اخلاق، او د يو حاکم او هغه اخلاق په توګه د اسلام خوږ پيغمبر (ص) اخلاق په (شخصی اخلاق) او ( حکومتی اخلاق) تقسيم کوو، البته دا هغه صفتونو دي چې د هغه بزګوار په مبارک وجود کښې ډير زيات وو، خو زه يې د ځينو ته اشاره کول غوره بولم. هغه حضرت،امين،ريښتونکې او صابر و.يو داسې توانمن انسان و چې له مظلومانو به يې په هر صورت کښې دفاع کوله. داسې ريښتونکې چې خلکو سره به د هغه حضرت چلند او رفتار د ريښتوالي په بنسټ و. خوش ګفتار و، بدې او چټي خبرې به يې نه کولې.پاک لمن و، او اسلام نه وړاندې د عربو په هغه فاسد ماحول کښې هم، د ځوانۍ په دوران کښې په حيا او عفت مشهور و او ټول په نيزدې د باور او اعتماد وړ و، په ناوړو چارو ککړ شوې نه و. د پاکۍ او د لوړتياوې خاوند و، د پاک او دښکلا لباس، د پاک رفتار او د ګفتار لرونکې و. داسې مړنې چې د دښمن ډير مزبوت او محکم سنګر ته هم په ويره او وار خطائې کښې نه راتلو. تقوا او پرهزګارۍ يې پيشه وه. بخښونکې و، يعنی له چا به يې انتقام نه اخيستۀ او خلک به يې معاف کول. ډير زيات باادب او عزت ناک و، هيڅلکه به يې پښې له چا اړخ ته نه اوږدولې،او هيڅلکه به يې د چا بی عزتی نه کوله. ډير زيات حيادار و. او کله چې به چا د پوهې مطابق څه کار باندې ملامت کو نوله شرمه به يې سترګې ټيټې کړې. ډير زيات مهربان ، بخښونکې او عبادت ګزار و، او دغه ټولې لوړتياوې پکښې له ځوانۍ دوران نه واخلې تر رحلته د شپږ شپيته کلو پورې موجودې وې.

    امين او امانتداری:

    زه دغوخصوصياتو څخه ځينو ته اشاره کول غواړم:

    يو داسې امين انسان و چې امانت داري يې دومره زياته وه چې د جاهلت او د ناپوهې په دوران کښې هم په امين مشهور و، او خلکو به هر ګران بيه امانت له هغه حضرت ته ورکو او ترې به بی غمه وو چې دغه امانت به ورته صحيح او سالم ميلاو شي. تردې چې اسلام ته د بلنه او دعوت کولو وخت راورسيد او د خلکو په زړونو کښې د هغه حضرت د دښمنۍ اور بل شو،خو بيا هم کله چې به دښمنان له چا ته څه ګران بيه امانت ورکول غوښتل،نو رابه غلل او د خداے ګران رسول حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم ته به امانت ورکړ! تاسو به اوريدلي وي چې کله د خداے ګران رسول حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم مدينې ته هجرت کو، نو امير المؤمنين حضرت علی عليه السلام يې د خلکو امانتونو ستانولو لپاره په مکې کښې پريښود. له دې څخه معلوميږي چې د هجرت په وخت کښې هم هغه حضرت سره د خلکو امانتونه موجود وو، هغه هم د مسلمانانو امانتونه نه بلکې د کفارانو او د دښمنانو امانتونه!

    د پيغمبر اکرم (ص) صبر او زغم:

    د پيغمبر اکرم (ص) صبر او زغم دومره زيات و چې هغه څيزونه چې نور خلک به يې له نوم اوريدو سره بی تابی شول، خو هغه حضرت به يې هډو پروه نه کوله. په مکې کښې به ځينه وخت دښمنانو هغۀ حضرت سره ناوړ چلند کول نو حضرت ابوطالب عليه السلام به دومره په غصه شو چې توره به يې راوبسته او له خپلو خدمتګزارو سره ورته لاړ او هغسې کار به ورسره کو،لکه څرنګ چې يې پيغمبر اکرم (ص) سره کړې و، او ورته به يې وويل: چې که دوباره مو په پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم باندې اعتراض وکړو، نو سره به مې له بدنه جدا کړم، خوپيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم به ډير صبر سره دغه سختۍ زغمولې. په يو بل ځاے کښې هغه حضرت ته وويل شو چې ابو جهل خو پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم ډيره سخته بی حرمتي کړي ده، خو پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم چپ شول او د صبر او زغم ښکارنده او مظاهره يې وکړه. يو سړې حمزه ته لاړ او ورته ويې ويل: چې ابوجهل د ستا ترۀ زوې سره داغسې کار کړې دے، حضرت حمزه ډير بی تابې شو او ابو جهل ته ورغې او کمان (ليندې) سره يې ابوجهل په سر ووهل او سره يې ورته په وينو کښې رنګين کړ، او له دې قيصې نه ورستو په ظاهرمسلمان هم شو. له اسلام نه پس په ځينې وخت کښې به مسلمانانو د ناپوهې په وجه د خداے ګران پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم لپاره څه ناوړو ټکو استفاده وکړه، حتی چې يو ځل د پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم ميرمنې زينب بنت جحش پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم ته وويل: چې ته څرنګ پيغمبر يې چې عدالت نه کوې! پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم ورته مسکۍ او غلې شول. هغې به ويل چې پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم له هغې سره تعلق نلرو، ممکنه ده چې ورستو په دې څه خبرې وکړو.

    په ځينه وخت کښې به ځينې خلک جومات ته راغلل او پښې به يې اوږدې کړې او اکرم صلی الله عليه وآله وسلم ته به يې وويل: چېزمونږ نکونه پرې کړه! پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم به ډير صبر سره دغه بی ادبۍ زغمولې.

    د پيغمبر (ص) مړنتوب او بزرګواري:

    د پيغمبر (ص) مړنتوب دومره پراخا و چې خپل دښمنان به يې هم معاف کول.او که مظلوم يې وليدې نو تر څو چې يې د هغه مرسته نه وې کړي نولاس به يې ترې نه خستل.

    د جاهلت په دوران کښې له هغو تړونو نه علاوه چې د مکې خلکو ترمنځه شوي وو،د (حلف الفضول) ـ زياتي تړون ـ کښې هم پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم شريکت او ګډون وکړ. يو بی وطنه او پردې سړې مکې ته راغې او خپل څه د تجارت سامان يې په عاص بن وائل باندې خرڅ کړ. او عاص ورته د سامان قيمت ورنکړه. هغه سړې به چې هر چا ته تلل خو څه مرسته به يې ورسره نه کوله،او د ابوقبيس غرۀ ته وښتل او فرياد يې وکړ: اے د فهر اولاده! په ما باندې تيرې او ظلم شوې دے. پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم او د هغوي ترۀ زبير بن عبدالمطلب د هغه فرياد ووريدل، او په خپلو مينځو کښې راغونډ شول او غوره يې کړه چې له دی سړي سره د بايد ملاتړ وکړي، او عاص بن وئل ته لاړل او ورته يې وويل چې د هغه سړي پيسې دې ورکړي او هغه هم ويروتۀ او پيسې يې ورله ورکړې. دهغه تړون د هغوي ترمنځه باقی پاتې شو او اراده يې وکړه چې هر يو بی چانا سړې چې مکې ته راغې او چا ورسره زياتې وکړ،چې غالبا به په مکې اغيارو باندې تيرې او ظلم کيد، نو هغوي به يې ملاتړ او دفاع کوي.پس له اسلامه ډيرو کلونو پس به هم پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم فرمايل:چې زه اوس هم په همهغه تړون ويلاړ يم. بيا بيا به يې له مغلوبو او پاتې دښمنانو سره داسې چلند او رفتار کو چې هغوي لپاره د پوهې وړ نه و. په اتمې هجرۍ کښې چې پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم دومره زيات عظمت سره مکه فتح کړه، بيا يې هم فرمايل: (اليوم يوم المرحمه) يعنی نن د بخلو او د بخشش ورځه د ه، نو ځکه يې انتقام وانه خيسل.

    د پيغمبر اکرم (ص) سم چلند:

    پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم ډير زيات سم کردار او سم چلنده و. لکه څرنګ چې مو عرض وکړ، چې د ناپوهې او د جهالت په دور کښې به پيغمبر اکرم (ص) تجارت او سودګري کوله، شام او يمن ته به يې تشريف وړو، او په تجارتي قافيلو کښې به يې ګډون کو اوګډونوال به ورسره وو، د هغوي يو شرک تاجر د جاهليت او له هغه نه ورستوبه يې وويل: هغه حضرت ډير بهترين ګډونوال و، نه به يې لنجې کولې، نه به يې جګړې کولې، نه به يې خپل بار د بل په اږو اچو، نه به خستونکي سره بدخويه و، نه به يې ورباندې ګران بيه خرڅو او نه به يې ورته دروغ ويل، او ډير زيات ريښتونکې و، همدغه ريښتوالۍ سبب شوه چې حضرت خديجه بی بی وسره د ژوند د تيريدو ښکارنده وکړه، هغه بی بی چې د حسب ، نسب، مال او د لوړتياوې بيلګه وه.

    د پيغمبر اکرم (ص) پاکوالي او مرتب شونه:

    د وړوکوالي دوران نه يو پاک انسان و، د مکې او د عربو قبائلو ماشومان په اپوټه ډير زيات پاک او مرتب و.د ځلميوتوب او ځوانۍ دوران کښې به يې سر شنا کو، او هم دی شان سره اسلام نه پس هم چې ځوانۍ دوران يې تير شوې و او پينځ شپيت کلن يو بوډه سړې و، بيا هم باقاعده د پاکۍ او د صفائي خيال به ساتۀ. ګيسوان به يې د غوږو پيڅو پورې اوګدۀ وو، او هر وخت به صفا، ښکلا او معطر وو. په يو روايت کښې مې ليدلي دي چې د هغه حضرت په کور کښې څه اوبه وې او په هغه وخت کښې آيينه موجودې نه وې “كان يسوي عمامته و لحيته اذا اراد ان يخرج الي اصحابه”،يعنی کله چې به له کوره بهر خپل اصحابو ته تلو، نو خپله ګيره او عمامه به يې مرتب او سمه کړه، او بيا به له کور بهر راووتۀ…

    خلکو سره د پيغمبر اکرم (ص) خه چلند:

    خلکو سره د پيغمبر اکرم (ص) خوش رفتاری هميشه لپاره ډيره نرم وه، او د خلکو جامې کښې به هميشه حشاش بشاش و…